د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پۀ کاناډا کې د يو څو ځوانانو خبرتيا او ستاسو څخه هيله

پښتون ځلمی
15.12.2005

سلامونه او نېکې هيلې
کۀ څۀ هم دا خبرتيا د ټول افغان پۀ لومړي مخ کې خپره شوې ده، زۀ غواړم چې پۀ ځانګړې توګه د دې فورم غړو (ورونو او خويندو) پام ورته را و ګرځوم، او کۀ څوک پۀ دې هکله څۀ ويل يا څۀ وړانديز وړاندې کول غواړي، نو دلته يې هم کولای شي و ليکي .

موږ د ټورنټو (کاناډا) يو څو ځوانان غواړو چې افغان ځوانانو او کورنيو لپاره يوه مهاليزه (مياشتنۍ يا دوه مياشتنۍ) مجله خپره کړو. پۀ دې مجله کې موږ غواړو د افغان ځوانانو، ماشومانو، او کورنيو لپاره اسلامي، افغاني کلتوري، ادبي، افغاني تفريحي، روزنيزه، کورني، د ځوانانو لپاره سياسي، ......... او داسې نور مطالب خپارۀ کړو. موږ پوهېږو چې دا کار موږ يو څو ځوانان پۀ يواځې نۀ شو تر سره کولای او موږ د نورو ورونو او خويندو مرستې ته اړتيا لرو. د لارښوونې او ليکنو پۀ هکله کۀ هر څوک موږ سره څۀ مرسته کولای شي، موږ ورته سترګې پۀ لار يو. هر څوک (مشران يا ځوانان) چې د ليکوالۍ پۀ لاره کې موږ سره مرسته کولای شي، موږ ورته اړتيا لرو. تاسو کولای شئ خپلې ليکنې يا د کوم بل ليکوال ليکنې (د هغوی لۀ نوم سره) چې تاسو ته د دې مجلې لپاره جالبې ښکاري، موږ ته را ولېږئ. دا به د ځوانانو او يوه کورنۍ مجله وي، نو کۀ لۀ يوې خوا موږ ګټه ورې او روزنيزې ليکنې غواړو، نو لۀ بلې خوا موږ دا هم نۀ وايو چې هره ليکنه دې د ادبياتو او ژبييز اصولو لۀ پلوه پۀ سلو کې سل روغه اوسي ځکه چې موږ پوهېږو چې زموږ ډېرو ځوانانو او هم مشرانو پۀ خپله مورنۍ ژبه زده کړې نۀ دي کړي. ګرامري تېروتنې به موږ، چې تر کومه پوهېږو، سموو (اصلاح کوو)، نو ورونه او خويندې دې خپل احساسات او ليکنې پۀ دې نۀ سپموي چې ګنې پۀ ليکنو کې به يې تېروتنې را و اوځي. تر څو چې زموږ موخه او نيت نېک وي، او پۀ خيل مطلب يو لوستونکې پوه کړی شو، دا مهمه نۀ ده چې زموږ ليکنې ژبييز او ادبي ډول او سينګار لري او کۀ نه.

دا مجله به انشاالله پۀ پښتو او انګلېسي ژبو خپرېږي ، نو ښکاره ده چې موږ به ستاسو پښتو يا انګلېسي ليکنو ته هر کلی وايو. تاسو کۀ هر چېرته اوسېږئ، د نړۍ پۀ هر کونج کې چې يئ، موږ سره اړيکې نيولای شئ او خپلې ليکنې د برېښناليک (يا هم پوست) لۀ لارې موږ ته را لېږلای شئ.

اوس مهال خو به په لومړي پړاو کې موږ، د ټورنټو شا او خوا ځوانان، دا هڅه کوو چې دا مجله پۀ وړيا توګه پۀ دې سيمه کې اوسېدونکو افغانانو ته (پۀ پلورنځيو (دکانونو) کې ځای پۀ ځای کولو لۀ لارې) و رسوو. کۀ پۀ راتلونکي کې خدای و غوښتل او موږ و کولای شو يا هر کله چې پۀ نورو سيمو او هېوادونو کې اوسېدونکو افغانانو و غوښتل چې هغوی يې هم پۀ خپلو سيمو کې دا مجله خپره کړي، دا به زموږ لپاره ډېره د خوښۍ خبره وي.

تاسو کۀ څۀ ډول پوښتنې يا وړانديزونه لرئ، کۀ د هر څۀ پۀ هکله وي، کۀ د مجلې د موخې يا ليکنو پۀ هکله وي، کۀ د نوم او ډېزاين پۀ هکله وي ... هر څۀ چې وي، موږ سره اړيکې و نيسئ. موږ ستاسو پوښتنو، اندونو او وړانديزونو ته هر کلی وايو.

زموږ د برېښناليک پتې دي:

concerned_afghan@yahoo.com
pakhtoonzalmay@hotmail.com

موږ پۀ yahoo کې يو ټولی (group) هم جوړ کړی دی چې پته يې دا ده:

http://groups.yahoo.com/group/concerned_afghans

تاسو کولای شئ د دې ټولي د پاڼې لۀ لارې، د Join this group پۀ کلېک کولو سره د دې ټولي غړي شئ او يا کولای شئ (يا کۀ چېرې پۀ Yahoo کې برېښناليکي پته نۀ لرئ) موږ ته پۀ يو لۀ پورتنيو برېښناليکي پتو ليک را ولېږئ. موږ به تاسو ته بلن ليک در ولېږو.

په ډېر درنښت او مننې
ستاسې يو افغان ورور
زاهد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more