نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا حيران څوک؟؟
Anonymous
06.12.2005
دا عبد الهادي حيران خو به پخوا کندزي تخلص نه کاوه؟
ده خو يو و خت د صابر مرحوم هيواد اخبار اجاره کړي وو٠
هادي حيران
07.12.2005
بې نومه او نامعلومه مېلمه دا پوښتنه دې ډېره عجيبه نه ده خو زه دې ځان ته حيران کړم . او حيران دې په دې کړم چې ته مې دومره پېژنې چې "هيواد" اخبار مې اجاره کړى و نو بيا ولې دا پوښتنه کوې چې (دا حيران څوک دى؟)
[quote:03652079a9]دا عبد الهادي حيران خو به پخوا کندزي تخلص نه کاوه؟ [/quote:03652079a9]
که د يو چا پوهه سړي نه دې پوښتنه کړى وى چې تخلص څه ته وايي نو دومره به دې سر نه خوږېدلى خو خېر! زه به درته ووايم چې تخلص زما پخوا هم حيران و او اوس هم حيران دى. کندوز زمونږ د ولايت نوم دى نو په دې نسبت به مې پخوا د خپل نوم سره "کندوزى" هم ليکلو ولې اوس يې د :lol: :lol: کثرتِ استعمال :lol: :lol: په وجه ډېر نه ليکم.
Anonymous
07.12.2005
خيرونه د وي حيران صيب، ايله مې چې بيا موندې٠
هلکه ګوره خفه نشې، زما خو يقين نه راتلو چې ګنې دا به هماغه د کراچۍ سرګرم کالم نګار وي٠ زه ستا د نثري ليکنو زوړ (خو بوډا نه) مينه وال يم٠
اوس چې د ساهو ليکونکو مرکې ته هم ځې راځې نو لکه چې د شاعرۍ جراثيم د هم په وينه در ګډ شول٠ کيداي شي ښه شاعر هم شې٠
زاړه يادونه دې را ياد کړل، مرکه اوس هم پلوشې سينما سره جوخت په اردو ساينس بورد کې وي کنه؟ حنيف خليل، زبير خاکسار، اسير منګل او ګران هم ورله راځي؟
ياره قلندر ته دعا ګانې کړه
اوس ګنې پښتو کې غزل چرته دي
نښتر
هامبورګ - جرمني
هادي حيران
07.12.2005
هلکه نښتره ته خو بېخي زمونږ د :roll: عقيدې :lol: ملګرى ښکارې. خفه کېږم به ولې يار خو ته لږ خپل ځان رامعرفي کړه چې د کوم غر نښتر يې؟
د مرکې غونډې اوس هم په هماغه اردو سائنس بورډ کې کېږي او ملګري ورله راځي. زه هم ځکه ورځم چې نن سبا په پېښور کې يم. او شاعري خو نو کول غواړي ځکه چې په پښتو کې د :P ښو :P شاعرانو کمى دى کنه :P :P :P :P :P
Anonymous
07.12.2005
ای ای
دسوسيال خوند تاسو کوی .په سه شيانو تاسو اخته ياست.
سوسيال پيسی يوازی د نس د قوت لپاره نه بلکه د ماغزه د پياور تيا لپاره هم دی .
کوشش وکی چه منطقی بحثونه جاری شی .
Anonymous
07.12.2005
مننه، حيران صيب٠
:( زمونږ عقيدې :wink: باندې مې سر خلاص نه شو٠ ستا سو د لارې ملګري خو ضرور يم او بيا خاص کر د قلندر صيب، خو د عقيدې نه٠ زه يو ساده پټان مسلمان يم،
ددې سوسيال ملګري په ليکنه پوه نه شوم، دوي لکه د پيښور شيخ محمديانو غوندې په هر څه کې د 'علاج' او 'قوت' خبره کوي٠ ماشالله ښه جوړ او 'قوتمن' يم
Anonymous
07.12.2005
دا رانه پاتې وه، تا وې د کوم غره نښتر يې؟ ما خو پوي به يې، خو په جغرافيه کې راته کمزوری ښکاري، د اردشير کاوس جي کالمونه لوله چې د نښتر لرونکو غرونو په هکله پوه شې٠ خبره لنډوم خو د کونړونو نه يم٠
د پکتيا د جګو غرونو يو نښتر
هادي حيران
08.12.2005
د :P عقيدې :P نه مې مطلب د قلندر صيب د ادبي لارې ملګرتيا وه. ځکه چې هغه خو زمونږ د ادب :wink: پيرانِ پير :wink: و. دا مېلمه وايي چې څه منطقي بحث وکړئ نو فکر کوم چې اوس د قلندر صيب د ذکر سره منطقي بحث پېل کېدلاى شي.
بله دا چې ته د پکتيا د غرونو نښتر نه يې :lol: که د پکتيا د غرونو نښتر وى نو مېلمه به نه وى.
يوه بله خبره مې هېره وه چې تا د "هېواد" اخبار ذکر د ( مرحوم صابر ) په حواله کړى و. د دې نه دې مطلب څه و؟ که ايوب صابر وي نو هغه خو د "هېواد" ايډيټر يا مالک نه و. او که سلطان محمد صابر وي نو هغه خو مرحوم نه دى. ستا يې مرحوم کېدو ته ولې دومره جلدي ده؟؟؟؟
Re: دا حيران څوک؟؟
کټوازی
08.12.2005
.... يارانو پۀ مينه او خوښۍ
[quote:eda7ec9c85="نښتر"]دا عبد الهادي حيران خو به پخوا کندزي تخلص نه کاوه؟
ده خو يو و خت د صابر مرحوم هيواد اخبار اجاره کړي وو٠[/quote:eda7ec9c85]
......نښتر صيب ! پخير ، پوښتنه خو ستاسې پکار ده چې هغه د ځدرانو پۀ ژبه ، له کومې خوا پکې رالک شوې ؟؟
ځکه ، هادي جان خوخلک د يوۀ حساس اومستعد ليکوال ، قلموال او ژورناليست پۀ توګه پېژني ، او بيا چې دومره يي هم پېژنې ، يو وخت يې د ايوب صابر مرحوم اخبار چلاوۀ ، نو بيا څر نګه وايې ، [color=cyan:eda7ec9c85]دا حيران څوک ؟ [/color:eda7ec9c85] ښايي د خود فرېبۍ نفسياتي عارضه در پېښه وي :!: :!: :!: :!: که څنګه ؟؟؟
...........................
Anonymous
08.12.2005
سلامونه!
ايوب صابر او سلطان محمد صابر مې دواړه ښه ياران وو، ايوب صابر سره مې ډېر کلونه د کواټ عقاب چلولي٠ خداي د ې و بښي ښکلې شاعري يې کوله٠ هغوي په ٨٩ کې وفات شوي ٠
سلطان صابر په ٢٠٠٢ کې نړۍ نه په کوټه کې سترګې پټې کړې٠ فاتحه يې درباندې فرض ده ظالمه، کراچۍ له هر څه بيخبره کړي يې٠
کټوازي صاحب! زه له جرمني در لک شوم٠ پوښتنه مې ځکه وکړه چې کيداي شي بل حيران وي٠٠٠ زما د څلورو يارانو تخلصونه کټوازي دي٠
نښتر- هامبورګ جرمني
Anonymous
08.12.2005
دا خبرې کيږي اوس زمونږ د کلو جونو کې
سپين وېښته زرغون شو د صابر غريب بريتونو کې
ځيګرخون
هادي حيران
09.12.2005
[quote:e002d02578="نښتر"]
کراچۍ له هر څه بيخبره کړي يې٠
[/quote:e002d02578]
کراچۍ کې شه وم نښتر ماما! د هر چا پوښتنه به مې کوله او د هر چا واده / جنازې له به تلم. ولا په دې پېښور کې رانه هر څه پاتې شو. دا پېښور څومره سر بداله ځاى دى :cry:
کټوازی
09.12.2005
.... نښتر ماما ،
سلامونه مو ومنه !
خپه چې نه سې ، ما هم يوازې پۀ دې منظور پوښتلي ياست ، چې ، رښتيا هم د پکتيا نښتر يې ، او که د ننګرهار ، ياره ، ګوره پۀ افغانستان کې هم جغرافيوي او کلتوري نږدېکت سره لرو ، که پۀ ټول افغان کې ځان راجستر کړې ، او بنډارونو کې يي راسره شريک سئ منندوی به مويم ، پاته شوه ، د تخلصونو خبره ، ګوره ، زما تخلص صميم دی ، او کټوازی مې جغرافيوي نسبتي نوم دی ، داچې ، کټوازيان پېژنې ، ښايي ، له خيال صيب سره هم پېژندګلوي ولرې ، ځکه چې فرهنګيال مالومېږې ، څنګه ، پۀ هاټ لاين ورسره اړيکې نيسې او که يه !!؟؟
هادي جانه ! نوره دې نو فکري تنهايي پۀ کمېدو او لږېدو ده ، د ارواښاد قلندر مومند، او خدای بښلي ايوب صابر د عقيدې او نظريې پيرو دې پيدا شو ، ګوره چې ،واګې دې يي له لاسه ونه وځي !!!
هادي حيران
09.12.2005
[quote:4f684141b9="نښتر"]
سلطان صابر په ٢٠٠٢ کې نړۍ نه په کوټه کې سترګې پټې کړې٠ فاتحه يې درباندې فرض ده ظالمه، کراچۍ له هر څه بيخبره کړي يې٠
[/quote:4f684141b9]
ولا نښتر ماما په دې خبره دې ډېر خپه کړم . يو خپګان خو د سلطان صابر د مرګ و او بل د دې چې زه ترې ولې نۀ يم خبر. خو خبره دې بالکل پوچه او دروغ وختله. په ٢٠٠٢ء کې خو زه په کراچۍ کې وم. ٢٠٠٤ء چې د پېښور په ارکائيوز لائبرېري هال کې د اياز داودزي په درناوي کې کومه غونډه جوړه شوې وه په هغې کې مې سلطان محمد صابر ليدلى و او اوس مې دا دى ورسره په تليفون خبرې وکړې روغ رمټ او لکه د هر کله پشان ګړندى دى.
د ميراوس يوه لطيفه هم راياده شوه چې درې مياشتې وړاندې يې د شاعرانو په يوه غونډه کې وکړه. وې ويل:
همدا اوس په ټول پاکستان کې زما د مرګ خبر خپور شوى دى. يو ملګري راته فون وکړو چې هيلو. ما هم ورته هيلو وويل. هغه وويل : ته مړ شوى نه يې؟. ما ورته وويل : ولې نۀ! . هغه وويل نو بيا خبرې څنګه کوې؟. ما ورته وويل : د مُليانو نه دې نۀ دي اورېدلي چې "والبحثِ بعدالموت".
صميم جانه، د قلندر مومند او ارواښاد ايوب صابر د ادبي لارې دې لاروي سره زمونږ ښۀ ګپ ځکه نشي کېدلاى چې دى خپل نوم نشي ښودلاى نو د بې نومه سړي سره ګپ لګول دېوال سره خبرې کول دي. مونږ خو د قلندر مومند خبره چې:
قلم قلم به قلندر شي منم
شي دې چې دا يې د قلم خوښه ده
نور به څۀ ووايو نو!!!!!!!!!!
Anonymous
09.12.2005
بيا نو ستره بښنه غواړم ، ما ته تېر کال کوم دوست له پيښوره چهټۍ کې دا خبره ليکلې وه، دا چې دوي ژوندي دي ، خداي دې ورله ډېر عمر ورکړي٠
چې يې وپيژند م لار يې کړه بدله
زمانې له لاسه ځکه ګمنام اوسم
د پښتو په ننګ له کلي يمه وتی
څو چې ننګ مې پوره نکړم ګمنام اوسم
د الله پامان - نښتر
Anonymous
09.12.2005
سلامونه حيران ګله
که خلګ دي پيژني که نه خو زه دي په معنوي شکل ښه پيژنم خو نه په فزيکي شکل هاهاها
ګرانه د صابر فقير خبره مو کوله يو شعر مه پر خوله راغلو چي زه هم اوس د هغه په مړينه خبر شوم هغه داچي :
زما مي جونګړه کي اغزي راشنه دي
ته مي خوبونه پر ګـــــــــــــــــــلانو کوی
زه پنجابيانو يم په ژونـــــــــــــــد وژلی
ته مي پوښتني ديارانـــــــــــــــــو کوی
هادي حيران
10.12.2005
[quote:a2ed6b964e]خو نه په فزيکي شکل هاهاها[/quote:a2ed6b964e]
هلکه په فزيکي شکل به مې هم پېژنې :P هماغه يې کنه چې يو ناروا مرض درته لګېدلى دى (نه نر او نه ښځه) :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:a2ed6b964e]ګرانه د صابر فقير خبره مو کوله يو شعر مه پر خوله راغلو چي زه هم اوس د هغه په مړينه خبر شوم [/quote:a2ed6b964e]
دغه مرض دومره وارخطا کړى يې چې ما ليکلي سلطان صابر ژوندى دى او ته وايې چې ( په مړينه يې خبر شوم).
[quote:a2ed6b964e]زه پنجابيانو يم په ژونـــــــــــــــد وژلی [/quote:a2ed6b964e]
پنجابيان د داسې خلکو لحاظ نه کوي. دا خو مونږ پښتانۀ يو چې وايو ( ځه مړه دى دې هم پکې وي) :P :lol: :P :lol: :P :lol: :P :lol: :P :lol:
که څنګه دوستانو :?: :?: :?: :!:
کټوازی
10.12.2005
... يارانو پۀ مينه او خوښۍ ........................!!!
[quote:7909c7ff08]ولا نښتر ماما په دې خبره دې ډېر خپه کړم . يو خپګان خو د سلطان صابر د مرګ و او بل د دې چې زه ترې ولې نۀ يم خبر. خو خبره دې بالکل پوچه او دروغ وختله. په ٢٠٠٢ء کې خو زه په کراچۍ کې وم. ٢٠٠٤ء چې د پېښور په ارکائيوز لائبرېري هال کې د اياز داودزي په درناوي کې کومه غونډه جوړه شوې وه په هغې کې مې سلطان محمد صابر ليدلى و او اوس مې دا دى ورسره په تليفون خبرې وکړې روغ رمټ او لکه د هر کله پشان ګړندى دى. [/quote:7909c7ff08] ما هم و يل چې دا نښتر ماما ، څۀ وايي ، ځکه چې پروسږ کال يې ما لا پۀ وحدت کې يوه ډېره پۀ زړۀ پوري مقاله ولوستله ، نو بيا څرنګه پۀ دوزه دوهم زېږديز کال کې يي له فاني دنياګۍ څخه سترګې پټې کړې ، خو بېرته مې ځان پۀ دې ويسا کړ ،چې ښايي هغه بل څوک وي !!!
[quote:7909c7ff08]صميم جانه، د قلندر مومند او ارواښاد ايوب صابر د ادبي لارې دې لاروي سره زمونږ ښۀ ګپ ځکه نشي کېدلاى چې دى خپل نوم نشي ښودلاى نو د بې نومه سړي سره ګپ لګول دېوال سره خبرې کول دي. مونږ خو د قلندر مومند خبره چې:
قلم قلم به قلندر شي منم
شي دې چې دا يې د قلم خوښه ده
نور به څۀ ووايو نو!!!!!!!!!![/quote:7909c7ff08] هو ! رښتيا واياست ، زۀ خو پخپله پۀ دې اند يم ، چې بې نومه ليکنې ( که څۀ هم ښې ليکنې وي ) پۀ ادبي او علمي نړۍ کې يي مقام او حيثيت پۀ ټولنه کې وهغه بې قصوره اولاد ته ورته دی چې مور يې له ناروا لارې نړۍ ته راوړي او وړاندې کړي وي ،او پۀ ټولنه کې ټول عمر د ذلت او حقارت پۀ سترګه ورته کتل کېږي [color=cyan:7909c7ff08]( نښتر ماما ،تاسې يي ځانته مه متوجه کوئ ، ما خپل اند پۀ ټولګړې بڼه روښانه کړ )[/color:7909c7ff08]
[quote:7909c7ff08][color=indigo:7909c7ff08] خو نه په فزيکي شکل هاهاها [/color:7909c7ff08]
هلکه په فزيکي شکل به مې هم پېژنې هماغه يې کنه چې يو ناروا مرض درته لګېدلى دى (نه نر او نه ښځه) [/quote:7909c7ff08] ياني و درېيم ټولګي ته بريالی سوی وو :!: :oops: :lol: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:
Anonymous
10.12.2005
بيا نو ستره بښنه غواړم ، ما ته تېر کال کوم دوست له پيښوره چهټۍ کې دا خبره ليکلې وه، دا چې دوي ژوندي دي ، خداي دې ورله ډېر عمر ورکړي٠
له وطنه لريوالي دا ستونزې لري!!
پيژندګلو:
چې يې وپيژند م لار يې کړه بدله
زمانې له لاسه ځکه ګمنام اوسم
د پښتو په ننګ له کلي يمه وتی
څو چې ننګ مې پوره نکړم ګمنام اوسم
د الله پامان - نښتر
هادي حيران
12.12.2005
[quote:a611b715b0="Anonymous"]
د پښتو په ننګ له کلي يمه وتی
څو چې ننګ مې پوره نکړم ګمنام اوسم
[/quote:a611b715b0]
مينه، نفرت - جانان، جهان په زړۀ کې
څومره وسعت دى د انسان په زړۀ کې
هادي حيران
12.12.2005
[quote:cbef8b4f00="Anonymous"]
چې يې وپيژند م لار يې کړه بدله
زمانې له لاسه ځکه ګمنام اوسم
[/quote:cbef8b4f00]
زما دوجود سيورى يې هر ځاى کې راپسې يې
انسانه تانه تنګ شومه ملګري به پيريان کړم
(نجيب عامر)
Anonymous
12.12.2005
د ګران صيب يو شعر دي، اول بيت يې رانه هير دي:
............................................
انسان څومره بدرنګه دي ، انسان څومره ښايسته دي
هادي حيران
25.04.2007
د دغه شعر لومړى بېت داسې دى:
چا وينې ترېنه وڅکې چا سپرلو له وينې ورکړې
.........................................
چا وينې ترېنه وڅکې، چا سپرلو له وينې ورکړې
انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى
اکرام الله ګران
salam
26.04.2007
حیرأن صیب اونوروملګرو سلامونه:
ډیر ښهَ ګپ موګرم کړی دی ښو پهء غلط ځاﺉ کی تاسی چی یوبل دومره پیژنۍ نوبیا خوپکارده چې څهء دکار خبری وکړۍ چې نورملګری هم استفا درنه وکړی
په درناوی:
سلام
هادي حيران
26.04.2007
سلام خانه سلام عليکم
په اصل کې خبره دا وه چې زه ډېره موده وروسته دې فورم ته راغلم او دغه د نښتر ماما خبره مې وکتله چې د ګران صيب يو شعر يې نيمګړى ليکلى و نو ورته مې پوره کړ.
نور ته وايه څنګه يې، کراچۍ کې موسم څنګه دى او ملګري څنګه دي؟
اوس چې ته د خېره دې فورم ته راغلى يې نو د کار خبرې به شروع کړو کنه.
خبر شوى يم چې رياض تسنيم او محب وزير لمونځ کول شروع کړي دي؟ دا رښتيا ده که هسې ګپ دى؟