نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکرزي صيب ځواني، اداره، اوابتکاريې
pattang
28.12.2005
[color=red:c5a618acd5]١ :.دکرزي صيب ځواني:[/color:c5a618acd5]
http://gblx.cache.el-mundo.net/especiales/2001/09/internacional/afganistan/images/karzai.jpg
[color=brown:c5a618acd5]٢ :دکرزي صيب اداري پوه , سياسي ،اقتصادي او سوسيل ابتکار : [/color:c5a618acd5]
د ملى ارمان د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ولسى جرګې د رييس مياشتنۍ تنخوا ٣٥٠٠ډالر ښودل شوى ده . همداشان د هر مرستيال له پاره ١٥٠٠ ډالر ، د منشى له پاره ١٢٠٠ ډالر او د هروکيل له پاره ١١٠٠ ډالر د مياشټى تنخوا ټاکل شوې ده .د مشرانوجرګې مشرتابه او کيلانو ته هم همداډول تنخوا او امتيازات ورکول کيږى . د رپوټ له مخې د استازو د مجلس رييس ته د مرمۍ ضد دموټر د رانيونى امر هم د کرزى له خوا منظور شوى دى .د رپوټ پر بنسټ د پرلمان د غړو د يو مياشتې تنخواه ٣٩٢٩٠٠ ډالر چې ١٩٦٤٥٠٠٠ افغانۍ جوړوى ، اټکل شوې ده .ورځپانې دغه رپوټ د ماليې وزارت دوړانديز او د افغان ولسمشر حامد کرزى د حکم د شميرې او نيټې پر بنسټ خپور کړى دى .
[color=brown:c5a618acd5]د افغان مظلوم ولس د زړه فرياد[/color:c5a618acd5]
چاپي بڼه
مېرخېل وردګ - ناروې
وړمه ورځ مي په بيلا بيلو خبري رسنيو کي د رمضان بشر دوست لخوا د پارلمان د ريس ، نايبانو او غړيو د تنخواوو او د قانوني لپارۀ د مرمۍ ضد د ګاډۍ ( موټر ) لپاره د کرزی امر چي ورکړی يې دی، خبر مي ولوست په ريښتيا چي ډير دردونکی خبر دی تر کله به د مظلوم او بيچاره افغان ولس سره دا ډول جفا کيږي .
ګرانو هيوادوالو که هر څوک د يوه دردمند افغان په صفت د دوطن او مظلومو افغانا نو سره چي په ديرشو کلونو کي يې خپل ټول مادي او معنوي هستي له لاسه ورکړی او نن د يوې مړۍ ډوډۍ او د يوه خټين کورګي محتاج دي او هيڅ رڼا يې د خپل راتلونکي لپاره تر اوسه نه ده ليدلې، قضاوت وکړو نو هرو مرو به له کرزي صيب نه دا پوښتنه وکړو چي ته د يوه ولسمشر په توګه له د کړيدلي ولس سره دا جفا کوي او په يوه مياشت کي پرته له نورو لوژستيکي خرڅونو نه، ١٩٦٤٥٠٠٠ افغانۍ ته د پارلمان غړيو ته چي اکثريت يي د مظلومو افغانانو په وينو او قربانيو ميلونونه ډالر جمع کړي او د هيڅ ډول نارو ا او ظلم نه يې مخ نه دی اړولی، ورکوي٠ ايا هغه کونډي او رنډي په ياد لري چي هيڅوک نه لري او په يوه مړۍ ډوډۍ پسي هري نارو ا ته اړ دي, معيوبين چي د خپل قيمتي بدن غړي يې له لاسه ورکړي دي او نن هيڅ نه لري او د نورو د غاړي بار دی، هغه يتيمان چي په جګړو کي يې پلارونه له لاسه ورکړي او نن څوک نشته چي د ترحم لاس يې په سر راکاږي او دومره څه ورکړي چي د کوڅې او بازارونو له مزدورۍ خلاص شي .
بيځايه به نه وي که د طالبانو يو مثالي کار چي د افغان سفارتکارانو تنخواوي يې په نيمايي کړي او ويلي وه چي عجيبه دا ده چي ډير ملايان غواړي به بهر کي سفارتکار شي دا خو تنخوا ډيره ده او له اړتياوي يې ډيره ده. نو اوس به هر څوک زيار کړي چي د پارلمان غړي شي ځکه لوی بزنيس دی او پاتي شو د خلکو خدمت هغه هسي هم يو خوب دی، ځکه چي مونږ ټول د پارلمان مشر او اکثريت غړي پيژنو.
زه په خپل وار سره ،سره له دې چي د اداري فساد ډنډورې تر اسمانه جګي دي او خپله کرزي هم نن اعتراف کوي، وايم راشي چي لږ په غور سره ګام واخلو چي نور مو راتلونکی نسل ګرم نه کړي او دومره څه مو کړي وي چي پاک رب (ج) مظلوم ملت او خپل وجدان ته سر ټيټی نه وه٠ د مثال په ډول که پرته له ترانسپورټي او لوژستيکي خرڅونو نه ټولو د پارلمان غړيو ته د دغه پيسو ٤٠% پيسې ورکړو نو مونږ په پاتي ٦٠% پيسو هره مياشت يو ښونځی يا کلينيک او داسي نوري وړې پروژې نه شو جوړولای ، فکر وکړی په ٥ کالونو کي څومره لاس ته راوړني ولرو,نو که دوی ريښتيا د خلکو وکيلان او مطلب يې د خلکو خدمت وي له د تنخواوو څخه به تير شي او په خپلو ګريوانو کي به سر ټيټ کړي او په ريښتيا به خدمت ته مټي راونغاړي . زه په ريښتيا د بشردوست دا انساني او وجداني ګام په ځای بولم کاشکي دا ډول احساس له هر ا فغان سره پيدا شي هله به افغانستان اباد شي,او دا مي د ماليه له وزير نه او کرزي نه غوښتنه ده چي تاسو خلکو او لوی رب (ج) ته ځواب ورکونکی ياست پريږدی دا د ملي مصالحت تر نامه لاندي معامله ګري چي د دې مظلوم ولس سره يې دا څلور کاله کاوه تر څو به دا څو کسه بدمعاشان او ډاکوان چي ټول ولس ورسره يرغمل دی تر خپل څنګ ساتي کله يې په ټاکنو يو ځای ته رسوی او کله يې اوتومات د ملي مصالحت تر نامه لاندي يوه مقام ته ورسوي لږ فکر په کار دی په تيرو ٤ کالو کي مو څه وکړل له دغو جنابانو سره، ولي نور عالمان او کارپوهان نشته ،ايا صرف دا د ګوتو په شمېر څېرې دي چي نه سواد لري او نه د کار تجربه ، تر کله به زمونږ په سرنوشت دوی لوبي کوي .
[size=18:c5a618acd5] اوس پوه شوې چې دڅه پرسرجگړه ده ؟[/size:c5a618acd5]
[color=darkblue:c5a618acd5]دې لېوني ته ګوره چې دی اوس پوهېږي[/color:c5a618acd5] ( پتنګ )
حبيب اله غمخور2005,12.28
هغه وخت چي ديوه ترهگريزبريد په پايله کښي دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوال تجارت ماڼۍ راولوېده ،امريکا سمدلاسه دطالبانو دنظام دړنگولو او په افغانستان کښې دنړيوال تروريزم دسازمان دجرړو دايستلو تر څنگ افغانستان ته دديموکراسۍ او اجتماعي عدالت دصادرولو هوډ هم وکړ .
دبن کنفرانس داير شو اوهلته نړيوالوپه افغانستان کښي دخپلو پلويانو سره دڅلورومهمو دندو تر سره کولو پريکړه وکړه؛ دبن دکنفرانس پريکړې دنړيوالواو افغانانو دخبرتيا لپاره دجهان په ټولو مطبوعاتو کې نشرشوې .
افغانانو چې له جگړي ،او هره ورځ په يوه اوبل نامه دوژني نه ستړي شوې وه، او له بلې خوا يې د مجاهدينو اوطالبانودهغه واک مزه چي تر يو ميليون زياتو انسانانو دهغه دڅه کلو لپاره خوږ ژوند دلاسه ورکړۍ و هم څکلې وه لکه په اصطلاح دمجاهدينو دحکومت نارواوو ،ظلم او سپکاويو چې افغانان دطالبانو رژيم منلو ته وهڅول ،او بياطالبانو هم داولس داسي وزوراوه چې دهيواد دنجات په خاطريې پر خپله خاوره د پردوتجاوزته غاړه کښېښودل . که څه هم امريکايانو يو ځل بيادهغو په وسيله دمؤقتي اداري دجوړولو تکل وکړ کوم چې ولس ځيني بيزار واو له هغونه يې نفرت درلود خو بيا هم داسي فکر کيده چې ممکن دايو تاکتيک وي . مگرمتاسفانه امريکا تر اوسه هم غواړې دهغو په وسيله دموکراسی پلې کړې کوم چې دخپل موجوديت په ټول دوران کښې يې ددموکراسۍ سره علنأ مخالفت کړيدۍ .
څلور کاله دسترگو په رپ کي تير شول ، خوداسي تير شول چي افغانان دهغه نه کومه داسي خاطره چي څوک دي ورباندي فخر وکړي نه لري ،پر ټولو کړو وعدو سربيره تر اوسه هر څه پرخپل ځاي پاته دي کله کله چارواکي پر خپلو درغليو نوي پردي اچوي اوبس .
يوشمير پسله طالبانو دددوو لويو جرگو دايرېدل ستر برۍ بولې اويااساسي قانون په گوته کوي ،پدې ورستيو کي دملي شورا تر ټاکنواو دپارلمان دکار نه وروسته خو په زيات افتخار سره ددداسي تاريخي بريو خبري کوي چې بديل يي زموږ دهيواد په تاريخ کي نه منې . دا دهرچاحق دۍ ،مگر بهتره او عادلانه داده چي هر څه پخپل نامه ونومول شې .
امريکا ،انگليستان او ورسره نوروهيوادودبن تر کنفرانس وروسته دافغان ولس سره دداسي کارونو دتر سره کولو دژمنو تبليغ شروع کړ چي په خپله افغانان هيران شول ؟ څه پېښه شوه چې يودم داټول پر موږ دومره مهربان شول؟ سره لدې چې په حقيقت کښي امريکا دافغانستان دسياسي حالاتوپه اړونددخپلوپخوا نيو کړونو کړنو په پايلو هم پوره پوه شوې وه ؛يو په بل پسې دافغانستان سره دمرستو نړيوال کنفرانسونه جوړ شول هره ورځ په لسهاوو هئيتونه کابل او دهيوادنوروښاروته راروان شول ،دپخواني شوري اتحادپه شان يو ځل بيا ولايتونه پر هيوادو وويشل شول دبياجوړوني تر نامه لاندي نړيوال پروگرام طرحه او اعلان شو. مؤقتي اداره په عبوري او عبوري په دايمي اداره بدله شول ،پسله يوي لسيزي افغانستان بيا داساسي قانون ،او پسله 13کالو دملي شورا څښتن شو .
پر ټولو اينکارنه مننونکو درغليو او ډوکه بازيو بيا هم داچې په ملک کښي قانون نه وې ،يادپارلمان دنامه درک نه وې او پرټولو سربيره بيله دې نه چې دچاخوښه وي او کنه واک ترلاسه کېږي ښه داوه چې په افغانستان کې دولسمشرۍ لپاره ټاکني وشوې . دلسمشرۍ لپاره دټاکنو دودله بده مرمرغه زموږ په هيوادکې نه و،دليل يې داو چې لومړۍ زموږ په هيوادکي شاهي رژيمونه وه چي واک ورته دميراث له مخي انتقالېده اوتر هغه راوروسته دوسله والوپاڅونونو،او بيادبهرنيانو په بربنډو مداخلو او دواک پر گدۍ دخپلوپلويانود کښينولو عنعنه او پروسه شروع شول ،که څه هم اوسنۍ ولسمشر دامريکا اونوروبهرنيو هيوادو په مرسته دمؤقتي او بيا عبوري اداري اوتر هگه وروسته ټاکل شوۍ ولسمشر وټاکل شو،چې په طبعي توگه په دغسي هيوادوکښې لکه افغانستان کله چې ددولتي واک څښتن ځان دوباره هغي څوکۍ ته چې لرې يې ځان کانديد کړي دناکامۍ چانس يي ډير کم دۍ ،زموږ افغانانو لپاره دا(( داوړو پزه اېښودل )) هم يو غنيمت ؤ ،خلکو په خوشحالۍ دولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخيستل دکرزي صاحب دښه بخته له مخي داسي سيالان يي درلودل چي ولس په طبعي شکل بيله دنه بل چاته رايه نشوه ورکولاي برياليتوب تر لاسه کړ او تر هغه وروسته يي خلکو ته دنرمو او چربو کړنو وعدي ورکړې ، و لې وعدي لکه دبل هر چارواکي دوعدو ورکونکې هيرې شوې او افغانانو هم دداشان وعدو سره چې پلي کول يې خوب او خيالدۍ عادت کړۍ دۍ .
زه نه وايم چې په دغو څلوروکلو کي هيڅ نه دې شوي مگر افغانانو ته دقناعت وړ ځکه نه دي ، چې يوخو پر دغو تر سره شوکارو په ميليارډوډالرو دلگېدو خبري هر ورځ يادېږې او له بلي خوا پدې ورستيو کښي يعني تر دوهمې نړېوالي جگړې راوروسته دالومړۍ ځل دۍ چې بهرنيانولخوا ديوه هيوادوگړوته ددوي دوطن د جوړولو او هلته ددموکراسۍ دپلې کولو ژمني ورکول کيږې . اوس افغانان په خپلو کې سره وايي داکوم نيم بنده کارونه چې شوي دا دبهرنيانو دمالي ،مادي او مستقيم گډون برکت دۍ ،که يې داټول کارونه لکه دولت خپلو افغاني پلايانو ته پرې ايښي واي فکر نه کيږي چې کوم کار دي تر سره شوۍ واي ،ځکه همدا اوس چې دپيسو ورکوونکی په افغانستان کې دننه هر څه کله نا کله څارې دغه حال دۍکه دوي نه واي خداي خبر چې يوه خښته به پر بله ايښودل شوي واي ؛ لکه همدا اوس چې له کورنۍ جگړي نه راپاته هغه خرابۍ چې بايد دولت يي جوړې کړې پر خپل ځاي پاته دي زموږ دولتي چاواکي دبهرنيو کمپنيو او خصوصې پانگوالو دپانگي اچوني او يا بلند مزله تعمير په تبليغاتو ځانوته دفرار لار پيداکوي . ځکه دوي په دې ښه پوهيږې چې اوس له افغانان څخه دحاکمانو سره دسپيناوۍ جرات اخيستل شوۍ دۍ .
په هرصورت تر اوسه دبهرنيو بې شماره مرستو او پورو سره سره دومره ناخوالي شته چې کتابونه پرې ليکل کيږې ،اوس مي دليکنې موخه دملي شورا تر ټاکنو وروسته دملت نماينده گانو ته دمعاش دټاکلو خبر څيړل وه چې همدا لهظه دامريکا ږغ راډيو لخوا يې دولسمشر له طرفه دتصويب خبر خپورشو .
چې تکرار يي ونه ليکم دبي بي سي نه ليکل سوۍ خبر دلته راخلم :
د ولسي جرگې غړو ته معاشونه و ټاکل شول .
د ولسي جرگې د ريس لپاره په مياشت کې175000افغانۍ چې د 3500 امريکايي ډالرو سره برابرې دي ټاکل شوي ، دمرستيالانو لپاره يې 75000 افغانۍ چې 1500 ډالره کيږي او د هر منشي لپاره 65000 افغانۍ او د نورو غړو لپاره 55000 افغانۍ چې 1100 امريکايي ډالره کيږي ټاکل شوي دي .
دادۍ دملت دنماينده گانو مياشتنۍ معاش چې دافغانستان له هغي بودجې څخه به دوي ته ورکول کيږي کوم چې که رښتيا وويل سې نژدي نوې په سلو کښي له بهره تمويليږې . اوس بايد ولس پوه شي چي دڅه لپاره سيالۍ ،تربگنۍ ،وژل ،ټکول ،تهديدونه ،درغلۍ ،په رايو کښي دانتخاباتو دکميسيون غړوته رشوت ورکول ،يا هغوي په مرگ تهديدول موجود و ؟کله کله خلکو په ډاگه ويل چې درايو دکارتو نه ډک صندوقونه باغچواو بانډو ته وړل سوی او هلته چې زړه يي غوښتي هغه کار تر سره شوۍ دۍ . رايي غلا سوی په شميرلوکې دبل په گټه رايي شميرل شوي دي ، خو اړونده چارواکو پر دغو ټولو سترگې پټولې .دا هغه واقيعتونه دي چي په نړيوالو مطبواعاتو کښې يي انعکاسات موندلي دې ،که په افغانستان کې چا دانتخاباتو ددرغليو په هکله کوم څه ويلې اويا يي هلته څه ليکلې ټول په خبر دي چې هغه دبل کانديد لخوادخپل دولتي او پوځي قدرت په تناسب تهديد شوۍ دی . پدې باورلرم چې دا وخت ژر يا وروسته راتلونکۍ دی چي دتيرو پارلماني ټاکنو په هکله به ټول هغه واقيعتونه او فاکټونه راوسپړل شي چې اوس يې څوک فکر هم نه کوې او يايې دسپړلو جرات نشي کولاي .
زه پردغه موضوع اوس څه نه ليکم چي په سلو کې څوتنو په رښتيا سره دخلکو په رايه بيله کومي درغلۍ او ډوکه بازيو پارلمان ته لار موندلې ده ،يا داچې دنړيوالو مطبوعاتو دخپارشوو معلوماتو پر اساس چې په طبعي شکل دبشر دحقوقو دنړېوالو سازمانو اود خپلو څيړنو پر بنياديې ځيني مسايل تر اوسه خپاره کړيدي ، هغوي ليکې چې 60 په سلو کې جنگسالارو او هغو چي داوطن يي تر دغه سرحده وران کړۍ دی اودبشردحقونو څخه په تيري او جنگې جنايتونو متهم دې پارلمان ته لار موندلې ده . مگر اوس شپه او ورځ دولسمشر نه نيولې ټول دولتي چارواکي تبليغات کوي چي مجرم مجرم دۍ بايد قانون او عدالت حاکم وي . ولې حقيقت خو دادۍهغه چې بيوزله دۍ او جنگې دله ټپله نلري هغه محاکمې ته کشول کيږي ، اوهغه ته چي تر اوسه هم په همدغه دولس دارادې خلاف لار روان دۍ دولتي جگ مقامونه دملې مصلحت په دروغجن نامه ورکول کيږې . داهغه معلوم کسان چې ولس يي دمحاکمي غوښتنه لري ولې دولت او ولسمشرځکه څه نشي ورته ويلاي چې هغوي تر اوسه په زرهاوو په وسلوبار کسان او په لسهاو به دوسلو ډيپوگان ولري ،ځکه ددولت نطاقان او پر حقيقت سترگې پټوونکې دابهانې تراشي چې اوس ددغو مسلو دڅيړلو وخت نه دۍ ،که دولت دجنگي متهمينو او دبشر پر حقوقو دتيري کونکو دوسيې رااخلې هغوي امنيت په خطر کي اچوي . ولې ددې کار پايله به داوي چې دا جنگسالار به خپل ټول قوت په هر شکل چې وي ساتې ،په دولت کښي به ځانته غوښن ځاي پيداکوي ،پارلمان به په خپلو منگولو کې نسي او دهيروئينو قاچاق به په يوه او بله بڼه پر مخ بيايې . زه دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير له ننۍ هغي وينا سره چې دآزادۍ په راډيو کې نشر شول موافق يم چې وايي : زه فکر کوم چي طالبان اوس زيات توان نه لري او ....زما په نظر دافغانستان راتلونکۍ واقعي دښمن يو ضعيف حکومت دۍ . حقيقت هم دادۍ چې همدا اوس ديوه ضعيف حکومت دجوړېدو اوپه هغه کښي دجنگسالارو او بنيادگرو ،قومې ،مذهبي او ژبني بې اتفاقيو اچونکو ماهران ځاي پر ځاي کېږي .
که دغه مصلحتونه او دملي گټو خلاف جوړجاړۍ روان وي په دي بايد ټول باور ولرې چې ديوه غښتلی مرکزي حکمت جوړول به ناشونۍ او ستونځمن کار وې . ځکه داسي ښکارې هر څه دهغه چا پلاس کښي دي چي دهغه پر ضد کارول يي منطقي نه برېښې . ددوي تلاښ ددې لپاره و چي په حکومت اوپارلمان کې غوښن ځاي ولري تر څو وکولاي شې هر څه په خپله گټه او خپله خوښه وڅرخوې .
لومړۍ بيلگه يې دوکيل صاحبانو لپاره دداسي لوړ معاش ټاکل دی چي په تاريخ کښې يې سارۍ نه ليدل کيږي .
البته زما ټول وکيل صاحب ځکه هدف نه دي چي ممکن يوڅو دگوتو په شمار وکيل صاحبان رښتيا هم زيات مالي توان ونه لري خواوس په يوه حساب پارلمان ته راغلې دې ،مگر تر کومه ځايه چې اورېدل کيږي غوڅ اکثريت وکيلان غريب نه دي ،په لسهاو زره ډالره يي مصرف کړه تر څو پارلمان ته راشي ،ځکه اوس ورته دامعاش نورهم لږ ښکارې او دابهانه کوي چي دوي گويادخپلو مؤکلينو سره ناسته پاسته لرې ځکه يي مصرف زيات او معاش لږدۍ ؛ خو داخبره دمنلو وړ ځکه نه ده که معاش رښتيا هم لږ دۍ کيداي داسي هغه وکيل صاحب چې دامعاش ورته لږ ښکاري پخپل ځاي هغه چاته پرېږدي چې ددغه ټاکل شوي معاش په نيمايي به په زياته خوښۍ دشوراوکالت قبول کړي . دملت استازي دابايد هيره نکړې چې ددوي ديوې مياشتي معاش ديوه عادي افغان مامورددوکالود معاش سره برابر دۍ ،او دا بيچاره مامور هم لکه بل هر افغان په کور کښې اوه اته تنه ډوډۍ خواره لرې .
نه پوهيږو چي ولسمشر پر دغه سربيره چې يو شمير هغو کسانو ته يې چي دولس تر پوښتنو او گروېږنو لاندي وه پارلمان ته دلاري پيداکولو سربيره ددوي لپاره داسي لوړ معاش چې په اورېدو يې هر افغان حيران پاته کيږي د سياسي رشوت په بڼه وټاکه او که بله کومه خبره وه؟ دادومره پيسې چي يوازي ددوي معاش دۍ ،ددفترو ،سفرو ،ليدنو کتنو او نورو رنگارنگ لگښتونو دمصارفو خبر لاتر اوسه نه دۍ خپور شوۍ چې هغه به په کومه کچه ټاکل شوي وې ؟ که څه هم اعلان وشو چي په دغه معاش کي دکور کرايه ،دتليفون او دترانسپورت لگښت شامل دی ، خودداسي دلايلو په ويلو سره دانسان سره بې شماره سوالونه پيداکيږي چي زه به يې دبېلگې په توگه څومطرح کړم :
۱/ هغه وکيلان چي په کابل او کابل شاوخو اکښي کورونه لري او همدا اوس پکښي اوسې هغوي چاته اودکوم کور کرايه ورکوي ؟
۲/ نسوه کيداي کارته دوړلو او راوړلو په خاطر ميني بوسونه رانيول سوې واي او هغه گمارل شوي واي چي دوي شوراته راوړې او ماذديگر يې بيا بيرته کورونو ته ورسوې . دا رانيول سوی ميني بسونه به څو دوري دپارلمان په خدمت کښې واې .
۳/ که کوم وکيل صاحب دورځي په جريان کي د شخصي کارولپاره ځې داددهغه ستونځه ده ،ملت ولې دهغه دشخصي کارو دسرته رسولو دمصرف پېټۍ پر اوږويوسې؟
۴/ که وکيل صاحب دخپل کوم مؤکيل سره کوم دولتي دفتر چې که ددغه بيچاره هلته کار بند دۍ ځې ،که دهغه څخه دنورلگښتونوغوښتنه ونسې افغانان دومره غيرتې خلک دې چي تل يي وکيل صاحبان دخپلوکارو دخلاصولو لپاره ترانسپورټي لگښتونه پر غاړه اخيستي دې ، دا وکيل صاحبان هم له هغوپخوانيو نه بېلېداي نشي .
۵/ په پښتو کې يو متل دۍ وايي : ((څوک چې پيلان کوې دروازي دي لوړې ږدي )) هغه کسان چې غواړې وکيلان شي او تل ولس ته دخدمت ډبره پر ټټر وټکوې بايد لږ او ډير لگښتونه پر غاړه واخلي ،که څه هم زه اوس ددغو لگښتو دحقيقي لگښت په هکله ديو لړعيني دلايلو له مخې څه نشم ليکلاي ،کله چې يې وخت راغلۍ داسوال به هم خپل ځواب پيداکړې بايد په خپلو امکاناتو دخپلو مؤکيلينو سره دمرستي لپاره ودانگې .
۶/ که همد لهظه يوازي دملي شورا دغړو معاش وسنجووداسي عدد په لاس راځي : دملي شورا دټولو غړو معاش له رئېسه تر عادي وکيله دکاله تقريبأ (( 4714800 )) ډالره کيږي .داپه داسي حال کي چي ديوه عادي مامور معاش په مياشت کي تر 70وډالرو نه لوړېږي يعني په کال کې 840ډالره اوکه دهغه چا چې دهغوي دقربانۍ په برکت يو شمير ښاغلو پارلمان ته لار پيداکړې يعني معيوبينو او معلولينو معاش چې دمياشتي تر 10او يا 20ډالرو نه اېضافه کيږي پر تله شي نو ديوه سالم عقل دخاوند سره داسوال پيداکيږي چې زموږ وکيل صاحبان دکوم ملت استازې دی ؟دهغه چې هغوي دلوږي مری ؟ او دوي بايد دهغو داستازوپه بهانه په کال کې په متوسطه توگه چې ټول سهولتونه په نظر کې ونيول شي 15زره ډالر عايد ولري ؟ ولي هغه چې دا کسان يې خپل استازي ټاکلي ، چې يوه کټگوری يې په دولتي کارو مصروف دي او دولت بيله هغوي نه کوم مفهوم نلري په کال کښې له 720 نه تر 840 ډالرو کلنۍ عايد لرې او دهغو چې خپل ژوند يي تر دغويو شميرکسانو چې پارلمان ته راغلی قربان کړۍ او کلنۍ عايديې 120او 240 ډالرو تر منځ دۍ .
هغه خبره ده کله چې داډول کسان دولس نه رايه تر لاسه کوي وايي زه ستاسو نوکر او خدمتگاريم کله چې واک ته ورسيدل بيا دا بادارنوکر او نوکر داسي بادارشي چې ورسره دخبرو کولووخت نه پيداکيږې .
وړانديز :
۱/ که په رښتيا سره دملي شورا غړي ځانونه دوسل استازي بولې لومړۍ دهيواددهغو ناخوالوپه هکله بايد فکر وکړې کوم چې حل کول يې دلومړيتوب حق لري .
۲/ هغه يو شمير کسان چې پارلمان ته لاره پيداکول يې دخلکو سره سوال دۍ دا وايي چې اوس به دوي خپل ځانونه په عمل کې ثابت کړې چې دوسل او هيواد سره مينه لرې او په رښتيا غواړي وطن ته خدمت وکړې لازمه ده چې ديوه افغان په توگه تر دومره لوړ معاش او دماليې دوزارت اويا بل کوم مقام دسياسي رشوت اخيستلونه ډده وکړي ،ځکه بيله نورو لگښتونو دپارلمان دغړو ديوکال په معاش کيداي شي داسي يوه فابريکه جوړه شي چې هلته به تر دريو سوو زيات کارگران کار تر لاسه کړي او دتل لپاره به دهيواد په ملي پانگه کښي ديوي گټوري مؤسسې په توگه دافغان ولس دگټې اخيستنې لويه منبع وې .
ولس ته خدمت په خبرو اوشعارو په حقيقت کښې دهغوي دغولونو معنا لري ، دولس رښتيانۍ دوست او خدمتگار هغه څوک دۍ چې په مادي او معنوي لحاظ يې دخپل ملت دښيرازۍ په لاره کښې قرباني ورکړه .
دداسي ډبلو معاشو ،لکسواو بېشميره امکاناتو خاوندان نشي کولاي ووايي چې دوي دهغه ولس استازي دې کوم چې اوس له يخنۍ نه او په اوړې کښې له گرمۍ نه خپل خوږژوند دبې کورۍ او وزگارۍ په خاطر له لاسه ورکوې . يو دلوږې او غريبۍ په اساس دمريضۍ نه شکايت کوي او بل دزياتو او لکسو خوړو دخوړلونه .
هيوادوالو اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې دحه پر سره جگړه ده؟
پدې هيله چي ملي او انساني احساس زموږ ټولو افغانانو وجدان نا ارامه نکړې .
( بېنوا خپرنيزه څانګه)
بېرته شاته
Anonymous
21.01.2006
ګرانو دوستانو سلامونه ٠
دالاندی څرګندوونې پر څای نه دي څکه چې محترم ازاد نظر يانظرمحمد نه محترم عظيم بابک دې اونه ددې پاڼې چلوونکې محترم وطنمل ٠
ازاد نظر صاحب له ډېره وخته ليکنې نه کوي کيدای شي چې کوم معذرت به ولري يابه يې نقل مکاني کړيوي يا به افغانستان ته ستون شوې وي ٠ دهغه ښاغلي ايمېل هم اوس کار نه کوي ٠ هرڅه چې وي هغه به وي خو څومره چې ماپيژندلې يو وطنپرست اوخېرخواه انسان ؤ چې په خپل کلتور ولاړؤ ٠
ازاد نظر صاحب د هيڅ قوم پرضد نه ؤ اونه به شي ٠ اود راسيستانو او د افغانستان ددوښمنانو سره به هيڅکله سازش هم ونه کړي ٠
هغه ته دوطن دفاع اوپه افغانستان کښی ميشت کي قومونو تفاهم ډېر اهميت لري نه يوسړې او يوه ښځه ٠ يوه ښځه چې د پښتنو سره دومره ضديت لري چې په جلسوکی هم ورته سپکاوې کوي او د افغانستان دنوم سره دوښمني اعلانوي خود به دوطنپالو د متقابل غبرګون سره مخامخ کيږي ٠
که چېرې ازاد نظر صاحب عکس العمل بې مورده وي مونږ به بخښنه وغواړو اوکه چېرې يوې ښځې افغاني عنعنات ته په سپکه کتلي وي او لومړې تېرې يې کړې وي نو د ازاد نظر صاحب څرګندونې به حقدارته دحق درسېدو په معناتلقي کړو په راتلونکي کښی به بې شمېره ازاد نظران پکی برخه واخلي ٠
که تهذيب ، اخلاقو اوفرهنګ ته خبره واړوو نو دايې نمونه ده چې مونږ ته خپل فرهنګ داسې معرفي کوي :
<<<اينها که خود نه تاريخ نه فرهنگ ونه تربيه دارند بايد (خر) اسان بگويند شما از خر زاده کدام انتظاری ديگری داريد. تمام زنده گی وسر وکار اينها با خر وگاو است . >>>
اوس نو تاسو قضاوت وکړۍ ، دا فرهنګيان چې ترننه دروس غلامي کوي د يوه وطنپال او دروند افغان په خبروټول پښتون ټبر رټي ٠ دوی چې خپل غايطه مواد به يې په کابل کی کوڅو ته بهېدل او حد اقل د پيشو هومره فکريې نشو کولای چې خاشې پر واچوي ، پښتانه په
<خروګاو> ملامتوي چې ګنې نورڅه نه پېژني ٠
که خدای ته مخ کړو نو په افغانستان کی هيڅ قوم ښه ژوند نه دردلود ٠ په وچ جواري د کنړپښتون اودبدخشان تاجکو ګوزاره کوله د پکتيا خلک په ډوډۍ پسې عربو ته ووتل او د فراه او هرات ايران ته ٠ په سخت ژمي کی د بدخشان خلکو د بوسوپه ډکو چمبوسو ګوزاره کوله ، پښتنو په چاروغو اوشړېدلوپاکستاني چووټو٠ د کابل خلکو بيا دغرب په ليلاميو ٠ هغه يوڅوکورنۍ چې هرڅه ورسره ؤ يواځې پښتانه نه ؤ ٠
که دوی پرمختللې فرهنګ په تاجکستان پوری تړي نو دفرهنګ زړې خو ژبه اورسم الخط دې اوتاجکان دواړه نه لري٠ هغوی تردانن هم غلامان دي ٠ په روسي غږيږي او په روسي خبرې کوي ٠ دوی بايد دافغانانو احسان هير نه کړي چې دازادۍ لار يې وښوده او د ځان پيژندنې اومبارزې چل يې وروښوده ٠ که مولانای رومي ، فردوسي ، رودکي ، مولانای بلخي ، سعدي اونورو په روسي ليکنې او شعرونه ويلي وي چې ورسره ويې منو که دانه وي نو دوی د برترۍ کوم حق لري ؟
خراسان يې يوه پلمه رانيولی ځکه د هدف لپاره جواز نه لري ٠ په داسی يوڅه پوری نښتي چې نابود شوې او مړجسد چيری راژوندی شوې ؟
ترپرونه يې افغانستان لکه تاجکستان روسانوته سپارلې ؤ چې ناکام شول دوه يې خپلې اودوه پردۍ اروپايي هيوادونو ته وتښتېدل اوله هغه ځايه په بې شرمۍ ليکنې کوي ٠
خودافغانستان خلک اوس بيداردي او د هرڅه ځواب په هماغه طريقه ورکوي چې څنګه ورسره ښايي ٠
ازاد نظر څه کوۍ مونږ هريو ازادنظر يو
پاچاګل غشې