د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزي اوناندرۍيې

Anonymous
28.12.2005

كرزي او ناندرۍ يې!

----------------- ------------------جميل ميړنى

له تېرې يوې مياشتې راهېسې ، له يوې خواكه ، طالبانو په افغانستان كې پرمېشتو بهرنيو قواوو اودكرزي دادارې پرمنسوبينو اوپلويانو ، درانده او مرګوني بريدونه پيل كړي اوتردې دمه يې لسګونه امريكايي فوځيان اوپه لسهاوو دهغوى ملګري او جاسوسان وژلي اوهم يې يوشمېر هغه جنګي امريكايي چورلكې راغورځولې چې غربي ميډيا له هرې وسېلې اوګوذار نه خوندي اومصؤنې بللې ، خوله بل پلوه كرزي اوادارې يې دافغان مجاهد ولس دجهادي عزم ملي پاڅون دسپكاوي په موخه په هغو ناندريو اوتبليغاتو لاس پورې كړى ، كوم به چې په افغانستان كې روس پلوو كمونستي رژيمونو پرخپل وخت كې په كار اچول اودقاطع مسلمان ولس پرشهادت اوشهادتونوبه يې راز راز تورونه اوټاپې لګولې ، دروسانو لښكرې يې مثبتې قواوې اورابلل شوي دوستان ګڼل ، اوپه مقابل كې به يې مجاهدين مرتجعين ، اشرار اودامپرياليزم ګوډاګيان بلل .
كرزى اومسير ټاكونكو يې هم په هماغه ليكه اوبڼه قدمونه ږدي ، امريكايي فوځيان دآزادي سمبولونه شمېرې دافغان ولس برخليك ټاكونكي يې ګڼې اوپه وړاندې يې مبارز او سرښندونكي افغانان ترهګر شراچونكي اودګاونډيانو روزل شوي لاسپوڅي بولي .
شك نشته چې ځينې ګاونډيان به لا اوس هم خپلې ګټې اومصلحتونه په افغانستان كې لټول غواړي اوبه به خړوي اوخپل ماهيان به پكې نيسي ، ولې سالم منطق به كله هم داونه مني چې همدا ګاونډيان به دومره جرئت ولري چې دامريكايانو په مقابل كې خلك وپاروي اووسله والوپاڅونونو ته لار هواره كړي ، ځكه همداګاونډيان وو چې په مټ يې افغانستان دامريكايانو ګېډې ته ورټېل وهل شو اودطالبانو په لاس واكمن نظام يې له منځه يووړ .
كه فرضاً داومنو چې ځينې ګاونډيان په افغانستان كې لاس وهنه كوي يوشمېر ډلې اكمالوي ، اوكرزى دګاونډيانو همدې مداخلې روانو ناندريو ته اړكړي اوپه همدې ذهنيت وركولو افغان ولس ته خپله هيوادنۍ خواخوږي ښېي .
خو مونږ له كرزي پوښتو ! ته چې په اصطلاح دكوم ګاونډي ديوې بې سنده اوپه تبليغاتو برابري مداخلې نه دومره په وېره اوډار كې يې كه احساسات دې توفاني څپې خپلوي اوغږدې دنړۍ ګوډ ګوډ ته رسول غواړي ايا په هغه ولس چې دوه مليونه ككرۍ يې داسلام ، هيواد او پت په نوم په تېروپنځه وېشتو كلونو كې نذرانه كړي نو هغوى به څنګه دامريكاپه مشرۍ دهغه تېري اوبربنډې مداخلې زغم اوصبر ولري چې ته اوستا كابېنه يې په خپلو فوځي چورلكو كې افغانستان ته راداخل كړئ زرګونه افغانان يې شهيدان اوپه زرهاوو يې دګوانتنامو ، بګرام ، كندهار اوشبرغان په زندانونو كې لولپه اوكړول .
ښاغلى كرزى ؟ ! څه فكركوې! چې تاپه خپله امريكايي فوځيان ساتي ستاهر حركت اوهرقدم هغوى څاري ، آيا تردې به شرموونكې مداخله به بله كومه وي ؟ !
كه ته ! اوستامسير جوړوونكي هرڅومره همدا ناندرۍ ووهۍ اودافغان ولس په ننګ اوشهامت داغونه ولګوئ ، باور ولرئ چې داټولې حربې مو بې بنسټه اوناكامې دي .
افغانان مسلمانان ، مجاهدين اوپه هر عصر اودوركې دهيواد استقلال ، ازادۍ اوداسلامي ارزښتونو ساتنې ته ننګيالي لري ، دامريكايانو اوستادادارې په وړاندې مبارزه دافغان مجاهد ولس ملي اوديني فرېضه ده ، ښايي دابه په دغو تبليغاتو اونيرنګونو چې تاپيل كړي ، د تمېدلو وړ ونه ګرځي .
زما په فكر ښه به داوي چې له كمونستانو اوبيادشمالي اتحاد پرهغو اوتو بوتو چې ويل به يې هله نن پلانى ګاونډى په هغه پوله راواووښت ، وسله وال يې رادننه كړ ، بريد يې وكړ اوبېرته وتښتېدل .
دا اودې ته ورته خبرې ددې پرځاى چې دافغانستان دخلكو او وياړونو په خپل لاس سپكاوى دى بله هيڅ معنا نه لري ، ځكه ګاونډيان اودهغوى اتباع به دومره زړور نه وي چې دامريكا ، ناټو اوستادزرګونو امنيتي افرادو ترسترګو لاندې افغانستان ته داخل شي ، حملې وكړي اوبېرته وتښتي .
دا هرڅه اوهره پېښه چې دامريكايانو اودهغوى دملګرو په خلاف ترسره كيږي دابايد ومنل شي چې هغه ترهګري ، شراچونه اوكومه مداخله نه ده بلكې دادهيواد دآزادۍ ، خپلواكۍ ، اواسلامي اقدارو پالنه ، ساتنه اوژغورنه ده چې يواځې مجاهد افغانان يې ترسره كوي اوبس .
په لنډه توګه كرزي ته ديوې ځانګړې مشورې په توګه وايم : چې كوم پوكى چې ستاپه غوږوكې چاترسره كړى دانه ستا په ګټه ده ، نه دسيمې اونه دافغان ولس ، بلكې له امله يې كيداى شي دافغانانو په اړه په لوى لاس دګاونډيانو غوسه اوكركه راوپاريږي اوپه هغو لارو چارو غور وكړي چې په خلاف يې نن په افغانستان كې ديوشمېر سيالو هيوادونو له خوا په لاره اچول كيږي ، اوپه لوى لاس يو نابل شوي اورته لمن وهل كيږي .
كرزى صيب ته به شايد خبر وې چې تراوسه لاڅه دپاسه څلوېښت لكه افغانان يواځې په پاكستان اويوشمېر يې په ايران كې دمهاجرت ستونزي ګالي ، ښايي روانه اور بلېدونكې تګلاره به مو ترهرڅه ړومبى همدغو مهاجرينو ته په زيان اوكړاو جوړولوته مبني ګرځي .
پاتې شوه داخبره چې ولې په امريكايانو حملې كيږي ؟ اوولې ستا په تخمين سل مجاهد طالبان زرګونو ته ورسېدل اوتردې مهاله يې دتا ، بوش ، بلير اومشرف په ګډون څوك په دې ونه توانېدل چې په قيادت اوليكوكې يې انشعاب راولي اويايې هم په غښتلو ارادوكې كوم بدلون !!
داهغه حقايق اوواقعيتونه دي چې له اسلام ، دين ، خاورې او افغاني غيرت سره په وفاداري تړلي دي اودنړۍ هيڅ مجهزه شيطاني تيكنالوژي يې په مخنيوي اوپريكون كې بريالۍ نه ده راغلې .
په آخر كې په ډاګه بايد وويل شي چې امريكايانو دخپلو ناولو ګټو او اوږدمهالو مصلحتونو په بناء دافغانستان په پاكه خاوره يرغل كړى اوتاكرزي ! نه يواځې ورسره په دغه افغان دښمنه جنايت كې ونډه اخېستې بلكې څو مياشتې وړاندې دې رسماً دافغانستان قباله هم ور خير كړه ، نو افغان ولس پوهيږي چې څوك يې ! ؟ اوپه كومه لار قدمونه اخلې !
دامهمه نه ده چې دهيواد روانه مبازره دې دطالبانو ترقيادت اوحركت لاندې په مخ ولاړه شي اوهغوى دې داوياړ ترلاسه كړي ، بلكې حياتي خبره اوضرورت دادى چې امريكايي غرور درښتينو افغانانو په لاس نابود اودوخت ددغه طاغوت په تابوت هم افغانان وروستى ميخ ټك وهي ، او داكېدونكى اورېدونكى زيرى اوحقيقت دى .

انشاء الله تعالى

-------------------------------------------------- له څرك مجلي څخه په مننه.
بياله www.alemarah.cjb.net څخه په مننه
څرګندستانيزى


pattang
30.12.2005

څرګندصيب سلام!
وروره په دي خلکو خپل وخت ضايع کول نه ارزي٠ دغه بيناموسه بي علمه دسمواتچي
مزدوران ، تکسيوانان ددروغو فروفيسران دخپلې غلا او جيبونو ډکولو لپاره نه په ننګ
نه په ناموس نه په وطن بند دي٠
دغه غله به خدای پاک ورک کړي، کوږ بار تر ځايه نه رسيږي ٠
اوسنی رژيم د افغانستان په تور تاريخ کې ساری نلرې٠
دابيناموسان نه يواځي غله دي بلکي په کار هم نه پوهيږي٠
بادران يې ښه پو هيږي چې دا خلک دکار خلک ندي ، خو هغو ی نه غواړي چې
افغانستان دي مخ ته لاړشي.
هغوی غواړي چې دداسي مردار رژيم او مردارو عناصرو په واسطه دافغانستان
دخلکو اخلاق مردارکړي اوغربي کلتورپکښي رواج کړي او په هغه کي زمونږ ځني
خلک ډير استعداد لري ٠
دوي د 11 د سپټمبر حمله دکلتورونو جنګ بولي ( غربي ، اسلامي ) اود بن لا ډن سياسي
تررور په همدغه ريتوريک ( دکلتورونوجنګ ) په نامه څټ ته اچوي ٠

په پښتني مينه او دبيناموسانو دمحاکمي په هيله
پتنګ


مننه دوستانو

Anonymous
30.12.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه او درناوی .
میړنیه ریشتیا چي میړنی یي . پتنگه ریشتیا چي پشتون یي زه ستاسي د خبرو تایید کوم او د صلیبیانو او د هغوی د گوډاگیانو , د یهودو د تالي څټو نانځکو , د انگریزانو د غلامانو او په امریکا باندي د پلورل شوو تش په نومه مسلمانانو د ناکامي او دهغوی د شرمیدو په هیله یم .
هغه ورځ لری نه ده چي د امگریزانو غلامان به ددې اتلو او میړنیو افغانانو په لاس له هیواد نه وتلو ته اړ ایستل شي او خدای پاک به کرزی لکه نجیب داسي په دار باندي مردار را وویني دتالي څټو لپاره د همداسي ورځي په هیله .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more