نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په کوم کلام کښي چه اشتباه ليدل کيږي هغه به له دوو لارو وي !
Anonymous
22.12.2005
...............................................بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
په کوم کلام کښي چه اشتباه ليدل کيږي هغه به له دوو لارو وي !
يابه په کلام کښي غلطي وي ، او يابه اورېدونکۍ په پوهه کښي څه خلل وي
نن په نړۍ کښي د ليکني پوه دومره لوړه سوېده !
چه New Testament نوي بايبل (تستمنت ) او زاړه تستمنت څخه ډېر لوړه ده
او بايبل په داسي ژبه ليکل شوي دۍ چه ورځ په ورځ له استعماله لويږي
که نن يو د انګلېسي ژبي ډاکتر ته وظيفه ورکول سي چه بايبل وليکه نو
نن به دا ډکتر په ډېره خوږه او شېرينه ژبه بايبل وليکي
او په مقايل کښي
که نن د عربي ژبي ډاکتر ته وويل سي چه مشابه د قران يو کتاب را وليکه
هيڅ ډاکتر به دې ته زړه ښه نه کړي او يادي وکولاي سي چه داسي ادبيات
سره ؤ اوډي لکه د قران شريف !!
د قران ١٤٠٠ + کلونه کيږي چه نړۍ ته نازل شوۍ او داسي اعلان ئې کړۍ چه :
بسمه تعالی - وَإِنْ کُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَي عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَکُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنْ کُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿ 23 ﴾ بقره (سورت غوا )
ترجمه - و اگر درباره آنچه بر بنده خود =[ پیامبر ] نازل کرده ایم شک و تردید دارید، ( دست کم ) یک سوره همانند آن بیاورید، و گواهان خود را - غیر خدا ( - براى این کار ) فراخوانید اگر راست مى گویید.
ژباړنه -که چيري ئې تاسو په شک کښي له هغه قرانه چه ټوټه ټوټه نازل کړي دۍ
مونږ په بنده خپل نو راوړۍ تاسي يو سورت په شان د ده !!!
English Translation -
And if ye are in doubt concerning that which We reveal unto Our slave (Muhammad), then produce a sura or the like thereof, and call your witnesses beside Allah if ye are truthful.
د انسانانو په تاريخ کښي ٠هيڅ ليکوال تر نن ورځي پوري داسي جمله په خپل
کتاب کښي نه ده ليکلې ٠ چه تر دغه ليکني يا کتاب په ډول بل څوک نه سي
ليکلاي ٠ يعني چه اعلان وکړي چه لاس مو ازاد
يوازي او يوازي دا اعلان الله په خپل کتاب کښي کړي ٠ يعني امضا کړي ئې دۍ
تر لمر روښانه ده چه په ليکنه کښي ئې غلطي ، احکامو کښي غلطي نسته ،
او نه مو تر نن ورځي
داسي ادبيات زده کړه چه داسي ښايسته ليکنه وکړو لکه قران
نو معلومه دا سوه چه زمونږ په پوه کښي خلل دۍ ٠ او په پوهه کښي مو فساد سته !!!!!
فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوْا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْکَافِرِينَ ﴿ 24 ﴾ سورت غوا
And if ye do it not and ye can never do it-en guard yourselves against the fire prepared for disbelievers, whose fuel is of men and stones
شک پر دوه ډوله دۍ ٠ د زدکړي په خاطر شک ښه شئ دۍ ٠
پر هر انسان واجبه ده چه د شک او ترديد څخه ځان خلاص کړي ٠
او پښتنه وکړي ٠ شک د ناپوهۍ علامه ده !!!!
او هري خبري ته شک هم نه ويل کيږي ٠ داسي چه وويل سي ٠چه مختلفی پوښتني راته پيدا کيږي ٠ تر څوچه جواب ئې پيدا نه کړم
د پوښتني به لاس وانه خلم ٠
Anonymous
23.12.2005
د قران مجيد کتاب په درويشت کاله پوره سوو !!
د قران مجيد اوله نخسه !!
قران مجيد له نن څخه ١٤٠٠ + کاله مخ کښي په عربستان کي نازل سوو
په هغهزمانه کښي چاپخانه نه وه او په عربستان کي کاغذ نه پيداکيدۍ
او د هر سړي خط هم نه وو زده ٠ نو کله چه به يو ايات ،سورت روح الامين راوړۍ
نو زموږ ګران پېغمبر به په خپلو شاګرانو يعني اصحابانو کښي يو شاګرد را
و غوښتۍ ٠ او هغه ايات يا سورت به ئې په وليکلۍ پر سلېټي ډبره يا پر څرمن
يا د اوښ د اولي پر هډوکي ٠ نو دغه رنګه يوه نسخه د قران يوه سخه تياره سوې
وه دا نسخه د مبارک کره سنبال پرته وه ٠
او بل داسي هم وه چه د انحضرت ص په زمانه کښي اصحابو کرامو قران
پياد کړي وو ٠ نو که کاغذ نه پيداکېدي ٠ نو د زړه پر تختو ئې ليکلۍ
چه دا پخپله يوه لويه آية , عجب , عجيبة , كرامة او معجزة ده ٠
د کتاب شکل ئې کله پيدا کړۍ ؟؟؟
يو سړی چه مسيلمه کذاب نومېدۍ ٠ د پېغمبرۍ دعوا ئې وکړه
او ابوبکر عسکر پسي ور واستول ٠ چه په دغه غزا کښي ډير حافظان شهيدان سوه ٠ نو بيا د حضرت عمر رص سره
ويره پيدا سوه چه داسي پېښه نسي په جنګو کښي ټوله حافظان شهيدا ن سي
او قران به فنا سي ٠ حضرت عمر رص او ابوبکر رض خبري سره وکړې
او يوه کومېټه ئې جوړه کړه چه ناظم ئې زيد بن ثابت ور وټاکۍ
چه يو خو حافظ وو او بل د نبي عليه السلام سره ئې ناسته او ولاړه ډېر کړې وه
او دانسخه بيا تر ٧٣٥ هجري پوري په مکه معظمه کښي وه ٠
دامي د کوشان ورور د پاره وليکل چه دکوشان مالومات ور صحيح کړم
کوشان ليکلي وه چه
[quote:0d3613af58]تر هغه ځايه چې زه پوهيږم ، داسې ندی شوی چې خدای دې قران ليکلی وي او بيا يی محمد ته ورکړی وي چې خپور يی کړي . بلکې قران په درويش کالو کې د خدای له خواه ناذل شوی او څه کم سل کاله وروسته د محمد له مرګه د يو کتاب په شکل تدوين شوی . [/quote:0d3613af58]
Anonymous
23.12.2005
ډېر قدرمن کوشان صاحب ښې هيلي !
تاسو ليکلي چه :
[quote:dd21e32f7d]نو دغه قراني احکام چې تاسي دلته رانقل کړي دي ، د څوارلس سوا کالو مخکې عربستان له پاره چې جهالت خپل اوج ته رسېدلی وو ، د نظم د راوستلو له پاره يواځنۍ لاره وه ، ځکه د هغه وخت امکانات دومره ډير نه وو ، خو نن ورځ ډير نورې لاری شته چې سړی د غلا مخه نيولی شي .[/quote:dd21e32f7d]
غلا کول د بيعقلۍ او بې سوادۍ علامه نه ده ٠ غلا يو بد اخلاقي ده
داسي نه ده ! چه غلا يوازي مسکين او فقير کوي ٠ تاسوکه د غلو ډاره بيس
وګورۍ ، بيشپ ، رابای ، ملا ،رئيس ، بېنکر ، خان ، لوي ،کوچنی ، لوير
غله سته ٠
د امريکا د بنديانو تعداد نن 1,440,144 نفره دي ٠ او ديوه نفر مصرف د کاله
$19,334 ډالره دۍ او د کاله مصرف ئې په بليونو ٢٧٨٤٣٧٤٤٠٩٦ $ کيږي
ايا دا انصاف دۍ چه يوه سړي زما کور يا دوکان يا موټر غلا کړي وي ٠
او چه وئې نسو ٠ او بندي خانې ته ئې واچوم ٠ او بيا نو تودې اوبه ، بخارۍ ،
او په دوبي کښي کولر ، او چه مريض سي اعلی درجه دوا ورکم ٠
او هغه سړي چه زما پلار را وژلۍ ٠ هم دا ټوله استراهتونه ورته برابر کړم
او سهار تر ماښامه به کار کوم ٠ او دغه غل او هغه زما دپلار قاتل به ساتم
او يابه ئې مکتب ته استوم او ښوونه او روزنه به ئې کوم چه ورور دي قربان سم
جار دي سم بيا داسي مه کوه ٠ دغه نو انصاف دي ٠
ايا دغه ستاسو عقل ، منطيق مني ٠ چه د خپل پلار قاتل ته څوک پيسې ور استوي ٠ زه ټکس ورکړم چه زما د پلار
قاتل په چاغ شلنډ کم ٠
[quote:dd21e32f7d]نو دغه قراني احکام چې تاسي دلته رانقل کړي دي ، د څوارلس سوا کالو مخکې عربستان له پاره چې جهالت خپل اوج ته رسېدلی وو ، د نظم د راوستلو له پاره يواځنۍ لاره وه ، ځکه د هغه وخت امکانات دومره ډير نه وو ، خو نن ورځ ډير نورې لاری شته چې سړی د غلا مخه نيولی شي . دا پدې معنا چې که يو غل په غلا کې ګير شو ، نو دهغه د لاس د پرېکوولو پر ځای ، سړی کولی شي چې غل په زندان کې واچوي او تربيتي ښوونه ورته ورکړي ، شايد هغه د خپل کار نه پښيمانه شي او بيا غلا ونکړي . يعنې هر انسان ته بايد يو دوهم چانس ورکړ شي . [/quote:dd21e32f7d]
اوس نو له تاسو پښتم چه
که داسي پېښه سوه او بيا ئې بل سړی مړکړي ٠ او ورثې ئې ته ترګرېوان ټنګ
کړي ٠ چه تاولي دغه قاتل ته دوهم چانس ورکړي ٠ ته اوخپل انصاف څه جواب
به ورته ولرې ٠ ؟؟؟
او ډاره بېس خو دا ښکار کوي چه بندي چه د بنده راخلاص سي په سل کښي
٨٠ بيا جرم کوي ٠
ايا د غربي نړۍ به دانوي خوښه چه درس و بنديانو ته ورکړي ٠ او شريف خلګ
ترې چوړ کړي ٠
تاسو داراته ويلاي سۍ ٠ په دونياکي داسي مکتب او ښوونځي تر نن ورځي
چا چوړه کړې چه غل او قاتل ور واستوي او رافارغ التحصيل ئې کړي
او د شرافت سند ورکړي ؟؟؟
هو! يوازي خدای تعالی دغسي کالج لري اوهغه هم نه پر دې دنيا ، قدرت پر لري ٠ اما داسي کالج ئې جوړکړي
نه دۍ ٠ خو په اخيرت دا کالج لري ٠ يعني دوږخ چه په اور ئې پرېولي
نو بيا شريف خلګ سي نو بيا ئې و باغونوته درايله کړي
هو ! که زه د خپل پلار قاتل وبخښم نو بيا هيڅ انسان دا حق نه لري ٠
چه زما د پلار قاتل قصاص ،قتل کړي ٠ يوازي حکومت حق لري چه د لږ وخت
لپاره ئې بندي کړي ٠ د حق الله په سبب
Anonymous
23.12.2005
شاغلى كوشان صيب ښى چارى !
ګوره شاغلى ته داسلا م په يوه مهم اصل (لكه لاس پريكول)باندى
ډيره په اسانى سره نيوكه وكړى اما داسلام په اړه ستا معلومات تقريبا
دصفر په درجه كى دى ته چى په يوه قانون دومره په اسانى سره نيوكى كوى
او حال داچى دهغه قانون په اړه هيڅ معلومات هم نه لرى
دانوكوم منطق دى ؟؟؟
داكومه پوهه ده ؟؟؟
اوان چى داڅه ډول اخلاق دى ؟؟؟!!!
ګوره محترمه خپه نشى له دا پورتنى ليكنى نه دى داسى بريشى
چى داسلام په اړه ستا معلومات ډير كمزورى دى
خو زموږ افغانانو بدمرغى په دى كى ده چى كوم يومو څه پوهه ولري
هغه له ځانه افلاطون جوړكړى او كه څوك نيوكه پرى وكړى هغه دځان
سپكاوى وبولى دخپلى پوهى نيمګړتيا او كمزورى ته هيڅكله توجه نكوى
شاغلى كوشان صيب زمانيوكى داصلاح په موخه دى خداى جل جلاله شاهد
دى چى بله موخه نلرم نوبناء دځان سپكاوى يي ونه بولى
ته چى اسلام ته هرډول ګروهه لرى هغه ستا كار دى خو په هره موضوع كى
چى په هر شى نيوكه كوى دا اصول دى چى د هغى موضوع په اړه به پوره معلومات
لرى او كه نه په دا ډول ليكنوسره به يواځى خلكو ته ځان وشيي اوبس
(كه مى وخت بياموند او ستا خوشه وه دپورتنى
ليكنى نيمګړتياوى به دى درته په ګوت كړم )
Anonymous
24.12.2005
کوشان ورورته ښې هيلي !
کوشان ليکلي وه چه :
[quote:9ef77d79bc]دا چې څوارلس سوا کاله د مخه کاغذ نه وو ، شک پورې تړلې ادعا ده . [/quote:9ef77d79bc]
هو ! دکاغذ نوم اصل papyrus څخه اصلا ً څخه اخستل سويدۍ چه نن انګريږ
ورته paper وايي او د نن څخه ٥٠٠٠ کاله د مخه په مصر کښي چوړ سوۍ وو
د يوه تاريخ له روايته او بل تاريخ راوړي چه په چين کښي ٣٠٠٠ دمخه اول چوړ سوۍ ؤ
تاريخ وايي چه په 10th century کښي عربو هم کاغذ چوړ کړي
او يورپ ته په 12th century کښي د کاغذ چوړېده شروع سوه
او په ١٤٤٨ کال جرمني د چاپ مشين د اول ځل لپاره چوړ کړي ٠
کوشانه وروره !
داچه خبره شکمنه ، شک پورې تړلې ادعا ئې بولۍ ٠ ښه خبره نه ده ٠ ولي ؟؟؟
په دې خاطر ! تلويزون په نړي کښي جوړ سو ٠ اما د نړۍ هر کوټ ته په اوله ورځ
نه دۍ رسيدلۍ ٠
نوکاغذ هم په هغه وخت کي مدينې منورې ته نه وو رسېدلۍ ٠ او يا به نه پيدا کيدۍ ٠ او يابه يوازي و اغنيا ته په لاس ورتلۍ ٠
تاسوته معلومه ده چه مسلمانان د نبي عليه السلام په عصر کښي دومر غريبان
وه چه د لوږي ئې ډبري په نس پوري تړلې ٠ اصحاب صفه وو د اغستلو کالي نه
درلوده ٠ نو کاغذ به ئې څرنګه رانولی وای ٠
او تاسو ليکلي وه چه قران تر نبي سل کاله ورسته ليکل سوۍ دۍ
دا ادعا ستاسو سل په سل کښي له ځانه ليکلې ده ٠ او بې اساسه او بې سنده جملې بايد ونه ليکل سي ٠ که سند ستاسو سره سته
نو حواله موږته ليکۍ ٠ او يا اعتراف وکړۍ چه له خېټي مو ليکلې وه ٠
په اسلامي تاريخ کښي لاس وهنه ښه کار نه دۍ ٠ اخلاقا ً
حليمي