نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پارلمان اوپرهيواديی اغيزي
طالب خان
20.12.2005
درنواومحترمو وروڼو اوعفيفو خويندو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
ترهرڅه له مخه له خپلو گرانوهيوادوالونه د اوږدې ناسوبتياله امله بښنه غواړم.
له بده مرغه دغه مهال زه په خپلوځينوځاني بوختياووکي دومره ننوتلی پاتي شوم چي هرډول علمي اکاډيميک فعاليت ته مي دکم وخت لپاره مخه ښه وويله.
خوالحمدلله اوس چي يوځل بيازماوضعيت نورمال شوی دادی بيامي ستاسي حجرې ته کډه راوړه. البته داڅه ددې لپاره نه چي زه دي نوپرچااحسان بارکړم. بلکي دلته راتگ زه خپله اسلامي اوملي وجيبه بولم.
درنوهيوادوالو:
څنگه چي له عنوان نه څرگنده ده داموضوع په افغانستان کي دنوي پارلمان په تړاو مطرح شوه اوموخه مي داده چي دغه موضوع بايدزموږددغه ملي اسټيج له لاري په رغنده اومنطقي بڼه تحليل اوتجزيه شي اودهيواد دملي گټوچي له نيکه مرغه له اسلام سره تړلي دي ،داحيا اوبقالپاره داسي څه په گوته شي چي په کولوسره يی زموږسرونه داسلامي امت په وړاندي لوړشي.
البته ترکومه بريده چي زماځاني نظر اوآند دی نوددغه پارلمان دپرانستني په درشل کي زماڅوټکوته پام شو.
* داوسني پارلمان لپاره ټاکني له بده مرغه ديوې داسي ادارې تراشراف لاندي ترسره شوې چي له يوه پلوه دنړيوال استعمارله نطفې نه څڅيدلي اوله بله پلوه هيڅ ډول ولسي اتوريته اوپرستيژ نلري. اصلاً داوسنۍ ادارې دسرخيل ښاغلي کرزي دټاکلولپاره چي هم کومه ډرامه سټيج شوي وه دهغې پروډکشن اوپريزينټيشن هم دامريکايي استعمارترچترلاندي دملگروملتونو کار وو چي له بده مرغه هيڅ انساني اصل ته پکي پاملرنه ونشوه.
دلته ترټولولويه بدي خو داوه چي هيوادعملاًدښکيلاک گرځواک ترولکه لاندي وو اودوي راپاڅيدل دولس مشردټاکلوډرامه يی جوړه کړه.داستعماري ځواک دولکي په صورت کي ټاکني څه مانا؟ آياهغوي په ريښتياهم ملت ته دخپل سرنوشت دټاکلوحق ورکاوه؟
که يی ځواب هو وي نو ولي بياښاغلی کرزی واک ته ورسيد؟ دکومو مشخصاتو اوديني اوملي ځانگړنوپربنسټ؟
دولس مشردټاکني په لاره کي ولي نوروسياسي جهتونوته دفعاليت اوکانديدحق ورنکړل شو؟ په تيره بيامروراپوزيسيون چي اوس يی دخپلوموخو دلاسته راوړلولپاره وسلې ته لاس اچولی ولي ملي پروسې ته نه راوبلل شو؟
دښاغلي کرزي ټاکنه په حقيقت کي داستعمارهيله وه. ځکه دامريکايي پوځ دپخواني سرلښکرجنرال تومي فرانکس په وينا "سي آيی اې خپل داسلام آبادمرکزته په کال 1998 کي دنده ورکړه ترڅودطالبانوپرخلاف دکاروني لپاره دښاغلي کرزي دشخصيت جوړوني ته ځانگړي پاملرنه وکړي"
ښاغلي کرزي هغه مهال ځيني ژوري رواني ستونزي لرلې چي دې څه يی پربدن او آن عادي ورځنيوحرکاتو هم اغيزه کړي وه. که څوک له ښاغلي کرزي سره له نژدې آشنايي لري هغه ته به داحقيقت په ډاگه وي چي هغه به په ډک مجلس کي ناڅاپه په سندرو پيل وکړ....اويابه يی هم دخپلي خسرگنۍ پرضدسپوري ستغي پيل کړې.
ددې ترڅنگ ولس مشربه ميلمنوته لومړی داړي چينگولی اوبيابه يی دهغوي سمي پېښې کولی.
په کال 1998کي له ټيکساس نه داسلامي امارت دپلاوي دليدني پرمهال هغه وخت چاپيريال بی خونده شو چي دپلاوي ژباړن ښاغلی کرزی ناڅاپه له رواني شوک سره مخامخ شو. له څنگ سره ناست يوافغانی پروفيسور يی په څپيړه وواهه........
ديونوکال چارواکوسم له لاسه درواني ناروغيو ډاکټر راوغوښت اوښاغلی کرزی ددوا له اخستلو وروسته يوڅه سم شو..(له نيکه مرغه زه پخپله ددې پيښي کتونکی وم....)
خوڅنگه چي ددې هرڅه سربيره هغه استعمارته محبوب اومقرب وو ځکه يی نوپرولس او هيوادباندي دهغه دتپلوتابياکړي وه. اوهماغه وو چي ټولو وکتل دپرون ورځي رواني ناروغ دنن ورځي ولس مشرشو.....
* له دې وروسته دپارلمان دټاکنوپه موردکي چي انساني اصول په څه ډول ترپښولاندي شول هغه ټولي نړۍ وکتل.
درأيه ورکونکو دکره شميرې په برخه کي له مبالغې نه بلکي له ښکرورو درواغوکارواخستل شو.په ټول هيوادکي يوميليون رايه ورکونکي هم نه شول حاضرچي له کوره دباندي ووزي اورايه ورکړي.
نړيوالي ميډياوښودل چي په ټول هيوادکي يوازي دهزاره جات سيمي وې چي په تمامه ماناخلکو رايه پکي ورکړه. دهيواد په ختيځ،لويديځ اوجنوب لويديځ کي درايه ورکونکوفيصدي آن تردرې هم کمه وه.
په پلازمينه کي يوازي ديارلس فيصده خلک درايو اچولومرکزونوته راووتل.
دپارلماني کانديدانو دتشخيص په برخه کي منل شوي اومسلم سياسي جهتونه له يوې څيلمي حذف شول. يوازي هغوته دفعاليت اجازه وه چي په غوږکي يی دصليبي استعمار داطاعت کړۍ اچولي وي....قانوني،سياف،انجينراحمدشاه اودهغوي امثال..................
دکانديدانو دټاکلوکارهم له بده مرغه دولس دپريکړي له مخي ونه شو بلکي داهرڅه دتړلو دروازو ترشادامريکايي اوملگروملتونودچارواکوپه لاس ترسره شو.
په ډيروسيموکي گټونکي کانديدان په شپه شپه کي په بايلونکو واوښتل.هغوي ته يوه ورځ وړاندي رسمامبارکۍ ورکړل شوي وی اوپه دابله ورځ ناکام اعلان شول.
*دپارلمان دپرانستني پرمهال هم دځينوداسي کارونو ارتکاب وشوچي شرعا اوعرفا دشرم اوخجالت باعث دي.
دپارلمان پرانستنه دډيک چيني په لاس پداسي حال کي وشوه چي استادسياف هم ورسره ولاړ وو.
تربدو بتره يی لاداچي دقرآنکريم دتلاوت پرمهال ټول گډون کونکي ناست وو اودملي سرود پرمهال ټول خلک احتراما ودريدل.
دعرب علماوو ديوې وروستنۍ فتواله مخي ملي سرود ته احتراما دريدل دتعبد درجه لري اوصريحاکفر دی.
خوپرون چي اُستادسياف،پروفيسرمجددي،پروفيسررباني اونور ملي سرود ته ولاړ وونوڅه وو؟...................................... والسلام
دربار
21.12.2005
والعصر ان الانسان لفي خسر
ګرانه طالبخانه وام پر ال او عيال دي برکت شه
دا سياف مجددي او نور جنايت کاران چي اوس په پارلمان کيدي دا خو د امريکا بسلمانان دي ﻻ اسلام له مسلمانۍ اوښتي دي
کټوازی
23.12.2005
درنو مشرانو ،ګرانو وروڼو ،او پتمنو خوږو خوېندو .......!
اسلام عليکم و رحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
اودروند مولوي صيب ،طالب خان ،
تاسې ته پۀ ځانګړي ډول خپل د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او نېکې پيزوينې وړاندې کوم !
تر اوږدې ناسوبتيا وروسته مو ټول افغان ته پۀ بېرته راګرځېدا خوشاله او پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ښۀ راغلاست درته وايو ، هيله لرو ، چې پۀ خپلو عالمانه ليکنو کې به مو له رهنمايي څخه ځان و نه سپموئ !
اما بعد ! اوس که اجازه راکړئ ،ستاسې له ليکنې څخه به يو څو عبارات را واخلم ،
[quote:6330a03c63]څنگه چي له عنوان نه څرگنده ده داموضوع په افغانستان کي دنوي پارلمان په تړاو مطرح شوه اوموخه مي داده چي دغه موضوع بايدزموږددغه ملي اسټيج له لاري په رغنده اومنطقي بڼه تحليل اوتجزيه شي اودهيواد دملي گټوچي له نيکه مرغه له اسلام سره تړلي دي ،داحيا اوبقالپاره داسي څه په گوته شي چي په کولوسره يی زموږسرونه داسلامي امت په وړاندي لوړشي[/quote:6330a03c63] ماشاالله ، پۀ ډېره ښه او ګټوره موضوع مو قلم پورته کړی ، ځکه چې تر دېرشوکالو وروسته زموږ هيوادوال د نړۍ اوملګرو ملتونو پۀ ملګرتيا پۀدې بريالي کېږي چې پخپل ملي او سياسي ژوندانۀکې ځنې برياوې لاس ته راوړي ،طبيعي ده چې پۀ دې برخه کې به ځنې نيمګړتياوې هم وجود ولري ،خوداچې اوس افغانان د يوې سترې ملي او قانوني مرجعې ،چې له ملي او بين المللي مشروعيت څخه برخورداره ده ، خاوندان کېږي ،له دې لارې د ټولو نيمګړتياوو،ليرې کول او مخه يي نيول نهايي اړين برېښي ، د افغان پارليمان پر وړاندې بې شمېره ملي او او بين المللي ستونزې پرتې دي [color=cyan:6330a03c63](چې د افغان ملت د خپلواک ملي او سياسي ژوندانۀ لوړو ارمانونو ته جدي تاوان اړوي )[/color:6330a03c63] ليرې کول يې پۀ نهايي ډول جدت او قاطعيت ته اړتيالري ،د نړيوال حمايت او کمپرومائز تر نامۀ لاندې سترګې پرې پټول به لوی ملي زيانونه له ځانه سره ولري ، بايد چې له اوس څخه يي پۀ مخنيوي کې ژورې پرېکړې او قاطع تصميمونه و نيول شي !!!
خوداچې پۀ لاندې ډول پخپله ، له خپلې موخې څخه تېرېږئ ، او موضوع د مروراپوزېسيون د يوۀ ويندوي پۀ توګه شنوئ ، بيا پرځای ددې چې د پارليمان غړي خپلو ملي مسؤليتونواو پارليماني فعاليتونوته متوجه کړای شي ، پۀ ډاګيز ډول بايد د ټولو پروسو ،تحرکاتو او جرياناتو ،چې د افغان ملت د ملي او سياسي ژوندانۀ د جوړونې پۀ موخه پۀ جريان کې دې، له يوې مخې تحريم اوپرېکون و کړو ،
[quote:6330a03c63]* داوسني پارلمان لپاره ټاکني له بده مرغه ديوې داسي ادارې تراشراف لاندي ترسره شوې چي له يوه پلوه دنړيوال استعمارله نطفې نه څڅيدلي اوله بله پلوه هيڅ ډول ولسي اتوريته اوپرستيژ نلري. اصلاً داوسنۍ ادارې دسرخيل ښاغلي کرزي دټاکلولپاره چي هم کومه ډرامه سټيج شوي وه دهغې پروډکشن اوپريزينټيشن هم دامريکايي استعمارترچترلاندي دملگروملتونو کار وو چي له بده مرغه هيڅ انساني اصل ته پکي پاملرنه ونشوه.
دلته ترټولولويه بدي خو داوه چي هيوادعملاًدښکيلاک گرځواک ترولکه لاندي وو اودوي راپاڅيدل دولس مشردټاکلوډرامه يی جوړه کړه.داستعماري ځواک دولکي په صورت کي ټاکني څه مانا؟ آياهغوي په ريښتياهم ملت ته دخپل سرنوشت دټاکلوحق ورکاوه؟ [/quote:6330a03c63]
خومخکې تردې بايدملت ته د خپل هوسا او بسياراتلونکي تضمين و رکړل شي ............!!!! او بس
[quote:6330a03c63]نو ولي بياښاغلی کرزی واک ته ورسيد؟ دکومو مشخصاتو اوديني اوملي ځانگړنوپربنسټ؟ [/quote:6330a03c63] د کومو مشخصاتو، ديني او ملي ځامګړنو پر بنسټ ؟ داچې پۀ افغانستان او پۀ ځانګړي ډول د نورو دوه درځنه کانديدانو پۀ منځ کې يو هم داسې نۀ وو ، چې پۀ ملي جناياتو کې ککړ نۀ وي ، لاسونه يي ترڅنګلو پورې د افغانانو پۀ وينو سرۀ نۀ وي ، دپښتون ، تاجک ، ازبک ، هزاره او ترکمن پۀ نامۀ يي افغان د افغان پۀ لاس سپک کړی ، ورک کړی او د درستې نړۍ د خندا کړی نۀ وي ، ځکه ښاغلی کرزی چې پخپل ملي او سياسي ژوندانۀ کې ښۀاو د باور وړ BackGround لوړ جهادي سوابق او غوړېدلی استعداد لري ، واک ته ورسېد ................!!!
نور بيا .................. که خدای کول
daud
25.12.2005
عزت منوا و قدرمنو وطنوالو او محترم مولوی صاحب طالب خان سلامونه او احترامونه !
دیوه وولس تر ټولو لویه بد مرغی داده چه ژوند لیک او مقدرات ئی د پردیو په وسیله ټاکل کیږی ، تر دی لوی مصیبت بل نشته چه بیګانګان ورته دسیاسی ، اجتماعی ، فرهنګی او اقتصادی نظام په جوړولو اخته وی .
دا رنګه وولسونه اسیر ، محکوم ، مظلوم ، او دپردیو د لاسوهنی ،مداخلو او تجاوزونو ډګر وی او ټول ملی ارزښتونه ئی د نابودئ دخطر سره مخامخ وی .
د پورتنیو خبرو په بنا افغان وولس یو ددغه بد مرغه وولسونو د ډلی څخه دئ ، چه د ژ وند په ټولو اړخونو یی دلوی شیطان امریکا او دهغو د متحدینو له خوا بی شرمانه قبضه لګیدلی ده ، ازادی او استقلال ئی عملا له منځه تللی دی ، سیاسی ، اداری ، اقتتصادی او کلتوری واک يی د اشغاګرانو او دهغی د مزدورانو په لاس کی دئ . په داسی یوه ټولنه کی چه خلک ئی د یوه تنظیم شوی ، پلان شوی او بی رحمه جهانی شیطانی ترور سره لاس او ګریوا ن وی ، د خپلی ژبی او خپل دین دلرلو په بهانه قتل عام کیږی ، په مال ،ځان ، ناموس او انسانی کرامت ئی تجاوز کیږی د وولسواکئ ، انتخاباتو ، پارلمان او اساسی قانون جوړول بیله پروپاګند، تزویر او فریب څخه بل هیڅ مفهوم نه لری او یوازینئ موخه یی د انسانیت او ازادئ ددښمنانو د کرغیړنو څیرو د پاره کاذبه ښکلا او ځلا ورکول او د هغوئ د غیر انسانی اعمالو توجیه کول دی .
په اشغال شوی ټولنه کی هغه څوک چه د اشغال ګرانو تر څنګ ولاړوی ¸دهغی ددستورونو او تجویزونو د عملی کولو د پاره کارکوی که هر څومر ه ځانونه ددین ، علم ، ترقئ او تمدن په چپنه ، بریتو ، ږیره او نیکتایی کی ونغاړی د بی ایمانئ ، بی عقیدګئ ،جنایت ، خیانت او وولس سره د جفا اعمال یی نه پټیږی او نه هیریږی . دغه اوسنی مزدوران او پرونی جنایت کاران یوازی یوه عقیده ، یوه ارزو او یو هدف لری چه هغه په سیاسی صحنه کی ددوی ناولئ حضور او د شخصی شیطانی ګټو په لاس راوړل دی .
موږ ولیدل چه ددغه هدف د لاسته راوستلو له پاره ئی د ټولو نیرنګونو او دسیسو څخه کار واخست او هر بربریت ته ئئ لبیک ووایه ، دافغانستان د خلکو په پاکو دینی عقایدو ئی په څومره بی شرمئ سوداګری وکړه ، کله چه وخت ددینی اصولو او شریعت د جاری کیدو راغئ د ژبی ، سمت ، مذهب او قومیت مسائیل ئی را منځ ته کړل او څومره افغانان یی د خپل شیطانی هوس قربانی کړل ، ددی شیطانی دسایسو د رسوا کیدو سره ددموکراسئ ډول ته په غورزیدو شول ، چه وروستئ لوبه ئی د جعلی او بی بنیاده پارلمان د جوړولو رسوائي ده .
کله چه یوه ټولنه کی د پوهی او سیاسی شعور سطحه ټیټه وی او غړی یی د زمانی د سیاسی چلونو او چلنجونو سره اشنایی ونه لری د فرصت طلبانو او ابن الوقتانو د شر او فساد په لومو کی ډیر په اسانئ راګیریږی او د زرو او زور د خاوندانو تبلیغات او پروپاګندی د یوه زود ګذره وخت د پاره تاثیر ناکه وی مګر د وخت په تیریدو سره د وولس معرفت او تشخیص ددوی په باره کی د بلوغ مرحلی ته رسیږی او په خپل قیام او قربانئ سره د شیطانی قواوو ټول حرکات او پلانونه په خاورو بدل کړی او د تاریخ کندی ته یی غوځار کړی..
افغان وولس د ډیری حوصلی ، صبر او مقاومت وولس دئ او په خپل ټول تاریخ کی د استعمار ګرانو او متجاتوزینو او دهغوی د داخلی مزدورانو د تو طئو او دسیسو سره د مقابلی په ازمینه کی بریالئ راو تلئ دئ او په خپل تدبیر او تعقل سره ئی د خپلی ازادئ او استقلال څخه ساتنه او پالنه کړی ده.
په هره تیاره پسی رڼا راتلونکی ده او دغه د فتور دوره هم د زوال په لوری روانه د ه، افغان وولس اوس په د ښه پوهیږی چه دوست څوک د ئ او دښمن چیر ته ځاله جوړه کړی ده ، داسی مصنوعی او تحمیلی تجویزونه او صحنه سازئ لکه د قلابی شورا نصبول په یخ لیکنه ده چه د ازادئ د لمر په ز رینوشغلو سره یی نابودی حتمی ده .
او س چه د وطن د ازادئ او خودارادیت مو ضوع مطرح ده ټول تپل شوی او تحمیل شوی مصنوعی اختلافات که تر هر نامه لاندی دی قابل د توجیه نه دی، شخصی ، ګوند ی ، عقیدتی ، سمتی ، ژبنی او اتنیکی تمایلات او تړاوونه باید دو طن د عالی مصالحو او د افغان وولس د ارمانونو د پوره کیدو په لاره کی ددښمنانو په اشاره خنډ نه شی ¸په یوه ازاد او خپلواک افغانستان کی د ټولو سیاسی او اجتماعی ډلو او سازمانونو خیر او بقا نغښتی ده ، په اشغال شوی او اسیر افغانستان کی د هیڅ چا ارزوګانی او امیدونه په واقعیت نه بدلیږی یوازی د پردیو غلامان تری ګټه پورته کوی .
افغان وولس هم یوه انسانی ټولنه ده او په د ټولنه کی طبعا د سیاسی ، اجتماعی او اقتصادی مسائیلو په هکله د مختلفو ډلو ، سازمانونو او احزابو په منځ کی د سلیقی ، نظر او فکر توپیر مو جود دئ مګر دا توپیر باید ددی باعث ونه ګرزی چه یو د بل نابودیدو او محو کیدو ته ملا وتړی .
یوازی د مشترک تفاهم او ملی علیا منافعو په نظر کی نیولو سره کولای شو چه هم خپله ازادی او استقلال وګټو او هم داسی یوه ټولنه جوړه کړو چه سوله ، عدالت او سوکالی په کی وی ، نه د قدرت په انحصار سره دیوی کورنئ ، عقیدی ، ډلی او حزب په چنګال کی ،نور باید د تیرو ترخو واقعیتونو څخه عبرت او درس واخلو او دا تفکر باطل کړو چه : م زور ما ټول دما .
ددی وخت را رسیدلئ دئ چه ټول روحانیون ، منورین ، په وطن مینان او د بیداره وجدان خاوندان په یوه منظمه ، وسیع ، همکاره ، بی تعصبه او په علمی او منطقی اصولو ولاړه جبهه کی سره را غونډ شی اود خپل وولس د خدمت له پاره خپل ایمانی او وجدانی مسئولیت او تاریخی رسالت د افغان وولس د تاریخ په دی حساسه دوره کی ادا کړی او نور پری نږدی چه یوه ډله او باش او مجرمین د وولس او وطن په سر د پردیو سره سازش او معامله وکړی .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
نقاد
25.12.2005
[quote:88275531ab]ددی وخت را رسیدلئ دئ چه ټول روحانیون ، منورین ، په وطن مینان او د بیداره وجدان خاوندان په یوه منظمه ، وسیع ، همکاره ، بی تعصبه او په علمی او منطقی اصولو ولاړه جبهه کی سره را غونډ شی اود خپل وولس د خدمت له پاره خپل ایمانی او وجدانی مسئولیت او تاریخی رسالت د افغان وولس د تاریخ په دی حساسه دوره کی ادا کړی او نور پری نږدی چه یوه ډله او باش او مجرمین د وولس او وطن په سر د پردیو سره سازش او معامله وکړی [/quote:88275531ab]
ښاغلی داود ! تر سلامونو وروسته مو ليکنه ډيره ارزښتمنه بولم ، که ر ښتيا هم د روحانيونو ، پخوانيوکمونستانو او مجاهدينو او طالبانو ملت پالونکي ځواکونه سره را ټول شي ، له طالبيزم، کمونيزم ،
اخوانيزم او افراطيزم څخه تير شي د مسلمان ، ولسواک اوملت پال افغان په نامه ټول سره راټول شي او سياسي بارزه پيل کړي ، پارلماني او د واټونو پر مخ احتجاجي مبارزه سره يوه کړي ، ښايي په لږ وخت کې بهرنيان او د هغوی ﻻسپوڅي د يوه سوله ييزه ملي انقلاب پر مټ له واکمنۍ څخه وغورځوو او باداران يې هم له خپلې خاورې څخه وباسو . مونږ ته اوس هغه مبارزه او هغه ﻻر رانيول په کار دي چې ٥٨ کاله وړاندې په هند کې پر انګليسي استعمار غالبه شوه او د عدم تشدد په نامه مونږ ته خان غفار خان يو څه راپيژندلې ده.
[color=white:88275531ab] آيا طالبان او اخوانيان او پخواني خلقيان او پر چميان به د سوله ييزې سياسي ملي مبارزي پر يوه محور سره راټول شي ؟ او له خپلو تنګنظره ګروپي غوښتنو څخه به تير شي ؟٠ ايا نجات به په بيقيدو شرطه وحدت کې و نه ويني ؟؟؟[/color:88275531ab]
[color=cyan:88275531ab]درنو لوستونکو، خلقيانو اوپرچميانو ، اخوانيانو او طالبانو ، ملت پالونکو او د هيواد ټولو ولسواکواکو ځواکونو ، ستاسو نظر په دې اړه څه دی .؟؟؟ والسلام[/color:88275531ab]
Re: پارلمان اوپرهيواديی اغيزي
کټوازی
26.12.2005
محترمو مشرانو ، ګرانو وروڼو او پتمنو خوږو خويندو ،
اسلا م عليکم ور حمتۀ اللۀ و برکاتۀ .............!
مخکې تردې چې ، موضوع د محترم داود صيب او محترم نقاد صيب د ليکنو پۀ رڼا کې و شنو، خپله لمړۍ ليکنه به پۀ لنډډول را بشپړکړم ، ( ستاسې پۀ اجازه )
[quote:7c34b98be6="طالب خان"]
دښاغلي کرزي ټاکنه په حقيقت کي داستعمارهيله وه. ځکه دامريکايي پوځ دپخواني سرلښکرجنرال تومي فرانکس په وينا "سي آيی اې خپل داسلام آبادمرکزته په کال 1998 کي دنده ورکړه ترڅودطالبانوپرخلاف دکاروني لپاره دښاغلي کرزي دشخصيت جوړوني ته ځانگړي پاملرنه وکړي"
ښاغلي کرزي هغه مهال ځيني ژوري رواني ستونزي لرلې چي دې څه يی پربدن او آن عادي ورځنيوحرکاتو هم اغيزه کړي وه. که څوک له ښاغلي کرزي سره له نژدې آشنايي لري هغه ته به داحقيقت په ډاگه وي چي هغه به په ډک مجلس کي ناڅاپه په سندرو پيل وکړ....اويابه يی هم دخپلي خسرگنۍ پرضدسپوري ستغي پيل کړې.
ددې ترڅنگ ولس مشربه ميلمنوته لومړی داړي چينگولی اوبيابه يی دهغوي سمي پېښې کولی.
په کال 1998کي له ټيکساس نه داسلامي امارت دپلاوي دليدني پرمهال هغه وخت چاپيريال بی خونده شو چي دپلاوي ژباړن ښاغلی کرزی ناڅاپه له رواني شوک سره مخامخ شو. له څنگ سره ناست يوافغانی پروفيسور يی په څپيړه وواهه........
ديونوکال چارواکوسم له لاسه درواني ناروغيو ډاکټر راوغوښت اوښاغلی کرزی ددوا له اخستلو وروسته يوڅه سم شو..(له نيکه مرغه زه پخپله ددې پيښي کتونکی وم....)
خوڅنگه چي ددې هرڅه سربيره هغه استعمارته محبوب اومقرب وو ځکه يی نوپرولس او هيوادباندي دهغه دتپلوتابياکړي وه. اوهماغه وو چي ټولو وکتل دپرون ورځي رواني ناروغ دنن ورځي ولس مشرشو.....
* له دې وروسته دپارلمان دټاکنوپه موردکي چي انساني اصول په څه ډول ترپښولاندي شول هغه ټولي نړۍ وکتل.
درأيه ورکونکو دکره شميرې په برخه کي له مبالغې نه بلکي له ښکرورو درواغوکارواخستل شو.په ټول هيوادکي يوميليون رايه ورکونکي هم نه شول حاضرچي له کوره دباندي ووزي اورايه ورکړي.
نړيوالي ميډياوښودل چي په ټول هيوادکي يوازي دهزاره جات سيمي وې چي په تمامه ماناخلکو رايه پکي ورکړه. دهيواد په ختيځ،لويديځ اوجنوب لويديځ کي درايه ورکونکوفيصدي آن تردرې هم کمه وه.
په پلازمينه کي يوازي ديارلس فيصده خلک درايو اچولومرکزونوته راووتل.
دپارلماني کانديدانو دتشخيص په برخه کي منل شوي اومسلم سياسي جهتونه له يوې څيلمي حذف شول. يوازي هغوته دفعاليت اجازه وه چي په غوږکي يی دصليبي استعمار داطاعت کړۍ اچولي وي....قانوني،سياف،انجينراحمدشاه اودهغوي امثال..................
دکانديدانو دټاکلوکارهم له بده مرغه دولس دپريکړي له مخي ونه شو بلکي داهرڅه دتړلو دروازو ترشادامريکايي اوملگروملتونودچارواکوپه لاس ترسره شو.
په ډيروسيموکي گټونکي کانديدان په شپه شپه کي په بايلونکو واوښتل.هغوي ته يوه ورځ وړاندي رسمامبارکۍ ورکړل شوي وی اوپه دابله ورځ ناکام اعلان شول.
*دپارلمان دپرانستني پرمهال هم دځينوداسي کارونو ارتکاب وشوچي شرعا اوعرفا دشرم اوخجالت باعث دي.
دپارلمان پرانستنه دډيک چيني په لاس پداسي حال کي وشوه چي استادسياف هم ورسره ولاړ وو.
تربدو بتره يی لاداچي دقرآنکريم دتلاوت پرمهال ټول گډون کونکي ناست وو اودملي سرود پرمهال ټول خلک احتراما ودريدل.
دعرب علماوو ديوې وروستنۍ فتواله مخي ملي سرود ته احتراما دريدل دتعبد درجه لري اوصريحاکفر دی.
خوپرون چي اُستادسياف،پروفيسرمجددي،پروفيسررباني اونور ملي سرود ته ولاړ وونوڅه وو؟...................................... والسلام[/quote:7c34b98be6]
محتر م مولوي صيب طالب خان ، يو ځا بيا خپل د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې در ډالۍ کوم !
نه پوهېږم چې دا به ستاسې خپل نظر وي ، او که د اسلامي امارت پۀ استازيتوب ږغېږئ ، که مو خپل نظر وي ، بيا يي ،ښايي پوښتنه و نه شي ، اما که د طالب نائزېشن پۀ استازيتوب ږغېږئ ، بيا نو د خپلې دې ادعا سپيناوی وکړئ ،
[quote:7c34b98be6] [color=cyan:7c34b98be6]په تيره بيامروراپوزيسيون چي اوس يی دخپلوموخو دلاسته راوړلولپاره وسلې ته لاس اچولی ولي ملي پروسې ته نه راوبلل شو؟[/color:7c34b98be6]
[/quote:7c34b98be6] ځکه چې بيا خو طالبان د خپلو سياسي او شخصي ګټو لپاره جنګېږي ، نو ولې ، د ملي مبارزې او جهاد نوم ورکوي ، ايا د دوئ داکار به له يوې خوا د جهاد او ملي مبارزې له سپېڅلي نامۀ څخه د ناوړه او مردودې ګټې پۀ اخيستلو ، او له بلې خوا د خپل وطن او ملت پر وړاندې ديوۀ نه جبيره کېدونکي جنايت پر ارتکاب دلالت و نه کړي ؟؟؟؟
نوره ليکنه مو پر واقعيت ولاړه ده ، خوداچې ، ملي سرودته احتراما درېدا ،
[quote:7c34b98be6]دعرب علماوو ديوې وروستۍ فتواله مخي دتعبد درجې ته رسوئ،اوصريحا يې کفر بولئ .[/quote:7c34b98be6] ښايي د اپوښتنه مطرح شي ، چې د کومې غير شرعي او غير اخلاقي پدېدې د دودېدا پر بنسټ ، چې واسلامي ټولنې ته يي ناوړه پايلې متوجه کېږي او يا هم د شتون له مخې يي الهي او قراني احکام ماتېږي ، مهر باني وکړئ دې پوښتنې ته ځواب وواياست او د د دې لاندې ،غير اصولي انتقادجزئيات مو ښکاره کړئ ،
[quote:7c34b98be6]تربدو بتره يی لاداچي دقرآنکريم دتلاوت پرمهال ټول گډون کونکي ناست وو اودملي سرود پرمهال ټول خلک احتراما ودريدل.[/quote:7c34b98be6] څۀ فکر کوئ ، چې د قران شريف د تلاوت پر مهال هم بايد درېدلي وای ؟ که درېدلي وای، څۀ فکرکوئ ، دا به پخپله د قران کريم پۀ شان کې يوه لويه ګستاخي او بې ادبي نه وای ؟ ايا تر اوسه هم داسې شويدي ، چېرې ؟؟؟
نقاد
27.12.2005
[color=blue:340cd5150d]په تيرپسې ....
که حکومت اسلامي وي لکه د طالبانو يا مجاهدينو ، نو د خلکو مذهبي حقوق به ، هغه هم هغه مذهب چې په اسلام پورې تړاو ولري، خوندي کړي ، نور ملي ، بشري او دموکراتيک حقوق ښايي خوند نشي کړای .
دغه راز که حکومت ملي او مسلمان وي، په افغانستان کې ملي حکومت نا مسلمان کيدای نشي ( د پرچم او خلقو اسلامدوښمنه رژيمونو خپل ملت دوښمن ګوډاګيتوب او ملي خيانتونه ه وښودل ) نو ښايي
د ملي وحدت د ساتنې له پاره هم مذهبي حقوق اوهم ملي ګټې تأمين کاندي ، خو که حکومت ولسواک وي اسلامي ملي او دموکراتيک حقوق دريواړه به د بشري حقونو په شمول پلي کوي . له دې کبله چې ولسواکي د ټولو حقوقو مور (مجموعه) ده ، بايد ملي ، مذهبي او دموکرات ځواکونه ټول د يوې ملي او دموکراتيکې طرحې پر بنسټ سره را ټول شي . هغه وخت که اوسني حکومت د هغې سره ملاتړ او همکاري اعلام نه کړي ، سترګې پرې پټېدای او پر ضد يې سياسي او سوله ييزه مبارزه پيل کيدا شي .او که يې اعلامم کړي ، بهرنيان به ژر تتر ژرهدوويي، ځکه سوله به خوندي اويو ملي اسلامي او دموکرات رژيم به بشپړ شي. نور څه غواړئ ! [/color:340cd5150d].
زړور پښتون
27.12.2005
درنو او قدرمنو لوستونکو!
لومړي خپل سلامونه ستاسي درانه خضور ته وړاندي کوم. هيله مند يم تاسي هر يو مولوي صاحب طالب خان ، ستوري، داود،کټوازي روغ او جوړ ياست. يقيناً ستاسي د ټولو رائ د قدر وړ دي. رښتيا هم ددي ټولو بدبختيو اصلي عاملين سپيره مخي کمونستان دي او دي کښي هيڅ شک نشته او نه تري څوک انکار کولاي شي. بيا ور پسي هغه ناپاکه څيري دي چي زمونږ د واقعي شهيدانو په وينو ئ اوبو واړولي او د هيواد کونډي او يتيمان ئ نا هيلي کړه. بيا ورپسي د اسلام په نامه په سپينه جامه کښي زمونږ د خاوري او د اسلام دښمنان منځته ته راغله چي په غاړو کښي ئ د تورو پنجابيانو رسي پرتي وي. دا د بدبختيو لړي را شروغ وه ان تر دي چي په اروپا او امريکا کښي ميشته هفه افغانان چي په ذکر شوي دوره کي ئ د افغانستان حالاتو نه ځان د بي بي سي راديو د لاري خبرولو د امريکائ ټانکو د پاسه د ډموکراټيي بيرغ لاندي راستانه شول. او له ځانه سره ئ يو نوي تحفه راوړله.
١- د افغانستان د بدبختيو زيږدنه کمونستان.
٢- جنګ سالاران ټوپکمار داړه ماران.
٣- د پنجابيانو مزدوران او د اسلام شرمونکي
٤- اوسني د امريکا لاس پوڅي او ډيموکراسان.
دا هفه څه دي چي ما ستاسي د بخث نه را ټول کړه اوس افغانان.....................................
١- ايا مونږ بيا له سره جهاد شروغ کړو؟
٢- ايا مونږ بيا نور دري ميلونه شهيدانو ورکړو؟
٣- ايا زمونږ په ټولنه کي کونډي او يتيمان کم دي مونږ نورو ته هم ضرورت لرو؟
٤- ايا کوم روغ ديوال پاتي دي هغه هم ور وران کړو؟
نقاد
29.12.2005
[color=blue:91a0ce70ad]زړه وره وروره ښې چارې ![/color:91a0ce70ad] [quote:91a0ce70ad]
١ـ د افغانستان د بدبختيو زيږنده کمونستان.
٢- جنګ سالاران ټوپکمار داړه ماران.
٣- د پنجابيانو مزدوران او د اسلام شرمونکي
٤- اوسني د امريکا لاس پوڅي او ډيموکراسان. [/quote:91a0ce70ad]
دافغانستان ټولې ډلې همدغه تور مخي دي ، چې خلک يې ويشلي ، له ځانه پسې يې تړلي او سياسي سوداګري يې پرې کړې ده او ﻻ کوي يې، نور څوک نشته اوکه کوم يو ،نيم څوک وي هم، هغه ځواک نلري .
[color=white:91a0ce70ad] نو ﻻره چاره څه ده ؟ [/color:91a0ce70ad]
دا يوه اړينه ، خو پېچلې پوښتنه ده ! .اړينه پر دې ده چې هرڅه په ټپه وﻻړدي، پرمخ نه ځي ، بلکې ﻻ حالت ورځ په ورځ بدتريږي . ايا ددې چارهنه ه په کار؟ حالت بايد نهپه ټپه ودريږي او نه بدتر شي ! آيا همداسې نه ده ؟
که همداسې وي ، نو دا څه معنی ؟ ؟ ؟
معنې داچې حالت بايد ښه شي ، پرمختګ وکړي ، بشپړتيا او تکامل ومومي ، که څنګه ؟ هو بالکل ! ياپرمختګ اوتکامل او يا پشا تګ ، زوال او نابودي ، يو بل شی په منځ کې نشته ، يو حالت تل په ټپۀ وﻻړنشي پاتې کيدای، يا به مخکې ځي مترقي او تکاملي سير به پيمايي ، اويا به په څټ ځي، د زوال اونابودۍ لورې به نيسي ، آيا همداسې نه ده ؟ که همداسې وي ، يواځې تۀ او زۀ يې نه وايو،بلکې هر سړی ، ټول خلک او ګرد ولس دا وايي چې پر شا تګ، زوال او نابودي نه ، بلکې پر مخ تګ،ترقي او تکامل غواړو ، نو آيا دا يوه عامه اړينه تل مطرحه او حتی مطلقه غوښتنه نه ه ؟ چې داسې ده نو راشئ وګورئ په پورتنيو تورمخو ډلو کې څوک او کومې ډلې دا غواړي او څوک يې نه غواړي او مخنيوی يې کوي :
١ـ کمونستان : دوېيې غواړي ، خو تر څو پورې چې له کمونستۍ نه تبه ګارشوي او د خپلو مظالم ځواب يې نه وي ويلی ، د خلقيانو پرچيانو د سياسي ﻻرې او ماضي غندنه يې نه وي کړي،هر يوه منشي او تر هغوی پورته لوړپوړو چارواکو يې فردي برا ئت له محکمې څخه نه وي اخيستي ، په روان شکل يې په هيڅ سياسي بهير کې پريښودل نه دي په کار .
٢.ـ جنګ سالاران ، ټوپکمار داړه ماران : تر څو يې ټوپک نه وي تسليم کړي، ډلې يې نه وي منحل کړي ، له محکمې څخه يې فردي برائت نه وي اخيستی د ملي ترقۍ کاروان او واکمنۍ ته نشي داخلېدای . د ډلو منحل کول يې سړيتوب ته د داخليدو لومړی ګام دی .
٣ ـ ((د پنجابيانو مزدوران او د اسلام شرمونکي )) طالبان :
د سوله ييز ملي او دموکراتيک اسلامي غورځنګ پلوی کول او له پاکستان سره اړيکي شلول يواځينی شر ط دی چې طالبان يې له منلو وروسته د همکارۍ او باور وړتيا پيدا کولی شي.
٤ - اوسني د امريکا لاس پوڅي او ډيموکراسان
دموکراتان ، هو ! خو ﻻسپوڅي ، نه !!! دوی هم ترقي غواړي ، هم يې په ﻻرو پوهيږي ، خو شرط يې ملت غوښتنه او ملتپالنه ده چې بايد د امريکايانو د وتلو پلوي وکړي . واقعي دموکرات تل ملتپال وي او واقعي ملتپال تل دموکراسي غواړي . ځکهخو دموکراسان ﻻسپوڅي کيدای نشي ، خو داچې له دموکراسۍ څخه ﻻس په سر شي .
[color=blue:91a0ce70ad]نتيجه :[/color:91a0ce70ad] [color=white:91a0ce70ad]پورتنۍ ډلې دې د خپلو تورمخو رهبريو سره پريکوڼ وکړي او په ګډه دې په يوه واحده ملي اسلامي ولسواکه جبهه کې سوله ييزه سياسي مبارزه پيل کړي ،بهرني ځواکونه او د هغوی .لاسپوڅي دې له اولس څخه ګوښه او د هغوی له ملاتړ څخه تجريد کاندي . دغه سوله ييزه سياسي مبارزه يواځينۍ ﻻر ده چې سياسي زور لرلای اوهدف ته رسيدﻻی شي . جګړه ييزې ﻻرې ټولې د بهرنيو ﻻسوهنو د پرمختګ او دملي هدفونو د مخنيوي اود نويو غميزو ﻻرې دي او بس ![/color:91a0ce70ad]
نو زړ ور ه وروره ځکه خو ستاسې دا ﻻندې پوښتنې له يوه غوڅ (نه !) څخه پرته بل ځواب نه مني :
[quote:91a0ce70ad]١- ايا مونږ بيا له سره جهاد شروغ کړو؟
٢- ايا مونږ بيا نور دري ميلونه شهيدانو ورکړو؟
٣- ايا زمونږ په ټولنه کي کونډي او يتيمان کم دي مونږ نورو ته هم ضرورت لرو؟
٤- ايا کوم روغ ديوال پاتي دي هغه هم ور وران کړو؟[/quote:91a0ce70ad]