د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خپلې ټوکې

هادي حيران
12.12.2005

د ټول افغان ټولو غړو، مينه والو او مېلمنو خويندو ورونو!
لکه چې تاسې ته معلومه ده ژوند د لوړو او ژورو، غمونو او خفګانونو، تجربو او مشاهدو دويم نوم دى :P نو کامياب خلک هغه دي چې لدې هر څه څخه زده کړه وکړي.
بخښنه غواړم، د ټوکو ټکالو خبره رانه يؤ څۀ فلسفه غوندې شوه، خو موخه مې دا وه چې هر چا به په خپل ورځني ژوند کې ډېرې ټوکې او لطيفې ليدلې او اورېدلې وي. ماته خو بېخي زياتې يادې دي خو د دې لپاره چې پېل وکړم، دا مهال به خپلې يو څو ټوکې درته وکړم، په دې هيله چې تاسې به هم خپلې د ورځني ژوند دا ډول ټوکې راسره شريکوئ.

[color=red:1bdffab1ec]ما چې يؤ وخت په يؤ دفتر کې کار کاوه نو د دفتر د مشر نوم ګل جان و او د هغۀ يوه پنځه کلنه لور ليلا وه چې هر وخت او هر ځاى کې به ورسره وه. د ګل جان دا عادت و چې ليلا ته به يې نوې نوې خبرې يادولې او بيا به يې د دفتر د ټولو مامورينو په وړاندې ورځنې پوښتنه کوله تر څو مامورينو ته دا وښائي چې لور يې څومره ذهينه او پوهه ده. يوه ورځ يې همدغسې د خپل عادت ترمخه پوښتنه ترېنه وکړه چې ( بچئ زمونږ د خوږ پېغمبر څۀ نوم دى؟)
(محمد صلى الله عليه وسلم) هغې ځواب ورکړو.
پلار يې يو ځل ټولو مامورينو ته يؤ په يؤ په ډېر فخر سره وکتل اؤ بيا يې ترې بله پوښتنه وکړه ( ډېر ښه بچئ، او د پلار يې څۀ نوم دى؟)
(ګل جان) وړې ليلا په ډېر معصومانه انداز کې ځواب ورکړو. او په دفتر کې د خندا يؤ بړق شو. [/color:1bdffab1ec]

[color=cyan:1bdffab1ec]صاحب شاه صابر د پښتو يؤ ډېر ښۀ شاعر او ليکوال دى. هغه چې خپله شعري ټولګه چاپ کړه نو يوه کاپي يې چې څۀ وخت سليم راز صيب ته ورکوله ورته وې ويل ( راز صيب! دا زما د شاعرۍ انتخاب دى او په ډېره خوارۍ مې راټوله کړې او چاپ کړې ده او هيڅ ډول کمى زياتى پکې نشته تاسو پرې داسې تبصره وليکئ چې همدا خبره پکې جوته شي)
سليم راز په همهغه وخت ورباندې دپاسه وليکل ( ذالک الکتاب لاريب فيه)[/color:1bdffab1ec]

په هغو ورځو کې چې ما په ورځپاڼه "وحدت" کې کار کولو، يوه ورځ د پېښور پريس کلب ته په څۀ کار پسې لاړم نو بيا هلته د اخبارونو په خونه کې ناست ووم اخبارونه مې لوستل چې هلته ناست يؤ د اردو اخبار "ژوَر نالوست" رانه پوښتنه وکړه ( وروره! تۀ څۀ کار کوې؟)
ما ورته وويل (وحدت کې يم)
هغه وويل ( ښه، ما ويل که چېرته اخبار کې کار کوې)

[color=green:1bdffab1ec]د کال ١٩٩٨ء د مئ په يويشتمه نېټه زما وادۀ ؤ. ورور مې د وادۀ کارتونه چاپ کړي وه خو چې را يې وړل نو کال يې ورباندې غلط يعنې د ١٩٩٨ په ځاى ١٩٨٩ ليکلى و. پلار مې ويل چې دا غلطي بايد له کارت نه وويستل شي نو کارت مو بيا له سره وليکلو او چاپ کړو خو د نوي کارت په ليدلو په ټولو سرونه وګرځېدل ځکه چې بيا پکې نېټه د ٢١ په ځاى ١٢ چاپ شوې وه.[/color:1bdffab1ec]


خندنۍ خاطرې

الهام
16.06.2006

حيران يران صي ب سلامونه مې ومنه الله دې روغ جوړ او بريالی لره
ښايسته خندنۍ خاطرې دې ليکلي دي نورې به هم درسره وي دغه لړۍ که همداسې وغځوې ښه به وي
وروردې الهام


رښتینی
16.06.2006

شاغلى الهام صيب او هاديجانه سلامونه مى ومنئ

ګوره الهام صيب دالړى به ته هم رانښلوى او زه به يي هم پيل كوم يو محترم هادي صيب ته به يي نه پريږدو
او له نورو يارانو نه هم ورته هيله لرو چى په دى خاطراتو كى راسره برخوال شى خو زما هيله دا هم ده چى په
دى خاطرو كى بايد دا ضرورى وبولو چى بايد څه ناڅه علمى او ياهرډول ګټه چى لرى بايد ويي لرى او دادى
هم ضرورى نه وى چى بايد حتما خندوونكى وى كه وه خو ډيره ښه او كه نه وه هم خير خو بايد هسى اپلتى او
يا يومخ له چوكاټه وتلى چټيات نه وى ځكه ددى له پاره خو هغه ديارانو هجره وازه ولاړه ده
البته دا زما نظر دى

نوربيا


الهام
17.06.2006

حامد باچا سلامونه مې ومنه
ولې نه بايد همداسې وشي مونږ هم بايد دغه كومې خاطرې چې په ذهن كې مودي نو مړې يې پرې نږدو خوهادي جان يې ډېرې هنري كوي چې سړي ته ډېر خوند وركوي مونږبيادومره توريالي چرته يو ؟
په مينه ورور دې الهام هو رښتيا مړه كله كله خو موخبر اخله


رښتینی
17.06.2006

سلامونه اونيكى هيلى مى ومنئ
نن سبا خو دصحافت او ليكوالى مينى دډيرو خلكو په زړونو كى ريښى غځولى دى
او په دى ډګركى دنوم ځلولو له پاره ډيري ياران بيخى تږى ناست دى زه په خپله هم
كله كله په دى ډګركى خپله ګوډه خره راوځغلوم نو كله دچا ګومان راباندى راشى
چى ياره دا ځوان خو لكه چى شه ليكوال دى خو ددى ناپوهه ګومان كوونكو له
جملى نه زما يو يار خوړين صيب هم وهغه نو بيخى خوش باوره و تردى چى يوه ورځ
يي يو پنډه ليكلى كاغذونه زما مخته كيښودل او راته كړه يي چى دا مى يو كتاب ليكلى
ته يي وګوره او خپله مقدمه پرى وليكه

خوړين صيب نو بيخى ښايسته قواره لرى او ځان يي داسى جوړ كړى وى لكه دا كله كله
چى په ټول افغان كى دمرحوم سيدجمال الدين انځور ددم ګړى دانځور په ځا ى راځى
تاسو به فكركوئ چى ياره حامدجانه په ډير كمال سره دى له ځانه غټ سړى جوړكړ ځكه
چى دسريزى له پاره څوك يوڅه درته راوړى نو داخو بي څه نه يي !
نه نه نه ! ګورئ دا فكر ونکړئ داغلط او ناسم فكر دى
ځكه ما مخكى وويل چى نن دليكوالى او شاعرى مينه زياته شوى ده چى خوړين صيب
هم يو له دى مينوالو نه دى او زه خو يي لا په مينوالو كى هم ځان نه شميرم هسى كله كله
مى په دى كوڅه ګذر شى او هغه هم او سپه كميدودى

دخوړين صيب كتاب مى وكوت كه له كتاب نه مى يوڅو كيسى
درته راواخيستلى خدايګو چى له خندابه مو بډوګى راته تك شنه شى
خو دا كار زما له وسه نه كيږى ځكه له خوړين صيب سره يو چارك ملګرتيا لرم
دكتاب كيسى خو څه كوئ چى ولا كه يي له ډاره نوم درته اخيستلى شم يواځى ده
ته مى چى داد نازتخلص وركړى دا هم راباندى ډيره ده دده په اړه خو ګومان نه كوم
چى په دى پنځوسو شپيتو كلو كى به دانترنيت نړيوال جال ته راننوځى ولى شيطانان
ډير دى هسى نه بل څوك يي راباندى خبر كړى او بيا خو به دخوړين صيب دا يوچاركۍ
يارانه په پنځلس منۍ دښمنى بدله شى

خو كه دخوړين صيب كتاب ته مو انديښنه شوى وى دومره زيرۍ دركولى شم چى هغه د
كمپيوترى چاپ په ښكلى ګاڼه پسولل شوى دى او هر ځاى يي ترلاسه كولى شئ خو په كوم
نامه ?
دخوړين صيب په خاطرتاسو په هرډول انديښنو كى پريږدم الله مو مل


أبوخليل
11.07.2006

وروڼو السلام علیکم
دا د ټول افغان مختلفي برخي د یو دسترخوان په څېر دي چي ډول ډول خوراکونه ور باندي ایښي وي نو له هر لوښي ځخه څه خوړل په کاردي که څه هم ما د خپلو لیکنو لپاره د اسلام برخه غوره کړي ده خو په نورو ځایونو کي هم کله ناکله د ذوق او ضرورت په اساس څه لیکم .
موضوع ډېره خوندوره وه ځکه مي وغوښتل یوه واقعه د خپل ژوند هم در ته ولیکم یووخت په دیارلس کلن عمر کي مي په یو مسجد کي د ماسپښېن لمونځ په جماعت سره اداکړ کلی هم نابلده وو کله چي له مسجد ځخه د باندي راووتلم یوه سړي په غصه کي راته وویل چي هلکه لمونځ د خراب شو بېرته یې را وګرزه ما ورته وویل ولي ؟ هغه په ځواب کي راته وویل لاسونه د تر نامه (ناف) پورته نیولي وو ما بې ځنډه ورته وویل ځما نو (ناف) پورته ده او س مي هم تر نامه لاندي نیولي وو هغه هکپک شو او څه یې ونه ویل .


خانو حاجي
06.04.2011

هاهاهاهاهاهاهاها
ابوخلیل صیب! ډییییییییییییر ښه جواب دې ورکړی ، سړی به هم حیران شوی وي چې اوس څه جواب ورکړم .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


نوروز خان
06.04.2011

[quote:478bc80152="خانو حاجي"]هاهاهاهاهاهاهاها
ابوخلیل صیب! ډییییییییییییر ښه جواب دې ورکړی ، سړی به هم حیران شوی وي چې اوس څه جواب ورکړم .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:478bc80152]

:lol: :lol: :lol:
اصلي ټوکه خوداده چې ابوخلیل په 2006 کې ټوکه کړې او خانوحاجي ورته په 2011 کې له خندا بډوډي نیولې :lol: :lol:
ډیر ناوخته نه ده پرې پوه شوی :lol:


SADEQ MUSALMAN
06.04.2011

[quote:1874acb174]خانو حاجي ليکلي:
هاهاهاهاهاهاهاها
ابوخلیل صیب! ډییییییییییییر ښه جواب دې ورکړی ، سړی به هم حیران شوی وي چې اوس څه جواب ورکړم .
Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing

Laughing Laughing Laughing
اصلي ټوکه خوداده چې ابوخلیل په 2006 کې ټوکه کړې او خانوحاجي ورته په 2011 کې له خندا بډوډي نیولې Laughing Laughing
ډیر ناوخته نه ده پرې پوه شوی Laughing[/quote:1874acb174]

هههههههههههه
:lol: :lol: :lol:

نوروزخانه ګرم نه دی خیریوسي دي خيريوسي چې د۲۰۰۶م کال ټوکه يې د۲۰۱۱م کال
سرته راوړي وه

اودابوخليل خيټه شايدغټه وي ځکه يې لاسونه که ترنامه لاندي هم وي
په نامه باندي ښکاري. :D


أبوخليل قدوسي
07.04.2011

رېښتيا هم ۲۰۱۱ کال دی خیر دی لړۍ خو هم دا يوه د ټوکوروانه ده خو خېټه په دیارلس کلني کي چي تقریبا هغه وخت به ۱۳۵۵ هجری لمرېز کال وو په تېره بيا دیوه افغان ماشوم چي په هغه وخت کي وچه ډوډۍهم راته بشپړه په وخت نه رسېدله نوه غټه او په هماغه وخت کي تر نامه پورته لاس نیول هرچاته اوماته هم کفر ښکاریدو نو ددې لپاره چي هغه پوښتونکی لا ځوابه کړم ځکه دمي سمدلاسه همدا ورته وویل چي زما ناف پورته دی او ما لاسونه ترناف ښکته نېولي وو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more