نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک دښکلا ملکه کيدای شي
Anonymous
12.12.2005
څوک دښکلا ملکه کيدای شي
که دبشر يت تاريخ ته نظر واچوو نو دښځو ونډه پکې بر جسته کيږي
ښځه که په يو لاس زانګو زنګوي خو په بل لاس جهان زنګوي ددنيا نوابغ او قهرمانان دښځو په غږکې روزل کيږي ٠ښځه ده چې مورده ښځه ده چې خور ده ښځه ده چې مينه ده او ښځه ده چې دما شومانو پا لونکې ده او د خپل کور ريسه ده ٠ښځه هر کله دکور ډيوه بلل کيږي ټو لنه يوه کوتره او ښځې او نارينه دهغه وزرونه بلل کيږي کوتره نه شي کولای چې بيدون له وزرو نه خپل دهدف مقام ته ورسيږي نو زمونږ په جګړه ځپلي وطن کې هم دښځو ونډې ته ضرورت پيدا کيږې چې زمونږ د وطن بيدارۍ ښځې خپله ونډه دتاريخ په بيلا بيلو ساحو کې بر جسته کړې ده زمونږ زړه ورې خويندې هر کله خپلو زړ ورو ورنو سره يو ځای دژوند او دټولنې دچارې په پر مخ بيولو کې خاصه ونډه اخستې ٠ا فغاني خويندې خپل پښتانه ورونو ،پلرونو،سره دکروندو دشوديارو نه نيولې دجنګ ميدانونو سر حد پورې مټې نغښتي دي چې دقهرمانۍ ملاله نوم د يادولو وړ بولم٠ پښتنۍ ميندې دخپل بچيانو په روزلوکې خپله فعاله ونډه اخستې خپلو بچو ته په زانګو کېد مذهب غيرت او نيک نامي
سبقونه ښيي ٠دا خو مور ده چې ټولنې ته ښه او بد کسان وړاندې کوي چې ښه مثالونه يې مونږ دسر په سترګووليدچې دنړيوالو په مخکې خپلو نيکونو په پل باندې قدمونه ږدي . ښه ښځه هغه ده چې خپل
دوطن او مذهب د قانون او مقرراتو سره سم نيک عمل بچيا ن ټو لنې ته وړاندې کړي . زه په دغه ځای کې دهغه تش په نوم افغانې ملکې چې دخپلو ځانونو او د بدن محرمو اندامونو په لوڅولو او بيا د نړۍ په مقابل
کې د ښکلا دملکو په توګه دستجونو باند دافغاني جنکو په نوم پورته کيدل مونږ افغانو ښځو ته دافتخار نه بلکې د شرم با حث ګرځي . نن خو دنيا وال په دې پو هيږ ي چې يوه مسلمانه او افغانه ښځه څنګه جامې اغوندي او که غواړي چې دنيا والو سره مسابقه وکړي نو سالمو مسابقو ته ځانونه چمتو کړي ، ډاکترانې وزيرانې ، انجينرانۍ او دوطن نور تکړه شخصيتونه شي چې افغاني ټولنه پرې افتخار وکړي . مونږ دوطن ښځې
په دغو بد نصيبو خپل داعتارض اوازونه پورته کوو او هيله کوو چې زمونږ مذ هب زمونږ کلچر(رواج) زمو نږ د پا ک لمنو خويندو د ازادۍ اوپر مختګ خنډونه ونه ګرځي . دښکلا مللکه هغه څوک کيدای شي چې خپل د ټولنې په مذهب ، دودونو ، ر وايتونو او خپل دملک لپاره په سالمو رقا بتونوکې فعاله ونډه واخلي٠
په درنښت
زرلښت حفيظ
pattang
12.12.2005
زر لښتي خورې سلام عليکم !
ستاسو ټولې خبرې روغې او په زړه پورې دي ، خداي پاک دې زمونږ ټولې مېرمنې ،مندې ، خوندې په پښتني دود سنګارې او په اسلامي چوکاټ کې پټې وساتي٠
خداي پاک دې په خپل سپېڅلي مرام کې داسې بريالۍ کړه چې نورې يې هم له تا سو څخه زده کړ ي .
په پښتني مينه ستا سو ورور پتنګ