د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طلوع تلويزيون (کابل)

زړور پښتون
26.12.2005

قدرمنو لوستونکو!

په ډيره مينه او درنښت لومړي خپلي نيکي هيلي او سلامونه ستاسي درانه چوپړ ته وړاندي کوم. تاسي شاهدان ياست چي په تيرو دوه کالونو کښي د کابل ښار څخه د طلوع تلويزيون په خپلو نشراتو پيل کړي دي اوس په دي نژدي کښي ئ د افغانستان يو څه تعداد ښارونو ته هم پښي غزولي دي. خو بايد په ډير افوس سره ووايم چي نوموړي تلويزيون نه يوازي دا چي د اسلام مقدساتو ته نظر نه کوي په عين حال کښي قومي او ژبيني دښمني ته هم لمن ووهي. دا يو واضخ خقيقت دي چي خبري رساني په هره ټولنه کښي مهم رول لوبوي خو د نوموړي چينل غير اخلاقي خپروني زمونږ راتلونکي د پاره يو ستر ګواښ دي. دا د کوم شک خبره نه ده که تاسي چيرته د طلوع تلويزيون خپروني تغقيب کړي نو خيران به شي چي دا خپروني دافغانانو د پاره نه شي کيداي بلکي داد ايرانيانو دپاره دي ځکه دا چينل د ايراني ژبي او کلتور ته پراخه ونډه ورکړي اوتاسي به دا فکر کوي چي افغانستان کښي پښتانه هيڅ نشته او که د اسلامي ښووني په رڼا کښي ورته ځير شي نو يقيناً ددوي ټولي خپروني د اسلام مقابله کوي.
پداسي حال کښي چه افغان ولس د يو منل شوي تاريخ او اناناتو خاوندان دي خو دکرزي صاحب کمزوري اداره او خوصوصاً د اطلاغاتو او کلتور وزير چي ختي د پښتو نوم هم پري ښه نه لګي د داسي غير اخلاقي او د تعصب نه ډکي سرچينو مخه ونيسي . بايد ووايم چي نوموړي وزير رهين د داسي بد اخلاقه سرچيني په ډير افتخار سره ستاينه کوي.
غني خان واي چي

هديره د مړو ډکه ترينه ښه ده ــ د جاهلو او بي غيرتو ښار به څه کړم.


نقاد
27.12.2005

تر سلامونو وروسته ډيره مننه، چې مهمې سکالو ته مو نغوته کړې ده .
خو داچې له هيواد څخه بهر دغه پروګرامونه نه نيول کيږي، اود ټول افغان هغه لوستونکي چې له هيواد څخه بهر اوسي له ليدلو پرته پرې قضاوت نشي کولی . ښه به داوي چې دنشراتو څو بيلګې په اصلي شکل کټ مټ (له تصوير اوکه کيدی شي له خپل حکم او انګيرنې پرته) دلته د اقتباس په شکل يوځل نګه هم وړاندې کړئ . په مينه .


زړور پښتون
27.12.2005

ګرانه ستوري صاحب !

لومړي مننه کوم ستاسونه او ستاسي د غوښتني مطابق بايد ووايم چي نوموړي کانال د سټالايټ د لاري په ټوله نړي کښي خپريږي. او ددي تر څنګ تاسي کولاي شي چي ويب پاڼه ئ هم وګوري. http://www.tolo.tv/index.html
په درنښت


نقاد
04.01.2006

مننه ، مننه !


طلوع تلویزیون

وزیر
19.03.2006

د طلوع تلویزیون دې مخ ورک شي، په دې یې شل کړه، چې لا لمر هم راوباسي. لکه،چې پښتنو ته یې بیا څه لومه اېښې!! خو خیر بګیلان نه یو، کار به یې ورخراب کړو. داسې برېښی،چې ستمیان غواړي زموږ داکمي راپوره کړي،چې یانې خپل خو بلا وهلي یاستئ موږ به یې در جوړ کړو. هغه یو شمشاد لرو د نغمې په کنسرت یې بیخي ملنډه ووهله، د سراوبر یې پته نه لګي، وایي پښتو دی، خو د نړۍ ټول فلمونه یې راباندې وکتل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more