د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نيابت کې مونږ مسلمانان ډېر وړاندې تللې يو که غرب او غربي عيسويان؟؟؟

Anonymous
09.12.2005

دمکرم استاد وطنمل ليکنه 

[ بسم الله الرحمن الرحيم
ځمکه اواسمان
ايا ځمکه او اسمان يواځې د هوا ورېځې باران او اتموسفير پواسطه سره تړلي دي او که نه ، د بشر د ژوندانه اړتياو، روحي او معنوي جلتندو هم وخت په وخت اسمان دېته اړباسلی چې د معنوي رڼا برېښنا په خمکه را
وبرېښوي او د معنوي رحمت بارانونه د جهل نا پوهۍ او ﻻر ورکنې په وچکاليو کې راواوروي ؟
وروستی خبره حقيقت دی، ځکه چې له ادمه تر دې دمه ټول اسماني دينونه د ريأل بشري او ټولنيزو اړتياو له کبله رانازل شوي دي. دغه دوه اړخيزه اړيکه د ځمکې او اسمان تر منځه د بشر د پيدايښت له پﻻن څخه پيل شوې ده :کله چې الله تعالی جل جلاله د ادم عليه السلام د خلقت اراده وکړه او ملائکو ته يې وفرما يل چې (( اني جاعل في الارض خليفه)) يعنې (( زه په ځمکه باندې خپل نا يب ټاکم)) څو ځمکه بې فساده تسخير کړي!( وګوره، د بقره سورت) ، نو په ځمکه د الله پاک نيابت او استازيتوب کول هغه ستر رسالت دی چې يواځې د ادم او ادمزاد يا بشر په غاړه پروت دی. د الهي ذات نيابت او رسالت بل څه نه ، بلکې يواځې او يواځې (( له فساد پرته د ځمکې تسخيرول )) دي او بس!.
تر دې وخته وړاندې هم څو ځله ملائکو د الله ( ج) په امر ځمکه ّنيولیّ او د پيريانو، جن او جنياتو له فساد نه يې پاکه کړې او ژغورلې وه ، خو البته ّتسخيرّ کړې يې نه وه!
محض نيول د تسخير ولو شرط يا شکل دی ، نه تسخير پخپله يا د تسخير محتوا !
ځکه تسخيرپه نيول شوي څيز کې د ځان په ګټه تغير او بدلون راوستلوته وايي، خودځان ګټه تل په يولړاړتياو او دهغوی په بسياکولوپورې اړه لري لکه خوړل،چښل،کور،جامه ،مينه او ژوندساتنه . څرګنده ده چې لدې ټولو نه ملائکې پاکې او مبررا دي!
دځمکې يا طبيعت بدلون له هرڅه نه وړاندې د طبيعت پېژندنه او معرفت غواړي ، يعنې کواند اند او تفکر، علم او منطق ايجابوي. دا کار هم نه د ملايکو ځانګڼه ده او نه ورته څه اړتيا لري : لکه هغه وخت چې الله تعالی د ادم د پيدايښت په هکله له خپلې ارادې څخه دوی خبرې کړې، نو ويي ويل چې يا ربه د ادم پيدايښت ته به نو څه ضرورت وي ، پداسې حال کې چې مونږ ستاپه ستاينه او عبادت مشغول يو. نو الله (ج) ورته وفرمايل :
((اني اعلم مالا تعلموان)) : (( بيشکه زه په هغه څه ښه پوهيږم چې تاسوپرې نه پوهېږئ)).
بيا الله تعالی ادم (ع) ته کائن علم او پوهه وروبښله او د ټولو څيزونونومونه يي ور وښودل : (( و علم ادم اسمأ کلها)).
څښتن تعالی بيا له ملايکو نه دځينو څيزونو نومونه وپوښتل ، خو هغوی پرې خپله ناخبري او غير معرفت څرګند کړ :
(( سبحنک ﻻ علملنا اﻻ ما عــلمـتـنا )).يعنې (( پاکي ده ربه تالره، مونږ نه پوهيږو مګر يواځې په هغه څه چې تا مونږ ته راښودلي دي)). الله تعالی بيا ادم ته وفرمايل چې ته د نوموړو شيونو نومونه ورته واخله، نو هغه سمدﻻسه ټول نومونه بيان کړل. څښتن تعالی ملايکو ته د ادم (ع) د پوهې او بشپړ معرفت له کبله امر وکړ چې دتحيات په توګه دادم لوري ته سجده وکړئ! ملايکو په سمﻻسې توګه سجده وکړه ؛ خو يواځې عزازيل چې له اصله يو جن او له اوره پيداشوی و، له الهي امر نه سرغړونه وکړه ، تکبر او غرور يي وښود، نو ورټل شو او لعنتي شو.
سره ددې چې ملايکې د الله تعالی په ستاينه، عبادت او بندګۍ کې تر هرچا وړاندې دي ، خو بيا هم دادم (ع) لوري ته دهغه د علم او معرفت له کبله پرې الله (ج) د سجدې کولو امر وکړ، نو دا پخپله ثابتوي چې علم اومعرفت دالله پاک په دربار کې له عبادت کولو نه لوړ مقام او لوړه درجه لري !
دا ولې؟ او دا دڅه لپاره؟
دا ځکه چې يواځې په پوهنه او معرفت سره انسان هغه رسالت تر سره کوﻻی شي چې د هغې لپاره يي انسان د ځمکې په مخ خپل نايب او خپل استازی ټاکلی دی . دا رسالت او نيابت دځمکې ياطبيعت بې فساده تسخير ول دي او بس !
پدې ډول کله چې د بشر پلار ادم (ع) په همدې موخه او مقصد له اسمان نه ځمکې ته راښکته کړی شو نو دده او دده دراتلوونکو اولادونو يا بشر دندې او رسالت صرف دوه برخې درلودلې چې يو د بل سره د شکل او محتوا په توګه تړلې وې : يو پخپله د ځمکې يا طبيعت تسخيرول دي چی د رسالت او نيابت محتوا جوړوي ، او بل ددې تسخيرولو بي فساده شکل دی!! په دواړو برخو کې پوښتنې او بحٍثونه کېدای شي.
ولې اساسي او بنسټواله پوښتنه دلته اوس داده چې د نوموړي رسالت په سرته رسولو او نيابت کې مونږ مسلمانان ډېر وړاندې تللې يو که غرب او غربي عيسويان؟؟؟
هيله ده چې هر څوک خپل خپل نظر د علت په هکله د مباحثې په فوروم کې بيان کړي څوک (؟) له چا څخه (؟) او ولې (؟) په دغه الهي نيابت او نوموړي رسالت کې مخکې دی !
په ټوله افغاني پښتنې مينه او درنښت! وطنمل ]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more