نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان د هېواد په سياسي او
Anonymous
14.01.2006
..... طالبان د هېواد په سياسي او
جمهوري جوړښت کې هيڅ ځاى نلري !!؟؟
.......... د عبدالهادي حيران ليکنه
دا نننۍ خبره نه ده، بلکې له هغه وخت څخه چې په افغانستان کې نوی سياسي نظام منځته راغلی دی، نه يواځې حکومت په بيا بيا طالبانو او نورو دولت مخالفو ډلو ته عفوه اعلان کړې او د هېواد په سياسي او جمهوري نظام کې د ګډون بلنه يې ورکړې بلکې ځينيو نورو خلکو هم دا غوښتنه کړې چې طالبان او نورې دولت مخالف ډلې دې د هېواد په سياسي او جمهوري نظام کې شريک کړی شي.
په هېواد کې د جمهوري رياست له انتخاباتو څخه نيولې بيا د پارليماني انتخاباتو او ان تر اوسه پورې، چې په دې هکله اخري خبرې د هېواد د يو جهادي مشر او په تېرو دواړو ( د جمهوري رياست او د اولسي جرګې ) په انتخاباتو کې کانديد انجينير احمد شاه احمدزي هغه مرکه ده چې څو ورځې د مخه په مطبوعاتو کې خپره شوه. نوموړي هم دا خبره تکرار کړې ده چې طالبان او نورې دولت مخالفې ډلې دې سره کېنول شي، هغوی دې خپل شرايط وړاندې کړي او د بين الافغاني خبرو اترو له لارې دې تفاهم وکړی شي.
او هر کله چې په دې موضوع څوک خبره کوي نو زيات خلق پړه په دولت اچوي خو ورسره دا خبره هم مني چې دولت طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته بيا بيا د هېواد په سياسي او جمهوري جوړښت کې د ګډون بلنه ورکړې ده خو هر ځل دغه بلنه د طالبانو او نورو دولت مخالفو ډلو لخوا رد شوې ده. چې داسې ده نو بيا دولت ولې ملامت دی؟
په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان روان سياسي او جمهوري نظام ډېرې نيمګړتياوې لري او ډېر کارونه داسې دي چې ګوته ورته نيول کېدلی شي خو دا خبره يا غوښتنه چې دولت دې طالبانو او نورو دولت مخالفو ډلو ته د هېواد په روان سياسي او جمهوري نظام کې ځاى ورکړي، بېخي ماشومانه او احمقانه ده ځکه چې طالبان او د هغوی د فکر نورې وسله والې ډلې پخپله په دې نظام کې ګډون کول نه غواړي او دا قسم یې خوړلی دی چې تر څو یې وَس رسېږي هېواد به ورانوي او هېوادوال به ارام او هوسا ژوند ته نه پرېږدي.
دوی د خپل حکومت پر مهال هم له چا سره خبرو ته نه دي کېناستلي او نه يواځې هغه وخت یې مکتبونه تړلي او د کار خلق وژلي دي، بلکې اوس هم پوهنځي سوزوي او د بيا ابادۍ د کارونو سره مربوط خلق په بمونو الوزوي.
په تېرو پارلماني انتخاباتو کې دا هم ثابته شوه چې طالبان په خلقو کې هيڅ محبوبيت نلري. د طالبانو د وخت په څلورو مهمو مشرانو کې چې اوس دولت ته تسليم شوي دي يواځې يو یې اولسي جرګې ته په انتخابېدو بريالى شو. د طالبانو د ړنګ شوي حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل په دې ونه توانېد چې اولسي جرګې ته انتخاب شي. دا په دې مانا شو چې خلق هغه طالبان هم د خپل اولس استازيتوب ته انتخابول نه غواړي چې اوس دولت ته تسليم دي.
خو بيا هم که دا ټولې خبرې يوې خوا ته کېښودل شي، تر ټولو مهمه نکته دا ده چې طالبان او د هغوی د فکر نورې وسله والې ډلې پخپله دا نه غواړي چې په روان سياسي او جمهوري نظام کې شريک شي. د هغوی فکر، نظر، عقيده، اهداف، او مقاصد بالکل جلا او د نه منلو تر حده غير سياسي دي. که له دولت څخه دا غوښتنه کېږي چې د طالبانو سره دې تفاهم وکړي خو چې طالبان تفاهم ته نه کېني او د سياست او جمهوريت په ضد یې ملا تړلې ده نو دولت څه وکړي؟ ملا عمر ته ووایي چې راشه او بيا د افغانستان څخه ځنګل جوړ کړه؟
څو ورځې وړاندې د طالبانو يو تن قوماندان ملا داد الله وويل چې دوه سوه (٢٠٠) طالبان یې ځان مرګي بريدونو ته تيار کړي دي. په داسې حالت کې د حکومت سره بس دا يوه لاره پاتې کېږي چې خپل ټول وسايل د طالبانو د له منځه وړلو لپاره په لاره واچوي او د هرې سياسي او نظامي لارې څخه کار واخلي. په دې لړ کې بايد د هغو هېوادونو سره هم خبرې وشي چېرته چې طالبان روزل کېږي او پناه اخلي. که داسې وشي نو يو به په هېواد کې د بيا رغاونې د کارونو مخې ته خنډونه له منځه ولاړ شي او بل به د بهرنيو قواوو په افغانستان کې د پاتې کېدو بهانه اوجواز ختم شي.
پۀ مينه او ادب ، ستاسې ارمان .............!
د تل افغان له پاڼې څخه پۀ مننه
طالبان هم دي همدي هيوادبچي دي
خيرن
14.01.2006
دطالبان هم دي همدي هيوادبچي دي
دطالبان دي جورښت لمړی وجه درب وهلی رباني کرغيړنه واکمنی اوملوکل قومنداني وه چي د څينو راڼ اندو په سلا د طالبا نو تحريک را منځ ته سو اوريښتياهم افغا نستان کي يو ريښتينی ديکتا توري ته اړتيا ليدل کيده٠
چي دلمړي ځل دپا ره همدي رب وهلی ربانی اومسعود له خواطا لبانوته دسرحدی
لواامرورکول سو اوپه خپله ربانی وويل طالبان يک حرکت خودجوش است کي از بين تودها بر خاسته اومسعودطالبانوسره په ميدان ښارکي ليدني کولی اوهماغه
وقت عبدلعلي مزاری د پښتنوپه سرونو ميخونه ټومبل اوداسي نوری نارواوی اواوس هغه خائنين دډيموکراسی ټيکه داران دي او يايونس قا نونی چي دنظاردبدنامه ډلګی له مخکښو څخه و ادده بدنامه ډلګی په٤٩٠ښڅوبربنډتيری کړي و٠اودهيواد دويښ تړونونه له روسانو اوتاجيکانوسره دمسعود،ربانی له خوا دخراسان کبير په نامه لا سليک کيدل اورب وهلی ربانی به ويل تاوقتي مبارزه بايدکردکه در وقت دقلباب کسي نه ګويد چي څوک ئي
اوس هغه٠ترطالبانوښه سول؟
اوطالبانوسره دتوکم پالنی ستونزه هم مطرح نه وه دبيلګی په دچهار اسياب تر نيولو
وروسته ١٠٥ کسه ازبيک مليشی دهمايون پوڅي په مشری طالبانوته له تسليميدو
وروسته روغ رمټ خپلو سيمو ته واستول سول٠
نوطالب دهغه وقت اړتيا وه اوهيوادئي له تجزی شغورلی اواوس هم طالب يومطرح
ځواک ده اوطالبان دهم دخبرولاره خپله کړي
اوپه سوله ايز ډول واک تر لاسه کولی سي٠
[color=red]
زه چې نازولی وم نوبل څوک نازولیو؟
نن مې اننګي بل څپيړوته نيولیدی
زه هغه پښتون يم چې هر چا مې احترام کا وه
ولې نن اغيا ر راته په بدوسترګوګورې
ملنګ جان
په درنښت
ستاسو خيرن
Anonymous
14.01.2006
[quote:d1cca6a7ef]طالبان دهم دخبرولاره خپله کړي اوپه سوله ايز ډول واک تر لاسه کولی سي٠ [/quote:d1cca6a7ef]
داجمله په دې لږ خو اړين بشپړاوي سره سميږي :
طالبان دې هم دخبرولاره خپله کړي اوپه سوله ايز ډول په واک کې [color=white:d1cca6a7ef]برخه[/color:d1cca6a7ef] تر لاسه کولی سي٠
Anonymous
18.01.2006
انجينير زلمى مين
دحيران صيب حيرانونكې هېواددښمني
دتل افغان ويبپاڼې په مخ مې د(طالبان د هېواد په سياسي او جمهوري جوړښت کې هيڅ ځاى نلري) يوه .....ليكنه ولوسته چې ماته ترې دهېواددښمنۍ قوم دښمنې بوى راځي دښاغلي حيران داخبره چې طالبان دافغانستان په سياسي اوجمهوري جوړښت كې ځاى نه لري داڅنګه افغانستان دى چې همېشه پكې يوڅوك هېڅ ځاى نه لري كله پكې دافغان ملت ګوند خپل ځاى ورك كړي كله پكې هغه څوك خپل ځاى ورك كړي چې يواځې پاكستان ته مهاجر شوى نه دى كله پكې هغه څوك ځاى ورك كړي چې دسورښكېلاك په مقابل كې درېدلى كله پكې هغه څوك ځاى ورك كړي چې سپينه پكړۍ يې پسر كړې وي .
داغلته(غلطه) ده چې ګوندې طالبان دافغانستان په سياسي جوړښت كې ځاى نه لري دادټولو افغانانو ګډ كور دى د دې په سياسي اوملي جوړښت كې هر افغان ځاى لري مونږ نشو كولاى چې دګلبدين په راتګ سره ټول كمونستان ووژنو هغوى افغانان دي مونږ نشو كولاى چې دكرزي په راتګ سره ټول طالبان ووژنولكه حيران صيب چې په كوم نظر دى هغه وايي (څو ورځې وړاندې د طالبانو يو تن قوماندان ملا داد الله وويل چې دوه سوه (٢٠٠) طالبان یې ځان مرګي بريدونو ته تيار کړي دي. په داسې حالت کې د حکومت سره بس دا يوه لاره پاتې کېږي چې خپل ټول وسايل د طالبانو د له منځه وړلو لپاره په لاره واچوي او د هرې سياسي او نظامي لارې څخه کار واخلي.) دطالبانو دلمنځه وړلو دفكر پرځاى به ښه نه وي كه په دې فكر وشي چې طالبان ولې غرونو ته ختلي ولې ۲۰۰ طالبان ځانمرګي بريد ته تيارېږي .
ښاغلى حيران وايي.(په هېواد کې د جمهوري رياست له انتخاباتو څخه نيولې بيا د پارليماني انتخاباتو او ان تر اوسه پورې، چې په دې هکله اخري خبرې د هېواد د يو جهادي مشر او په تېرو دواړو ( د جمهوري رياست او د اولسي جرګې ) په انتخاباتو کې کانديد انجينير احمد شاه احمدزي هغه مرکه ده چې څو ورځې د مخه په مطبوعاتو کې خپره شوه. نوموړي هم دا خبره تکرار کړې ده چې طالبان او نورې دولت مخالفې ډلې دې سره کېنول شي، هغوی دې خپل شرايط وړاندې کړي او د بين الافغاني خبرو اترو له لارې دې تفاهم وکړی شي.
او هر کله چې په دې موضوع څوک خبره کوي نو زيات خلق پړه په دولت اچوي خو ورسره دا خبره هم مني چې دولت طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته بيا بيا د هېواد په سياسي او جمهوري جوړښت کې د ګډون بلنه ورکړې ده خو هر ځل دغه بلنه د طالبانو او نورو دولت مخالفو ډلو لخوا رد شوې ده. چې داسې ده نو بيا دولت ولې ملامت دی؟ دلته ښاغلى دافغانستان په سياسي اوجمهوري جوړښت كې طالبانو ته دبلنې خبره كوي زه دطالبانووياندنه يم خوديوافغان په صفت بايد ووايم چې څوك كولاى شي چې دطالبانو دسر زمه وار وګرزي څوك به دهغوى دعزت دخوندي ساتلو زيمه وار وي څوك به ددې زيمه واري وكړي چې طالبان به ګونتاناموته نه وړل كېږي دلته خوديو عام افغان خولې ته كولپونه پراته دي پاتې شوه ديوې سياسي اواسلامي مفكورې لپاره دمره آزادي دلته خودبيان ازادي وركه شوه دلته خووحشت حاكم دى هغه بله ورځ په كابل كې دالجزيرې خبريال په دې جرم ونېول شو چې دكورنيو چارودوزارت دفرمان اودامريكايانو دپوستوپه اړه يې راپوربرابرولودلته خوژورنالستان ستاپه قول (ژورنالوستان) خپل وخت يوازې ددولتي چارواكوپه فرمانونواوصفتونو تېروي يوڅه وخت مخكې دشيرشاه همدردپه ګډون څوژرنالستان په دې ونه نېول شول چې هغوى په كونړ كې ديوې امريكايي الوتكې دغورزېدو خبروركړى و.
الفت صيب وايي
كه هرڅه راته وژنې خيال اوفكر مې مه وژنه
په دې كې مې وطن ته لوى تاوان لېدلى دى
حيران صيب وايي (طالبان او د هغوی د فکر نورې وسله والې ډلې پخپله په دې نظام کې ګډون کول نه غواړي نو ځكه خو بايد بلنه هم ورنكړل شي )طالبان به خود پدې نظام كې ګډون كول نه غواړي چې دوى خودلته په غربي دېموكراسۍ كې دومره افراط وكړ چې دطالبانو په افراط به شكر وباسې دغه دوسني نظام پلويانو هم دطالبانو په نظام كې ګډون كول نه غوښتل ځكه چې طالبانو يوه سخت دريځه اسلامي اداره دامنځ ته كړې وه په دې معنا چې طالبانو هم افراط كاوه دلته خوپه هر نظام كې افراط شوى كه كمونستي نظام و هم ډېر افراط يې خلك راوپارول كه دطالبانو اسلامي امارت و (اسلامي امارت ورته ځكه وايم چې دايې نوم دى زه ده همدې هېواد يم اوپه دې پوهېږم چې هغه اسلامي امارت ويوازې دولت يې په امارت بدل كړى و داچې خلك هغې نظام ته دطالبانو نظام وايي هغه بهرنيان دي اوپه دې نه دي پوه چې دې نظام ته څه نوم اخلي) خوخير دهغې نظام په خلاف خولاڅوك ځانوژونكو بريدونوته نه وه تيار پاتې شو دانظام ددې نظام په راتګ سره افغان ولس څه لاسته راوړنې كړي ؟ ځواب يې هېڅ دى دروس په خلاف مو جګړه وكړه دوه ميليونه افغانان شهيدان شول دې لپاره چې روس لاړشي اوامريكا راشي دې لپاره چې افغانستان دې روس نه بلكه امريكا دې يې جوړ كړي كه دجوړولو خبره وي خوروس هم دافغانستان دودانۍ لپاره راغلى و .
خوكله چې روس له افغانستان څخه ووت بيا هم مونږ سره همدغه فكر وچې بايد نجيب ووژل شي بايد ټول پلويان يې ووژل شي اودغه نظام ړنګ كړل شي اوپرځاى يې بل نظام راوستل شي كنه خوډاكټر نجيب هم عمومي عفوه اعلان كړه دلويې جرګې اوانتخاباتو غوښتونكى و بياولې هغه مهال لويه جرګه اوانتخابات كفر و سره ددې چې هغه انتخابات كه شوې واى بيخي شفاف به و هېڅ كوم هېوادبه نظامي حظور نه درلود يوازې دافغانانو په منځ كې به و وس چې دوه پنځوس ملكونه سياسي اونظامي حضور لري هغوى ټول خپلې خپلې ګټې لري زمونږ له غمه نه دي مړه نوته ووايه چې څوك به هم دافغانستان ګټې په نظر كې ونيسي دا هېڅ امكان نه لري .
اوستاداخبره چې (په تېرو پارلماني انتخاباتو کې دا هم ثابته شوه چې طالبان په خلقو کې هيڅ محبوبيت نلري. د طالبانو د وخت په څلورو مهمو مشرانو کې چې اوس دولت ته تسليم شوي دي يواځې يو یې اولسي جرګې ته په انتخابېدو بريالى شو. د طالبانو د ړنګ شوي حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل په دې ونه توانېد چې اولسي جرګې ته انتخاب شي. دا په دې مانا شو چې خلق هغه طالبان هم د خپل اولس استازيتوب ته انتخابول نه غواړي چې اوس دولت ته تسليم دي) طالبان دافغانانو په منځ كې څه چې په نوره نړۍ كې هم محبوبيت لري دايوان ريډلي چې دطالبانو دبندلامله يې اسلام هم راوړى هغوى ورته داسلام دعوت وركړى ودطالبانو په هكله په خپلو نوو څرګندونو كې وايي هغه چې لويديځ به بې تمدنه بلل ماپكې يولوى تمدن وليده اوهغه چې ځان دتمدن سرلاري بولي دوحشت نه دډكواعمالو مرتكب شول اوزياتوي چې داښه ده چې زه دامريكايانو سره په ګنتانامو ابوغريب اوباګرام كې نه يم بندي شوې كنه هغه څه به يې راسره كول چې انسانيت پرې شرمېږي .
اودمحبوبيت بل مثال به يې دادركړم چې طالبانوديو فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان كې كوكنار بندكړل خونه چامظاهره وكړه نه چاورپسې ټوپكې رواخستې اونه يې چاخبره وغورځوله خو نن چې همغه بزګرانو ته ډالرې هم وركوي نشي كولاى چې ككنار پرې بندكاندي سره له دې چې هغه وخت دافغانستان اقتصادي وضعه هم خرابه وه اقتصادي بنديزونه لږېدلي وه كه اقتصادي بنديزونه اودومره فشار نه واى اياهغه مهال به لدې نه ډېر كارنه وشوى؟
پاتې شوه دموتوكل دكانديدېدو خبره هغه خولاپخواداخبره كړې وه چې په كابل كې يې دخلكو پوښتنوته ځوابونه ويل چې په دنياكې دوه نظامونه وس ديوبل سره په ټكر كې دي يو اسلام بل ډيموكراسي چې دادواړه ديوبل ضددي وس چې دډيموكراسۍ غېږې ته لوېدلى نوخودبه ناكامېږي خلكويې پخوانۍ خبرې له ياده ندي يستلي داهم امكان لري چې متوكل دي دكوم فشار ښكار شوى وس كنه نو داڅنګه كېداى شي چې متوكل دى دومره لوى جرم وكړي اوهغه داچې پرون يې افغانانو ته كومې خبرې كړي نن په هغې خبرو پښه ږدې سره له دې چې هغه څرګندونې يې مدللې دي اودهغې نه دتېرېدولپاره كوم داسې دليل نه لري چې دسړي په زړه كې دې ځاى ونيسي هغه هماغه مهال دخپل انحراف خبره هم كړې ده له خدايه يې دخپل انحراف پناهم خوښتې ده چې خداى دې مونږه نه منحر فوي كنه زمونږ حال به له ټولو بدتروي
اوپاتې شوه دځنګل دقانون خبره هغه لاڅه دځنګل قانون وه پدې خبرې سره دې دخپل دين سره لويه جفاكړې ده ته به نه يې پوه چې يوازې ښارونه افغانستان نه دى داوغرونه داولسونه داپرګنې دټول افغانستان دى ددوى په خټه كې اسلام اغږل شوىدغه نظام كه دكابل ښاريانو دخوښې نظام وي وي به خودهغو ولسونو اوپرګنو ملاتړ اوخوښه ورسره نه ده شريكه ډيموكراسي هغه نظام دى چې هغې ته فكري كار كېږي نه داچې هغه دسياف خبره دډيموكراسۍ تحميل په خپله يوغير ډيموكراټيك عمل دى نودبي دوه پنځوس په زور دپلي شوې ډېموكراسۍ به لاڅه خوندوي .
ايوان ريډلي چې نوې مسلمانه شوې ده هغه لا داسې وايي چې حامدكرزى كومه كاميابه كيسه نه ده اوبياورسره دفحاشۍ اودسكس سي ډي ګانو چې په بازارونو كې ازادخرڅلاولري خبره يادوي نومونږه خوپخواني مسلمانان يو زمونږ نيكونه اوغورنيكونه مسلمانان و مونږ دهغې نوې مسلمانې شوې پېغلې نه هم بدشو كه څنګه .
مونږ هغه نظام ته هركلى وايو چې هغه دافغان ولس په ګټه وي نه داچې دنوروګټې پكې خوندي وي هغه نظام چې افغانان يې مني بايد ويې منو ننۍ دېموكراسي زمونږ دهېواد ټول شته له مونږ اخلي زمونږ فرهنګ زمونږ كلتور زمونږ ژبه زمونږ هرهغه څه چې په هغې مونږ وياړ كوو .
تاسې په خپله وګورۍ هغه دولت چې دكوكناروكرل يوجرم كڼي ددې لپاره چې دازمونږ ملت ته زيان رسوي نوطلوع تلويزيون ولې نه بندوي چې زمونږ ه دملي موسيقۍ دشتون سره سره هندي موسيقۍ ته كاركوي مونږ ملي لباس لرو ملي ارزښتونه لرو چې بايد هغې ته كار وشي نه داچې هغه ايسته وغورزول شي اوپرځاى يې غربي دودونه اوغربي بې حيايي خپره شي .
دازمونږ دملت اوزمونږ دهېواد دواړو پرزيان تمامېږي همداډيموكراسي دې وي خوچې وي كومه ده ډيموكراسي دډيموكراسۍ هغه ارونه چې ډيموكراسي پرې ولاړه ده ترټولو لومړى خوبايد پرهماغې ارونو عمل وشي چې دهغې له جلې څخه دبيان ازادي دسياسي ګوندونو آزادي دمطبوعاتو آزادي دخلكو دخوښې حكومت په اكثريت پرېكړه دلته خوټول هرڅه سرچپه روان دي هرڅه دافغانانو دلپاره په نوم باندې دافغانانو په ضد روان دي .
دلته خودكابل اوجلال آباد دخلكوپرېكړه اورايه دټول افغان ولس پرېكړه اورايه ګڼل كېږي
Anonymous
18.01.2006
ښاغلي انجنير ځلمي من صيب او درنو لوستونکوته سلامونه او درناوی !
تاسو ليکلي :
افغانستان [quote:53bfef3972]دټولو افغانانو ګډ كور دى د دې په سياسي اوملي جوړښت كې هر افغان ځاى لري مونږ نشو كولاى چې دګلبدين په راتګ سره ټول كمونستان ووژنو هغوى افغانان دي مونږ نشو كولاى چې دكرزي په راتګ سره ټول طالبان ووژنو[/quote:53bfef3972]
که د ګلبدين په راتګ ټول کمونستان وژل نه غواړئ ، خو د طالبانو په راتګ مو با غوښتل چې ټول کمونستان
يا د نجيب ټول پلويان وژنئ ، دا خبرې م سره ضداو نقيض نه دي ؟ چې :[quote:53bfef3972]
خوكله چې روس له افغانستان څخه ووت بيا هم مونږ سره همدغه فكر وچې بايد نجيب ووژل شي بايد ټول پلويان يې ووژل شي [/quote:53bfef3972]
تاسو ليکئ :
(( كومه ده ډيموكراسي دډيموكراسۍ هغه ارونه چې ډيموكراسي پرې ولاړه ده [color=white:53bfef3972]ترټولو لومړى خوبايد پرهماغې ارونو عمل وشي چې دهغې له جملې څخه دبيان ازادي دسياسي ګوندونو آزادي دمطبوعاتو آزادي دخلكو دخوښې حكومت ، په اكثريت پرېكړه [/color:53bfef3972]))
دلته ٢ پوښتنې رامنځته کيږي :
١ـ ايا طالبانو په خپل وخت کې د دموکراسۍ دې آرونو مخالفت نه کاوه او له دې ارونو څخه يې کوم کوم آرونه پلي کړل ؟
٢ـ ايا طالبانو د خپل خارجه وير متوکل په خوله لاپخواداخبره نه وه كړې او نه يې [quote:53bfef3972]ويل چې په دنياكې دوه نظامونه وس ديوبل سره په ټكر كې دي يو اسلام بل ډيموكراسي چې دادواړه ديوبل ضددي ... خلكويې پخوانۍ خبرې له ياده ندي يستلي [/quote:53bfef3972]، نواوس څنګه ددموکراسۍ پورتني آرونوته تن ږدئ؟ آيا
غواړۍ په دې توګه له عوامفريبۍ څخه کار واخلئ ، که څنګه ؟