د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دابي طرفه څه معنى ؟

Anonymous
03.01.2006

دټول افغان ټولو محترمو ليكوالو
او لوستوالوزما تاوده سلامونه اونيكى هيلى ومنئ !
ډيرو محترمو وروڼو ماشاءالله دلته خو دهرباغ ګلونه شتون لره !!!
[color=red:164fdfd98a]له ليكنى نه خو دليكوال اندسړى معلومولى شى
په ټوا افغان كى ټول افغانان اودټولو اندونوپلويان شتون لرى .
خلقيان ،پرچميان ،افغان ملتيان ،ستميان ،ديموكراتان ،
مجاهدين،ملى ګيرايان او ملا صاحبان هغه دملا صاحبانوپه ګاى په
وافر تعداد(ګڼ شمير) كى شتون يا موجوديت لرى [/color:164fdfd98a]

ټول افغان واقعاچى ډيره شكلى پاڼه ده او دګډپوهاوى په زړه
پورى ډګر دى خداى جل جلا له دى كاموال صيب او دهغه ملګرى
خوشاله او سوكاله لرى داراز دنورو ډيروفايدو اوګټو تر څنګ
افغانانوته يي دعلمى بو ختيا او ګټور ساتيرى شه موكه برابره
كړى ده لوستونكى ډيرى دګټى او پوهى خبرى پكى ترلاسه كولى شى
اوما هم ډيرڅه پكى ترلاسه او په لوستلو مى من من غوشى اخيستى دى

[color=darkred:164fdfd98a]خو دا يوه ټكى ته ډير په انديښنه كى شوم هغه داچى تقريبا هرليكوال
ياليكوونكى په دى خبره ډيرټينګاركړى وى چى ګواكى دى بي طرفه دى
لكه وايي زه خلقى نه يم زه مجاهد نه يم زه طالب نه يم او....او....او.....او.......

نوايا ددى ويونكى دا خبره به څومره رشتيا وى ؟

او چى نه ها وى اونه دانوشو څه شى ؟

زما ويره خوداده چى داهسى يوه چالاكى نه وى اويواځى دخبرو

په ډګر كى داستدلال دپختن له پاره يوه حربه كارول نه وى؟

اخرچى داټول غندو راځئ يونوى دبيطرفانوګوندنه جوړوو؟

درنو ورونوزماپه دا پورتنى انديښنه مويوڅه منطقى خبرو ته رابولم[/color:164fdfd98a]

په مينه او درنښت


نقاد
03.01.2006

زرملوال صاحب په سلامونو او نېکو هيلو مو نمانځم !
دا خو يو ښه زيری دی چې هر څوک که هر څۀ وۀ، خو اوس پر بد هر سړی پښيمانه دی او د مجاهد، خلقي پرچمي ، طالب يا ټوپکوال په نامه اوس خپل پخوانی هويت نه غواړي، کرکه ترې کوي او پرې شرميږي هم او دغه کرکجن نومونه ورته ښکنځلې ښکاري ! خو بده داده چې دا ټولې بي چوکاټه کوي، ښه به داوای چې مجاهد مجاهدين غندلی وای، خلقي خلقيان او پرچمي پرچميان ، طالب طالبان
او توپکوال توپکواﻻن غندلي وای ، نه تيرو بيريو بل او بل بل . ځکه خو د تنقيد کونکو په منځ کې وحدت منځته نه راځي اود مخې خواته پرمختګ نه کيږي . بيطرفه هم بايد و پوهيږي چې بيطرفي يو لوړ ازښت دی او د ځينو لوړوا زښتونو
ته وايي لکه وطندوستي، ملپتالنه،افغاني ورورګلوي ، پرمختګ غوښتنه ، اسلامي تقوا او د نفس تذکيه ، بردوستي او نور عام انساني ځانګړنې ! که نه بيا به د بيطرفۍ او بېتفاوتۍ ترمنځ هيڅ توپير نه وي او هره لوچکانه بيتفاوتي به هم بيطرفي انګيرل کيږ ي او د ښو او بدو ترمنځ به بيلونکې پولې ورکې شي .
څوک به وويلی شي چې د ظلم او عدالت، دوښمنۍ او دوستۍ ، ديکتاتورۍ
ا ولسواکۍ، کفر او سلام ، وروسته پاتې والي او ترقۍ تر منځ بيطرفه يم ؟ د افغانانو په هيره پښتنو دا ځانګتيا ده ه چې څه ورته ظاهرأ ښه وبريښيدل په پټو سترګو پرې ور لويږي، اوکله چې هرچا بدوبلل، له دليل پرته او په پټو سترګو ترې بيرته راوځي : تحليل يې په يوه پړاو کې هم نه کوي .
بياهم د عامې بيطرفۍ نه دومره ثابته شوه چې د مجاهدينو، طالبانو ، ټوپکوالو ،
ستميانو ، پرچميانو او خلقيانو ټولو سياسي ﻻرې باطلې او د کرکې وړ وې ا د اوسنيو واکمنانو ﻻرې ته بي تنقيده وردانګل هم بي خيانته نشي ګڼل کيدای . والسلام


دابي طرفه حه معنى ؟

Anonymous
03.01.2006

[color=brown:7ac07f94b0]زرملوال صاحبه سلام!
تاسو خوپه زړه پوري او غوره پوښتنه را پورته کړېده چې په دې ارزي ډېر کسان ډېر څه ور باندي وليکي .
زما په اند دا خبري چې تاسو ورته ګوته نيولېده ځکه کيږي او ددې ياهغه دتړاو يا نه تړاو نه ځکه ډډه کيږي چې نن پرون نه دئ . هغه پرون چې تاسو يې يادونه کړېده دادي نيژدي يوه نيمه لسيزه تيره شوه . په دې اوږدو کې چې څه وشول هغه هم ژوندي حقايق دي . دغه اوسني په څه پوهه خلګ د يوه سره چې پاتي دي ستاسو په ګډون، که پخوا يو شاني تمايل درلود او دوضعي حالاتو يې پر فکري مکتب باندي تأثير کړی وو، خو نن ددې دومره ناخوالو په ليدلو سره، ددې دومره تورمخو په سپينولو سره، او ددې دومره سپين مخو په تورولو سره هغه ژوندي واقعيتونه را بر بنډ شوه چې ان هغه ددې تراژديو سرغنه ﻻ پدې اعتراف وکړ او يا يې کوي چې وايې ،خبره زموږ د تيروتنو په نتيجه کې غړکه سوه!
د مثال په توګه ما په يوې پاڼې کې و لوستل چې کارمل ويلي دي چې هرهغه هېواد چې پر پردو تکيه کوي، پاې به يې دا وي! دا خبره هغه کارمل کوي چې د قدرت په و خت يې و شوروي اتحاد ته سجده کوله !
نجيب خو بيا وويل چې موږخو د خپل مکتب پر اساس د شورويانو سره دوستي کوله او هغه مو په همدې مفکوره سره پاللهه ،خو کله چې د ګورباچف کنګرې اعتراف وکړ چې و افغانستان ته زمو ږ دقواوو ليږدول تجاوز وو نوډاکټر نجيب الله هم د سلواغې 26 مه نېټه دملي نجات ورځ و نومول . کله چې په کابل کې د شورويانو سفير وهغه ته و غورېد، نو هغه هم په افغاني جرأت ورته وويل، چې تاسو پخپله واياست چې موږ تجاوز وکړ. نو د تجاوز په مقابل کې خو وطني دفعه ملي دنده ده او افغان ولس دا دنده په ډېره مړانه تر سره کړه . اوس چې تاسو نه ياست نو افغان ولس حق لري د خپلو وينو او شهيدانو په نامه د متجاوزينو د يرغل نه دخپل وطن د نجات ورځ ولمانځي . داد هغه نجيب خبره وه چې د خاد د رياست په و خت کې بيا بل شاني کس وو. همدغي خبري د هغه سر هم و خوړ او د شمال ائتلاف ورته جوړ سو . همدا رنګه د جهادي او طالبي د مشرانو کارنامي خو بيا ټولو په خپلو سترګو و ليدلې چې هيڅوک به پيدا نشي په سر کې يې ترېنه ټک نه وي .
نو ګرانه زرمل وال صاحبه. هر څومره چې انسان زړيږي تجربې يې ډېريږي، هر څومره چې په ټولنيز ژوند کې څوک دغه شاني يو حالت او بدلونونه ويني لکه زموږ په هېواد کې چې وليدل شو،نو هغه ښاغلی چې پرون پر هر ه ﻻر روان وو نن بل شاني فکر کوي . حالاتوته ددغه ژونديو تجربو پر اساس ګوري او قضاوت يې هم د همدې تجربو پر اساس کيږي . که داسي و نکړي نو تاسو څه فورموﻻ ورته لری؟
نن په همدغه د کرزي په دولت کې چې د امريکا او ټولي نړۍ ملاتړ ورسره شته هر ډول عناصر ځاې لري . خلقۍ شته ، پرچمۍ شته، شوراي نظاريان شته ، د کارمل دډلي کسان شته ،د نجيب طرفداران شته، د دوستم خلګ شته، د شمال د ائتلاف ډله شته ، د مجاهدو استازي شته، د طالبانو ملګري شته، د ګلبدين ملګري شته او داسي په لسهاوه نور . هم کرزۍ هم امريکا هم زه او هم تاسو ټوله په دې پو هيږو چې دغه ټوله اشخاص هم شته او هم يې ګوندونه جوړ کړی دي .
زه په دې يقين لرم چې دا ټول د پرون غوندي فکر نه کوي . پرون به هر څه وه خو د نن ورځي غوښتنه يې درک کړېده . لکه د نورو غوندي يې په يوه او بل پسې په دې يا هغه نامه نده را اخيستې چې بس د يوه سره دي چار ماري او بيا دي يو بل نوی ناتار جوړ کاندي .
تاسو يوه لحظه سوچ وکړی چې دا امريکا او ايساف قواوي همدا نن ووځي تاسو به په کوم ګوند ياتنظيم دا وطن ساتۍ ؟
ځکه نو زه فکر کوم چې نن دغه ليکوال يا هغه ليکوال کومه ليکنه چې دلته يا هلته خپروي هغه نن، طرف نلري خو په فکري لحاظ بېطرفه ندی! ددې ليکوالانو د جملې نه ځيني زړه سوانده ليکوالان ټوله افغانان و نوي سوچ ته رابولي او دغه پاشلۍ نسل ورباندي را ټولول غواړي .
زرملوال صاحبه خبره رانه اوږده شوه بخښنه غواړم خو ما دغه پورته څه غوري په ډېر اخلاص سره وليکلې هيله ده څوک مې په کفر و نه نيسۍ .
په درناوي
همدرد[/color:7ac07f94b0]


Anonymous
04.01.2006

[color=white:b7ea521f57]ښاغلى نقاد صيب اومحترم همدرد صيب سلامونه !

داموجوده دامريكايي ديموكراسى روانو حالاتو ته به ليږ تم شو
دلته له خلق اوپرچم نه رانيولى په طالب ودريږه دټولو غړى شتون پكى
لرى او تاسو څه فكر كوئ چى په دى جريان كى دخيل خلك څومره په سلو
كى دروغو نيتونوخاوندان دى ؟

دوى خو ظاهرا اوس ياځانونه بيطرفه اوياهم پښيمانه بولى
نوايا ددوى بى طرفى يا پښيمانى ته به زموږ خوشالى په ځاى
خبره وى اوكه هسى ځان دروهل ؟

او دلته په ټول افغان كى لكه له طرفوالونه چى ډيرى ګلى او مانى
كيږى زه خو دبيطرفانو په اړه هم دوه زړى يم ځكه بيطرفى اصلا
هيڅ شتون نه لرى او دا په خپله بيطرفى يوطرف ندى؟
اودا كتل هم ضرورى دى چى دا به نوڅه ډول طرف وى ؟

نن خوپه ټوله معنى دسپينو سپيڅلو خلكو شتون ناشونى دى
ځكه ډير كلونه مخكى لا دانارى وهل كيدلى چى :
خدايه څه شوو هغه سپين سپيڅلى خلك!!!....
نواوس چى څوك په خپلو كړووړو پښيمانه كيږى اويا بيطرفى غوره كوى
دنوى طرف په انتخاب كى ډير زيات احتياط په كار دى او داسى نه چى دهغو
تيرو دعاګوى موكړى .

درنو وروڼو زه هم دبلى كورى اوسيدونكى نه يم
په همدى ځمكه كى دافغانستان اوسيدونكى يم
اودومره ډير پسرلى هم ندى را باندى تير شوى
چى ګواكى يو پوخ طرف به لرم اوسوچه بىطرفه
مى هم مه بولى اقلا يوڅه تمايل به يوى خواته لرم
خودادبيطرفى خبرى مى ځكه راپيل كړى چى كيدى شى
په دى كى كوم دشو لورى بيامومو

او دشو په تمه [/color:b7ea521f57]


نقاد
04.01.2006

دروند زرملوال صيب ته سلامونه !
د ټولنې هر غړی حق لري ټولنې ته خدمت وکړي ، خو د خدمت کولو ﻻر ، اصول او هدفونه دي د هغوی په خپل منطق او اړينتيا سره ثابت کړي او د بهرنيوعقيدو ي او غير عقيدوي اديالوژيکي چوکاټونولکه دين ، کمونيسم او نورو څخه نه راکاپي کوي . دين دې په فردي سطحه د اخلاقو ، ديندارۍ او حقوقو د پياوړتيا او پلي کولو له پاره په جوماتونو، مدرسو ، قضا او محاکمو کې کار او فعاليت وکړي . په سياست کې دې هيڅډول اديالوژي نه کارول ګيږي، نه مذهبي او نه هم طبقاتي او کارګري . نور عقيده او طرف د هر چا خپل دی ، خو بحث او خبرې غوښتنې او طرحې به بيطرفه کوي او پر عقايدو او اديالوژيو به تکيه نه کوي . وطندوستي، ملتپالنه ،
ترقي ا و سوکالي غوښتنه کافي ټکي دي چې سړی يې بايد پلوی وکړي .

سربيره پر دې دې د خلق او پرچم د دورې د مرکزي کيټې غړي د خپلې دورې د جناياتو دسياسي مسوليتونو په اړه محکمې ته د ځواب ويلو نه وروسته د سياسي فعاليت حق تر ﻻسه کړي ! مجاهدين دې د فردي ظلمونو ، مرګونو او لوټونو فردي ځواب ووايي او طالب دې د وسله والې ورانکاريو پر ځای له عقلي مبارزې او سياسي اپوزيسيون څخه کار واخلي . د مبارزې هدف بايد وطن دوستي ، ملت پالنه ، سوله ، پرمختګ او سوګالي او ﻻ ره يې ملي اسلامي ولسواکي وي! وروستی وييز هغه ولسواکي په ګوته کوي چې د ملي او سلامي اصولو، ارزښتونو او نارمونو سره سمون لري . [color=white:d3c62ecce2]له ليبرالې (لويدېزې ) ولسواکۍ سره مونږ هيڅ کار نه لرو او نه يې غواړو ، خو د فردي ، اجتماعي او بشري حقوقو او سياسي مبارزې دحقه حقوقو ولسواکي حتمأ او ضرور غواړو![/color:d3c62ecce2] د دغه ډول ولسواکۍ ځای نه مذهبي ديکتاتوري نيولی شي لګه په ايرن کې، نه يې کومه کمونستي ، ناسيونالستي يا فاشيستي ديکتاتوري ! دغه حقيقت بايد له سېلمې ټول افغانان ومني ! والسلام


دابي طرفه څه معنى ؟

Anonymous
04.01.2006

[color=white:90844385d7]نقاد صاحب سلام !
کوم څه چې تاسو يې غوښتونکي ياست زما په اند دا ستاسو يو خيالي ايډآل دئ . دغه ايډال په داسي يوه وران هېواد کې چې نورو ته يې ﻻس اوږد وي شونی نه ښکاري . زموږ په هېواد کې ديوه داسي موډل دولت په هغو اشخاصو چې تاسو ترسيم کړی دی دا به يوازي ستاسو په ليکنو کې څوک پيدا کړی . تاسو ښاغلی د داسي يوه سيسټم انځور په داسي يو هېواد کې غواړی چې همدا اوس د پردو قواوي پکښې مېشته دي ، سياسي ، اقتصادي او نظامي خپلواکي نلري . پر پولو باندي کنټرول نلري او ددې قواوو په شتون سره به يې هيڅکله ونلري . تاسو خو اوس ديوه سره ټوله ردوی نوکه څوک سم حساب درسره راواخلي دغه شاني يو سيسټم به د نن ورځي دواقعيتونو په حساب تاسو په چا جوړوی ؟ طرف او بېطرفه به مو څوک وي؟
په درناوې
روان[/color:90844385d7]


Anonymous
04.01.2006

ښاغلی روان ته سلامونه ،
داسې بريښي چې نقاد صيب فکر کوي د دې ټولوسختدريزو ډلو کمونستي .... اوس ... ته ، او اسلامېستي سر يې سيند ته شوی دی ، نو مخالفين به اوس مجبور وي چې دموکراسۍ ته ترې ټوپ واچوي . دېته وايي د سيند او ... جبر ، نو که اختلافات هرڅومره ډېر دي او نور هم ډير شي، اوس ﻻره يوه پاتې ده :
د ولسواکۍ ﻻر ، چې د افغانانو له پاره ملي او اسلامي بڼه هم ولري ، تر دې پرته يوه بله ، دريمه ﻻر د نجات ورته نه ده پاتې ! د سيند او ... تر منځ به ترڅوپورې د ړق او جق ټالۍ خوري (؟ ) او پرمختګ به نشي کولی ؟


دابي طرفه څه معنى ؟

Anonymous
04.01.2006

[color=darkblue:99d89b9eb2][size=18:99d89b9eb2]اې ايف صاحبه سلام!
خو زه بيا فکر کوم هغوی چې د بوش ددموکراسۍ پر ... ناست وي، دداسي کمبختو به سيند هم لا په برخه نه شي چې ځان ترېنه خلاص کړي، بس د ولسواکۍ په تمه به يې تل همدا ... په برخه وي او هغه ته به يې ځان ټينګ کړې وي !
که څنګه؟
په درنښت
صمد[/size:99d89b9eb2][/color:99d89b9eb2]


Anonymous
04.01.2006

ګرانودوستانواسلام عليکم!
تاسوپه هغه ټکي پورې نښتي ياست چې زه يې هروخت يادوونه کوم ٠ هغه دې ((بېطرفي))٠
لومړۍ بايد يادوونه وکړم چې د(بېطرفۍ) په فلسفه کی (طرف ) هغوقطبونوته اشاره ده چې مطلق (- ) يا مطلق (+) وي خو دساينسي علومو منفي اومثبت هم نه يادووم بلکه دسياست په هغوطرفونو غږېږم چې ويلوته يې مجبور يو. ددغو طرفونو سياسي ناپوهيو او وسله وال مهارت افغان اولس په هراړخيزه توګه تباه کړ ٠ داخو څه کوۍ چې خاوره ، اوبه ، حيوانات او نباتات هم ددوی له لاسه طبيعي ژوند ونه ليد ٠ هغه بل پرون خلقيان او پرچميان دمه کروف اوکلشينکوف سره د افغانانو په اوږو په زور سپاره وو اوتمانچې يې ورته په سر ايښې وې چې د شوروي طرف ته به ځي ٠ چايې چې خبره ونه منله هغه يې په انقلابي ګولۍ بل طرف ته ولېږه ٠ کمونستان وو چې نورو ته يې چلونه ورزده کړه اوهغوی هم د افغانانو په اوږو سپاره شول ٠ دوی دافغانانوپه ورمېږ چړې کېښودې او د ې بل طرف ته يې مجبورکړه ٠ لنډه دا چې دغسې طرفونه د کمونيزم ، امپرياليزم او اسلام په نوم جغرافياوي حيثيت هم پيدا کړ او تر ننې ورځې پورې برقرار دې ٠
ددغو درېواړو څخه ځان جداګڼلو ته مونږ بېطرفي وايو٠
متاسفانه ځينې شعوري اوځينې غېر شعوري خلک کوشش کوي چې دبيان ازادي چې په کمونيزم کی لوی جرم وو ، له مونږ ه واخلي ٠ خوداکار ناممکن دې ځکه چې مونږ ته غېرله خولې نور څه راپاتې دي ؟

اوهغه چاته چې تر دا پرون يې په مرميو ويشتلو ، له کور کلي يې فرارولو، په زغړده وايو چې ځانونه به راته نه قاضيان کوي ٠ ددوی قضاوت و چې دې دومره فسادونو ته لاره هواره شوه اووشول ٠
مونږ خپل حق پخپله غواړو ، غاصبان نه د وکيل په توګه منو اونه دقاضي ٠

درناوې

د دشت ارچي دلېسې مکتبي


Anonymous
05.01.2006

[color=black:a1b6a2b9bd]درنو وړونو سلامونه!
زه خو ستاسو غيرتمنو پښتنو نه غواړم چې دا شاني بحثونه او داشاني پخپلو کې په دې يا هغه نامه اچوني دا دغه ترټلی قوم نور هم ځپي. داخبري يوې خواته پرېږدی او ټوله دپښتونولی او افغانيت په نامه سره را غونډ شئ . هر څه چې غواړی خو پښتون او افغان مه ځپۍ، تاسو هر څوک چې را مخته کوۍ خو پښتون وساتۍ کنه خپله ريښه به پخپله باسو. بس همدا د پښتون او افغان طرف به نيسو ځکه په همدغه کې مو خير دی .
مننه[/color:a1b6a2b9bd]
باغوان


Anonymous
05.01.2006

[color=black:4190ff5bb5][color=darkred]درنو ښاغلو!
"ورکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه لار"
ددې پاڼي د ښاغلي چلونکې نه هيله کوم چې ددعوت په پاڼه کې د محترم خوشال په نامه د (ورکه لار) تر نامه لاندي يوه ډېره په زړه پوري ليکنه خپره شوېده هغه دي لطفاً په ټول افغان کې هم خپره کړي . ددې بحث و درنو وړونو ته هم خواست کوم چې هغه يوځل ولولي او نتيجه دې ترينه واخلي .
په درناوي[/color:4190ff5bb5][/color][size=18:4190ff5bb5][/size:4190ff5bb5]


Anonymous
05.01.2006

په دعوت کې خپره شوې ورکه ﻻر دلته موندﻻې شی :
http://www.dawatnet.com/full.php?id=180

[


daud
06.01.2006

درنو وطنوالو ستړی مه شئ

دیوی مفکوری ، نظر او عقیدی لرل د هر فرد ، ډلی ، سازمان او ګوند طبیعی حق په ازادئ کی دئ ، یوه ټولنه یو جسم او یو پیکر نه دئ چه یو شان فکر او یوه اراده ولری او هیڅ قدرت او هیڅ مرجع په هیڅ عنوان او بانه ددغه حق دسلب او له منځه وړلو جواز نه لری .
په کومه ټولنه کی چه د انسان او ډلو دغه مسلم حق ته احترام نه کیږی او نه مراعات کیږی هلته زور ، ستم ، استبداد ،اختناق ،ترور او ظلم حاکم دئ او چیرته چه واک دستمګرانو په لاس کی وی اسارت جریان لری او انسانی اډیالونه او ارزښتونه لکه ازادی ، انسانی کرامت او په مجموع کی د بشر اولنی او اساسی حقوق تر پښو لاندی دی ، وحشت او بربریت برحاله دئ ، سیاسی او اجتماعی فلاکت او بدمرغی خوره ده .

مګر دغه حق د مفکورو د لرلو او دهغی د اظهار یوازی هلته مشروعیت لری چه فرد ،ډله او سازمان د ټولنی په حیاتی ارزښتونو لکه وطن ، ازادی او استقلال ، ملی مقدساتو ، ملی نوامیسو او د مشترکی خاوری په تمامیت لوبی او ملنډی ونه وهی او دخپلو شخصی او ګوندی هدفونو د لاسته راوستلو دپاره دزور او افراطیت څخه کار وانه خلی هر جنایت او خیانت ته ملا ونه تړی ، دنورو دموجودیت او رشد مخه ونه نیسی او یوازی په خپل حقانیت او دنورو دنابودئ او باطلیت پافشاری او تاکید ونه لری .
دافغانستان په غم لړلی تاریخ کی له بده مرغه چه دهری مفکوری لرونکو که مذهبی او یا غیر مذهبی وو د قدرت دلاسته راوستلو دپاره هیڅ انسانی ، اخلاقی ، ملی ، دینی او بین المللی نورمونه او ارزښتونه نه دی مراعات کړی او څومره چه ئی وس رسیدلئ دئ په همغه اندازه ئی غیر انسانی اعمال سر ته رسولی دی، همیشه ئی زور او ستم ته اولویت ورکړئ دئ او د قدرت د لاسته راوستلو دپاره ئی په خپل وولس او وطن سوداګری کړی ده، افغان وولس او دهغوئ منافع ئي د خپل ننګین ژوند او شرمیدلی قدرت او د پردیو د ګټو قربانی کړی دی، د هیڅ ناروا څخه ئي مخ نه دئ ګرزولائ ، او دا لړئ هنوز لا روانه ده او د فتنی او فساد اور اوس هم تازه دئ .
زما په نظر په اوسنیو حلاتو کی د خلق ، پرچم ، مجاهد ، طالب ، ماووئیست او د موکرات الفاظو او مفاهیمو خپله کلاسیکه معنی له لاسه ورکړی نوی صفونه او موضعګیرئ تشکیل شوی او د پخوانیو ډلو ټپلو غړی هم
دخپلو مشرانو په خیانت او بی ایمانئ پوه شوی او دائی درک کړی ده چه په زور کلی نه کیږی او په پورتنیو نومونو اوس منظم سازمانونه نشته او ټول په دوو قطبونو کی سره راټول شوی دی :

په یوه طرف کی ټول همغه پخوانی جنایت کاران ، وطن خرڅوونکی ، ملی خائینان ، دپردیو مزدوران ، دافغان وولس دښمنان او ددوی بهرنی حمایه کوونکی ، چه دافغان وولس ، افغانی کلتور ، ملی مقدساتو او ملی منافعو سره په تضاد کی ئی خپله جبهه تشکیل کړی او همغه د زور ، ظلم ، ستم ، تعصب ، خیانت ، جنایت او انسان وژنی پالیسی ئی په نوی رنګ او شکل ددموکراسئ تر نامه لاندی جاری ساتلی ده او دخارجی بادارانو په سخاوت سره ئی د قدرت واګی په بی شرمانه توګه غصب او په لاس کی نیولی دی او د افغان وولس سره ئی خپل تعلقات شکولی دی .

په بل طرف کی وطن پالونکی ، ملت پالونکی ، دازادئ او استقلال مینه وال ، دزور او جبر مخالفین او دافغانستان ځوریدلئ ، مظلوم ، بی دفاع ، ټوټی ټوټی ، حیران او ګروګان نیول شوئ وولس دئ چه دزور اصالت نه منی ، ستم په هر نامه ، رنګ او شکل ئی چه دئ ردوی او د سیاسی قدرت اصلی او بر حقه څښتن او مالک وولس بولی .
ټولی لیکنی او نظریی په همدی دوو جهتونو څرخیږی او په د دوو جهتونو کی بی طرفی ځائ نه لری .

دازاد او خپلواک افغانستان په هیله


Anonymous
06.01.2006

درنو ښاغلو او داود جانه وروره!
نو تاسو ښاغلی داود څرنګه څوک و پېژني چې تاسو په کومه خواکې ياست او پخوا په کومه خوا کې واست؟!
داوده جانه وروره! ځان او نورو ته په جملو او کلماتو کې فريب مه ورکوه !
په دې وطن کې ستا په ګډون ټولوډلو ټپلو ډېره ستره جفا کړېده د هغه جبيره بايد وشي!
څرنګه او په څه ډول همدغه پاشانده عناصر دي چې تاسو يې هم په شمېره کې راځۍ فيصله کوي!
داسي نه ده چې ټوله دي دسپي زامن وي او نور دي چې تاسو يې دفاع کوی د سړي زامن و ګڼل سي!
حساب بايد برابر وي !
بخښنه غواړم ولي دا يو تريخ حقيقت دی. ښه سوچ پکې وکړه بيا ځواب ووايه !
په درناوي
نازولی


Anonymous
06.01.2006

نازولی!
والله سړی چه زير شم نو ستا خبری بایدپه پام کی ونیسی.خو د داود جان خبری هم معقولی دی. ب


نقاد
07.01.2006

ښاغلي او منلی داود ته سلامونه !
ډيره ښه او ښکلې ليکنه مو کړې ، خو په ډلبندۍ يا کلاسېفيکيشن کې مو دغه
پوښتنې ښايي راپورته شي ، تاسو ليکئ :
[quote:e252f863c9]ټول په دوو قطبونو کی سره راټول شوی دی :
په یوه طرف کی ټول همغه پخوانی جنایت کاران ، وطن خرڅوونکی ، ملی خائینان ، دپردیو مزدوران ، دافغان وولس دښمنان او ددوی بهرنی حمایه کوونکی ، چه دافغان وولس ، افغانی کلتور ، ملی مقدساتو او ملی منافعو سره په تضاد کی ئی خپله جبهه تشکیل کړی او همغه د زور ، ظلم ، ستم ، تعصب ، خیانت ، جنایت او انسان وژنی پالیسی ئی په نوی رنګ او شکل ددموکراسئ تر نامه لاندی جاری ساتلی ده او دخارجی بادارانو په سخاوت سره ئی د قدرت واګی په بی شرمانه توګه غصب او په لاس کی نیولی دی او د افغان وولس سره ئی خپل تعلقات شکولی دی . [/quote:e252f863c9]
ايا په دوی کې پخوانی خلق ، پرچم او چپ پلويان يې هم شامل بولئ که نه ؟
ددوی پر ضد :[quote:e252f863c9]
په بل طرف کی وطن پالونکی ، ملت پالونکی ، دازادئ او استقلال مینه وال ، دزور او جبر مخالفین او دافغانستان ځوریدلئ ، مظلوم ، بی دفاع ، ټوټی ټوټی ، حیران او ګروګان نیول شوئ وولس دئ چه دزور اصالت نه منی ، ستم په هر نامه ، رنګ او شکل ئی چه دئ ردوی او د سیاسی قدرت اصلی او بر حقه څښتن او مالک وولس بولی . [/quote:e252f863c9]
آيا په دوی کې طالبان چې د مقاومت په لومړۍ ليکه کې جنګيږي شامل بولئ که نه ؟ که يې سامل بولئ ، آيا طالبان
[quote:e252f863c9]دزور اصالت نه منی ، ستم په هر نامه ، رنګ او شکل ئی چه دئ ردوی او د سیاسی قدرت اصلی او بر حقه څښتن او مالک وولس بولی [/quote:e252f863c9]؟؟؟؟
او که يې د مقاوت په ډله ې شامل نه بولئ، نو بيا هغه څو ک دي چې د حکومت او بهرني ځواکونو پر ضد يې تر هرچا زيات مقاومت ښودلی او سخت جنګيږي ؟
دريم امکان دا پاتې کيږي چې خلق او پرچم د حاکمې ډلې په پلو يانو او طالب + حزب اسلامي په مخالف خوا کې نه شميرئ، نو بيا ولې ليکئ چی
[quote:e252f863c9]ټول په دوو قطبونو کی سره راټول شوی دی [/quote:e252f863c9]؟؟؟؟؟
او [quote:e252f863c9]ټولی لیکنی او نظریی په همدی دوو جهتونو څرخیږی او په د دوو جهتونو کی بی طرفی ځائ نه لری .[/quote:e252f863c9] ؟؟؟؟؟؟؟؟
او آيا هغه څوک چې [color=white:e252f863c9]((دزور اصالت نه منی ، ستم په هر نامه ، رنګ او شکل ئی چه دئ ردوی او د سیاسی قدرت اصلی او بر حقه څښتن او مالک وولس بولی ))[/color:e252f863c9] ولسواک نه دی او ولسواکي نه غواړي ؟ ؟؟؟؟
نو آيا دا تشابه سمه بولې :
[color=red:e252f863c9] که څوک د اسامه بنﻻدن او دالقاعدې ترهګري په خپل هيواد کې ردوي مسلمان نۀ ـ ، او که څوک د امريکا واکمني په خپله خاوره کې ردوي دموکرات ، نۀ دی که څنګه ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[/color:e252f863c9] په مينه او درناوي .


daud
14.01.2006

درنو وطنوالو ستړی مه شئ !
ښاغلئ نازولئ سلامونه او احترامونه
د تا نوم په ما ډیر خوږولګید او دخوشحال بابا کلام په ویلو چه :
بی نیاز څه خبر له نازه چه ناز څه دئ
ستا دسترګو بلا واخلم ناز په ما کړه
ستا ناز هم زه اخلم او وروسته له ښه سوچ کولو څخه درته ځواب وایم.
ستاسو دا خبره چه
( نو تاسو ښاغلئ داود څرنګه څوک وپیژنی چه په کومه خوا کی یاست او پخواپه کومه خوا کی واست ) کاملاََ درسته ده ، همدغه زموږ مشکل دئ چه بیله پیژندنی او معرفت څخه تصمیم نیسو او د ښاغلی نقاد صاحت په خبره په پټو سترګو روان یو او دپاڼ او پړانګ توپیر نه شو کولائ ، معرفت او پیژندنه د مسائیلو او معضلو په حل کی ډیره اساسی ونډه لری ، مګر دا زما ، ستا او نورو وطنوالو خپله وظیفه او مسئولیت دئ چه د تشخیص او اوپیژندنی قدرت باید په ځان کی پیداکړواو د علم او معرفت په اساس تصمیم ونیسو نه د احساساتو او لنډفکرپه لرلو سره، همدغه دپیژندنی د قدرت فقدان دئ چه د چرګانو په شان په خیرات او واده دواړو کی مو سرونه غوڅیږی .
دا جمله د ( چه ځان او نورو ته په جملو او کلماتو کی فریب مه ورکوه)
که لږ واضح کړی او دفریب ورکولو څخه د خپل برداشت وښئی ډیر به درڅخه خوشحاله شم که نه بی ځایه تور لګول د نیکو خلکو د شخصیت سره نه ښائی .
په د جمله کی ( ستا په ګډون ټولو ډلو ټپلو ډیره جفا کړی ده د هغه جبیره باید وشی)
زه درسره سل په سلو کی موافق یم او د همدغه مرام دپاره ټول کوښښونه او تلاشونه روان دی چه هغه چا چه جنایت او خیانت تر هر نامه لاندی کړئ دئ باید مجازات شی او نه لکه دتپل شوی او مزدوری اداری په څیر تشویق او تقدیر شی ، خو ستا د فرمودی مطابق ته خو مانه پیژنی نو ماهم په دغو ډلو ټپلو کی شاملول ستا د پټو سترګو نښه ویشتل دی ، خدائ پاک د د معرفت د سترګو ځیر زما سره در په برخه کړی .
تاسو لیکئ :
( داسی نه ده چه ټول د ........... اونور چه تاسو ئی دفاع کوئ د سړی ........)
اودانیوکه د هم بی ځایه ده ، دلته کومه قضائی څانګه نه ده چه څوک د چا دفاع وکړی ،زما او نورو وطنوالو هدف د مسائلو د روښانتیا نه دئ نه دهغی او دغی ډلی څخه دفاع .ماته د افغانستان هر فرد ، ډله ، سازمان اوټول خلک که په هره ژبه خبری کوی ، په هر مذهب دی ، دهرلوری دی او په هر سیاسی نظر او فکر چه دی تر هغه وخته قابل د احترام دی چه دزور او ستم څخه کار نه اخلی ، ملی منافع په شخصی او ګوندی ګټو برتره ګڼی او د ټولو سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او کلتوری لانجو حل په مفاهمه ، مذاکره او مشوره کی لټوی نه په زور ، تزویر ، جنایت ، خیانت او سیاسی سوداګری کی .
دیو شخص په مورد بی ثبوته تیرئ او تبصری کول د ځان او نورو دوخت ضایع کول دی ، ښه به داوه چه تاسو یو څو جملی دوطن دغمیزی په علتونو او ددغه غمیزی د ختمیدو په لارو چارو لیکلی وائ او په د وسیله د ددغه مظلوم او غیرتی وولس ناز اداکړئ وائ .په هر حال ستاسو او نورو پتمنو وطنوالو ونډه او حضور په ملی مسائیلو کی ډیر ارزښتناکه او اغیزمن دئ ، د بحثونو او نظرونو د تبادلی څخه به حقایق راوزیږیګی او د حل لاره به پیدا شی ،
ستاسو او نورو وطنوالو د خلاقه ، سازنده او عاقلانه لیکنو ، انتقادونو او وړاندیزونو په مرسته به که د خدائ (ج)رضاوه د افغانستان د جړی او پیچلی کلاوی سر پیدا شی .

ښاغلی نقاد صاحب !
دسلام او احترام نه وروسته باید عرض وکړم چه :
په اوسنیو حالاتو کی چه خارجی اشغالګرانو او داخلی خائینانو یو د بل سره نا مشروع ازدواج کړئ د ئ ،داخلی او خارجی استبداد په افغانستان کی حاکم دئ ، دافغانستان ازادی او استقلال له منڅه تللی او وحشت او بربریت یي خپل ورځنئ کار ګرزولئ دئ ، بیله دی دوو طرفونو بل الترناتیف نشته .
یابه داشغالګرانو او ددوئ د مزدورانو سره سازش او ددوئ د اوامرو او مرامونو د پوره کیدو د پاره غلامی کول وی او یا به په مقابل لوری کی د ازادئ او استقلال د احیا دپاره مبارزه او د وولس غیږی ته ځان اچول وی بله لاره وجود نلری .
ژوند د تغیر په حال کی دئ ، دپرون حالات نن نشته او د نن به سبا ته نه وی ،افراد ، ډلی او سازمانونه هم د شرایطو په بدلون سره او د تیرو واقعاتو او تجاربو په نظر کی نیولو سره د فکر او عمل په لحاظ د تغیر په حال کی دی .
دا به هم سمه نه وی چه دپخوانیو ډلو او سازمانونو د غړیو په برخه کی ددوئ د چټلی ماضی له کبله یو کلی فیصله وکړو ، ددی ډلو غړی هم د پورتنئ ډلبندئ په دواړو خواووکی وجود لری ، ځنی د امریکائیانو د لاسپوڅی رژیم سره او ځینی ئي په مقابل لوری کی فعالیت لری او ددی دوو لوریو څخه مثتثنی نه دی .
د هری ډلی او سازمان سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او فرهنګی تګ لاره ددوی په خپل لاس کی ده او د خپلی کړن لاری او هدف ټاکنه ددوی خپل کاردئ او په دبرخه کی پوره واک لری ، خو زما په نظر که تیر شوی حوادث او دهغو څخه راپورته شوی مصیبتونه د علم ، عقل او معرفت په اساس تجزیه،تحلیل اونتیجه ګیری ئي وشی اوددی دپاره چه ترخی تجربی بیا تکرار نه شی باید دی اصل ته بنیادی توجه وشی چه د قدرت لاسته راوستل د غلا،کودتا،توطئی ،ماجراجوئی او دپردیو په مرسته نه صفا لری او نه بقااو په دطریقو دټولنی او ټولنیزو مسائیلو سره برخورد دځان او ټولنی دپاره مصیبت راوړل دی او بس بل ثمر تری نه حاصلیږی . له دکبله یوه سیاسی ډله خپله تګ لاره او هدف باید داسی تنظیم کړی چه ملی لوړ منافع او دټولنی سوله او ثبات تری متضررنه شی او دزور په ځای د مفاهمی او مذاکری او دپردیو په ځای د خپل وولس سره سلا او مصلحت وکړی او د وولس په ملا تړ اظهار دوجود وکړی او ددی لاری نه سیاسی قدرت په لاس راوړی ،نو یقیناََ چه دمشکلاتو حل ، اقتصادی پرمختګ ، اجتماعی رفاه او فرهنګی انکشاف به دټولنی په برخه شی او افتخار به ئي دهمغه ډلواو سازمانونو په نصیب وی .
داخبره ( دزور اصالت نه منی ، ستم په هر نامه ، رنګ او شکل ئی چه دئ ردوی او د سیاسی قدرت اصلی او بر حقه څښتن او مالک وولس بولی .) باالکل همداسی ده ، همدا وولسواکی ده چه دټولو اډیاوو،افکارو ، عقایدو او نظریاتو دموجودیت ،رشد او په سوله ایز ډول یودبل سره دتصادم او برخورد معقوله او مناسبه لاره ده .
خو که اوسنئ لاس پوڅی او غلامه اداره چه وجودئي یوازی د اشغالګرو قواوو په حضور پوری تړلئ اودخپل مشر د حمایت او حفاظت توان نه لری څوک ددموکراسئ مظهر وبولی دا به ددموکراسئ او دهغه د اډیال سره لویه جفاوی ،ځکه دموکراسی یوازی د ازادئ او استقلال په موجودیت کی ساه اخستئ شی او ژوند کولائ شی او دهر ډول استبداد (داخلی یا خارجی )سره نه په خلاکیدونکئ تضاد لری ، حال دا چه افغان وولس نه ازادی لری او نه استقلال . خارجی اشغالګران او داخلی خائینان ئي په ټولو برخو د ژوند دستم توره پرده را خوره کړی ده ،یو مطلق اقلیت د جنګی جنایت کارانو (مذهبی او غیرمذهبی ) ، وطن خرڅوونکو او اجیرانو د امریکائیانو تر قوماندی په مطلق اکثریت چه افغان وولس دئ په ډیر سقاوت سره واکمنی کوی ، دتفاهم په ځائ د مذهبی ، سمتی ، ژبنی او قومی تعصب مسموم او زهر جن سیاست روان دئ، دخلکو مال ، ځان او ناموس د وحشیانه تجاوز سره مخامخ دئ ،دافغانستان مځکنئ او فضائی کنترول د امریکائیانو په لاس کی دئ ، افغانستان د امریکایانو د زندان او شکنجی مرکز ګرزیدلئ ، په ټولو مهمو بندرونو او پولو اشغالګری قواووی پرتی دی ، اود هر رنګه اخلاقی ، اجتماعی او فرهنګی جنایت واک ورسره شته دئ او داسی څوک نشته چه د ګیلی په شکل ئي د غه د وخت دجال ته په ګوته کړی ، د افغانستان د معضلی ډیری مهمی ډلی چه طالبان او اسلامی حزب دی تر وحشیانه تعقیب او ترور لاندی دی او دسیاسی مبارزی او خپلی عقیدی داظهار حق ئي چه ددموکراسئ مهم اصل دئ له منخه تللئ دئ ، د افغانستان په سلو کی په درو اویا (۷۳) خلکو چه پښتانه دی صرف د خپلی ژبی له امله د ترور او بنسټ پالنی احمقانه او جعلی تور لګیدلئ دئ او د هر رنګه وحشیانه اعمالو سره مخامخ دی ، افغانی فرهنګ او ثقافت په ډیره بی شرمئ له منځه وړل کیږی او دغربی کلتور ترویج په شدت سره روان دئ، زور په فجیع ترین شکل او بی رحمئ سره چلیږی او دا ټول اعمال ، جنایتونه او ظلمونه که پخوا د سوسیالیزم ا و اسلام په نامه تر سره کیدل اوس ئی ورته ددموکراسئ رنګ او پالش ورکړئ دئ .
ددی خبرو په استناد سره ازاد ،عاقل ، انسان دوسته او د واقعی وولسواکئ معتقدین د وحشت ته دموکراسی ویلئ شی ؟

دازاداو خپلواک افغانستان په هیله
[color=darkred:79504bb2e4][/color:79504bb2e4]


نقاد
14.01.2006

ښاغلي او منلي ورور داود ته سلامونه .
د هيواد وضعې په اړه مو د مالوماتو له ورکولو څخه مننه کوم . بيا هم يوې خواته د شايد اوبايد او بلې خواته د واقعيت يا فکتې حالت ترمنځ توپير نشو هيرولی . داخبره مو سل په سلو کې سمه ده ، چې ولسواکي له ملي آزادۍ پرته شونې نه ده ، تر څو چې امريکايان او نور بهرنيان په هيواد کې واکمن وي ،ستاسې په ينا دموکراسې ساه نشي اخيستلای خو ددې نتيجه دا هم نه ده چې د ملي ازادۍ غوښتونکي ټول ولسواکه هم دي .اسلامي ګوند او طالبان د ملي آزادۍ له پاره جنګيږي، خو د ولسواکۍ پر ضد هم دی او څوک يې دموکراتان نشي بللی..
دغه راز افغانستان اوږده موده ملي آزادي لرله خودموکراسي يې نه درلودله . زمونږ د ازادۍ ګټلو په جکړو کې ان په وروستي ځل کې هم د ولسواکۍ د رامنځته کولو پلويانو شتون نه درلود، برعکس دوښمني يې ورسره کوله . دادی اوس هم د امريکايانو پر خلاف مقاومت د ولسواکۍ يا دموکراتيکوځواکونوله خوا نه ، بلکې د غير دموکراتيکو ،ملي ـ اسلامي ډلو له خوا روان دی . هيلې او اروزو ګانې بيل شي دی چی روڼاندي به غواړي چې
ګواکې دزور له ﻻرې دی قدرت نه تر سه کيږي، خو داخبرې قدرت لرو اوځواکمن ډلوته کوم ارزښت نه لري .
او بس . والسلام !.


بيطرفي دباطل نه پخپله يوطرف حق ده .....

حکمت
29.01.2006

محتر مو تبصره کوونکو نه مننه کوم !
تولو چي ليکني کري که سل په سل يي موضوع نه وي تشريح کري ولي کمه فيصدي يي حقايق ويلي رشتيا هم زياتو جنا يا تو په وجه چي دوخت واکدارو کري دهغوي کشته طبقه پري شرم کوي ? مجبور ده سي معرفت پدي شکل وکري که دسول کونکي نه پوشتنه وشي هغه به پخپله ممکن دمجرمي دلي سره اريکي لري سي خپله پري شرمزي ولي ورسته خلک خوتول مجرمين نه دي دخپل زاره طرف شي کني وساته با طل ته يي جواب ورکري
ليکوالان دحقايقو ويلو په صورت کي بي طرفه دريز لري نور ورته تشويقوي
نودا ليکوالان هم دوو طرفوڅخه غټ اکثريت له باطل نه بيزاره دي په واقيعتونو څيړ ني کوي ليږ کيو ته به خپل اعمال برحق ښکاري نوضرورت به نه وي سي نور په شک کي واچوو ؟ پکار ده ددي مباحثو نه خپل اونورو اذهان روشا نه کړو اودباطل سره علنيه بيلتون اعلان او مذب ذبي نه راووځو ....


حکمت
31.01.2006

[quote="نقاد"]زرملوال صاحب په سلامونو او نېکو هيلو مو نمانځم !
دا خو يو ښه زيری دی چې هر څوک که هر څۀ وۀ، خو اوس پر بد هر سړی پښيمانه دی او د مجاهد، خلقي پرچمي ، طالب يا ټوپکوال په نامه اوس خپل پخوانی هويت نه غواړي، کرکه ترې کوي او پرې شرميږي هم او دغه کرکجن نومونه ورته ښکنځلې ښکاري ! خو بده داده چې دا ټولې بي چوکاټه کوي، ښه به داوای چې مجاهد مجاهدين غندلی وای، خلقي خلقيان او پرچمي پرچميان ، طالب طالبان
او توپکوال توپکواﻻن غندلي وای ، نه تيرو بيريو بل او بل بل . ځکه خو د تنقيد کونکو په منځ کې وحدت منځته نه راځي اود مخې خواته پرمختګ نه کيږي . بيطرفه هم بايد و پوهيږي چې بيطرفي يو لوړ ازښت دی او د ځينو لوړوا زښتونو
ته وايي لکه وطندوستي، ملپتالنه،افغاني ورورګلوي ، پرمختګ غوښتنه ، اسلامي تقوا او د نفس تذکيه ، بردوستي او نور عام انساني ځانګړنې ! که نه بيا به د بيطرفۍ او بېتفاوتۍ ترمنځ هيڅ توپير نه وي او هره لوچکانه بيتفاوتي به هم بيطرفي انګيرل کيږ ي او د ښو او بدو ترمنځ به بيلونکې پولې ورکې شي .
څوک به وويلی شي چې د ظلم او عدالت، دوښمنۍ او دوستۍ ، ديکتاتورۍ
ا ولسواکۍ، کفر او سلام ، وروسته پاتې والي او ترقۍ تر منځ بيطرفه يم ؟ د افغانانو په هيره پښتنو دا ځانګتيا ده ه چې څه ورته ظاهرأ ښه وبريښيدل په پټو سترګو پرې ور لويږي، اوکله چې هرچا بدوبلل، له دليل پرته او په پټو سترګو ترې بيرته راوځي : تحليل يې په يوه پړاو کې هم نه کوي .
بياهم د عامې بيطرفۍ نه دومره ثابته شوه چې د مجاهدينو، طالبانو ، ټوپکوالو ،
ستميانو ، پرچميانو او خلقيانو ټولو سياسي ﻻرې باطلې او د کرکې وړ وې ا د اوسنيو واکمنانو ﻻرې ته بي تنقيده وردانګل هم بي خيانته نشي ګڼل کيدای . والسلام دبي بي له را ديو که دتبصره وکړي بهتره به وي تاسوته خو ددي سهولت ميسر ده وسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more