د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه ويده دي؟

م ن غروال
25.11.2005

درنو او معززو ورو ڼو سلامونه عرض کوم!
هغه څه چې کابل کي او د هغه په چاپيريال کي تيريږي ټول د پښتنو پر ضد دسيسې دي٠
دا فورم د پښتو او پښتونستان لپاره پرانيستل شو خو د ټول افغان ټولو لوستونکو او ليکوالو ته د منطق فورم بسنه کوي٠ هر څه چې دي ټول هلته دي او دا فورمونه ډير ساړه دي٠ کله نا کله که څه وليکو او يا يې وپوښتو، بيا هم له بده مرغه يو او يا دوه کسه که علاقه وښيي نور نو ٠٠٠٠٠٠
د پښتو ژبې پر ضد ستميانو د جمعيتانو د توپک په مټ ډيره سخته او علني مبارزه پيل کړې ده چې اکثره پرچميان هم ورسره دي٠ غورې لارې چارې به څه وي، چې مونږه لږ تر لږه خپلې ژبې ته خدمت وکړو؟
په درناوې


کټوازی
26.11.2005

[color=cyan:f773d980ad] .............ستاسې هرکلی ، پۀ پرانيستې غېږ ! [/color:f773d980ad]

پياوړی ليکوال او قلموال ،محترم م ن غروال صيب ،
د زړۀ له کومې د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او احترامات درډالۍ کوم !
تر هرڅۀ مخکې د ټول افغان درنې او پښتنې پاڼې ته تراوږدې ناسوبتيا وروسته پۀ بېرته راګرځېدا ، پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ښۀ راغلاست درته وايو ، او هيله لرو چې پخير او روغ ساعت به راستانه شوي ياست !
ا ما بعد ! دروند مشره ! تاسې ليکلي ،
[quote:f773d980ad]درنو او معززو ورو ڼو سلامونه عرض کوم!
[color=white:f773d980ad]هغه څه چې کابل کي او د هغه په چاپيريال کي تيريږي ټول د پښتنو پر ضد دسيسې د د پښتو ژبې پر ضد ستميانو د جمعيتانو د توپک په مټ ډيره سخته او علني مبارزه پيل کړې ده چې اکثره پرچميان هم ورسره دي٠ غورې لارې چارې به څه وي، چې مونږه لږ تر لږه خپلې ژبې ته خدمت وکړو؟ [/color:f773d980ad]
[color=cyan:f773d980ad]٠٠٠٠٠٠ [/quote:f773d980ad]
خدای جل جلالۀ دې ستاسې پۀ څېر درانۀ او پياوړي پښتانۀ ليکوالان ژوندي او ګړندي لري ، چې تل يې پخپلو ځاني هڅو او کوښښونو کې د پښتو ،پښتنوالي اوافغانيت پرضد د کورنيو او باندينيو دښمنانو ناوړه دسيسې او توطئې ملت ته رسوا کړې ،او پر ضد يې د فرهنګي او قلمي مبارزې او مجاهدې سنګرونه تاودۀ ساتلي دي ، او پخپلې مبارزې او مجاهدې کې د نهايي سپېڅلوالي ،سوچه والي او ريښتينوالي له مخې توانېدلي ، چې د پښتو ،پښتنوالي او افغانيت پر ضد تل د کورنيو او باندينيو دښمنانانو دسيسې او توطيې ناکامه او وټول ملت ته يي رسوا کړي ،!
هو ! نن هم د تل پۀ څېر د د پښتو ،پښتنوالي او افغانيت پر ضد له هر لوري ناوړه او پښتون ضد پلانونه او پروګرامونه ،پر لار اچول شوي ، او دلوی او تاريخي پښتون ملت د سياسي ،اقتصادي ،او کلتوري ورکې، سپکې او درپردرۍ لپاره پۀ پټه او ښکاره هڅې او کوښښونه روان دي !
لوېديځوال، هڅه کوي ،چې پۀ پښتني ولاياتو کې يو ځل بيا پۀ نيشنليسټي احساساتو او يو اړخيزې ملي روحيې ،واقعي اسلامي احساسات مجروح او له منځه يي يوسي، او له دې لارې وکولای شي د افغان ملت د ملي روحيې او ملي کلتور اصل روح ( اسلامي کلتور ) د عربي کلتور پۀ نامۀ زموږ له ملي کلتور څخه جلا او ويي وژني !!!
کورني دښمنان پۀ دې هڅه کې دي چې د طالب نائزېشن او القاعده د ځپلو تر پوچې او پښتون ضد نارې لاندې پښتنې سيمې پخپله او د خپلو بادارنو پۀ مرسته بمبار او و يي ځپي او د کور پۀ کور د تالاشيو پۀ اخيستلو سره يي ملي غيرت ا و ملي ناموس داغدار کړي !
دوئ ، هڅه کوي ،چې د پښتونستان پۀ حقې او ملي حقوقي مسلې کې پر ورور او ګاونډي هېواد پاکستان له سخت ملي دريځ څخه ګوزارونه وکړي ، او پر دولتي او ملي کچه د دواړو وروڼوهېوادونو تر منځ حالات تاوژن او تريخ کړي ، تر څو له دې لارې د پښتنو و لازياتي سياسي ،اقتصادي او فرهنګي درپۀ درۍ ،ورکې سپکې او نه جبيره کېدونکې ماتې ته لار هواره کړي ، ګنئ که دوئ رښتيا پښتنو له غمه مړۀ وي ، نو بيا پۀ افغانستان کې يي ولې تل هڅه کړې چې دخپلو باند ينيو ،ايراني ،روسي ،هندي اوامريکايي بادارانو پۀ مرسته او همکارۍ د ٧٢% سلنې پښتنو پر ټول اړخیزه حقوقو خېټه واچوي ؟ عجيب او غريب زږۀ سوی او خواخوږي راسره لري ، پۀ لوی افغانستان کې د ٧٢ % سلنې پښتنو حقوق يې تل تر پښو لاندې کړي ، او دغوښتنې پۀ صورت کې يي د ملي يوالي د ماتوونکو پۀ نوم نوموولي ،او محاکمه کړي، مګر پۀ پاکستان کې د ١٤ % سلنې پښتنو له غمه داسې مړۀ دي ،چې تر پښتنو وړومبی دوئ له تم کېدا وتلي !!![/color:f773d980ad]
د چا خبره ،[color=cyan:f773d980ad] تر مور خو مېره نه سوه مئينه !!؟؟ [/color:f773d980ad]
[quote:f773d980ad]دا فورم د پښتو او پښتونستان لپاره پرانيستل شو خو د ټول افغان ټولو لوستونکو او ليکوالو ته د منطق فورم بسنه کوي٠ هر څه چې دي ټول هلته دي او دا فورمونه ډير ساړه دي٠ کله نا کله که څه وليکو او يا يې وپوښتو، بيا هم له بده مرغه يو او يا دوه کسه که علاقه وښيي نور
نو ...........[/quote:f773d980ad]
دا ګيله مو پرځای ده ، رښتيا هم زموږ پۀ ګډون ټولو ليکونکو و نورو فورمونو او پۀ ځانګړي ډول د ازادو ،علمي ،منطقي او سيکولر فور م ته مخه کړې ، پۀ زړۀ پوري خوا داده ،چې هماغه فورم يې لا پېژندلی هم نه دی ، ځکه د علمي ،منطقي او سيکولر بحثونو پر ځای يې و نورو بحثونو ته پکې زور ورکړی ،
[color=cyan:f773d980ad] خو پۀ هر صورت ............
موږ پخپل وار ، ډاډ درکوو ،چې وروسته تردې به د نورو فورمونو پرتله و دې فورم ته د وخت او حالاتو دنزاکت له مخې ځانګړې او زياته پاملرنه کوو ، خو داچې وړاندې تردې پر دې تړاؤ پۀ اګاهانه او يا غير اګاهانه ډول بې تفاؤته پاته شوي يو، بښنه غواړو
او بس نور..................... بيا که خدای کول [/color:f773d980ad]


م ن غروال
06.01.2006

محترم ورور ښاغلی کتوازی !
د احتراماتو له وړاندې کولو وروسته ستاسو توجه يو څو ټکو ته رااړوم:
ما کړای شول چې ستاسو د ليکنې ځواب ډير پخوا درکړم اما دا غريبه پاڼه مې همدغو پښتنو خويندو او وروڼو ته پرېښوده چې د پښتون او پښتونولې خبرې يې تل په خولو او قلمو دي٠ خو وليدل شول چې له بده مرغه د پښتنو مرکې او د پښتون لپاره د هغه اړونده چارو وړاندې کول د چا لپاره نه هم په زړه پورې دي او نه هم څوک ورته د نورو سياسي موضوعاتو په څېر ځواب ورکوي او نه هم ونډه اخلي٠
د ټول افغان په دومره ډيرو پښتنو ليکوالو او بحث ګډونکوونکو له جملې څخه يوازې او يوازې تاسو واست چې په خپلو متبرکو او ناوزلو جملو مو د پښتو او پښتونستان فورم ته نوره ښايست ورکړ اما دا نور؟
زما خو شخصاٌ د ډيرو هم اندو خويندو او وروڼو څخه پدې سخته ګيله کيږي چې د پښتنو لپاره په دغه فورم کي يوه کلمه هم څوک نه ليکي او که ليکي يې نو ډير کم او وروسته له ډيرې مودې!
نو غوره بولم چې دا فورم نور وتړل شي او خبرې او اترې يې که ښاغلي کامه وال صاحب ته ارزښتمن ښکاري نو د منطق فورم ته او يا هم کوم بل ځاي ته منتقل او ورنقل کړي٠
په آخر کي به البته د بنده عذر د ډيرې اوږدې غيرې حاضرې له امله پخپل حضور کي ومنئ٠
په درناوې
محمد نادر غروال


کټوازی
08.01.2006

ښاغلي او پياوړي ورور ، محترم غروال صيب ته ،
پۀ بيا ، بيا سلامونه او نېکې هيلې !
مشر وروره ! له احتراماتو څخه مو قدرداني کووم ، چې ماته مو وړاندې کړي !
پۀ باورسره ، پۀ ټول افغان کې ستاسې شتون ، د يوۀ پياوړي ليکوال او قلموال پۀ توګه زموږ لپاره له وياړ ه ډک ، او ډېر ار زښتمن دی ، ځکه چې ستاسې عالمانه او اکېډميک ليکنې چې د پښتنې (افغاني )ټولنې د واقعي ملي روحيې ساتونکې او انځورونکې دي ، زمو ږ کشرانو لپاره يي د ښې رهنمايي سببونه برابر کړي ، هيله لرو چې له رهنمايي څخه به مو ځان نه سپموئ ، خو داچې له ډېرې مودې راهيسې مو يوازې پرېښي يو ، پۀ بشپړ باور ، د يو راز محرومۍ او تنهايۍ احساس کوو !
اما پۀ دې برخه کې، لکه چې تاسو يي يادونه کړې ، زموږ پۀ ګډون د ټول افغان د ليکوالو بې پايه بې تفاؤتي ددې لا مل شوې ،چې تاسو له موږ څخه (خدای مه کړه ) خدای پۀ اماني ته اړ کړي ، ځکه چې پۀ لمړي سر کې موږ او بيا نور ليکوال ستاسې د علاقې او دلچسپي له وړ موضوعاتو [color=cyan:61a5c9dca8](د پښتنې نړۍ د سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ،کلتوري او .... ژوندانۀ پورې تړليو موضوګانو ) [/color:61a5c9dca8]سره کورټ دلچسپي او علاقه نه ښيي او نه يي هم د سياسي او يا هم دورځنيو چارو اړونده موضوګانو، چې ارزښت يې د پاس ياد شوو موضوعاتو پر تله بېخي ټيټ اويا صفر دی ، پۀ څېر ځوابوي !!!
اما بعد !
تاسې چې پخپله ارزښتمنه ليکنه کې زموږ دپام وړ ، وکومو ټکيو ته نغوته کړې ، موږ درسره پۀ داسې حال کې خپله موافقه ښيو ، چې ورمېږ مو له شرمه ډېر ټيټ دی ، ځکه چې پۀ دې برخه کې موږ هم د نورو ليکوالو پۀ څېر ، تل خپله بې پايه بې تفاؤتي او لاتعلقي ښوولې،چې د پښتنې نړۍ پر وړاندې موپر تور او ناوړه قلمي سرګذشت دلالت کوي ، او دپښتو ، پښتنوالي او افغانيت د نارې تزوير مو رسوا ، او تکذيبوي !!!
نو اوس ددې لپاره ، چې دا خوارفورم ،زموږ پرمخ د شرم او پېغور يوه سخته څپېړه ده ، ځکه دې ز موږ د بې همتۍ او بې غيرتۍ پر تور نور وتړل شي ، او که يي بيا کامه وال صيب او وطنمل صيب ته موضوعات ارزښتمن وي ، نو بيا ستاسې (غروال صيب ) له وړانديز سره سم دې يي ټولې موضوګانې او ليکنې د ټولګړو بحثونو ، [color=white:61a5c9dca8](چې د افغانانو د سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ، کلتوري او فردي ژوندانۀ ،پورې تړلې چارې پکې تر بحث لاندې نيول کېږي ) [/color:61a5c9dca8]و فورم ته ولېږدول شي !!! او بس
داچې د خپلې ليکنې پۀ پای کې موږ ته د خپلې اوږدې ناسوبتيا ، له امله خپل عذر وړاندې کوئ، وړاندې تر دې چې پۀ تورسترګو يي پۀ قدرداني سره ومنو ، لکه څرنګه چې مې يي د خپلې ګوډې ماتې ليکنې پۀ لمړيو کر ښو کې يادونه وکړه ، دا اړينه بولم ،ښايي زموږ له خوا له اړينواو بېخي ډېرو اړينو، موضوعاتو څخه پۀ سترګو پټولو او تر يوۀ فورم پورې د محدوديت ، او داسې نورو نيمګړتياوو له مخې ،چې دا ټوله بې بندوباري او بې کفايتي ديوۀ حساس ليکوال لپاره د زغم وړنه بلل کېږي ، تاسو زموږ پۀ بنډارونو کې تر اوږدې مودې پورې ناسوب او غيرحاضر واست ، او اوس د ستر رحمان بابا پۀ دود ،

خوب له ياره سره هم د عاشق نۀ شي ،
......................................... چې يي يار پۀ بل ديار وي څۀ به خوب کا ؟
يو وارې بيا مو پخپل خواږۀ علمي او ادبي بنډار ، وياړ راوباښۀ !
پۀ دې تمه ، چې يوازې به مو نه پرېږدئ ................~ کشری ورور مو ، صميم


م ن غروال
08.01.2006

محترم ورور ښاغلی کتوازی!
د احتراماتو وړاندې کولو وروسته پرته لدې چې د زړه له کومې مننه او پدې وسيله مې ستاسو د ليکنې د ادب او لوړ فرهنګ رنګ لپاره مي يوازې خپل وياړ درته عرض کړم نور څه به په قلم کي و نلرم٠
تر هغه ځايه چې خپل وس او توان په قلم او کوپړۍ کي لرو، هغه به سپموؤ نه، نورنو پښتانه قلموال پاتې شته او د هغوئ هم قلمي سياسي او فرهنګي کار او مسئوليت! چې څومره به پښتنې ټولنې ته ګټور وي او څومره به د پښتنو د دښمنانو په خولو يو نه ماتيدونکی او اغېزمن او خطرناکه هم سوک!
[color=cyan:1fb34ecede]ستاسو د پورتنۍ ليکدود د لوړ فرهنګ په اساس، ستاسو لپاره د يوه وتلې پښتنې ادب اديب راتلونکۍ وينم٠ [/color:1fb34ecede]
[color=white:1fb34ecede]نه يوازې ستاسو د برياليتوب په هيله، بلکه ستاسو په ليکو کي د همداسي ښکلي قلم خاوندانو په هيله هم![/color:1fb34ecede]
په درناوې
ورور مو م٠ن غروال


FaridOkhyar
08.02.2006

غروال ليکی:
[color=yellow:f6aa762a9f]د پښتو ژبې پر ضد ستميانو د جمعيتانو د توپک په مټ ډيره سخته او علني مبارزه پيل کړې ده چې اکثره پرچميان هم ورسره دي٠ غورې لارې چارې به څه وي، چې مونږه لږ تر لږه خپلې ژبې ته خدمت وکړو؟ [/color:f6aa762a9f]
فريد هوشيار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښاغلی هوښيار!
کله چې څوک ځانته هوښيار وايي او يا هم ځان هوښيار ګڼي نو د سپکو سپورو ليکل بيا ځانته کلتوراً اجازه نه ورکوي٠
پدې همدې منطق او حکم ستاسو جملې ړنګې شوې٠ هيله کيږي راتلونکي کي پاملرنه وکړئ!
په درناوې
د فورم مسئول


م ن غروال
24.05.2006

ښاغلی کوشان سلامونه ومنئ!
د زار قربان د ليکنې د ړنګولو په هکله مې ستاسو د شخصي پيغام په ځواب کی خپل عرض کړی دي هيلمن يم چې ګيله مو ليري شوي وي٠
پښتانه ويده دي او که بيدار، دا خو ځانته يو ځانګړی بحث دي هرومرو به پري وغږيږو ٠ خو دا ډيره ښه خبره ده چې تاسو پښتانه هوښيار خلک ګڼئ او ما هم چيرته خداي مکړه معکوسه به نه وي ويلي٠
اما دومره ده چې له اوسني امکاناتو بايد مونږه داسي مناسبه او درسته ګټه پورته کړو چې هم مو ملکونه آباد شي او هم مو امن سيمو ته راشي، تر څو راتلونکۍ بچی مو لا اقل د سواد له نعمت څخه محرومه نه وي پاتې شوی ٠
په اوسني نظام کي ټول ضد پښتونه کوپړۍ يوازې د پښتو د تباهۍ په هيله تل د ملي وحدت په بهانه خبري رامنځ ته کوي چې که ايراني ويزونو ته کار ونشو او پښتو ليکدود په زيان سره ونه منل شو اوهر پښتون که چيري هم په دري او يا پاړسي خبرې ونکړې او داسي نور ډير ورته مثالونه شته، نو ملي وحدت به زيانمن شي او پښتون ته به خطاب کوي چې ته د ملي وحدت پر ضد يې٠
پښتون اوس پدې فکر کي دي چې وطن خو پرديو لاندې کړ اوس يې بايد وګټم او جهاد فرض العين دي او ټول ويشتل وژل ورانول جهاد دي چې څه رانه پاتې نشي٠ (البته ټول پښتون ټبر ته د داسي جملې استعمال به خامخا د منطق او ادب نه خورا ليرې وي ، خو شته داسي پښتانه،) نو همدغه ورته نورو ملحوظاتو په غرض که چيرې کوم ځاي کې بنده د ( پښتانه ويده دي) جمله کارولې وي نو هدف او مرام به يې همدا وي٠ چې مخاطب هماغه وروڼه دي٠
[color=blue:0bb688e607]که نه ولې نه ! ستاسو اند دپښتون ټبر په هکله دافغاني ټولنې عيني واقعيت دي٠[/color:0bb688e607] کوم درد ته چې تاسو ګوته نېولې ده، د همدغه درد د درملېدو او وِقايې لپاره مې ويلي دي او بس!
په درناوې


زرملوال
24.05.2006

محترم غروال صيب او شاغلى كټوازى صيب سلام
ستاسو پورتنى ليكنى مى په منډه منډه ولوستلى
او دهغو په رڼاكى دا څو كرښى درته كاږم

لومړى خو محترم غروال صيب رشتياچى دى بحث ته پاملرنه نه ده شوى
او زماپاملرنه او نه پاملرنه خو زه دارزشت وړنه بولم نو بناء په دى دليل زه
عذر ويلو ته اړتيا نه وينم او كه بياهم تاسو محترم يو دووه ټكى ګډى وډى
پښتو ته هم په ارزشت قائل ياست نو بيا خو دعذر پلنډى يا پنډى په څټ ،
كږه غاړه، او جينګى داړى ، درته ولاړ يم او شايد تاسو مى وبښئ !
او ورسره دا زارۍ هم درته كوم چى نه نه دابحث به موږ اوتاسى سره غځوو
او لطفا بل ځاى ته دليږدولو له هوډ نه يي تير شه

او بل محترمه تاسو ويره څرګنده كړى چى د پښتو او پښتنو
ميرڅمن دا كوى او ها كوى جناب غروال صيب دا ويره دى په
ځاى ده او با يد پښتانه ويښ شى خو محترم مشره زما په اند
دا خوب يو څه ژور او دروند راته شكاريږى ځكه تاسو ته خو
ښكاره ده چى دپښتنو كومه يوه سمه ده ؟
او ايا ټولى يي ورانى ويجاړى نه دى ؟
يو وخت له مولوى خالص نه يوه خبر يال دپښتو اكيډمى په اړه
پوښتنه كوله چى پښتو ته يي څومره چوپړ وهلى دى ده ورته وويل
له پښتو اكيډمى نه پښتو ته زرسانګى زيات چوپړ وهلى دى ځكه
دهغى پښتو سندرى دهر پښتانه په خوله كى دى او پښتو اكيډمى
څه كړى دى ؟

محترمه زما يو ملګرى ليكوال دى دنوم له اخيستلو نه يي تيريږم
هغه په يوه ليرى هيواد كى مسافر هم دى ،خوارى او مزدورى هم كوى ،
ځينى نورى كورنى ستونزى هم لرى خو له دى سره يي څلور پينځه ښكلى
علمى كتابونه ليكلى دى او په خپل ځانى لګښت يي چا پ كړى دى
نو زموږ هغه ليكوالان وروڼه چى نور كارونه كوى او دقلم له لارى يي ډوډۍ
پيداكولو ته نه وى اړولى بايد هڅه او هاند وكړى څو ښكلى ليكنى وكړى
داسى ليكنى چى دخلكو حياتى اړتيا ور پورى تړلى وى دټولنيزوستونزو
او عقيدى په اړه مهمو پوښتنو ته ځوابونه په كى وى او .... او ...
نو بيا به انشاء الله پښتو وده كوى او بډايه كيږى به
او په زړه مى لانورى خبرى هم پاته دى هغه بيا انشاء الله

په مينه


م ن غروال
29.05.2006

ښاغلی زرملوال ورور سلامونه ومنئ!
[quote:a81955b38d]او كه بياهم تاسو محترم يو دووه ټكى ګډى وډى
پښتو ته هم په ارزشت قائل ياست نو بيا خو دعذر پلنډى يا پنډى په څټ ،
كږه غاړه، او جينګى داړى ، درته ولاړ يم او شايد تاسو مى وبښئ ! [/quote:a81955b38d] دا تاسو څه ليکئ؟ خداي ج د نکړي ! مونږ ته وروره خجالت راکوئ!
خو د زړه له کومې مننه کوم٠ تاسو باور وکړئ چې مونږه هر څومره د پښتو او پښتون او پښتونستان په هکله په پښتو وليکو او په پښتو وغږيږو هماغومره مو خپلې ژبې او خپلو بچيانو ته خدمت کړئ دي٠ په ټولنه کي د ژبې ورکيدل يعنې د يوې ټولنې د فرهنګ د يوې لوې شتمنۍ ورکيدل دي٠
پدې اساس زه ددې زيات پلوي کوم چې پښتو خوره وره شي او خوره وره شويده چې په تاريخ د افغانستان کي هم پښتنو دومره پښتو ته توجه نه وه کړې لکه اوس يې چې کړې ده او انشأالله منزل به يې لا نور هم چټک شي ٠ نوبايد چې خپل تر وسه به زيار باسو او هر څه چې مو په وس وي بايد د خپلې پلرنې ملې ژبې د خدمت څخه يې و نه سپمؤ٠
په درناوې


أبوخليل
10.07.2006

غروال صاحب ، کټوازی صاحب ، زرملوال صاحب او نورو صاحبانوته
السلام علیکم
والله چي لیکني مو ډېري خوندوري وې په تېره بیا د کټوازي صاحب نظر ډېر مفید او ګټور وو ( که مي عزیز ګېلوي نه وه کړي) دومره اوږدې لیکني خو زمونږ په وس کي نشته او نه له مونږ سره ددومرو تورو ذخېره شته چي اوږد بحث پرې ولیکو په هرحالت کوم وړاندیز چي زرملوال صاحب کړی دی زما هم همدا نظر دی چي پوهان او لیکوالان د په پښتو ژبه کي داسلامي او افغاني معیارونو سره سمي لیکني وکړي ترڅو پوهه په دې قوم کي تیته شي هله به هم پښتانه راویښ شي او هم به برم تر لاسه کړی ضمنا به پښتو ژبه هم وده وکړي - په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more