د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايان غواړي کرزي خلع قدرت کړي

Anonymous
22.11.2005

په ناروې کې د ناتو د پاليسۍ او خارجي ډپلوماسۍ د چارو د مسولينو په وروستۍ غونډه کې (چې د نومبر د مياشتې په شلمه نيټه د اوسلو په په بندري ښارکې وشوه) فيصله شوې چې ناټو ته د افغانستان د ټولو امنيتي چارو د ور سپارلو سره سم به د افغانستان په رهبري کې هم ژور بدلون راشي٠

د غونډې يو اشتراک کونکي وويل چې امريکااو ناټو تصميم لري چې دداخله چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي چې نسبتا د ښه قاطعيت لرونکي وو، د موقت جمهور په توګه افغانستان ته را ولي٠ چون جلالي په افغانانو کې د نسبي محبوبيت څخه برخوردار دي، ښه امنيتي تجربه لري، سياسي جرات او قاطعيت لري او له جهادي رهبرانو سره ښې اړيکې لري، کولاي شي انتخاباتو کې هم د ضرورت وړ رايې تر لاسه کړي٠ منبع وايی چې حامد کرزي د عصبي تکليف د لرلو له کبله د خپلو فيصلو او دولتي چارو د عملي کولو مقاومت نه شي کولاي، څه موده وړاندې يې چې په امريکا کې د کيڼې سترګې د غير ارادي حرکاتو معالجه کوله، ډاکټرانو محترم کرزي ته د استراحت توصيه کړې وه٠ او ددوي د زهني او عصبي ستونزو د ډيريدو اخطار يې ورکړي وو٠ د امريکا لپاره د نوموړې شفاخانې مسلکې راپور کفايت کوي چې له کرزي نه د ګوښه کيدو هيله وکړي٠ په اول کې به کرزی امريکا ته بوتلل شي او دا چې راتلونکي کې به يې نقش څه وي لا معلومه نه ده٠

د امريکا کانګرس د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په نتيجې ناراضه ده٠ ځکه چې تر اويا فيصدو ډير غړي یې جنګسالاران او جنګي مجرمين دي٠ اګر څه اکثر يې د حامد کرزي طرفدار دي، خو د امريکا اساسي قانون هغه چا سره د همکارۍ او مرستې اجازه نه ورکوي چې د بشر په ضد جناياتو کې ښکيل وي٠ چون د افغانستان اوسني رهبري د مصلحتونو په دام کې ګير ده او محلی قوماندانان چې اکثره يې د بشري حقوقو متخلفين دي ورځ په ورځ قوي کې، د مواد مخدر کارو بار اوس په افغانستان کې رسمي شکل نيولي او طالبان هم يوې مياشتې نه بلې ته قوي کيږي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار او د ناتو د رهبرۍ حلقې ته نږدې منابعو دا څرګنده کړې چې څلور مياشتې وروسته به د امريکا اتلس زره فوجيان له افغانستان څخه ووځي او يواځې دوه زره امريکايان به هلته پاتې شي٠ د ايتلاف قوتونه به د ناټو په قوتونو کې مدغم شي او د قوتونو قومانده به ناټو ته و سپارل شي٠ چون برتانيه د ناټو د غړو هيوادونو په تناسب په افغانستان کې ډېر تعداد عساکر لري د يو کال لپاره به يې د قوماندی مسوليت د انګلستان په غاړه وي٠

افغانان، چې جنګونو ، مصيبتونو او د خپل زعامت بې توجهي ځپلي نورنو د اميد کومه کړکۍ نه لري٠ ډيره مشکله ده چې جلالي به وکولاي شي دغه فريمانه ستونزې په لنډه موده کې حل کړي٠


Anonymous
22.11.2005

کرزی د ولسواکی پر ځای يوقوماندانواکی نظام منخ ته راوړ.پدغه نظام کی اوس هغه د سر قوماندان حيثيت لری .کرزی په دی فکر دی چهلکه ظاهر شاه غوندی د قوماندانانو او خوانينو په ذريعه حکومت به کی.خو اوس بل مهال دی .


Anonymous
22.11.2005

زه خو نه پوهيږم چې امريکايان به بل څوک راته ولسمشر کړي او هغه به خداي خبر څه بلا را ووزی ، خو په هر صور ت د کرزی تعويض خو بالکل ضرور دئ


Anonymous
23.11.2005

د امريکا په فرمايش او زور په افغانانو باندې واکمن شوی کرزی او دهغو سره د قدرت په واګو کې ګمارل شوې ډلې شرموونکې ناکامۍ په افغانستان کې د ژورو بدلونونو د راوستلو له پاره شرايط پاخه کړی دی. داسې چی نه کرزی او دده ډله د ستونځو څخه د راوتلو د لارو په موندلو پوهيږی او نه هم خلک له اوسنی حالت سره راضی دی . په دې حالت کې لازمه ده چې د افغان ولس په خوښه او غوښتنه يو ژور تغير راشی. ددې احتمال شته چې د ولس په غوښتنه په دې حتمی بدلون کې امريکا او انګليس په هېواد باندې خپل کنترول له لاسه ورکړی او يا دا چې د هغوی سيالان (روسيه، اروپا، چين، ايران او يانور) په افغانستان کې د خپل نفوذ دايره پراخه کړی. نو امريکايان او انګريزان که و غواړی چې د داسې حالت مخه ونيسی ښايی چې له داسې تغيراتو سره موافقه وکړی چې تر ډيره حده ورپکې خپل نفوذ وساتلای شی.


Anonymous
23.11.2005

هو ډيره دارائي ، پيسي او عياشي سړی چاغه وي او ډير مزيتوب دسړې دمرضي علت ګرځي٠ کرزی چې اول راغی نو اور ميږ يې داسي نری وو ، لکه د سموات چي دمزدور او وروسته له څو مياشتو ډالر خوړلو او ډالر تقسيمه ولو يې اورميږ داسي غټ شو لکه د سمندو اکا د يابو اورميږ٠ دغه دسموات چي مزدور بايدملت حساب هم ور کړي چې دغه په ملياردو ډالر څه شول ?
امريکايان خپلې ګټې غواړي داچې په افغانستان کې څوک په قدرت راځي او څوک دي ،ددوی لپاره بي تفاوته ده خو مهمه داده چې ددوی ګټې وساتي ٠ که دامريکا اساسي قانون د بشري جنايت کارانوپه ضد وي نو ولې يې دطالبانو دزوال لپار له داسي بشري جنايتکارانو سره له دوستم، فهيم، عطا او نور ددوستي لاس ليک امضا کاوه او75 ميلونه ډالر يې دوی ته ( شمال اليانڅ ) ورکول او بيا وروسته يې13000 تسليم شوي پښتانه په ډيره بي رحمانه ډول له تيغه تيره ول او هيڅ يوه محاکمه او پوښتنه هم ترې ونشوه ٠ دا ټول کارونه د امريکا په شمول وشول ٠

جلالي هم د امريکايانولوی خوټڅټی دی دا ځګه چې ډير پټ رازونه شته خو يو يې دادی چې جلالي ملت ته ونه ويلي چې ده ولي استعفا وکړه او علت يې څه شئ وو؟
يودپټې خولې علت چې هغه له ملت سره لوی خيانت دی داوو چې جلالې نشوای کولی چي دهغو قاچقبرو نومونه رسوا کړي چې ټول (NA ) يې دا مريکي ملګري او دکرزي ورور هم پکښي شامل دی.

وروسته لدي چې طالبان ورڅ په ورڅ قوي کيږي ، ډير امريکايان مري او ټولي حملي يې د سياست له مخي پټي ساتل کيږي او بن لا ډن هم خپل اتڼونه کوي او امريکا په خپلو ويلو کې ناکامه شوه نو دغه يې وخت دي چې د ينکي خپله مرداره څيره له افغانستان څخه لري شي ٠

دبيناموسانه دمحکمي په هيله او د پښتنولي په غرځنګ
پتنګ


کرزی

Anonymous
23.11.2005

ښه زېرې دې خدای دې همداسې وکړي خو چې جلالي به هم همدا هيوادمل وزير کړي او که څوک سم مشاور به پيدا کړي.


Re: کرزی

Anonymous
23.11.2005

[quote:15e5f2a9bb="ميلمه ګل"]ښه زېرې دې خدای دې همداسې وکړي خو چې جلالي به هم همدا هيوادمل وزير کړي او که څوک سم مشاور به پيدا کړي.[/quote:15e5f2a9bb]
ته دملک په فکر نه يي. د خطپ نژادی تعصب غوصه خوری.


Anonymous
23.11.2005

[size=24:dcdda7cf21]وطنمله!
[color=blue:dcdda7cf21]اوس په کوچنيو تورو يې ولولئ!!![/color:dcdda7cf21][/size:dcdda7cf21]


Anonymous
23.11.2005

ګرانووطنوالو !

زه درته يووړانديز کوم او هيله لرم چې په غوور اوجدي توګه ورته فکر وکړۍ ٠
که ستاسو فکروي ، دازاد نظر په نوم يو ليکونکي د بون دغونډې نه وړاندی په افغانستان کی دعبوري حکومت د غړوپه ليدو داسې ليکلي وو :

((داوړۍ به شړۍ نشي))

له هغه وخته څلورکاله تېرشول ٠ دځينو منونکوتغيراتوسره سره داسې خبرونه راځي چې نه دمخدره موادودتوليد او قاچاق اندازه کمه شوه ، نه په اداروي فسادونو کی کمې راغې ، نه دقانون پروا کيږي ، نه د ملت ٠ ددې نه له ورايه ښکاري چې دمهموادارو واکمن چلوونکي دظرفيت ، اهليت او کنترول د نشت والي سره مخ دي ٠
په داسې هېواد کی چې دنړۍ د ډېرو وروسته پاتی هېوادونو څخه ترټولووروسته پاتی هېوادوي ، او ټولې چارې يې د غرب په خېراتونو چليږي ، په انتخاباتو ميليونونه ډالره مصرفيږي او يوډالر يې هم ځای نه نيسي ، ولی ؟

چې زمونږ محترمې خوېندې او مستحق ورونه ترې بېل کړونو ٧٠ فيصده داسې خلک پارلمان ته ټاکل شوي چې يا ماشيندارتعليم (يافته) وي اويا خپل نوم نشي ليکلې خودماشۍ په تجربه په ووټ اخيستلو بريالي شوي وي ٠ ددوی له څنګه بيا يونيم د اين - جي - او - متخصص هم نشي جدا کېدای چې په ٢٤ ساعتو کی يې د کلينر څخه ميليونر ته خېز وهلې وي ٠ دغه دغټ جېب بېچاره ګانوهم په تېرو څلورو کالوکی ښودلې چې دغسل يو تشناب نشي جوړولې ، خوغواړي چې ديوې اولسوالۍ يا ولايت با ر په اوږو واخلي ٠ اوس خو يې زېړ په لېنګو بهيږي ، تماشه به هلته وي چې ډکې کولمې ورته ځانګي ٠ پارلمان دداسې اشخاصو ځای نه دې چې د ګوتې په جګوولو هم خبر نه وي او په کورکی خپلې ماندينې ته وايي چې ښځې نن په غونډه کی ولاکه په هيڅ پوه شوې يم خو لاس می ورته پورته کړ ځکه چې ټولو لاسونه جګ نيولي وو ٠ هغه چاچې داسې خلکو ته ووټ ورکړې وي ، له هغو نه هم دڅه توقع نه کيږي ٠ دولتي اوسياسي مهم موضوعات هغه څوک څېړلای شي او رايه ورته ورکولای شي چې په دې شيانو پوه او پاک وي ٠ چې پارلماني غړي ٧٠فيصده اهليت او قابيليت ونه لري ، خود به ٧٠ فيصده پارلماني چارې بې کفايته وي ٠ يوپارلمان به څنګه په ٣٠ فيصده استاذوفعال شي ؟
چې استازي پخپله ددوه خرو ووربشې نشي بېلولای د افغانستان دبوديجې څارنه او عمومي احتساب به څوک کوي ؟

ريښتيا د خېراتوبه څه احتساب وي ٠ بس خېرات وو د خېرات په لار لاړکه څنګه ؟
که داسې نه وي او دستنې حساب هم غواړۍ نوبسم ا لله ، زه موهم په دې کی ملګرې يم ٠

خولومړې تاسوپه خپلوګرېوانو کی سرکښته کړۍ اوله ځانه وپوښتۍ چې په خلق او پرچم ونه شوه ، په تنظيمونو اومجاهدينو ونه شوه ، په طالبانو ونه شوه ، په کرزي اوانتخاباتو ونه شوه او په غربي ائتلاف هم نه کيږي نو په څه به وشي ؟
ايا پرته د غرب له اقتصادي اونظامي مرستو بله لار وينۍ ؟
تاسو، پښتانه به د داسې يو اولس مشر ملاتړوکړۍ چې قانون نافذ کړي ، د قاچاقبرانو او غلو لاسونه اوسرونه په ډاګه قلم کړي ، د رشوت خورو خولې ورماتی کړي ، نجونې اوهلکان جبرا " ښوونځيو ته بوځي ، کلي په کلي سړکونه ،روغتونونه اوښوونځۍ جوړې کړي ، مطبوعاتو او ايليکترونيکي مېډيا ته په پښتواودري يورنګ ازادي ورکړي او مثبت خارجي سياست پرمخ بوځي ؟
همداشيان ضروردي اوتاسو يې غواړۍ کنه ؟
بيابه پکی لروبر نه کوۍ ؟
ښه ورته فکر وکړۍ چې بيا د کفراوداسلام په نوم اود پيسو په خاطردافغانستان نظم خراپ نه کړۍ !
خپل مشر په نيمه لار کی پرې نه ږدۍ !
دملت مال ته زيان ونه رسوۍ !
او، هه ، داتعهد هم وکړۍ چې صرف يوکس به مشروي اوخپل وخت به پوره کوي نو زه بيا درته وايم چې څوک ٠

نظر خان له دشت ارچي څخه


افغان ملت له خپله حقه د دفاع توان لری؟

Anonymous
23.11.2005

ښاغلئ نظر خانه زما د زړه له تله سلامونه ومنه!
عجبه موضوع د ياده کړې! موضوع نه چې موضوعګانې!
د بن له کنفرانس نه وروسته د ملا ربانی له خوا و کرزی ته د واک د دور تسليمۍ د ورکولو په وخت کې ما هم يوه ليکنه ولوسته چې عنوان مې ئې ښه په ياد دئ چې ليکلی ئې ؤ «د موقتی ادارې ناکامه آغاز» او په دا سر ئې يو شعر ورليکلئ ؤ چې
خشت اول ګرنهد معمار کج ....... تا ثريا ميرود ديوار کج!
په هغې وخت کې مې هغه زياته خوښه شوه. زه هم په دې نظر يم چې چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان له پاره په طرحه شوې سياسی نقشه کې ډيرې نيمګړتياوې موجودې وې او بيا د هغې نيمګړې نقشې مطابق د هيواد د سياسی تعمير د جوړولو دنده داسې کسانو ته وسپارل شوه چې نه د نقشې په لوستلو پوهېدل او نه هم د تعمير په جوړولو، نو ځکه ئې د تهداب هماغه لمړۍ ډبره هم د ورکړل شوې نقشې څخه هم کږه کېښوده او تر اوسه پورې دا تعمير کوږ روان دئ.
دا منونکې تغيرات چې ته ئې يادوې دا هغه جانبی شيونه دی چې که ئې له شوو مصارفو او وخت سره پرتله کړو، نو چندان د يادون او حساب وړ نه دی!

تاسې داسې سوال طرحه کړئ دئ چې ((په داسې هېواد کی چې دنړۍ د ډېرو وروسته پاتی هېوادونو څخه ترټولووروسته پاتی هېوادوي ، او ټولې چارې يې د غرب په خېراتونو چليږي ، په انتخاباتو ميليونونه ډالره مصرفيږي او يوډالر يې هم ځای نه نيسي ، ولی ؟))
دې سوال ته خو ځواب مشکل دئ او هرڅوک په پخپل اند ورته ځواب وايی خو يو له غوره علتو څخه به داهم وی چې وروره زموږ د وروسته پاتې هېواد د بيا جوړونې نقشې هغه کسان طرحه کوی چې په لندن، واشنګټن، نيويارک، بن، پاريس او نورو پرمختللو ښارونو کې او زموږ له هېواده بيخی پرديو شرايطو کې زيږېدلی، روزل شوی او عادت شوی دی. ددوې پلان او طرحې زموږ د هېواد په شرايطو کې اکثره تطبيقی اړخ نه لری. د بلې خوا دوی په هره نقشه کې د موږ د هېواد ترګټو زيات د خپلو هېوادو ملی ګټې په نظر کې نيسی. دا خارجي ځينې هېوادونه چې افغانستان ته پيسې ورکوې هم غواړی چې بيرته له هغو څخه ډيرې خپلو هېوادوته نقل کړی او ددې کار له پاره هم مختلف ميکانيسمونه جوړوی او په کار ئې اچوی. په افغانستان کې د انتخاباتو د ډرامې ميکانيسم هم يو له هغو څخه دی.
تاسې خو به ارګ ته ورداخل شوی ياست؟ د ارګ په داخل کې کنډوالې او خاورې او دوړې خو به مو ليدلې وی، د ارګ د کارمندانو د اطاقو حالت او ګډوډ او بدنموده راځړېدلی د برق مزی خو به مو په ياد پاته وی؟ د لارې د خرابوالی له کبله ښائی چې ستاسې پښه هم زما په شان له ډبرو سره لګېدلې وې، نو سوال دادئ چې دا ميلياردونه ډالرې دې خانه خرابو واکدارانو څه کړې.؟ ملت ته ئې د خيرات خور نوم ورکړ، خو دوی په دا څلورو- پنځو کالو کې داخپل ارګ هم جوړ نه کړ، کابل خو لارېږده!! هېواد خو مه يادوه. نو دا ميلياردونه ډالر څه شول؟
يو متل دئ چې (پک مې ليدلئ ؤ، نه ماغزه وتلی!!). رشوت، اختلاس، فساد، چور او غلا مې اوريدلې او ليدلي ؤ، خو نه په دې رسوايۍ او بې شرمۍ!!!

تاسو ليکلی دی چې ((ريښتيا د خېراتوبه څه احتساب وي ٠ بس خېرات وو د خېرات په لار لاړکه څنګه ؟
که داسې نه وي او دستنې حساب هم غواړۍ نوبسم ا لله ، زه موهم په دې کی ملګرې يم ٠))
وروره زما په نظر خو دا نړيوالې مرستې چې افغانستان ته منل شوې او ورکړل شوې دی هسې بې پوښتنې خيرات هم نه شو بللای. په هر صورت! دا خو نړيوالو زموږ په حساب راکړې داچې زموږ د ملت د ناتوانۍ او بيچارګۍ او د واکمنانو د ناپوهۍ، بې کفايتۍ، ځان پالنې او ځان خرڅونې له کبله چا رانه وتښتولې، چا ترې ګټه واخيسته ، کومو کسانو د هغو نه په استفادې سره ملت استثمار او ولس ئې تر فشار لاندې راووست او ګروګان ئې ونيو او چيرته دا پيسې ولګېدې، که د ستنې حساب نه وی، نو د اوښانو حساب خو يې بايد ولرو! که دا کار ونه شو کولای نو موږ به يوازې غريب نه ، بلکې ناتوانه، بې کفايته او بې استعداده ملت هم وبلل شو! زما په نظر په دې حساب پسې بايد وګرځو!
بله داچې اوسنيو واکمنانو خو يوازې همدا ، ستا سې په اصلاح د خيرات پيسې نه دی خوړلې، دوی خو د افغانستان په داخل کې موجود د بيت المال مالونه د ځان
کړل، دوی خو د خوار او ځپل شوی ملت هډوکی وشپېلول، دوی خو د ملت شتمنی چور کړه او د هغو په زور ئې د ولس له ناتوانۍ څخه بيا د ځان په ګټه ناوړه کار واخيست او ډيرو ئې د ملت شريکه هستی چې زموږ او تاسې حق هم ورپکې ؤ، د خپلو شخصی شتمنيو په حيث خارج ته ، خپلو کورو، جيبو او بانکو ته رانقل کړه! دداسې مسئلو څيړل او حساب غوښتل د افغان ملت حق دی او يو مستعد، غيور او عادل ملت له خپله حقه د دفاع توان لرلای شی، که څه هم وخت ته به اړتيا ولری.


Anonymous
23.11.2005

ښاغلې مره ور صېب سلامونه!
ستاسوله ځوابه مننه٠
خدای دی وکړي چې له مامره ورنه يې ٠ زه يودوست او وطنوال د سياست سره نه برابروم ځکه چې سياست يار دوست ، وطنوال ، جفااووفا نه پېژني ٠ دغه برخوردونه مو ډېر وليدل نو ځکه تاکيد کووم لمانه دبحث په سپېځلي شخصيتونه خفه نشي ٠

خوږې او ترخې خاطرې ډېرې زياتی دي خو ځينې د سړي له دماغو اډو ووځي نه نوستاسو ځوابي ليکنې ځنې ترخې خاطرې راپه ياد کړې ٠ کله چې مجاهدينو کابل ونيو نو څوورځې وروسته زه هم له پېښوره کابل ته لاړم ٠ د قوماندان صاحبانود(بېريشانو) کيسې چې اوزبک اوپښتانه پکی شامل وو، نه ليکم ٠ د اوزبک ګيلم جمواوپنجشيري ملېشو د رڼاورځې شوکماريو له قيصو به هم تېرشم ٠ څه چې په هغو ورځوماته دحيرانتيا وو هغه هر مکتب اوليسه وه چې ږيره ورو ټوپکوالو نيولي وو ٠ ما چې دغه حال وليد نو له يوه ټوپکچي می پوښتنه وکړه چې دې لېسې ته به شاګردان کله راځي ٠ دببرږيري ټوپکچي ځواب وو : ((دااوس مکتب نه دې ، دامونږ قبضه کړې اواوس زمونږ قرارګاه ده ٠))
خېر ، دحساب اوکتاب ورځ شته خو فکرمند په دې يم چې غله به په غرب کی پناه واخلي ٠

نظرخان


Anonymous
24.11.2005

دا خبرې د کابل په ارګ کې هم ګرمې دي٠
د کابينې ځينې ابن الوقته غړو لا له مخه د جلالي او د هغه د سخنګوي تعريفات شروع کړي٠
جلالي ته نږدې حلقات لکه د کابل د پوليسو اکاډمۍ قومندان او امنيه قومندان خلقي جنبش له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاي ايږي٠
په ارګ کې اوازې دي چې جميل جنبش به دداخله وزير شي او سخنګوي مشعل به د اطلاعاتو ا و فرهنګ وزير شئ او انوارحق احدي به وزير خارجه شي.

خو د کابل خلک يو تغير ته منتضر دي، که ښه وي او که بد!!

مدير ګل احمد شجاع ځاځي - کابل


Anonymous
24.11.2005

وروره نور خو په هر صورت زنچو خو را مالوم دی او دغه هيوادغل څکه وي ، ياره دده نوم چې وينم تبه را باندې راشي ؟؟

[quote:8bfef84abb="Anonymous"]دا خبرې د کابل په ارګ کې هم ګرمې دي٠
د کابينې ځينې ابن الوقته غړو لا له مخه د جلالي او د هغه د سخنګوي تعريفات شروع کړي٠
جلالي ته نږدې حلقات لکه د کابل د پوليسو اکاډمۍ قومندان او امنيه قومندان خلقي جنبش له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاي ايږي٠
په ارګ کې اوازې دي چې جميل جنبش به دداخله وزير شي او سخنګوي مشعل به د اطلاعاتو ا و فرهنګ وزير شئ او انوارحق احدي به وزير خارجه شي.

خو د کابل خلک يو تغير ته منتضر دي، که ښه وي او که بد!!

مدير ګل احمد شجاع ځاځي - کابل[/quote:8bfef84abb]


Anonymous
24.11.2005

يو ميلمه ليکی:
((وروره نور خو په هر صورت زنچو خو را مالوم دی او دغه هيوادغل څکه وي ، ياره دده نوم چې وينم تبه را باندې راشي ؟؟ ))

زما مشوره خو درته داده چې ډاکتر ته ولاړ شه او د حساسيت دوا واخله او پوښتنه هم وکړه چې دا مرض د ساری نه وی چې د انټرنيت له لارې نورو ته هم سرايت ونکړی!!!


Anonymous
24.11.2005

خوږياڼيه وروره اباداوسې٠

تاسوليکلي:
((د غونډې يو اشتراک کونکي وويل چې امريکااو ناټو تصميم لري چې دداخله چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي چې نسبتا د ښه قاطعيت لرونکي وو، د موقت جمهور په توګه افغانستان ته را ولي٠ چون جلالي په افغانانو کې د نسبي محبوبيت څخه برخوردار دي، ښه امنيتي تجربه لري، سياسي جرات او قاطعيت لري او له جهادي رهبرانو سره ښې اړيکې لري، کولاي شي انتخاباتو کې هم د ضرورت وړ رايې تر لاسه کړي٠ ))

زه ستاسو له ليک څخه د بحث مهم ټکي چې تاسو يې د ((نسبت)) په معياريادوونه کړې ، را-اخلم :

١- ښه قاطعيت
٢- نسبي محبوبيت
٣- ښه امنيتي تجربه لري
٤- سياسي جرات
٥- کولاي شي انتخاباتو کې هم د ضرورت وړ رايې تر لاسه کړي٠
٦- له جهادي رهبرانو سره ښې اړيکې

لکه څنګه چې اورېدل کيږي ، افغان اولس د همدغسې صفتونو مشرته اړتيا لري چې تراوسه نه دې په ډاګه شوې ٠ خو، تاسو دداسې يو شخص نوم يادوۍ اودغه پورتني اوصاف ورپورې تړۍ چې په واقيعت کی د هغوی په سياسي اوعملي هنداره کی تراوسه نه دي څرګند شوي ٠ ښاغلي جلالي استعفا وکړه ځکه چې ښايي د مقاومت خواک يې په ځان کی نه ليده ٠ تراوسه يې په ډاګه نه کړه چې د استعفا علت يې څه وو خو په دې يې اعتراف کړې چې حتادرسمي قاچاقبرانو دنوم اخيستلو جرات هم نشي کولای ٠
سوال دا پيداکيږي چې يو سړې له لښتي خېز نه شي وهلای ، په سيند کی به څنګه لامبو ووهي ؟

چې وزارت يې له سقوط سره مخ شو ، د جمهوري رياست د برياليتوب لپاره به وسايل له کومه کړي ؟
اوپه پای کی بايد ياده کړم چې دا خوله جهادي رهبرانو سره ښې اړيکې دي چې افغانستان د مشرتابه له فقدان سره مخ دې ٠ په دغواړيکو افغانانو کوم نوم ګټلې ؟

درناوې

ظريف زوی
دشت ارچي


Anonymous
24.11.2005

دا ليکنه ما د هيوادوالو د معلوماتو لپاره کړې نه دا چې زه د جلالي طرفداري کوم٠ ما لا جلالي ليدلاي نه ده، خو په بين المللي علمي حلقاتو کې د ديانتدار (honest) او decisive statesman يعني قاطعيت لرونکي مشر په نوم ياديږي٠ په خليج ټايم کې د احمد رشيد په قلم ليکلې مقاله لوستاي شې

خداي خبر چې جلالي به لا پسې څه بلا وي، خو غرب د افغانستان د راتلونکې مشر په توګه ورته ګوري.

مننه
ډاکټر يونس -اوسلو


Anonymous
24.11.2005

خوګاڼيه وروره ته اوس خبريږې مونږ په هغه ورځ خبر وو چې جلالي استعفا وکړه- وزارت ځوک په اساني نه پريږدي٠

زمونږه د سرچوک روډماسټران د ناروې له ډاکټرانو نه لا پخوا خبر وو٠


ghafar
26.11.2005

ګرانو هېوادوالو سلام ااو احترام وړاندې کوم !
د افواهاتو خپرول غير مسئولانه کار دئ. که محترم جمهور رئيس کرزئ د افواهاتو د خپرونکو خوښېږي او که نه، د افغان ولس اکثريت نوموړئ د پنځو کلونو لپاره د خپل جمهور رئيس په توګه ټاکلئ دئ. پر بې اساسه تبليغاتو باندې بحث کول پر ځاي نه برېښي !!
غفار


په افغانستان کې د خارجيانو پريکړې چليږی!

Anonymous
26.11.2005

[color=brown:3ce2dcf5dc]((.... که محترم جمهور رئيس کرزئ د افواهاتو د خپرونکو خوښېږي او که نه، د افغان ولس اکثريت نوموړئ د پنځو کلونو لپاره د خپل جمهور رئيس په توګه ټاکلئ دئ. پر بې اساسه تبليغاتو باندې بحث کول پر ځاي نه برېښي !!
غفار))[/color:3ce2dcf5dc]

ښاغلی غفار خان ته له سلام وړاندې کولو وروسته!
لکه څنګه چې ښاغلی يونس خوګياڼی ليکلی، دا موضوع افواه نه بلکې يوه معلوماتی او ورسره د ژور او هراړخيز تحليل وړ موضوع ده چی بحث نه يوازې ورباندې بيځايه نه دی، بلکې د نظرونو د تبادلې او د افغانانو د افکارو د روښانولو له پاره خورا ضروری دی. په هېواد کې موجود شرايط غوڅ حکم کوی چې بايد په افغانستان کې ژورسياسي بدلون راشی. پدې ضرورت باندې نه يوازې افغانان او په تېره بيا افغانی څيړونکی او تحليلوونکی پوهيږی، بلکې پخپله د اوسنی دولت او حامدکرزی اساسی حاميانو يعنې انګرېزانو او امريکايانو هم دا ضرورت پېژندلئ دئ. ډير سياسی څيړونکی په دې نظر دی چې دا اوسنۍ اوضاع او په روان منوال د حالاتو راتلونکې وده نه د افغانانو په رضا او ګټه ده او نه هم زموږ د ګاونډيانو او نړيوالو له پاره د قناعت او ان تحمل وړ ده او په افغانستان کې اوسنۍ واکمنه ډله له دروغجنو او غولوونکو وعدو پرته د اوضاع د بهبود له پاره کوم علمی، عينی او عملی پلان او پروګرام نه لری.
په اوسنيو حالاتو کې دا افغانان نه دی چې د هېواد د سياسی، نظامی، امنيتی، اقتصادی، اجتماعی او حتی کلتوری ژوندانه د ودې مسير او سرعت ټاکی، بلکې په دې کې د خارجيانو رول نسبت افغانانو ته خورا قوی دئ. همدا خارجيان او خارجی ځواکونه ؤ چې په افغانستان کې ئې د انتخاباتو موضوع يو له بله سره ومنله او په افغانستان کې په ګمارل شوو واکدارانو ئې هم قبوله کړه! امريکا او انګليس هغه دوه قوی خارجی هيوادونه ؤ چې په نوموړو انتخاباتو کې ئې د حامد کرزی موفقيت په نورو تحميل کړ. د انتخاباتوله پاره جوړشوی ميکانيسم او د هغو د عملی کولو ډول د خارجيانو له خوا هغه طرحه شوی پلانونه ؤ چې د پورته اهدافو د ترسره کېدو له پاره د بين المللی جوړجاړی په چوکاټ کې جوړ شوی ؤ
که مثلا د بين المللی جوړجاړی په چوکاټ کې پلان داسې راغلئ وای، چې رشيد دوستم د په انتخاباتو کې بريالئ شی، نو بيا به د انتخاباتو له پاره د تيارۍ د نيولو د جريان طرحه او د هغو د عملی کولو اسباب او ذرايع بيخی بل ډول وای او موږ افغانانو به د هغو په بدلون او يا تغير کې اثر نه شوای لرلای.
لنډه دا چې که دا اوس په افغانستان کې ذيدخل نړيوال ځواکونه پخپل منځ کې د بين المللی جوړجاړی په چوکاټ کې د کرزی خلعه کولو ته تصميم ونيسې د هغو د عملی کولو طرحه او ميکانيسم هم په يقين چې موندلای او په موږ افغانانو قبلولای شی. زه فکر کوم چې بيا به هم زموږ ډېرو افغانانو تر منځ تر ډيره وخته دا نظر تسلط ولری چې دا خو د دموکراسۍ او اساسی قانون سره سم کار دئ ځکه چې زموږ د ولس ډيره برخه نه په دموکراسۍ پوهيږی او نه هم د اساسی قانون د لوستلو او پوهېدلو وس لری. د هغو له ناپوهۍ، بېوسۍ او مجبورۍ څخه هر زورور پخپله ګټه په موقع کار اخيستلای شی.

مره ور


ghafar
26.11.2005

ګران مرور ورور او نورو محترمو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم!
مروره وروره که يو ځل د دې موضوع عنوان ( امريکايان غواړي کرزي خلع قدرت کړي) ته ځير شۍ، نو څرګندېږي چې دا يو خبر دئ. د يوه خبر په خپرولو کې حتمی بريښي چې د خبرمعتبره منبع وښودله شی اومخکې لدې چې خبر خپورکړي بايد دا خبر لږ تر لږه د دوو نورو مستقلو منابعو لخوا تائيد شوی وي.
اوس تاسې مهربانی وکړۍ د محترم يونس خوګياني صاحب خپور شوي خبر ته ځير شۍ. هغوي ليکي:
( په ناروې کې د ناتو د پاليسۍ او خارجي ډپلوماسۍ د چارو د مسولينو په وروستۍ غونډه کې (چې د نومبر د مياشتې په شلمه نيټه د اوسلو په په بندري ښارکې وشوه) فيصله شوې چې ناټو ته د افغانستان د ټولو امنيتي چارو د ور سپارلو سره سم به د افغانستان په رهبري کې هم ژور بدلون راشي٠

د غونډې يو اشتراک کونکي وويل چې امريکااو ناټو تصميم لري چې دداخله چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي چې نسبتا د ښه قاطعيت لرونکي وو، د موقت جمهور په توګه افغانستان ته را ولي)
يو خبرلکه څنګه چې مې مخکې عرض وکړ بايدد يوې باوري خبری منبع له خوا خپور شوئ وي، نه د ( غونډې يوه مجهول ګډون کونکي لخوا) . که په ريښتيا همداسې وای، نو نړېوالو معتبرو آژانسونو به هرو مرو دا خبر خپور کړای وای.

او بيا يوه بله تشه ادعاچې تاسوکړې:
( پدې ضرورت باندې نه يوازې افغانان او په تېره بيا افغانی څيړونکی او تحليلوونکی پوهيږی، بلکې پخپله د اوسنی دولت او حامدکرزی اساسی حاميانو يعنې انګرېزانو او امريکايانو هم دا ضرورت پېژندلئ دئ.)
مهرباني وکړۍ دڅېړونکو او تحليلونکو نومونه ياد کړۍ چې د دې پاڼې ګران لوستونکي هم هغوی وپېژني !
زه دا منم چې د هېواد د سياسی، نظامی، امنيتی، اقتصادی د ودې مسير او سرعت
په برخه کې نړېواله ټولنه اساسی رول لوبوی، خو که له واقعيت څخه تېر نشو په اوسني شرايطو کې مونږ افغانان د دې توان هم نلرو چې د هغوی کارونه پخپله تر سره کړو.
دا چې تاسې او ځينې نور هېوادوال د محترم کرزي او يا داوسني نظام محالف ياست دا ستاسو حق دئ چې اساسی قانون يې هم تائيدوی. تاسې کولای شۍ د انتخاباتو په راتلونکي پړاو کې خپل مخالفت څرګند کړۍ او خپل د خوښې شخص انتخاب کړۍ،که جلالی وي او يا کو بل څوګ.
په اوس وخت کې تاسې هم کولای شۍ د موجودو ستونز (چې کمې هم ندي) په له منځه وړلو کې مرسته وکړۍ، تر څو ژر ترژره پر خپلو پښو ودرېږو او دپرديو ځواکونو شته والي ته نور ضرورت نه وي.
په درناوی
غفار


Anonymous
27.11.2005

ګرانه وروره غفاره!

د موثقو منابعو لپاره لاندې منابع ولولئ:

[size=9:01766b6241]http://www.khaleejtimes.com/DisplayArticle.asp?xfile=data/opinion/2005/October/opinion_October36.xml&section=opinion&col=[/size:01766b6241]


Anonymous
27.11.2005

http://www.khaleejtimes.com/DisplayArticle.asp?xfile=data/opinion/2005/October/opinion_October36.xml&section=opinion&col[url][/url]


Anonymous
27.11.2005

تا جايکه بنده معلومات موثق دارم ، روز هاي سلطنت "اميرکبير" کرزي خان به پايان رسيده٠ ببينيم که اقاي جلالي درين سناريوي سياست هاي بزرګ چه نقشی را ايفا مينمايند؟؟

دادفر - پاريس


Anonymous
27.11.2005

اين فارسی نويس تازه واردعظیم بابک نيست .
بار ديگر از تهمت خود داری کنيد!
من باآقای کرزی وآقای جلالی وغيره کار ندارم.
درد مردم افغانستان درد گرسنگی ،فقر ،مرض ،درمانده گی ، بی سرپناهی وبی خانمانی است .با عرض حرمت عظیم بابک


Zmari Nishter
27.11.2005

تر کرزي خو ماته جلالي له جلاله ډک برېښي کرزي بيچاره يو ترسو انسان دي
:oops:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more