د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزي د ملت څخه د جنګي جنايت کارانو د سزا حق هم واخيست

Anonymous
14.12.2005

دبشري حقونو د خپاره شوي رپوټ پلان تصويب شو. د سې شنبې په ورځ په پلازمينه کابل کې د بشري حقونو د وروستي خپاره شوي رپوټ په پلان باندې (په افغانستان کې د حقيقت موندنې او پخلاينې( په نوم درې ورځنى کنفرانس پيل شو ، د نوموړي رپوټ په پلان باندې له هغه وروسته خبرې اترې پيل شوې کله چې د نوموړى رپوټ پلان د دوشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وزيرانو د شورا له خوا تصويب کړى شو.د کنفرانس ويناوال به په دې سره د نظر يو خېل والى راولي چې جنګي جنايت کاران وبښي او که يې محاکمه کړي .

ګرانو وړونو دا کميسون به هغه جنايتکارانو ته يو ځل بيا د بخښني اعلان وکړي د ګرزي د حکومت په وينا بيايد د ملي پخلايني له مخي تير ته تير وويل شي او د هغه 5 ميلونه افغانانو ويني چي توی شوي افغانان نور هغه هيري کړي د هغو جنايت کارانو ته سزا ورکول د ملي پخلايني په مخ کي ستر خنډ دی نو کرزی ماما مو اوس دا نوی لاره پر مخ بيولې ده

د خلقيانو، پرچميانو، مجاهدينو، توپکيانو ،طالبانو او اوسني ټوپک سالارانو د هر ظالم سزا به خدای پاک د خپلي وعدی سره پر دې دنيا ورکوي که کرزي هر څمره هغه ولس ته سپين کړي دا بې چاره او لاوسه ملت خپل ټول دښمنان ښه تر پيژني

د ظلم شپه که هر څمره اوږده شي سحر خامخا لري .

د خلقيانو، پرچميانو، مجاهدينو، توپکيانو ،طالبانو او اوسني ټوپک سالارانود افغان ځوريدلي ملت سره داسي جفا کړی چي نه د بخښلو ده نه د هيريدلو ده


Anonymous
14.12.2005

کوشن ورور سلامونه
زه تاسو سره موافق يمه
خو خبره داده چي خلقيان ، پرچميان ، مجاهدين ، ټوپکيان ، طالبان او اوسني جنګسالاران که په خپلو جنايتونو اعتراف وکړي ښايي ولس ېې وبخښي خو دی تراوسه لا ځانو ته ملايکي وايې ددې پر ځای کي خدای ته مسوله دريږي د ملت بخښنه دي تر لاسه کړي تر څو د بندګانو د حقوقو بخښنه پر دې دنيا وګټي

خدای وای چي زه هر چاته هر څه وربخښمه الا د بنده حق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more