نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
٣٤ انتصابي غړي
Anonymous
11.12.2005
د ولسمشر کرزي له خوا د مشرانو جرګې ته ٣٤ انصابي غړي چی نيمايي يي ښځی دي څه رنګه درته ښکاري ؟
دا انتصاب دی که د مجبوريتونو يو بل مجبوريت چې شرايطو په کرزي منلی ؟
مصلحتي ملي شورا
Anonymous
12.12.2005
وروڼو دا نه مجبوريت دى او نه سم انتصاب دا يوازې د دې هيواد سره دښمني ده او ملت ته د هغوى دصميميت ځواب چې رايې يې وركړې په ښكنځلو وركول دى.
لومړى خو په ننني عصر كې دافغانستان د ټاكنو په قانون كې زده كړه نه وه شرط شوې چې يو لړ نالوستي وكيلان راغل چې هغوى به د قانون جوړولو او سمولو پر ځاى يوازې د خلكو خبرو ته غوږ نيسي او چكچكې به ورته وهي.
دخلكو داهيله وه چې كه په ټاكنو كې نالوستي وكيلان راغلل نو كرزى به په دې ملت ورحمېږي او جبيره به يې په انتصابي غړيو كې وكړي خو كرزي وښوده چې د ملت سره دوستي نه بلكې دوښمني كول غواړي او مولانا مارشال هيڅكله خپه كول نه غواړي.
همدا راز ځينې هغه كسان چې په خپلو دندو كې په همدې درې كلونو كې مطلق ناكام وو او پخپله كرزي له دندو ګوښه كړي وو خو دا چې ملي شورا ورته بې ارزښته ښكاري نو همغه ناكام اوله دندو ګوښه شوي كسان يې بيا انتصابي راوستل.
كه هغوى وړ وى نو ولې يې له خپلو وزارتونو او نورو دندو ګوښه كول.
دملت سره بله دښمني دا ده چې ده ځينې هغه كسان هم انتصاب راوستل چې هغوى ځانونه كانديد كړي وو خو ملت رايه نه وه وركړې نو تاسو سوچ وكړئ چې په نړۍ كې به دخپل ملت داسې دښمن ولسمشر وي چې هغوى دسرپه بدل خپل ولسمشر وټاكي او هغه بيا ورسره دومره دښمني وكړي ؟
بله دا چې كرزى صيب نه غواړي په دې هيواد كې ريښتونې ډيموكراسي راشي او جوړ شي نو ځكه د قومي،ژبني او مذهبي مصلحتونو په رڼا كې خپل څلور كاله اړوي.
خو كاشكې يې په همدې مصلحتونو كې پښتنو ته هم كتلي واى خو دا چې پښتانه ورته شريف خلك ښكاري نو يوازې هغه چاته د قدر په سترګه ګوري چې هغوى پرې سترګې راباسي او ياورڅخه شكايتونه كوي.
مننه
لاروى
Anonymous
12.12.2005
خبره دى سمه راته ښکارى لاروىه
پښتانه د خپل شرافت نه همداسئ شوى دى بايد کرزي او نورو ته په ښکاره ووايي چې انصاف ښه وي خپل مو ىئ ليکن دا نه ده چې په خپلوئ کې مو ووهې