نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خبرتيا : د ليکنو د پيا وړتيا له پاره
ډاکتر وطنمل
30.11.2005
[color=white:06bb56f2a1]د ټول افغان درنو ليکونکو او لوستونکو ته سلام !
د درناوي ، آزاد او منطقي بحثونو په فوروم کې بي منطقه ، بي معنې اوله شخصي له سپکاوي ډکي ليکنې هم ليدل کيږي ، چې د ډيرو زړه سواندو لوستونکو د خواشينۍ او مايوسۍ سبب ګرځي . ددې ډول پيښو د مخنيوي له
پاره دﻻندې ټوکو پلي کولو ته اړتيا ليدله کيږي :
١ـ د شخصي تعرض په صورت کې دې اړونده ليکنه ړنګه شي ، که څه هم ليکنه د يوه مخکيني تعرض د ځواب بڼه ولري . دغه راز نا مناسبې جملې له ليکنې څخه حذف کيدای شي .
٢ـ د ناوړه او بي معنی ديالوګ د مخنيوي له پاره بايد هر ليکونکی مکلف وي ،
څو د ليکنې په وخت کې يو مطلب وړاندې کړي چې لږ تر لږه لس کرښې و اوسي . که د ليکنې موخه يواځې پوښتنه هم وي، بايد د پوښتنې د موضوع په اړه دې پر مقدماتي مالوماتو يا منطقي مقدمې لس کرښې پوره کاندي ، او که نه ، ليکنه يې ړنګيدلی شي .
٣ـ د يوې ليکنې تر ړنګيدو وروسته د هغې ځوابونکې ليکنې هم ړنګيدلی شي، که څه هم په هغې کې پخپله د ړنګيدو ﻻمل نه وي موجود .
درنو ورونو او پتمنو خويندو راځئ د بحث له فوروم څخه دداسې ليکنو محور جوړ کړو چې هره ليکنه يې د يوې مقالې بڼه او ارزښت ولري او له بي مالوماته ليکنو څخه ډډه وکو ، څو زمونږ ګران لوستونکي له هرې ليکنې څخه يو څه ګټه پورته کړي او پر لوستو يې وخت ضايع نشي !
په ټوله افغاني پښتنې مينه !
ستاسې : وطنمل [/color:06bb56f2a1]
Anonymous
10.12.2005
وطنمل صيب كور مو ودان !
كله مې چې ستاسو ليكنه نه وه لوستې نو خداى شته چې زړه مې په درزا شو، ماويل لكه چې دا فورم بندېږي. خو كله مې چې ستاسو ليكنه ولوسته نو خوښه مې شوه او ښه وړانديزونه مو كړي دي خو په دې يوه خبره لكه چې زه پوره نه يم پوه شوى او كه څنګه خو كه ستاسو موخه دا وي چې لومړى كس چې يوه موضوع مطرح كوي بايد له لسو كرښو كمه نه وي نو بده خبره نه ده خو كه هر يو كس چې داړوندې موضوع په اړه څه ليكي نو بايد لس كرښې پرې ډكې كړي نو په دې كې درسره موافق نه يم .
ځكه نن سبا نړۍ د لنډيز پر لور روانه دا او دا چې ديوكس موخه په يوه لنډه جمله كې ترسره كيدى شي نو تاسو پرې لس كرښې شرط كړئ دا زما په اند د وخت ضايع كول دي. چې هم د لوستونكي او هم ليكونكي له پاره د وخت ضايع كيدل دي. وطنمل صيب اوريدلي به مو وي چې (خير الكلام ما قل و دل) غوره خبرې هغه دي چې لنډې او مدللې وي.
او دا نوروړانديزونه مو ډېر په زړه پورې دي . كله هم چې په دې پوه شوئ چې يوه ګډونكوونكى له موضوع وتلى او يا يې خبرې د فورم له موخې ليرې دي ، يانې بې منطقه دي نو ايله پرې ونه كړئ او ژر تر ژره يې له فورم نه وباسئ.
مننه
ستاسو لاروى
ډاکتر وطنمل
15.12.2005
دروند او منلي ليکوال ﻻروی صيب او ګرانو لوستونو ته سلامونه او نيکې هيلې !
ستاسو خبره سمه ده، خو زمونږ سر خوږی بل شی دی :
که څوک يو اوږود مطلب لنډ بيان کړي بي له دې چې افاده يې نيمګړې شي نو دا يوه ښه، او ستاسو خبره د وخت غوښتنه ده، خو که څوک هيڅ نوی مطلب يا تبصره نه لري او بي دليله مخالفت څرګندوي يا دهرې ليکنې ارزښت په سپکاوي ټيټول غواړي او لنډ ليکي : دا مو څه خبرې پيل کړي ، ددې وخت تير دی يا څوک ورسره علاقه نه لري .
يا يي ټوله ليکنه داوي : دا د اخوانيانو يا کمونستان خبرې هر چاته مالومې دي خپل وخت پرې مه ضايع کوئ .
ياصرف داسې ليکي او بس : ډيره ښه ليکنه مو کړې خو کاش چې فاشستان او نور تورمخي يې درسره ومني .
يا : ليونه څه یې کوې، پوښتنه يې مه کوه، ته هم ښه ساده يې، پريږده چې سره ګړنجوي يې . او يا هم يوه ښکنځل ليکي او ځي .
نو ددغسې ليکنو له پاره ځای او نوبت نيسی ، د لوستونکو وخت ضايع کوي، حساسيتونه راپاروي او د ټول افغان پاڼه پيکه کوي .
تر ټولوزيات مې دا رنځوي چې ډير پښتانه ولې له دې دوه کارونو څخه يو هم نشي کولی چې : يا سمې او معقولې ليکنې وکړي، او که نه دومره عقل خو دې ولري چې چپ پاتې شي .
که د لس کرښو ليکل يې يو څه سوچ کولو ته اړباسي ، چې کيدای شي د ناکامۍ په صورت کې خو به لږ ر لږه د چټياتو له ليکلو څخه هم تير شي . بيا هم د لسو پر ځای بل فکر ٦ کرښې وې . خو دا هم اغيزمنه ﻻر نه ده ، خو پښتانه سوچ ته هڅول هم اړين او هم راته تر اوسه پورې يوه ﻻينحل معما پاتې شوې ده . ستاسواو اسو څير
له ټولو ليکونکو څخه هيلمن يم اغيزمنې ﻻرې ولټوئ او وړانديز يې وکړئ .
په مينه او درناي !
ستاسې وطنمل