نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په راديو تلويزيون کې د پښتو ونډه
Anonymous
08.01.2006
[color=blue:d7183ba099]ګرانو خويندو او ورونو!
د اطلاعاتو او کلتور د وزارت استازي دبي بي سي په پښتو خپرونې کې ديوه اورېدونکي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې : د راديو تلويزيون په خپرونو کې پښتو او دري ته د رسمي ژبو په توګه په سلو کې څلويښت څلويښت برخې وخت په مساوي توګه ورکړل شوي ، او پاتې شل سلمې نورو ژبوته ځانګړې شوې دي.آيا ، ګرانو لوستونکو [/color:d7183ba099]
[color=white:d7183ba099]لومړی :[/color:d7183ba099] [color=red:d7183ba099]دغه خبره رښتينې ده ؟ او [/color:d7183ba099]
[color=white:d7183ba099]دوهم :[/color:d7183ba099] [color=red:d7183ba099] دغه ويش ستاسو پر اند سم او عادﻻنه دی ؟[/color:d7183ba099]
Re: په راديو تلويزيون کې د پښتو ونډه
Anonymous
08.01.2006
[quote:d8ea51a4dc="کاکاخيل "][color=blue:d8ea51a4dc]ګرانو خويندو او ورونو!
د اطلاعاتو او کلتور د وزارت استازي دبي بي سي په پښتو خپرونې کې ديوه اورېدونکي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې : د راديو تلويزيون په خپرونو کې پښتو او دري ته د رسمي ژبو په توګه په سلو کې څلويښت څلويښت برخې وخت په مساوي توګه ورکړل شوي ، او پاتې شل سلمې نورو ژبوته ځانګړې شوې دي.
آيا ، ګرانو لوستونکو ، دغه ويش ستاسو پر اند سم او عادﻻنه دی ؟[/color:d8ea51a4dc][/quote:d8ea51a4dc]
هو کاکا!
Asfandyar Khan
10.01.2006
سلامونه او نیکی هیلی !
محترم کاکا خیل صیب ! زه به تاسو ته دا ووایم چی کله دی ملی تلویزیون کتلی هم دی که نه ! زمونږ په ملی تلویزیون کی شل فیصده پښتو نشته او تاسو لا وایی چی 40 فیصده !
Anonymous
10.01.2006
نه، ندی :!:
بايد پشتو ته يو سل په سلو کی جلا چينل خلاص سي، دغه ګده وده هيځ په درد نخوري، او هم به دغه ناندری پای ته ورسيګي چي د چا ليژ او دچا پيصدي ديره ده 8)
Re: په راديو تلويزيون کې د پښتو ونډه
منتظرمسید
11.01.2006
[quote:01758a735d="کا کاخيل"][color=blue:01758a735d]ګرانو خويندو او ورونو!
د اطلاعاتو او کلتور د وزارت استازي دبي بي سي په پښتو خپرونې کې ديوه اورېدونکي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې : د راديو تلويزيون په خپرونو کې پښتو او دري ته د رسمي ژبو په توګه په سلو کې څلويښت څلويښت برخې وخت په مساوي توګه ورکړل شوي ، او پاتې شل سلمې نورو ژبوته ځانګړې شوې دي.
آيا ، ګرانو لوستونکو ، دغه ويش ستاسو پر اند سم او عادﻻنه دی ؟[/color:01758a735d][/quote:01758a735d]
ګرانه وروره کاکاخیل صیب !
اودرنووطنوالو!
زماسلامونه اوښې هیلې منئ!!!!!!
موږتل دپلاني یاهم هغه اودغه نه ګیله کوو چې نه پوهیږم په تلویزنون کې پښتو نشته ،په ښونځیوکې پښتونه شته او.... خوراځئ چې دموضوع بلې خواته وګورو.داولې داسې ده ؟؟؟ ولې سره لدې چې دافغانستان دنفوسوپه سلوکې ۶۵ اوسیدونکي پښتانه دي ،امایوراپورته شي هغه ۴۰ ٪ ښییی ،بل راپورته شي ۳۸٪ یی کړي اوځینې خویی بیخي دافغانستان نه بولي !!!.یوازې په دولتي تلویزیون کې داسې نده ،تاسونوروتلویزیونونوته وګورئ ،هلته هم همداحال دی .اوداهم وګورئ چې ددې ټولوچینلونوښه ویانداوښه کارکونکي هم پښتانه دي خوهغوی په پاړسي خپرونې په مخ بیایی !!.تاسودکندهارښارته لاړشئ ،ټولې لوحې په پاړسي دي ،سره لدې چې پارسي هم سمه نه ورځي لاکن ددې په ځای چې په پښتوولیکي چې دپرزوپلورنځی ،پرلوحه یی لیکلي وي چې دوکان فرزه پروشي ،لاکن تاسوکه دبد خشان ولایت ته لاړشئ نوپکرنه کوم چې دپښتولوحه به وګورئ ،تاسوماته یوداسې څوک راوښیاست چې دی دې پښتون نه وي خولوحه دې یی په پښتولیکلې وي ،ان په پېښورکې هم زموږځینې وطنوال لوحې په خپله ژبه لیکي اوښه هم کوي ځکه چې خپله ژبه یی ده اوچوپړ ورته کوي ،ولې پښتوولیکي ؟؟؟
په تیرودوروکې ددولت یوه وزیرته په خوست کې چاسرټکولی ؤ چې ولې هلته مکتو بونه په پاړسي لیکل کیږي اوپه پښتونه لیکل کیږي ؟نوهغه ورته په ځواب کې وئلي ؤ چې پاړسي اوپښتودواړه دهیوادملي اورسمي ژبې دي ،ته په پښتو مکتوب ولیکه که چادرته وویل چې ولې نوبیاماته راشه زه به یی پوښته کړم ،خودا چې دلته مامورین سره لدې چې پښتانه دي اماپاړسي لیکي ،نوپه دې کې زماڅه ګناه ده .نوګرانه وروره تاسووګورئ زموږپښتانه مشرانوته ،ښاغلی هیوادمل چې دشپې خوب په پښتووویني ،نودخوب په نیمایی کې له ویرې راویښ شي ،چې نه خدای مکړه څوک خوبه رانه خپه شوي نه وی چې په پښتومې خوب لیده ،امادوستم په ډیرویاړسره په خپله ژبه ږغیږي ،نه یوازې داچې دچانه یی ویره نه شي ،بلکې ویاړ هم کوي چې ازبک دی ،مارشال فهیم چې پخپله ژبه خبرې کوي نوهیڅکله هم ورته داویره پیدانه شوه چې کیدای شي دنوروژبوکسان به رانه خپه شي !!!اوښه هم کوي دایی حق دی .موږپښتانه هم بایدپدې ونه ویریږوچې موږپښتانه یو بلکې بایدپه دې وویاړو اوپه ښکاره خپلې ژبې ته چوپړوکړو ...زموږپښتانه هغه وروڼه چې وس لري اوملي پانګوال بایددیو ه داسې چینل درامنځته کولوتکل وکړي چې سرترپایه په پښتووي .. زموږهغه پښتانه وروڼه چې دنوروژبوپه پروګرامونوکې کارکوي ،ویانددي یاکوم پروګرام په مخ بیایی ،بایدهوډوکړی چې یوازې دپښتوپه خپرونوکې به کارکوي .که موږغواړوپښتوته خدمت وکړونوبایده دي چې خپل ویده ضمیرونه راویښ کړواوله نورونه داهیله ونکړوچې هغوی به پښتوته وده ورکوي اوچوپړ به ورته کوي .موږیودپښتوچینل لروچې دخیبرچینل دی ،خودهغه به ددنیا په مخ بل دومره غټ دښمن نه وي لکه موږیی چې یو!! کله یی پرپښتونیوکه کوو،کله ورته یوڅه وایو،کله بل څه .داموهیرشي چې که غوشایه دي خودخپل غوایه دي اوافتتاح یی چې کوله نوپدې یی کړې وه چې :
دافغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی دزمانې خوشال خټک یم .
هغه بل متل چې وايي خپل خرنلرودبل پراس باندې خاندو.په خپلوچینلونوکې موپه پښتوپسې سترګې وختلې اماپرهغوی نیوکه کوو...دهغوی پرپښتوخاندوچې انګریزي پکې وايي خپل چې پکې پاړسي وایونوهیڅ خبره نده .دبیلګې په توګه : یوه ورځ داشناراډیودزیک اپریدي سره مرکه درلوده نوزموږیوه وطنوال ترې وپوښتل چې ایا زیک اپریدی پښتون دی ؟؟ که پښتون دی نوولې انګریزي پکې وایی ..سانګ او... اپریدی یی یوازې پردې چې سندرې ته یی سانګ وویل ،له پښتونه وایسته ،اماهمغه وطنوال چې پخپله سندرې ته خاندن یاني پاړسي وایی اوپه پښتوکې یی ګډوي ،هیڅ خبره نده .
ګرانه وروره ! لنډه داچې داپرما اوتاپورې اړه لري چې پښتوبه پښتوکیږي که به ورکیږي .
په درناوي
Anonymous
11.01.2006
درنو پښتنو ورونو
په دې ورځو کې حاجيان د جمرو يشتلو په و سيله په سمبوليکه توګه شيطان په کاڼو ولي،راځئ مونږ او تاسې هم په سمبولي ډول هغه ملت ، پښتو اوپښتنو ته خاين پښتانه وښکنځو چې فارسيوان ورسره پښتو
نه وايي خو دئ ورسره د پښتو پر ځای فارسي وايي .راځئ چې پر دغسې غو لا ټو خو زړه يخ کړو ٠
او ښه يې ورټو:
[color=white:23168c7c10]چې دروند ځان کړي په اردو ، فارسي بدرنګه
.................................................... مور يې نه وای پر هغه پښتانه لنګه
چې رحمان په پښتو ژبه عالمګير دی
.........................................................پر تا ولې د پښتو دنيا شوه تنګه ؟
خوشحالخان پرې د قلم تورې سالار شو
.................................................. ته کوټه سپی د فارسي شولې بي ننګه[/color:23168c7c10]
پښتوولې...
Anonymous
12.01.2006
[quote="ميلمه"]درنو پښتنو ورونو
په دې ورځو کې حاجيان د جمرو يشتلو په و سيله په سمبوليکه توګه شيطان په کاڼو ولي،راځئ مونږ او تاسې هم په سمبولي ډول هغه ملت ، پښتو اوپښتنو ته خاين پښتانه وښکنځو چې فارسيوان ورسره پښتو
نه وايي خو دئ ورسره د پښتو پر ځای فارسي وايي .راځئ چې پر دغسې غو لا ټو خو زړه يخ کړو ٠
او ښه يې ورټو:
ګرانه وروره میلمه که نږدی وای اولیدلی مې نوستره سلامي به درته کړې وای .پرخوله دبرکت شه وروره !ترڅوچې موږدغه بې ننګه پښتانه چې پرخپله ویاړلی اوترټولوژبوښکلې اوبشپړې ژبې شرمیږي اوددځان لپاره چې ځان عصري وښئئ نوپاړسي یابله ژبه وايي ،له خپله ځانه لیرې نه کړواولاړې پرې توی نکړو نوباوردې وشه چې پښتوبه پښتونه شي اوپښتون به پښتون نشي .
اودشعرپه ځواب کې به زه هم درته یوشعرولیکم چې یوه ورځ مې دمنتظرمسیدپه نوم دیوه وطنوال دلیکنوپه اخیرکې لیدلی وو اووایی :
زماپه دواړواوږوناستوفریشتوولیکی
ولیکی هرڅه چې لیکی خوپه پښتوولیکی
لعنت دې پرهغوپښتنووي چې پښتون خوپیداشوي وي خوپرپښتوننګ نکوي !!