نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک چه په ملی اورسمی ژبه پښتو خبری ، لوست او لیکل نه شی کولای د افغانیت ادعائی ناقصه ده
daud
30.12.2005
[size=18:092f8e4270]څوک چه په ملی اورسمی ژبه پښتو خبری ، لوست او لیکل نه شی کولای د افغانیت ادعائی ناقصه ده[/size:092f8e4270]
درنو وطنوالو ستړی مه شئ او په ورځنی ژوند کی بریالی واوسئ
دیوه وولس هویت او دنورو سره توپیر د هغه وولس د ملی تاریخ ، ملی کلتور ، ملی اقتصاد ، ملی مفدساتو ا و مشترکی ګډی خاوری په لرلو سره کیږی .
په هر وولس کی یوه ژبه شته چه دهغی وولس اکثریت خلک په هغه ژبه خبری کوی ، خپل تاریخ پری لیکی ، خپل ورځنئ ژوند پری سمبالوی ، په اجتماعی ¸کلتوری ¸سیاسی او اقتصادی برخو کی د مسائیلو او معضلو تحلیل ، بیان او انعکاس په د ژبه کیږی او د خپلو خلکو اذهانو ته ددی ژبی په وسیله انتقالیږی او په دغه ساحو کی یی دتحول ، انکشاف او ترقئ له حالت څخه خبروی .
دغه د اکثریت ژبه دهغه ملک ملی او رسمی ژبه ده چه په زدکړه ئی د هغه وولس ټول خلک مکلف دی،او هغه څوک چه دملک په رسمی او ملی ادارو کی دملک دننه او بهر وظایف لری د هغه ملک د نورو قبول شویو معیارونو په لرلو علاوه باید په دغه ژیه دخبرو ، لوست او لیکلو پوره توان هم ولری ، تر څو وکولای شی په داخل کی د خپلو خلکو سر ه په ډیره ښه وجه افهام او تفهیم وکړی او په بهرکی خپل هویت ثابت کړی. دغه اصل د نړئ په ټولو هیوادونو کی د حیاتی ارزښت په ډول قبول شوئ دئ .
زموږ په هیواد کی هم دپښتو ملی او رسمی ژبه چه دهیواد د غوڅ اکثریت ژبه ده دافغانیت مهم فکتور دئ او دهغی اهمیت ته باید افغانان متوجه شی . هغه څوک چه دافغانستان تابعیت لری باید په دژبه دپوهیدو او لیک لوست توان ولری او خپل افغانیت ثابت کړی .
په دولتی ادارو او ارګانونو کی د کار کولو معیار باید د مسلکی پوهی تر څنګ د پښتو ژبی په زدکړه استوار وی ، څوک چه په پښتو ژبه خبری او لیک لوست نه شی کولای باید د دولتی او رسمی پو ستونو د اشغال څخه محروم شی .
دا ډیره دتعجب خبره ده چه یو څوک ووایی زه افغان یم ، د افغانستان تابعیت لرم ، په افغانستان کی زیږیدلئ یم ، مور او پلارمی په افغانستان کی پیدا شوی دی لیکن د خپل ملک په ملی اورسمی ژبه خبری نه شم کولائ. همدغه دریځ ددغی شخص په پردیتوب دلالت کوی او عقلا او منطقاًً ئی خپل افغانیت تر پوښتنی لاندی راوستئ دئ، که دافغانستان دننه خلک دی او که بهرنیان دی ورته د شک په سترګو ګوری چه دالا څه بلا ده چه ځان افغان بولی او دخپل ملک په ژبه نه شی غږیدلائ. البته د غه شک ډیر په هغه چا دئ چه ځان تعلیم یافته ، متمدن او روښان فکره بولی او دهیواد په سیاسی ، اجتماعی ، کلتوری او اقتصادی مسائیلو کی ددخالت او رهبرئ ادعالری ، عام ا و نالوستی خلک په د کتار کی نه راځی .
زما په نظر هغه څوک چه په پښتو لیک لوست او خبری نه شی کولائ هغی ته افغان نه شو ویلائ .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
Anonymous
30.12.2005
ښاغلی او منلی داود سلامونه ومنئ . ستاسو د ليکنې سره سل په سلو کې موافق يم، تنقيد نه لرم خو يو لړ دغسې پوښتنې راپورته کيدی شي ، د ساري په توګه تاسو ليکلي :
[quote:9eac6a014f]زموږ په هیواد کی هم دپښتو ملی او رسمی ژبه چه دهیواد د غوڅ اکثریت ژبه ده دافغانیت مهم فکتور دی[/quote:9eac6a014f]
١ ـ آيا پښتو اوس هم د پخوا په څېر ملي ژبه ده ؟ او که بر عکس اوس ټولې داخلي ژبې د پښتو په څير ملي دي ؟ آيا د همدې هدف له پاره پښتو د پخواني مليتوب له
ځانګړي او تش په نامه امتياز څخه هم ونه غورځول شوه ؟ او په رسميت کې هم دوهمه نشوه ؟
٢ ـ آيا د پښتو غوڅ ( = مطلق) اکثريت د همدې هدف له پاره په بريالۍ توګه تحريف او په نسبي اکثريت وا نه ړول شو ؟
٣ ـ آيا د همدې هدف له پاره پښتو د نسبي اکثريت په توګه تر پښو ﻻندې نشوه او پر ځای او ضد يې د ټولو اقليتونو ګډه ژبه دري د اکثريت د ژبي په توګه معرفي نشو ؟
٤ـ آيا ددې ټولو نادودو په مقابل کې يې پښتنو ته د بوتل سر ( کرزی) د همدې له پاره نه دی ټاکلی چې پښتنو سره به په پښتو خبرې کوي ؟ آيا نوموړي تر اوسه پورې له دې ټکي پرته کوم بل کار پښتنو ته کړی دی ؟
آيا دا د پښتنو بس نه دی چې جمهور رئیس يې [color=white:9eac6a014f]کندارئ دئ ،کندارئ او په کندارۍ ژغيژي ؟؟؟ نو پوشتآنۀ نور څۀ غواړي؟؟؟[/color:9eac6a014f]
Anonymous
31.12.2005
محترمه داود خانه او ګرانو افغانانو سلام!
ستا لیکنه سل په سلو کی په عینی او ژوندیو حقایقو او واقعیتونو ولاړه ده .
هو هغه څوک چه په پښتو نه پو هیږی افغانیت ئی تر پوښتنی او شک لاندی راځی .
که د افغانستان دولت لکه چه دعوا کوی ځان دموکرات بولی نو د اکثریت غوښتنو او نظر ته باید پام وکړی ځکه چه پښتو د مطلق اکثریت ژبه ده ، دا څرنګه مامورین دی چه په پاړسی ، اردو ، عربی ، روسی ، انګلیسی او جرمنی پوهیږی او په پښتو ئی چه د ملک ژبه ئي ده ګونګیان او بی سواده دی او د ځانونو څخه ئي هغه بی پاسه چرګې او چرګان جوړ کړی د ی چه کوَټ کوَټ په افغانستان کی لری او هګئ په دوشنبه او تهران کی اچوی ، اوبه او دانه د افغانستان خوری او اذانونه د رحمانوف او خمینی راته وائی .
که ځانونه افغانان بولی باید پښتو زده کړی که نه خپله بستره د ټوله کړی د کوم ځائ څخه چه راغلی هلته د تشریف یوسی ، دبی پاسئ او بی وفائئ پالیسی نوره نه زغمل کیږی .
Anonymous
31.12.2005
«دری» د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم دی ...
د کرزي فرهنګي سلاکارانو د پښتو پر تابوت يو بل مېخ ټکواهه
ملي ترمينالوجي (پوهنتون ، ښاروال ، ښاروالي...) پر (دانشګاه ، شهردار ، شهرداری...) تر سرليکو (لوحو) پورې پارسي کېږي ــ له وړکتونه تر پوهنتونه لوست کتابونه له ايرانه راځي ، خو پښتو د « دری» بلهاري کېږي او د نړيوال «مايکروسافټ» سازمان په مرسته جوړه شوې پښتو ترمينالوجي د پرانېستې پر مهال په دې پلمه د مخابراتو وزارت پر مخ ولي چې ولې «دري ترمينالوجي» جوړه نه شي؟
دا هماغه خبره شوه چې: « احمق وويل او لوده باور کړل» !
په کوم ژبپوهنيز لاسوند او د ايران په ګډون د نړۍ په کوم فرهنګ کې د« دري» په نامه کومه ژبه راغلې ده؟
داچې له کله راهيسې او په کومه پښتني ــ افغاني ضد موخه دغه افغاني ــ ختيز پارسي ګړدود د «دري»او بيا خپلواکې افغاني ژبې په نامه نومول شوی دی ، په دې لاندې ليکنه کې به يې ولولئ :
پوهاند دوکتور م . ا . زيار
اکسفورډ ، جولای ٢٠٠٥
«دری» د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم دی
ترمينالوجيکي پاکسازي يې ملي ضد انګېزه نوره هم رابربنډوي
«دری» د پارسۍ (فارسی) ويی يوڅلوېښت کلن درغلي او بيا غلط مشهور ژبنی نوم دی چې د افغانستان د ١٣٤٣ ل . کال تر اساسي قانون له مخه ، له ايرانه نيولې ، تر افغانستان او تاجيکستان پورې هېڅکله او هېچېرې په هېڅ کوم رسمي يا نارسمي لاسوند يا ليکنه کې د يوې ژبې يا ګړدود (لهجې) دنامه په توګه يووستوی کارول شوی نه دی ، بلکې د ټوليزې پارسي ژبې د يوه ستاينوم (صفت) په توګه، په بله وينا ، په «فارسی دری» تړنګ (ترکيب) کې هلته او دلته شاعرانو او ليکوالو ډېر لږ کارولی دی . تش په کلاسيک پارسي شعرکې، هرګوره يو نيم شاعر، لکه ناصر خسرو، حافظ،سعدی چېرې کوم ځل د شعري تول وتا ل يا تجنيس لپاره، بې له اړوند نامه (موصوف) کارولی دی . دا به کوم يو ليک لوست والا باور کړي چې « دری» او «فارسی» دې له دومره ګړني همرنګوالي او ليکني يو رنګوالي سره دوې بېلابېلې ژبې اوسي . يو ګړدود هله يو خپلواک ژبنی دريځ راخپلولای شي چې له اړوندې ژبې سره يې توپير يا پوهاوی تر ٣٠ سلنې راکم شي .
له بله پلوه ، دا پر «ايران» باندې د «پارس» تر اړونې (١٩٣٥ ز) راوروسته د«افغاني هويت او بيا د پښتو ملي- رسميت دننګولو ستراتېژۍ» د دويم پړاو پيلامه وه چې د يوه سياسي چال ونيرنګ له مخې صديق فرهنګ د نوموړي قانون د ډلګۍ د منشي په توګه ړومبی ځل د ژبپوهنيز آر واصل پرخلاف موصوف د صفت ځايناستی کړاو په اړونده ماده کې يې په پښتو پسې تش «دری» ورځای کړه چې څوک ونه وايي هغه يو ګړدود دی او په يوې بهرنۍ ژبې «فارسی» پورې اړه لري . د اړوندې لويې جرګې د «د ډېري بومي ولس» استازيو غبرګون همدومره اغېز وښانده چې په ٣٥ مه ماده کې يې له پښتو سره «ملی» ټکی ورسرباري کړای شو .
هغه مهال «دری» زياترو استازيو ته په ټوليز ډول يو ناپېژندويه نوم وو ، تر دې چې د قانونسازې ډلګۍ له يوه څانګوال غړي ډاکټر عبدالصمد حامد څخه يوه پښتانه استازي پوښتلي وو چې :
«په (پښتو او دری د افغانستان رسمي ژبې دي) کې په پښتو پسې دا نورې درې ژبې کومې دي ؟»
د هغه قانون له خپرېدو سره «دری» نوره په رسمي ډول د «فارسی» او «فارسی دری» ځايناستې شوه . له لوستليکيو (درسي کتابونو) ، رسنيو او ليکنو ، کتابونو ، شعرونو او په ټوليز ډول د زده کړه والو له ويناوو او خبرو څخه نور «فارسی» ويي وار له واره وغورځول شو او يوازې يې په ايران او راوروسته په تاجيکستان پورې اړه پيدا کړه . خو د افغانستان ټوليز (عام) پارسي ژبيو يې ترننه پورې لا دغه خپللاسي (مصنوعي) نوم نه دی راخپل کړی ، خپله ژبه «فارسی» بولي او ځانونه هم «فارسيوان» .
ډېره هېښنده بيا لا دا ده چې ځېنې ليکوال او پوهان يې بېرته د هماغه آر نامه «فارسی» پر کارونه ټينګار کوي او په سر سر کې يې د نوموړې ستراتېژۍ سېمبول ډاکټر جاوېد چې تر صديق فرهنګ او جلال الدين صديقي هم له مخه د درغلي نامه «دری» نوښتګر شمېرل کېده : «ما چرا با کاربرد کلمهء دری خود را از حوزهء بزرګ فارسی دور سازيم !» هسې خو له افغانستانه بهر ، د ايران او تاجيکستان په ګډون دنړۍ په هېڅ يوه رسمي يا علمي اخځ ، کتاب ، فرهنګ ، انسايکلوپيديا او بيا د درې سوه کلنې ختيځپوهنې او آريانپوهنې په هېڅ يوه لاسوند کې «دری» ويی د يوې ژبې يا ګړدود د نامه په توګه نه ليدل کېږي ، په دې وروستيو کلو کې چې يو نيم بهرنی څېړونکی او خبريال له «دری» ټکي سره مخ کېږي ، په لينديو کې ورسره (Persian) هرومرو ورزياتوي او د بهرنيو راډيوګانو چې د افغانستان په نامه خپرونې لري ، لږو ډېر «دری» ټکی کاروي ، لکه بي بي سي چې نوم يې له نومولي (مسما) سره هېڅ سمون نه لري او په انټرنېټي ويب سايټ کې هم يوازې “persian for afghanistan” کاروي ، لکه څنګه چې يو شمېر پښتنو روښاندانو هم پرې نيوکې راپيل کړې دي چې ولې يې «دری» له خپرونو وکښله او يا ترې په ټوليز ډول پښتو وييونه (ترمينالوجي) کښل کېږي [د بېلګې په ډول : ډاکتر م . زمانزوی ، ملي هېنداره ، د ١٣٨٣ ل . پنځمه او شپږمه ګڼه او دعوت د ١٣٨٣ ل . وروستۍ ګڼه ؛ ډاکتر روستار ترکی ، ملي هېنداره ، اوومه ګڼه] ، بې له دې چې تر شا يې له آرې ملي ضد ستراتېژۍ ځانونه خبر کړي . هغوی در باندې دا څلوېښت کاله په درغلي نامه «دری» خپل پارسي ګړدود د بشپړې رسمي او ملي ژبې په توګه ومانه او قانوني کړ نور د دې پرواګير نه دي چې دري يې بولي که پارسي ، او که دې اړ ايستل ، ستاسې د نيوکو په غبرګون کې به يې هم در ډاګيزه کړي : «دلم ــ بايسکلم» ، هغه نوښتونه يا نيولوجيزمونه مو چې د ايراني ورونو له خوا په پارسي ژبه کې رامنځته شوي او رامنځته کېږي زموږ خپل مال دی او اوبه په ډانګ نه بېلېږي !
او که نور يې هم پسې راټينګ کړئ چې لږ تر لږه «ملي ترمينالوجي» خو راسره د ملي ــ افغاني پېژند نښې او هويت د څرګندوی په توګه خوندي وساتئ ، نو رډ پر رډه به درته ووايي : «زه دې په پيرۍ کې شک ګڼم ، ته راته مريدان نيسې» ، موږ درسره «افغان» او «افغانستان» نه منو ، پاتې لا دملي ــ افغاني هويت بېلند نښې !
د دوی د ستراتېژۍ آر بنسټ هم همدا ژبه وه او بيا يې اړونده جغرافيا «خراسان» او هغه هم په دې سست او بې سروبوله سپسته چې په دغه ټاکلې سوېل ختيزه سيمه کې رازېږېدلې او له منځنۍ پارسۍ او پهلوۍ سره کومه خپلوي نه لري او بل خوا يې هم مهال له شمال ختيزې «تخاري = باختري» لور بولي. د يوې همداسې ناسمې صغرا او کبرا او ناسمې پايلې پر بنسټ يې د ١٣٤٣ ل . کال په قانون کې د «دری» تر راټومبنې وروسته د «خراسان» ببولاله رامخته کړه او د ازادو رسنيو له لارې يې د «افغان» او«افغانستان» پر وړاندې د مخامختيا «انقطاب» د مورچلو رغاونې ته ملا وتړله . ملي سرود په همدغه پلمه دا څلور کا له وځنډول شو چې د پښتو پر ځای دې«دری» شي او د افغا ن او افغانستا ن پرځای دې تاجېک، هزاره، وزبک و تورکمن راشي !
د غويي انقلاب آره انګېزه هم له همداسې مخامختيا رازېږېدلې وه چې حفيظ الله امين يې د ا . خ . د . ګ د مشرتابه له ناسوبتيا څخه په ګټه اخېستنه بولۍ ورکړه . هغه غوښتل له هغو ناسپاسو ملي دښمنانو څخه په يو واريز ډول د ټولو انټي ــ پښتني ــ افغاني پلانو او دسيسو غچ واخلي او د چا خبره وينې په وينو پرېوي . خو د هغه د بېخرته اور و وينو ډېری بلهاريان بيا هم ډېری ولس شو او نوره هم له بده بتره شوه . دښمنان يې نور هم پسې راوپارول او داسې يې سره يو موټي کړل چې غبرګ انقلابي او جهادي مورچلونه پرخپله ګټه راوڅرخوي او په پای کې د شمال ناسپېڅلې (کمونېستي ــ ستمي ــ اخواني) ټلواله رامنځته کړي . د همدغې ټلوالې په برکت يې وکړای شول ، دوخت د غبرګو زبرځواکونو ملاتړ ترلاسه کړي او په خپله نومونه «اخرين نمايندهء حکمروايی دونيم قرنه ی پشتون های جبار» داکتر نجيب الله يې د ملګروملتو له روغه ييز پلان سره راوپرځاوه .
دا چې اخوان ــ ستمي حکومت يې پر ګرد ولس څه خونړي ناتارونه راکوز کړل ، خو پخواني خوبونه يې هم تر ډېره رښتيني شول او د ټاکلې ستراتېژۍ ارمانونه يې نور هم پسې خړوب شول ، په تېره بيا چې د اوسنۍ نړېوالې ټلوالې په سياسي ــ پوځي مرسته يې د يومخيزې رانسکورېدنې مخه ونيول شوه او د اوسني امپريالېستي ــ جهادي دولت په اډانه کې يې تر ټولو زياته ونډه په برخه شوه . د درېګونو فرهنګي وزارتونو (ښوونې او روزنې ، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ) په انحصار سره يې د ډېري ولس ژبني او فرهنګي زبېښاک ته دومره پراختيا او پياوړتيا ورکړه چې نه په کابل او نورو شاوخوا سيمو کې د پښتو ژبيو ښوونځيو غوښتنه اورېدل کېږي ، نه په پوهنتونو او نورو لوړو ښوونيزو څانګو کې د پښتو ــ پارسي انډول ، په سرکاري رسنيو او هنرو کې د پښتو د څومره ييز او څرنګيز برابری خو لا پرځای پرېږده چې د سرکاري څانګو ښرانګو سرليکې (سرلوحې) هم پارسي له يوې مخې په خپله ټيکه کې اخېستې دي . د پښتو نويزونو (نيولوجيزمونو) مخه نيول کېږي او پارسي هغه په ټول شور وزورله ايرانه پرله پسې راواردېږي او دود ورکول کېږي .
دا نو د نړيوال کمپيوتري سازمان سپارښت او ملاتړ وو چې د مخابراتو وزارت په اړونده څانګه کې د څه له پاسه شپږ لکو نومونو (ټرمونو) د راپښتو کولو شپږمياشتنۍ پروژه تر کار لاندې نيول شوې او ليکوال ورسره د همکارۍ وياړ لري . پښتو د نوموړي سازمان د پروګرام پنځه دېرشمه ژبه ده چې له انګرېزي ، روسي ، عربي او پارسي هغو سره يې په يوه لړليک (رديف) کې ټيکاو ورکړی دی او په دې کې بيا يوازې د پښتو انډولونو (معادلتونو) کورګی تش دی . څنګه چې پارسي هغه ايرانيانو کال دوه مخکې رغولي او افغاني پارسۍ «دری» ته يې هم لاره هواره کړې ده ، نو د افغانستان لپاره يوازې پښتو انډولونه په پام کې نيول شوي دي .
ځېنې ځانپلوري پښتانه بيا هم دغه نړيواله پېرزوينه بې ارزښته انګېري او د ټلوالې له ستراتېژۍ سره سم پر دې ټينګار کوي چې پښتنو ته انګرېزي نومونې غورې دي ، له دې ناګاره چې تېر دولس سوه کلن ازمېښت دا رازباد کړې ده ، چې دغه ډېري ټبر ته تر بلې هرې ژبې پارسي اسانه او سهنوړه ده ، نو ترهغې چې پر انګرېزي هغو لاسبري مومي ، څو لکه پارسي هغه به يې پر خواره کۍ پښتو راتپلي او «اردو» ژبه به يې ترې جوړه کړې وي !
پر دغو ټولو ترخو واقعيتونو سربېره بيا هم زموږ روښاندان ځانونه ناګاروي او په لوی لاس تر درغلي نامه لاندې د افغاني پارسي ګړدود د خپلواکوالي او بوميوالي د بې سروبوله ډنډورو پخلی کوي .
د دې پرځای په کار ده ، يوازې د بي بي سي راديو والا نه ، بلکې په ټوليز ډول ټول هغه ليکوال او ژورنالېستان چې د «دری» تر نامه لاندې ټکي پر ټکي د ايراني پارسۍ لاروي کوي او په دې لړ کې يې له يوې نيمې پېړۍ راهيسې د دودې «مروجې» ټولمنلې ملي ــ افغان ترمينالوجۍ په بيه د ايراني نيولوجېزمونو کارونې ته ملا تړلې ده ، له سره ونيول شي چې تاسې له دغې پاکسازۍ او نږونې سره د «دری» نامه درغلتيا او جعلتيا پخپله زباد کړه ، نو نور څه حق لرئ ، پرافغان ولس يې د يوې خپلواکې او بيا بومي افغاني ژبې په توګه په اساسي قانون کې پر رسمي دريځ ټينګار وکړئ ؟ دا چې يو ګڼ شمېر پارسي ژبي افغان ليکوال هم له ايراني نيولوجېزمو سره ناباندې دي او کله ناکله پربي بي سي راديو نيوکې کوي ، بيا هم کوم ژبپوهنيز بنسټ نه لري . نن سبا د الکترونيکي خبرتيايي اړيکو له برکته د هرې پرمختللې علمي ــ فرهنګي ژبې دننه ګړدودي توپيرونه پرله پسې مخ پر ورکېدو دي او په دې لړ کې پارسي درېګوني جغرافيايي (دري ــ تاجيکي ــ ايراني) ګړدودونه د يووالي وروستي پړاوونه وهي . دا هم د لمر په څېر ټولو ته څرګنده ده چې په دغو درېګونو ګړدودونو کې ايراني هغه له هره پلوه مخکښانه دريځ لري ، هم د بوميوالي او ډېروالي او هم د فرهنګي پرمختيا له مخې .
دا به زموږ د ملي ــ ژبني پوهاوي لپاره ډېره ګټوره وي چې پر څلوېښت کلن مشهور غلط نامه «دری» له سره غور وکړو او هماغه آر او رښتينی نوم «فارسی» يا «فارسی دری» يې بېرته راژوندی کړو . له دې سره به مو نه يوازې له ژب ــ تيوريکي او اېمپوريکي پلوه د ورانپوهاويو او پرادوکسيسو مخه نيولې وي ، بلکې له قانوني او حقوقي پلوه به مو هم د ډېرو ضد نقيضونو او ټکرونو مخنيوی کړی وي . هغه مهال بيا د ايراني ــ پارسي نيولوجېزمونو او افغاني ــ ملي ټرمونو ربړه (مساله) هم ښه ترا هوارېدای شي، په دې منطقي استدلال چې که افغاني پارسي ژبي ورونه هغو نيولوجېزمونو ته غيږ پرانېزي او رادودوي يې ، خپل حق يې دی ، خو د خپلواک افغاني اکروکر او هويت په پار به راسره د نورو څه له پاسه دېرشو اتنوليګوېستيکي لږه کيو غوندې اړونده ملي ترمېنالوجي ترې نه بلهاروي . هله به بيا زموږ ليکوال او پوهان او بيا قانونپوهان لکه روستار صاحب خپلې نيوکې له خپلې علمي څانګې سره سمې پر همدې يوې موخې راڅرخوي چې د تخنيکي پلوه د «دری» ناسموالی وڅېړي او بيا دا ډاډ ورکړي چې د «فارسی» يا «فارسی دری» نامه په رادودېدو په راتلونکې کې له نورو ولسونو په تېره له دوو پارسي ژبيو ګاونډيانو (ايران او تاجيکستان) سره د تړونليکونو په برخه کې د هر راز ژبني ــ تخنيکي تېروتنو او ناسمو پوهاويو مخه نيول کېږي . د ساري په توګه کله چې تر دامنځ يې، تړون رامنځته کېږي ، هرومرو به د يوې نړېوالې ژبې «انګرېزۍ» ترڅنګ ورسره له افغاني خوا پښتو او پارسي متن هم ملګری کېږي ، بې له دې چې تاجيکي يا دري نومونه پرې ورسرباري شي ، هرګوره،
افغاني او تاجيکي ځانګړي ملي ټرمونه به ورسره سم په لينديو کې نيول کېږي .
پايلنيوی
«دری» له آره د «فارسی» ژبې ستاينوم دی چې د يوې سياسي موخې او نيرنګ له مخې د افغاني پارسۍ ، په بله وينا ، پارسي ګړدود (لهجې) پرځای او بيا د يوې جلا ژبې د نامه په توګه له ١٣٤٣ ل . راهيسې غلط مشهور کړ شوی دی او نن سبا يې له اړوندې (ايراني ــ) پارسې سره د بېخرته نيولوجيزمونو (نويو رغاونو) په راخپلولو ، ان تر ډېره دوينګ (تلفظ) په ګډون ، ليکني ــ ګړدودي توپيرونه مخ پر ورکېدو دي .
که پارسي ژبي ليکوال په رښتيا له ډېري ــ بومي پښتنو او نورو ژبتوکميزو (اتنولېنګوېستيکي) ډلو ټپلو سره د ورورۍ او برابرۍ د ګډې ملي ــ افغاني ټولنې رغاونه غواړي ، په کار ده ، له يوې نيمې پېړۍ راهيسې رادود شوې ټولمنلې ملي ــ افغاني ترمينالوجي د خپلې ژبې له «پاکسازۍ» بلهاري نه کړي او په لوی لاس يې ملي ــ رسمي دريځ تر پوښتنې اښتنې لاندې رانه ولي . دغه راز د پخواني آر ورښتيني نامه پارسي (فارسی) او يا (فارسی دری) په بېرته رادودولو سره د اړينو پېښېدونکو قانوني او حقوقي ټکرونو او ورانپوهاويو (سوء تعبيراتو) مخه ونيسي .
د ژبټولنپوهنيزو آرونو (سوسيولېنګوېستيکو اصولو) له مخې هماغسې چې په افغانستان کې هره اوسېدونکې ژبتوکميزه (اتنولېنګوېستيکي) ډله ټپله ملي ــ افغاني بلل کېږي ، دغه راز يې هره اړونده ژبه ملي ــ افغاني ګڼل کېږي ، که هغه پښتو او پارسي ده يا نورې لويې وړې ژبې چې تر ٣٥ يې شمېره تېری کوي . دا چې ملي ــ افغاني ترمينالوجۍ له پخوا نه يوازې په پښتو اړه پيدا کړې ده ، لاسوند يې د ويونکيو زباد شوی بوميوالی او ډېروالی دی او دا راز ملي امتياز په نړيواله کچه کوم دېموکراتيک ضد او نادوده کار نه دی .
دا هم يو ستر ملي وياړ دی چې په دې وروستيو کې څو نورې لږه کۍ افغاني ژبې رسمي ــ قانوني دريځ ترلاسه کوي . په دې لړ کې وزبېکي او تورکمني له هغو ناآرياني ژبو څخه دي چې په خپلو آرو نومونو يې د پارسۍ غوندې ډېری او بومي ويونکي په جلا خپلواکو هېوادو (وزبېکستان او تاجيکستان) اړه لري او ورسره د ژبنيو ، ادبي او فرهنګي اړيکو او راکړو ورکړو د ساتلو او پاللو رښته ، بې له دې چې ملي ــ ترمينالوجي ورځنې ځار کړي . له دې پرته د نويو علمي ــ تخنيکي رغاونو (ټرمونو) رامنځته کول او دودول د هرې ژبې يو ژبپوهنيز حق دی او بايد دغه حق د رغنده ملي سيالۍ پربنسټ ټيکاو ولري .
لکه څنګه چې د ليکوال د بېلابېلو پښتو او پارسي ليکنو څېړنو او په ځانګړي ډول د «پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې» له لارې پرې رڼا اچول شوې ، نن سبا د ژبنيو او نژادي ربړو او سکالوو په اړه داسې انکار نه منونکي سانتيفيک چمونه مېتودونه او فارمولونه رامنځته شوي او رامنځته کېږي چې پر ياد شويو تاويليو ــ ماويليو ، ذهنيګريو او لنډ انديو باندې د بطلان کرښه راکاږي او نوره دا کابو چا ته نه ورکوي چې د پخوا په څېر په هسې تور ټپيو او درغليو د افغانستان غوندې د يوه لرغوني ګڼ ژبيز او ګڼ توکميز هېواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا او يو موټيوالی له ننګونې سره مخ کړي!
پوهاند م . احمد زيار
Anonymous
31.12.2005
ګرانو دوستانو ، په لاندی جوړشوو لغاتونوټول پښتانه نه پوهيږي ٠ ځي خو بيخي هغه مطلب نه افاده کوي کوم چې پروډيوسر فکر کوي ٠ ستاسو نظر څه دې ؟
سرليکو = (لوحو)
بلهاري
ژبپوهنيز
لاسوند
موخه
ګړدود
درغلي
ويی
لاسوند
ټوليزې
ستاينوم
تړنګ = (ترکيب)
هرګوره
ګړني
ننګولو
ړومبی
آر واصل
ځايناستی
کړاو
وښانده
سرباري
څانګوال
لوستليکيو = (درسي کتابونو)
زده کړه والو
خپللاسي = (مصنوعي)
هېښنده
اخځ
او آريانپوهنې
لينديو
نومولي (مسما)
روښاندانو
نيولوجيزمونه
بېلند نښې
سروبوله سپسته
بولۍ
بېخرته
بلهاريان
روغه ييز
اډانه
څومره ييز
ښرانګو
سرليکې = (سرلوحې)
نويزونو =(نيولوجيزمونو)
راپښتو
رازباد
سهنوړه
بې سروبوله
راديو والا
ټولمنلې
ناباندې
اېمپوريکي
ورانپوهاويو
پرادوکسيسو
اکروکر
لينديو
پايلنيوی
ستاينوم
کړ
وينګ
ټپلو
ژبټولنپوهنيزو
لږه کۍ
ناآرياني
سانتيفيک
لنډ انديو
تور ټپيو
ننګونې
پوهاند م . احمد زيار
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
اوه ، داګډپاڼه نويز په دې اوږديز ډېرزړه تنګيز راولي ٠
په پورتنيو ليک جوړنيز به زيار صاحب پخپله هم نه پوهيږي چې صحيح به وي کنه خوټولو باسواده اوبې سواده پښتنو لپاره لوی سردرد دې ځکه داسې نيولوجيز لا تراوسه په زوړکتبيز کی نه موندل کيږي ٠
که زيار صاحب د خپل (اريان سردرديز) سره پاته شي او د( نيولوجيز ګډوډيز) څخه لاس واخلي ، په پښتنو به يې لوی احسان کړې وي ٠
له دشت ارچي څخه نظرخان
Anonymous
31.12.2005
سلامونه
ياره نظرخان ماما الله پاك دى په دواړو جهانو سرلړى لره
ګوره محترمه ! يو لورته خو موږ ټول نارى او سورى وهو
چى پښتو پښتو ......پښتنو پښتو پرى ايښى ده پښتو داسى شوه
اوهاسى شوه .داسمه ده پښتو بايدپرمخ بوځو علمى ژبه يي كړو
اودسيمى دژبو سياله يي كړو .
خوبل لورته بيا داسى نخرى اونخرچيان پكى لګيا دى چى
په خپل لاس پښتو غريبه له پښو غورځوى .
اخر يوځل خو دازړه پښتو دومره پريږدئ چى يوڅه وده وكړى علمى
مواد پكى زيات شى معيارى خپرونى ولرى او دسيمى ژبو ته يي
يوڅه پوزه جوړه شى .
له هغه وروسته به بيا دزيارصيب په ارمان هم كارونه وشى
اصلا خو دژبى سوچه كيدل بيخى ناشونى كار دى خو خير له زيار
او اندوالو سره به يي په دى ناشونى كار كى هم لاس اوپښى وتړپوو
خو اوس دى له دى له وخته مخكى كارونونه لاس واخلى
په مينه او درنښت
Anonymous
31.12.2005
خوريي وعلېکوم سلام ٠
زړګيه خبره داسې ده چې ځينې خلکو ته زه حيران يم چې هم خپل وخت ضايع کوي او هم دبل ٠ وروره که خبره په معيار کی وي نو دمعيار معنا نه ګرامر دې ، نه علم دې ، نه دژبې سوچه والې دې اونه کوم نووښت بلکه په ساده الفاظو به دافهام اوتفهيم موثرې طريقې ته ګوته ونيسو اووبه وايو چې که ديوې ژبې ويونکي په سلو کی اتياد خپلې ژبې په کومه اصطلاح وپوهيږي هماغه اصطلاح معياري ده ، ولو که دغه اصطلاح له بلې ژبې پور شوې هم وي ٠
پښتو ژبه ځانګړې ژبه نه ده چې د عربي ژبې تاثيرات پکی وينو بلکه داروپا په هسپانوي ، ترکي ، فارسي ، ترکمني ، ازبکي ، تاجکي ، تاتاري ، اردو او هندي ژبوکی دعربي تاثير شته اودغه تاثيرات تاريخي ريشې لري ٠
دزيارصاحب تکليف کوي خو کوم ځای ته نه رسيږي ځکه چې لغت جوړونه يې معياري وزن نه لري ٠ تاسووواياست چې دښاغلي زيار په غولاتونو به څوک پوه شي ؟
زيار صاحب اوس دوه شيان ټينګ نيولي ، يو يې دهغه په اصطلاح ((اريان پوهنه)) ده او بل يې ((له ځانه نوي پښتو لغاتونه اختراع کول )) دي ٠ دواړه کارونه يې پرته له سياسي هدفه نوره ښېګړه نه لري ٠ زيار صاحب په خپل پرچمي دور کی د (اريان پوهنې) ايډيالوژي مخ ته نه شوه وړای ځکه چې په هغه وخت کی د ( انترناسيو ناليزم ) شعارته مجبور وو ٠
(اريان پوهنې) نه پښتو ژبې ته خدمت دې او نه دغه تيوري په پښتنو کی چليږي ٠
پښتو ژبه هماغه ژبه ده چې ميرويس خان په جرګو کی پکاروله او بېټ نيکه ، خوشحال خان او حميد بابا پخپلو شعرونو کی استعمالوله ٠
هرعلم اصول لري او ژبپوهنه هم ٠ که له زيار صاحب توضح کړي چې په کومو اصولواو صلاحيت دې له ځانه ژبنيز اختراعات کوي او په کومو دلايلو يې پښتانه ومني نو تکليف به يې بې ځايه نشي ٠ پرته له دې که دنوموړي ماشيني لغاتونه په MICRO SOFT اوياکومې ډکشنري يابل ځای کی وکارول شي ، پښتنو او پښتو ژبې ته به کومه ګټه ونه لري ٠
له دشت ارچي څخه نظرخان
Anonymous
01.01.2006
محترم اوشاغلى نظرخان صيب !
سلامونه او نيكى هيلى مى ومنه !
ګوره محترمه خپه نشى بى ټوكى داخبر راسره ومنه چى زما يو
ماما نظرخان نوميږى اوپه ما ډيرګران دى دلته مى چى ستا نوم
اوپه زړه پورى ليكنه وليدله باوروكړه ماما مى راپه يادشو په
پرديسى كى خو سړى ته دكلى غوبه هم ورياديږى مامابه څنګه
نه ياديږى نودا(ماما)تورى مى ستا له نامه سره ځكه ولګاوه
خپه نشى
[color=darkred:66719c982d]خبره دزيار دنوشتونوپه اړه روانه ده چى دا مخكى يي
كوم محترم ليكنه هم رانقل كړى ده كه داراته ووايي چى
زيار له دى كارونو شاته كوم سياسى هدفونه لرى ؟[/color:66719c982d]
اوبل زيارپه دا نويو ځوانانو كى يو څه پلويان هم لرى
كاش دلته يي يو پلوى راغلى واى شه به نه وه ؟
ځكه په يو اړخيززه توګه بحث نه ګرميږى .
Anonymous
01.01.2006
درنو ليکونکو څه غوبل مو جوړکړی دی ، دومره وار چاته نه ورکوئ چې يو سلام خو در واچوي ، آخر سلامونه ، نيکې هيلي او بيا دنوی لمريز کال مبارکي خو تسې او درانهلستونکي درواخلئ ،که څه هم دا نوی کال نه زردشتي (نوروزي) اونه قمري (هجري ) دی ، بلکې زيږديز لمريز کال دی ، خو لمريز دی او خبره په لمريز کې ده ، نه په زيږديز کې، خو که وي هم، نو ﻻ ښه ده چې دالله تعالی د يوه نازولي پيغمبر د زيږېدنې نيټه دتاريخ پيل ګڼل شوې ، نه د کوم فرعون ، کافر ، مرتد، لعين ، نمرود ، ملحد او شيطان !
دغسې د ښاغلي ز يار صيب د ليکنې متن موهير کړی او پر الفاظو او لغتونو يې غږيږئ، دا ولې ؟ لومړی خو د ليکنې موخه مهمه ده ،چې د څه له پاره يوه ليکنه شوې او څه ويل غواړي، پر هغې له بحث نه وروسته کيدی شي پر نيولوژي او نور ژبدود يې خبرې وشي .
زه خو ددغه مضمون له ليکنې څخه داسې پوه شوم چې پوهاند صيب دپښتو او پښتون د حقوقي مبارزې ريال ديالکتيک ، دهغې تاريخ، اوسيز او راتليز ( يا : اوسيزه اوراتليزه) په ګوته کوي او د اوسني او راتلونکي پښتانه کول پام خپل تاريخي رسالت ته رااړوي ! له د ې کبله بايد په ﻻ دقت اوځيرنتيا سره ولوستل شي او د نږه وييزونو
په لمن کې يې د متن لعلونه وموندل شي !
تر کومه ځايه پورې چې د نيولوژۍ خبره ده، نو پوهاند صيب د څو پښتو(نسلونو) له پاره سخت ډير ارزښتمن کار کړې دی ، ځوان پښت به ترې خپله او بل پښت به ترې خپله او نورراتلونکي به ترې (په لږ لږ بدلون سره) خپله خپله برخه ګټه پورته کړي . نو څوک چې ترې خپله برخه ګټه يا اخيستلی نشي او يايې اخيستل نه غواړي، نو همدغه نيمګړتيايې بس دی، د پوهاند زيار او يا نورو په غاړه دې خپله نيمګړتيا نه ورغورځوي ، البته دا بيله خبره ده چې په همدې وييزونو کې د کارولو په ترڅ کې ډير بدلونونه او بشپړتياوې راتلای شي.
پوهاند صيب به بي له شکه د پښتو يو داسې راتلونکی شپږم ستوری وګڼل شي چې له برکته به يې نور ستوري هم په راتليزه کې و زيږيږي . اوس ښه داده چې دلته يې د ليکنې پر متن خپل نظر څرګند کړو او بس ! والسلا م!
pattang
01.01.2006
ميلمه A :
د زيار صيب خومو د ډير صفت کړی دی ، خدای د وکړي چې هم داسې وي او ستاسوټولې
ادبي منډې رامنډې پخوانۍ تجربي تکرار نکړي٠ ( مونږ د پښتنو نور ډير ژوندي مسالونه هم لرو ) ٠
[color=darkred:1ed722349c]بيله ناندريو څخه :[/color:1ed722349c]
ز يار صيب دببرک کارمل دحکومت په وخت کې چيرې وو، څه کار يې کاوو او څه دريځ يې لاره???
[color=brown:1ed722349c]دوه خصوصيات نور هم شته :[/color:1ed722349c]
A. په مورنۍ ژبه سړی دنورو تر څنګه ، قومي ، نژادي ٠خصوصيات...code of honour بيانوي او دليکلوپه دوديې لکه [color=indigo:1ed722349c]بيالوژيکي خواص دځان اودخپل کام (قوم) لپاره ساتي [/color:1ed722349c].اوله همدي لارې څخه دخپلونژادي ( خصوصياتو ...... ) قباله (کواله ) اوشرعي سندتسبيته وي او اخلي يې نو څکه ځني خلک
په خاص اکادميک ډول سره ژبه زده کوي ترڅو چې د خپل ټبر ( خصوصيات....... ) دنړۍ په کلتوري ګډو
مسابقو او محکموکې ديوه تکړه دفاعي وکيل په ډول ورڅخه پلوي وکړي او حقوق يې په واقعي ډول
خلکو ته بيان کړي او حقوق يې وغواړي .
B . سړی ژبه زدکوي ترڅو چې ډوډۍ اوچوکۍ پرې پيداکړي يوکوچني مسال يې:
لکه نن انګلسي ژبه په افغانستان کې اويا هغه پښتانه چې د پښتود ژبي عالمان يې خپل ځانونه
ګڼل خو نن يې پښتوژبه د پيسو او چوکۍ لپاره خرڅه کړې ده٠.
دپښتنولي په مينه پتنګ
code of honour
[quote:1ed722349c="A"]درنو ليکونکو څه غوبل مو جوړکړی دی ، دومره وار چاته نه ورکوئ چې يو سلام خو در واچوي ، آخر سلامونه ، نيکې هيلي او بيا دنوی لمريز کال مبارکي خو تسې او درانهلستونکي درواخلئ ،که څه هم دا نوی کال نه زردشتي (نوروزي) اونه قمري (هجري ) دی ، بلکې زيږديز لمريز کال دی ، خو لمريز دی او خبره په لمريز کې ده ، نه په زيږديز کې، خو که وي هم، نو ﻻ ښه ده چې دالله تعالی د يوه نازولي پيغمبر د زيږېدنې نيټه دتاريخ پيل ګڼل شوې ، نه د کوم فرعون ، کافر ، مرتد، لعين ، نمرود ، ملحد او شيطان !
دغسې د ښاغلي ز يار صيب د ليکنې متن موهير کړی او پر الفاظو او لغتونو يې غږيږئ، دا ولې ؟ لومړی خو د ليکنې موخه مهمه ده ،چې د څه له پاره يوه ليکنه شوې او څه ويل غواړي، پر هغې له بحث نه وروسته کيدی شي پر نيولوژي او نور ژبدود يې خبرې وشي .
زه خو ددغه مضمون له ليکنې څخه داسې پوه شوم چې پوهاند صيب دپښتو او پښتون د حقوقي مبارزې ريال ديالکتيک ، دهغې تاريخ، اوسيز او راتليز ( يا : اوسيزه اوراتليزه) په ګوته کوي او د اوسني او راتلونکي پښتانه کول پام خپل تاريخي رسالت ته رااړوي ! له د ې کبله بايد په ﻻ دقت اوځيرنتيا سره ولوستل شي او د نږه وييزونو
په لمن کې يې د متن لعلونه وموندل شي !
تر کومه ځايه پورې چې د نيولوژۍ خبره ده، نو پوهاند صيب د څو پښتو(نسلونو) له پاره سخت ډير ارزښتمن کار کړې دی ، ځوان پښت به ترې خپله او بل پښت به ترې خپله او نورراتلونکي به ترې (په لږ لږ بدلون سره) خپله خپله برخه ګټه پورته کړي . نو څوک چې ترې خپله برخه ګټه يا اخيستلی نشي او يايې اخيستل نه غواړي، نو همدغه نيمګړتيايې بس دی، د پوهاند زيار او يا نورو په غاړه دې خپله نيمګړتيا نه ورغورځوي ، البته دا بيله خبره ده چې په همدې وييزونو کې د کارولو په ترڅ کې ډير بدلونونه او بشپړتياوې راتلای شي.
پوهاند صيب به بي له شکه د پښتو يو داسې راتلونکی شپږم ستوری وګڼل شي چې له برکته به يې نور ستوري هم په راتليزه کې و زيږيږي . اوس ښه داده چې دلته يې د ليکنې پر متن خپل نظر څرګند کړو او بس ! والسلا م![/quote:1ed722349c]
Anonymous
01.01.2006
سلامونه !
دادې دزيارصاحب د مضمون مهم ټکي د کتنی په امبور کی رانيسم ٠ دنوموړي عقيده ده چې
(«دری» د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم دی ... )
زيار صاحب غواړي په يوه غشي څونښې وولي نوځکه د کرزي صاحب فرهنګي سلاکاران هم د خپل هد ف په کتار کی دغشي ګوزار ته دروي ٠
نوموړېپښتو مړه ګڼي او ځان دژبې مسيحا چې ګنې دې يواځې د پښتو په مړ جسد کی ساه پوکلای شي ځکه ځان ناګاره کوي چې ګنې دا لومړې ځل دې چې په پښتو مرګونې حالت راځي ٠ خومحترمه کله چې ته دغربي مارکيټ دوښمن وې ، مونږ ته دامعلومه وه چې يوتکړه پلورونکې څه بايد وکړي ٠ زه ستاسو په دغه مهارت کی شک نه وينم ٠ تاسو ډېر تکړه پلورونکي ياست ځکه خو هم په شرقي مارکيټ کی بريالي واست اواوس په غربي مارکيټ کی هم ٠ کاش مونږ هم ستاسوغوندی د (سياسي مداريتوب ) له مکتبه فارغ شوي وای ٠
داکوم لغاتونه چې تاسو محترم د خپلې دندی د تحفظ (JOB SECURITY ) لپاره راپيدا کړي ، زياتره دسياسي کندې خواته تمايل لري ٠ خو نپوهيږم چې د خپل استاذ ، دريم روسي ستوري ، ببرک کارمل په دور کی مو دا جرات ولی نه دې کړې ؟
خېر ، د ډاکټر کار د رنځونو په شته والي چليږي ٠ دخپلې وظيفې د ارزښت لوړولولپاره خو بايد څه چل ول راپيداکړې کنه
«دلم ــ بايسکلم» ،
داهم وايې :
هغوی در باندې دا څلوېښت کاله په درغلي نامه «دری» خپل پارسي ګړدود د بشپړې رسمي او ملي ژبې په توګه ومانه او قانوني کړ نور د دې پرواګير نه دي چې دري يې بولي که پارسي ، او که دې اړ ايستل ، ستاسې د نيوکو په غبرګون کې به يې هم در ډاګيزه کړي : هغه نوښتونه يا نيولوجيزمونه مو چې د ايراني ورونو له خوا په پارسي ژبه کې رامنځته شوي او رامنځته کېږي زموږ خپل مال دی او اوبه په ډانګ نه بېلېږي !
او که نور يې هم پسې راټينګ کړئ چې لږ تر لږه «ملي ترمينالوجي» خو راسره د ملي ــ افغاني پېژند نښې او هويت د څرګندوی په توګه خوندي وساتئ ، نو رډ پر رډه به درته ووايي : «زه دې په پيرۍ کې شک ګڼم ، ته راته مريدان نيسې» ، موږ درسره «افغان» او «افغانستان» نه منو ، پاتې لا دملي ــ افغاني هويت بېلند نښې !
زيارصاحب !
دغه ټول شيان هغه وخت زېږېدلي چې ته ورسره وې ، اوهماغه خلک اوس د افغانستان له نوم او پښتنو سره دوښمني کوي ، تاورته (رفقا) ويل ، هيڅکله دې د هغو مخالفت نه کاوه بلکه دفاع دې تری کوله اوپه جلسو کی به ورسره يوځای ناست وې ، دانن ولی 360 درجې اووښتې يې ؟
اوس به وګورو چې نورڅه وايې :
د غويي انقلاب آره انګېزه هم له همداسې مخامختيا رازېږېدلې وه چې حفيظ الله امين يې د ا . خ . د . ګ د مشرتابه له ناسوبتيا څخه په ګټه اخېستنه بولۍ ورکړه . هغه غوښتل له هغو ناسپاسو ملي دښمنانو څخه په يو واريز ډول د ټولو انټي ــ پښتني ــ افغاني پلانو او دسيسو غچ واخلي او د چا خبره وينې په وينو پرېوي . خو د هغه د بېخرته اور و وينو ډېری بلهاريان بيا هم ډېری ولس شو او نوره هم له بده بتره شوه . دښمنان يې نور هم پسې راوپارول او داسې يې سره يو موټي کړل چې غبرګ انقلابي او جهادي مورچلونه پرخپله ګټه راوڅرخوي او په پای کې د شمال ناسپېڅلې (کمونېستي ــ ستمي ــ اخواني) ټلواله رامنځته کړي . د همدغې ټلوالې په برکت يې وکړای شول ، دوخت د غبرګو زبرځواکونو ملاتړ ترلاسه کړي او په خپله نومونه «اخرين نمايندهء حکمروايی دونيم قرنه ی پشتون های جبار» داکتر نجيب الله يې د ملګروملتو له روغه ييز پلان سره راوپرځاوه .
((کمونېستي ــ ستمي ــ اخواني) ټلواله )) داخوانيانو دوښمني درسره منم ((خوکمونېستي ــ ستمي )) ؟ داخو ٢٥ کاله ستا همرزمه ، همسنګره ( رفقا) وو ، په دومره کلونو کی پری ونه پوهېدې ؟ وکيل پرچمې نه وو؟ بريالې پرچمې نه وو ؟
((دا نو د نړيوال کمپيوتري سازمان سپارښت او ملاتړ وو چې د مخابراتو وزارت په اړونده څانګه کې د څه له پاسه شپږ لکو نومونو (ټرمونو) د راپښتو کولو شپږمياشتنۍ پروژه تر کار لاندې نيول شوې او ليکوال ورسره د همکارۍ وياړ لري .))
(( د څه له پاسه شپږ لکو نومونو (ټرمونو) د راپښتو کولو ))
نو اوس به که خدای کول (( کورس اکابير )) به وايو کنه نو دچاپلار به ستاسو په (نيولوټرموژب اووښتيز ) باندی پوه شي ٠
((ځېنې ځانپلوري پښتانه ))
داله کوم ځايه د مړې خېټې پاړسو وايې ؟
ځانپلوري پښتانه څه ته وايې ؟ چې يو ځل ځان په روسانو خرڅ کړي اوبل ځل په غربيانو؟
((پر دغو ټولو ترخو واقعيتونو سربېره بيا هم زموږ روښاندان ځانونه ناګاروي او په لوی لاس تر درغلي نامه لاندې د افغاني پارسي ګړدود د خپلواکوالي او بوميوالي د بې سروبوله ډنډورو پخلی کوي . ))
داخودې داسې خبره کړې لکه يو څوک چې چاته ووايي : شکورنامت چيست ؟
نن سبا د الکترونيکي خبرتيايي اړيکو له برکته د هرې پرمختللې علمي ــ فرهنګي ژبې دننه ګړدودي توپيرونه پرله پسې مخ پر ورکېدو دي او په دې لړ کې پارسي درېګوني جغرافيايي (دري ــ تاجيکي ــ ايراني) ګړدودونه د يووالي وروستي پړاوونه وهي . دا هم د لمر په څېر ټولو ته څرګنده ده چې په دغو درېګونو ګړدودونو کې ايراني هغه له هره پلوه مخکښانه دريځ لري ، هم د بوميوالي او ډېروالي او هم د فرهنګي پرمختيا له مخې .
دانود بنګله دېش او پا کستا ن دې چې څوک به يې وګټي ٠ خو د ايرا ن اوتاجکستان نه مذهب او نه لهجه سره سرخوري اويووالې يې پېړيو ته ضرورت لري ٠
((دا به زموږ د ملي ــ ژبني پوهاوي لپاره ډېره ګټوره وي چې پر څلوېښت کلن مشهور غلط نامه «دری» له سره غور وکړو او هماغه آر او رښتينی نوم «فارسی» يا «فارسی دری» يې بېرته راژوندی کړو . ))
دڅه لپاره ؟ دسياسي اشراولپاره ؟
نپوهېږم چې زيار صاحب دا پنځه ويشت کاله څه کول چې فکر يې د (( دري )) مسلې ته نن راګرځېده ؟
اوکله چې اروپا ته ورسېد اود (د نړيوال کمپيوتري سازمان ) سره يې اشنايي شروع شوه ناڅاپه يې فکر دغې ملي غلطۍ ته راوګرځېد٠
زيار صاحب د خپلې بشر دوستۍ په ايډيالوژۍ غواړي چې حق حقدارته وسپاري او مونږ مجبور کړي چې ((دري )) ته نور فارسي ووايو ٠ بله ورځ به راته وايي چې فارسيوانان شته ، خليج فارس ولی نشته ٠
خومونږ وايو چې زيار صاحب موله بارانه څخه بيايي او ناوې ته مو دروي ٠ کله چې دا محترم پخپل (( ورانپوهاويو )) خبريږي پښتانه به کنګل شوي وي او بيا چې پښتانه ګرميږي ، د مصر مومپېچلي به هم راژوندي شوي وي ٠
«دری» له آره د «فارسی» ژبې ستاينوم دی چې د يوې سياسي موخې او نيرنګ له مخې د افغاني پارسۍ ، په بله وينا ، پارسي ګړدود (لهجې) پرځای او بيا د يوې جلا ژبې د نامه په توګه له ١٣٤٣ ل . راهيسې غلط مشهور کړ شوی دی
((دا هم يو ستر ملي وياړ دی چې په دې وروستيو کې څو نورې لږه کۍ افغاني ژبې رسمي ــ قانوني دريځ ترلاسه کوي .
په دې لړ کې وزبېکي او تورکمني له هغو >>>> ناآرياني<<<<< ژبو څخه دي چې په خپلو آرو نومونو يې د پارسۍ غوندې ډېری او بومي ويونکي په جلا خپلواکو هېوادو (وزبېکستان او تاجيکستان) اړه لري ))
بيازيارصاحب داسې وايي :
نن سبا د ژبنيو او نژادي ربړو او سکالوو په اړه داسې انکار نه منونکي سانتيفيک چمونه مېتودونه او فارمولونه رامنځته شوي او رامنځته کېږي چې پر ياد شويو تاويليو ــ ماويليو ، ذهنيګريو او لنډ انديو باندې د بطلان کرښه راکاږي او نوره دا کابو چا ته نه ورکوي چې د پخوا په څېر په هسې تور ټپيو او درغليو د افغانستان غوندې د يوه لرغوني ګڼ ژبيز او ګڼ توکميز هېواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا او يو موټيوالی له ننګونې سره مخ کړي! ))
درناوې
له دشت ارچي څخه نظرخان
Anonymous
01.01.2006
سلام! که يی څوک عليکم وايی او که نه زه خو سلام اداکوم .
له دښتی ارچ څخه تر احمدشابابا مېنی او د خير خانی کوتل څخه تر چکری څلی پوری ورڼو سلامونه !
څومره به ښه وای چی پښتنو ليکوالو تر خپل منځ يووالۍ درلودای ، خو له بده مرغه دا يوالۍ چی په نرو برخو کی نه لرو ليکوال مو هم په دې ناروغۍ بوخت دی .
که د پښتو او پښتنو لپاره ښه راتلونکۍ غواړو زما په اند ، دا لاندی څو ټکو ته پوره پاملرنه په کار ده .
١___ که وغواړو که نه ، ژبه هم د ټولنی سره يوځای وده کوی ، او وده يی هم هر اړخيزه ده ؛
٢ ___ که ژبه وده ونه کړی نو پايښت يی شونۍ نه دی ؛
٣ ___ د ژبی کارونکی د هغی ژبی ټول ويونکی دی ، خو د ودی ورکولو خوځنده ځواک يی ليکوالان دی ؛
٤ ___ د ودی لورۍ د بشپړتيا پر خوا غوڅ اوڅرګند دۍ ؛
که ياران دا ټکی په پام کی ولری ، ګمان کوم چی د پښتو او پښتنو ليکوالانو په تړاو به تورونو ته ځای پاته نه شی .
او پا ته شوه د زيار صيب خبره: د پښتو ژبی د ودی لپاره هڅی په بنسټيزه توګه د پښتو ټولنی د پرانستلو او غوړيدلو سره را پيل شويدی . له نيکه مرغه يوشمير پښتنو ليکوالو د پښتو ژبی تاريخ ته د څيړنو زبړ وګالۍ او يوشمير بيا د پښتو ژبی ګرامر ته ملا وتړله ، يوشمير ليکوالو بيا په پښتو ژبه کی د نوښت او پنځونو لوری ته خپل توان ډالۍ کړ او يوشمير نورو بيا د پښتو کره کولو او سوچه کولو لپاره پرله پسی ګامونه پورته کړل . او يوشمير نور بيا د پښتو ژبی د ودی په نيت نوری لاری چاری پر مخ بيولی دی او همداشان دا لړۍ روانه ده . او زيار صيب هم يوله هغو څخه دۍ چی ، دپښتو ودی لپاره يی د پوره ستاينی ونډه اخستی ده .
که د پښتو سوچه کولو او کره کولو ځينو بيلګو ته وګورو ، نوبه څرګنده شی چی د زيار صيب او د زيار صيب په شان يوشمير نوروليکوالو د وياړ کارونه کړيدی او دادۍ يوشمير هغه لغاتونه چی په پخوانيو متونو کي نه کاريدل خو اوس په پراخه پيمانه د ليکوالو له لوري کارول کيږی .لکه :
روغتون ، مېلمستون ، پوهنتون ، پوهنځۍ ، لوست ، ښونځۍ ، واټ ، مېنه ،غميزه ، بڼ ، ژوبڼ ، څلۍ ، کرهڼه ، او په زرګونه نور داسی .
که هغو ښاغلو دا نومونه نه وای را ياد کړي نو اوس به خامخا د نورو ژبو پوروړی وای او د نورو ژبو لغاتونه به مو کارولای . دا اوس منل شوی لغاتونه هم په پيل کي همداشان نامانوس برېښيدل ، خو ورورو ومنل شوه او دادۍ اوس مو ليکني پری رنګينی دی .او له دې وروسته نور نوی به هم را زيږی او بيا له زياتو کارونو وروسته به منل کيږی .
پر سرمو درد مه شه
په درنښت
Anonymous
02.01.2006
د آرچي د دښتې ښاغلی نظر خانه ښې چارې !
١ـ که سياسي نظر او ژبپوهنې ته کار کول ، ګوند او مسلک بايد جبرأ سره تړلي وي او په هغه کې بيا مسلک اولويت هم ولري، نو د زيار صيب ګوندي کواندتيا بيا رښتيا هم يوه تيروتنه ګڼل کيدا شي ، خو وګورئ داسې نه ده :
لومړی خ هيڅ شی پر سياست اولويت او برتري نه لري ، نو ژبه يې هم نه لري . او بيا د زيار صيب ادبي کار او فعاليت څپانده روان و او آن هماغه وخت يې د (ښکيلاک او زبيښاک) په څير ځيني وييزونه دخبري رسنيو د نطاقۍ ترچوکاټه پورې ورداخل شول .
دوهم داچې يواځې زيار د پښتون اندوی( روښانفکر) په توګه نه ، بلکې ډير نور
پښتانه لوړ کچه اندويان ، ليکواﻻن او شاعران هم پرچميان ؤ چې په خلکيانو کې
ﻻ نه ؤ .
لامل : تره کي مطلق تعبد غوښته، نو پښتانه پوهان او اديبان چې هر يو تر ده مخکې ؤ، څنګه به دده ګوند ته تللي وای ؟
٢ـ ستم او پرچم يوشی نه و او نه دي، خو اړيکې يې سره پټې درلودې او وروسته
شورويانو په پرچم ټول چپيان راټول کړل ، لومړی خلقيان ، دوهم ستميان اوورپسې نور .
٣ـ د يوه مسلکي عالم او د پوهاند په توګه د زيار صيب علمي خدمتونه بايد د سياسي کړکۍ څخه ونه ارزول شي . بر عکس [color=red:58ca078538]علمي[/color:58ca078538] سياسي تحليلونو درنښت او ازښتونه يې بايد وکړو .
پاتې شو د واک او چوکۍ تور ، نو ته راته دا ووايه :
[color=blue:58ca078538]
چې دواک د خره لکۍ يې خوښه نه ده ....کوم پښتون دی چې چوکۍ يې خوښه نه ده ؟[/color:58ca078538]
Anonymous
02.01.2006
A وروره ، که ته پخپله زيار صاحب يې نو دابه هم د خوښۍ ځای وګڼم چې ستاسو سره مخامخ خبری کووم ٠
پرون می د يوپکتياوال دوست سره خبرې کولې چې دزيارصاحب خبره هم رامنځ ته شوه ځکه چې دغه دوست دکابل پوهنتون دغريبې فرعي اوناګڼلې څانګې يوله هغو فارغانو څخه دې چې ښاغلې زيار صاحب ښه پېژني ٠ هغه دزيارصاحب ډېر صفت وکړ او زه يې دې ته اړکړم چې د زيارصاحب کلک احترام وکړم چې انشاالله کمي به پکی نه وي ٠
داچې زيارصاحب په سياسي اوټولنيزومسايلو کی ونډه درلوده او لا ونډه پکی اخلي ، زماغوندی بېطرفو وګړو ته هم موقع مساعدوي چې د خپلو حقوقو نه په استفادې هغه سياسي اوټولنيزمسايل هم وڅېړي چې نتيجې يې ښې نه وې او يانتېجې به يې څه وي ٠
نو زه په داسې حال کی چې خلقيان ، پرچميان ، ځينې جهادي تنظيمونه اوطالبان په يوبل پسی تړلي د افغانستان دبربادۍ ،فقراوبدبختۍ ، افغان وژنې ، ځان پلورنې ، زور ،ظلم ، ملي ترور، بې عدالتۍ، چورو چپاول اوبې نظمۍ نه بخښونکي مجرمان ګڼم ، په دغوناسورونوپورې محض تړاو هم ګناه ګڼم٠ څوک چې ديوې وطنفروشې ډلې سره ځان تړي معنايې داده چې دهغې ډلې هرڅه يې منلي ، نوځکه ورسره په هرڅه کی شريک ګڼل کيږي ٠
ستاسود دې خبرې سره چې (ـ ستم او پرچم يوشی نه و او نه دي، خو اړيکې يې سره پټې درلودې او وروسته شورويانو په پرچم ټول چپيان راټول کړل ، لومړی خلقيان ، دوهم ستميان ورپسې نور . ) بايد زياته کړم چې پرچميان اکثريت ښاري پارسيوانان ،اوزبکان
اوهزاره ګان وو چې په ستمي تمايل روزل شوي وو ٠ کله چې سيتميان ورسره يوځای شول ، له وطنفروشانو څخه يو ګام نور وړاندی ولاړل اوپه کرکجنو ، نژاد پرستو، افغان دوښمنوهم بدل شول اوتاسو يې اوس وينۍ ٠ ددې ترڅنګه اطرافي بې تجربې اوتند خويه امينيستي خلقيان ،دتره کي ډله اود زرغون ډله وه ٠ تره کي به ويل چې ((څوک دی زموژ وبام ته خاشې نه رااچوي موژيې وبام ته خاشې نه وراچوو )) چې د خپل وفادار شاګرد(صدلغماني يک پغماني ) له لاسه يې سر وخوړ او امين وکولای شو چې ايله د (بچۀ سقاو) هومره پاچاهي وکړي اودهغه په څېر کانه هم ورسره وشوه ٠ دامينيستانو د ترور اودهشت له لاسه په ښارونواو اطرافوکی افغانانو نه شپه بېغمه وه نه ورځ ٠ دشپې لخوابه يې ويده محصلين له بسترو سره تريتم کړه اود ورځې لخوا به يې له صنفونو وويستل اوغيب به يې کړل ٠ کله چې د غه لنډ وحشتناک دوردامين په څپلۍ کېدوپای ته ورسېد اود امينيستانوپر چمي دوښمنان دشوروي تاجکي اوازبکي وسله والو سره په رو سي ټانکونو سپاره کابل ته ننوتل ، نودوی هم ښه خپل زړه يخ کړ اودامينيستان يې د يوخوا ډانګ اوبل خوا پړانګ ترمنځ ګير کړه ٠ ددغو خلقيانو دتېښتې لاره نه وه ځکه دوی په اولس کی ځانته ځای نه و پرېښودې ٠ امينيستانو نه يواځې دهزاره ګانو دوښمني په غاړه اخيستی وه بلکه پښتانه يې تر ټولو زيات دځان دوښمنان کړي وو ٠ امينيستان دواتشه افراطي خلقيان وو ، په سياست ، مردمدارۍ ، تاکتيک نه پوهېده او د افغاني اوملي مشخصاتو څخه ناخبروو٠ په مطلقه اوبې سنجشه قومانده يې عمل کاوه ٠ دوی د کلي سپين ږيري د اولسواليو په سرونو لمر ته وتړل ، له هيليکوپترويې راغوزار کړه ، شپه اوورځ په يوه او بله بهانه يې د پښتنو کورونه تالاشي کول ٠ هغوی به يې داصلحې په بهانه سکنجه کول ٠ امينيستان دومره افراطي خلقيان وو چې حتا په خپل پلر ونو، خپلوانو اودوستانو يې هم رحم نه درلود او زندانونو ته يې واچول ، په زرګونو پښتانه يې ژوندي خښ کړه چې ثبوتونه يې شته ٠ يو يې د کنړ دکيرالې قتل عام وو چې ١٢٥٠ پښتانه يې ژوندي ښخ کړي ٠
نوپه دغسې حالت کی دغوخلقيانو بله لار نه درلوده پرته له دې چې دګلاب زوی او تڼي سره ټوپک په اوږه کړي اود په اصطلاح انقلاب کبير ثور څخه ددفاع په پلمه د پرچمدارانوڅوکيداري وکړي ٠
ټول لوړپوړي پرچمداران ښاري خلک وو ځکه خو په سياسي مداريتوب کی له خلقيانو مخکی وو ٠ ددې برعکس سرتمبه او بانډه يي خلقيان يواځې په جګړه کی تکړه وو٠ نوسياست پرچميانو نيولی وو اوجګړې ته يې خلقيان ويستلي وو٠
په ملي تروريزم کی د خلقيانو، پرچميانو ، جهادي تنظيمونو او طالبانو مخکښ رول ولوباوه دغو ډلوخپل مخالفين ، دبېل نظرخاوندان ، بې طرفه ، شکمن او د تنقيد خاوندان په بې رحمۍ يا لمنځه يوړه ، يايې زندانونوکی واچول اويايې فراري کړه ٠ دغه ملي خيانت دزغم وړ نه دې ٠
دخواشينۍ ځای دادې چې افغان اولس اوس هم ددغوډلو لخوا برمته دې ٠ يابه ددوی مني اويابه ترور کيږي ٠ ترڅو چې دغه ډلې په افغانستان کی وي ، ملي تروريزم به روان وي ٠ په پردو اسونو سپاره چپ اندازان به په افغان اولس بزکشي کوي ٠
افغان اولس به بس د سياسي بزکشۍ خوسې وي ٠ پرچميان به يې له يوې پښې کشوي ، خلقيان به يې له بلې پښې ، جهادي تنظيمونه به يې له بلې پښې ، وغېره به يې له څلورمې پښې او طالبان خوپه بزکشۍ هم نه پوهيږي اوبد يې ترې هم راځي ، دوی به له لکۍ کلک نيولې وي اوپياده به منډې ورسره وهي ٠
خدای دی افغانان اوافغانستان له دې غمه خلاص کړي
په هرصورت عيان ته څه بيان ، خبره دزيار صاحب (يولغت به زه هم جوړکړم) د ((ژبنووښت)) په هکله ده ٠ که محترم پخپل دور کی (ښکيلاک او زبيښاک) راويستلي وي نو ضرور به يې د امپرياليزم په کوناټو پسې تړلي وي مګر په يقين سره د روسي (ښکيلاک او زبيښاک) ته به يې ددې سرچپه لغاتونه هم جوړ کړي وي ٠ ژبه خوهم قلاده اوهم بلا ، اوزيارصاحب دغه مواقع پېژني ٠
(ښکيلاک او زبيښاک) لرغونې پښتو اصطلاح ګانې وې چې د ((ښکېل)) او ((زبېښلو)) په غږونو دپښتنو په منځ کی د زيارصاحب له زېږېدو څخه پخوا هم موجودې وې ٠
خبره په داسې اصطلاحاتوکی نه ده بلکه په هغو لغاتونو کی ده چې زيار صاحب له ځانه جوړکړي اوپښتانه يې نه کاروي ٠ دغسې نوې نامروجه اونامنل شوي اصطلاحات په روانه پښتو کی د لاسوهنې حيثيت لري ٠
دزيارصاحب په مضمون کی دهغه موندل شوي لغاتونه راته دومره سخت وبرېښېده لکه يوه نوې ژبه چې سړې زده کوي ٠ نو څوک چې د يومضمون په مطلب ونه پوهيږي او عام فهمه نه وي ، د خلکو دتوجه وړ هم نه ګرځي ٠
درناوې
له دشت ارچي څخه نظرخان
Anonymous
03.01.2006
[quote:219c5eb533]A وروره ، که ته پخپله زيار صاحب يې نو دابه هم د خوښۍ ځای وګڼم چې ستاسو سره مخامخ خبری کووم [/quote:219c5eb533]
نه وروره، زه نه زيار يم او نه د زيار صيب سره متاسفانه شخصأ پيژندګلوي لرم، خو زيار صيب چې کوم زيار ګاللی، د ډېر قدر او لوړې ارزښتونې وړ يې بولم .
هو ، ژبه څوک په مصنوعي توګه جوړولی نشي او نه جوړيږي، خو په زيار او هڅو سره دلته او هلته، يو ځَی بل ځَی بشپړېدی شي او د دغه بشپړاوي له پاره د زيار صيب خزانې ډېر خام او پاخه مواد راتلونکو نسلونو ته زيرمه کړي دي . د نوموړي داهڅه به په پښتو کې يوه داسې کلاسيکه پانګه پاتې شي لکه په فلسفه کې د لرغوني يونانيانو فلسفي هڅې !
خو بيا هم : ما د زيار صيب ليکنه د ټول افغان د لومړي مخ له مقالو څخه ددې له پاره دلته را کاپي کړې، چې پر متن يې بحث وشي ، نه د ژبپوهنې پر اړخ يې او نه هم د زيار صيب پر سياسي [color=white:219c5eb533]اوسيزه ( حال) ، تيريزه(ماضي) يا راتليزه (اينده)[/color:219c5eb533] باندې ! نور مو له پورتنيو تفصيلاتو څخه مننه کوم اوستاسو په شمول د ټولو ليکونکو پام د ليکوال د ليکنې اصلي متن او هدف ته راګرځول غواړم . په مينه او درناوي .
Anonymous
03.01.2006
ښاغلى aصيب سلام ونه مى ومنه !
وروره يوځل داستا په كوچنى ليكنه كى دادوه تورى (اوسيزه)او(تيريزه)
راته وژباړه او داوروسته خو دى (راځول)ليكلى دالكه چى (راګرځول)وى
اوكه زه غلط يم نودغه هم وژباړه
اوبيا دمحترم زيارليكنه هم راته ژباړه يا تشريح كړه
باور وكړه چى كه اكثره لوستونكى نه يي ښه غوښين
اقليت به يي ژباړى ته اړتيالرى نوبناء زماخبره ټوكه يا
پسخند ونه بولى
(بښنه غواړم دا خندنيز دى كه څه بلا ده داپه غلطى رانه تير شو)
زیارصیب...
Anonymous
05.01.2006
ستوری صیب سلامونه اوښې هیلې .
زیارصیب دکارمل بی وجدانه په وخت کې په کابل کې ؤ اودکارمل په ستائینه کې یی شعرونه ویل .که تاسودده یوشعرچې کارمل ته یی لیکلی دی ولولی نودزیارصیب اصلي څیره درمعلومه شي .کارمل دافغانستان په تاریخ کې دپښتواوپښتنوترټولوستردښمن ؤاوزیارصیب دهغه پیرواودلارې سرسخت ملګری ؤ .اوس نوتاسې قضاوت وکړی چې زیارصیب دپښتولپاره څومره چوپړکړی اوکوي یی!!! زیارصیب به عالم وي خوهغه متل چې وايي دناپوه دوست نه هوښیار دښمن ښه وي ،دزیارصیب په هکله صدق کوي .البته دازمانظردی ،زیارصیب دپښتوبیخ وایسته اوهغه یی دپاړسۍ ژبې مريي یاګراوګرځولې ده .
خدای دې ورته لارښوونه وکړي!!!!!
Anonymous
05.01.2006
[quote:054d86a7a6]څوک چه په ملی اورسمی ژبه پښتو خبری ، لوست او لیکل نه شی کولای د افغانیت ادعائی ناقصه ده [/quote:054d86a7a6]کاکا !
ماو شما را مصروف قصه های مفت ساخته اند و خودشان ملک را چور کردند.خدا میداند چقدر در مورد ما و خودت میگویند:این احمقها را نگاه کن.قصهء پایپ لاین که به نفع ایران تمام شد.زیرا چند رشوه خور پشتون وتاجک وهزاره زمینهء این کار را فراهم ساختند.
جهان امروز ،جهان اقتصاد وسیاستهای بزرگ اقتصادیست.این حرفهای من وشما ی بيچاره در مورد پشتو وفارسی حرفهای کودنها و بیکاران است.
با عرض حرمت ب
Anonymous
06.01.2006
درنو ميلمنو ليکونکو او لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
ددې ټولو ناسميو ګډ بنسټ او آرتاړی (علت) ښايي داوی چې د افغانستان چپي غورځنګ ملي ريښه او ملي بڼه نه درلوده او له پيل څخه تر پايه پورې د شوروي
زيږنده ، بلا او برکت بلل کيده ، له دې کبله يې واک ته له رسيدو وروسته هغه آزادي او اختيار هم چاته نه ورکاوۀ چې سړی دې اندوی ( روښاندی) وي او بياهم دې بيطرفه دريځ وساتي . هر اندوی مجبوريده چې يا له واکمنې ډلې سره او يا د هغوی له دوښمنې ډلې سره يوځای شي. ماته روښانه نه ده چې زيار صيب دې د ثور له منخوسې کودتا څخه مخکې او بيا د شوروي له يرغل څخه هم دمخه پرچم ته شامل شوی وي . دده مجبوريت هم ښايي دپرچميانو د واکمنۍ + روښان اندۍ او سياسي
مهارت او ددې ټکي يوه پايله وي چې تر دۀ د مخه نور پښتانه روښانفکران لکه ميراکبر خيبر ، سلمان ﻻي نور احمد نور او ګڼ شمير نور ﻻ له پخوا څه چې آن دموسسې کنګرې له شاوخا راهيسې له پرچم سره تړلي ؤ . او بيا د شوروي او په اصطلاح د نړيوال کارګري غورځنګ :lol: ملاتړ :o :o :o هم له پرچم سره و، نو د پرچم او شوروي د ګډ قدرت په وخت کې له قدرته لويدلي او د پرچم تر جغ ﻻندې خلقيانو ته دورتللو خيال خو به له يوۀ ليونې سره هم نه وي پيدا شوی ، که څنګه ؟
نتيجه داچې که څوک له پاکستان ته نه تښتيده او له بنسټپالو سره نۀ غاړه کېدۀ ،
هغه د يو روښان اندي په توګه د پرچم داخلېدوته مجبورېده ، که نه په رسمي ماموريت کې ټپری او ګوښه کيدو ته اړويستل کيده . په چپي غورځنګ کې د خلقيانو نالايقي او محدوديت ، او د مقاومت په اړخ کې د د بنسټپالو غويمنډ ددې سبب او اساس ګرځيدلی وي چې روښانفکرانو ، شاعرانو او اديبانو پرچم ته رجوع کړي وي ، نه د تره کي د ولګراوساده لوحانه کيش ﻻندې خلقي اړخ ته !!!
خو دا چې دزيار صيب يا ﻻيق صيب په څير پرچميانو دې کله د پښتو ژبي پر ضد هم کوم حرکت کړی وي ، يوه ښکاره اختراع بريښي او بس، که نه ثبوت او شواهد دې وړاندې شي . والسلام
Anonymous
06.01.2006
[size=18:97e378ebe1]درنو ښاغلو سلام!
د ښاغلي زيارصاحب زيار خو د هغه په اند د پښتو سوچه کول او ادبي کول دي . خو د خداې په لحاظ زه کله چې دزيار صاحب ليکني لولم نو د ځانه سره ږغېږم چې و سړيه دا ته پښتو وايې او که په کومه بله ژبه دي پسې را اخيستي دي؟ زيار صاحب تاسو او ستاسو د ټول هغه زيار نه چې تاسو يې دپښتو و ادب ته کوی خداې دي تاسو ته خير درکړي خو خوا دي مه بدېږه ستاسو په خبرو بېله تاسو نه بل پښتون بني ادم نه پوهيږي! خو دا ﻻ څه کوې د هغه نه خپله پدري پښتو ﻻ هم ورنه هېريږي!
ماته يو چاوويل چې دا څومره بېخونده ښکاري چې څوک دي مجاور احمد زيار، ګاونډی احمد کوښښ و بولي !
زيار صاحب تاسو بايد داخبره په پام کې ونيسۍ چې ستا سو پښتو و هغو ته چې پښتو زده کړه غواړي د پښتو نه يې خوا توره کړېده !
بې ادبي دي معافه وي!
په درنښت
مامد سرور[/size:97e378ebe1]
نقاد
06.01.2006
ښاغلي مامد صيب او نورو درنوليکونکو ته سلام !
سم انډول او مناسب دريځ غواړي ، څو د زيار صيب له ليکنو څخه اړونده علمي ګټه پورته شي ، ځکه ښايي دابه اړينه هم نه وي چې هر لوستونګی دې د زيار صيب په ليکنه سم پوه شي :
يواځې هغه څوک چې د پښتو نيولوژي ورته ارزښت ولري او ځان له نويو وييزونو څخه خبرول اويا يې څه ناڅه زده کول غواړي ، د زيار صيب ددغه ډول ليکنو د لوستلو ﻻيسنس ، جواز او امتياز لري . ښايي د زيار موخيز (هدف) هم کوم ټولګړی پوهاوی نه وي ، چې ګواکې هر سړی دې د يو څه زيار ګاللو او بار وړلو پرته دده پرپښتو وپو هيږي . نه ! ، زيا زيار دی او له خپلو لوستونکو څخه هم زيار غواړي ، او هغه هم پر خپلې ليکنې د بل د پوهيدلو له پاره دومره نه !، بلکې د نويو وييزونو سره د اشناکيدو او بلديت له خاطره . [color=blue:0e55dd974d] د زيار ليکنه لوستل د ژبې يوسخت جِدٌي تدريسي ساعت دی ، نه دعام پوهاوي يوه ليکنه . خو ددې له پاره نه، چې ګواکې هر څوک او هرلوستونکی دې دغسې (تدريسي) ليکنې بيا کوي، بلکې ددې له پاره ، که چيرې يې لوستونکی له ١٠٠ نويو وييزونو څخه ٥ وييزونه هم د خپلې اړتيا له پاره خوښ کړي او ويې کاروي، نو بيا هم د پښتو له پاره ډير کار شوی دی ![/color:0e55dd974d] ځکه خو مونږ د زيار صيب هرې ليکنې ته يوه پانګه وايو، خو پانګه ددې له پاره نه چې سمدﻻسه ټوله په کار واچوو ، بلکې د زيرمې او ذخيرې په توګه يې بايد د خپلې اړتيا سره سم وکاروو.
هو ، د زيار صيب ليکنې د پښتو له پاره کوم په زړه پورې سوداګريز اعلانات نه دي، بلکې د جدي علمي کار ټوټې او لاسوندونه دي ، چې علمي جديت او سخت علمي زيار او زحمت غواړي او ټول ارزښت يې په همدغه علمي کرکټر کې پروت دی او بس ! والسلام
Anonymous
06.01.2006
نقاد صیب پر قلم دی برکت. همدا خبره د دې بحث لپاره بس ده . او ښه پايله هم ده .
daud
19.01.2006
درنو او قدرمنو وطنوالو ستړی مه شئ
په پښتو ژبه ویل ، لوستل او لیکل د افغانستان په دولتی او رسمی ادارو کی دافغان وولس سیاسی او حقه حقوقی غوښتنه ده او داجتماعی عدالت او سولی اوثبات دتامین دپاره لمړنئ ،مهم او اساسی ګام دئ .
ځینو محترمو ادیبانو او نقادانو دموضوع څخه په بل لوری لیکنی کړی او دښاغلی پوهاند زیار صاحب دکار په اړوند ئی خپلی نظریی وړاندی کړی دی . ښه به داوه چه دوی خپلی ګټوری لیکنی په هغه ځای کی لیکلی وائ چه د پښتو ادب او ګرامر ته ټاکل شوی دی .
ښاغلي ( آ ) صاحب!
۱: هو پښتو ملی ژبه ده ځکه د افغان وولس د مطلق اکثریت ژبه ده .
۲:ملی مانا چه دملت ژبه ده داچه دغه واقعیت تحریف کیږی ددموکراتیکو ، انسانی ، اخلاقی او بین امللی اصولو سره په ټکر کی عمل او توطئه ده او بریالی به نه شی .
۳:ددوی دغه مذبوحانه تلاشونه ټول عبث دی یوازی رسوایی ، ذلت او زوال به ئی په نصیب وی ځکه زور او تزویر هیڅکله حق نه شی ګرزیدلائ .
ښاغلئ کوشان صاحب !
زما په عبارت بندئ کی پښتنو ته هیڅ اشاره نه ده شوی او هغه پښتانه چه په پښتو نه پوهیږی د هغوی هم افغانیت نه تنها چه ناقص دئ بلکه داسی مثال لری لکه څوک چه ووائي زه مسلمان یم مګر توبه نعوذباالله خدای پاک نه پیږنم .
درنو وطنوالو !
په ننئ زمانه کی ددموکراسئ کلمه په هر ځای کی د هر شخص ، ډلی ، سازمان ، حزب او حکومتونو د خولی څخه اوریدل کیږی او هر څوک خپل هدف ته د رسیدو دپاره ددی کلمی څخه استفاده کوی او غواړی په دډول خپل کړه وړه ددموکراسئ په پرده کی پټ کړی ، که په یوه ملک مستقیم تجاوز کیږی نو وایی چه دموکراسی راولو که د یوه وولس خلک قتل عام کیږی ، ښارونه او بنسټیز تاسیسات یی ورانیږی او ازادی او استقلال یی له منځه وړل کیږی همدا خبره به اوری چه ددموکراسئ نظام پیاده کوو، داچه څوک څه کوی او ددموکراسئ فلسفه څه شئ ده ددی بحث د حوصلی څخه بیرون ده او ځاګړی مو ضوع ده چه ډیر بحثونه پری شوی دی او نور به هم پری وشی .
دموکراسی دتیوری له نظره دوولس د اکثریت واک ته ویل کیږی یعنی په یو ه ټولنه کی د اکثریت نظر ، فکر او غوښتنی باید په دغه سیستم کی په عمل کی پیاده شی او دا طریقه د ټولنیز ژوند د سمبالولو دپاره تر ټولو غوره او بهتره بلل کیږی .
زماپورتنئ نظر( څوک چه په ملی اورسمی ژبه پښتو خبری ، لوست او لیکل نه شی کولای د افغانیت ادعائی ناقصه ) د همدی اصل په چوکاټ کی مطرح شوئ دئ .
که د اکثریت نظر نه منل کیږی معنا دا چه د اقلیت نظر باید په اکثریت قبول شی او دا کار بی له زور څخه ناممکن دئ او چیرته چه زور حاکم وی هلته ازادی وجود نلری او له منځه تللی ده او د دموکراسئ او ل اصل چه نفی دزور او فشار ده تر پښو لاندی شوئ دئ . هیڅ عاقل ، ازاد او د موکرات انسان زور او ستم ته حقانیت او مشروعیت نه ورکوی او منحیث د حق یی نه قبلوی .
پښتو ژبه چه په افغانستان کی د مطلق اکثریت ژبه ده او د ا یو معلوم او واضح واقعیت دئ ، که څوک دغه اکثریت ته توجه نه لری او یایی نه منی یا به زورور وی او یا به ناروغه وی چه دا دواړه حالتونه دیوی مطمئنی ، سالمی او عادلی ټولنی د اصولو سره په تضاد کی دی ، یعنی هغه ټولنه چه د زورورو او مریضانو له خوا اداره کیږی جنګ ، ظلم ، بی عدالتی او بی امنی به یی په نصیب وی . خو افغان وولس نه جنګ غواړی ، نه بی عدالتی او نه د ظلم طرفدار دی ، له دی کبله باید همغه پرنسیپ د اکثریت د ژوندکولو د پاره اساس او تهداب د ټولنی وګرزوی او داکثریت دغه اصولی موقف باید تقویه او عملی شی.
دا چه پښتو ژبه د افغان وولس د اکثریت ژبه ده د هغی په زدکړه اواستعمال کی دټولنی د ټولو سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او فرهنګی ډلو او طبقو منافع انعکاس پیداکوی او ګټه تری پورته کوی،
د مثال په توګه په سیاسی برخه کی :
هغه شخص ، ډله ، سازمان او حزب چه غواړی خپل سیاسی هدف ته ورسیږی د خلکو د اکثریت ملا تړ ته ضرورت لری ، که دغه شخص ، ډله او حزب د پښتو ژبی د ویونکو سره خپل مستقیم او غیر مستقیم تماس د خطابو ، بیانیو او ډله ایزو رسنیو له لاری ددوی په ژبه (پښتو) ټینګ نه کړی او د اکثریت د ژبی په وسیله خپل نظریات ، افکار ، مرامونه او کړن لاری د هغوی اذهانو ته ونه رسوی ، د هغوی د ملاتړ او تائید غوښتنه ونه کړی ، سیاسی قدرت ته رسیدل يی په دموکراتیکه توګه نا ممکن دی ، ځکه اکثریت ددوی د نظریو او افکارو سره نا اشنا دئ ، ددوی په ژبه ورته نه دی تشریح شوی او وضاحت ئی نه دئ شوئ ، په د اساس که هر څومره دغه نظریی او افکار منطقی او علمی وی او دلوړو اهدافو دلاسته راوستلو دپاره وی د اکثریت تائید او ملا تړ نه شی حاصلولائ او په اقلیت کی پاته کیږی او بریالیتوب ئی نه په برخه کیږی . له د امله د پښتو ژبی زده کړه او په هغی لیک لوست په افغانستان کی د سیاسی قدرت دلاسته راوستلو د پاره بنیادی رول لری او هغه څوک چه غواړی په افغانستان کی ددموکراتیکو اصولو مطابق سیاسی مشروع قدرت په لاس راوړی دپښتو ژبی سره باید کامله بلدتیا او اشنایی ولری او ددی ژبی دویونکو سره خپله رابطه ددوی د ژبی په وسیله استواره کړی ،سیاسی قدرت یوازی د پښتو ژبی د ویونکو په ملاتړ تمثیلیدئ شی او بس .
د افغانستان په تاریخ کی له بده مرغه هغه چا چه د سیاست په لوبه کی برخه اخستی ده دغه اساسی ټکی ته نه دی متوجه شوی او دمطلق اکثریت په ژبه ئي مسائیل نه د مطرح کړی او د وولس اولنئ غوښتنه یی نه ده په پام کی نیولی ، همدا وجه ده چه بی له مصیبت څخه بل ارمغان ئی افغانستان ته نه دئ راوړئ . عمده علت يی دادئ چه سیاست مدارانو د خپلو خلکو دغوښتنو په ځائ د پردیو غوښتنو ته ارجحیت او اولویت ورکړئ ، د اکثریت د ژبی په ځائ ئی د اقلیت د ژبی ترویج او تقویه د سازشونو ، اجرتونو ، شرمیدلیو مقامونو او کاذبو قدرتونو د لاسته راوستلو دپاره خپله کړن لاره ګرزولی ، د فرهنګی تجاوز دپاره ئی زمینه مساعده کړی او دافغان وولس په طبیعی او انسانی حق ئي سترګی پټی کړی او په مذبوحانه ډول یی تر پښو لاندی کړئ دئ .
تر څو چه د اکثریت دغه اصل مراعات او عملی نه شی نه به دموکراسی تقرر پیدا کړی ، نه به اجتماعی عدالت قائیم شی او نه به قدرت د حق په چوکات کی ځائ ونیسی .
په اجتماعی برخه کی :
انسانان په ازادئ کی یو دبل سره روابط ټینګوی او ددغه روابطو په مو جودیت سره ټولنه منځ ته راځی . څومره چه په دی روابطو کی یو د بل د حقوقو او مسئولیتونو مراعات وشی په همغه اندازه ټولنه د سولی ، ثبات او ارامئ څخه برخمنه وی او د ترقئ ، تکامل او سوکالئ د پاره زمینه برابره شی .
د انسانانو په منځ کی رابطه د یوی ژبی په وسیله صورت نیسی اودا ژبه ده چه د افکارو ، نظریو او ابتکارونو انتقال یو بل ته پری کیږی .
په افغانی ټولنه کی کی د نیکه مرغه ډیری ژبی موجودی دی ، خو هغه ژبه چه په اقلیت کی واقع وی او غوڅ اکثریت تری استفاده نه شی کولای د ټولنی په تحرک او مفاهمه کی هیڅ رول نه شی لو بولای ، ددی دپاره چه مختلف افکار او نظریات په ښه وجه د فهم او درک وړ وګرزی ، مذاکرات ، مشوری او تفاهم په موُثره توګه صورت ونیسی د اکثریت دژبی د پوهیدو او زدکیدو شدید ضرورت دئ او لږکی د ډیرکیو د ژبی په زده کړه مکلف دی .
د همدی اصل په بنا پښتو چه د مطلق اکثریت ژبه ده ، زدکړه ئی دافغانی ټولنی د ثبات او سولی او ارامئ د پاره یو مهم عامل دئ او د اجتماعی عدالت د بر قراریدو اساسی فکتور دئ .
په یوه ټولنه کی چه د اکثریت طبیعی ، اصولی ، مشروع او ښکاره حق تاُ مین او تصدیق نه شی ، سوله هلته نشته او اجتماعی عدالت په هغه ټولنه کی صورت نه دئ موندلئ . سوله یو موُقتی ارامش دئ چه ثبات نه لری ،او استبداد حاکم دئ تر هر نامه او عنوان لاندی چه دئ ، او چیرته چه ستم او استبداد حاکم وی مطلق زور حاکم وی او په مطلقه حکومتونو کی د اجتماعی عدالت نه خبری کول هیڅ مانا او مفهوم نه لری یوازی فریب ، تزویر او غولول دی .
داجتماعی سازمانونو او د ښیګړو د موُسسو کارونه د اکثریت دژبی په کارولو سره موُثر او مفید تمامیږی او په ډیره ښه طریقه د خلکو مشکلات حل کیږی ، د سازندګئ او ابتکار د پاره هر اړخیزه زمینه برابریږی .
د اکثریت د حقوقو په مراعاتولو او درناوی سره په ټولنه کی متقابل اعتماداو باور منځ ته راځی او ددغه باور له امله د ماجراجوئي او د پردیو ددخالت مخه نیول کیږی او هغه عناصر چه په ټولنه کی بی نظمی او ګډوډی راولی په اسانئ پیژندل کیږی او تو طئی ئی رسوا کیږی .
پښتو د اقتصادی ، تولیدی ، سوداګرئ ، بازار او استهلاک او مصرف کوونکو ژبه :
دافغانی ټولنی غوڅه برخه چه په پښتو خبری کوی دتولیدی کیفیت او کمیت په پورته بیولو کی ډیر لوی تاثیر لری . هغه بشری قوه چه په افغانستان کی په تولیدی او خدماتی برخو کی فعالیت لری اکثریت ئی په پښتو خبری کوی ، ددوی د مسلکی او حرفوی سطحی د لوړولوپاره د پښتو ژبی څخه استفاده حتمی ده ، ځکه دغه انسانی قوه پخپله ژبه باندی په ښه او بهتره توګه د معاصروتولیدی او تخنیکی بریالیتوبونو څخه خبریږی او یوازی په پښتو ژبه ددوی د اګاهئ ا و مسلکی پوهی د سطحی لوړول ممکن دی . د تولیدی او خدماتی شرکتونو او موسسو د کار څښتنان د خپل کاروبار د رونق د پاره د پښتو ژبی داهمیت او موُثریت په نظر کی نیولو سره د خپلو محصولاتو د مرغوبیت او کیفیت د لوړوالی دپاره دروزنی ، لارښودنی مرکزونه ، مشورتی جلسی ، کورسونه او کنفرانسونه او بیانیی د کارګرانو په ژبه (پښتو ) بایدترتیب او دایرکړی او دافغانی ټولنی ددی خصوصیت یعنی پښتو ژبی په پام کی نیولو سره په کامیابئ خپله تولیدی پالیسی په مخ بوزی .
هر تولیدی شرکت د خپلو محصولاتو او تو لیداتو د خرڅلاو له پاره د بازار په لټه کی دئ ، دافغانستان بازار او استهلاک کوونکو زیاته برخه د پښتو ژبی ویونکو تشکیل کړی ده . ددی دپاره چه سوداګران او تولید کوونکی وکولائ شی خپل محصولات مصرف کوونکو او مستهلیکینو ته په ښه ډول تشریح او ورو پیژنی پښتو ژبه زدکول ورته حتمی دی ځکه دغه بازار یوازی هغه سوداګر او تولید کوونکی فتح کولائ شی چه په پښتو ژبه د افادی او مفاهمی توان ولری ، په پښتو خبری وکړی او په پښتو ژبه اعلانونه او انتشارات د خپلو محصولاتو د خرڅلاو له پاره وکړی او متقابلاََ دهغوئ د عکس العمل څخه د خپلو محصولاتو د کیفیت او نوعیت په برخه کی خبر شی ، تر څو د راتلونکو تولیداتو په برخه کی د مصرف کوونکو غوښتنی پوره کړی او خپلی نیمګړتیاووی له منځه یوسی .بریالئ سوداګر هغه دئ چه د اکثریت په ژبه پښتوکاملاََ برلاسئ ولری .
پښتو د افغانی کلتور او فرهنګ ژبه ده .
د پښتو په ادبی او ثقافتی اثارو کی داسلامیت ، د انسانیت ، انسانی کرامت ، وطن پالنی ، وروګلوئ ، رحم ، مرستی، دازادئ او استقلال په لاره کی ځان قربانول او دظلم او ستم په مقابل کی مبارزه کول په ډیر ښه انداز او کیفیت سره بیان او منعکس شوی دی. د پښتو ژبی لیکوالان ، شاعران ، ادیبان ، فیلسوفان او متفکرین د انسانی ارزښتونو د احیا او بقا د پاره نه یوازی د افغانی ټولنی د پاره
نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی بلکه نړیوالو ته ئي هم په دبرخه کی د تیارو څخه دراوتلو لاره ښودلی ده او د جهانی فرهنګ په تقویه کی ئی خپله ونډه اخستی ده . په پښتو ژبه کی داسی منظوم او غیر منظوم تاُ لیفات او اثار نه لیدل کیږی چه د تعصب ، په نورو دبادارئ ، دنورو په ادیانو او عقایدو ،ژبو او قومی تعلقاتو دتیری ، نفرت او کینی ښکارندوئ وی، برعکس هر رنګه تعصبونه او د هغی په بنیاد ولاړی شوی فتنی ئی غندلی دی او خپله کرکه او نفرت ئی ځنی ښودلئ دئ . دداسی یوه ثقافت سره اشنائي او دهغوئ د افتخارنه ډکو انسانی اثارو څخه خبریدنه یوازی د پښتو ژبی په پوهیدلوممکنه ده.
د پورتنیو سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او فرهنګی واقعیتونو او فوقیتونو په لرلو سره هغه څوک چه سالم عقل لری ، او د دموکراسئ په اصولو او کړن لارو باور لری او ځان افغان بولی باید د پښتو ژبی زدکړه او پوهه په ځان فرض او ملی مسئولیت وبولی او د پښتو ژبی دسیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او فرهنګی
بر تر والی څخه په افغانی ټولنه کی ګټه پورته کړی او دی حقیقت ته احترام وکړی .که څوک دغه واقعیت او حقیقت ته سر نه ایږدی عاقل نه دئ ، هوښیار نه دئ ، ازاد نه دئ ، افغان نه دئ او پړئ ئی د پردیو په لاس کی دئ .
اهغه اداره چه غړی ئی دوولس په ژبه خبری ، لیک لوست نه شی کولائ وولسی اداره نه بلکه دوولس ضد، پردئ او مزدوره اداره ده.
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
Anonymous
19.01.2006
http://www.haruth.com/JewsAfghanistan.html
Anonymous
19.01.2006
http://members.aol.com/pashtuns/