نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پکه دا دي لا بله سپکه
زړور پښتون
30.12.2005
درنو لوستونکو زما نيکي هيلي او پيروزوني ومني!
د طالبانو د تيښتي ورسته نوي پراخ بنسټي اداره ورځ په ورڅ خپلي داړي کلکوي او د پام وړ بدلونونه ورسره منڅته راغلي دي يو د ددوي نه په سينمائ نندارو بازار خرڅلاو کښي د هندي سينمائ هنر پراخه ونډه چي آکثره بازار ي د تخرګ لاندي کړي دي . او خپلي پنجي ئ د کابل ښار تر نيمائ زياتو اوسيدونکي پر مغزو ښخي او سربدالي ي نصيب شوي ده. تيرنام ويښتان چاق چاق قدمونه اخستل خلاصه دا چي د هندي فلمونو اخلاق په هر خوان او پيغله کښي بغير د کوم مبالغي تر سترګو کيږي. ددي تر څنګ د نيلامي پتلونونو په خرڅلاو کښي کافي تيزوالي رامنڅته کړي دي. خو راځم اصل ټکي ته هغه دا چي د تيري روژي مبارکي په ورستيو شپو کښي د کابل ښارته يو هندي سينمائ پيژندل شوي څيري جوني برايم سره د خپلي ډلګي په دي موښه کوچ را کړي وه چي يو ګډ سينمائ هنري ننداره د افغاني او پاکستاني لوبغاړو په شمول تر سره کړي البته څه برخي. د کابل ښار د هندي هنر سربداله مينه والو ورته توود هرکلي وويل. د نوموړي راتګ د کابل ښار د ځوانو انجونو او هلکانو په مغزو ليوني پيريان کيښنول او د جذباتو کټوي ي په خوټکيدو راغلي د نيلامي پتلونونو په خرڅلاو کي نور هم تيزي راغله او د ا خستلو کچه ي په لوړيدو شوه. تاوده بخثونه به پري کيدل په دفترونو کي،ملي بسو،بازار هر چيري او دا يو غږ به دي تر غوږه کيده چي (جوني برايم امده است فلم پور ميکنه) په عين حال کي د افغانستان حکومت هم ورته ښه راغلاست وويل د دفاغ وزارت خو د هر قسمه مرستي ژمنه وکړه . د اطلاغاتو او کلتور وزير صاحب مهضوم رهين فهيم د وخت نه په استفادي سره د افغاني کلتور پوزه پر ځاي کړه او ګران ميلمه ي په خپل کور کښي دعوت کړ پداسي حال کي چي وزير صاحب د خپلي ميرمن او لوڼو په منځ کي کيښناوه د وزير صاحب د جذباتو ډيران چي بيدرغه اور ي اغستي وه په همدي بس رانه وړه او خپله ميلمه پالنه ي لا پسي رنګينه کړه . چي نوموړي ميلمه د وزير صاحب د کورني غړو (پيغلي لورګاني او ميرمن) سره دوه ورځي د کابل ښار او نژدي پرتي سيمي وکتلي تر څو ښه ميلمه پالنه ي وشي . له دي ورسته د اطلاغاتو او کلتور وزير مهضوم رهين په خپل خبري مجلس پداسي حال کي چي اوبه ي په خوله کي تلي او راتلي ارشاد وفرمايه.
من انچي کردم که به يک افغان لازم بود
د تغجب خبره ده . د يو پښتو ن افغان په خيث بايد ووايم پښتانه رښتيا هم ميلمه پاله دي خو د ميلمه دپاره خجره او ديره جوړي د خور،ښځي ، لور پر خوا ي نه کيښنوي. زه خپله وزير صاحب نه ګرموم ځکه يو دا چي پاړسوان افغان دي پښتني مور نه دي زيږولي دويم دا حي تير ديرش کاله په اروپا کي تير کړي ځکه خو د غيرت ټکي هم پکـي نشته او پدي هم ندي خبر چي د خوار او ټوک ټوک قوم په لاکهونو ځوانان د ناموس ساتلو په خاطر ځانونه قرباني کړه وزير صاحب غريب پدي هم نه پوهيږي چي د يو داسي ملک وزير دي چي يو پراخ تعداد ي کونډي او معيبين تشکيلوي او پدي هم نه پوهيږي چي دا ولي يتيمان شوي او دا ښځي ولي کونډي دي. يو پښتون غيرت دا کله زغملي شي په ډير افسوس او خواشيني سره مي وويل چي
پکـــــــــــــــــــــــــــه دا دي لابله سپـــــــــــــــــــــــکه
ازادخيال
30.12.2005
زړور پښتون وروره سلام
ليکنه دې په ډېره سختۍ لوستل کيږي ځکه دډيرو املايي اوانشايي تيروتنو څخه ډکه ده. ښه به داوي که ليکنه دې مخکې له (پورته کولو)څخه په يوچا وګورې اوتيروتنې يې سمې کړې ډير به ښه وي.
مننه
زړور پښتون
30.12.2005
سلام ازاد خيال وروره .
ستا د نيکي مشهوري نه يو ټوکري مننه. وروره د بده مرغه مختب مي لږ ويلي دي.