د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان وايي!

Anonymous
10.12.2005

افغانستان وايي.روسه :سم دناسورزخم يې دبرمرغۍ موريې دايچ اى وي وايروس يې.
افغانستان وايي.پاكستانه :وۍ نه توبه خدايه غلط شومه مردارستانه ټول پسات په همداتاكې دى .
افغانستان وايي.ايرانه: كاشكې خومې ته ګاونډي نه وې ډآرنه ته هم پاړسيوان يې يوه ورځ به اډې وركړې .دايوه مرسته خوراسره وكړه چې داپاړسودې درونيسه ډېرورنه په عذاب يم.
افغانستان وايي.اسامه:ستاپه حقيقت خوخداى كه پوهېږم داته لاكومه معمايې
افغانستان وايي.كرزيه:خداى دې مړكړه ته خونه پښتون يې نه پاړسيوان نه كافر يې نه مسلمان نه هندويې اونه سيك لنډه داچې نه افغان يې اونه امريكايي ډېردرنه په تنګ يم خداى خومې دې درنه خلاص كړي .
افغانستان وايي.ملاعمره :تاته چاويل چې داسې سرتمبه ګي كوه تاته افغانان نه دي معلوم چې هر ډول سره ګډېداى شي سياف ته وګوره كنه چې څنګه دامريكايي ډول سره دوه څرخه اتڼ كوي . تادداودخان نه عبرت نه واخستى لكه چې .
افغانستان وايي.كلبدينه: ياره بچيه ته خوهمداسې غرونوكې ښه يې
افغانستان وايي.مولوي خالصه: ته خومانه هم مشر ښكارې تاته خوبه يې په لنډه درغوڅه كړم
خالصه بيادې خداى زلمى كړه
چې دسپين غر غرڅه دې تلې ښكلوينه
افغانستان وايي.رباني : وه سوفي ته دې دې خپلې ايرانۍ ږيرې نه دې تبليغي پګړۍ نه نه شرمېږې پمن شې په خداى كه خودې په ژوند كې سم كار كړى وي مړه بدخشاني دي وشرمول .
افغانستان وايي.سيافه: غرك وپرك شې په دادوه لوېشتې ږيره تادامنفي سياست دكوم پردي په كور كې زده كړملاسړى يې مداريتوب مه كوه .
افغانستان وايي.مجددي : په امريكايي چرګه كې خودټولونه مخكې ناست وې رياست دې كاوه ومې لېدې يوې خواته خودې يوه ناسته وه .
افغانستان وايي.شنواريه :ته خو هېڅ دخبرو لايق نه يې هغه دخاطر اپريدي شعر دې نه دى اورېدلى ملاصيب ستاخودشعرونو سره هم جوړه نه ده خوخير وايې وره
خاطره تاخووې چې شيخ يمه زه
په كټ كې مات بنګړي دچاپراته دي
افغانستان وايي.متوكله:بچيه پارلمان دې مبارك شه ته خوهم كانديدوې لكه چې چاپه زور ودرولى يې خير دى زه چاته نه وايم پټ غوږ كې راته ووايه ..........سمه ده مه يې وايه چې ډارېږې نو.
افغانستان وايي.ملاضعيفه:ياره اشناولاتاخومنم خداسې غلى مه كښېنه څه خووايه دمتوكل غوندې كتاب وليكه خوګوره چې رښتيارښتيابه وايي لږ زړه وكړه زه درسره يم.
افغانستان وايي.دين محمده: نه نه رښتيادين بوشه كابل ته خوورسېدې خوته مه ډارېږه دومره كوپړۍ نه يې چې دحاجي قدير غوندې درباندې څوك مرمۍ خرابه كړي .
افغانستان وايي.امريكا:زماددې مرۍ نه دې داپښه لږ درسسته كړه تاته هم دخپل يوګران زوى (عبدالله پيكار ) شعر وايم .
اخير انسان يمه داحق خودويلو لرم
چې راته ستا تر قدمون لاندې خوب نه راځي


Anonymous
11.12.2005

[quote:9a1c7f93d6]مولوي خالصه : ته خومانه هم مشر ښكارې تاته خوبه يې په لنډه درغوڅه كړم :
خالصه بيادې خداى زلمى كړه :::چې دسپين غر غرڅه دې تلې ښكلوينه [/quote:9a1c7f93d6]

په جهاد کې به دا سړي دومره بد نه و، خو په سياست کې يې نوم داخيستو نه دی، د شخصي اقتدار د ﻻسته راوړلو په غلته تمه يې د ملا رباني لکۍ تر هغه پورې
کلکه نيولې وه تر څو پورې چې د طالبانو سيلاب دواړه پسی واخيستل . د جهاد دکلونوپه بهير کې يې د ملي وحدت او ملي زعامت د رامنځته کلو له پاره هم هيڅډول هڅه ونکړه او د رارسيدونکې کورنۍ جګړې د مخيوي کوم فکر هم نه له ده سره و او نه بل جهادي مشر درلود . او هريو د لويديځ مرستو ته د خپلې خيټې د ډکولو له پاره په طمع و. وروسته د همده په څير قوماندان د جهاد نه وروسته هم د ورته ټوپکسالارانو د رامنخته کيدو سبب شول چې تر اسه پورې د افغان ولس د سختې سردردۍ سبب شوي دي . والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more