د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

*** سياف او ايساف


څاروان
27.12.2005

[color=blue:554403a2ec]سياف او ايساف
يار كه اغيار؟ خپل كه پردي؟[/color:554403a2ec]

د اسلامي نړۍ له ورپيښو كړمو څخه يوه ډيره مهمه او ظاهرا لايحه داده چې ډيروګړي ئي د سياسي شعور د سطحي د ټيټوالي او حتى د نشتوالي له امله د سياست په ميدان كي هرنوي غږ ته لبيك وائې په نيك نظر ورته ګوري او پال ورباندي نيسي د كاذب شهرت تر اغيز لاندى ئې راځي او د خپل راتلونكې لپاره ئې د سبا ستوري ګڼي.
ښكيلاك د فكري جنګ په ډګر كې اسلامي نړۍ ته په دريو لارو چه په فقر ( بيوزلۍ) ، جهل ( ناپوهۍ) او مرض ( ناروغۍ) څخه عبارت دي سرايت كړي او دا هغه ستونزي دي چې زمونږ ملت ئې لاتر اوسه شافي علاج نه دى موندلي مفلسه، ناپوهه، او مريضه اسلامي دنيا د تل لپاره د مكار دشمن په خونړيو پنجو كې د علاج، ترقۍ، او تمدن په پلمه ښكيل شويده.
مسلمانان ځوانان سره له دي چې يو څه شمير ئې د معلم ، مهندس يا طيب او داسي نور په بڼه نسبي سواد هم لري خو متاسفانه چه په خپل دين كې مطلق اسلامي بي سواده دي دوئ كه له يو خوا د اقتصادي ركود او د بيوروكراسۍ د شدت له امله او همدارنګه د نني وخت د ټولنيز ژوندانه د اړتيا، په ډيريدو سره په وار وار اقتصادي فشار په خپل وجود كې احساسوي خو له بلي خوا د استعمار د ګونګوس چه ګواكې د دوئ د نجات او بري يواځني لار د لويديځ په پله پل ايښودل دي په ډيره مايوسۍ سره د دښمن د فكري جنګ تر اغيزي لاندي راځي، [color=darkred:554403a2ec]خپل فرهنګ ته په ډيره كركه او نفرت سره ګوري او هغه په ټوله نړۍ كې د خپلي انزواء سبب بولي[/color:554403a2ec] او د بيګانه فرهنګ په لور ګړندي ګامونه اخلي او په لاشعوري ډول په هر نوي او نا اشنا دام كې په ډيره اسانۍ سره ښكاركيداي شي.
دښمن تل كوښښ كړي او كوي ئې چه ځان د ليوه پشان د ګيدړپه پوستين كې پټ او دمظلوم طرفدار وښائې په ډيره ځيركتيا سره د مسلمان ولس له مينځ څخه د ابن سينا بچيان چه د دوئ په شان ځان په هرقالب كې ځايولاي شي او د نورو د غولولو وړتيا لري غوره كوي په خپل دسترخوان ئې روزي او د ضرورت پر مهال ورڅخه په خپله ګټه كار اخلي يو له دغو نوابغو څخه هم پخواني جهادي مشر [color=brown:554403a2ec]عبد الرب رسول سياف [/color:554403a2ec]دي نومړي په ډيره زيركتيا او چالاكۍ سره وكړاي شوه تر څو د همغه وخت د نامناسبو شرائطو څخه په استفادي سره خپل ځان له يوه عادي فرد څخه بيا د امارت او پالاخره د يو مزعوم خلافت تر سرحده رسوي چه په دي توګه [color=darkred:554403a2ec]په ټوله اسلامي نړۍ كې نه يواځي دا چه د يوه اتل او قهرمان لارښود په ټوګه مطرح شو بلكه ډيرو مظلومو پرګنو د ظالمانو څخه د دوئ غچ اخيتسونكې وباله، د اسلامي مقدساتو يواځيني مدافع او يوويشتم قرن كې د عمري خلافت د سجاد نشين په نظر ئې ورته وكتل.[/color:554403a2ec]
هغه مظلوم ولسونه چه د خپلو مرتدو چارواكو له خوا د خپلو حقه حقوقو څخه بي برخي شوي ؤو او تل ئې د يوه خيالي او موهومي نصرت په شكل شپي سبا كولي مياشتي او كلونه په دي انتظار وه چه ګواكي په مسلمانانو كې به يو صلاح الدين يا محمد بن قاسم او يا هم يوبت شكن راوټوكيږي چه دوئ به بيا د هغه تر جنډي لاندي د ظالم څخه خپل كسات واخلي او د اسلامي امت تير برم به راژوندي كړي.
د افغان په خاوره د سپيڅلي جهاد په دوران كې له ختيځ څخه د سياف په نوم يو نوښت رامنځته شو چه د اسلامي امت په استازيتوب ئې له نړيوال كفر سره د مبارزي په ادعا د مقاومت توغ ترلاسه كړ.
[color=brown:554403a2ec]هرشتمن او بډاي خليجوال بي له ځنډه د نوموړي په كچكول كې د خيرات په نوم دومره څه واچول چې له هغه سره بيا د نورو[/color:554403a2ec] رقيبو جهادي تنظيمونو د افرادو د اخستلو هوډ پيدا شو او تر ډيره حده دغه پروسه كاميابه هم وه خو يو شمير هغه ځوانان چې په خليج او نوره اسلامي دنيا كې ئې مالي شتمني نه دلودي د اسلامي سنګر د ګرم ساتلو لپاره ئې خپلي ويني د اسلامي خلافت د احيا په منظور نذرانه كړي.
نموړو مخلصو مسلمانانو ته د دوئ د مالونو او سرونو په بدل كې د افغانستان د مظلومو شهيدانو په استازيتوب د عظيم اجر غوښتونكې يو دوئ دي ښاد او فردوس دي مسكن شي.
لارښود استاذ د جهاد په دوران كې څو څو واره د مار په څير خپل لباس بدل او د هغه وخت او زمان سره سم ئې يو نوي لباس زيب تن كړ ترڅو وكولاي شي له دي لاري لومړي د افغانستان د مظلوم او د نومړي په ګمان د ناپوهه ولس او بيا د ټولي اسلامي نړۍ څخه خپله اصلي څيره پټه وساتي خو لكه چه هوښياران وائې ( د درواغو مزل لنډ وي) استاذ پالاخره په خپله اصلي بڼه راښكاره شو.
[color=white:554403a2ec]د نجيب حكومت د سقوت څخه وروسته د مجاهدو تنظيمونو د كورنۍ جګړي پر مهال د هغوئ تر مينځ ډير ځلي اوبه خړي كړي چه په نتيجه كې ئې په زرهاؤ افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه وركړ بيا هم د استاذ لاس ته د پام وړ كب ورنه غلو.[/color:554403a2ec]
[color=darkred:554403a2ec]داځل ئې د افغانستان په لابراتوار كې د يو ماهر لابراتوار پوه په توګه په يوه نوي تجربه لاس پوري كړ او هغه دا چه په خپل مائكروسكوب كې ئې امريكائي نيواكګر د افغاني عنعناتو د ميلمه پالني له مخي ګران ميلمانه او د شريعت له نظره اهل ذمه يا مستاء منين وګڼل او دملت په استازيتوب ئې دغه اشغالګران د هغوئ خواخوږي طبيبان او د هغوئ د ناسور د ټپونو لپاره بهترين معالجين وښودل د خپل ملت په شمول ئې ټول نړيوال توصيه كړل ترڅو راغلي ميلمانه ( امريكايان او ايساف) د ده د مائكرسكوب د عدسي له لاري مشاهده كړي.[/color:554403a2ec]
د افغانانو ميلمانه خو دي خداي پاك لري هسي هم ډير دي لكه د شاه شجاع پخواني ميلمانه ( يرغلګر انګريزان) د ببرك كارمل ميلمانه ( اشغالګر روسان) او همدارنګه نني ميلمانه چه له ايساف څخه عبارت دي چه محترم استاذ سياف او حامد كارمل ئې ميزبانان دي.
[color=white:554403a2ec]د تيرو ملمنو په پرتله زمونږ اوسني ميلمانه ماشاءالله ډير پاجرئت مطلق العنانه د كامل واك څښتنان دي تر دي پوري چه په خپل كور كې هم دومره واك نه لري لكه د ميزبانانو په كور كې.[/color:554403a2ec]
د ببرك كارمل د ميلمنو په خلاف چه هغوئ البته زمونږ په كور، كاليو، او ډوډۍ كې ځان شريك باله چې د دوي د غصبولو په بدل كې ئې ګور ، كفن او مرګ راپه برخه كړل.
ليكن دا اوسني ميلمانه چه دا مهال زمونږ په يهواد كې فوځي شتون لري زمونږ سره د كور، كالي او ډوډۍ په شمول په نورو ډيرو اړخونو لكه ناموس، پت، عزت ، ملي شتمنيو، افغاني كلتور تاريخ او .... كې ځان سهيم نه بلكه واكدارن بولي.
[color=darkblue:554403a2ec]هسي خو د استاذ لقب ( سياف) ښه سپيڅلي او مقدسه كلمه ده چه ظاهرئې مفهوم هغه توره او شمشير دي چه د اسلام او وطن د دښمنانو سرونه قلموي.
همدارنګه ايساف هم ديته ورته ظاهراَ يوه په زړه پوري مفهوم لري چه معنى ئې ده سوله ساتي ځواك؟؟؟؟؟ [/color:554403a2ec]
خو د افغان ملت په هنداره كې نه خو سياف نوموړي مفهموم افاده كولي شي او نه هم ايساف (( اولئك كالانعام پل هم اضل)) ځكه چه د سياف سيف اوس د خپل ملت څخه د دفاع په لاره نه لكه د هغه د ټپي ټپي جسد په ټوټي ټوټي كولو كې فعاله ونډه لري ، همدارنګه ايساف هم د خل غولونكې شعار ( سوله ساتي ځواك) پر خلاف د خپل ميزبان هيواد په جسد كې د اميب په شكل تكثر او ودي ته دوام وركوي او هغه په ډول ډول ناروغيو لكه د دين وطن ناموس خرڅول د ضمير وژني اسارت ته تن وركول او د هغه په بدل كې د ډيموكراسۍ په نوم په يو نوي دين كې داخليدل دي؟
او ددي دين ټول اصول او ضوابط لكه شراب ، زنا، ايډز او... ترويجول دي اخته كوي.
البته هغه څوك چه خپلو اصولو او اساساتو ته وفادار وي لكه ايساف چه د ډيموكراسۍ په اصولو ټينګ ولاړ دي او د تل لپاره د دنيا په هر ګوټ كې له هغه څخه د دفاع سنګر ساتي نسبت خپلو مليتونو ته خائن او غدار نه بلل كيږي خو زمونږ محاسبه ورسره سته له بده مرغه د پورتنيو مختصرو جملو په رڼا كې كه سياف له ايساف سره پرتله شي نو معادله ئې معكوسه متناسبه ده او د ډير تعجب سره دوه متضاد قطبونه د يوه سمت او جهت په لور په حركت كې دي.
سوله ساتي ځواك؟ له بړستني خپلي پښي را ايستلي او د دوئ په ادعا په يوه بيګانه ټاټوبي كې له خپلو غير انساني او د بشري ضد اصولو د دفاع په سنګر كې پروت دي ليكن د هغوئ په پرلته لارښود [color=darkred:554403a2ec]استاذ چه تل ئې خپل ملت ته د قربانۍ درسونه وركول د شرق او غرب د فتوحاتو لاپي به ئې وهلي هند او سند ئې د خپل ننګين لاندي ليدل اقصى او اندلس ئې د خپلو فتوحاتو په درشل كې وروستني سنګرونه عنوانول خو نن وينو چه د ايساف سره په يو سنګر كې پورت دي او خپله وينه د هغوئ له اصله ګڼي.[/color:554403a2ec]
دلته دواړه ( ايساف او سياف) په يوه غږ د لويديځ ګټي تامينوي د كابل لاسپوڅۍ رژيم ته د مشروعيت جامي وراغوندي يو ئې د فوځي ځواك په مټ د دوي هيواد ځمكه او هوا زندان ګرځولي او بل ئې د قران او سنت؟ په رڼا كې د يوه خواخوږي او ملت پال رهبر په توګه د مزدور رژيم څخه د اطاعت كولو توصيه كوي او ديته د مصلحت لار وائې مطلب دا چه پورني عمري خلافت همدغه ؤو چه اوس د يوه زبر ځواك ( امريكا) په زور د يو څو كستو ( افغان نما) اجيرانو په اخستلو سره د هيواد د پايتخت په يوه وړوكې زاويه كې پلي شويدي؟
هسي خو هم استاذ تر هرچا زيات د ملت په مصلحت ډير ښه پوهيږي د وخت د مقتضى ډيره ښه پيژني ځكه نو ملت هم بايد د يو ژوندي ساكښ په توګه د وخت او ځاي د محيطي شرائطو سره سازش وكړي او دخپل هيواد رهبر استاذ څخه دپيروي په رڼا كې د مصالحو او مفاسدو حدود مراعات كړي.
[color=white:554403a2ec]البته د شلمو او ويويشتمو پيړيو اسلامي خلافتونه به همدغسي وي.[/color:554403a2ec]
كه يزيد ژوندي واي نو ښائې چه د خلافت ډير اصول ئې له استاذ څخه زده كړي واي خو متاسفانه چه پخواني خلفاء د اوس مهال د كاذب سياست له خم او پيچ سره عادي نه ؤو بيا هم د يزيد په څير خلفاء تاريخ معاف نه كړل او ترقيامته د عبرت درس وګرځيدل كاشكي افغانانو د تاريخ په دي حشاس پړاو كې او د دي دومره بي ساري قربانيو په وركولو سره نن د يزيد په څير يو خلافت درلوداي عمري خو لا پرځاي پريږده.
اوسني زمامداران چه يزيديان ئې په ګړنلاره شرميږي د تاريخ له مرګوني څپيړي څخه د غفلت په حال كې او د اقتدار په نشه او هوش كې په داسي پو ننګين او شرميدلي ژوند راضي شويدي چه د هغه قيمت ئې خپل بادار ته د خپلو مليتونو اسلامي تشخص او بي ساري قربانۍ د باج او خراج په شكل ډالۍ كړي دي. دلته د افسوس خبره داده چه زمونږ په يهيواد كې د دغسي يو كرغيړن تجارت ډبره جاد او مبارزي د مدعيانو په لاس كيښودل شوه (( فماربحت تجرتهم وما كانو مهتدين))

د استاذ كديخيلي ليكنه د توري بوړي مجلي څخه په مننه.
======================================
يوسف څاروان


Anonymous
27.12.2005

ويم دنر بچييه څاروانه په دا حوصله٠
دا خو دی سمی پړپړی راښکلی٠
کوم نر به دلوستلو وخت پيدا کی٠؟؟؟؟
داود


Anonymous
27.12.2005

ميلمه وروره داسي څه يې ليکي دي چې په لوستلو ارزي خودالته نورغټ پزي او ګوډان هم شته چې بايد څه پرې وليکل شې ځکه چې ددي دري لسيزوپيښوزموږ دهيوادوالوپه ذهنونواوحافظودومره اغيزې کړي دي چي ددي جنايتکاروڅيرو تيرجنايتونه يې اکثره له ياده ووتل اوپارلمان ته يې راوليږل.
چي داکارکرزي هم دخپل انتصابي اختيار په درشل کي ترسره کړ. دښاغلي کرزي دي بي مسوليته تصرفاتوته سړي حق پق حيران شي لمړي خوموږدافکرکاوو چي کرزي خوارکۍ خالي لاسي دي ځکه يې ملي جنايت کاران ملي اتلان اودپنشيرپه سوړه ننوتلي ګيدړان مارشالان.....کړل خواوس چي له قدرته لويدلي زاړه ليوان يې يوځل بيادي مظملوم اوکړيدلي ملت ته قانون جوړونکي استازي جوړکړل نو سړي دلته دومره ويلي شي چي لعنت دي پرداسي ورستواوله غلامۍ څخه ډکومزغوشي٠
څرګندستانيزی
دافغانستان دبيا آزادۍ په هيله ،ژوندي دې وي دافغان آزادي کټونکي اتلان.  


Anonymous
29.12.2005

sarwan saib salam
yara la samodee sakha dee pa tolafghan kee likani deere kamee shawee chi da khapal darez sakha pa sha shawee yee aw ka bal kom zai dee paida karee aw da tolafghan pa zai oss halata likani kawee kho nan chi me dee dalikana walida khoshala shawam aw da watan paloronko da toro mokhono sakha da pardee porta kawalo towan dee allah pak hamdasi lara.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more