د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنصيراحمدهوتک په نوم دخواشينۍ پيغام


مجيب انګار
11.12.2005

په ډېره خواشينۍ سره خبرشووچې په امريکاکي دميشت افغان اقتصادپوه،ليکوال ،طنزليکونکي اودټول افغان قلمي همکار ځوان نصيراحمد"هوتک" کاکا ښاغلی حاجي زمری خان هوتک دورپيښي ناروغۍ له امله تيره اونۍ مړشو.

انالله وانااليه راجعون

خدای بښلی حاجي زمری خان دحاجي عبدالله جان هوتک زوی اونژدې اوياکاله وړاندي دزابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍ دهوتکزوپه کلي کې زېږېدلی وو.نوموړي که څه هم رسمي زده کړې نه وې کړې خوپه خصوصي ډول يې دومره څه ويلي وو چې دپښتنوجرگې مرکې يې ورباندې په خلاص مټ خلاصولای شوای.

خدای بښلی يوتکړه مجاهد وو اودخپل عمرزياته برخه يې له هيواده ددفاع په لاره کې تيره کړې وه.

دنوموړي مړی پخپله پلرنۍ هديره کې خاوروته سپارل شوی اوفاتحه يې دکورنۍ له خوا په شاجوي، کابل اوامريکاکې اخيستل شوي ده.

مونږله ښاغلي نصيراحمدهوتک او دارواښادله ټولې کورنۍ سره په دغه غم کې ځانونه شريک ګڼو، الله دې ارواښادته په جنت الفردوس کې لوړمقام او کورنۍ ته يې دزړه صبرورکړي.


ډاکتر وطنمل
11.12.2005

د ټول افغان چلونکي پلاوي په خواشينۍ سره دحاجي زمري خان د مړينې خبر ترﻻسه کړ ( انالله و انا اليه راجعوان ).
مونږ د ټول افغان له قلمي همکار ښاغلي نصير احمد هوتک او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک بولو ، دلوستونکو او ليکونکو په استازيتوب دوې ته د تسليت مراتب وړاندې کوي . مونږ دوې ته د لوې خدای له دربار څخه صبر جميل غواړو!
د خدای بښلي زمري خان روح دې ښاد او اته واړه جنتونه دې خدای تعالی ور په برخه کړي ! امين ، يا رب العلمين !


هادي حيران
12.12.2005

د ګران نصيراحمد هوتک د کاکا په مړينه ډېر خواشينى شوم. الله پاک دې خداى بخښلي ته جنت الفردوس او پاتې کورنۍ ته صبرِ جميل عطا کړي. آمين


Anonymous
12.12.2005

انالله وانااليه راجعون
موږله خپل تکړه ورور نصيراحمدجان هوتک سره په دغه درانه غم کي ځان گډبولو.
لوی خداي دي مرحوم ته دخپل رحمت په باغونو کي ځای ورکړي اودخدای بښلي ټولي کورنۍ ته دي دزړه صبراواجرورکړي. آمين


Dost
12.12.2005

انالله وانااليه راجعون
محترم ورور ، نصیراحمدهوتک !
په خواشینی سره مو ستاسو د کاکا (مرحوم)دمړینی خبر واخست دلوی او بښونکی څشتن څخه یې دمغفرت دعا کوو. روح دې ښاده وی (امین)


Anonymous
12.12.2005

..
--------------------------------------------------------------------------------

.......... کل نفس ذايقتۀ الموت ..................
پۀ ډېر خواشينۍ سره مو واورېدل چې ، د ګران ورر نصير احمد هوتک ترۀ ، ارواښاد حاجي زمری خان هوتک د خپلې ورپېښې ناروغۍ له کبله تېره اوونۍ پۀ حق ورسېد (انالله و انا اليه راجعون ) موږ پۀ داسې حال کې چې د خدای بښلي حاجي صيب پر مرګ ،د حاجي صيب او نصير احمد هوتک ، له درنې پښتنې کورنۍ سره پۀ دې دروند غم کې شريک يو ، د پالونکي او بښونکي څښتن جل جلا لۀ د رحمت پۀ درګاه کې خدای بښلي ته د مغفرت او مرحمت لاسونه پورته کوو ، او پاته غمجنې کورنۍ ته يي ، د جميل ،صبر او اجر غوښتونکي يو ، څښتن جل جلا لۀ دې ارواښاد ته له ټولو مومينينو او مومناتو سره ، د خپل ستررحمت پۀ غېږ کې ځای ورکړي ، او پاته غمجنې کورنۍ ته دې يي د زړۀ جميل صبر ، او پۀ بدل کې يي کامل اجر ور پۀ برخه کړي ، امين ثم امين ............!
....... مرګ يوداسې تريخ حقيقت دی ، چې هر ژوندی به يي څکي موږ پرې ايمان او عقيده لرو ، خو ځينې مرګونه داسې وي ، چې پښتانۀ وايي سل دې ومره ، د سلوسر دې مه مره ، پۀ خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې موږ پۀ ژوندوني خپل درانۀ مشران نه وينو ،او نه يي هم قدر کوو ، خو پۀ مړينې يي بيا اوښکې څڅوۀ ، پۀ خدای بښلي حاجي صيب ،زمري خان هوتک ، نه يواځې چې د هغوئ خپله کورنۍ او نږدې خپلوان خوار سول ، بلکې ټول کلی او ديار پرې خوار سو- ښايي تر دې هم لا ډېر پرې خوار سوي وي ، ځکه چې زموږد پام نه ور اوښتل طبيعي دی ..................!!!
ښايي د داسې مشرانو پر مړينې رحمان بابا، ويلي وي ،
، [color=cyan:9e6811c630].........خدایه څۀ سول هغه سپين سپېڅلي خلک ...........؟
................................................ پر ظاهر او پۀ باطن سپېڅلي خلک ........!! [/color:9e6811c630]چې د پښتنو هجرې ،جرګې او مرکې پرې خوندي او ساتلې وې


د خواشينۍ مراتب ........!

Anonymous
12.12.2005

..
--------------------------------------------------------------------------------

.......... کل نفس ذايقتۀ الموت ..................
پۀ ډېر خواشينۍ سره مو واورېدل چې ، د ګران ورر نصير احمد هوتک ترۀ ، ارواښاد حاجي زمری خان هوتک د خپلې ورپېښې ناروغۍ له کبله تېره اوونۍ پۀ حق ورسېد (انالله و انا اليه راجعون ) موږ پۀ داسې حال کې چې د خدای بښلي حاجي صيب پر مرګ ،د حاجي صيب او نصير احمد هوتک ، له درنې پښتنې کورنۍ سره پۀ دې دروند غم کې شريک يو ، د پالونکي او بښونکي څښتن جل جلا لۀ د رحمت پۀ درګاه کې خدای بښلي ته د مغفرت او مرحمت لاسونه پورته کوو ، او پاته غمجنې کورنۍ ته يي ، د جميل ،صبر او اجر غوښتونکي يو ، څښتن جل جلا لۀ دې ارواښاد ته له ټولو مومينينو او مومناتو سره ، د خپل ستررحمت پۀ غېږ کې ځای ورکړي ، او پاته غمجنې کورنۍ ته دې يي د زړۀ جميل صبر ، او پۀ بدل کې يي کامل اجر ور پۀ برخه کړي ، امين ثم امين ............!
....... مرګ يوداسې تريخ حقيقت دی ، چې هر ژوندی به يي څکي موږ پرې ايمان او عقيده لرو ، خو ځينې مرګونه داسې وي ، چې پښتانۀ وايي سل دې ومره ، د سلوسر دې مه مره ، پۀ خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې موږ پۀ ژوندوني خپل درانۀ مشران نه وينو ،او نه يي هم قدر کوو ، خو پۀ مړينې يي بيا اوښکې څڅوۀ ، پۀ خدای بښلي حاجي صيب ،زمري خان هوتک ، نه يواځې چې د هغوئ خپله کورنۍ او نږدې خپلوان خوار سول ، بلکې ټول کلی او ديار پرې خوار سو- ښايي تر دې هم لا ډېر پرې خوار سوي وي ، ځکه چې زموږد پام نه ور اوښتل طبيعي دی ..................!!!
ښايي د داسې مشرانو پر مړينې رحمان بابا، ويلي وي ،
، [color=cyan:3bb9ed6931].........خدایه څۀ سول هغه سپين سپېڅلي خلک ...........؟
................................................ پر ظاهر او پۀ باطن سپېڅلي خلک ........!! [/color:3bb9ed6931]چې د پښتنو هجرې ،جرګې او مرکې پرې خوندي او ساتلې وې


ghafar
12.12.2005

انا لله و انا اليه راجعون
ګرانه وروره نصير احمد هوتک ! ما هم د خدای بښلي کاکا دمړينې په غمونو کې شريک وبوله . پاک الله دې هغه مرحوم ته جنتونه اوکورنۍ او دوستانو ته يې صبر ور په برخه کړي.
په درناوي
غفار


Anonymous
12.12.2005

انالله و انا اليه راجعون

د محترم نصير احمد هوتک د مرحوم ترۀ د مړينې له کبله، دوي ته او ټول نجيب فاميل ته يې، د تسليت او ژور خفګان مراتب وړاندې کوم٠

لوي پروردګار(ج) دې مرحوم ته مغفرت او دخپل ديدار سعادت حاصل کړي، او پخپل جوار کې ځاي ور کړي، او غمجنې کورنۍ ته دې الله پاک صبر جميل او اجر عظيم ورکړي٠

اللهم اغفره ، وارحمه واجعل الجنته ماواه٠

لطف الله مشعل - کينټ پوهنتون انګلستان


Anonymous
13.12.2005

زه په خپل وار له ګران ورور هوتک او ددوي دپتمني کورنۍ سره ددوی په ورپيښ وير کي ځان ويرجنه ګڼم او لوي الله جل جلاله نه خدای بښلي حاجي اکااو نورو حق لرونکوته فردوس جنت او دخدای تعالی دیدار غواړم.
خاټول


اينځرګل
13.12.2005

انا لله و انا اليه راجعون
ستاسود تره ناڅاپی مړينی مونږ هم خواشينی کړو.
له لوی خدای ج څخه ارواښاد ته د بخښنې او تاسو
ته د خير او صبر دوعا کوم.

خاوری اينځرګل



هيواد شېرزاد
13.12.2005

هوتکه وروره!
د تره د مړينې په خبرېدو لکه د نورو دوستانو په څېر زه هم ډېر خواشينی شوم. لوی څښتن دې هغوی ته جنتونه نصيب کړي . تاسې او ستاسې کورنۍ ته د زړه صبر غواړو. خدای ج مو دې له نورو داسې غمونو څخه وساتي. امين.


hotak
15.12.2005

آمين برحمتک ياارحم الراحمين!
زه پخپل وارسره له خپلو ټولوزړه ته راتيرو،درنو،عزتمنو وروڼواوخوندو نه دزړه له کومي مننه کوم چي ددغه دروندغم په وړلوکي يی اوږه راکړه.
باوروکړۍ دوروڼو اودوستانو خواخوږۍ دغه دروندغم دومره راباندي سپک کړچي هيڅ احساس موندی کړی چي زموږدي څوک مړوي.
الله تعالی دي ټول وروڼه،خوندي اوگران هيوادوال دغم اودردله څپونه پخپل امان کي وساتي اوهغوي چي په يوه نه يوه يوه بڼه له غم اومصيبت سره مخامخ دي خدای جل جلاله دې دخپل نازولي حبيب صلی الله عليه وسلم په مبارک روي ورباندي سپک کړي آمين ثم آمين
ستاسي کشرنصيراحمدهوتک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more