د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وطنمل صيب ؟

Anonymous
01.12.2005

دوستانو ښې چارې او تاوده سلامونه!!!!
ټول افغان د پښتو ژبې خدمت لپاره دي نه د دري ژبې لپاره٠
يو فورم او يا د ليکلو لپاره ځانته ځاي وي د دري ليکوالو او بنډار لپاره لکه په اريايي نيټ کي٠ دلته د زمونږه نه مزاحم کيږي٠
زه له دغو ورونو نه پوښتنه کوم چې ولې خپلې خبرې په پښتو نه ليکي؟ پښتو يې نده زده؟ ولې يې نده زده؟ آخر کله به يې زده کوي٠
دا خو کوم تعصب ندي مړه!!!
وطنمل صيب خداي قران ته وګوره نور مو ماغزه مه خرابوه چې بيا به نورې ...... وګوري!!!
وسلام او په درنښت
[color=white:a2cb73645a]ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوږياڼيه وروره ، ټول افغان د ټولو افغانانو پاڼه ده ، له امونه تر اټکه ، که اريايي او فارسي رو کې پښتو نشته، نو دا د هغوی د تعصب ثبوت هم دی، که څه هم په اريايي کې ډيره لږه پښتو اوس ليکل کيږي . دري هم د پښتو خور او زمونږ کورنۍ اويوه رسمي ژبه ده ، که څوک پرې د مورنۍ ژبې په توګه ليکنې کوي مونږ يې هرکلی کوو . دواړه خويندې اريايي ژبې د بيل فوروم په وسيله يوه له بلې بيلول
سم نه دي !
هر پښتون به په دري هم ليکنې وکړي په دې شرط چې لومړی هر دري ژبی په پښتو ليکنې وکاندي . دوی م
ونږ ته د ملي ورورۍ په دغې مهمې ننګونې کې تر اوسه پاتې راغلي دي! [/color:a2cb73645a] [color=blue:a2cb73645a]والسلام ! وطنمل [/color:a2cb73645a]


Anonymous
01.12.2005

وطنمل صيب ؟
وطنمل صيب نه وطنمل صاحب .
صاحب عربی کلمه ده نه فارسی.
[color=white:96dd6ef510]ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صيب معنی نه لري، په اردو کې به صيب وي ، خو په پاړسو کې نشته ، وطن او صاحب دواړه عربي وييځونه دي ، کلمه هم عربي ده ، يواځې مل پښتو دی، نو له پرديو، په تيره بيا عربي وييځونو څخه دې نه رغيږي، خو د پرديو وييځونو کارول تر ټولو کمې کچې ته راټيټول ښه دي ، څو خپله ژبه مو يو څه سوچه پاتې شي .
پوښتنه : د ژبې په اړه ولې د پښتو د ادب او ګرامر په فوروم کې ليکنې نه کوې ، چې په نوروفورومونو کې تل د بحث موضوع اخلالوې او اصلي موضوع بلې خواته اړوې .
په راتلونکې کې ددغسې اخلالي پوښتنو د ځواب پر ځای درته د هغې ړنګول
وړاندې کوم . نور خوښ او نيکمرغه اوسې ![/color:96dd6ef510]


ghafar
02.12.2005

وطنمل صاحب کور مو ودان، چې خوږياڼي ورور ته مو ډېر ښه او منطقي ځواب ورکړ!! کله چې دخوږياڼي صاحب په شان نظريې د ټول افغان په پاڼې کې خپرېږي، نو خلک بيا په نا حقه ادعا کوي، چې ټول افغان يوه متعصبه ويب پاڼه ده.
که دغه دوستان شکايت کوی، چې د دري ژبو هېوادوالو شمير ولې نه زياتېږي، چې په پښتو وغږېږي او وليکي، نو پرځای به وي، چې دا پوښتنه له ځانه څخه وکړي، چې دئ پخپله د پښتو ژبې د پراختيا په لار کې يې کوم خدمتونه کړي دي. دا يواځې کفايت نه کوی، چې د دې ستونزې ملامتي پر نورو واچوو چې دوی ولې پښتو نه ليکي !!
په درناوئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more