وطن پال او نور ګټور شعرونه
(( الفت )) ته! ....... ( هېواد )
هيواد شېرزاد
10.08.2002
[size=24:9e5cf1824e][color=darkred:9e5cf1824e]¤¤¤¤¤¤¤¤¤¤¤ الفت ته ¤¤¤¤¤¤¤¤¤¤¤[/color:9e5cf1824e][/size:9e5cf1824e]
د پښتو په لوى درياب کې ------د قيمت نه ډک ګوهر يې
ننګ ناموس دې تل شعار دى---- د ميرويس نيکه ټبر يې
بې پروا يې نه ډاريږې --------- د دښمن زړه ته خنجر يې
تل د عدل طرفدار يې ----------- د مظلوم په حال خبر يې
د پښتو په قافله کې ------------ راه نما د ټول لښکر يې
ستا له علمه ډېر خړوب شول ------- ته پدې دنيا(کوثر) يې
ستوري ستا نه رڼا اخلي ------ - د پښتو د آسمان لمر يې
ستا حاجت نشته بل چاته ---------- ته پخپله معتبر يې
ستا په شان به مور رانه وړي------ ته خو بل رنګه بشر يې
د الفت او مينې ډک يې --------- چې د هر سړي دلبر يې
ستا صفت کله خلاصيږي ------- څومره ډک ته له هنر يې
چې ژوندى يم تا به ستايم ----- د ( هېواد ) د زړګي سر يې