د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولي ؟ ځکه موږ توکم پرسته يو

دربار
27.11.2005

نړۍ ليد ( جهانبني) عقلمندي ده
نو که موږ او تاسي ټول خپل اوسني حالت ته لږ ځير شو او خپل ځای د نړۍ په خلګو کي وګورو دا به هر چاته معلومه شي چي موږ چپه پر خره سپاريو او شاته درومو
خو نړۍ راسته سپاره دي او مخ پر وړاندي ځي
ولي ؟ ځکه موږ توکم پرسته يو
که موږ د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي موضوع نوره شاته پريږدو او او د منطقوي حلقو يعني جلال ابادي ، پکتياوال، او کندهاري څخه راووځو
نو زه سل په سلو کي باور لرمه چي په افغانستان کي به پښتانه په نړواله کچه خپل د اکثريت معيار ثابت کړي
هر څوک چي د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي په چټليو کي لرګی وهي اصلاٌ زموږ د يووالي دښمن همدغه دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:d892733ac3] دربار صيب ته سلام ! جهان بيني څشی دی ؟ که د يو مثال سره يې تعريف لوستونکو ته وړاندې کړئ ، بده به نه و ي [/color:d892733ac3]



ع کريم حليمي
28.11.2005

محترم د دربار صاحبه سلامونه او ښې چاري !

[quote:7b4d5691bd]جهان بيني څشی دی ؟ که د يو مثال سره يې تعريف وړاندې کړئ ، بده به نه و ي [/quote:7b4d5691bd]
د جهان شناخت په څو ډوله پوهنو اړه لري !
چه اول شئ ئې علم او تجربه ده 
او علم بيا په ځان کښي اقسام لري ٠  تعقول او فلسفه او بل د مهارت پوهه ،
ديني پوهي يعني په ډيرو مذهبوپوهنه يوندازه اوبل د پورته پوهو په 
خصوصيتونو پوهه درلودل !
او د پورته علومو په هدف پوهېدل چه څه روابط لري د ژوند سره ،ارطباط ئې
چه دغه حالت ته انسان ورسيږي نو قلب يې ارامى سوكالى پيداکوي 
نو  نړي او وطن ئې دسياسي ارامۍ ،ښه اقتصادسره مخامخ کيږي



ع کريم حليمي
29.11.2005

سلام وطندارانو !
نن مي پر دې خبره ايمان راوړۍ چه 
پښتانه دلاوره ، هوښياران ،بامسؤليته ،او د لوړ حکمت او تدبير خاوندان دي 

د ملت په وګړو کښي چه  فکري استقلال وي ٠ نو ملي استقلال همېشه لري 
ملت چه فکري استقلال نه لري٠ نو ملي استقلال ورته د طوا ټکې  :cry:



ع کريم حليمي
29.11.2005

پوه او هوښياري 

زه چه وړوکې وم اګر که اوس هم لوی نه يم له هرچانه به مي اورېدل :
فلانی بې عقل دي په څه نه پوهيږي ، د عقل په پوله نه دي تيرسوي 
او د دوو خرو اوربشي نه سي بېلولې مګر يو يو به هم چيرته داسي 
پيداکيده چي خلګو به پوه او هوښيار ورته ويلې ٠ زه همدغه وخت په 
دې خبره پوه سوم چي پوهان او هوښياران په دنيا کښي لږ دي 

نن ورځ يو انسان پوښته کوي چه :
 [color=white:ab6dc5cd65]که موږ د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي موضوع نوره شاته پريږدو او او د منطقوي حلقو يعني جلال ابادي ، پکتياوال، او کندهاري څخه راووځو
نو زه سل په سلو کي باور لرمه چي په افغانستان کي به پښتانه په نړواله کچه خپل د اکثريت معيار ثابت کړي [/color:ab6dc5cd65]
موافق ياست ،که يا د پوښتني ځواب څوک نه سي ورکولي چي :

موفق نم او يا نه يم موافق  !!!!! 
يوه إِحصايه موږ افغانان نه سو نيولي ٠ لالا ته وا د وطن رغونه به وکړای سو ؟؟؟
الهي ما او زما قوم ته هغه پوه راکړه چه پوه په پيداکيږي ٠ 

اللهم زدنا علماً نافعاً وعملاً صالحاً وفقهنا في الدين... آمين يا رب العالمين
الهي زموږ پوهه را زياته کړې ګتوره او عمل صالح اوموږ ته د دين پوهه  


دربار
29.11.2005

حليمي جي سلام
داسي دې چي مونږ هميش ځان ته هوښياران وايو خو چي ځای د هوښياري راشي نو تر مونږ ماما ګان نشته .
مونږ لکه مچ تر هر څه مخکي په غورمه کي لويږو خو په پوهيږو نه چي ددې عاقيبت به څه وي .
که هم دا پوښتنه ما په بل ډول مطرح کړې وای نو بدي کتلای چي څمره مچان په همدې غورمه کي لويدله

ځکه چي دا ملي يوالې مطرح کوي نو يو هم زمونږ پر سورنا غوږ نه نيسي او دا د موضوع د عنوان ښکاره ثبوت دی .
مونږ اصلاُ توکم پرسته يو مونږ هسي د پښتون ټبر نارې وهو



ع کريم حليمي
30.11.2005

دربار جي سلام !
بات سنو، ن ہ دیکھو سرکار
دا زموږ اقوام نه غواړي چه ورورئې په مطلب پوه سي ٠ مفت 
او امريکايانو ،جرمنيانو ته هم مفت خپل نظر نه وايي ٠ 
 امريکنيانو ته هم حال نه  وايې ٠ ولي چه بيا ارامي راځي٠او د افغان کارو بار دريږي ٠ 
امريکا ږموږ مځکه لږ رېګي ده ٠ هرڅه چه رابهوې انشا الله زموږ مځکه نه اوبيږي  ٠  داسي قرار قرار دي زبېښي 
ماتجربه پنچ هزار ساله داريم ٠  :evil: :evil: :evil:


Anonymous
19.12.2005

دربار صيب سلامونه !
په زړه پورې خبره دې كړې ده مونږ تر اوسه په سيمه ايز فكر كې راګېر يو كه ريښتيا پښتانه او افغانان شو نو فكر نه كوم چې څوك مونږ داسې له صحنې اوباسي لكه دا اوس.
پښتانه بايد دخپل ملي پښتون مشر وزير محمدګل خان بابا خبره هيره نه كړي چې ويلي يې دي:
پښتنو قبيلويت پرېږدئ قوميت جوړ كړئ !
كه مونږ له قبيلويت او سيمه پرستۍ راووځو نو جوته ده چې اكثريت څوك نه شي محرومولى.
بله خبره دا ده دربارصيب چې پښتانه هغه د چا خبره ډېر سخت دريزه دي چې يوه خبره يې ټينګه كړه بيا يې نه پرېږدي او دا زما په نظر ناپوهي ده .
مونږ بايد له چا نه وروسته پاتې نه شو همدغه خلقيان، پرچميان، ستميان، شغله يان او نور زمونږ په هيوادني تربرو پاړسيوانو كې هم وو خو كله چې پاڼه واوښته نو پوه شول چې اوس په هغو سياستونو ياګوندونو كې ګټه نشته بلكې ګټه په يو والي كې ده نو تاسو يې ښه وينئ چې بريالي دي او ترمونږ يې ډېره ګټه كړې ده.
زما د پورتنۍ خبرې ښه بېلګه رباني او ګلبدين دي. دواړه اخوانيان وو خو ګلبدين د ګلبدين ځاى په دې هيواد كې نه كېږي او رباني نه يوازې خپله په قدرت كې پاتې شو بلكې خپل قوم يې هم له ځانه سره وځلاوه.
دوى كه ستمى و كه پرچمى ، كه شغله يى او كه اخوانى ټول يوې كړۍ ته راټول شول حتى هغه هزاره ګان چې مسعود ښه پريمانه وژلي وو خو د ژبې پر بنياد ټول سره راټول شول . له مونږه يې هم وزارتونه ونيول،هم رياستونه،هم پوهنتونونونه او هم كرزى خان.
له پورتني بحث نه زما موخه دا نه ده چې مونږ بايد له پاړسيوانو سره دښمني وكړو خو بايد دومره كار وكړو چې په خپل كور كې دپرديو په څېر ونه اوسو . خپل ځان بايد ثابت كړو. په پښتونولۍ كې هيڅ ګوناه نيشته ځكه چې خداى زمونږ فطرت همدا ټاكلى نو ولې پرې بد ووايو او نورو ګوندونو ته مخه كړو. او يا ولې په تېرو خبرو سره ونښلو او خت ضايع كړو.
كه څوك خلقى و كه پرچمي،كه اخوانى و او كه طالب ، كه هر څه وو همغه وخت يا ستايل شوي او يا غندل شوي اوس نو په دغه يو نوم هم څوك ورسره نه اودرېږي او نه يې ملت ملاتړ كوي. بايد په دې هيله نه شئ چې بيا به جګړه راځئ او ما به مې خپل بادار حمايه كوي او بيا به پرملت چپه ژرندې ګرځوم.
راځئ چې له موقع نه ګټه واخلو او له چا وروسته پاتې نه شو. باور وكړئ چې له افغانيت نه ښه ګوند نيشته .
په افغانيت كې هم اسلامپالنه شته،هم ملت پالنه، هم آزادي او هم ډيموكراسي، هم مدنيت او هم پرمختګ .
راځئ چې له بې ځايه سخت دريز توب تېر شو او خپلو راتلونكو ته د يو والي لاره وښيو كه نه هغه د غفارخان خبره :
لابه يو كېږو !
كنه وركېږو!
په همدې هيله
ستاسو لاروى
دا(په ﻻره ) صيب ته وايم لږ د دې فورم سرليك ته وګوره! دخداى په خاطر ګريوان ته سر ټيټ كړه او بيا دې خپلو ليكنو ته وګوره چې ته په كې منطيق ليدلى شې.
كه كوم نظر نه لرې اړينه نه ده چې خامخا دې څوك ليكل وكړي.
مننه
[/b]


Anonymous
19.12.2005

سلام او درناوی 
تر پورتو  منطق به د رياضي منطق ښه دي !!
که يو کليک مو کړيوای چه  (زه ددې خبري سره نه يم موافق)
نو ښه حاصل ،نتجه ګيري ترلاسه کيدل 
دغه هغه پر خره چپه سپرېدل دي ٠ 
واضع سوه چه د يو لوی اکثريت په خميره ،طبيعت (nature )کښي رایه ورکول نه لرو ٠ او بدبختانه بيا داسي هم پېښه ده چه  nurture(پرورش ) په وخت کښي را ښودل سوي هم نه دي يعني خپل مشران مو نه دي 
ليدلي چه رايه يا رايه ګيري سره ئې خپل سياسي نظر ښکاره کړي وي ٠ په مقابل کي مو زور ،خاني ،ملکي ،او توپک سالاري ليدلي ده او بس 

 ښه ئې ويلي چه تعليم او تربيه ٠ (مونږ داسي نه يو تربيه سوي چه رايه ګيري ور کړو )
حليمي 


Anonymous
20.12.2005

ډيييييييييره بښنه غواړم دا لاندې جمله مې په (لار ه ) ته ليكلې وه نه در بارصيب ته
[color=red:c411fcf720]دا دربار صيب ته وايم لږ د دې فورم سرليك ته وګوره! دخداى په خاطر ګريوان ته سر ټيټ كړه او بيا دې خپلو ليكنو ته وګوره چې ته په كې منطيق ليدلى شې.
كه كوم نظر نه لرې اړينه نه ده چې خامخا دې څوك ليكل وكړي. [/color:c411fcf720]
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more