نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتو: پرون، نن اؤ سبا
هادي حيران
03.12.2005
د " پښتو: پرون، نن اؤ سبا " په نوم يؤ خورا علمي اؤ ادبي کتاب ډېر زر چاپ کېدونکى دى. د ٦٠٠ مخونو خوا اؤ شا په دې کتاب کې هغه مقالې چاپ کېږي چې په نشترهال کې د پښتو نړيوال کنونشن ٢٠٠٥ په بېلابېلو ناستو کې د پښتو د پياوړو ليکوالو لخوا اورول شوې وې لکه اجمل خټک، عبدالله بختاني، پرېشان خټک، کبير ستورى، اصف صميم، حبيب الله رفيع، ډاکټر شېرزمان طائزي، ډاکټر راج ولي شاه خټک، سليم راز، سعدالدين شپون، ډاکټر سيد چراغ حسين شاه، يار محمد مغموم، سعيد ګوهر، محمود اياز، افضل شوق، دروېش دراني، خير محمد عارف، عارف تبسم، اسير منګل، سليم بنګښ، ډاکټر ميا سهېل انشاء، قمر زمان قمر طائزى، خواجه محمد سائل، پروفيسر داور خان داود، صادق ژړک، طاهر اپريدى، روښان يوسفزى، محب وزير، حنيف خليل، ملک مقبول، رئيس کوثر او نور.
د کتاب اهتمام پښتو ادبي چمن ټل کړى دى.
د کمپوزنګ، ډيزاين، تصحيح اؤ تزئين چارې يې افغان خپرندويه ټولنه ترسره کړې دي اؤ بيعه يې ٢٠٠ کالدارې ده.
په دې کتاب کې د پښتو اؤ پښتنو د پرون، نن اؤ سبا په هکله هر اړخيزه علمي، ادبي اؤ څيړنيزي مقالې شاملې کړاى شوې دي چې دا به د يؤ ډېر مهم اثر په توګه مخې ته راشي.
په کتاب کې يؤ شمېر نوي موضوعات هم څېړل شوي دي.
Jamila Rehan
06.12.2005
زما ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم !
هادي ورره ، خدای دي وکړي چي زمونږ په پښتنو کشي دکتابونو دلوستلو شوق راپيدا شي ، له بده مرغه پښتانۀ خو که ملا ماتي دي ، نو د پښتو خپلولو او اتفاق کولو په کار کښي ملا ماتي دي ، ګني نورپه هر ميدان کښي ميړني او توريالي دي
شايد همدا علتونه يي د تل عمري ناکامۍ او بد بختۍ سبب ګرځي ، خوشحال بابا څه ښه ويلي :
په هر کار کښي پښتانه تر مغل ښۀ دي
اتفاق ورسره نشته هی ارمان
خدائ (ج) دي وکړي چي د لر او بر پښتانه ،خپلو ملي ګټو ته متوجه شي ، او په همدې محور سره را يو ځای شي ، او بس
هادي حيران
07.12.2005
امين :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea:
hotak
06.01.2006
هادي څوک به ليوني وي اوکه به هغه دسليمانخيل خبره په غره کي بادوهلي وي چي په دغه پالتوکتاب دوه سوه روپۍ خرابي کړي.پښتون چي په کومه ورځ په کتاب روپۍ ورکړې هغه ورځ قيامت دی......
اوبياچي افغان خپرندويه ټولنه يی چاپ کړي نويی والله که په اته آنې هم واخلي ځکه هغوي پوهيږي چي يوخوهاغه دکنونشن والا وزگاروو چي يوازي دخپلي ډوډۍ دحلالولو لپاره يی دومره درنې مقالې لوستلي اوبل نودادافغان خپروندويي ټولني چارواکي دوزگارو وزگاردي چي له ټولي نړۍ نه يی ددغي پالتوموضوع دچاپ لپاره گام واخيست :wink:
هادي حيران
09.01.2006
هوتکه! تاسې ته به سړى نو څۀ ووائي!!!!!!!!!!!!!؟؟؟ چې په کابل ستاسې قبضه وه نو په کتابونو مو وريژې پخولې اؤ چې امريکا ته ورسېدئ نو هيڅ بدلون درپکې رانغى. د پښتنو قسمت به تل همداسې خوار ولې نۀ وي؟؟؟ :wink: :wink: