د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مولانا حليمى صيب ته

Anonymous
04.01.2006

محترم حليمى صيب سلامونه !

محترمه يو څو سپينى خبرى درته كوم خداى دى وكړى رانه خپه نشى

يوځل مخكى مى هم درته ليكلى و چى لطفا په خپل مسلك كى كه ليكنى

وكړى په دى كى به دى درنا وى وى ځكه ټول علمونه خو له يوه خداى سره دى

اوته محترم چى په هر فن كى خامخاڅه ويل يا ليكل غواړى نودازما ومنه

چى خامخابه پكى ښوئيږى او دا چى ته بيادخپلى ښوئيدنى منلو ته هيڅكله

نه يي تيار دابيله ستونزه ده .

[color=darkred:3af1eb7bf4]او بل محترمه ته دروند دينى عالم يي په دينى موضوعاتو كى شى ليكنى كوى

خو متاسفانه چى دټوكو په بحث كى دى هم ترهرچا زياته ونډه اخيستى ده او زما

له پاره دډيرى خواشينى ځاى دادى چى يوه بى ادبه ټوكه دى ليكلى وى او له هغى

لاندى هغه ستا شعار مبارك حديث هم ليكلى وى (تركت فيكم امرين لن تضلوا)[/color:3af1eb7bf4]

اوستاټولى ليكنى زه ګورم يودوه ځايه دى په دوو صحابه كرامو نيوكى كړى دى

لكه ابو درداء او حضرت عمر رضى الله عنهما هغه نيوكى دى بيځايه دى اومحترمه

له صحابه كرامو سره بيخى ډير احتياط كوه.زه به په خپلو ځايونو كى ځوابونه

درته ليكم خودلته مى چى څه درته وليكل دايواځى اويواځى دخداى له پاره دى

خداى شاهد دى چى بله موخه نلرم داچى زما خبرى به په تا څه ډول اغيز كوى

په هغه هم پوهيدم خوخير زه له خپله مسئوليته سترګى نشم پټولى

ځكه (الدين النصيحة)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more