نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتنودشمېرپه باب اړينه پوښتنه
Anonymous
05.01.2006
درنوليکوالواودټول افغان دبحث فورمونوګډونوالو!
که داراته ووايئ چې دا مهال په نړۍ کې دپښتنوشمېرڅومره دی او په کومو کومو ځايونوکې په څومره شمېرکې اوسېږي؟
۲-هغه غيرپښتانه لکه اردوژبي ،انګرېزان او نور چې په پښتوپوهېږي څومره دي.
۳-تراوسه په پښتوژبه څومره کتابونه ليکل اوخپاره شوي؟
۴-په نړۍ کې څومره پښتوتلويزيوني اوراډيويي چېنلونه خپرونې کوي او چېرته؟
۵-دپښتوکاغذي خپرونولکه ورځپاڼې اوونيزې او نورو شمېرڅومره دی؟
۶-دتاريخ به اوږدوکې کوم واکمن پښتوته ډېر کارکړی او څنګه؟
دابه ستاسې ډېره لورېينه وي.
هادي حيران
05.01.2006
عزت الله جانه! دا خو ډېرې درنې پوښتنې دي چې ځواب ويل يې اسان نۀ دي. خو يوه حواله به درکړم چې د پښتو ادبي چمن ټل لخوا يؤ کتاب د (پښتو: پرون، نن اؤ سبا) په نوم چاپ کېدونکى دى، کۀ دغه کتاب ترلاسه کړې نو د خپلو پوښتنو ځوابونه کۀ سل په سلو کې نۀ وي سل په نوي کې خو به ومومې.
د دې کتاب په هکله اعلان دلته هم کتلاى شئ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1687
په درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټوکه : عزت الله جانه ،اوس به وګورو چې کوم يو زيات دي ، سل په سلو کې ، که سل په نوي کې( ؟) : ١٠٠÷ ١٠٠ = ١
خو ١٠٠ ÷ ٩٠ = ١١١، ١ کيږي .