نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان ملي – مترقي غورځنګونه
Anonymous
09.12.2005
دافغانستان ملي – مترقي غورځنګونه اؤ(( دهيوادني غورځنګ ))دايجاد إړتيا
زمونږ ګران هيواد افغانستان نه يوازي دستروبشري تمدونونو او فرهنګونو ټاټوبۍ او ځانګو ده بلکه د سترو ملي –مترقي غورځنګونو دظهور او عروج ټاټوبی هم شميرل کيږي .
دعيارانو غورځنګ چه دغريبانو ، زيار ايستونکو ، او مظلومو ولسونو مدافع اولاس نيونکی او دظالمانو او ستمګرانو ضد غورځنګ په توګه لمړی يو له مشهورو غورځنګونو شميرل کيږي چه د((سخا ، صفا او وفا)) تر شعارونو لاندي دخلکو له منځه په خودجوش ډول رامنځه شوي او وده کړی او دخلکو خدمت کړی دي .پاک کالي غوښتل ، سپيڅلتوب ، امانت داری ، دسختی تيرول لکه دمالګينی اولوڅې پښې ګرځيدل ، په دستمال ملا تړل او دسخا ، صفا او وفا شعار ته دپيمان اوهوډ سپارل پدي غورځنګ کی دغړيتوب شرايط شميرل کيدل.
دعيارانو دغورځنګ نهضت مشر يعقوب ليث صفاري وه . دي يوکسګر کارګر وه او وروسته دغه پياوړی ، زړه ور او ولس پال عيار دسيستان سپهسالار اودپادشاهۍ مقام ته ورسيد . ديعقوب ليث صفاري تر مشری لاندي دعيارانو غورځنګ دچنګيز دبرلاسي اوتجاوز په برابر کې دستر مقاومت او سرښندونو له کبله دافغانستان په تاريخ کي ځانګړي ځاي ترلاسه کړيدي . دزمري زوی ، کاکه او غازي ددې غورځنګ دغړو تر منځ خپل منځي نومونو دهغه وخت نه تراوسه ياديږي . دعيارانو دنهضت مرام او هدفونو شفاهي او قولي وو .
بل دروښانيانو غورځنګ دي . ددي غورځنګ بنسټ ايښودنونکې بايزيد روښان وه . دا غورځنګ هم دبی وزلو ، غريبو او زيار ايستونکو ته دخدمت او ددوي دګټو لپاره رامنځته شويدی . داداستعمار ضد غورځنګ هم شميرل کيږی . همدا ډول دخوشالخان خټک او دميرويس خان ، دسيد جمال الدين ضد استعماري غورځنګونه ، لمړی مشروطه او ددوهمې غوښتنې نهضت ، دافغان ځوانانو او اماني غورځنګونو ، دلمړی اودوهمې دموکراسی دويشو ځلميانو ، دوطن او دنداي خلق او د دموکراسي لسيزي ملي- دموکراتيک او عدالت غوښتونکي غورځنګونه دافغانستان په تاريخ کی هغه ستر سياسي – اجتماعي حرکتونه شميرل کيزي چه ددی هيواد دخلکو دويښولو ، را ټولولو او دهيواد په پر مختګ کی ستر ځاي لري .
دبيلګی په ډول دلمړي غوښتونکی نهضت چه مولوي محمد سرور الکوزي يي مشر وه او ٣٠٠تنه يي غړې درلودل دامير حبيب الله استبدادي رژيم پر ضد دسرښندونکی مبارزي نمونه شميرل کيږي . مولوي اصف قندهاري ، سعد الله الکوزي ، جوهر شاه غوربندي او نور ددی غورځنګ ددی مشهورې څيري شميرل کيږي .
ترک مال وترک جان و ترک سر **** درراه مشروطيت اول منزل است
دادي(( دافغانستان ددموکراسي او پرمختګ هيوادني غورځنګ)) په وجود کی دتيرو په دوام يو بل ستر او نوي غورځنګ رامنځته کيږي چه ددي هيواد دملي – مترقي غورځنګونو دملي – انساني اومترقي ارمانونو ته په وفاداري په سياسي صحنه کي را څرګنديږي .د هيوادني غورځنګ چه دجوړيدو طرحه چه يو کال وړاندي رامنځته شوه اوبحث ته وړاندي شوي دادي يو له هغو طرحو شميرل کيږي چه ترټولو زياته دهيواد دننه اوبهر دافغانانو په منځ کې دپراخ استقبال سره مخ شويده او دادي دتحقق په درشل کې قرار لري .داترټولو غني طرحه ده او زمونږ دملي ارمانونو اوارزشتونو څرګندوي ده .
دادي دزمونږ دسترګو وړاند ي ټول هغه سياسي کړۍ چه په وروستيو ١٢کلونو کي يو په بل پسي دقدرت په ګډي کيني هم معلوميږي او دافغانستان خلک هم فضاوت کوي او داحقيقت دبل هر وخت په پر تله جوتيږي چه افغانستان يوازي دتجدد ، ازادي ، دموکراسي او عدالت پلوي ځواکونه چه نيک مرغه په پراخه اندازه په ټولنه کې وجود لري او دادې په هيواندي غورځنګ کې را ټوليږي ، کولای شي دپرمختګ لوړو مدارجو ته ورسوي ، او دا پداسې حال کي ده چه ټولنه دترقي غوښتونکو يوالي اوسياسي ډګر ته راوتلو ته سخته اړه لري . د هيوادني غورځنګ درامنځته کيدو طرحه هم ددي اړتيا زيږنده ده . .هيوادني غورځنګ دکومې خاصي پرونی يا نني ډلي جريان ندي بلکه دافغاني تولني داکثريت او د ټولو قومونو او دټولو ترقي غوښتونکو او وطندوستانو دمبارزي سنګرشميرل کيږي . بناپردي مونږ په بهر کي په تير مترقي غورځنګ پوري تړلي سياسي فعالين ، دسياسي ماتي او دغربت او وطن دلرې والي سختيو سره سره ، دخپلو تيرو هوډونو له مخي دنده لرو چه دمبارزي بيرغ همداسې رپيدلي وساتو او سنګر خوښي نګړو او ټولو هغه سياسي کړيو او منفرد سياسي ،اجتماعي او فرهنګي فعالينوته چه غواړي وطن او خلکو ته دخدمت هوډ لري بلنه ورموو چه ددي غورځنګ دايجاد په پروسه کي برخه واخلي .
منبع:
http://www.mashal.org [url][/url]
Anonymous
11.12.2005
.........[color=white:e42b612105]ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــپـيــــــــــــــــــنــــــــــــې پـوښــــــــــــــتـــــنــــــــــــــــــې
[/color:e42b612105]
١ ـ په رأس کې يې کومې څېرې دي ؟
٢ـ د تيروجنايتکارو ډلو( خلق ، پرچم ، ستم او تنظيمونو ) غړي خوبه په کې نه وي؟ او که د همدغو جنايتکارو پاتې شوي په نوې بڼه يوځل بيا د افغانستان پر
مظلوم ولس تپل غواړي ؟
٣ـ آيا د تيرو جنايتکارو ډلوپه وړاندې خو به بي تفاوته نه وي او پر جناياتو خو به يې په يوه يا بله پلمه سترګې نه پټوي ؟
٤ ـ غورځنګ جوړول غواړي که د قدرت د ﻻسته راوړلو پر ارمان ګوند جوړوي ؟
ه ـ داسلام تش درناوی کوي ، که مسلماني يې د غړيتوب شرط دی او له الحادڅخه کرکه لري ؟.
٦ـ د ملي او ليبرالې دموکراسۍ تر منځ کوم دريځ لري .
٧ـ په ملي مبارزه او پښتونستان په ملي مسله کی څه دريڅ خپلوي ؟
٨ ـ د بهرني سياست ځانګړنې يې څه دي؟
٩ـ د افغان ملت له سوسيال دموکرات ګوند سره څه توپير لري ،که يې نه لري بيا ولې هغه ته نه شامليږي ؟
١٠ د پښتنو اوپښتونسانو ورونو له پاره څه پيغام لري که نه ؟
تاسې ليکلي :
[quote:e42b612105]او د دموکراسي لسيزي ملي- دموکراتيک او عدالت غوښتونکي غورځنګونه ... [/quote:e42b612105]
ايا دغه ګوندونه ملي ؤ، که د شوروي ګوډاګي او په دې توګه د ملي خيانت ماهر ګوندونه ؤ. په لويديځ نړۍ کې خو شوروي پلوه کمونسي ډلې د ضد ملي او خاينو
ډلو په توګه پيژندل کيدې او پارلمان ته يې ﻻره نشوه موندلې . خو د شوروي مخالف کمونستي ګوندونه ان لوی پارلماني ګوندونه ؤ . نن د خلق او پرچم دپرونيو ګوندونو په اړه ستاسو[color=red:e42b612105] بشپړ[/color:e42b612105] دريځ څه دی ؟
والسلام !
pattang
13.12.2005
[quote:97567375d8]٩ـ د افغان ملت له سوسيال دموکرات ګوند سره څه توپير لري ،که يې نه لري بيا ولې هغه ته نه شامليږي[/quote:97567375d8]
ميلمه A !
ما مخ کې هم پر دې اړه لږ څه درته ليکلي وه او تاسو هم ،خو موديراتور ( وطنمل صيب ) ته دې خدای خير ورکړې چې هغه ليکني يې ړنګې کړې ، ځکه چې له پښتني پاسته نزاکت سره يې ټکرخوړ ٠
اوس په سړه سينه پتنګ داسې درته ليکي:
ضرور ندی چې زما سوالونو ته تاسو ځوابونه ورکړۍ ، شايد [color=brown:97567375d8]ملا ضرين صيب[/color:97567375d8] او يابلڅوک يې ور کړي داچې ستاسو په خپل ليک کې دې ټکي ته اشاره کړې ده نو ځکه مې تاسو مخا طب کړي ياست ٠
- ايا د افغان ملت ګوند اوس هم شته ?
- کومه ورڅ پاڼه، اونۍ پاڼه هم لري ?
- ګوند دحکومت او امريکايانو سره يو ځاي کار کوي ?
- ګوند د خپل مرام په مطابق دامريکايانو داشغال مخالف دی ?
- ګوندد هغوافغاني اطباعو په هکله چې دامريکايانو له خوا په افغانستان
کي نيول کيږي او افغاني چارواکي هيڅ نه پرې خبريږي اوپه اروپايې ممالکو او ګوانتانامو کې يې غيرې قانوني سکنجه کوي څه وايې او څه دريڅ لري ?
- په دي ډير مهم تاريخي پروڅيس کې چې نن ورځ په افغانستان کې راون او
د امريکايانو دا شغال له لمړۍ ورځ نه شروع شوی دی ،د افغان ملت ګوند دخپلې
کړن لار ې مطابق له خپلو ټولو غړيوځخه څه پوښتنه کړې ده ? اوکوم پريکړون
يې دګوند دغړيو د اکسريت په اساس کړی دی ?
- او که ګوند د يوه سړي دی چه اول په رياست او بيا وروسته بيا په وزارت بدل شه
او هغه هم په داسې چټل پرسونل کې چې هر کار يې دګوند دمرام سره لويه دښمني لري .
دپښتنولي په مينه ستاسو پتنګ