نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
راځئ پخپله دخپلې ژبې ملاتړ وکړو !
م .ځلاند
08.12.2005
[color=darkblue:a5a3a87ef0]ګرانو وروڼو اوخويندو سلامونه او درناوي !
دپښتنو يوه لويه بدمرغۍ داده چې تل يي پرديو فلسفو په چوپړ کې هم خپل سرونه لوګی کړي اوهم يي دخپلو دغو فلسفومخالفونظريو درلودنکو پښتنو په سرونو ميچنۍ ګرځولې ده . خو تراوسه يو هم داسې پښتون پيدا نشو چې پښتانه هغو لاملونو ته متوجه کړي کوم چې ورځ په ورځ دوي کمزوري کوي ، دوي ديوبله بيلوي ،ددوي پايښت ته زيان رسوي ، ددوي دپرمختګ مخه نيسي _ يو داسې پښتون هم پيدا نشو چې پښتانه دې ته متوجه کړي چې دا ستاحق دی چاته يي دپښو لاندې کولو اجازه مه ورکوه او داهم دنورو حق دی ... او يو پښتون هم پيدا نشو چې دويشل شوو پښتنو ديوځای کيدلو لپاره يوه هڅه او هاند وکړي ( البته داسې کسان دګوتو په شميروو خو دپښتنودسياسي کمزورۍ اوډيرونورو علتونو له امله يي هڅو څه خاصه نتيجه نده ورکړې . لکه خوشال بابا ، غفارخان اومحمد ګل خان مومند ).
دپښتنو دسترو نيمګړتياو څخه يوه هم خپلې ژبې ته دهغوي لخوا په سپکه سترګه کتل او دنورو ژبو ته دحدڅخه پورته لوړ مقام ورکول دي ، البته پدې برخه کې (دپښتوژبې شاته غورځول دنورو ژبو ته بې حده توجه ورکول ، پالل او نازول ) دپښتنو شاهانو او واکمنو ناروا چلند تر ټولو ستره رول اجرا کړی .
يوه خبره چې کول يي ضرور دي : اوس مهال دپخواني هر وخت په پرتله پښتانه راويښ شوي او حساس شوي دي او که څه هم چې ددغو راويښ شوو او حساسو پښتنو سلنۍ ډيره وړه او کمه ده خو بيا هم غنيمت ده اودابهير روان دی . زما اوسنۍ بحث دداسې وروڼو او خويندوسره دی کوم چې ځان په دغه بهير پورې تړلی ګڼي . داچې زموږ شاهانو او واکمنانو دپښتوژبې په ځپلو سره په عمل کې پښتانه ځپلې او وروسته ساتلي دي ، داهر چاته څرګنده ده ، اوس هم موجودې واکمنۍ دډيرې غټې برخې ( دکرزي په ګډون )، پاليسي او کړنې په هماغه زړه لاره روانه ده ، ( يانې پښتوته په سپکه سترګه کتل ) . نو زما پوښتنه داده چې موږ او تاسې يانې هغه روڼ اندي وروڼه چې د نورو ژبو ته په پوري درناوي سره سره خپلې ژبې ته دواکمنو د چلند څخه پوزې ته راغلي يو ، بايد دخپلې ژبې دحقوقو دغوښتنې اواخيستنې لپاره په فردي او ټوليز ډول څه وکړو ؟ څه ډول عکس العمل ښکاره کړو ؟ اياغلي کينو اوصبر وکړو ترهغه چې واکمن پخپله مهربانه شي او لازم چلند وکړي ؟ کومې قانونې لارې موږ خپل هدف ته رسوي ؟ أيا ديوې سوله ايزې مبارزې اړتيا شته ؟ دامبارزه بايد په کوم ډول تنظيم شي ؟
دټولو وروڼو اوخويندوڅخه هيله کوم چې پدې بحث کې ګډون وکړي ، او دخپلو نظرونو ، تجربو او وړانديزونو په وړاندې کولو سره دښکيلاک اوځپلو څخه دخپلې ژبې او پايله کې خپل قوم دخلاصون په هڅو کې خپله ونډه واخلي .
ټولو ته په درناوي [/color:a5a3a87ef0]