د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا خبر هم ولولۍ او وخاندۍ

Anonymous
24.12.2005

[color=blue:36cfa97bb9]((یک اثر تاریخی بدست آمد

مسوولین ریاست اطلاعات ، فرهنگ و توریزم ولایت پروان میگویند یک پارچه سنگ که اضافه از یکهزار و چهارصدسال قدامت تاریخی دارد و مربوط دوره کوشانی ها میباشد دوروز قبل توسط قوماندان امنیه جوزجان بریاست اطلاعات ، فرهنگ و توریزم ولایت پروان تسلیم داده شده است .

لوی پاسوال فضل الدین قوماندان امنیه ولایت جوزجان بخاطر سپری نمودن رخصتی های قانونی به ولایت پروان امده بود .

به اساس معلومات رئیس اطلاعات ، فرهنگ و توریزم پروان ، در چهار طرف سنگ یاد شده ایت الکرسی شریف حکاکی شده و از تپه بی بی نیکزن قریه متک ولسوالی جبل السراج توسط قوماندان امنیه ولایت جوزجان بدست امده و بریاست اطلاعات ، فرهنگ و توریزم ولایت پروان تسلیم داده شد .

تپه بی بی نیکزن به جناح چپ پل متک تنگی غوربند ولسوالی جبل السراج موقعیت داشته و این تپه در عصر کنشکا شناسایی گردیده است .میگویند این سنگ توسط افراد غیر مسوول حفریات غیر قانونی گردیده بو د و در تپه بخاطر انتقال گذاشته شده بود که بدست پولیس اقتاده است [/color:36cfa97bb9]. ))
دا خبر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس له پاڼي څخه را وړل شويدۍ .
خبر خو په لوستلو ارزي ، خو د خندا ټکي يې زيات دي . ښايې دا به يوه توکمار ، ټوکه ليکلې وي ، ځکه چي د هغه وزارت لوپوړي چار واکي اوس د هرڅه سره ټوکي کوي .
د دې خبر له نورو خوا و که را تير شم يوازي د وې درې ټکي را يادکړم چي وخاندو .
اول : په خبر کي راغلي چي دا تيږه د جوزجان ولايت د امنې قوماندان د پروان ولايت د کلتور رياست ته ورکړل . او د همدې خبر په ورستۍ برخه کي بيا لولوچي دا تيږه د خپلسري سپړنو په وسيله را برسيره شوې وه او هغو کسانو غوښتل چي قاچاق يې کړي . اوس نو مالومه نه شوه چي په دې کي د ښاغلي مل پاسوال قوماندان ونډه څه وه؟ زما هغه پخواني د جهاد خبرونه را ياد شول چي بي. بي . سي . او يا امريکا ږغ به خپرول چي مثلا : نن د هلمندولايت په ګرشک ولسوالۍ کي د مجاهدينو له خوا پر کمونستانو زړه وره حمله وشوه ، هلمند د افغانستان په لويدځ کي د کابل څخه شپږ سوه کيلومتره ليري واقع دۍ ، کابل د افغانستان مرکز دۍ اود افغانستان د ستر قوماندان احمد شاه مسعود د پنجشير اډې ته نږدې واقع دۍ . )) په دې ډول به يې د کندهار مجاهد خبرپه احمد شاه مسعود پای ته ورساوه او د هغه د پيژندلو لاره برابرول . اوس لکه چي د مل پاسوال صاحيب د پيژندلو وخت دۍ .
دوهمه د خندا خبره : په خبر کي راغلي چي دا تيږه يوزر او څلور سوه کاله تاريخ لري او په کوشاني پير پوري تړاو لري ؛ او په همدې خبر کي لولو چي د دې تيږي پر مخ ايت الکرسي شريفه ليکل شويده . او دا خبره هم د اطلاعاتو او کلتور د مسول له خولې را نقل شويده . د خندا ځای خو دادۍ چي اوس يوزر او دري سوه څلور اتيا لمريز کال دۍ ، او په دې ډول د وينا ځای نه شته چي يو زر او څلورسوه کاله پخوا به ايت الکرسي شريفه ليکل شوې وي ، هغه وخت خو په افغانستان کي د اسلام مبارک دين نه وو ، او حتې په نړۍ کي د اسلام مبارک دين نه وو نازل شوۍ .
او بله د خندا خبره دا چي : دا تيږه په کوشاني پير پوري اړه لري ، که په هغوۍ پوري اړه لري نو ايا هغوۍ مسلمانان وه ، او داسي نوري دخندا خبري ، د ا خبر هم د هغه وزارت يوه بله ټوکه ده چي د هغه وزارت لوړ پوړي چارواکي ورسره مينه لري . د هيواد ملي وياړني خو يې د خندا او ټوکي کړلې اوس د اسلام مبارک دين سره هم ټوکي کوي . نور نو تاسي خبر ولولۍ او پر وخاندۍ.
ورک ميلمه


Anonymous
26.12.2005

وروره اوښ ته چا ويلي وو چې غاړه دې كږه ده هغه ورته ويلي وو كوم ځاى مې سم دى چې دغاړې غم مې كوې؟
درهين كوم كار سم دى چې خبرونه به يې سم شي.
كه د رهين ټولو كارونو ته وخاندو نو دى خو جينګى دى مونږ به له خندا مړه كړي .


Anonymous
26.12.2005

له دي بيناموسانو او بي مسلکو څخه به سړی کومه ګيله وکړي ،
د بشريت په تاريخ کې ساری نه لري ٠
دجنګي جنايتکارانو او خرڅ شويو دمحاکمې په هيله
پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more