نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
انجينير ولې تښتول کيږي ؟
Anonymous
21.11.2005
خبرونه ښيي چې طالبانو په افغانستان کې هندي انجينير تښتولي او وايي چې که د سړک جوړولو شرکت افغانستان پرېنږدي نو دوی به دغه انجينير ووژني .
پوښتنه دا ده چې ولې طالبانو په افغانستان کې د سړک جوړولو مخالف دي ؟
دوی اول په زابل کې دوه کاله پخوا هندي انجينير او ترکي انجينير تښتولي وو او بيا يې پرېښودل خو اوس د سړک نه جوړولو غوښتنه کوي .
مسله روښانه ده پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې بيا رغاونه وشي او که کيږي هم نو د هندوستانيانو د خوا بايد ونه شي .
طالبان يو ځل بيا د پاکستان په خدمت کې د خپل وطن د خرابولو هڅه کوي .
Anonymous
21.11.2005
بيخي ستا دخبرې سره موافق يم. طالبان دای ايس ای نوکران دي اوداسلام ترنامه لاندې يې دافغانستان بربادۍ ته هڅوي.
Anonymous
21.11.2005
عجيبه ده خلک له خدايه غواړي چې سړکونه جوړ شي او طالبان وايي سړکونه مه جوړوي که نه نو سړي وژنو ، جاهله خلک دي
Anonymous
21.11.2005
هلکه خدای موغرق کړه. اوس ددی خبرو وخت ندی. خپله کونه گروۍ اوپه چاکارمه لرۍ. هرڅوک خپله اجندا لري. سړک جوړونکي هم اوتخريبونکي هم. اودپاکستان له لوري ديوه ټغن سړک دجوړولو په سرجنجال کومه مانا نلري. داکومه ملټي نيشنل پروژه نده. يو شغالي سړک دی. امريکايان يی جوړوي اويوڅو تورکوني هندوان ورباندي کارکوي. طالبان رښتياهم بيوقوفه په دی دي چي دازما زامن په تښتولو والله که ارزي. ملاروزي خان رحمة الله عليه دي خدای غرق رحمت کړي په زابل کي هغه مهال دطالبانو مشروو . دهندي اوترکي انجينرله تښتولو وروسته دهغوي په ساتلو پوري اريان وو ځکه ترکي به ژړل اوهندو به توره ټغا گډه کړي وه.....ځواب درغی؟ :lol:
Anonymous
21.11.2005
مېلمه ګله
ستا له خبرو داسې ښکاري چې ته هم د ګونتانامو وړ يې .
د افغانستان هر سړک که هر څوک يې جوړوي د دې وطن د ولس او خاورې د پاره د ګټي او موفقيت زيري لري ، وسله وال طالبان دې خدای پوه کړي ، ايس ايس ای دې خدای له احمق طالب سره د ګونتانامو مېلمه کړي ، ستا ځواب به هم درغلی وي !م
ګوانتانامو ته څوک استول کيږی؟
Anonymous
23.11.2005
يو ميلمه ليکی.
.
[color=orange:e5bc7844af]د افغانستان هر سړک که هر څوک يې جوړوي د دې وطن د ولس او خاورې د پاره د ګټي او موفقيت زيري لري ، وسله وال طالبان دې خدای پوه کړي ، ايس ايس ای دې خدای له احمق طالب سره د ګونتانامو مېلمه کړي ، ستا ځواب به هم درغلی وي !م[/color:e5bc7844af]
وروره ګوانتانامو د وسله والو طالبانو، د آی ايس آی او همدا راز د احمقو طالبانو له پاره نه دئ، دا ټول پخپله د امريکا د اوسنی جمهور رئيس ښاغلی بوش ګران ملګری او مرستندويان دی او د سی آی اې او آی ايس آی له خوا حمايه کيږی.
ګوانتاناموته پخپله آی ايس آی او سی آی اې ځينې بيچاره ناخبره او نا پيلی او د امريکا مخالف سرشوخه طالبان او مجاهدين د احمقو او وسله والو طالبانو د اعمالو په بهانه او ګناه د سرزنش له پاره ور استوی
منځګړئ
Anonymous
23.11.2005
هرڅوک چې په افغانستان کی يوه خښته سمه ږدي دافغان اولس دوست دۍ او څوک چه ددغه مخه نيسي ملي خائن ، خرڅ شوې بې وجدانه غلام او د افغان اولس بنيادي دوښمن دۍ ٠
Anonymous
23.11.2005
خبره بله ده
فکر کوم د سړک جوړول به دومره مهم نه وو لکه د دغه بيچاره هندو هندوستاني تابعيت . پاکستان نه غواړي چي په افغانستان کي هندوستانيان کار وکړي . د بي بي سي په خبر کي مي ولوستل چي په دغه نيمروز کي په سړک باندي ٣٠٠ کسان کار کوي چي ايرانيان او هندوان دي ولي ايراني نه تښتول کيده .
پاکستان په هر څه کي خپل غرض لري طالب يي په کالدارو اخيستي دي
Anonymous
23.11.2005
ياره عيان ته څه بيان !
هرڅوک چې په افغانستان کی يوه خښته سمه ږدي دافغان اولس دوست دۍ او څوک چه ددغه مخه نيسي ملي خائن ، خرڅ شوې بې وجدانه غلام او د افغان اولس بنيادي دوښمن دۍ ٠
وينې چه څوک ددغې خاوری سره څه کوي ؟
Anonymous
24.11.2005
اې لويه خدايه !
افغانستان اوددغه هيواد قومونه به کله د داخلي اوخارجي تروريستانو، غلو اوقاچاقبرانو څخه خلاصيږي ؟
ته ولی دافغانانو په کوپړيو کی عقل نه اچوې چه ترورستان اووطن پرستان وپېژني ؟
ترورستان اوقاچاقبران خوددوی سره په کورونو ، کلو اوښارونو اوسيږي ، ددوی بچي وژني ، ددوی ډاکټران اوانجينران وژني ، ددوی مکتبونه اوشفاخانې سوځي مګر دوی عقل نه لري چه مخه يې ونيسي ٠ اوته هم لږ فکر وکړه چه ترټو لو بې وجدانو غلواوقاتلانو ته قدرت او مقام ورکوې ٠
هزاربارلعنت په کورنيوبې وجدانو تروريستانو
انسان
Anonymous
24.11.2005
داخبره د هغه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ډاگه شوه چې دسرينا په هوټل کې دنشه يې توکو پر ضد دمبارزې ، عامې روغتيا د وزارتونو او دملگروملتونو دچارواکولخوا جوړ شوى و.
دملگرو ملتونو په سازمان کې دنشه يي داروگانو دڅانگې مشرې مېرمن ډورس بډنبرگ ووېل چې دغه سروې په درست هېواد کې تر سره شوې.
د هغې په وېنا په افغانستان کې نژدى ېو ميليون کسان په نشه يي تو کو روږدي دي چې په دې کې ١٥٠٠٠٠ کسان ترياک ،٥٠٠٠٠ هېروېن او ٥٢٠٠٠٠ کسان چرس کاروي .
دغه سروې ښېې چې د روږدو کسانو په سلو کې ٨٠ يې نارېنه په سلو کې ١٣يې ښځې او په سلو کى ٧ېيې ماشومان دي.
مېرمن ډورس وايې چې دافغانستان د نورو سميوپه پرتله په شمالي ولايتونو کې دنشه يي توکو څخه د استفادى کچه لوړه ده ددې په وېنا ددې لامل دادى چې دشمال ځېنې کورنۍ دخپلو کارونو د ترسره کولو په موخه دماشومانو دآرامولو په هيله هغوى ته اپېن ورکوي.
مېرمن ډورس ووېل چې په سلو کې ١٥ کسان دپېچکارۍ له لارې هېرون استعمالوي چې داهم په افغانستان کې د اچ آى وى دوېروس دخپرېدولپاره گواښ دى.
هغې د افغانستان د رږدو کسانو شمېره دگاونډېو هېوادونو سره داسې پرتله کړې ده:
(ً( له ايران او پاکستان سره په پرتله کې د افغانستان د معتادېنو شمېره له اېران څخه لږه او د پاکستان څخه زېاته ده ))
که له يوې خوا په افغانستان کې د مخدره موادو کرکېلې دنورو کلونو په پرتله په سلو کې ٢٢ کمښت موندلى له بلې خوا د مخدره موادو معتادين دنورو کلونو په پرتله مخ په زېاتېدو دي چې دځينو روغتيا پالو په نظر دنه پاملرنې په صورت کې به شميرى لوړې شي.
___________________________________________________________
ددې ضد انساني عمل اوملي خيانت مسؤ ليت د چاپه غاړه دې ؟
دهيروئينو دجوړولو ناتار چاافغانستان ته راووړ ؟
انسان
Anonymous
26.11.2005
که اجازه وي ستاسو دغولاندينو استدلالونو ته به زه هم ځواب درکړم :
ستاسو استدلال :
((خو په افغانستان غوندې يو هيواد کی چی په خپله نه موټر جوړولی شي او نه ټانک، بايد د سرکونو په جوړولو کی غير له اقتصادي ګټو زمونږه سياسي ګټې دې هم په پام کی ونيول شي . ))
زما ځواب :
اقتصادي ګټې لومړۍ دي ځکه چې سياست ددغو ګټو په نتيجه کی منځ ته راځي ٠ يو نظام په سياسي خلکو چليږي خو د يوهيوا څخه نظامي دفاع په اقتصاد کيږي ٠ يوګوند د سياست په نيجه کی قدرت ترلاسه کوي خو د خپل سياست عملي ثبوتونه په اقتصاد کی ښۍ ٠ د يوهېواد ملت د سياست په نسبت اقتصاد ته زيات اهميت ورکوي ٠
ستاسو استدلال :
((روسانو هم د ملګرتيا په نوم يی د سالنګ لاره چی په اصل کی يوه جرمنې پروژه وه او د افغانانو د پاره قيمته تماميده ،مفت جوړ کړ ، خو اصلي موخه يی دا وه چی د افغانستان د اشغال په وخت کی خپل ټانکونه په کابل کی بې له پرابلمه ځای پر ځای کړي . ))
زما ځواب :
داچې روسانو د سالنګ لويه لاره مفته جوړه کړه ، دخوښۍ اورضايت خبره ده ٠ يو غريب افغانستان نه کولای شول اونه کولای شي دغسې لويې پروژې تمويل کړي ٠ خوچې تاسو فکر کوۍ چې ددغې مرستې اصلي موخه دا وه چی د افغانستان د اشغال په وخت کی خپل ټانکونه په کابل کی بې له پرابلمه ځای پر ځای کړي ، ښايي تريوحده صحيح وي خو دا بيا ددې معنا هم نه لري چې د شوروي يابل يرغل مخه به نيول شوې وای که سړکونه اوپلونه مونه درلودای ٠ ددې دليل په څنګ کی هوايي يرغل ته کوم تدبير لرۍ ؟ د لرې واټن ويشتونکو ذره وي توغنديو ته کوم تدبير لرۍ ؟ د بحري بيړيو د ګوزارونو لپاره کوم تدابير لرۍ ؟
اوداوسنيو سياروي جګړو د تکنالوژۍ سره په څه سيالي کولای شۍ ؟
تاسومخکی له دې چې ځان د دوښمن مقابلې اوسيالۍ ته برابر کړۍ ، له ډاره لاری ورانوۍ اودتېښتې لارموهم نه وي ٠ تاسو فکر کوۍ چې که سړکونه او (انفرا سټرکچر) نه وي ، دوښمن به ونه شي کلای په تاسو حمله وکړي ؟ داسې فکرونه که څه هم ددولسمې پېړۍ سره برابر دي خو سړې بيا هم ويلای شي چې په هغه زمانه کی خو پاخه سړکونه او پاخه پلونه هم نه وو نو په شمال کی چنګېز څنګه وکولای شو چې بې پوله دامو په رود راپورېوځي ، دبلخ تاريخي ښار دې لوټې لوټې کړي اوترهندوستانه پورې دې ورسيږي ؟
همدغه راز انګريز څنګه له ختيځه په غرونو اووښته ؟
دااوس امريکايي او ايتلافي ځواکونه افغانستان ته د سړک له لارې راغلي ؟
ستاسو استدلال :
((٠دغه اوس د امو سيند په سر کی په لسګونو پلونه جوړ شوې چې د اقتصاد د پراختيا له پاره ډير موثر واقع شوي دي ، خوکه د شمال له خواه نه افغانستان باندې کوم نظامي تجاوز وشي ، افغانان به کوم پل زر وساتي او يا ترې نه دفاع وګړي ؟ ))
زما ځواب :
افغانان مکلف دي د خپلې يو لوېشت خاورې څخه هم دفاع وکړي ٠ دوی ته معلومه ده چې څنګه اوکه تاسو فکرمند ياست ، کتابونه ولولۍ
ستاسو استدلال :
که په يو ځل لس زره ټانکه د سيند دې غاړې ته ځای پر ځای کړاي شول، څوګ به يی بيا بيرته وباسي ؟
زما ځواب :
دغه لس زره ټانکونه به له کوم ځايه شي اودڅه لپاره به بياراوړي ؟
فکرکووم ستاسو عمر به دومره زيات نه وي که نه پنځلس کاله لا نه کيږي چې دشوروي ټانکونه اوعسکر په هغه پله بېرته اووښتو ته مجبور شول کوم پل چې شورويانو پخپل لاس جوړکړې وو٠
ددې پرځای چې سړې دډار خبرې وکړي ، بايدافغاني زړورتيا له ځان سره مل کړي اودې ته هم فکروکړي چې که مونږ داسې وسايل ولروچې د خپلو پولو د هرې لوېشتې څارنه وکړو، څو ک به جرات وکړي چې زمونږ هېواد ته بيا ټانکونه راواستوي ؟
ولې داسی فکرنه کوۍ چې که په يوه پل بل څوک زما خاورې ته راتلای شي ، څنګه کولای شو په همدغه پل مونږ هم ورواوړو ٠
ستاسو استدلال :
((هيڅ دولت په دې نلړی کې دومره بې عقل ندی چې يو بل دولت ته بلاعوضه مرسته وکړي ، ځکه چی په سياست کی وروري شته خو حساب تر منځ . ))
زما ځواب :
بيخي صحيح ده ٠ ددوه سکه ورونو ترمنځ هم حساب وي ٠ نوزه په دې نظريم چې څوک چې مرستې کوي ، مونږ بايد متيقين يو چې هغه مرستې به بې مطلبه اوبې مفهومه نه وي ٠ دادافغان چارواکو ، داولسي جرګې د غړو ، سياسي ګوندونو اوټولنيزوسازمانونو اوشخصيتونو ملي مسؤليت دې چې د يواړخيزو اوڅواړخيزو معاهدو او قراردادونو هراړخيزې ګټې اوپايلې وڅېړي ٠
دبېلګې په توګه که دامريکامتحده ايالات د افغان چارواکو سره داسې معاهده وکړي چې د هېوا په شمال کی د طبيعي ګاذ اودکوډاوبرق فابريکې په دې شرط جوړی کړي چې ترپنځو کالو پورې به ټول توليد په مناسبه بيه امريکاته ورکوول کيږي او ټول کارکوونکي به افغانان وي ، څه پکی بد دي ؟ دغسې معاهدې دپخواني شوروي اتحاد سره هم وې ٠
دلته مهم ټکې دافغان چارواکوديانت دې ٠ که افغان چارواکي په دغسې انکشافي پروژو کی خوردوبرد اوغبن کوي اونتيجه يې داسی خواته روانه وي چې ملت په ميلياردو ډالره پوروړې کړي، بايد افغان اولس په وخت دولتي چارواکي له کاره ګوښه اوملي محکمې ته يې راکاږي ٠
ستاسو استدلال :
((نو هر څوګ چې مونږ سره مرسته کوی ، په هغه کی به ضرور د هغوی ګټه هم وي . خو په او سنۍ نړۍ کې دغه يو عادي خبره ده او ټول دولتونه د خپلو اقتصادي ، سياسي او يا ستراتيژيکي ګټو د پاره نورو دولتونو سره معاملې کي .
نو زمونږه سياستوال بايد هم د معاملو په وخت کی زمونږه ملي ګټې په پام کی ونيسي ځکه چی خوشباوري ښه پای نلري .
نو د انسان تښتول او يا وژل ، ( بېتفاوته له دې چې انجينير وي او که خرکار) ، د سياسي ګټو د لاس ته راوړلو دپاره چې هر څوګ يی کوي ، يواځی ځان شرموي . ))
زما ځواب :
ستاسوسره په پورته نظر کی هم غږې يم ٠
ستاسو استدلال :
((او زما په اند خو طالبان اصلاً نور وجود نلری او دا کارونه خو د القاعده کار (چې په هغه کی به افغانان هم شامل وي ) دی . او دوی دا کارونه ځکه د طالبانو تر نامه لاندی کوی ، چې د طالبانو نوم بد کړي . ))
زما ځواب :
دطالبانو اميريت دملي ګټوپرضد ، د وخت د تقاضو خلاف، له نړيوال چوکاټه بهر ، پره دۍ ، اودسياست پرځای په جګړه اوزورولاړه قومانداني وه ٠
خوزه حيران په دې يم چې د القاعده پرضد ټوله دنياراپاڅېده ، څلورکاله کيږي سوړه په سوړه يې رهبران لټوي ، نه يې شي موندلای خو د الجزېرې په تلويزيون کی يې هم کله ناکله و ينو٠
نوسړې نه پوهيږي چې دا فراري عربان په کومه قاعده کی راولي؟
درناوې
نظرخان
دشت ارچي
Anonymous
26.11.2005
وروره داټول د پا کستان رزيل کارونه دي
Anonymous
26.11.2005
کوشان صاحب ستاسو نظر دومره زوړ دی لکه د کوشانيانو واکمني !
دشت ارچي مو سم ځواب وويلو