د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

بالکل نوي ټوكي

عبدالبصیر میاخیل
23.11.2005

قدرمنو ليدونكو يو ځل بيا ستاسو حضور ته درانه او د ميني ډك سلامونه وړاندي كومه ،هيله ده چي ټول روغ جوړ او د صحت جامي مو په تن وي،
اوس يو څو نوي ټوكي ستاسو درانه حضور ته وړاندي كومه خداي دي وكړي چي ستاسو د خوشحالې او د خندا سبب وګرځي.
نو بيا واورۍ:
ديكه وركړه
يو سړي چي په اول ځل يي خارج ته په هوايي جهاز كي سفر كاوه نو كله چي له كوره د هوايي ميدان په طرف را راون شوي دي نو داسي ګاډي كي را ناست وه چي هغه دا چا خبره چي د بډه بيري بس وه ،هر ځاي كي به ورته ګاډي وران او بند ولاړ وه وروسته به بيچارګي ګاډي پسي ديكه وهله ،نو په هر صورت سړي ميدان هوايي ته په ډير مشكل سره رارسيدلي ،كله چي جهاز ته ختلي دي ،نو د كيناستو نه يي مخكي پر پيلوټ غږ وكړ چي پيلوټ استاد! هغه مخ ور واړوه چي دا څوك شو ،پيلوټ ورته ويل چي څه خبره ده ؟ هغه ورته وويل چي پيلوټ استاد جهاز كي دي تيل شته او كنه ؟ هغه ورته وويل كه تيل وي او كه نه وي نو ستا يي پري څه غلى په خپله چوكۍ كينه ،هغه ورته ويل چي ښه صيح ده كه جهاز دي تيل خلاص كړه نو بيا به وروسته نه وايي چي كوز شى او جهاز ته ديكه وركړۍ..

نصرت فتح علي خان
شايد تاسو ددي نوم نه ښه واقف اوسۍ ،نصرت فتح علي خان د پاكستان يو مشهور د اردو ژبي سندرغاړي وه ،څه موده مخكي هغه په لندن كي وفات شوه ،نو كله چي پاكستان غوښته مړي يي د دفن له پاره پاكستان ته راوړي نو هند پري داو وكړه چي نصرت فتح علي خان زموږ دي (يعني د هندوستان دي) نو دواړه سره په جنګ شوه يو بل چا ته سره نه وركاوه ،نو پدي وخت كي يو مخور سپين ګيرۍ سړي را پيدا شوي او پاكستان ته يي وويل چي نصرت فتح علي خان وركړه څه پري كوۍ مونږ به بل ځان ته وپړسووه.

د اټك سيند
تاسو ته خو بهتره معلومه ده چي زموږ هيواد يو زراعتي هيواد دي ،نو موږ كنالونو ،بندونو او ويالو ته ډير زيات ضرورت لرو خو متاسفانه چي مونږ تر اوسه يو اساسي كنال او بند نه لرو تر څو خپلي اوبه ذخيره كړو او د مشكل پر وخت تري فايده واخلو نو زما دا ټوكه هم همدي ته لږ ورته والي لري نو رازۍ چي په شريكه يي ولولو .
هغه څه داسي ده چي د افغانستان سرحدي ولايت ننګرهار په يوي غريزي علاقه باران او سيلاب راغلي وه نو يو سپين ږيري ضعيف سړي سيلاب راخيستي وه چي يو څو متري يي مخكي وړي وه نوخلكو پري پام شوي دي او چيغي كړي دي چي هله سړي سيلاب را روان كړي دي ،نو زر خلكو منډي كړي او پړي يي راغوښتي دي او ځانونو پوري يي تړلي دي او سيلاب منځ ته يي وردانګلي دي او سړي يي روغ جوړ د سيلاب نه را اوچت كړ ي،نو كله چي يي سړي د سيلاب نه را وچت كړ ي نو څو شيبي وروسته خلكو تري پوښتنه وكړه چي بابا ته سيلاب د كوم ځاي نه راوړي ؟ نو بابا ورته جواب وركړې چي بچيه نور نه پوهيګمه خو د افغانستان نه يي راوړمه ،بابا دا فكر كوه چي زه به اوس د ننګرهار نه اټك سيند ته رارسيدلي يمه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more