د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

موږ ولې د پښتو ژبې وده په ګدايي غواړو؟

Anonymous
15.01.2006

سلامونه دوستانو !
په شته حکومت کې ولسمشر کرزی پښتون دی ،دفاع وزير پښتون دی ،داخله وزير پښتون و،د مالېې وزير پښتون دی خو په دومره غټو دولتي پستونو کې بيا هم هره ورځ چيغې او نارې وهل کيږي چې زموږ ښونځی په پښتو نه دی ، په راډيو او تلويزون کې پښتو نه شته ، پښتو ژبې ته څوک خدمت نه کوي . پوښتنه داده تاس پښتو ته خدمت له چانه غواړی ؟؟؟؟


نقاد
15.01.2006

وروره که جانان که ګل جانان يې ته
............................................................. بس په دې پوښتنه مونږ ته ګران يې ته :

[code:1:009de59360]په شته حکومت کې ولسمشر کرزی پښتون دی ،دفاع وزير پښتون دی ،داخله وزير پښتون و،د مالېې وزير پښتون دی ...خو ...پښتو ژبې ته څوک خدمت نه کوي . پوښتنه داده تاسې پښتو ته خدمت له چانه غواړی ؟؟؟؟[/code:1:009de59360]
[color=blue:009de59360]ځواب :[/color:009de59360]

مــــونــــږه خــــدمـــت [color=red:009de59360]نـــه ، د پــښتو حــق غواړو[/color:009de59360]
................................................................... دا له هر غاصب او هر احمق غواړو

دا مـــــــونـــــږ لــه مــعارف او لـه کلتــور وزير
.................................................................. دا مونږ له کرزي نه په يو تړق غواړو

پــــــر يــــږده چې راپـــورتـــه شـــي غيور ولس
........................................................................[color=red:009de59360]مونږ دې خاينانو ته سبق غواړو![/color:009de59360]


Anonymous
15.01.2006

نقاد صيب اباد اوسې , زه خو ډير احساساتي شوی ووم، غوښتل مې چې دغه
ټول ګوډاګيان سپک کړم خو تاسو مې قهر را ويوست٠
ډيره مننه ښه شيان مو ليکلي دي.

د پښتونولي په مينه پتنګ


Anonymous
16.01.2006

نقاد صيب او پتنګ صيب پوښتنې ته مو منطقي ځواب نه دی ويلی . په شعر ي کلماتو يوازې احساسات پورته ښکته کيدای شي . ښه به وي چې هر اړخيزه تبصره ورباندې وشي .او هغه څه خلکو ته په ډاګه شي چې د پښتو ژبې په وړاندې د دومره لوړ پوړو دولتي چارواکو په موجوديت کې بيا هم د اساسي قانون نه تيری کيږي او پښتو ژبې ته څوک حق نه ورکوي . ولې ؟؟؟؟ ايا د ښوونې اوروزنې او د اطلاعاتو او کلتور وزير دومره ځواکمن دي چې د کرزي او دهغه د کابينې زور ورباندې نه رسيږي ؟؟؟


نقاد
16.01.2006

دروند ورور جانان ته سلام او درناوی!
تاسو د خپلې رامنځته کړې پوښتنې يو ځواب پخپله هم لرئ، کومه چې لږترلږه تاسو خپله يې که نهايي نه وي نو منطقي خو يې ضرور بولئ. خو د خواشينۍ ځای دادی چې خپل اند مو د طرحې کړې سکالوسره نه دی وړاندی کړی ، تراوسه مو سپمولی او پر لوستونکو مو ﻻ نه دی لورولی .
په هر حال : له کرزي څخه نيولې د حکومت تر ټولو پښتنو غړو پورې ټول دهغو سياسي جوړ جاړي فشار ته تسليم شوي چې شمالي ټلوالې او ټوپکسالارانو له امريکايانو سره کړی دی . ددې پايله داده چې د کرزي د کابينې په پريکړو د نا پښتنو غړو رول ټاکونکی دی نه د کرزي او نورو پښتنو وزيرانو . له دې کبله د دولت
غوا د يو څوخَسي پښتنو وزيرانو په شته والي نه بلاربيږي، بلکې په دولتې سياست کې اوس د نا پښتنو ډلو غوا لنګه ده . داسې بريښي چې د حکومت پښتانه غړي يواځې د خپلې استعفا کولو واک او اختيار لري ، نه د سياست په ټاکلو کې کوم اغيزه!
نو دغه صرف ظاهري پښتانه د پښتنو استازي نه ، بلکې د خپل ځان او پردو استازي او په اعظمي صورت کې هغه سياستوال ګڼل کيدای شي چې د پښتنو د تير وتلو سبب ګرځي او بس .
په ولسمشريز سيستم کې چې د کرزي په څير ولسمشر يې کوم ګوند هم ونه لري او وزيران يې هم په انتخاباتو کې نه وي ټاکل شوي ، نوولسمشر د ولس پرځای امريکايي مقاماتو ته ځان مسول احساسوي ، چيرې چې پښتانه نه، بلکې شمالي ټلواله وزن لري او د امريکايانو پاملرنه له پښتنو څخه اوي .

له بله پلوه پارلمان د حکومت په کنترولولو کې رول لري او پښتانه وکيلان د پښتو حقوق غوښتلای شي، خو مالومه نه ده چې عملأ په دې کار ﻻسپورې کوي او کله يې هم د پښتو حق غوښتی دی ؟
له لويو او مجربو ګوندونو پرته واقعي اپوزيسيون شونتيا نه لري، او دا تشه هم ددې سبب ګرځي چې د ستونزو د حلولو پر ځای پارلمان د معامله ګرۍ او تشو سازشونو په اډانه واوړي او ستونزي په واقعي توګه حل نکړي .
نو تر څو چې د هيواد داولسواکۍ بنسټونه محکم او پياوړي نشي ، د ليږداو په دغه پړاوکې به ورته ستونزې دوام لري . مونږ بايد پر دې وغږيږو چې ولسواکي په هيواد کې څنګه پر مختګ کولی شي او بس !

والسلام


..


pattang
16.01.2006

جانانه وروره سلام عليکم !
زما په نوم ليکنې که پيدا کړې نو ډير حقايق به پدې باره کې درته واضح شي .

A : وروره اوس خو غله ،نالا يقه ، په غرب کې له بيکاري نه وراسته شوي ،اجنټان ، دچوکۍ
اوقدرت وږې ,هغه پښتانه په سر کې دي چې هغوې خپل هويت ،خپل دين ، خپل رسم رواج ،
خپله پښتونولي خرڅه کړ ی اودپيسواوقدرت داسې وږي دي لکه دکوڅې وږي سپي ته چې
هډوکي څوک ورواچوي او هرڅه ته تيار وي خو خپل مردار هډوکی نه پريږدي٠
دا ډارن خرڅ شوي اجنټ پښتانه کله دومره ريڼ سترګي او خير سترګي دي چې
اساسي قانون تدبيق کړې او د پرديو دکلتور مذدورانو ته ووايې چې ولي پښتو ژبه
او پښتانه ترټل کيږي، محروميږي او د ورڅني ژوند نه ګو ښه کيږي ??
امريکايان له اقليتونو سره قرار دادونه او تړونونه لري، ځکه چې اقليت هميشه
ارتجاعي او فاشستي خواص لري او د اکسريت په خلاف ډير ژر استعماليږي
( تاريخي واقعت ) او خپلي باندېنۍ ريښې پالي نو زموږ ګوډاګيان چې د اشغالګر
و غلامي کوي ، طبعي دی چې دهغوی ملګرو ته په جګو سترګونشي کتلي اونه
دخپل ناموس او خپلې ژبي حقوق ترې غوښتلي شي او همداسي مظلوم او غلام
دي لکه دکوزې خوا پښتانه چي د پنجاپيانومذدوران او غلا مان پاته دي٠
زه د هر يوه سوابق درته ليکلی شم ،چې دوی څوک دي ،خو له خپله ځانه شر ميږم .

B : دخادم کوچي له ليک سره زه نور شيان هم تړم :

پښتنو ته خپل کلتور او فر هنګ خوار او وروسته پاتي مالوميږي اومالوميده نو لدي کبله
به يې په بله ژبه خبرې ليک اولوست کاوه اوکوي يې، ترځوچې دی له نورونه چې په پاړسو
خبرې کوي کم رانشي ، با کلتوره او خپل ځانونه پوهه مالوم کړي اوله بلې خوا پيسه هم په
پاړسوکې وه او اوس هم ده چې دپښتو ژبې د ګور علت ګرزيدلې ده ( يوتر بل تړلې )
له بلي خو ا پښتون په ځان غوره او وايې چې مونږ نر تاريخ لرو هلته ٠٠٠ دلته مو داسي
کارونه کړې دي خو ماته دا ټول شيان په کلتوري ډول داسې ما لوميږي لکه ګيدړ دزمري
په پوستکي کې ==============> داولي
دايوه سيکالوجکي مسئله ده چه پښتانه ( inferiority complexes ) لري
( خپل ټول کلتوري او اخلاقي قيمتونه پريږدم ،پردی کلتورزده کوم تر څو چې
له نورو وروسته پاتي نشم او روحي ارامه شم که نه وي نو ځان سپک او بي قيمته
راته ښکاريږي )

دحل لاره !
تر څو چې بيدار پښتانه يو نشي او په واقعي ډول د يوه حرکت په ډول خپل کلتوري حقوق
ونغواړي ،له مال، ځان او سر نه تيرنشي ( په خبرو څه نه کيږي ) په افغانستان کې دپښتنو
حقوق نه اخستل کيږي اونه يې څوک ور کوي٠

[color=darkred:0af9bf93ad]که چيرې پښتنو ته دخپلې ژبي او کلتورحق ور نکړی شي نو په افغانستان کې
سوله هيڅ امکان نلري [/color:0af9bf93ad]

دپښتون کوم د سياسي شعور په هيله
او په پښتني مينه
پتنګ

[quote:0af9bf93ad="جانان"]نقاد صيب او پتنګ صيب پوښتنې ته مو منطقي ځواب نه دی ويلی . په شعر ي کلماتو يوازې احساسات پورته ښکته کيدای شي . ښه به وي چې هر اړخيزه تبصره ورباندې وشي .او هغه څه خلکو ته په ډاګه شي چې د پښتو ژبې په وړاندې د دومره لوړ پوړو دولتي چارواکو په موجوديت کې بيا هم د اساسي قانون نه تيری کيږي او پښتو ژبې ته څوک حق نه ورکوي . ولې ؟؟؟؟ ايا د ښوونې اوروزنې او د اطلاعاتو او کلتور وزير دومره ځواکمن دي چې د کرزي او دهغه د کابينې زور ورباندې نه رسيږي ؟؟؟[/quote:0af9bf93ad]


دربار
17.01.2006

ياره ددې پختنو نه هم وس سم دم ډمان او بمان جوړ شوي واهلکو ايران تاجکستان خو څه دي تاسو د بابا مزدور نه دې چي د پختو پرمختګ درته وکړي او تاجکان يا پنشيران ستاسي مزدوران دي چي دي تاسو حق در کړي .

که چيري پختانه خپله ژبي ته کار ونه کړي په ايله اوتو بوتو او نارو نه جوړيږي
پختانه يواځي خپله ژبه را ژوندی کولای شي خو افسوس پختانه اوس هم هغه نصوار هغه چلم چي دم کش کی وايي ایش ستا د پاړسيوان داسې او هغسې وکړم
دا زمونګ پختو ته ولي کار نه کوې ؟؟ :lol: :lol:
ايا هغه پختو به داسي پرمخ لاړه شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more