د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه آريايي(د اريانا )دی

Anonymous
10.12.2005

پښتو ژبه د اريايي ژبو يوه پراخه ژبه ده
ادبيات د بشري ټولنې د مادي او معنوي ژوند څرګند ونه كوي او هغه ژبني هنر دى، چې په منثور، منظوم، شفاهي او ليكني ډول منځته راځي، چې ار ماده يـې ژبه ده او ادب د ژبې په واسطه منځته راځي، كه ژبه غني وي، نو ادبيات به يـې غني وي.
پښتو ژبه چې د بشري ټولنو د ژبو په لړ كې يوه تاريخي ژبه ده، ځان ته ځانـګړى تاريخ لري، پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د اريايانو له نسله يو نامتو، ننـګيالى او وياړلى ملت دى، چې دغه پښتانه اريايان لومړى په بخدي كې اوسېدل او له هغه ځايه دوى د هغه ځاى په نامه د (پخت، پكهت او پښت) په نوم له خپلې زړې ژبې سره له 1000 څخه تر 1400ق.م پورې د اباسين له غاړو اود هېواد ختيزو غرونو ته لاړل، دوى خپل د (بخدي، پكهت او پښت) په نوم له خپلې زړې ژبې سره يوځاى وساته او تر اوسه هم په دې نامه او ژبه مشهور دى، ژبپوهانو د اصلي اريايي ژبې عمر له ميلا څخه دمخه (له 2500 تر3000ق.م كلونو پورې) اټكل كړى دى، چې ژبپوهانو پښتو ته د اريايي ژبو په وېشنه او د اريايي ژبو په لويه كورنۍ كې يوه ډېره تاريخي او پراخه ژبه ګڼلې ده، لكه څنـګه چې پورته يادونه وشوه، د پكهت، پخت يا پښت كليمې د هغه مېړني ملت نوم و، چې د اريايانو له تاريخي نسله يو لوى ملت و، چې د دوى لومړى ټاټوبى د اسيا په منځ كې د پامير لوړو برخو ته نژدې سيمې د (اريانه ويجه) يا (اريانا ورشه) په نامه يادې شوې دي، د دوى په تاريخي ژبه كې دا سيمه د اصلانو ځمكه يا د پاكلمنو ټاټوبى چې د دغه نسل په زيار سره لمرخاته، لمرلوېده، د اوسني بلخ (بخدي) په جنوبي او مركزي برخو كې پسې خپاره او مېشته شول. ژبه يـې په پكتهـتو يا اوسني پښتو په نامه ياده شوې ده، كله چې معروف (واو) د ځينو قومونود نامه په پاى كې راشي، د هغه قوم د ژبې مانا لري، لكه چې پښتانه د هنديانو ژبه \"هندكو\" او كه لږ څه سپك ادا شي، نو (انكو) هم ورته وايي. البته دا يوه استثنايي ګرامري قاعده ده.

دا يو څرګند حقيقت دى، چې زموږ د هېواد لرغونى نوم اريانا او خلك يـې اريايان نومېدل. داريايانو ځمكه يا د اصيلو، نجيبانو او پاكلمنو خلكو هېواد په نامه چې تقريباً له ميلاد څخه څلورزره كاله پخوا ژوند كاوه.

(پرس سايكس) نومى عالـم ليكي: دا ځاى د اټو او (ايزوكلاس) ترمنځ پروت و، چې دغه ځاى پامير او بدخشان ته نژدې دى. دې لرغوني هېواد او ټاټوبي ته دوى په خپله لرغونې ژبه د ارياناويجه يا ويجو ويله. په اوستا كې چې شپاړلس اريايي هېوادونه يادوي، (ارياناويجه) نوم يـې ياد كړى دى.

د اريايانو په اړه ليكلي اسناد د ويدي او اوستا له كتابونو څخه لاسته راغلى د ويدي كتاب چې (ويد) يا (ويدا) نومېږي، ټول اريايي څرګند سرودونه دي او څلور برخې لري، ريګويد، اترويد، سماويداو يجورويد چې په اصل كې د هغه وخت مذهبي تخيلات دي او د ښكلو اّهنـګ لرونكو او موزونو الفاظو په قابل كې يـې د شعر بڼه او شكل موندلى دى.

دويمه ډله يـې هغه اريايان دي چې د افغانستان غربي خوا ته يـې تر استانبوله پورې خپل مدنيت جوړ كړ، چې له دوى څخه په دوو ژبو ځينې ليكنې پاتې دي، يو د اوستا كتاب دى، چې زردشت له بلخ څخه خپور كړ او په ټول ايران كې ومنل شو. په دې كتاب كې هم د ويدا په شان د افغانستان د ډېرو ځايونو او د واكمنانو او خلكو نومونه راغلي او ډېر كليمات يـې پښتو ژبې ته نژدې دي. دويمه ژبه پاړسو ده، چې پخوانيو اريايانو د افغانستان په غربي برخه كې ويله، چې ځينې ليكنې يـې پر ځينو ډبرو باندې موندل شوې دي.

هغه ژبه چې تر اريايي هجرت دمخه ويل كېده، د اريايي قومونو ژبه يوه وه، چې اريك نومېده، وروسته په نورو ژبو تبديله شوه، پوهان وايي چې د 2400ق.م په شا و خوا كې دغې ژبې بدلون بيا موند.

د مكس مولر په نامه يو پوه وايي (اّر) د كرنې مانا لري، نو له دې كبله (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي، لكه ملا الف هوتك چې وايي:

څه كه و په وير نتلى

شيخ متي چې خليلي و

او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: \"اره لور پر غاړه\" چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كار و. هغه وخت چې اريايي قبيلو له خپل اصل ځاى څخه د باختر خوا ته هجرت نه و كړى،دوى خپل لرغونى ځاى ارياناويجه باله، چې مانا يـې د اريايانو ځمكه ده، د پښتنو په ځينو سيمو كې داسې استعمالېږي، لكه بريالى خپل تربور د خداى پر ويجه هم نه پرېږدي، چې دلته هم ويجه د ځمكې مانا وركوي. يو بل ژوندى مثال يـې دا چې پخوانيو اريايانو كورنۍ او خاندان ته (كولا) وايه، چې دا كليمه اوس هم په پښتو ژبه كې د كاله او كهول په بڼه كارول كېږي او مانا يـې كورنۍ ده. همداشان د (سستان) كليمه چې په ساسنګريت كې د ځاى او هېواد مانا لري، چې په پښتو ژبه كې اوس هم ژوندۍ ده، ښكارندوى غوري په خپل شعر كې په همدې مفهوم راوړې ده:

تور سستان يـې كړ رڼا په جهادونه


نقاد
12.12.2005

واه واه ، د پښتون يوه خبره ده : چې لومړي واکمن (يما) يې د خپل تخت پر ډبره له نن څخه څو زره کاله وړاندې ليکلې او په پښتنو کې عملأ دکاڼي کرښه ( ډبرليک) پاتې شوې ده چې :
[color=blue:baf6edf7f7]نه اريک (ملحد) وم ، نه دروغجن وم ، نه زور کار ـــ نه زه او نه مې تومنه ![/color:baf6edf7f7]
[color=red:baf6edf7f7]آيا همداسې نه وه؟، ــ نه ده ؟ او همداسې به نه وي ؟[/color:baf6edf7f7]
پښتانه اريايان دي ، نه ايرانيان ، هو ، ايرانيان هم ځانونه اريايان بولي ، خو داريايانو لومړی باچا هم ، لکه څنګه چې يې پورتنی ډبرليک او د کاڼي کرښه هم ثابتوي، پښتون و !
[color=white:baf6edf7f7]کوشانه ستا څه نظر دی :
هغه تخت د داريوش نۀ دی ، د يما دی !
.......................................................لرغونتوب کې له داريوش نه هم اخوا دی
د يونان فاتح داريوش که يو پښتون وَی
........................................................ په دې اړه به ترې پاتې څه مضمون وَی
د ايران هر تاريخپوه په دې ملعون دی
.................................................. چې انکار کړي له يمانه چې : پښتون دی .[/color:baf6edf7f7]


ډاکتر وطنمل
12.12.2005

د ښاغلي کوشان ځوابي ليکنه :

ښاغلی نقاد !

داريوش 522 کاله م. م.( مخکې له ميلاده) مړ شو حال دا چې يماسپ، ياماسپ چې د جاماسپ په ډول هم ويل کيږي څه کم 1700 کاله مخکې له ميلاده ژوند کوو . نو د داريوش تخت په پارس کې وو او د يما په بلخ کې .

خو د اريايان او ايرانيانو په هکله دومره ويلی شم چې دواړه يوه معنا ورکوي ، په سانسګرت کې ورته اريانا وايی او په اوستا کې ايران .
_________________
خاندۍ ـ خاندۍخندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدی چې کړی توی خپل د زړه وينې
اوښکې وينې چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې


نقاد
12.12.2005

مننه ډيره کوشانه وروره، خو هغه پښتو ډبر ليک خوبه په پاريس کې پر کوم ډبرين تخت نه وي موندل شوی بلکې د هندوکش پر غرو يا د هغه په لمنه (بلخ) کې موندل شوی وي، نو له داريوش سره به څه تړاو ونه لري ، بلکې د يما تخت ګڼل کيږي چې تاسو يې هم تر داريوش زياته لرغونتيا تاييد کړې ده (١٧٠٠ زېږ مخکې کال ) .
ايا همداسې نه ده ، که څنګه ؟
اوسنی ايران د لرغونې اريانا له موقعيت سره مطابقت نلري او د اريانا مرکز بلخ هم په کې شکر پروت نه دی، نو ځکه اريا نا ته اوس ايران ويل سم نه دي چې د اوسني ايران اشتباه پرې رامنځته کيږي . اوسنی ايران د اريانا يوه برخه ده ، خونه برعکس ! له دې امله ددې بحث په سرليک کې د قوس دننه کلمه هم دقيقه نه ده . والسلام .


Anonymous
12.12.2005

[quote:5330377602="وطنمل"]د ښاغلي کوشان ځوابي ليکنه :

ښاغلی نقاد !

داريوش 522 کاله م. م.( مخکې له ميلاده) مړ شو حال دا چې يماسپ، ياماسپ چې د جاماسپ په ډول هم ويل کيږي څه کم 1700 کاله مخکې له ميلاده ژوند کوو . نو د داريوش تخت په پارس کې وو او د يما په بلخ کې .

خو د اريايان او ايرانيانو په هکله دومره ويلی شم چې دواړه يوه معنا ورکوي ، په سانسګرت کې ورته اريانا وايی او په اوستا کې ايران .
_________________
خاندۍ ـ خاندۍخندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدی چې کړی توی خپل د زړه وينې
اوښکې وينې چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې[/quote:5330377602]
دغه علمی ليکنی دی خو هغه شی چه پتنگ ليکی یوازی په دارالچتيات او دار الاراجيفو کی موندلی شی.


pattang
12.12.2005

ښاغليه
دا يو تاريخي وا قعت دی ،غير له حضرت محمد (ص ) څخه ،نور ټول رسولان او پيغامبران يهود تير شوي دي ٠ يهود خپله ژبه، خپل ټاټوبی او خپل کلتور نه هېروي٠
اما پښتانه برخلاف ورڅ په ورڅ په تاجکو کې حل کېږي او له منڅه څې يو غټ مسال يې په کابل کې ( ده افغانان دي ) او بل مسال يې د پښتنو مشران دي ٠
زه د پارسګونو? دښمن نه يم خوهغوي په پېړيو ، پيړيو راپردې خوا په مونګ سپاره دي نو کله يې چې له ځانه کښته کوو بيله کومه علته راته دفاشست او دښمن کلمې استعماله وي .
دپښتنو دبيداري او ستاسو دعدالت په هيله !
په پښتني مينه پتنګ

[quote:cbd64cf8a3="Anonymous"]وروره آريانا او ايران يوه کلمه ده او يو معنا لری . دیهودالاصل او جت الاصل په باره لیکنی ولی رنگ شوه.د پشتنو ستر ليدر او دپارسگونو لوی دشمن شاغلی پتنگ ليکلی وه چه اسراييل نر خللک دی .[/quote:cbd64cf8a3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more