د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يوازي احساس جائز دۍ دلته پاسپورټ ته ضرورت نسته

Anonymous
13.01.2006

ښه راغلاست 
له ديره وخته داسي خبري او حالت راروان دۍ چه هرڅه په ړندو
 سترګو منل کيږي 
او متفکر او دوربينه اشخاص د غاصب واکدار څخه داسي په لړزه اخته دي لکه 
دسکاروي په مرض چه اخته وي ٠ 
او پر هر ګام واهمې دي ورته پټې  او لاره هم ترې ورکه ده ٠ رېږدي 
چه دا ئې راځه يوړه او ها ئې راڅه يوړه !
مه راګورۍ چه ختم سوو ٠ نو ړانده چه د بنا دغه ناري اوري ٠ لاس ټپروي او تر 
بنا پوري ځان رسوي ٠ او پر راټول دي ړانده سړي  پر بنا سړي باندي 
او متفکر  سړی د غاصب واکدار له لاسه شکايت ورته شروع کړي ٠ چه دا غاصب چور کړاست ،هرڅه ئې درځه يوړل ٠ واخلۍ کلاشينکوف 
او د خپل مال حفاظت وکړۍ ٠ 

اې متفکر ځوانه !
په دې ړانده قوم څه کوې ؟؟ د بنا قوم سره دي په جنګ ، جنجال اخته کړي دي 
هند چه ړوند وو ٠ څه ور پېښه سوه ؟؟؟؟ 
چين چه ړوند وو دغه ستا د قول حال ئې وو ٠ څه ورپېښه سوه ؟؟؟ 
عرب چه ړانده وه ٥٠ کاله دمخه څه ور پېښه سوه ؟؟؟؟ 
چه ستاسو قوم ته به ورپېښږي ٠ 

نن هند د ځمکي پر مخ درېم ولسواکي نظام دۍ ٠ او اټومي قدرت !!
ورورئې پاکستان هم اټومي قدرت دۍ 
چين ته وګوړه چه تارياکي او ړوند ملت وو ٠ خونن د ځمکي پر مخ دوهم قدرت 
دۍ ٠ که ځان ازمايي وکړي اول به وي !!

اې ازادي غوښتونکې !
د ستر احمد شاه بابا له وخته بيا تر شهيد داود خان تر وخته ستا د ملک نفوس 
تر ١٤ مليونه ډير نه سوو ٠ تقريبا په دا  ٢٥٠٠ کاله 
او په هغه ورځ چه سره غاصب لاس را اوږد کړي ٠ 
سره غاصب او تور غاصب ٢ نيم مليونه در شهيدان کړه او په زرهاووئې معيوبين 
کړه ٠ خو دغه د نن ورځي غربي نړي چه لاس درکړي وو ٠ ستانفوس نن په ښارو کښي نه ځايږي ٠ 
او نن ورځ ئې د نور شفاخانې (مکتبونه ) درته جوړ کړه ٠ که نن نه وي سبا به 
ملت بنا سي ٠  تور او سپين به وويني ٠ 
 جهان به وپېژني ، د انسان مقام به وپېژني او بيابه ځان وپېژني ٠ 
او غاصب سره به حساب وکړي ٠ او ستابه سکاروۍ هم ښه سوې وي ٠ 

ايا تاسو ړانده ليدلي چه د بناسره حساب کوي ؟؟؟؟؟؟ 
تاريخ جبر دۍ ! غاصب وخت ډير لنډ وي ٠ 
او غاصب واکدار  مجبوره دۍ چه ړانده استسمار ا و استعمار  وکړي ٠ 
ولي چه  ړانده انسانان و جهان ته خطر دۍ ٠ يو مثال ئې موږ وليدۍ چه د جهان 
په اقتصادي مرکز حمله وکړه ٠ او بل که دا سبا و ړندو ته د مرغانو مرض راسي 
نو ړانده خلګ ئې مخه نسي نيولي ٠ او دغه مرض به ئې ټوله نړۍ د خطر سره 
مخامخ کړي ٠ 
ايا ستاسو داخيال دۍ چه غرب به راولاړيږي او د افغانستان خلک به ټوله 
بنا کوي ٠ مفت چفت ٠ ؟؟؟
لږ فکر وکړه ! 
پخپله ړانده يو وخت بنا شويدي ؟؟؟؟ استعمار دۍ چه ړانده بنا کوي !!!!

او که وايي چه دغسي ړانده دي وي خو ژوندي دي وي ؟؟؟ 


Anonymous
16.01.2006

مېلمه وروره مطلب دی دادئ چې بايد افغانان استعمارپه ځان قبول کړي تربنا شي ؟
بل کوم علا ج هم شته کنه ؟
((سره غاصب او تور غاصب ٢ نيم مليونه در شهيدان کړه او په زرهاووئې معيوبين
کړه ٠ خو دغه د نن ورځي غربي نړي چه لاس درکړي وو ٠ ستانفوس نن په ښارو کښي نه ځايږي ٠ ))

يوځل داسې وايې بيا وايې
ايا ستاسو داخيال دۍ چه غرب به راولاړيږي او د افغانستان خلک به ټوله
بنا کوي ٠ مفت چفت ٠ ؟؟؟

نوکوم يو ومنو ؟

هک پک



ع کريم حليمي
17.01.2006

ښاغلې او محترم هک پک صاحب سلام !

هغه څوک يا ټولنه چه فردي ازادي نه لري ٠ نود ملک اقتصادي او سياسي 
ازادي به څه پېژني٠ اول ځان پسې جهان ٠ 
افغان وايي چه همېشه مو  خپل ملک ازاد ساتلي دۍ ٠ چه دغه يو لوی خلاف
ويل دي ٠ جهان ښه پوهيږي ٠ چه افغان څرنګه ازادي لري يا ئې درلوده ٠ 
شهيد داود خان فکر کاوه چه دئ يو د ازاد ملک رئيس جمهور وو ٠ 
د سر په سترګو مو وليدل چه د ازاد ملک چم ئې د ځانه سره وکۍ ٠ خپله ککرۍ 
ئې وخوړل ٠ او دوه نيم مليونه افغانان پر بلا ٠٠٠٠٠ 
هغه درې سوه (٣٠٠٠٠٠٠٠٠ ) مليونه ډالره ئې له ياده وتلي وه چي روس ورکړي وه 
او عسکري نظام ئې ور جوړ ،راډيو ،٠٠٠٠٠ 
او امريکا چه وکتل چه دا څه کيږي ٠ نو امريکا هم لاس رااوږد کړۍ ٠ دکندهار 
هوايي ډګر ،کابل او کندهار لويه لار ،کجکي بند ، د دهلې بند  ٠٠٠٠٠٠
او تر يوې اندازې پوري دواړو کار درته وکړۍ او په ملک کښي ئې سواد 
درکړۍ ٠ 
او په دواړو ئې بيرته ټوله درکړي درڅه واخسته ٠ هيڅ ئې نه درپرېښول ٠ 
هغه اش هغه کاسه  ٠  د دوهمې سقاوۍ داور په لمبو کې لو لپه شوې ٠ 
تر اولي سقاوۍ ورسته ئې نارخان راوستلۍ ، او تر دوهمي سقاوۍ 
ورسته ئې کرزی راوستلۍ ٠ چه تر نادر سلچنده ښه ٠
 داسي نه ده چه سوپر پاور مهرباني کړېده 
بلکي د پاچهۍ زمانه خلاصه سوه ٠ د استسمار شکل واښتۍ ٠ 
نن د استعمار خبره واضح ده ٠ نن استعمار په غوره کي دۍ ٠ 
خو يو شئ چه انسانان نن غواړي  هغه فردي ازادي ده ٠ چه د امريکا ،روس ،طالب پرځای مي خپل ورور  رئيس جمهور وي او 
فردي ازادي ونلرم ٠ نو نه ئې غواړم٠ کهڅه هم ملک مي ترلندن هم ازاد وي 
ماته څه پايده ٠ زما او زما د قوم (افغان )له پاره مي اول شئ فردي ازادي ده٠ 
چه فردي ازادي تر لاسه کړم ٠ دوهم قدم بيا نو سياسي ازادۍ ته کار کوم 

هو ! فردي ازادي توپ او ټانک ته ضرورت نه لري ٠ اول عقل غواړي ،يوڅه سياسي زندان ته ځان نيول او بس  
کله چه دي فردي ازادي په لاس درغله او خپل بل نسل ته دي ور وسپارل
نو هغوۍ بيا کولي سي چه سياسي ازادۍ ته کار وکړي ٠ 

الوتکه ،موټر ،کمپيوټر جوړول ډير اسانه او ساده کار دۍ 
خو ازادي ډير سخت کار دۍ ٠ که سياسي ازادي اسانه کار وای ٠ نو اول به 
نن ورځ جاپان او جرمني امريکايي عسکر استلي وای ٠ 
چه هم ټانکونه ،طيارې ٠٠٠٠٠ جوړه وي ٠ 
حال داچه فردي ازادي سل په سل کښي هم لري ٠ بيا هم دۍ ته ندي اماده چه
امريکا ته جواب ورکړي ٠ 

افغان قوم و امريکا  ته اشد ضرورت لري ٠
ولي که نن امريکا خپل ټغر ټول کړي ٠ نو بيا به ته ګورې چه ټوله دال خوران، 
پټاټه خوره او دا حبيبي تعاله اوحبيبي تعاله   والا به بياستاپر سر ناست وي 
د جنت په نامه به ئې دوکانونه خلاص کړي وي ٠ پر موږ به جنتونه خرڅوي 
اوپخپله به په توره بوره کښي ٠٠٠٠٠ 

خلاف ويل ډير بد کار دۍ ٠ او ځان ته خلاف ويل بيا بې اندازې بدکار دۍ 

او دغه خلاف ويل دي چه نن ئې داسي زليل کړي يوو ٠ 
په تاريخ کښي افغان سياسي ازادي نده درلودلې ! دا ومنۍ 

دغه خورا لوی دروغ دي ٠ راسۍ چه حق ته ځان ورکړو ٠ 
او  امريکا ته اجازه ورکړو چه استعمار موکړي ٠ د سوپر قدرتو ړانده ندي په کار
بنا سړي ئې په کار دي ٠ او امريکا په دې ښه پوهيږي چه استعمار د يوه ملک 
سل کاله دوام نه کوي ٠
 هغه عصر ولاړۍ چه يو ملک به سل يا دوه سوه کاله مستعمره  پاته کېدۍ 
اوحتی نن مستعمره کول د يو ملک امکان هم نه لري 
پرېږده چه پورپ خپلي سياسي کټي درباندي وکړي ٠ او موږ به مالي ،نقدي ګټي ،مانا ګټي وکړو ٠ ملک به دي اباد سي ، 
غاصب مجبور دۍ ٠چه مکتب ،شفاخانه ،سړک ، او په مجموع کښي مواصلات 
برابر کړي ٠ 

درته معلومه سوه ، ښکاره تجربه ٠ د اسلام تر نامه لاندي ئې لاڅه نه راوکړه ؟؟ 
د جت ګلوګکزار تر نامه لاندي ئې  لېوني نه کړو ؟؟؟ 

دغه ٦ کاله  طالب موږ وليدل دغه اسلام وو ٠ ؟؟؟؟ 
که د اسلام دغه اخلاق وای نو تر موږ پوري والله که رارسېدلي واي وختي به 
ئې کمبله ټوله سوېوای ٠ 

فردي ازادۍ ګته 

Realistic  شعر به ليکو ٠ (حقيقى، واقعى، رښتيا، په ځاى )
شاعر چه فردي ازادي نه لري ٠ نو داسي  شعر ليکي  چه :
زموږکښتۍ ئې غرقوله خپل درياب ئې توفاني سو 
داچه طالب کاميابه سي دطالب په دردخوري ، که خلقی کاميابه سي د خلقي 
په درد خوري ٠که کرزی کاميابه سي ٠٠٠٠٠٠
د قلم ازادي چه نه وي ٠ نو طبعنا خلقيان ،اخوانيان ،طالبان پيداکيږي 
حق په جانيب دي چه پيداسي ٠ په منځ کښي د حکومت او خلقيانو موږ ملت 
برباد سولو ٠ ملت نه خلقی ،نه طالب ،نه د کرزی په حکومت کار لري ٠ 
ولي چه ملت ازادي نه پېژني ٠ ملت يو نه غواړي  ارامي غواړي ٠ 
تر هغو چه ملت په فردي ازادۍ پوهېدلي نه وي ٠ لاس ځيني واخلۍ 
ملت مو ليونی کړي ٠ 
هر حکومت چه راغلي دۍ ٠ يا ئې دخدای او رسول يا کور کالي ډوډۍ 
نارې پورته وي ٠ او اصلا پر ميدان شئ نه وي ٠ 

اوس راځو و سياسي ازادۍ ته داپه وينو په بيه خو سياسي ازادي نن په هيځ نه 
ارزي ٠ وليچه ازادي دي تر لاسه کړې ٠ دوهمه ازادي چي اقتصادي ازادي ده 
داخو په وينو نه پيدا کيږي٠ بيا هم بند پاته يي ٠ درپدره فقر  
او ازاد ٠ لکه بيرخورکي د جرمني ٠ يا لکه د امريکا بمان چه پر سړک پراته دي 
اما تر هر چا ازاد دي ٠ د هره غمه خلاص دي ٠ اما بدبويي  ئې ترسمانه پورته 
کيږي ٠ 
که کور غواړې ، دوا ،مکتب،شفاخانه ،تورسړک ،موټر ، د لاس تليفون 
نو تامه ازادي نسته ٠ 
  [quote:1cd692eb58]ايا ستاسو داخيال دۍ چه غرب به راولاړيږي او د افغانستان خلک به ټوله بنا کوي ٠[/quote:1cd692eb58]

او دوا ،مکتب،شفاخانه ،تورسړک ،موټر ، د لاس تليفون او يو څه وخت ورسته 
فردي ازادي به درکړي 
 
[quote:1cd692eb58]مفت چفت ٠ ؟؟؟ [/quote:1cd692eb58]
زموږ کمال چشي دۍ ٠ هو روس مو مات کړي د امريکا په عقل او ډالرو 
که سياسي ګټي د غاصب ور ونه ساتې بيا دي خرابوي 
يو نسل ئې در ختم کړۍ ٠ 
په دا شل کاله کي دجنګ په ميدان کي يې قسم قسم واکسين هم درکړه ٠ 
او نفوس ئې دې انازې ته راوه رساوه چه نن په ښارونو کښي نه ځايږي 
پخوا مي خاله جانه پر اوښ راوستله نن سراچه ور استوم ٠ 

 نن چه امريکا لاس راکړي ٠ نو دطبيعت څخه مي ازادي واخستله 
پر ملريا کاميابه ، شکره کنترول ، فشارخون وپېژندل سوو ، او امراض ساری
کنترول سوه ، توبرکلوز چه په ساده کونېنو ئې علاج کيږي او ساري مرضي ده ازادي مو ځيني تر لاسه 
سبب ئې امريکا  
 [quote:1cd692eb58]سره غاصب او تور غاصب ٢ نيم مليونه در شهيدان کړه او په زرهاووئې معيوبين
کړه ٠ خو دغه د نن ورځي غربي نړي چه لاس درکړي وو ٠ ستانفوس نن په ښارو کښي نه ځايږي [/quote:1cd692eb58]


Anonymous
17.01.2006

درون اوښاغلې حليمي صاحب سلامونه اوتعظيمات ٠

محترمه تاسوهرڅه ښه فرمايلي اوداچې زه په امريکا کی هم اوسېږم نودلته د ژوند اوفردي ازادۍ په لوړو ژورو هم خبر يم ٠ نه دامريکايانو په اصطلاح بم يم نه په ويلفير ګوزاره کووم ٠ تاسوپخپلی ليکنه کی خورا زياتو مسايلو ته اشاره کړې او دفردي ازاديو په باره کی مو خبری کړي کوم چې په افغانستان کی نه وجود درلود اونه يې لري اوخدای خبر چې کله به يې افغانان ترلاسه کوي خو دلته په امريکا کی هم زمونږ غوندی خلکوته يې څوک نه راکوي ٠ تېرکال څوځله داوږدې مودې لپاره بې روزګاره شوم او يوځل هم د Unemployment دفتر د Benefits مستحق ونه ګرځولم ٠ هر چېرې چې کارکووم زماعربي نوم ، زما وطن ، زما خارجي لهجه اوزما ملت زما د کړاوونو سبب ګرځي ٠ زه يوازې ددې تحميلي او جابرقضاوت قرباني نه يم بلکه زما پنځلس کلن زوی په مکتب او لارو کی په دغه نومو زورول کيږي ٠
څلورکاله کيږي چې زمازوی امريکې ته راغلې او تراوسه Health Insurance نه لري ٠ هغه څه چې زه پيداکووم محض د کرايې او بيلونو کيږي نور ژوند پری نه کيږي ٠ اودې مياشت کی خو نه کرايه شته اونه دبيلونو لپاره ډالرې ٠ نپوهېږم چې څه به کيږي ٠
له دې زياتی نوری خوارۍ راباندی تېری شوی خو دومره داستانونه څوک ليکي ٠ لنډ ه به ووايم که امريکايان دومره لری دافغانانو په غم سوي وي نومونږ خو يې په کوڅوکی اوسيږو ولی زوريږو ؟
ازادي او نورې داسی غولوونکی اصطلاحګانې محض لغاتونه دي چې په کتابونو کی ليکل شوي ٠

هک پک



ع کريم حليمي
17.01.2006

ډير محترم او قدرمن هک پک صاحب زما سلامونه هم ومنه !
ډېر دي خوږ کړم ٠ سترګي مي لندې دي سکرين نسم ليدلی 
ستاسو د زړه ټوټه زوئ زما وراره دۍ ٠ 
که ستاسو برېښناليک درلودلی نو پر بريښناليک به مي دغه معلومات 
دراستولي وای ٠ ډېر ږير دغه نمرې ته تليفون وکړي چه بلاش free of cost
١٨٠٠ ٥٥٢ ٦٦٣٠ انشورينس درته درکوي ٠ تر نولس کلنۍ پوري ٠ 
Empire
Bluecrss Blushield
www.empireblue.com

ګرانه وروره !
ټولې پر مخ تللي ټولني داسي جوړيږي 
اپر کلاس  عايدات 
ميډل کلاس عايدات
لووړ کلاس عايدات
چه د لوړ او کښته عايدات خلک هيځ مشکل نه لري 
کښته عايداتو خلګ د حکومت له غاړي دي ٠ 
او لوړ عايداتو خلګ هم مشکل نه لري ٠ وليچه عايدات ئې ډير دي 

په مشکل کښي دغه ميډل انکم خلګ دي چه هم ځان ساتي او هم امريکا سپورټه وي ٠ لوئ سرمايه داران ټکس نه ورکوي او کښته هم ټکس نه ور کوي 
موږ او تاسو يعني ميډل انکم خلګ ملاماته ونکۍ ټکس ور کوو ٠ 
او دغه د امريکا حکومت پر موږ خلګو ولاړ دۍ ٠ 

او په دريمه نړۍ کښي خلګ دوه قسمه دي ٠ خان او مسکين او بس 
که دريمي نړۍ ته يو نظر وکړۍ هلته همېشه امنيت  خراب وي د سر امان نه وي 
مسکين زيږي مسکين مړ سي ٠ خان زيږي او خان مړ سي ٠ 
خو په يورپۍ ټولنو کښي دا امېد لورو چه په ژوند کښي به زموږ او ستاسو 
تغير راسي انشاالله 
زه نه پوهېږم چه تاسو ولي فردي ازادي نده احساس کړې په امريکا کښي 
ماته دا يوه معما ده ٠ 
يوه خبره ده ازادي د ورلولو نه ده تاسو ئې بايد واخلۍ 
که زما وراره هم فردي ازادي نه احساسه وي ٠ تاسو بايد د مکتب د مدير 
سره ليدل او کتل وکړي ٠ د rational discrimination مخه ونيسۍ 
نه چه زما د وراره سره کومک دۍ بلکي د قانون سره هم کاري هم ده 

په امريکا کښي تحمل کول ښه نه دي ٠ د rational discrimination
پر هر فرد فرض دي که خلاف قانون عمل مخه ونيسي ٠ 
زه باور لرم ٠ چه قانون زمونږ او ستاسو حفاظت کوي ٠ په دې شرط چه موږ 
مرجه خبره کړو ٠ 
که هر وخت موږ د rational discrimination  تحمل وکړو دا عمل نور ډېريږي 
خپل کانګرس مېن خته ورسۍ او ورسره ووينۍ خوشحال کيږي 
او ستاسو اولاد به هم له يو عالم سټرس څخه خلاص شي ٠ 
ټول هغه لوستونکي چه په امريکا کښي اوسيږي ضرور بايد لوي اوکوچنئ 
شکايت تر مرجې ورسوي ٩١١ ته که جزايي وي که حقوقي ٠ 
زه به د مرګ تر حاله چاته اجازه ور نکړم چه زما يازما د فاميل سره 
rational discrimination  وکړي ٠ زموږ قانوني حق بايد تر پښولاندي نه شي 
ولي چه د امريکا څخه هم بيا  افغانستان جوړيږي ٠ 

افغانستان تحمل بربادکړي دۍ ٠ 


Anonymous
17.01.2006

حليمى دافغان ملت غږ واوره !
موږ دى لوى څښتن دامريكا له استعمار نه خلاص كړى
داتاسو يي چى اغيزمن كړى ياست دادى تاسو ته مبارك وى

ارمان ارمان چى وخت نلرم كه نه ډير ښه ځواب به مى در ته ليكلى و


Anonymous
17.01.2006

د نيمګړی دعا څخه بشپړه دعا ښه ده :
[quote:05036e901d]موږ دى لوى څښتن دامريكا له استعمار نه خلاص [/quote:05036e901d] اود طالبانو ، اخوانيانو او جنګي ټوپک سلارانو له حکومت څخه وساتي اوخدای تعالی دې په افغانستان کې يوه[color=cyan:05036e901d] مترقي اسلامي او ولسواکه ملي واکمني [/color:05036e901d]رامنځته کړي . والسلام


Anonymous
18.01.2006

درون اوښاغلې حليمي صاحب يوځل بيا سلامونه اوتعظيمات ٠

ستاسوله احساس او همدردۍ څخه ډېره مننه ٠ خدای تل روغ او اباد لره ٠ ددې سره ستاسو لطف اوشفقط تسلي راکړه او د غمونو ډک زړه می يوڅه ارام وموند ٠ خدای دی وکړي چې يوه ورځ ستاسوپه ديدن مشرف شم ٠
تاسو د Health Insurance په هکله ښه مشوره راکړه خو له بده بخته زه په نيويارک کی نه اوسېږم او دغه پروګرام د نيويارک لپاره دې ٠ دا رنګه ادارې ته ما په تېروختونو کی درخواست ورکړې چې کومه نتيجه يې په لاس نه ده راغلی ٠

دوی ته په درخواستونو ليکلو اوپه مياشتو ځان ته سردردي ورکولو پرځای به بې نيازه رب ته زارۍ وکړم چې زما سره مدد وکړي اوما ددوی له قرضونو اوبيلونوڅخه خلاص کړي ٠
امين

ستاسو منونکې دهک پک له موقت نوم سره


Anonymous
18.01.2006

هک فک وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دهر مشکل ، دپاره ( یسن شریف) وایه ډیر ګران کارونه ژر اسانه کیږی
ستاسو میلمه ورور



ع کريم حليمي
18.01.2006

AF دانشمند ورورته ښې هيلي 
[quote:b91f068409]د نيمګړی دعا څخه بشپړه دعا ښه ده :
موږ دى لوى څښتن دامريكا له استعمار نه خلاص
اود طالبانو ، اخوانيانو او جنګي ټوپک سلارانو له حکومت څخه وساتي اوخدای تعالی دې په افغانستان کې يوه مترقي اسلامي او ولسواکه ملي واکمني رامنځته کړي . والسلام[/quote:b91f068409]
ډيره ښه خبر ، ښه افضل کار دۍ چه د هر مشکل د حل له پاره دعاوي وکړم 
او وکړو ٠ 
اما داسي په يوځای کښي مو لوستي دي !
کوم خلګ چه دعاوي کوي اوهيځ  عملي اقدام  ، حرکت نه کوي ٠ 
په خپل نفس ډرۍ وهل دي ٠ 

ايا تاسو اعمار مجدد  غوښتونکۍ ياست ؟؟؟ ايا د ملک اعمار بيله استعمار 
ممکن دۍ ؟؟؟ 
حقيقت ته غاړه کښېږدۍ دا ومنۍ ٠ 
او دعا په خپل ځان کښي شرطونه لري ٠ ايا شرطونه ئې تاسو مدنظر نيولي دي ؟؟؟ سړه هوا د خدای په روی نه ګرځي 
اما يوه وړېنه جامه ئې ښه علاج کوي ٠ همداسي نده ؟؟؟؟ 


Anonymous
18.01.2006

[/quote][color=red:82bb061a4e][/color:82bb061a4e]هک ( فک ) وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دهر مشکل ، دپاره ( یسن شریف) وایه ډیر ګران کارونه ژر اسانه کیږی
ستاسو میلمه ورور

محترم وروره یسن شریف راته په يو ترکي قاپ ليکلۍ او دډېرو کلو راهيسې راسره دې ٠ سهار اوماښام يې لولم ٠
زه دا دعا هم کوم چې لويه ربه هر انسان له داسې حالته وساتې او هغو افغاني ځوانانو ته هدايت وکړې چې د غرب خوبونه ويني ٠ په غرب کی هيڅ نشته پرته له دې چې زما غوندې خوږ ژوند په کړاوونو تېر کړي ، دوطن ، خپلوانو اودوستانو په مينه او نيږديوالي ونه پوهيږي ٠ دا فلاکت بار ژوند مونږ په ځان نه دې راوستې بلکه په جبر په مونږ تحميل شوې ٠
هغه څوک دلته مزې کوي چې پريمانه ډالرې يې ګټلي وي ٠ دلته د بل ځای تعليم يافته هيڅ حيثيت نه لري ٠ که په خپله Resume کی لوړ تعليم وليکې نوزيادتره امريکايانو ته پری کينه ورځي اوداسی کارته دی سپاري چې ددوی بې تعليمه يې هم نه خوښوي ٠
سهار له يوقفس څخه ووځې اوپه يوخشره کار بوخت شې ترڅو شپه شي اوبيا قفس ته ننوځې ٠ له دې څخه د زندان ژوند اسان اومطمين دې ٠ مياشت لاپوره شوي نه وي چې دبيلونونو امبار درته جوړ وي ٠ يو يې دکرايې بيل بل يې د يوټيليټي بيل ، بل يې د تليفون ، بل يې ډاکټر بيل ، بل يې د موټر د انشورنس بيل ، بل يې د کريدت کارتونو بيل اوداسې نور٠ زما غوندی يو کس د low income سره هيڅکله نشي کولای ارام ژوند وکړي ٠ ددې تر څنګ بيا ددوی د ايميګرېشن (پناهندګي) سيستم دې چې نه يواځې د پناه اخيستونکي ژوند تباه کوي بلکه د هغه دفاميلي ژوند هم ٠ لکه زما دمشر زوی چې اوس رواني تکليف لري ٠ هغه ١٦ کلن ؤ چې ماورته دوسيه جوړه کړېوه ٠ دوسيه يې قبوله شوه ، ډېر يې وځغلاوه چې دا ودغه اسناد جوړ کړه او مکمله طبي معاينه ٠ په دې ټولو شيانو موډېری پيسې ولګولی چې انټرويو ته په اسلام اباد کی ورغې نوورته ويې ويل چې ته خو له يوويشتو اووښتې يې او پلار چې دی کله ګرين کارډ واخلي نو که واده دی نه و کړی بيا تلای شې ٠ ښه نو اوس به څو کاله صبر وي چې ګرين کارډ واخلم ؟ شپږ کاله پری تېر شو چې ګرين کارډ می ترلاسه کړ٠ لنډ ه داچې زما سره اوس دهغه د قبوليت درې سندونه پراته دي مګر ايميګريشن ورک کړي دي٠ څوځله می ليکلي ليکونه ددوی له سندونو سره ورواستول چې يو دفتر به National Visa Center ته راجع کړم هغه به ليک راولېږه چې زمونږ سره ريکارډ نشته او هغه چاته مراجعه وکړه چې تادرخواست ورکړې ، هغه دفتر ته به می چې خط وليکه ځواب به يې داؤ چې مونږ په دې تاريخ NVC ته ستاسو ټول سندونه استولي دي ٠ بس په دې لوبه کی هم ستړې شوم ، نه می دکار زوی راغې چې په خشره کارۍ کی می اوږې سپکی شي اونه ماوکولای شول چې هغه ته قناعت ورکړم چې دلته ژوند له هغه ځايه په مراتبو خراپ دې ٠ دا اوس بيکاره يم ، په سلو تشويشونو کی يو اويوکمپيو ټر ته ناست يم او دخپل ژوند حقيقي ګزارش هغو افغاني ځوانانو او نجونو ته وړاندی کوم چې په امر يکا اونورو غربي هيوادونو پسې ليوني دي ٠
څه وخت مخکی زما همدغه زوی چې پورته می ياد کړ ، واده وکړ ٠ څومره پيسې چې راسره وې هغه ته می ورواستولی خو ما ونه شو کولای د خپل ځوی په واده کی برخه واخلم ځکه چې نور ې پيسې می نه درلودی چې ولاړ شم ٠ فرض که تللی وای نو ددی ځای بيلونو د, ادا کوولو پيسې به چا ګټلای او چې بيا دې محکمې ته کش کړي او نورې جرمانې درباندی هم راشي ،ددوه کالو وروسته د ايميګريشن ليک راورسېد چې دوسيه به مو رد شي که تردې تاريخه مو طبي معاينات راونه ليږل ٠ ٠ ٧٠ ډالره زما ځوی چې مکتب ته ځي سا تلی وې چې
تېره هفته مو پری طبي معاينات او واکسين مکمل کړه ٠ دا هم په دې لاره لاړې ٠
يوزوړ موټر چاراکړې وځکه چې زما هغه چې لږ څه ښه و په يو ټکر کی لمنځه ولاړ ٠ پرون می دولتي Inspection ته وروست چې پاس شي خو زه اودومره تالې ? هغه هم پاس نه شو ٠
د موقتي کار ډېرو ادارو ته می دکار لپاره درخواست ورکړې چې ځينو هيڅ ځواب رانه کړ ، يوې راته وويل چې يوه ورځ کار شته او هغه هم د پنځو ساعتو لپاره خو کله چې د کار ځای ته ورغلم نوراته ويې ويل چې مونږ ضرورت نه لرو ٠ همدغې ادارې او س ٢٣ ميله لرې د کارانټرويو لپاره سبا پلان کړې يم چې ورشم خوداچې داسې انټروې ګانې ډېرې تيری شوي
او داهم ٠ وګورم چې Over Qualified کوي می او که Unqualified ٠ کله ناکله ځان ته پخپله ژړا راشي ٠


له دې شيانواودا رنګ ژوند څخه څه پيدا کيږي ؟

ډپرېشن
دوينې فشار
دشکرې مرض
قلبي امراض
سرطان
عصبي امراض
اوچې لکه ما غوندی صحي بيمه ونه لرې نو دلته علاج ناممکن دې ٠

دغه دې د امريکا ژوند ٠

هک پک


Anonymous
18.01.2006

محترم هک پک وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دټول افغان داسلام په خونه ددعا ومناجات تر عنوان لاندی دیسن شریف ویل دحاجت دپاره وګوره
مینه مننه


Anonymous
18.01.2006

زما هكه پكه وروره لوى څښتن دى ايمان سلامت
اوټولى ستونزى حل كړه او:

[color=darkred:96456520bb]كه به زما په دعا كيږى * رب دى نګين دسليمان دركړى مينه [/color:96456520bb]
محترمه وروره ستا له صادقانه اخلاص نه وارى شم
څومره دكره پښتانه اوسپين مسلمان خبره د ى كړى
او دلويديځ له كرغيړنى څيرى دى پرده پورته كړى ده

اوشاغلى حليمى خو په خوله دكعبى نارى وهى اماروان دواشنګټن په لاره ده
دى په دى خبره كى تعجب كوى چى ايا له استعماره پرته اعمار ممكن دى ؟؟؟؟
حليمى ! نوبيادى دشوروى اتحاداستعمارته ولى سر نه ټيټاوه چى لومړى ناره
يي اعماروه (كور...كالى........) ؟؟؟
حليمى ! په دى عقل باندى والله كه دا وړى شړى كړى او داستا ليكنى زه پوره
تعقيبوم داډير څه ته نه ليكى داسى بريښى چى داتيارى ليكنى وى اوته يواځى
دملايي ( يعنى يعنى) او( بعضى بعضى )پكى ننباسى .
(نوربيا)



ع کريم حليمي
19.01.2006

ګرانو مېلمو سلامونه او ښې هيلي 
[quote:b7329da916]نوبيادى دشوروى اتحاداستعمارته ولى سر نه ټيټاوه چى لومړى ناره
يي اعماروه (كور...كالى........) ؟؟؟ [/quote:b7329da916]
کوم اعمار ،کوم کور ،کومکالي ، کومه ډوډۍ ؟؟؟؟؟ 
بېله عوامفريبۍ څخه ئې نور څه کړي وه ؟؟؟ 
پرېږده پرېږده افغان !روسانو د نړۍ پر مخ په دا اويا کاله کښي
 يو ملک اعمار کړي ،او څرنګه اعمار ؟؟ 

د نړۍ په تاريخ کي تاسو وګورۍ ٠ داسي پېښه چه لس جريبه مځکه دي يوڅوک 
ولري ٠ او حکومت دي دغه مځکه تقسيم کي د بزګر او ماليک ترمنځ 
داڅرنګه قانون وو ، دې ته اعمار واياست او که نور ټوټه ټوټه کول ؟؟؟ 
دا کار د خدای په کتاب غلط ، د مدني قانون له نګا غلط ، حيوان هم داسي 
قانون ولاکه وليکي ٠ والله زه حيران يم چه اويا کاله دغه نظام څرنګه دوام وکړۍ ؟؟ 

[quote:b7329da916]حليمى خو په خوله دكعبى نارى وهى اماروان دواشنګټن په لاره ده [/quote:b7329da916]
کعبه مکرمه او مدينه منوره ( إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَائِرِ اللَّهِ )
مي پر سر او سترګو قبول دي ٠ اما د واشنګټن  ولسواکي مي هم خوښه ده 
ولي چه ولسواکي (ملي ديمکراسي ) هم د الكتاب الله ، السنة اوهم  سلفو لار ده 
"و امرهم شورا بينهم" دا خو زه نسم کولي چه د شورا يي نظام څه لاس واخلم 
ولي چه امريکا د شورا نظام لري ٠ شورا ، لمونځ ، خيرات او زکات 
زما د دين او ايمان جز دي ٠ دا زماله پاره د مسلمان په صفت د خوشحالۍ 
خبره ده ٠ چه جهان زموږ پر اسلامي اصلو ولاړ دی (شورا)

ملا محمدعمر دي وليدۍ چه پر قراني ايات لاس ايښۍ وو ٠ لکه په حديث شريف کښي چه راغلي 

حدثني الحكم بن موسى أبو صالح، حدثنا شعيب بن إسحاق، أخبرنا عبيد الله، عن نافع، أن عبد الله بن عمر، أخبره أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بيهودي ويهودية قد زنيا فانطلق رسول الله صلى الله عليه وسلم حتى جاء يهود فقال ‏"‏ ما تجدون في التوراة على من زنى ‏"‏ ‏.‏ قالوا نسود وجوههما ونحملهما ونخالف بين وجوههما ويطاف بهما ‏.‏ قال ‏"‏ [color=brown:b7329da916]فأتوا بالتوراة إن كنتم صادقين ‏"‏ [/color:b7329da916]‏.‏ فجاءوا بها فقرءوها حتى إذا مروا بآية الرجم وضع الفتى الذي يقرأ [color=cyan:b7329da916]يده على آية الرجم[/color:b7329da916] وقرأ ما بين يديها وما وراءها فقال له عبد الله بن سلام وهو مع رسول الله صلى الله عليه وسلم مره فليرفع يده فرفعها فإذا تحتها آية الرجم فأمر بهما رسول الله صلى الله عليه وسلم فرجما ‏.‏ قال عبد الله بن عمر كنت فيمن رجمهما فلقد رأيته يقيها من الحجارة بنفسه ‏.‏

يهود تورات راوي او د رجم پر ايات ئې لاس اېښۍ وو ٠ نو صحابي ورته وويل 
چه لاس پورته که چه پورته ئې کي د رجم ايات ښکاره سو 

طالبانو چه شورا نه منل او شورا ئې نه عملي کول ٠ او نه ئې غوښته
ما سر نکړي ټيټ ورته ٠ ډيرو مېلمنو طالبان ومنل او سر ئې ورته ټيټ کړۍ 
روس چه دمځکو په وېش شروع وکړه هم مي سر نکړي ورته ټيټ 
په داسي حال کښي چه په وطن کښي هم نه وم زه په مدينه منوره کښي اوسېدلم 

هو ! دازه منم چه امريکا هر اقدام يا هر عمل د تائدنه دۍ ٠ 
او نه ئې تائد کوم ٠ هر اقدام چه ئې زما يا زموږ د دين او ملک ،داخلاقو سره 
په ټکر کښي سي نو زه د خپل دين طرفداري کوم ٠ زه اول خدای ته مسؤل يم 
ولي چه ‏{‏ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ‏}‏ ‏ تقوا فرض ده 
رزق ، ژوند ، زلت ، لوړوالي ټوله دالله له طرفه دۍ ٠ 

نه د واشنګټن مزدر يم او نه دلاهور مزدر يم ٠ يوازي او يوازي عبدالله يم 
 کاسب بلندپرواز  يم ٠ لاسونه لرم پنځه ګوتي مي پنځه څراغه دي ٠ 
په ټوله عمر مي شپږ مياشتي حلاله مزدور کړې او بس 

دافغان د پاره هم هغه خوښوم چه د ځان له پاره مي خوښ دي ٠ خپل  نظر نه 
  تحميله وم  پر چا باندي ٠ اظهار نظر مي حق دۍ لکه تاسو چه حق لرۍ 

لايؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه
دروند هک پک وروره !
دغه مي د وسه پوره دي چه کور درکړم ترهغه وخته چه کار او بار دي سم 
سي بېله کراهې ٠ 
habdulkarim@optonline.net


Anonymous
19.01.2006

قدرمن اومحترم حليمي صاحب ستاسو ددې لوړ احساس په وړاندی دمننې او خوښۍ څرګندوونه کوم او له لويه خدايه تاسو ته روغتيا ، خوښي اوبريا ليتوبونه غواړم ٠

تل ښاد او اباد اوسۍ

هک پک

((دروند هک پک وروره !
دغه مي د وسه پوره دي چه کور درکړم ترهغه وخته چه کار او بار دي سم
سي بېله کراهې ٠ ))


Anonymous
10.03.2006

لومړۍ ددې ليکنې په سرکی د خپلې خاورينې کوڅې په څنډو دولاړو سنځلواوګلابو غونچه ټومبم

بيامو پام خپلوسپېرواوښکو ته رااړوم چې اوس هم لا رڼې زماپه مخ بهيږي ٠
داچې څومره کړېدلې يم پخوامې تاسو ته ويلي دي خوداچې کړاوونه مې نه کميږي تاسو ته يې وايم ځکه چې داسې کړاوونه زمادکمزورۍ نتيجه نه ده بلکه دهغه مذهب ، کلتور ، وطن او خلکو نتيجه ده چې زما رنګ ، زمانوم ، زما ژبه ، زماخوی خاصيت او زما شهرت ورپوری تړلې دې ٠ زه نن بيا هماغسې له کاره وويستل شوم لکه څنګه چې پخوا بې علته له کاره ويستل کېدم ٠
په هغه لوی خدای قسم خورم چې زه يې پيداکړې يم چې پخپله غلطۍ نپوهېږم خو د کار په ځای کی مې په دې ميراتمړې عربي رسم الخط په فارغ وخت کی ليکنې کولې ، کېدای شي دې ليکنې په داسې سرنوشت اخته کړې وم ٠ خو بيا وايم چې په هغو نورو ځايو کی ولی داسې راسره وشول ؟ زما تنکي ځوی څه ګناه کړېوه چې د ١٠٣ درجو تبې سره هم د امريکايي ډاکترانو چې زه ورته بيزنسمېنان وايم ، دترحم وړ ونه ګرځېده ؟
خېر ، څه به کتابونه ليکم خو نپوهېږم چېرې لاړ شم ؟
تاسو ولې مشوره نه راکوۍ ؟

بيا هک پک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more