د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دهوتک دتره مړينه(انالله وانااليه راجعون)

hotak
10.12.2005

په امريکاکي دميشت افغان اقتصادپوه،ليکوال اوطنزليکونکي ځوان نصيراحمد"هوتک" کاکا ښاغلی حاجي زمری خان هوتک دورپيښي ناروغۍ له امله تيره اونۍ دخپلي ساه پور پرې کړ.انالله وانااليه راجعون

خدای بښلی حاجي زمری خان دحاجي عبدالله جان هوتک زوی اونژدې اوياکاله وړاندي دزابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍ دهوتکزوپه کلي کي زيږيدلی وو.نوموړي که څه هم رسمي زده کړي نه وی کړي خوپه خصوصي ډول يی دومر څه ويلي وو چي دپښتنوجرگې مرکې يی ورباندي په خلاص مټ خلاصولای شوای.

خدای بښلی يوتکړه مجاهد وو اودخپل عمرزياته برخه يی له هيواد نه ددفاع په لاره کي تيره کړي وه.

دنوموړي مړی پخپله پلرنۍ هديره کي خاوروته سپارل شوی اوفاتحه يی دکورنۍ دغړوله لوري په شاجوي، کابل اوامريکاکي اخيستل شوي ده.

له درنوهيوادوالو نه هيله کيږي چي دخدای بښلي روح ته دتسليت لپاره هغوي له خپلو دعاگانو هيرنکړي .....
ومن المؤمنين اذا اصابتهم مصيبة قالوا انالله وانااليه راجعون...

نصيراحمد"هوتک"


خیریوسی
11.12.2005

محترم نصيراحمدهوتك ستاسو دتره دمړیني په مناسبت دخپلې غمشريکۍ اوخواشينۍ مراتب ستاسو او ستاسو دتره د ددرنې کورنۍ ،ټولو خپلوانو سره شريک کوم .اودخدای (ج) له درباره ورته دجنت فردوس غوښتنه او دعا کوم ، او خدای بښلې زمری خان هوتک كاكا درنې کورنۍ او په ځانګړې توګه ښاغلي محمد نصير هوتك صاحب ته دزړه صبر او زغم غوښتونکی يم اناا لله وانا اليه راجعون.
ابو محمود


Banoori
12.12.2005

الله رب العزت دې وبخښی اووه محترم فاميل ته دې الله رب لعزت ده زړه ډاډ ورکړی


کټوازی
12.12.2005

.......... کل نفس ذايقتۀ الموت ..................
پۀ ډېر خواشينۍ سره مو واورېدل چې ، د ګران ورر نصير احمد هوتک ترۀ ، ارواښاد حاجي زمری خان هوتک د خپلې ورپېښې ناروغۍ له کبله تېره اوونۍ پۀ حق ورسېد (انالله و انا اليه راجعون ) موږ پۀ داسې حال کې چې د خدای بښلي حاجي صيب پر مرګ ،د حاجي صيب او نصير احمد هوتک ، له درنې پښتنې کورنۍ سره پۀ دې دروند غم کې شريک يو ، د پالونکي او بښونکي څښتن جل جلا لۀ د رحمت پۀ درګاه کې خدای بښلي ته د مغفرت او مرحمت لاسونه پورته کوو ، او پاته غمجنې کورنۍ ته يي ، د جميل ،صبر او اجر غوښتونکي يو ، څښتن جل جلا لۀ دې ارواښاد ته له ټولو مومينينو او مومناتو سره ، د خپل ستررحمت پۀ غېږ کې ځای ورکړي ، او پاته غمجنې کورنۍ ته دې يي د زړۀ جميل صبر ، او پۀ بدل کې يي کامل اجر ور پۀ برخه کړي ، امين ثم امين ............!
....... مرګ يوداسې تريخ حقيقت دی ، چې هر ژوندی به يي څکي موږ پرې ايمان او عقيده لرو ، خو ځينې مرګونه داسې وي ، چې پښتانۀ وايي سل دې ومره ، د سلوسر دې مه مره ، پۀ خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې موږ پۀ ژوندوني خپل درانۀ مشران نه وينو ،او نه يي هم قدر کوو ، خو پۀ مړينې يي بيا اوښکې څڅوۀ ، پۀ خدای بښلي حاجي صيب ،زمري خان هوتک ، نه يواځې چې د هغوئ خپله کورنۍ او نږدې خپلوان خوار سول ، بلکې ټول کلی او ديار پرې خوار سو- ښايي تر دې هم لا ډېر پرې خوار سوي وي ، ځکه چې زموږد پام نه ور اوښتل طبيعي دی ..................!!!
ښايي د داسې مشرانو پر مړينې رحمان بابا، ويلي وي ،
، [color=cyan:7badf05b9a].........خدایه څۀ سول هغه سپين سپېڅلي خلک ...........؟
................................................ پر ظاهر او پۀ باطن سپېڅلي خلک ........!![/color:7badf05b9a]
چې د پښتنو هجرې ،جرګې او مرکې پرې خوندي او ساتلې وې ................................!!!



طالب جان
13.12.2005

محترمو مکرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خویندو په ځانگړي ډول هوتک صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امابعد :عزتمنه هوتک صیب : زه پداسي حال کي چي له یوه پلوه ستاسي د کاکا خداي بښلي حاجي زمري صیب دمړیني له امله ستاسي په درانه حضور کي د خواشيني څرگندونه کوم , نو له بله لوري مرحوم ته د پالونکي څښتن له لویه درباره د ټولولویو اووړو تېروتنو د وربښلو غوښتنونکی یم .
لوي خداي جل جلاله دي مرحوم ته په اعلي علیین کي د نبیانو , شهیدانو , نیکانو صدیقینو او اولیاوو سره ځاي ورکړي ، او پاته کسانو ته دي لوي ذوالجلال د زړه صبر ورکړي او خداي دې په راتلونکي کي له هر ډول دنیوي او اخروي غمونو څخه وژغوري . آمين ثم آمین یارب العالمین .


pattang
13.12.2005

هوتک صيب سلا م عليکم !
ستاسو کاکا حاجي صيب چې زمونږ هم مشر تره وو ، خدای پاک دي وبخښي اوخداي پاک دي جنتونه ورته ورکړې ٠ الله پاک دې مونږ او تاسو ټول له نورو غمونونه وساتي او د حاجي صيب مانوي برکت دي خدا ی پاک ستاسو په کورنۍ کيږدي٠
امين يا رب العالمين .
ستاسو ورور پتنګ


داود فايز
27.06.2006

محترم هوتك صاحب
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له هرڅه نه مخكي درته د الله نه أجر عظيم غواړم او ستا مرحوم تره ته د الله نه مغفرت او جنة الفردوس غواړم او غوښتونكي يم
مرګ ديوه نوي ژوند پيل دي چي پوره تياري ورته ونيسو او خپل ابدي ژوند د لا ښه كولو په خاطر ډيرڅه وكړو
من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله عليه فمنهم من قضى نحبه ومنهم من ينتظر وما بدلوا تبديلاً.


مازدیګر
28.06.2006

سلام علېکم ورحمت الله وبرکات
هوتک ورور مرګ انسان لره پیدا ده او انسان مرګ لره
په مرګ خو به ټول مرو خو بختور هغه دی چه ګور کفن
او له مرګ نه پس دوعاوی پیدا کړی او رښتېا خو داده چه زموږ مړی
زموږ دوعاوو ته اړ دی او دا ېی په موږ حق پاتی وی چه باید ادا شی
الله رب العزت د صبر اجر ورکونکی ده .
ټول به الله ته لاس په دوعا شو چه الله دی مرحوم له خپل رحمت
او د رسول الله له شفاعت نه برخمن کړی
او پس ماندګانو ته دی الله تعالی صبر جمیل ورکړی
انا لله وانا الیه راجعون


larghonay1
28.06.2006

ګران هوتك صيب دا چې دوستان له دوست سره غم ويشي او ښادي څو چنده كوي ، خو په خواشنيۍ سره چې افغانان د ناوړه حالاتو له لاسه داسې وېشلي چې دغسې كول ناشوني دي . زه بيا هم د دې پاڼې له لارې خداى بښلي ته جنتونه او تاسو ته د زړه صبر او اجر جميل غواړم
خداى دې حاجي صيب زمرى وبښي اودهغه بركت دې خداى پر تاسو كېږدي
امين يارب العلمين
ستاسو غمشريك
لرغونى لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more