د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

mamood asifi

Anonymous
25.11.2005

د خپريدو وخت: 11:53 گرينويچ 2005 ,23 نومبر

سلامونه مرګرو !
دا اولولۍ چې زموږ په هېواد امريکنيان څه رنګه لوبې کوي لګيا دي.

[color=red:466500aa8f]د افغانستان د مځکې لاندې شتمنيو څيړنه ناسا کوي[/color:466500aa8f]


ناسا د خپلو سپوږمکيو په مټ د افغانستان د مځکې لاندې شتمنيو يوه نقشه چمتو کړې ده .
په افغانستان کې د کانو او صنايعو وزير انجينير محمد صديق وايي چې د افغان دولت او دامريکا د سروي او جيولوژي د ادارې تر منځ د يوه تړون له مخې ، د امريکا فضايي ادارې ناسا له پنځو مياشتو راهيسته ، په افغانستان کې خپلې الوتنې پيل کړي دي .
ناسا سربيره پردې چې په هرو دوو اونيو کې د افغانستان د ځمکي لاندې څيزونو نوې نقشي برابروي ، د جنورې له مياشتي ( ٢٠٠٦ ) به مخامخ د کندهار له هوايي ډگر څخه د افغانستان پر خاورې خپلې الوتنې پيل کړي .

د ښاغلي صد يق په وينا ، د افغانستان له خاورې د ناسا له خوا اخيستل شوې نقشې ، داښيي چې په افغانستا ن کې تر ٣٠٠ زيات معدنونه ، د گازو او تيلو او د نورو ارزښتناکو ډبرو زيرمې شته دي .

د کانو او صنايعو وزير وايې چې د هيواد په شمال کې د آمو سيند پر څنډو د گازو او تيلو دنويو زيرمو سربيره ، د افغانستان په سويل د پکتيکا په ولايت کي هم د تيلو او په ځينو نورو سيمو کي د يورانيمو ، المونيمو او سربو شتون تائېد شوى دي .

دارنگه نوموړى وايي سربيره پردې چې د لوگرد عينک د مسو په کان کې د سرو زرو څو سلنه شته ، د افغانستان په نهو نور و سيمو کې هم د سرو زرو کانونه هم کشف شوي دي .

د ښاغلي صديق په وينا ، ددې تر څنگ چې دوى افغان پانگه وال په دې برخه کې پانگونې ته هڅوي ، يو زيات شمير بهرنۍ کمپنۍ هم حاضرې شوي دي چې ، په افغانستان کې د تيلو او کانونو په رابرسيره کولو کې پانگه اچونه وکړي .

په افغانستان کې د کانونو او تيلو د زيرمو لپاره په داسې حال کې هڅې پيل شوي دي چې د تير په شان ،اوس هم يو شمير جنگسالاران په ناقانونه توگه ، د قيمتي ډبرو او اوومو تيلو ايستلو او ترې ناوړه گټې اخېستنې ته دوام ورکوي .

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2005/11/051123_afghan-mine.shtml


همدا

Anonymous
25.11.2005

داخو ښه خبره ده


Anonymous
25.11.2005

کيدای شي دافغان اولس لپاره به يواځی ښه خبره وي خود ټوپکوالوغلواورسمي قاچاقبرانواولوټمارانو لپاره د کمايي اوقدرت لوی زېرې دې ٠
انسان


Anonymous
25.11.2005

خوکه امریکایان ورته غله شی اوداهرڅه له ځان سره یوسی څوک به یی ذیمواروی؟؟؟
کرزی خوارکی اوکه بی وسه ملت؟؟؟


Anonymous
25.11.2005

که زه په مثال کی ووايم چه غواتوره ده او شيدې يې سپينې دي تاسوبه يې دحقيقت په توګه ومنۍ ؟

انسان


Anonymous
26.11.2005

زۀ افغانانو ته حيرانه يم چې په هر څه کې شک کوي
که امريکا کار نه کوي وايي هسې خلک وژني که کار کوي وايي افغانستان يې چور کړ .
ناسا که زموږ د مځکې لاندې زيرمې پيدا کړي خو ښه خبره ده ، که يې امريکاييان چور هم کړي د افغانان کارګارانو په کار او توان به دا کار کوي چې بيا هم د افغانستان ولس او اقتصاد ته ښه خبره ده ، خو افغانانو چې وينم دا وطن بايد مشکوکستان وای نه افغانستان


Anonymous
27.11.2005

سليم خانه وروره، نه دې دی اورېلي چې مار چيچلی له رسۍ بيريږي!
که کومو خارجيانو ښه کارونه کړی وای، اوس به افغانان دومره مشکوک نه ؤ.


Anonymous
06.12.2005

بې خارجي هم نه کيږي. په چايي جوړوي. نه انجنير لري او نه پيسي. انجنيران دې يا بنيادګرانو ووژل اويا دږيرورو دلاسه وتښتېدل . عامه شتمني لوټ شوه. خوږيرورو هم څه ونه کړل يوازې وطن او وطنوال يي برباد کړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more