د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسد الله سروري محاکمه ـــــــــــ دا دى عدالت !

Anonymous
07.01.2006

تيره ورځ هېوادنيو او بهرنيو خبري منابعو په كابل كې د ښاغلي اسدالله سروري د محاكمې د پېل كېدو خبر خپور كړ. خوښ يم چې اوس زموږ هېوادوال او نړيوال كولى شي دمطبوعاتو له لارې د هېواد دمحكمو له اجراتو خبر شي .
ښاغلى سروري ديارلس كاله مخكې د افغانستان د اسلامي دولت پر ضد د نا معلومو فعاليتونو په تور نيول شوى او تر اوسه پورې د كابل ــ پنجشير ــ كابل په جېلخانو كې په نوبت سره د بدلېدونكو ، عادلو (!) واكدارانو د عدالت انتظار باسي .
ماته ددې كرښو د ليكلو په وخت كې هغه د الفت صاحب وينا را په ياد شوه چې ويلي يې دي :

وران كار به ودان گڼې دلته كه اوسېږې ته
حق ويل به زيان گڼې دلته كه اوسېږې ته
ورځې ته به شپه وايي چا كه ورته شپه ويلې
تور به سپين شيان گڼې دلته كه اوسېږې ته

وخت خو رښتيا همداسې دى، او په تېره بيا موږ افغانانو ته خو له تېرو نسلونو څخه دا په ميراث راپاتې ده چې د واكدارانو خبره د كاڼي كرښه وي او په هغې كې څه ويل گناه شمېرل كېږي . خو د ورانكاريو په ليدو چپه خوله كېناسته هم گناه بولم . ځكه نو هيله لرم زموږ د هېواد حق شناسه (!) او عدالت پسنده(!) واكداران، څارنوالان او قاضيان د رښتيني عدالت په رڼا كې دې حقيقت ته پاملرنه وكړي چې دوى د قانونيت د تطبيق او د بشر د حقوقو د مدافعينو په نوم پخپله قانون ماتوي او د بشر حقوق تر پښو لاندې كوي .
عادل واكداران بايد دې حقيقت ته پام وكړي چې ديارلس كاله مخكې يې اسدالله سروري په يوه بې ثبوته اتهام بندي كړى دى او تر اوسه چې درې – څلور زورورې پاچا گردشۍ هم تر سره شوې دي ، ددغه اتهام د ثبوت لپاره كوچنى ترين اقدام هم نه دى تر سره شوى . گڼ شمېر زور داران او واكداران چې تر اوسه د واك پر كرسيو رد او بدل شوي دي ، نه يوازې دا چې د اتهام له ثبوت څخه عاجز دي لږ تر لږه يې پخپله ښاغلي سروري ته دا هم نه دي ويلي چې دى په كومه ناكړې گناه بندي دى؟ ديارلس كاله وروسته پخپله سروري بايد مجبور شي چې د يوې عريضې په ترڅ كې د هېواد له منتخب جمهور رئيس څخه د خپل ديارلس كلن بنديتوب د علت پوښتنه وكړي . نو هغوى چې د دولتي قدرت د ويش ( چور ) په موقع يې د هېواد د ملى امنيت اداره په برخه رسيدلې ده ، د بشر د حقوقو او په هېواد كې د نافذو قوانينو د ټولو نورمونو پر خلاف يې ښاغلى سروري ديارلس كاله په زندان كې ساتلى دى ، حتماً به دا تور لگوي چې گويا د افغانستان د اسلامي دولت پر ضد يې څه ( نامعلوم ) اقدامات كول او يا د ده د واكمنۍ په وخت كې د هېواد په مركز او ولاياتو كې بې گناه وژنې شوې دي . د هېوادني امنيت د ساتنې دغه معتبره اداره بيا د خپلې دغې ادعا د پخلي لپاره د (( دو شب پى در پى)) هنري ننداره، خو د دوى په تعريف مستند فلم نمايش ته وړاندې كوي او دغه فلم د خپلې ادعا د ثبوت با اعتباره منبع بولي . فكر كوم ټولو هېوادوالو او نړيوالو ته معلومه وي چې اسدالله سروري په 1992 عيسوي كال كې هغه مهال له هند څخه افغانستان ته راغى چې دده سياسي مخالفين ( د مجاهدينو تنظيمي ډلې ) قدرت ته رسېدلې وې . له دې نه مخكې نوموړي د اوږدې مودې لپاره د هېواد نه بهر ژوند كړى دى .
هېواد ته د ده د راستنېدو په موقع د ده د پخوانيو سياسي همفكرانو او همكارانوڅخه هيڅ كوم چا د دولت پر خلاف كوم مسلح او يا غير مسلح اپوزيسيون نه درلود، بلكې د ده د سياسي دوستانو مطلق اكثريت د مجاهدينو د بين التنظيمي جگړو له كبله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي ؤ . پس په داسې شرايطو كې ښاغلي سروري د اسلامي دولت پر ضد د هيڅ ډول كوم اقدام امكانات نه درلودل . بر سېره پر دې سروري د بندي كېدو پر مهال نه مسلح ؤ او نه يې د مسلحو قومي يا تنظيمي داړه مارانو كوم گروپ په لاس كې ؤ، كه نه نو په كامل باور به د وخت واكدارانو نه يوازې د ده د نيولو او بندي كولو اقدام نه واى كړى ، بلكې د مسلحو داړه مارانو د دلاسا كولو لپاره به يې سروري ته هم د ستر جنرال (! )، مارشال (! ) او يا نور القاب ور په نصيب كړي واى .
بايد وويل شي چې ښاغلى سروري هېواد ته د راستنېدو پر مهال د جسمي او رواني كاملې روغتيا خاوند ؤ او په دې ښه پوهېده چې د ده سياسي مخالفين ( جهادي ډلې) د قدرت پر گدۍ ناست دي . د سليم عقل په حكم كه ښاغلي سروري د خپل حاكميت په وخت كې د كوم چا په غير قانوني نيولو، زورولو او وژلو كې لاس درلودى نو بيا خو يې په هيڅ صورت په داسې موقع هېواد ته د راتگ نيت نه كاوه .
زه د ښاغلي سروري د دفاع وكيل نه يم، خو په خپل هېواد كې د قانون د حاكميت سره مينه لرم او د قانون په حاكميت كې د خپلو هېوادوالو د سر او مال د مصؤنيت غوښتونكى يم .
په دې ډول د هېواد منتخب جمهور رئيس ته چې بايد په هېواد كې د قانون د حاكميت ضامن وي مراجعه كوم او دې حقيقت ته د هغوى پاملرنه غواړم چې :
شك نشته چې د افغانستان اوسنۍ حاكمې حلقې سر تر پايه د سروري د سياسي ماضي كلكې مخالفې دي او دا د دوى حق بولم . خو زموږ د هېواد اساسي قانون په سياسي مخالفت كې تعقيب، توقيف او وژنه منع گڼلې ده . اسدالله سروري سياسي بندي دى، هغه دپخواني شوروي پلوه خلقي– پرچمي حاكميت د زنځير هغه كړۍ ده چې د سياسي حاكمو مخالفينو لاسته ورغلې ده او دغه سياسي مخالفين غواړي چې د دوى په اصطلاح د (كمونستي رژيم) څخه د غچ اخستلو غريزه د سروري په ټكولو سړه كړي . د دغو حقايقو په رڼا كې دې نتيجې ته رسېږو چې سروري بايد اصلاً د راپرځېدلي خلقي ـ پرچمې حاكميت سره د ده د تړاو ځواب ووايي نه د كوم جرم او جنايت !
دا دى عدالت! او كه د عدالت معيارونه همدا وي ، بيا نو ولې يوازې اسدالله سروري ؟ افغانان د جگړې په خونړيو كلونو كې د ابر قدرتونو پر مستقيمو اثراتو لاندې جبرتاٌ په دوه برخو ويشل شوي ؤ، او د اسدالله سروري په خوا كې په سلگونو زره نور هېواد وال هم په دغه تور تورن كېداى شي . خو گوره چې د تاريخ قاضي به نو بيا دې فرجام ته څه وايي ؟
د شرعي او مدني قوانينو د دغه زرين اصل په نظر كې نيولو سره چې هم د پاك خداى (ج) او هم د هغه د بنده گانو په وړاندې د ځواب مسؤليت فردي دى، سروري د وخت د حاكم رژيم د كړو او نا كړو گناهونو د كفارې د ادا كولو مسؤليت نه لري .
هيله ده چې بالاخره زموږ په هېواد كې يو له بل څخه د سياسي غچ اخيستنې د غريزې پر ځاى قانون حكومت وكړي .
ومن الله التوفيق


نقاد
07.01.2006

محترم ډاکتر صيب حقشناس ته درناوی ، نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم !
ښايي چې پخپله سروري هم د کيس په اړه د پوښتل کيدو په وخت ې خپل ځواب په همدغسې ناګارۍ پيل کړی وای ، په کومو وينټکو (جملو ) چې تاسو د هغه په اړه ليکنه وړاندې کړې ده ، تاسو ليکلي :
[quote:d20e66a529]شك نشته چې د افغانستان اوسنۍ حاكمې حلقې سر تر پايه د سروري د سياسي ماضي كلكې مخالفې دي او دا د دوى حق بولم .[/quote:d20e66a529]
کاش سرور ي دومره پاک او بي ګناه وَی چې ستاسو په وينا يواځې [quote:d20e66a529]د افغانستان اوسنۍ حاكمې حلقې سر تر پايه د سروري د سياسي ماضي كلكې مخالفې [/quote:d20e66a529]وای او له خلقيانو پرته ، او هغه هم د تره کي له بانډ پرته ، يې په ټول هيواد کې بل چا هم پلوی کولای او پ ولس کې څوک دده د مجازاتو مخالف وای .

[quote:d20e66a529]خو زموږ د هېواد اساسي قانون په سياسي مخالفت كې تعقيب، توقيف او وژنه منع گڼلې ده . اسدالله سروري سياسي بندي دى، هغه دپخواني شوروي پلوه خلقي– پرچمي حاكميت د زنځير هغه كړۍ ده چې د سياسي حاكمو مخالفينو لاسته ورغلې ده[/quote:d20e66a529]
سروري يواځې د اوسنۍ حاکمې ډلې په ﻻس کې کړۍ او کونډه شوې نه دی ، بلکې د ټول افغان ولس ددوښمن په توګه ددغه اتل ولس په قهر او غضب اخته او دهغوی په وړاندې پر سترو جناياتو تورن دی .
[quote:d20e66a529]د .. .حقايقو په رڼا كې دې نتيجې ته رسېږو چې سروري بايد اصلاً د راپرځېدلي خلقي ـ پرچمې حاكميت سره د ده د تړاو ځواب ووايي نه د كوم جرم او جنايت ! [/quote:d20e66a529]
نه !، نوموړی بايد د يوه مجرم او جاني ګودتاچي او ګوډاګي نامشروع او زورواک رژيم د يوه لوړپوړي جنايتکار چارواک او د هغه د جهنمي مخفي سازمان د رئيس په توګه ځواب ووايي، نه يوه سياسي رژيم ته ديوه تش منسوب په توګه ! په دې توګه بيا سمه ده چې [quote:d20e66a529]دا... عدالت [/quote:d20e66a529] دی ، نه ټوکې!
[quote:d20e66a529]كه د عدالت معيارونه همدا وي ، بيا نو ولې يوازې اسدالله سروري ؟[/quote:d20e66a529] ، داهم غنيمت دی چې يو پېژندل شوی او نيول شې قاتل محکمې ته راښکل کيږي، بايد نور جنايتکاران هم راکښل شي، ټوپک سالارا ن، بنسټپاﻻن او طالبان چې په هرجنايت اخته شوی وي ، بايد د سروريپه څېر محکمې ته راکښل شي !!!
[quote:d20e66a529]افغانان د جگړې په خونړيو كلونو كې د ابر قدرتونو پر مستقيمو اثراتو لاندې جبراٌ په دوه برخو ويشل شوي ؤ، [/quote:d20e66a529]
دغه و يش خو د ا . خ . د . ګ . په جوړېدو او د خلق د جريدې د لومړۍ ګڼې په نشريدلوسره پيل شو چې د امپرياليزم او سوسياليزم ، پانګې او زيار ويستونکو په پلويانو يې هيواد وال سره بيلول !
[quote:d20e66a529]او د اسدالله سروري په خوا كې په سلگونو زره نور هېواد وال هم په دغه تور تورن كېداى شي . خو گوره چې د تاريخ قاضي به نو بيا دې فرجام ته څه وايي ؟ [/quote:d20e66a529]
تورن کيدآ ی نشي، بلکې تاريخ تورن کړي ، تاريخ محکوم کړي ، تاريخ رټلي او تايخ به يې وځپي !
[quote:d20e66a529]د شرعي او مدني قوانينو د دغه زرين اصل په نظر كې نيولو سره چې هم د پاك خداى (ج) او هم د هغه د بنده گانو په وړاندې د ځواب مسؤليت فردي دى، سروري د وخت د حاكم رژيم د كړو او نا كړو گناهونو د كفارې د ادا كولو مسؤليت نه لري . [/quote:d20e66a529]
ددې جملې ورستۍ برخه په دې لږ بدلون سره رښتينې اعتبار او وزن موندلی شي : (( سروري د وخت [color=white:d20e66a529] په[/color:d20e66a529] حاكم رژيم [color=yellow:d20e66a529]کې د خپلو [/color:d20e66a529]كړو او نا كړو گناهونو د كفارې د ادا كولو مسؤليت لري )) !! دغه راز دا هيله هم چې
[quote:d20e66a529]هيله ده چې بالاخره زموږ په هېواد كې يو له بل څخه د سياسي غچ اخيستنې د غريزې پر ځاى قانون حكومت وكړي[/quote:d20e66a529] ، دغسې سميږي او برحق شکل اختياروي : .
هيله ده چې بالاخره زموږ په هېواد كې د قانون غښتلی حاکميت رامنځته شي ، څو سياسي جنايتکاران په او سيزه کې د سختې قانوني سزا په سرنوشت اخته کړي او په راتليزه کې د تل له پاره د سياسي جناياتو مخه ونيسي ! آمين، ومن الله التوفيق !


Anonymous
09.01.2006

نقاد صيب تاسې خو په عقده يي ناروغۍ مبتلاء ياست. که دعقدو درملنه وکړی بيانو ښه ليکوال کيدی شی.


Anonymous
09.01.2006

دوستانو ته سلام٠
وروسته بيا، عزيزانو ٠
اسدالله سروری يو ستر قاتل تير شويدۍ٠ يواځی دهوايی ځواکونو يولس سوه 
تنه افسران يی،په دی اوپه هغی نامه،دقادر اکا په مرسته وژلی دی
ددوی ډيرۍ  پښتانه ول٠
نو ده سره  خودا خيال دسره وو نه چی څوک څوک دۍ٠
نو راځی چی موږ او تاسی هم دپښتون په نامه له دی غدار نه دفاع ونکړو٠
په درناوی 
ا٠ منظر


نقاد
09.01.2006

[quote:511470ebd8]نقاد صيب تاسې خو په عقده يي ناروغۍ مبتلاء ياست. که دعقدو درملنه وکړی بيانو ښه ليکوال کيدی شی.[/quote:511470ebd8]

ګرانه ميلمه وروره او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې!
که هر څو ښه ليکوال هم شم ، څه به يې کړم، که چيرې مې ليکوالي خدای مکړه د خپل (پښتون ) قام ، خپل (افغان) ملت، حق او حقيقت په خدمت کې نه وي ، او که له دې هم خراب ليکوال شم، خو وياړم به چې
ليکوالي مې د حق او حقيقت ، قام اوملت په خدمت کې کوانده وي. له خپل خدای ، قام اوملت او حق او حقيقت څخه پرته بل څه نه پيژنم ، که دا تاسو ته عقدې ښکاري ، نو خوښه دې نه ده (؟) چې درنو لوستونکو ته مراجعه وکړو ، هر قضاوت چې مو لوستونکو ورونو او خويندو وکړ اوهره مشوره چې هغوې مونږ ته راکړه ، په غوږ کې به يې ونيسو او له هغې سره به خپل ګريوان ته سر وردننه کړو. والسلام .
ــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:511470ebd8]يوه بله نتيجه [/color:511470ebd8]: [color=red:511470ebd8]زما په اند [/color:511470ebd8][color=white:511470ebd8]پر الله تعالی ايمان ، د قام اوملت خدمت او د حق او حقيقت پالنه سره تړلي او د ليکوالۍ پنج بنا وې دي . [/color:511470ebd8]

نقاد


Anonymous
09.01.2006

[quote:4bddb73ccb="Anonymous"]دوستانو ته سلام٠
وروسته بيا، عزيزانو ٠
اسدالله سروری يو ستر قاتل تير شويدۍ٠ يواځی دهوايی ځواکونو يولس سوه 
تنه افسران يی،په دی اوپه هغی نامه،دقادر اکا په مرسته وژلی دی
ددوی ډيرۍ  پښتانه ول٠
نو ده سره  خودا خيال دسره وو نه چی څوک څوک دۍ٠
نو راځی چی موږ او تاسی هم دپښتون په نامه له دی غدار نه دفاع ونکړو٠
په درناوی 
ا٠ منظر[/quote:4bddb73ccb]
ښاغلی او منلی منظر صيب ، ښايي تاسوبه ويښ او بيدار وجدان لرئ چې حقه خبره مو کړې ده ؛ خو د پای جملې پای مو چې (( نو راځی چی موږ او تاسی هم دپښتون په نامه له دی غدار نه دفاع ونکړو)) که دغسې سمون وخوري بشپړه به شي :
[color=red:4bddb73ccb]نو راځی چی موږ او تاسی هم دپښتون په نامه ددغه غدار د محکومولو کوانده غوښتنه وکړو او د زرګونو کونډو او يتيمانو د زړونو په پرهارونو باندې ددغه ستر غدّار او ملي خاين په محکوميدلو سره پټۍ کيږدو او تودې اوښکې يې ورپاکې کړو . [/color:4bddb73ccb]


pattang
09.01.2006

اوس نو له منطق او پښتني لارو ځخه هغي خواته اپړې دپړې شروع شوي نو زه هم
خپل نظر درته ليکم :
په دي کې هيڅ شک نشته چې ځني ګوندي خاينانو ډير خيانتونه کړي دي او سترګي يې په قدرت او
چوکۍ پسي داسي سري وې لکه داوسني حکومت دکرزي صيب ځني سلا کاران اوکارکونکي.
دغو بي اهليتو خلکو دخپل ورور ، ملګري او دوست مخبري کوله او په زرګونوانسانان يې
له تيغه تيرکړل :
تردي ځايه خو زه هم درسره موافق يم .

زه به څو عادي پوښتني وکړم :

1 . ولي دغه بختور عدد( سروري ) دی چې په لاتري کې هميشه راخيځي ٠
2.ولې دوستم ، سياف، قانوني ، مسعود ، بابا جان ، مالک ...... اونور داسي بد بخته دي
چې پردي ډول لاتري ( قره کشي ?? ) کې هيڅ چانس نلري .
3 ٠ ولي سروري د پنجشيريانو دومره دعلاقې وړ وو چې 13 کاله يې په موزيم کې وساته ??
4 ٠ ايانور داسي جنايتکران نه وو او د پنجشيريانو په منځ کې خلاص نګرځيدل ??
ايا دوي ته يې خدمتونه ونکړل ?? ايا ٥٠ زره کابليان يې مړه نکړل............ ??
5 ٠ ايا دمزار اود دښتي ليلې قاتلان چې نه د قانون په اساس بلکې دراسيزم په اساس يې
26000 پښتنان ژوندي له خاورو لاندي کړل اوس حکومت نکوي ?????????????????????
6 . ايا دا دپنجشيريا نو يو غچ ندی چې ولې ديګان سروري دپښتون خلقي ګوندت سره داسي
کلک ملګری وو چې له هرڅه ورته تير وو٠
7 ٠ ولي خلقی دستګير پنجشيری نه ? چې دمسعود پنجشيري سلا کارهم وو ??
..................................................................................................................
که عدالت او قانون وې خو بايد لمړی ځل په هغو جنايتکارانو تدبيق شي چې اوس حکومت هم کوي.

ته مي مړ کړ ه خو په نورو خلکو مي مه وزنه

دبيناموسانودمحاکمي په هيله
مرګ دکرزي په غدار ، سست عنصره،واردشوي ،ګوډاګي ،داړه ماراو بې کفايته حکومت ٠

دپښتنو دسياسي شعوراو تحليلي ابتکار په هيله
ستاسو پتنګ


نقاد
09.01.2006

پتنګ خانه وروره احساسات مو نيک او د قدر وړ بولم ! تر سلامونو وروسته زه درته يو مثال وايم :
ستاسو پوښتنې او نيوکې اوسني حکومت ته راجع دي ،نه هغه مظلوم ولس او هغه چاته چې د سروري پشان د لوی قاتل محاکمه غواړي . ځکه دا حکومت دې نه ولس، چې نور غداران يې پريښي او يو غدار يې بندي ساتلی او اوس يې د محاکمې له ﻻرې د خپل ناوړه عملونو پر سزا رسوي . غداران ، قاتلان او ظالمان د ولس او خلکو دوښمنان او قصابان دي، نو که له ٥ تنو غلو او داړه مارانو څخه يو داړه مار هم پرسزا رسيږي ، مظلوم ولس يې پلوی کوي . دهغه محاکمه کول د مظلوم لس حق دی چې ورته سپارل کيږي.البته ، مظلوم ولس د پاتې نورو ظالمانو او قصابانو لکه اوسنيو ټوپکسالارانو په سزا رسيدل هم غواړي ، خو که حکومت دې ته نشي اړباسلی چې نورخاينان هم ونيسي اوپرسزايې محکوم کړي ، نو يو نيول شوي قاتل او غدار خو له دې کبله له محاکمه کيدو څخه نشي بښلی چې هغه نور ﻻ نه دي نيول شوي ..ايا سروري تر هغه پورې خوشي شي او آزاد وګرځي تر څو پورې چې دده په څير نور غداران نيول کيږي يا نه نيول کيږي ؟ ؟ ؟
خاين او غدار اشخاص په هر اتنيک کې شته، د پښتنو اړونده ظالمانو پخپله پر پښتون لس ﻻسخت ظلمونه کړي دي، نوايا د هراتنيک ظالمان او خاينان به په دې پلمه آزاد ګرځي، ځکه چې د يو يا بل اتنيک اړونده غداران ﻻ نه دي نيول شوي ؟ او هغو مظلومو پښتنو ته به څوک ځواب وايي چې پخپله د سروري په شان دظالمو او خاينو پښتنو په لاس ځپل شوي ، وهل شوي ، بنديان شوي ، وژل شوي اوتري تم کړی شوي دي !
ښه ده که لومړی يو پښتون ظالم په سزا رسيږي، سبا پښتانه د نورو ظامانو د محاکمه کيدلو غوښتنه هم کولی شي . والسلام .


د خلکو په ضد د نامقدس اتحاد ېو بل فېر

Anonymous
10.01.2006

حکېم روان

د خلکو په ضد د نامقدس اتحاد ېو بل فېر

داسې انکار نه منونکی شواهد شته چې د پېړېو په اږدو کې ،په خپلو کې رقېب او دښمن ختېځ او لوېدېخ ښکېلاکګر ځواکونه زموږ د تارېخی او لرغونی هېواد او مېړنی اولس پر ضد سره ېولاس او ېو خوله شوېدی دا ېوالۍ کله دافغانستان په شا کې د نامردانه پټو دسېسو او معاملو په بڼه او کله هم ددې ځواکونو د استعماری ککړو موخو د ګډو ځانګړتېاؤ له امله په طبېعی توګه تامېن شوېدئ.

خبرې ډېرې دی او په ډېرو خبرو کتابونه لېکل کېږی. پدې ورځو کې بېا دخلکو پر ضد دېو بل برېد او ناندرئ شاهد ېو ،د هېواد او نړۍ خبری رسانېو د اسداله سروری د محاکمې خبر خپور.

اسداله سروری دنورو تورونو په څنګ کې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ نېټې په پاڅون کې دګډون په تور هم تورن شوېدئ. اسداله سروری د دولت او ادارې په چارو کې د خلکو د ټاکونکی رول او رښتېنی جمهورېت په هېله پدې پاڅون کې برخه درلوده،نوموړی د خلکو له خوا غوره شوئ حکومت د خپل رنځېدلی اولس د غوړېدو او هېواد د سرلوړئ لپاره اړېن شرط بللو. که د حکومت جمهوری شکل او دداسې حکومت دپاره هڅې ګناه وی ،نو داوسنی جمهوری حکومت چلوونکی د ځان او خپل چلند په باب څنګه قضاوت کوی؟

بل تور هم دا چې سروری د ثور د پاڅون فعال ګډون کوونکئ وو.

هو! په دې کې هېڅ شک نه شته. سروری غوښتل له دې لارې دانسان مقام ته ددرناوی ،برابرئ، سولې ، دموکراسئ او ټولنېز عدالت دتامېن په ستر کار کې برخه واخلی. سروری ددې ازادی بښونکی خوځښت رښتېنئ ، اېمانداراو سرښندونکئ سالار پاتې شوېدئ. هغه په سړه سېنه ،دوطن او خلکو سره دبې پاېه مېنې په تودوخه ګرم زړه او پاکو لاسونو هېواد ته خدمت کاوه. هغه د ځېنو په څېر د خپل ملت او هېواد د خرڅولو په بېه بډای شوئ نه دئ.

سروری او دهغه خوځښت ټول ګډون کوونکی د ډېرو شرېفانه ارمانونوسره سره د هغه وخت د ټولو تېروتنو او اشتباهاتو په اړه کومې چې د تجربې د نشتوالی ،له طبېعی او ټو لنېزو قانونمندېو څخه د لوړو غوښتنو او بدلونونو ته د تندې په نتېجه کې شوېدی ، دخپل سرلوړی ملت په وړاندې ، ددې ملت د اصېلو بچو په حېث اعتراف کوی او د هغه د جبران لپاره د سرونو په بېه تېارئ لری.

دشوروی پوځی ېرغل په موکه ، سروری دمقاومت او ډغرو له مېدان څخه جبرأ د اوږدو کالونو لپاره منګولېا ته تبعېد شو.

تبعېد په تبعېد پسې ګاللو د سروری په زړه کې د خپلو خلکو او هېواد سره د عشق په اور تېل اچول.

سروری د خپل افغانی ،ملی او مستقل تفکر او خپلواک شخصېت په وجه تل د افغان دښمنه ځواکونو او په هغه پورې دتړلو دوزخی څارګرو شبکو د شېطانی اروا ؤ تر څارنې لاندې و د وخت دواکمنانو د ارادې په خلاف د ېمن څخه خپل مورنی هېواد ته د راستنېدو په لاره کې د ک.ګ.ب ،خاد او راو د مشترکې توطېې په نتېجه کې د نوموړی د سفر اسناد په هند کې غلا شول او د جوړشوی پلان له مخې ېې د ټولو نړېوالو منل شوو نورمونو پر خلاف ، د دېپلوماتېک مصؤنېت سره سره ، د دوو کالو په موده ، په ډهلی کې په بند محکوم کړ.

کله چې په هېواد کې د توطېې دې مثلث په پټو او ښکاره تباه کوونکو هڅو سره د ملګرو ملتو د واک د سوله اېز اوښتون انسانی پلان د خپلو لاسپوڅو په واسطه سبوتاژ کړ او کله چې د ملګرو ملتونو د هڅو او دافغانانو د خپل منځی تفاهم پر بنسټ د ټولو خواؤ په خوښه د بې پرې او ملی واکمنۍ پر ځای ېې د مجاهدېنو حکومت تشکېل کړ ، سروری د هند له زندان څخه د مورنی هېواد غېږې ته راستون شو خو سمدلاسه د مجاهدېنو د حکومت د عمومی عفوې د اعلام پر خلاف او دټولو ملی او نړېوالو نورمونو پر عکس د همدې ناپاک مثلث په خور شوی دام کې ونښت او دادئ تر اوسه ېې د ۱۳ اوږدو کالونو په نامالوم سرنوشت د زاړه پالو په خوښه او د باندېنو مداخله کوونکو هېوادونو د څارګری شبکو په دستور او لارښوونه په پنجشېر او کابل کې په بند کې شپې او ورځې تېرې کړې.

دا چې سروری د اسلامی دولت پر ضد توطېه او کودتا کوله نو له دې امله دا ېو بل تور او نه بښونکی ګناه ده.

دا رښتېا ده کله چې حقېبقت نه وی دروغ پاچاهی کوی،خو د حقېقت د څرک سره د دروغو اوسپنېزې کلاګانې او طلاېې تختونه د سترګو په رپ کې را نسکورېږی. پوښتنه پېدا کېږی چې د کوم اسلامی دولت پر ضد سروری کودتا کوله؟

د هغه بې شمېره ملوک الطواېفېو اسلامی دولت کوم چې د کابل په هره کارته او ناحېه کې ېې بېل بېل اسلامی او ضد اسلامی دولتونه جوړ کړی وو، هغه وخت سروری کودتا کوله چې ددې حکومتونو هر ېوه د ټولو او تولو د هر ېوه پر ضد کودتا کوله؟

پرېږده خلک قضاوت وکړی !

سروری د بن د کنفرانس را هېسې د څلورو کالو په اوږدو کې د محترم حامد کرزی د حکومت د قانون دحاکمېت ،د اتباعو د حقوقو د تامېن ، مراعات او حراست د ادعاؤ او تبلېغاتی هېاهوی سره سره ، د سروری ، د هغه د کورنئ او ملګرو د پرلپسې غوښتنو باوجود بېلې جرمی ثبوت څخه په بند کې پاتې شوئ دئ.

سروری د هغه لښکر سرغندوی وو چې د افغانستان پر ضد د تپلی جنګ د دواړو تېرېکوونکو خواؤ سره ېې په مبارزه کې په مېړانه سره د هېواد د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتېا او ملی واکمنۍ د حق څخه دفاع کوله..

زه پدې وسېله د ملګرو ملتونو ، د بشر د حقوقو د سازمان ،د ټولو بېن المللی ټولنو او د حامد کرزی د حکومت وجدان ته مراحعه کوم چې د افغان وطن پرست ،غېرتی سروری روحی او جسمی ازار ته د پای ټکی کېږدی او پدې ډول د سروری دلسګونو زرو پلوېانو په زړونو کې په هېواد کې د قانونېت د ټېنګښت ، سولې دموکراسۍ ملی پخلاېنې او نېکمرغې راتلونکې په اړه د شک او تردېد پر ځای ډاډ او باور ټېنګ کړی..

نور باېد په زړونو کې د ېو او بل پر ضد وېره او ترس ،کرکه او نفرت ونه کرل شی ،نور باېد افغانان د ادعاؤ مطابق د هغوئ د فکری ،عقېدوی ،سېاسی ،ټولنېزو ،قومی ،ژبنېزو ،مذهبی او سېمه اېزو توپېرونو په لرلو سره د واحدې مور افغانستان د زامنو په حېث د نړۍ د متمدنو انسانانو په څېر د هېواد دسرلوړئ او خلکو د نېکمرغۍ په جوړونکی متحده ،پراخه افغانی جبهه کې د ګډ کار او زېار هڅه وکړی

دهېواد په وړاندې د ملی او وطنی دندو د سرته رسولو ستر رسالت د افغانانو په غاړه دئ. نور زموږ سره مرسته کولای شی خو په هېڅکله موږ تعوېض کولای نه شی او نه هم څوک ددې حق لری..

که چېرې موږ د شوروی ېرغل د په شا تمبولو وروسته په بېن الافغانی تفاهم سره خپل مېنځی ستونزې دملګرو ملتو په مرسته سره حل او فصل کړی وای او دمداخله ګرانو او لوېئ غوښتونکو په لمسون او دستور مو ېو او بل سره نفی کړی نه وای او خپلو ملی ګټو ته مو پر غچ اخېستنو ترجېح ورکړی وای ، نو اوس به موږ د راوروسته بوګنونکوپېښو او ملی تراژېدېو شاهدان نه وای.

په ځان او په نورو بې باوری چې ېقېناَ زموږ د دښمنانو د لاس کار وو،د ښکلی او تارېخی کابل د وېجاړېدو او د کابل د ۶۰۰۰۰ معصومو او بې ګناه اوسېدونکو د وحشېانه وژنې دلېل شو. موږ دپردو او غلېمانو په لمسون په قومی او مذهبی نښتو کې پرېوتو.

زموږ بد مرغی دومره وغځېده چې زموږ تارېخی ، لرغونۍ او نامدار هېواد افغانستان نړېوالو د نړېوال ترورېسم او د مخدره موادو د تولېد او قاچاق د نړېوال مرکز په حېث تشخېص کړ.

په داسې حال کې چه زموږ په هېواد کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو وسله وال ځواکونه د القاعدې دنړېوالې ترورېستی شبکې او دمخدره موادو د مافېا سره په مبارزه بوخت دی، افغانان باېد د خپل هېواد د نړېوال اعتبار او حېثېت داعادې او تېرو تراژېدېو د پرهرونو دمداوا د بېا جوړونې او پرمختګ د ستر امر له پاره د ملی پخلاېنې ،ورورۍ تېرېدنې او تحمل ، ګډکار او متقابل باور د تامېن له لارې پراخه تېاری ونېسی.

زه په دې باور ېم چې د سروری په څېر وطنپالونکو په بند کې ساتل افغانان له خپلو ملی او وطنی دندو څخه لېرې کوی.

زما له نظره سروری باېد ژر ترژ ره خلاص شې.او له دې امله چې بېله جرمی ثبوت څخه د ۱۳ کالو اوږدې مودې له پاره په بند کې ساتل شوئ،د نومو ړی څخه د هېواد د لوړو مصالحو په خاطر په رسمی توګه بخښنه وغوښتل شی.

زه باور لرم چې ېوه عادلانه او بې پرې محکمه به د سروری د برأت او د اوږدې مودې بند په نسبت د معذورت غوښتنې او دهغه د حېثېت د اعادې پرېکړه کوی.


نقاد
10.01.2006

[quote:3344f7827c="حکېم روان"]حکېم روان

د خلکو په ضد د نامقدس اتحاد ېو بل فېر[/quote:3344f7827c]که :
د خلکو د دوښمانو په ضد ېو بل فېر!

[quote:3344f7827c]اسداله سروری دنورو تورونو په څنګ کې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ نېټې په پاڅون کې دګډون په تور هم تورن شوېدئ. اسداله سروری د دولت او ادارې په چارو کې د خلکو د ټاکونکی رول او رښتېنی جمهورېت په هېله پدې پاڅون کې برخه درلوده،[/quote:3344f7827c]
د چنګاښ کود تا د ملي او ولسواک حکوت پرضد ترسره شوې ، افغانستان يې د سره ښکيلاک خولې ته ور نږدې کړي او ولسواکي يې پر يوه ديکتاتوري رژيم اړولې ، خو ملي او مترقي خصلت يې ساتلی و. د سروري ګډون د ملي او دمورکراتيک رژيم په ضد دده لوړني خيات دی ، او بيا دداود خان د ملي اومترقي رژيم پر ضد د بهرنی قدرت په پلوۍ د خلق ګوند سره تړاو موندل يې بل ستر خيانت و چې سرته يي رسولې دی .
پوښتنه داده چې دولسواکۍ لهﻻرې يې ملي اومترقي هدفونو ته فعاليت غوښته، نو ولې يې د داود خان په کودتا کې برخه اخيستله ، داود خان د دموکراسۍ پرځای د د يکتاتورۍ له ﻻرې ملي اومترقي هدفونو ته رسيدل غوښتل ، خو د ترقۍ له پاره يې شوروي ته ځان ډير نږدې کړی و، ان تر دې چې په کودتا کې يې هم شورويان
بي علاقي او په سياسي لحاظ بي ﻻسلرنې نه وو. آيا سروري له دموکراسۍ سره د دوښمنۍ له کبله د داود په کودتا کې برخه اخيستې وه او شوروي ته دنږدې له پاره يې دداود ﻻرې ته برتري ورکړې وه ؟ داسې بريښي چې
د داود پر ديکتاتورۍ يې پردۍ کمونستي ياد شوروي ﻻسپو څۍ ته برتري ورکوله اوله همدې لامله له خلقيانو سره د داود خان پر ضد درېدلی دی . له دې څخه له يوې خوا دده ضد دموکراتيک خصلت او له بلې خوا يې ضد ملي خصلت په ډاګه کيږي او ترقي يې يواځې د شوروي په کمونستي .ګوډاګيتوب کې ليدله ! په همدغه ګوډاګيتوب کې نوموړي هم د افغان ولس پر ضد او هم د حفيظالله امين پر ضد د ببرک کارمل سره ملګرتوب او سيالۍ دواړو ته رادانګلي ؤ .تر ناکامۍ وروسته اوس غواړي دغه ټول خيانتونه د خدمت او قهرمانۍ په نامه
پر مظلوم اولس ور وپلوري (!! ! ) او وستايل شي چې ګواکې :[quote:3344f7827c]
نوموړی د خلکو له خوا غوره شوئ حکومت د خپل رنځېدلی اولس د غوړېدو او هېواد د سرلوړئ لپاره اړېن شرط بللو.[/quote:3344f7827c] او ګواکې د کمونستي ديکتاتورۍ پر ځای يې[quote:3344f7827c] (( د حکومت جمهوری شکل )) [/quote:3344f7827c]
ارمان و ؟؟؟ او بي له دې چې له جمهوريت سره د دموکراسۍ تړاو په پام کې ونيسي ، مدافع حکيم روان کمونيستي ديکتاتوري جمهوريت د اوسني جمهوريت سره په يوه تله تلي او په ډيره سپين سترګۍ پوښتنه کوي چې که د جمهوري [quote:3344f7827c]حکومت دپاره هڅې ګناه وی ،نو داوسنی جمهوری حکومت چلوونکی د ځان او خپل چلند په باب څنګه قضاوت کوی؟[/quote:3344f7827c] نوموړی دا تور نشي ردولی [quote:3344f7827c]چې سروری د ثور د پاڅون فعال ګډون کوونکئ وو.[/quote:3344f7827c]، خو د غويي ضد انساني او ضد مدني خونړۍ کودتا بڼه داسې اړولې مغرفي کړي چې ګواکې [quote:3344f7827c]په دې کې هېڅ شک نه شته. سروری غوښتل له دې لارې دانسان مقام ته ددرناوی ،برابرئ، سولې ، دموکراسئ او ټولنېز عدالت دتامېن په ستر کار کې برخه واخلی. سروری ددې ازادی بښونکی خوځښت رښتېنئ ، اېمانداراو سرښندونکئ سالار پاتې شوېدئ. هغه په سړه سېنه ،دوطن او خلکو سره دبې پاېه مېنې په تودوخه ګرم زړه او پاکو لاسونو هېواد ته خدمت کاوه. [/quote:3344f7827c] هو، ده له تره کي او کارمل سره وطن پرشورويانو خرڅ کړ خو شوروي نه پيسې ورکولې او نه يې درلودې ،نو ځکه حکيم روان ګيلمن دی چې [quote:3344f7827c]هغه د ځېنو په څېر د خپل ملت او هېواد د خرڅولو په بېه بډای شوئ نه دئ.[/quote:3344f7827c]. خو که په رښتيا سره
[quote:3344f7827c] سروری او دهغه خوځښت ټول ګډون کوونکی د ډېرو شرېفانه ارمانونوسره سره د هغه وخت د ټولو تېروتنو او اشتباهاتو په اړه کومې چې د تجربې د نشتوالی ،له طبېعی او ټو لنېزو قانونمندېو څخه د لوړو غوښتنو او بدلونونو ته د تندې په نتېجه کې شوېدی ، دخپل سرلوړی ملت په وړاندې ، ددې ملت د اصېلو بچو په حېث اعتراف کوی او [color=white:3344f7827c]د هغه د جبران لپاره د سرونو په بېه تېارئ لری. [/color:3344f7827c][/quote:3344f7827c]، نو يواځې له خپل ژوند څخه دې تير شي اوناکامې هڅې دې نه کوي چې لمرپه دوه ګوتو پټ کړي ، خپله بي کمالي په کمال او جنايات په خدمت واړوي .
[quote:3344f7827c]دشوروی پوځی ېرغل په موکه ، سروری[/quote:3344f7827c] د انقلابي شورا د ريس کارمل معاون مقررشو، خو د نورو خلقي جنايتکارو ملګرو د قدرت له پاره انو [quote:3344f7827c]دمقاومت او ډغرو له مېدان څخه جبرأ د اوږدو کالونو لپاره منګولېا ته تبعېد شو.[/quote:3344f7827c]. نو روان صيب آيا له خلقيانو پرته بايد په دې خبره بل کوم څوک هم وير جن شي که څنګه ؟
نوربيا


د خندا او حېرانتېا وړ

Anonymous
13.01.2006

د خندا او حېرانتېا وړ

پدې ورځو کې د اسداله سروری محاکمه د هېوادنېو او بهرنېو خبری رسانېو له خوا د 13 کاله بند تېرولو وروسته اعلان شوه.

د خبرونو له مخې به سروری د څارنوال له تورونو سره له 13 کالو زندان وروسته اشنا شی.

څوک به دې ته نه خاندی؟

دېارلس کاله بندېوان او بندوالا پدې نه پوهېږی چې بندېوان ولې بندېوان دئ ؟ دا د حېرانتېا وړ نه ده ؟

دا خو لا په څای پرېږده ، پرون د پېام افغان په نوم تلوېزېونی مرکې ته غوږ وم ، چې محترم عمر خطاب د هغه چلوونکئ دئ. د نوموړی د ېوې پوښتنې په ترڅ کې د هېواد نامتو ژورنالست ،لېکوال ، محقق او مبصراو دهېواد د روښانفکری نهضت د قدر وړ او پېژندل شوی څېرې محترم هاشمېان څرګنده کړه چې ګواګې روسان غواړی سروری له محاکمې خلاص کړی او روسېې ته بلنه ورکړی تر څو هلته په عېش او عشرت کې ژوند وکړی.

محترم هاشمېان ته د ژور درناوی په ساتلو سره ، خپله حېرانتېا نه شم پټولای. څنګه کېدای شی چې د لمر په شان ځلېدونکو واقعېتونو په موجودېت کې محترم هاشمېان د خپلې پراخې پوهې او خبرتېا سره سره د هېواد او خلکو په وړاندې د ېو مسؤل او متعهد انسان په حېث هغه زموږ د خلکو په اصطلاح سره د سرچوک په خندوونکو تبلېغاتو،اوازو او افواهاتو باندې په تکېه سره د خندا وړ څرګندونې وکړی ؟

محترم هاشمېان زمونږ د خلکو دغه د حکمت نه ډک متل له ېاده اېستلئ چې [تر څو رښتېا رسی ، دروغ کلی وران کړی]د کلو د ورانولو له پاره متاسفانه موږ ډېر څوک لرو ، خو موږ جوړولو ته تر هر څه او هر چا زېاته اړتېا لرو.

چاته دا حقېقت روښانه نه دئ چې سروری د روسانو دپوځی ېرغل په لمړېو ورځوکې د مقاومت او مخالفت په وجه له کارمل وروسته دوهمه درجه مهم دولتی پستونه خوشی کړل او د روسانو ا و دهغه دپلوېانو په واسطه جبرأ منګولېا ته تبعېد کړل شو؟

نوموړئ د کارمل د اقتدار تر پاېه پورې پلارنی هېواد ته د را ستنېدو له طبېعی حق څخه محروم وو. ده نه شو کولای چې د خپلو عزېزانو، بهترېنوملګرو او دوستانو د تدفېن ،تکفېن او فاتحې په مراسمو کې د ګډون له پاره هېواد ته راستون شی. اېا له دې حبقېقت څخه د سروری په باب د روسانو دموقف قېاس نه شی کېدای؟ آېا دغه حقېقت او دې ته ورته حقاېق په پورتنېو دروغو او افواهاتو اور نه پورې کوی ؟

د دوکتور نجېب اله د واک په موکه د ملی مصالحې له اعلام وروسته د څو ورځو له پاره هېواد ته راستون شو، خو سروری او د روسانو سېوره ېو له بل سره نه پخلاکېدونکی وو او د بل تبعېد وار راورسېد. د ېمن هېواد ته تبعېد کړل شو.

سروری هېواد ته په خپل سر دراستنېدو په وخت په هند کې دافغانی رسمی پلاوی سره مخامخ کېږی کوم چې د سروری د بېرته ګرځولو له پاره هند ته تللئ وو. پلاوئ له سروری څخه غوښتنه کوی چې بېرته ېمن ته ستون شی او هېواد ته د تګ لار نه لری. کله چې سروری خپل پلارنی هېواد ته تګ خپل حق وباله ، نو دروس ک.ګ.ب د خپل نفوذ څخه په استفاده سره د هند د راو او خاد پواسطه د هغه د سفر اسناد تری تم کړل او د هند د محافظه کار حکومت په وسېله ېې د دېپلوماتېک مصؤنېت سره سره د ټولو بېن المللی نورمونو پر خلاف د دوو کالو په موده بند محکوم کړ . اېا له دې حقېقت څخه هم محترم هاشمېان بې خبره دئ ؟

کله چې په افغانستان کې د دوکتور نجېب اله حکومت د ېوې ملی ضد توطېې او کودتا په نتېجه کې نسکور شو، سروری د هند له زندانه ازاد شو. معنی دا چې سروری د هند د حکومت سره کوم جرم نه درلود، خو د ېو چا په فرماېش ېې بندی کړئ وو او نور فرماېش ورکونکې خلاص شو.

سروری هېواد ته د راستنېدو سره سم د ېاد شوو شبکو د عاملېنو له خوا د اسلامی دولت پر ضد د فعالېت په تور ونېول شو. په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې مطلقه انارشی حاکمه وه او دکابل ښار د مجاهدېنو د مختلفو ډلو تر مېنځ وېشل شوئ وو او مرکزی اداره د خلکو د انتظار پر خلاف موجوده نه وه د کوم اسلامی دولت پر ضد د فعالېت ادعا جدی تلقی کېدای شی ؟

په خواشېنۍ او تأسف سره باېد وواېم چې که چېرې د سروری د اکسا د رېاست په وخت که څوک وژل شوی وی، نو په افغانستان کې د کومې واکمنۍ د بدلېدو په مهال هېڅوک نه دی وژل شوی؟ او ولې به سروری د وژنو مسؤل وی؟

کله چې ستا د هېواد پر ضد په ګاونډېو هېوادونو کې کسان روزل کېږی او ستا پر کلو او اداری واحدونو باندې د ګاوندېو د سېاستونو د تحمېل له پاره وسله وال برېدونه کوی ، پداسې صورت کې که هر څومره هم بوګنونکی وی ، د وطن او خلکو له امن ، شرف او ناموس څخه ساتنه او دفاع ېوه ملی وجېبه ګرځی، چې دواړو خواو ته مرګ او ژوبله اوړی. ځکه خو مونږ د نورو د هدفونو له پاره افغان وژنه له هرې خوا چې وی د افغان غمېزه بولو.

د افغانستان د جمهور رئس محترم حامد کرزی داباور چې : افغانان باېد تېر هېر کړی او له تېرو عبرت واخلی او ټول د وروڼو په څېر د خپل پلارنی هېواد دابادئ له پاره مټې را ونغاړی . زما له نظره ېو افغان او رښتېنۍ وطنپالونکئ باېد پر خپلو خلکو او هېواد دا ډول پيرزوينه ولری.

.زه د ېو افغان په حېث د محترم هاشمېان ،خطاب او نورو ورته وطنپالونکو څخه د ناروا او دروغجنو افواهاتو د خپرولو پر ځای د افغانانو تر مېنځ د ېووالی د تامېن ،ورورئ ، متقابل باور ، تېرېدنې ،زغم ، ګډژوند ، کار او فعالېت په لور کې د تشوېق او لارښونې هېله کوم.

همدا رنگه د محترم کرزی او ټولو نورو ملی او بېن المللی مؤسساتو څخه هېله کوم چې د سروری د ژر تر ژره خلاصون په لار کې خپله انسانی دنده سر ته ورسوی.

هنر غيرت


د خندا او حېرانتېا وړ

Anonymous
13.01.2006

د خندا او حېرانتېا وړ

پدې ورځو کې د اسداله سروری محاکمه د هېوادنېو او بهرنېو خبری رسانېو له خوا د 13 کاله بند تېرولو وروسته اعلان شوه.

د خبرونو له مخې به سروری د څارنوال له تورونو سره له 13 کالو زندان وروسته اشنا شی.

څوک به دې ته نه خاندی؟

دېارلس کاله بندېوان او بندوالا پدې نه پوهېږی چې بندېوان ولې بندېوان دئ ؟ دا د حېرانتېا وړ نه ده ؟

دا خو لا په څای پرېږده ، پرون د پېام افغان په نوم تلوېزېونی مرکې ته غوږ وم ، چې محترم عمر خطاب د هغه چلوونکئ دئ. د نوموړی د ېوې پوښتنې په ترڅ کې د هېواد نامتو ژورنالست ،لېکوال ، محقق او مبصراو دهېواد د روښانفکری نهضت د قدر وړ او پېژندل شوی څېرې محترم هاشمېان څرګنده کړه چې ګواګې روسان غواړی سروری له محاکمې خلاص کړی او روسېې ته بلنه ورکړی تر څو هلته په عېش او عشرت کې ژوند وکړی.

محترم هاشمېان ته د ژور درناوی په ساتلو سره ، خپله حېرانتېا نه شم پټولای. څنګه کېدای شی چې د لمر په شان ځلېدونکو واقعېتونو په موجودېت کې محترم هاشمېان د خپلې پراخې پوهې او خبرتېا سره سره د هېواد او خلکو په وړاندې د ېو مسؤل او متعهد انسان په حېث هغه زموږ د خلکو په اصطلاح سره د سرچوک په خندوونکو تبلېغاتو،اوازو او افواهاتو باندې په تکېه سره د خندا وړ څرګندونې وکړی ؟

محترم هاشمېان زمونږ د خلکو دغه د حکمت نه ډک متل له ېاده اېستلئ چې [تر څو رښتېا رسی ، دروغ کلی وران کړی]د کلو د ورانولو له پاره متاسفانه موږ ډېر څوک لرو ، خو موږ جوړولو ته تر هر څه او هر چا زېاته اړتېا لرو.

چاته دا حقېقت روښانه نه دئ چې سروری د روسانو دپوځی ېرغل په لمړېو ورځوکې د مقاومت او مخالفت په وجه له کارمل وروسته دوهمه درجه مهم دولتی پستونه خوشی کړل او د روسانو ا و دهغه دپلوېانو په واسطه جبرأ منګولېا ته تبعېد کړل شو؟

نوموړئ د کارمل د اقتدار تر پاېه پورې پلارنی هېواد ته د را ستنېدو له طبېعی حق څخه محروم وو. ده نه شو کولای چې د خپلو عزېزانو، بهترېنوملګرو او دوستانو د تدفېن ،تکفېن او فاتحې په مراسمو کې د ګډون له پاره هېواد ته راستون شی. اېا له دې حبقېقت څخه د سروری په باب د روسانو دموقف قېاس نه شی کېدای؟ آېا دغه حقېقت او دې ته ورته حقاېق په پورتنېو دروغو او افواهاتو اور نه پورې کوی ؟

د دوکتور نجېب اله د واک په موکه د ملی مصالحې له اعلام وروسته د څو ورځو له پاره هېواد ته راستون شو، خو سروری او د روسانو سېوره ېو له بل سره نه پخلاکېدونکی وو او د بل تبعېد وار راورسېد. د ېمن هېواد ته تبعېد کړل شو.

سروری هېواد ته په خپل سر دراستنېدو په وخت په هند کې دافغانی رسمی پلاوی سره مخامخ کېږی کوم چې د سروری د بېرته ګرځولو له پاره هند ته تللئ وو. پلاوئ له سروری څخه غوښتنه کوی چې بېرته ېمن ته ستون شی او هېواد ته د تګ لار نه لری. کله چې سروری خپل پلارنی هېواد ته تګ خپل حق وباله ، نو دروس ک.ګ.ب د خپل نفوذ څخه په استفاده سره د هند د راو او خاد پواسطه د هغه د سفر اسناد تری تم کړل او د هند د محافظه کار حکومت په وسېله ېې د دېپلوماتېک مصؤنېت سره سره د ټولو بېن المللی نورمونو پر خلاف د دوو کالو په موده بند محکوم کړ . اېا له دې حقېقت څخه هم محترم هاشمېان بې خبره دئ ؟

کله چې په افغانستان کې د دوکتور نجېب اله حکومت د ېوې ملی ضد توطېې او کودتا په نتېجه کې نسکور شو، سروری د هند له زندانه ازاد شو. معنی دا چې سروری د هند د حکومت سره کوم جرم نه درلود، خو د ېو چا په فرماېش ېې بندی کړئ وو او نور فرماېش ورکونکې خلاص شو.

سروری هېواد ته د راستنېدو سره سم د ېاد شوو شبکو د عاملېنو له خوا د اسلامی دولت پر ضد د فعالېت په تور ونېول شو. په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې مطلقه انارشی حاکمه وه او دکابل ښار د مجاهدېنو د مختلفو ډلو تر مېنځ وېشل شوئ وو او مرکزی اداره د خلکو د انتظار پر خلاف موجوده نه وه د کوم اسلامی دولت پر ضد د فعالېت ادعا جدی تلقی کېدای شی ؟

په خواشېنۍ او تأسف سره باېد وواېم چې که چېرې د سروری د اکسا د رېاست په وخت که څوک وژل شوی وی، نو په افغانستان کې د کومې واکمنۍ د بدلېدو په مهال هېڅوک نه دی وژل شوی؟ او ولې به سروری د وژنو مسؤل وی؟

کله چې ستا د هېواد پر ضد په ګاونډېو هېوادونو کې کسان روزل کېږی او ستا پر کلو او اداری واحدونو باندې د ګاوندېو د سېاستونو د تحمېل له پاره وسله وال برېدونه کوی ، پداسې صورت کې که هر څومره هم بوګنونکی وی ، د وطن او خلکو له امن ، شرف او ناموس څخه ساتنه او دفاع ېوه ملی وجېبه ګرځی، چې دواړو خواو ته مرګ او ژوبله اوړی. ځکه خو مونږ د نورو د هدفونو له پاره افغان وژنه له هرې خوا چې وی د افغان غمېزه بولو.

د افغانستان د جمهور رئس محترم حامد کرزی داباور چې : افغانان باېد تېر هېر کړی او له تېرو عبرت واخلی او ټول د وروڼو په څېر د خپل پلارنی هېواد دابادئ له پاره مټې را ونغاړی . زما له نظره ېو افغان او رښتېنۍ وطنپالونکئ باېد پر خپلو خلکو او هېواد دا ډول پيرزوينه ولری.

.زه د ېو افغان په حېث د محترم هاشمېان ،خطاب او نورو ورته وطنپالونکو څخه د ناروا او دروغجنو افواهاتو د خپرولو پر ځای د افغانانو تر مېنځ د ېووالی د تامېن ،ورورئ ، متقابل باور ، تېرېدنې ،زغم ، ګډژوند ، کار او فعالېت په لور کې د تشوېق او لارښونې هېله کوم.

همدا رنگه د محترم کرزی او ټولو نورو ملی او بېن المللی مؤسساتو څخه هېله کوم چې د سروری د ژر تر ژره خلاصون په لار کې خپله انسانی دنده سر ته ورسوی.

هنر غيرت


من عليه سروري اقامه دعوي مي كنم

Anonymous
14.01.2006

من عليه سروري اقامه دعوي مي كنم

فريد مطهر –كانادا
شنيدم و خواندم كه اسدالله سروري رييس سازمان مخوف و جنايتكار اگسا در آستانه محاكمه قرار دارد. كمتر كسي از افغانهاست كه با نام و اعمال اين جاني كم نظير تاريخ آشنايي نداشته باشد. اين را هم خواندم كه سروري خود را بيگناه خوانده است. من به عنوان يكي از شاهدان جنايات اين فرد وابسته به حلقه جنايت و آدم كشي حزب دموكراتيك خلق افغانستان در كمال صحت و سلامت عقل در حالي كه خداوند بزرگ را شاهد مي گيرم عليه او (اسدالله سروري) اقامه دعوي مي كنم.

اميدوار هستم ساير كساني كه از زير ساطور خونچكان وي جان نيمه سالم بدر برده اند و يا آناني كه عزيزان خود را در قصاب خانه اگسا از دست داده اند، در اين كار با من سهيم گردند، تا باشد به اسدالله سروري و ساير جنايتكاراني كه دستان شان با خون هزاران هموطن ما رنگين است، به سزاي اعمال شان برسد. حتي به آناني كه به محاكمه كشانيدن سروري را صرف بازي تبليغاتي و يا سياسي مي دانند و ازاين رهگذر نمي خواهند مهر سكوت را بشكنند، مي خواهم خاموش نشينند تا سوء تفاهم سروري و ساير جنايتكاران كه خود را بيگناه مي پندارند، در هم شكند و بدانند كه وجدان ملت افغانستان بيدار است و آناني را كه مسبب واقعي ويراني و كشتار در كشور ما بوده اند، هرگز نمي بخشد. صبحگاه نهم ثور سال ۱۳۵۸ بود كه درب منزل ما كه در حصه دوم خيرخانه موقعيت داشت، وحشيانه كوبيده شد و هنوز خواب از چشمان ما نپريده بود كه صحن حويلي مملو از عساكر و شخصي پوشان مسلح گرديد. من كه در يك اتاق با دو برادر ديگرم خوابيده بوديم، سراسيمه به دهليز برآمديم و پدر مان را در محاصره دو سه نفر ديديم در حاليكه دست هايش را از پشت بسته بودند و مادر گريان و متعجب ما در گوشه ديگر ايستاده بود و لرزان و ترسان گاهي به ما و گاهي به ناشناس هايي كه به نام خلق وارد منزل ما شده بودند، مي نگريست. شايد دو سه ساعتي طول كشيد كه خانه ما زير و زبر شد، رويه هاي كوچ ها با نوك برچه پاره گرديد، دوشك ها و لحاف ها پاره پاره به هر گوشه پراگنده و تمام اثاثيه منزل در هم ريخته شد. بالاخره يك قبضه تفنگ شكاري، يك عصايي كه در دسته آن خنجر تعبيه شده بود و يك اثر باستاني به حساب مي آمد و يك قبضه تفنگ بادي مربوط پدرم، يك مجموعه دستنويس طرح هاي داستاني (در آن زمان مشق نويسندگي مي كردم) و يك ورق شبنامه يي در مورد نورمحمد تره كي كه همان شب در كوچه ما و حصه دوم خيرخانه در مجموع پخش شده بود و من آن را زير دروازه يافته و در الماري كتابهايم نهاده بودم، به حيث سند محكوميت، توسط مامورين ضبط گرديد و پدرم ، دو برادرم و من كه هفده سال داشتم (يك برادرم ۱۹ و برادر بزرگم ۲۱ سال داشت) در دو موتر والگاي پرده دار با دست هاي بسته به حوزه حارندوي كارته پروان منتقل گرديديم. آن روز و شب در آن حوزه به نوبت من و پدرم زير ضربات مشت و لگد و چوب نيمه جان شديم و بعد خود را در زير زميني (كه بعدها دانستم رياست قاچاق وزارت داخله است) يافتيم. دو برادرم فردايش رها گرديدند. كوتاه اينكه يك روز بعد كاكايم و پسر كاكايم را نيز در دهليز ديدم و دانستم كه آنان نيز زنداني شده اند. پس از سه هفته لت و كوب و برق كه داستانش مفصل است و صرف به اين بسنده مي كنم كه گاهي من را مقابل چشمانم پدر و كاكايم لت و كوب مي كردند و گاهي او را مقابل چشمان من، ما را به اگسا انتقال دادند. در آنجا شب ها لت مي خورديم و روزها تهداب براي ساختمان جديدي كه قرار بود بنا يابد، مي كنديم. گويا جا براي زندانيان تنگ بود. در آن زمان رياست اگسا به عهده سروري بود. ما را در اتاق هاي جداگانه جا داده بودند. در اتاقي كه بيشتر به يك سالون شباهت داشت، ده ها نفر مثل خربوزه سر به سر چيده شده بودند و همه زخمي و نالان. درشب اول وقتي من با تن زخمي به آن اتاق انداخته شدم يك مرد مو سفيد با چهره روحاني بالاي سرم كه نيمه به هوش بودم آمد و دلداريم داد و از صبر و استقامت سخن گفت. همان شب او را به تحقيق فرا خواندند و ديگر نديدمش. كسان ديگري را نيز شبانه مي خواندند كه باز نمي گرديدند. حساب زمان كم كم از دستم رفته بودند. پدرم و كاكايم را ديگر نديدم. وقتي از وزارت داخله به اگسا انتقال يافتيم، با هم بوديم. چندي در آنجا نيز لت و كوب گرديدم. آثار سوختگي سگرت هنوز بر پشت دستانم است. آثار جرح در اثر اينكه با پل ريش پاره شده و نمك روي آن انداخته مي شد، هنوز در وجودم است. كوتاه اينكه پس از چندي به كوته قفلي دهمزنگ انتقال يافتم هنگام انتقال من به دهمزنگ پسر كاكايم نيز با من بود كه در بلاك ديگري كه به نام بلاك پوليتخنيك مسمي بود و بيشتر محصلان در آن زنداني بودند، انداخته شد. در اين زمان نيز با پسر كاكايم در يك موتر به اگسا آورده شديم و در آنجا در دو اتاق جداگانه رهنمايي گرديدم. پس از لحظاتي يك نفر به درون آمد و مرا گفت كه خانه بروم. پسر كاكايم با من نبود. پس از سه روز، كه در صنف نشسته بودم و مضمون انگليسي داشتيم (معلم ما شادروان ظريف خان بود كه بعدها او هم شهيد شد) موتر والگايي مقابل مكتب ايستاده شد و لحظاتي بعد مرا به اداره فرا خواندند. در آنجا شخصي منتظر من بود كه مرا با خود از مكتب بيرون برد و در آن موتر نشانده و دقايقي بعد راهي اگسا شديم. در راه آن مرد از من پرسيد كه چه كرده ام كه سروري چنين بر من غضب است و چرا به اصطلاح او آدم نمي شوم و .... به هر حال، خود را باز در اگسا يافتم. هنگامي كه از محوطه اگسا مي گذشتيم تا به دفتر سروري برويم، پسر كاكايم را ديدم كه مشغول تهداب كني است. با لبخندي غمگيني به من نگريست. در چشمانش خواندم كه مي گفت باز چه گپ شد؟ مرا به اتاق انتظاري نشاندند و لحظاتي بعد به داخل دفتر سروري رهنمايي گرديدم. سروري پشت ميز بزرگ خود نشسته بود. در مقابلش كاغذها و لست ها انبار بود. با چشمان سرخ كرده و پف كرده به من نگريست و بعد به كتابجه يادداشتي كه روي ميزش بود ديد و ورق باز آن را به من نشان داد و گفت چه مي بيني؟ ديدم نام و ولد و صنف و مكتب من روي آن نوشته است. بعد گفت از گير ما خطا نمي خوري. من خاموش بودم. با ز با چشمان پف كرده و سرخش به من نگريست و دست به كمر برد و يك تفنگچه را بيرون كشيد و به من نشان داد و پرسيد:
- اين را مي داني چيست؟ گفتم
- تفنگچه است. گفت
- ها، تفنگچه است. هفت مرمي دارد و هر هفت آن را از شكمت مي كشم. بعد غضب آلود گفت:
- چوچه مرغاي تان را هم نمي مانم. مي كشم تان و .... بعد كسي را خواست و گفت ببريديش. در اتاق ديگري خود را يافتم. كسي كه به دنبال من آمده بود يك همسايه ما بود كه توقع نداشت به چنين كاري استخدام شود. همسايه يي كه سال ها بود مي شناختم. خاموشانه مرا به اتاق ديگر رهنمايي كرد و رفت. گويا او وساطت كرده بود و ضامن شده بود. زيرا دو سه ساعت بعد آمد و گفت كه به خاطر فاميلت من خود را خطر انداخته ضامنت شدم. ديگر كاري نكني كه خود و مرا برباد دهي. من رها شدم. اما در لستي كه بعدها از طرف امين نشر شد در جمله شهدا نام من نيز وجود داشت.
پدرم، كاكايم و پسر كاكايم ديگر برنگشتند. در حالي كه تا انتقال به اگسا زنده بودند. من سروري را مسوول قتل آن ها مي دانم. من سروري را مسوول شكنجه خود، مسوول بيماري هايي كه تا امروز مرا آزار مي دهند، مي دانم. من سروري را مسوول قتل هاي بيشمار ديگري مي دانم و از اين طريق عليه اين جنايتكار اقامه دعوي مي كنم.
بگذار او بداند كه بيگناه نيست. سهم او در بربادي افغانستان، سهم او و شركايش و رهبرانش در ويراني و خونريزي در افغانستان اندك نيست. بگذار او بداند و به جزاي اعمالش برسد.
كوتاه نوشتم تا حوصله نشر آن باشد. لازم باشد بيشتر و دقيقتر سخن خواهم گفت.


نقاد
14.01.2006

په تيرپسې :

ډاکتر حقيار ليکي:

[quote:51f34835f9]تبعېد په تبعېد پسې ګاللو د سروری په زړه کې د خپلو خلکو او هېواد سره د عشق په اور تېل اچول.

سروری د خپل افغانی ،ملی او مستقل تفکر او خپلواک شخصېت په وجه تل د افغان دښمنه ځواکونو او په هغه پورې دتړلو دوزخی څارګرو شبکو د شېطانی اروا ؤ تر څارنې لاندې و د وخت دواکمنانو د ارادې په خلاف د ېمن څخه خپل مورنی هېواد ته د راستنېدو په لاره کې د ک.ګ.ب ،خاد او راو د مشترکې توطېې په نتېجه کې د نوموړی د سفر اسناد په هند کې غلا شول او د جوړشوی پلان له مخې ېې د ټولو نړېوالو منل شوو نورمونو پر خلاف ، د دېپلوماتېک مصؤنېت سره سره ، د دوو کالو په موده ، په ډهلی کې په بند محکوم کړ. [/quote:51f34835f9]
١ـ ايا سروري د خپل وطن پر ضد د شوروي په پوځي تيري کې د کې جي بي او کارمل مرستندی نه و(؟) او له همدې کبله د کارمل مرستيال نه ؤ، که څه هم د لږ وخت له پاره ؟ ايا دې وطنپلورنې او ضد ملي بيناموسۍ ته
تاسو [quote:51f34835f9]د خپلو خلکو او هېواد سره د عشق [/quote:51f34835f9] واياست ؟ او آيا د همدې بې ساري خيانت او جنايت له کبله [quote:51f34835f9]سروری د خپل افغانی ،ملی او مستقل تفکر او خپلواک ملي شخصيت [/quote:51f34835f9] بولئ؟
٢ـ سروري د يوه ملي ضد ، اسلامي ضد او ولسواک ضد کودتاچي ديکتاتور حکومت د جهنمي سازمان اګسا رييس او دسلګونو بيګنا افغانانو قاتل او قصاب و، په يوه مل او قانوني محاکمه کې به د عدام له سزا پرته بله سزا ونه لري، نو د سفير په توګه ددغه جنايت کار ليږل اوتبعيدول نورو هيوادونو ته بيا هم له ده سره احسان کول دي،او بندي کيدل يې هم د هغې سزا په پرتله چې بايد پرې ورسيږي د مچ وزر هم نه بلل کيږي .
[quote:51f34835f9]سروری د هغه لښکر سرغندوی وو چې د افغانستان پر ضد د تپلی جنګ د دواړو تېرېکوونکو خواؤ سره ېې په مبارزه کې په مېړانه سره د هېواد د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتېا او ملی واکمنۍ د حق څخه دفاع کوله[/quote:51f34835f9]..
ايا سرري د خپل کوم لښکر په مشرۍ د شوروي پر ضد هم په وسله واله توګه مقاومت او جګړه کړې ده ؟
او صرف د شورو يانو له پاره يې خپل هيوادوال وژل او ځپل ،او دې ته ته [quote:51f34835f9]په مېړانه سره د هېواد د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتېا او ملی واکمنۍ د حق څخه دفاع [/quote:51f34835f9] وايې ؟ آيا عجيبه نه د چې ددغسې جنايتکار شخص خوشې کول [quote:51f34835f9]په هېواد کې د قانونېت د ټېنګښت ، سولې دموکراسۍ ملی پخلاېنې او نېکمرغې راتلونکې په اړه د شک او تردېد پر ځای ډاډ او باورد ټېنګيدو [/quote:51f34835f9] سبب هم بولې ؟..

[quote:51f34835f9]نور باېد په زړونو کې د ېو او بل پر ضد وېره او ترس ،کرکه او نفرت ونه کرل شی ،نور باېد افغانان د ادعاؤ مطابق د هغوئ د فکری ،عقېدوی ،سېاسی ،ټولنېزو ،قومی ،ژبنېزو ،مذهبی او سېمه اېزو توپېرونو په لرلو سره د واحدې مور افغانستان د زامنو په حېث د نړۍ د متمدنو انسانانو په څېر د هېواد دسرلوړئ او خلکو د نېکمرغۍ په جوړونکی متحده ،پراخه افغانی جبهه کې د ګډ کار او زيار هڅه وکړی [/quote:51f34835f9] هو، خو د سروري
په څير قاتلان او ظالمان بايد تر هغه وخته پورې بندي اوسي تر څو چې د خپل عمل په سزا ورسيږي !
او دا هم دهېواد په وړاندې د هغو[quote:51f34835f9] ملی او وطنی دندو [/quote:51f34835f9] څخه شميرل کيږي چې ستاسو په خپله وينا يې[quote:51f34835f9] د سرته رسولو ستر رسالت د افغانانو په غاړه دئ[/quote:51f34835f9] هو ، .[quote:51f34835f9] نور زموږ سره مرسته کولای شی خو هېڅکله موږ[/quote:51f34835f9] داسې [quote:51f34835f9]تعوېض کولای نه شی [/quote:51f34835f9] چې ددغسې جنايتکارانو ، غدارانو ،قاتلانو او ملي خاينينو لکه سروري او نورو له سزا څخه تير شو !!!
هو ، ا[quote:51f34835f9]که چېرې موږ د شوروی ېرغل د په شا تمبولو وروسته په بېن الافغانی تفاهم سره خپل مېنځی ستونزې دملګرو ملتو په مرسته سره حل او فصل کړی وای او دمداخله ګرانو او لوېئ غوښتونکو په لمسون او دستور مو ېو او بل سره نفی کړی نه وای [/quote:51f34835f9] په کومه نفې کې چې تر اسه له پخوانيو واکمنانو غچ نه دی اخيستل شوې، خو بريالۍ ډلې د قدرت په سر په خپلو کې سره ولويدلې ، [quote:51f34835f9] نو اوس به موږ د راوروسته بوګنونکوپېښو او ملی تراژېدېو شاهدان نه وای. [/quote:51f34835f9] د خپلو ملی ګټو له پاره به مو پخواني قاتلان له نازي فاشيستانو په څير دمحاکمې او قانوني سزا ﻻندې راوستي وای ، او له قانوني سزا پرته به د غچ اخېستنو له وېرې اوس د سروري د جنايتکاربانډ په ... هم ټنګار نه وای اوپه دغسې پلمو به يې د ځانونو د خلا صولو ته هم نه وه لکه دا پلمه :
[quote:51f34835f9]په ځان او په نورو بې باوری چې ېقېناَ زموږ د دښمنانو د لاس کار وو، د ښکلی او تارېخی کابل د وېجاړېدو او د کابل د ۶۰۰۰۰ معصومو او بې ګناه اوسېدونکو د وحشېانه وژنې دلېل شو. موږ دپردو او غلېمانو په لمسون په قومی او مذهبی نښتو کې پرېوتو. [/quote:51f34835f9]
دوی تر اسه پورې له هر ډول قانوني سزا څخه ګوښي پاتې شوي، يا په بهر ته تښتيدلي دي، خو د قانونيت خت يې په رانږدې کيدو دي ، نو ځکه اوس د يو غل په څير بل غل ته ګوته نيسي او داسې چغې وهي چې : [quote:51f34835f9] زموږ بد مرغی دومره وغځېده چې زموږ تارېخی ، لرغونۍ او نامدار هېواد افغانستان نړېوالو د نړېوال ترورېسم او د مخدره موادو د تولېد او قاچاق د نړېوال مرکز په حېث تشخېص کړ [/quote:51f34835f9] او خپل نجات صرف په دې کې ويني او تر دې ځايه د تمساح اوښکې سمې تويوي چې :
[quote:51f34835f9]په داسې حال کې چه زموږ په هېواد کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو وسله وال ځواکونه د القاعدې دنړېوالې ترورېستی شبکې او دمخدره موادو د مافېا سره په مبارزه بوخت دی،[/quote:51f34835f9] ، د ځان له پاره داسې ګټوره نتيجه ګيري کوي چې [color=white:51f34835f9](( افغانان باېد د خپل هېواد د نړېوال اعتبار او حېثېت داعادې او تېرو تراژېدېو د پرهرونو دمداوا د بېا جوړونې او پرمختګ د ستر امر له پاره د ملی پخلاېنې ،ورورۍ تېرېدنې او تحمل ، ګډکار او متقابل باور د تامېن له لارې پراخه تېاری ونېسی )) [/color:51f34835f9] وګورئ ،جناب حقيار څه وايي :
[quote:51f34835f9]زه په دې باور ېم چې د سروری په څېر وطنپالونکو په بند کې ساتل افغانان له خپلو ملی او وطنی دندو څخه لېرې کوی. [/quote:51f34835f9] :o :D :lol: !!!


Anonymous
15.01.2006

نقاده !
زه چې ستاسو نقدونه لولم نو نه پوهيږم چې تاسو غير له ځانه پر چا باندي هم نقد نه نيسې! ځکه خو نقاد ياستئ،خودغه شانې صفت ... بلل کيږي ! هغه چې وائې څلور ګوتې ځانته يوه و نورو ته نيسئ خو تاسو پنځه واړې ګوتي و نورو ته نيولي دي.


نقاد
15.01.2006

رنځوره وروره خدای دې روغ که! تاسوته سلام او د پوښتنې مو درناوی کوم !
خبره دې ښه ده، خو چې يا د بحث موضوع شخصي وای او يا ما د کوم ګوند پلوی او اسازيتوب کوﻻی ، نو بيا به حتمأ زما په ګوند کې ډيرې نيمګړتياوې زما اونوروله خوا تنقيديدلې، که ما نه تنقيدوﻻی، نو زه به يې هم دغړي په توګه تنقيد کېدم . پاتي شو شخصي ژوند او شخصي کارونه ، نو په هغې کې به څوک پوره وي
او نيمګړتيا به ونه لري ، زه خو دومره له خپل ژوند څخه ناراضه يم، چې که له مړينې وروسته خدای تعالی زه يو ځل بيا د همدغه تير ژوند په څير د يوه ژوندون لپاره په خپله خوښه دې دنيا ته راليږلای غوره به يې نکړم او محتاجوي مې دې خدای ورته نه !
وروره ! په دنيا کې پر هيڅ شي نه وياړم، پر افغانيت، پښتونولۍ، وطن او ملت ، پلرونو اونيکونو او کارنامو هم نه وياړم مګر د پرديو د ورته هغو په وړاندې پر خپلو هغو وياړم ، که نه ، هيڅ شي راته د وياړ سبب نه ښکاري او دې کار مې د زړه سترګې له ړنديدلو او غرور څخه ژغولې دي . خو د وياړ يوه استثنا لرم : دلوی خدای ډير ګناهګار يم خو بيا هم د خپل خدای پر بندګۍ سخت وياړم چې زه يې دخپل بنده په توګه پيدا کړی يم او بس ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more