نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان د اسلام ټيکه داران يا د افغانستان د پښتنو د سيمو دښمنان؟
ghafar
02.12.2005
ګرانو هېوادوالو ته څرګنده ده چې په هېواد کې د بيا ودانولو کارونه يواځې په هغو سيمو کې امکان لري، چې امنيت پکې حاکم وي.
همدا علت دئ، چې د هېواد په نورو برخو کې د بيا رغونې کارونه مخ په وړاندې ځي او د پښتنو په سيمو کې د اسلام په خطر دئ تر پلمې لاندې ښونځي سوځي. په کار ده چې د پښتنو د سيمو اوسيدونکي نور پرې نږدي، چې څوک د اسلام د سپېڅلي دين څخه له ناوړې ګټې اخيستو سره د دوی د سيمې د بيا رغونې خنډ شي.
هادي حيران
02.12.2005
وروره رښتيا خبره دې وکړه چې د وطن دغه دښمنان د اسلام په نامۀ يواځې مکتبونه سوځوي او هغه خلک وژني چې د بيا رغاونې په کارونو کې بوخت وي. د دې مانا دا شوه چې دوئ د اسلام سره هيڅ اړه نلري بلکې دوئ په اصل کې د تعليم اؤ د هيواد د بيا رغاونې دښمنان دي. دوئ هغه خلک ولې نۀ وژني چې د طورخم - جلال اباد د لارې ټېکه يې اخيستې ده او جوړوي يې نۀ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دلته نو هماغه د اردو ژبې د يؤ شاعر حبيب جالب نظم رښتيا ثابتېږي چې ضياء الحق ته يې ويلي وه:
خطره مين اسلام نهين خطره هى زردارون کو
نو دوئ هم د اسلام په نامۀ هاغه څۀ کوي چې د سړي د خولې نه ورته اعوذ بالله او نعوذ بالله ووځي.
Anonymous
16.12.2005
طالبان غواړي پښتانه بيا خپل غلامان وګرځوي ، د خپل جهالت تر جغ ﻻندې يې راولي او د خدای د بنده ګۍ پر ځای يې د طالبانو بندګۍ ته اړباسي . که دا هدف يې نه درلودای ، پر افرادو د زور زياتي او ترهګرۍ پر ځای به يې د تنوير ،معنوي ، عقلي او سياسي مبارزې ﻻر خپله کړې وای ، د پارلمان څوکۍ به تسخير کړې وای ، حکومت او د هغه بهرنيو پلويانو ته به يي په ولسي ملاتړ کې چلېنج ورکړی وای او هغوی به يې له سياسي ماتې سره مخامخ کړی وای . خو داچې دا ﻻر نه رانيسي، ثابتوي چې په ولس کې پلويان نه لري او خپل هيڅ چانس يې نه ليده چې څوک د پارلمان له پاره ورته ايې ورړي يا دوی د جمهوري رياست له پاره خپل يو کانديد وړاندې کړی وای اويايي د راتلونکو ټاکنو له پاره وړاندې کړي.
خو که دوی دغه د سياسي مبارزې ﻻر نيولی وای او يا يې ونيسي، نو امريکايان به ژر له هيواد څخه وتلي وای او يابه ژر ووځي، که نه نو د ملت ملاتړ خو به يې ترﻻ سه ګړی وای او ﻻر به يې معقوله او موجه برېښيدلی . خو برعکس اوس چې دوی هر
څه کوي، هيواد ملت او خپلو ځانونو ته پرې زيان اړوي او يواځې خپل ﻻر ښود ګاونډيان لکه پاکستان او القاعده پرې خوشاله ساتي .
Anonymous
20.12.2005
زما په خيال طالبان نه د اسلام ټيكه داران دي او نه د پښتنو دښمنان بلكې د عقل دښمنان دي او د شاباس غوښتنې ټيكه داران.
دا چې د اسامه يا پاكستاني اجيرو ملايانو په خوله دلته بې وزلي سپيڅلي پښتانه وژني او ښوونځيو ته اور اچوي. نو اسامه يا پاكستاني ملايانو ته ولې نه وايي چې راځئ په سعودي او پاكستان كې دا كار وكړو. حال دا چې په افغانستان كې د سعودي اوپاكستان په سلمه برخه عياشي يا بېماني هم نيشته.
خو دوى نه ريښتوني مسلمانان دي او نه پښتانه خداى خبر څه بلاوې دي.
Anonymous
20.12.2005
[color=blue:6e9c0e5170]..................................پر ................................[/color:6e9c0e5170]
[color=red:6e9c0e5170].................................xy ...............................[/color:6e9c0e5170]
[color=cyan:6e9c0e5170]....................... د مېلمنومشاعره ............... [/color:6e9c0e5170]
دا xy د چا بچی دی ... دا عرب که پنجابی دی
دا دوښمن د پښتنو دی ... ميرڅمن د پرګنو دی
پنـجابـيانـو دی روزلی ... عـربـانــو تــوغــولی
نه انسان او نه سړی دی ... دا xy دچا بچی دی
د پښتون په کور آفت دی .. xy خاص نوم د ذلت دی
بي لکۍ دی تور خوړلی ... تر غـوږونــو بـوګـنېـدلی
ښپې خرلی داړچينګی دی ... دا xy د چـا بچی دی .
.......
Anonymous
20.12.2005
سلامونه٠
دابه دی په داسی اصلی بڼه ليکلۍ وای٠
..................................پر [color=red:9ef9ff6adf]لادن[/color:9ef9ff6adf] مشاعره ................................
دالادن د چا بچی دی ... دا عرب که پنجابی دی
دا دوښمن د پښتنو دی ... ميرڅمن د پرګنو دی
پنـجابـيانـو دی روزلی ... عـربـانــو تــوغــولی
نه انسان او نه سړی دی ... دا لادن دچا بچی دی
د پښتون په کور آفت دی .. لادن خاص نوم د ذلت دی
بي لکۍ دی تور خوړلی ... تر غـوږونــو بـوګـنېـدلی
ښپې خرلی داړچينګی دی ... دالادن د چـا بچی دی .
.......
Anonymous
20.12.2005
سلامونه !
نه ! نا :
نه ﻻدن او نه اېکس وای ::::که طالب شي ښه به وای
د ا د ګبر تور بچيان .........:::: .....دا پايلوچي تور جټان
Anonymous
20.12.2005
ويم منم دی که نه٠
ددی تور څټو نومونه په کی ښه جوړ راځی
دايدی دوی تباه کی