د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

به هر انسان تنقيد كيدى شى خو سپكاوى يي نشى كيدى .

Anonymous
28.12.2005

دټول افغان محترمو ګډونكوونكو او درنو لوستونكو سلامونه!

خوږو اودرنو وروڼوسالم او روغ تنقيد دټولنى داصلاح اوسما له پاره
خورا مهم او ډير ضرورى دى له پاچا نيولى تر چپړاسى پورى بايد هيڅوك
له تنقيد نه مستثى نشى خو په دى شرط چى دتنقيد اساس په روغ نيت بنا
شوى وى او پرته له روغه نيته تنقيدله خپلى اصلاحى بڼى نه وځى اوديوى
تخريب كوونكى اخلاقى ناروغى (سپكاوى)جول غوره كوى .

[color=white:e220c685e8]حضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه داسلام نوميالى خليفه ډير تيز
او يا په اصطلاح غصه ناك و خودى قهرمان خليفه په يوه ناسته كى د
شځوولور وټاكو چى څلور سوه اشرفى به ولور وى او له دى به زيات
ولور نه اخيستل كيږى په همدى مجلس كى يوه پيغله پورته شوه
او عمر ته يي په تونده لهجه وويل :
عمر! موږ ستا خبره ومنو كه دخداى جل جلاله ؟
عمر وويل څنګه ؟
دى زړورى اوپوهى پيغلى ورته وويل :
خداى جل جلاله خو د ولور په اړه داسى وايي :
وان تؤدوا اليهن بقنطار ......
يعنى كه تاسو دوى (ميرمنو)ته ډير مال وركړى ....
دامعنى چى په قران كى د(قنطار)تورى راغلى دى او قنطار
ډير مال ته وايي چى څه حد يي نه وى .
او عمر رضى الله عنه خو څو معلومى اشرفى وټاكلى
عمر وويل : لقد اصاب المرئة واخطأ عمر يعنى بيشكه
يوه شځه حق ته ورسيده او عمر خطا شو .په دى سره داسلام دى ستر
خليفه خپله پړه ومنله او له خپلى خبرى تيرشو .[/color:e220c685e8]

موخه مى دا ده چى موږ بايد شخصيت پرسته يا هم هيروپرسته
او اتلپال ونه اوسو (نوربيا)


نقاد
28.12.2005

زرمل وال صاحب ښې چارې ، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ .
تاسو ډيره په زړه پوري او اړينه سکالو منځته راچوالې ده :
يو خو پښتانه له تنقيد سره تر هر بل قوم لږه اشنايي لري او دا لويه بدمرغي ده . له يوې خوا تنقيد شوی اړخ ځان تورن ، دګلی ، نتلی ، سپک شوی يا ښکنځلی احساسوي او له بلې خوا تنقيد کونکی هم د نيمګړتيا پرځای نيمګړتيا لرونکي ته ګوته نيسي او دا خپل کمال انګيري چې ګواکې ايغ په نيغه خبرې کوم ، او ولې به يې نه کوم ، څه د چا له کوره خو راته نه راځي ! دغسې سورې جګړې او تاوده جنګونه ددې بب هم ګرځي چې که خبره ډيره وړه هم وي تر ډيره يې د سورې جګړې له ويرې يادونه څوک نه وي، خو تر وروستي حده صبر او زغم سره سره يې بيا پر هماغومره شدت او غصې سره منځته راغورځوي او د يوې سپږې له خاطره ټول پوستين ته اور اچوي (!)
دې ته وايي له اند او فکر څخه کار نه اخيستل، په احساساتو او جذباتو ډډه لګول او په دفيلو ژېنيز تکامل په ماقبل بشري پړا ونو کې خاپوړې کول .
حال داچې انديز اختلاف او د نظري توپير څرګندونه د پرمختګ او بشپړتيا يواځينۍ ﻻر ده .
سر بيره دبل پر تنقيد بايد پښتانه پر ځان باندې له تنقيد نونې سره هم اشنا شي او پر خپله نيمګړتيا پخپله اعتراف کول زده کړي . که دغه کلتور رواج ومومي ، نو دوستان او خپلوان به دې ته نه اړوځي چې دوست يا خپلوان ترې په تنقيدولو حفه شي، بلکې هر څوک دې همدومره و پوښتل ش چې ته په دغه يا هغه سالو کې پرځان څه تنقيد لرې ، خپلې کومې نيمګړتياوې مونږ ته په ډاګه کولی شې ؟

وګورئ تاسو د ولور يادونه کړې ، خو مطلب مو دلته ښاي ي مهر وي ، نه ولور . ښځې ته ډير مال ورکول څومره اړينه سکالو ده او ډير مال د ښځو د حيثيت ،استقلاليت، برابرۍ او حقوقي دريځ د پياوړتيا سبب ګرځي او هغه د غلامۍ له حلقې څخه راباسي ، په دې شرط چې پلاراومور يې ترېﻻندې نکړي او خيټه پرې وانه چوي . نو زيات مهر د آزادۍ ، آزادانه مينې او ودونو ته د هڅولو ، کور ودانولو اوماشومانو د راوړلو او د غسې نورو نيکمرغيو سبب ګرځي ، خو چې د مور او پلار له خوا د لور د پلورلو، غلامۍ او سپکاوي په لامل( ولور) بدل نشي اود ولور له پاره تر هغه پورې د پلار په کورني زندان کې د هغې د ساتلو سبب نشي چې تر څو يې او د ولور په زور د خسر د کور زندان ته دعمري بندۍ په توګه ليږدوي . ايا دا ټولې معنوي، فکري او روحي، فزيکي اړ اجتماعي هټکړۍ او زوﻻنې نه دي چې پښتنو ښځينه ماشوم ته له زيږيدلو څخه تر مړينې او له کوره څخه تر ګوره پورې بند په بند په غاړه ﻻس او پښو زړه او اروا ته وراچول کيږي ؟ نو ايا پښتنه لور او خور به له خپله کوره ورته د زړه له کومي څخه دومره هم نه ډالۍ کوي(؟) چې :

[color=red:720b1ecba1]کور د پښتنې دی د پښتون د ﻻسه وران ويجاړ
.....................................................خدايه دا چپه ميچن چپه کړې د پښتون په سر [/color:720b1ecba1]


Anonymous
28.12.2005

درنووروڼو سلامونه او نيكى هيلى مى ومنئ !
تنقيد كول يوڅه اسانه دى خو دتنقيد زغمل ډير سخت كار دى
لكه ښاغلى نقاد صيب چى ليكلى دى پښتانه له دى كار سره بيخى
بلدتيا نلرى دتنقيد كولو اوځوابولو له يودوه ځله تكرار وروسته
جګړه ،ديوه بل ګريوان ته لاس اچول اودلستوڼو له منځه تلل
كه په موږ كى طبعى كار نده عادى كار خو خامخا ده

مامخكى وويل چى تنقيد يوڅه اسانه كار دى دامى ځكه وويل چى
مشهوره داسى ده كه نه اصلا خو تنقيد هم دومره اسانه كار نده
هوكى ! تنقيددتنقيدله پاره يا هسى شكنځل او ديوچا رسوا كول
او بي پته كول خو اسانه ده اماسالم تنقيداو تنقيد داصلاح په موخه
بياسخت كار دى زه به دلته ديوه ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى
الله عنه يوه ارزشتناكه وينا رانقل كړم دى وايي :

[color=white:01839a7a9f]تاسو له ګناه اوبدى نه كركه او نفرت كوئ !
خو له ګنا ه ګار او بدكار نه نفرت مه كوئ ![/color:01839a7a9f]

داڅومره له حكمته ډكه خبره ده !!! ګناه ګار خو يو انسان دى
او ګرده انسانان د الله پاك دكورنى حيثيت لرى بايد له انسان سره
مينه وشى او دا داسلامى اخلاقو يوارزشتناك اړخ دى كركه او نفرت
بايد له ګناه او بدى نه وشى نوهر څوك كه په ځان كى ګناه ووينى يا په بل
انسان كى يواځى دى له ګناه نه كركه كوى .

[color=black:01839a7a9f]او موږ پښتانه خو بيا يواځى له ګناه ګار نه نفرت كوو نه له ګناه نه
ځكه ډير ځله داسى وى چى همدا تنقيد كوونكى په خپله په ورته
ګناه اخته وى او داسى هم وى چى له هغى نه په بدتره ګناه اخته وى [/color:01839a7a9f]

[color=white:01839a7a9f] اصلا زموږ كه دتنقيد زغملو چل ندى زده خدايګو كه په تنقيد كولو هم
دومره پوره پوهيږو نوهر څوك چى نه په تنقيد كولو پو هيږى او نه يي
زغم لرى يعنى له سينى تنګ او دخولى چړپن وى دهغه كور به داسى وران
او ويجاړ وى لكه دا زموږ او په لسيزو لسيزو به يي په كاله كى دجګړى لمبى
بلى پاته وى كوربه يي لو لپه وى او له ځانه به يي ولس خندى جوړكړى وى [/color:01839a7a9f]

بل موږ په ټوليزه توګه اتلپال ياهيرو پرست يو دچا په فكرچى كوم مشر
يا سرخيل شه وخيږى نو له هغه نه افلاطون جوړكړو دهغه روا او ناروا ټولى
ستايو او له تنقيد يا نيوكى نه يي پاك وګرځوو هغه مو هم دجذباتو او
احساساتو رګونه درك اوپيدا كړى او دكار په وخت كى په هغو باندى د
ګوتو په كيكاږلو سره له موږ بيچاره ګانو يا ساده ګانو نه كار واخلى
له موږنه خو بيا ميړنى او توريالى دځمكى په مخ نشته

ددى فورم دهر مخ په پيل كى دښاغلى وطنمل خبردارى هم شايد له دى
انګيرنى نه سرچينه اخلى كه يو مشر په غلطه او كږه لار روان وى په هغه
باندى تنقيد څه چى سپكاوى يي هم روا بلكى ضرورى دى ځكه دده په
سپكاوى سره به كيدى شى په ده پسى روان خلك دخپل مشر په كړمو
پوهه شى او ټو لنه به ديوه بيلاري انسان له شره وژغورل شى

[color=white:01839a7a9f]په علم الحديث كى يو ځانګړى فن يا علم د(الجرح والتعديل )په نامه
سره ياديږى په دى فن كى درسول الله صلى الله عليه وسلم دحديثو دروايت
كوونكو ښه والى او بدوالى پيږندل كيږى مخكينيو علماؤ په دى كى ډير
بحثونه كړى دى چى ايا جرحه روا ده اوكه نه ؟ وروسته په دى فيصله شوى ده
چى هوكى جرحه روا ده او جرحه همدى ته وايي چى دحديثو كره كتونكى
ديوه راوى په اړه دا ووايي چى دا راوى دروغزن دى دده خبره دباور وړ نه ده
او علماو داهم ويلى دى چى يو سړى ضررى وى او يو څوك په دى پوهه شى
چى دا سړى خلكو ته ضرر رسوى نو دهغه غيبت روا ده
(نور بيا)[/color:01839a7a9f]


Anonymous
29.12.2005

دروند زرملوال صاحب او درنو وړونو سلام !
تاسو ډېره درنه او باقيمته د ارزښت وړ ليکنه کړېده !
اما اصلي اصول نه دي ٠ 
 ابو  درداء رضى الله عنهو چه داسي ويلي  
[quote:8ae8f0ab31]ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى
الله عنه يوه ارزشتناكه وينا رانقل كړم دى وايي :

تاسو له ګناه اوبدى نه كركه او نفرت كوئ !
خو له ګنا ه ګار او بدكار نه نفرت مه كوئ ! [/quote:8ae8f0ab31]
اما نبي عليه السلام داسي ارشاد فرمايي چه !
حدثنا عفان، قال حدثنا أبو عوانة، قال حدثنا سهيل، عن أبيه، عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال إن الله عز وجل إذا أحب عبدا دعا جبريل صلى الله عليه وسلم فقال يا جبريل إني أحب فلانا فأحبه قال فيحبه جبريل عليه السلام قال ثم ينادي في أهل السماء إن الله يحب فلانا قال فيحبه أهل السماء ثم يوضع له القبول في الأرض وإن الله عز وجل إذا أبغض عبدا دعا جبريل فقال يا جبريل إني أبغض فلانا فأبغضه قال فيبغضه جبريل ثم ينادي في أهل السماء إن الله يبغض فلانا فأبغضوه قال فيبغضه أهل السماء ثم توضع له البغضاء في الأرض‏.‏

او بل وار بيا د يوې موضع سره داسي ارشاد فرمايي چه :
يحدث عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال في الأنصار ‏"‏ لا يحبهم إلا مؤمن ولا يبغضهم إلا منافق من أحبهم أحبه الله ومن أبغضهم أبغضه الله ‏"‏ ‏.‏ قال شعبة قلت لعدي سمعته من البراء قال إياى حدث ‏.‏

د نبي کلام لوړ منطق دي تر صحابي 
که انسان بغض و نه لري او نو بيا داسي پېښه کيږي ٠ چه هيڅ بد کيرداره سړی 
به په ځان پوه نسي چه دخلګو بد راځي د بد کرداره څخه ٠ 

[quote:8ae8f0ab31]داڅومره له حكمته ډكه خبره ده !!! ګناه ګار خو يو انسان دى [/quote:8ae8f0ab31]
داهيځ د حکمت  خبره نه ده ٠ د ګناه چه زموږ بد وسي ښه خبره ده !
د هغه ګناه کارچه په کبيره ګناه اخته وي  نو طبعا زموږ تر سترګو بد، خوار ،احمق يا سپی سړی ښکاره سي ٠ 

دا دنيا چه وي نو بد به هم وي ورسره ٠ موږاو تاسو له نړۍ څه بد نسو ورکولي 
 کوښښ مو دادۍ چه اخلاقي انسانان جوړکړو ٠ 
په دې ډول چه د بد اخلاقو ته لاس ور واچوو ٠ (په پوليسو ) او په خوله خبر ورکړو ٠ او په زړه کښي بغض ورسره ولرو ٠ 
او د بدو په اساس هيځ ډول کومک ورسره ونه کړو ،او هر څوک چه دبدو
بېريږي کومک ورسره وکړو لکه الله چه فرمايي 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلاَئِدَ وَلاَ آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِن رَبِّهِمْ وَرِضْوَاناً وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّکُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوکُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا [color=white:8ae8f0ab31]وَتَعَاوَنُوا عَلَي الْبِرِّ وَالتَّقْوَي[/color:8ae8f0ab31]‏ [color=red:8ae8f0ab31]وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ [/color:8ae8f0ab31]وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿ 2 ﴾ المائده 

ږغ پورته که چه ښه مي نه راځي ستاڅخه اې بد کاره او رايه نه درکوم 
وروره ته مي خوښ يي درسره ولاړ يم ٠ 

و ګوره و غرب ته !
مايکل جاکسن پر بد فعل متهم سوو ٠ او په محکمه کښي ئې برائت  تر لاسه 
کړۍ ٠ خو امريکايان ئې بيا غزلي ته غوږ نه نيسي ٠ په يوه مياشت کښي مجبوره
سوو چه وطن پرېږدي ٠ عماراتو ته ئې کډه بار کړه ٠ 
OJ په قتل متهم سوو ٠ بليونر وو ٠نه در په دره دۍ ٠ ملت ئې نور نوم پر خوله 
نه راوړي ٠ او ټېوي ، راډيو نور اعلانونه نه په وي ٠ 
ملت سبق ورکوي نه حکومت ٠ 
هر سوپر سټار که دنر زوئ دۍ ٠ بيادي ارادهوکړي چه بد وکړي ٠ 
د ملت تعصب به ئې چاره ور وکړي ٠ 

دا سرچپه تيوري پرېږدۍ چه د  ګناه ګار خو يو انسان دى  خود انسان دۍ 
خو د نفرت وړ دۍ ٠ انسان دۍ چه د بدۍ مخترع  دۍ ٠اوبل نفر ئې ترې زده کوي 
[color=white:8ae8f0ab31]په دنيا کښي بدي نسته ٠ عناد دبدو د مخترع سره وکړي [/color:8ae8f0ab31][color=blue:8ae8f0ab31]بغض شرعي دۍ [/color:8ae8f0ab31]
 په درناوي 
حليمي 


Anonymous
29.12.2005

محترم حليمى صيب سلامونه !
محترمه چى ستا په شكلى او خوره وره ليكنه مى سترګى
ولګيدلى ډير خوشاله شوم شاغلى مشره ! له ګنا ه ګار نه
كركه او نفرت نه كول خو دامعنى نلرى چى ګواكى نو مينه او
محبت دى ورسره وشى يا دى په سر كينول شى اوپښى دى
شكل كړل شى

بلكى ما دګناه ګار په اړه داسلام له دعوتى او اخلاقى نقطه نظره
خبرى کړى دى چى يو عادى ګناه ګار يا ديوى كوچنى ګناه كوونكى
بايدله حده زيات ونه ترټل شى لكه څرنګه چى په ټوليزه توګه زموږ
دين پوهان يا نور اصلاح غوشتونكى ډير ځله له داسى ناسم چلن نه
كار اخلى ته هم زموږدهيواد يو دين پوهه يي ځكه خو سمدستى په غصه شوى
او ودى ليكل چى (داسرچپه تيورى پريږدى ).
محترم حليمى صيب ايا دحضرت ابو درداء رضى الله عنه موخه داوه
چى زانى ته حدمه وركوى يا قاتل ته سزا مه وركوى ؟؟؟
اوماچى دلته كومه ليكنه كړى ده نوموخه مى داده چى بايدله زانيانو
او غلو سره خلك مينى كولو ته را وبو لم؟؟؟
محترمه داسلام جنايي قانون او حدود په خپل ځاى كى ځان ته خبره ده
زماليكنه داسلام په اخلاقى او اصلاحى يا دعوتى موضوع باندى ده
او ليكنه مى لا پوره هم نده ځكه مى په پاى كى د(نوربيا)پترى پورى
نښلولى يي خو متاسفانه چى تا تر (داده)نه پريشودلم خو بياهم ستاله
مهربانيو او مشفقانه لار شوونونه ډيره مننه


Anonymous
29.12.2005

ماته ډېر محترم زرملوال صاحب تاسوته هم ګېډۍ ګېډۍ سلامونه ، احترامت
وړاندي کوم 
امابعد تر دې 
تاسو او يا ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى ښه ارشاد کړي 
خو  زه داسي فکرکوم چه صحابي مخه دې ته ده چه 
تاسو له ګناه اوبدى نه كركه او نفرت كوئ !
ګناه مه کوۍ ريشتيا که موږ د ګناه څخه كركه، اهانت، په سپكه سترګه كتنه،
كركجن نه ؤ اوسوو نو ډېر بد خلګ به رانه جوړ سي 
او دغه جملې ډېر وارخطاکړم چه : خو له ګنا ه ګار او بدكار نه نفرت مه كوئ !
چه په هر اساس يوه نادروسته جمله يا مقوله  ده ٠ 
ممکن زما کمزوري به وي چه نه ئې سمه تحليل کولي ٠ که تاسو ئې راته 
تشريح ،خصوصيت موږ ته په نخښه کړۍ نو اوس لامننه !
او ماشاالله تر ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى  ستاسو دغه خبره مقوله ده 
(موږ پښتانه خو بيا يواځى له ګناه ګار نه نفرت كوو نه له ګناه نه ) هزاردي افرين سه 

او بيا داسي ليکۍ چه :
[quote:1e2d9893c0]بل موږ په ټوليزه توګه اتلپال ياهيرو پرست يو دچا په فكرچى كوم مشر
يا سرخيل شه وخيږى نو له هغه نه افلاطون جوړكړو [/quote:1e2d9893c0]
هو ! هر څوک بايد هېرو يا اتل ولري ٠ زموږ اقوامو په يوه يا دوو اتلانو 
ګوزاره نه کيږي ٠ اتلان چه هر څه ډېر وي اتل قوم زموږ څخه جوړيږي ٠ 
د د بيعقلو ملايانو خبره ده چه مه اتل پرسته کېږۍ ٠ خدای پرسته شۍ 
 مسلمان بايد اول دخپل اتل څخه تشکر وکړي ٠ نوبيا حمد د خدایويلای شي 
يو انسان چه شکريه ؤ نه کي د اتل ٠ نو هغه کله حمد ويلي شي د خدای 
کتاب الله فرمايي چه شکريه د ورور ونه کړي نو د الله حمد ته نه شې ويلي 
او دا لاندي جمله ستنده ( based, supported ) نه لري چه :
[quote:1e2d9893c0]ددى فورم دهر مخ په پيل كى دښاغلى وطنمل خبردارى هم شايد له دى
انګيرنى نه سرچينه اخلى[/quote:1e2d9893c0]
نقل قول ( اقتباس )بايد ، ضرور ور سره وي  ٠ چه کله چيري ، څنګه 

نو بيا ستاسو  تنقيد يا نيوكه پر ځای 
او اوس ګړی  ! ناروا جرحه  ده !!!!!
د اسلام اتل اغلي محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي ارشاد کړۍ چه :
 ‏"‏ اللهم اهد قلبه وثبت لسانه ‏"‏ او يو بل وخت ئې داسي فرمايلي چه :
يقول سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول ‏"‏ المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده ‏"‏ ‏.‏

 هو ! که سند مو موږ لوستلۍ نو بيا يوه روا جرحه به بلل شوې او 
مسؤليت په پسې ٠ او دغه اصل (وَتَعَاوَنُوا عَلَي الْبِرِّ وَالتَّقْوَي‏ )
ته به مو لاس کړي وای 
پرستش كول اړه لري په موضع زما په ليکنه کښي ئې مفهوم مننه ده٠ 
او په بعضي وخت کي په  نمانځنه ترجمه کيږي 
چون پرستش عربي لغت ندۍ نو په عبادت ئې نه ترجمه کوم 
نن ورځ د عبادت لغات په پښتوکښي داسي متابعت پيداکړي دي لکه 
پښتو لغات چه وي ٠ نو د عبادت لغات ضرور يوازي د الله سره استعماله وو 


Anonymous
29.12.2005

مکرمه او محترمه زرملوال صاحب بيا سلامونه  ګېډۍ ګېډۍ !
دغه د ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى خبره سم نيمايي د حديث نبوي سره 
په ټکر کي ده 
حديث نبوي داسي دۍ چه :
حدثنا بندار، حدثنا عبد الرحمن بن مهدي، حدثنا سفيان، عن قيس بن مسلم، عن طارق بن شهاب، قال أول من قدم الخطبة قبل الصلاة مروان فقام رجل فقال لمروان خالفت السنة ‏.‏ فقال يا فلان ترك ما هنالك ‏.‏ فقال أبو سعيد أما هذا فقد قضى ما عليه سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ‏[color=cyan:6e6f1169e1]"‏ من رأى منكرا فلينكره بيده [/color:6e6f1169e1][color=blue:6e6f1169e1]ومن لم يستطع فبلسانه [/color:6e6f1169e1][color=white:6e6f1169e1]ومن لم يستطع فبقلبه[/color:6e6f1169e1] [color=blue:6e6f1169e1]وذلك أضعف الإيمان [/color:6e6f1169e1]‏"‏ ‏.‏ قال أبو عيسى هذا حديث حسن صحيح ‏.

که وکتل سي يواري د ستر صحابى حضرت ابو درداء رضى خبره چه دئ 
ارتباط څنګه ورکوي د يوې موضع سره ممکن ده چه  مونږ  به ئې په ارتباط کي 
خلل لرو که څنګه ؟؟؟؟ 
حليمي


Anonymous
29.12.2005

محترم حليمى صيب په قلم دي بركت شه !
ما اصلا دتنقيد كولو او تنقيد زغملو په اړه خبره را نښلولى وه
او غواړم په دى اړه له نورو وروڼواوپوهانو سره خبرى پسى وغځوم
دادحضرت ابو درداء رضى الله عنه خبره مى هسى په منځ كى را واخيستله
اوپه دى اړه چى ما ستا دنيوكى له پاره مخكى كوم ځواب ليكلى هغه لكه
چى تا بيخى ليدلى ندى او نه رۍ پكى وهى
محترم حليمى صيب ! زه خو له ګناه ګار نه كركه نكوم بلكى دهغه له ګناه نه
كركه كوم او هغه عمل يي په زړه كى بد ايسوم چى دى يي كوى او د[color=white:468b5f9ee1]والافبقلبه[/color:468b5f9ee1]
معنى هم داسى كوم چى مسلمان بايد ديوه ګناه ګار يا خطا كارله هغه بدعمل
نه كركه وكړى چى هغه يي كوى

[color=white:468b5f9ee1]نور نو محترم حليمى صيب باور وكړه چى دليكنى په پاتى
برخه دى پوهه نشوم او دا ستا دليكنى كمزورى نده بلكى
زما ناپوهى يي وبوله [/color:468b5f9ee1]
او بښنه غواړم چى په دى اړه زه نورى خبرى نشم اوږدولى
او تاته به زه يواځى دعا كوم اوبس .ښاد او اباد اوسى


Anonymous
30.12.2005

نودجرح او تعديل په علم كى اوس موږ وينو چى د يوه(راوى)
په باره كى ليكل شوى وى : دا فلان راوى دروغژن دى ،ددى فلانكى
راوى خبره دباور وړ نده او داسى نور....او يا دا فلان راوى رافضى دى
او يا معتزلى دى .
داډول جرحه كړل شوى راويان ددى فن په كتابونو كى په سلهاو نه بلكى
په زرهاو شتون لرى اودفن سترو اونابغه علماو لكه يحي بن معين او
ابن سعيد القطان چى څوك ټك وهلى او جرحه يي پرى كړى ده هغه نن
ټول امت پيژنى اوله دروغو نه يي ځانونه ژغورى .

درنولوستوالو خداى جل جلاله دى وكړى چى په دى وچو علمى او نا اشنا
خبرو مى سرونه نه وى در خوږولى بښنه غواړم خو دخبرى مى دلته په دى
موخه راواخيستلى چى يو څوك متعدى ضررى وى يعنى يوچاته دينى او
يا دنيوى تاوان رسوى او په دى هم سړى پوهه وى چى داسړى دنصيحت
منونكى ندى نو دهغه رسوا كول خوراضرورى دى هغه با يد رسواشى
څو يي مسلمانان له شره او فساده خبر شى .

په دى كى نو غټ او كوچنی خلك ټول سره برابر دى لكه مخكى مى چى
دحضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه كيسه وليكله .

اودا تنقيد يا ديوه مجرم رسوا كول به د سپين نيت په اساس رامنځته كيږى
دا معنى چى دا كار به دخداى له پاره وى او دولس دخواخوږى په نيت به تر
سره كيږى نه دكومى شخصى عقدى يابلى موخى په اساس .

(په ميته او درنښت )


pattang
30.12.2005

دکنځلو او تهمت وهلو پلوې زه هم غندم داځکه چې دپښتني کلتور مخالف شيان دي ٠
څوک چې دخپل ملت اوخپل اولس مال خوري ، سپکه وي يې
او خرڅه وي يې دهغوی سپکول ، رسواکول اودهغوی په ضد مبارزه او پورته کيدل
دهر پښتون او واقعي مسلمان وظيفه ده او زما په فکر ان لا پري فرض دي .
دپښتنو دبيداري په هيله پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more