نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زه خو شرابي يم .....
Anonymous
21.11.2005
زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ کړې *** برخې ازلي دي کاشکې ما دځان په رنګ کړې)
که دې خوږې سندرې ته د مذهب له کړکۍ وګورو نو وايي چې برخې ازلي دي اوهرڅه مخکې له دې چې انسان دنياته راځي ټاکل شوي دي. که داسې وي نوبيا هره ګناه حتمي او يو جبر دی اوولي بايد څوک ګناه ګاروبلل شي اوبيا مجازات شي؟ ازل يااذل څه ته وايي؟
انسانان په رښتيا هم ډول ډول دي،لکه څنګه چې يې له مخونوجوتيږي يوله بله سره شباهت نه لري . دغه راز په کړو وړو اومذهبي عقيدوکې هم يودبل سره خورا لوی توپيرونه لري. خو په نهايت کې په وسيع مفهوم داټول دخدای مخلوق دی اوهغه همداسې پيداکړي دي.
نوسوال دادی که زه يې دډکو پيالو مينه وال پيداکړی يم اودامې په ازل کې ليکل شوي نوبيا کوم تشويش دی؟ زه خو يې نه لرم خوايا ملاصيبان يي راسره مني؟، که نه نو نو بيا زما ګناۀ څه ده؟ ډيرکوشش مې وکړ چې يو پرهيزګار انسان شم، خو نشم کولای. دغه مې طبيعت دی اودغه مې خاصيت! څه بايد وکړم؟
ع کريم حليمي
21.11.2005
شارابي ځوانه سلام !
زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ کړې *** برخې ازلي دي کاشکې ما دځان په رنګ کړې)
١ - thought ٠٠٠٠ اوتصور، چرت سر ته درځي ٠ دغه چاره وکه ٠
٢ - thought become word
٣ - word become action
٤ - action become destination
دغه څلور حالته دي ٠ اول دي فکر ، خيال سم کړه ٠ نو بيا به دي فعاليت او دكار كولو لار سمه سي ٠ او بيا به دي د ورتلو ځاې،منزل مقصود يا برخه ازلي سميږي
او که Alcoholic (دشرابو معتاد په افراطي ډول.) ئې ! د شرم خبره هيڅ نه ده
دا مرض دۍ ٠ دا مريضي هغه وخت و پېږندل سوه چه د امريکا ديوه رئيس جمهور مېرمني ږغ
کړي ٠ او ډاکترانو چه تشخيص وکړي ٠ لمړۍ مېرمن Alcoholic وه يعني مريضه وه ٠ دامعنانه چه مېرمني خاصيت داوو چه شراب و خوري ٠
هر شراب خوړونکي نه دۍ Alcoholic ٠ بعضي خلګ Alcoholic سي ٠
او علاج ئې يوازي په طبي تداوي ( medical treatment ) کيږي ٠
په نصيحت سلاكول سلاوركول ، نصيحت كول ،خبرو، لارښودنه كول، توسيه كولو،تشويقى خبرو نه کيږي نه کيږي نه کيږي
medical treatment ،medical treatment ،medical treatment
Anonymous
21.11.2005
محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ کړې *** برخې ازلي دي کاشکې ما دځان په رنګ کړې
د دی بیت څخه زما په اند مرید وخپل شیخ ته مخاطب دی مطلب یی دشرابو سکر نه دی
که څنګه ؟
ابو محمود
Re: زه خو شرابي يم .....
کټوازی
21.11.2005
[quote:2030b65522="شرابي"]زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ کړې *** برخې ازلي دي کاشکې ما دځان په رنګ کړې)
که دې خوږې سندرې ته د مذهب له کړکۍ وګورو نو وايي چې برخې ازلي دي اوهرڅه مخکې له دې چې انسان دنياته راځي ټاکل شوي دي. که داسې وي نوبيا هره ګناه حتمي او يو جبر دی اوولي بايد څوک ګناه ګاروبلل شي اوبيا مجازات شي؟ ازل يااذل څه ته وايي؟
انسانان په رښتيا هم ډول ډول دي،لکه څنګه چې يې له مخونوجوتيږي يوله بله سره شباهت نه لري . دغه راز په کړو وړو اومذهبي عقيدوکې هم يودبل سره خورا لوی توپيرونه لري. خو په نهايت کې په وسيع مفهوم داټول دخدای مخلوق دی اوهغه همداسې پيداکړي دي.
نوسوال دادی که زه يې دډکو پيالو مينه وال پيداکړی يم اودامې په ازل کې ليکل شوي نوبيا کوم تشويش دی؟ زه خو يې نه لرم خوايا ملاصيبان يي راسره مني؟، که نه نو نو بيا زما ګناۀ څه ده؟ ډيرکوشش مې وکړ چې يو پرهيزګار انسان شم، خو نشم کولای. دغه مې طبيعت دی اودغه مې خاصيت! څه بايد وکړم؟[/quote:2030b65522]
محترمو مشرانو ،ګرانو وروڼو او پتمنو ،خوږو خوېندو ،
د زړۀ له کومې مې د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې ومنئ !
د شرابي ورورپوښتنه منطقي او علمي ده،بايد پۀ علمي او منطقي استدلال سره ورته جواب وويل شي،
د يوۀ ادنا زده کړيال پۀ توګه، د ټول افغان د لويو،لويو ليکوالانو او پۀ تېره بيا د اسلام د خونې د ښاغلو ليکوالو د ليکنو پۀ منځ کې به زما ليکنې پر باور سره لمر ته د څراغ نيول وي ، خو دټول افغان د ګډې ملي مفکورې او نظريې له مخې دا هم خپل مسؤليت بولم ،چې د ښاغلي شرابي ورور د پاس ليکنې او پوښتنې ترڅنګ پۀ ټولو فورمونو کې د ليکوالو پوښتنو او ليکنو ته د خپلې پوهې او ناچيز اند له مخې جواب ووايم !!!
اما بعد ! شرابي ورور د خپلې پوښتنې او پېغام د بلاغت او فصاحت لپاره ،د ډېر ښۀ شعر انتخاب کړی ،او پۀ ډېر زړۀ راکښونکي ډول يې موږ ته خپل مطلب بيان کړی !
ښاغلی شرابي وروره ! هو ! رښتيا هم که داسې وي ،چې احمد د ډکو پيالو مينه وال پيدا شوی او محمود د تشو پيالو ، نو پۀ هر قانون ( الهي او وضعي دواړو ) کې احمد ته فطرتا ،علما او قانونا دا برايت ورپۀ برخه دی ،چې ډکې پيالې به څښي ، او هيڅ ډول اخلاقي او مدني قوانين ،چې نوموړی له ډکو پيالو مني کوي ،بايد پرې تطبيق نۀ شي !
ځکه چې احمد فطرتا د ډګو پيالو مينه وال پيداسوی او فطرتا د اخلاقي او مدني قوانينو ( هغه که الهي وي او که وضعي) د ساتلو او رعايتولو وړتيا نه لري !!!
مګر هيڅکله هم داسې نه ده ، چې شرابي دې د اخلاقي او مدني قوانينو د ساتلو او رعايتولو وړتيا او جوګمنتيا ونه لري ، ځکه که چېرې داسې وای ،نو اسماني او الهي قوانين به يواځې او يواځې پر هغه چا تطبيقېدل ،چې د هدايت لپاره يي زړونه اماده پيداسوي وي ، او هغه خلک چې طبعا ګناهګار او بې لارې پيداسوي ، نه يواځې داچې دا قوانين به پرې نه عملي کېدل بلکې د سرغړاوي پۀ صورت کې مجازات کول به يي پخپله له الهي اوطبيعي قانون څخه سرغړاوی بلل کېدۀ !
اما واقعيت دادی ،چې انسان ديو ې تکاملي لارې لاروی دی ،د نورو ژونديو موجوداتو بر عکس هر وخت د تکامل پۀ حالت کې قرار لري ، تردې چې دا تکاملي سير يې پۀ مرګ سره هم پای ته نه رسېږي او تر مرګ وروسته به د خپل تکاملي سير وروستي پړاو ته داخلېږي ، چې پۀ پای کې به د لوړ انساني شخصيت او د عبوديت پر سپېڅلي مقام تمېږي ، او پۀ دې توګه به د خپل پيدايښت هدف او غايې ته رسېږي !!!اوبس
د انسان پخپلو افعالو او کړو وړو کې ازادي بايد پۀ دې مانا وانه خلو چې پۀ ټولو انسانانو کې ټول انساني عواطف ،فطري تمايلات ، بشري غرايزاو د ښو او بدو دپېژندلو وجداني قوه او ادراک پۀ يوه اندازه موجود نه دی !!!
ځکه که داسې وای ،ښايي بيا پر ما له هيڅ يوۀ لوري هم اخلاقي او مدني قوانين نه وای پلي سوي او نه يي هم پۀ رعايتولو مجبوره سوی وای ، خو داچې که پۀ ماکې د مينې کولو يوه فطري غريزه موجوده ده ، نو د مينې پۀ صوت کې که زما مينه پلتېږي ، ددې لپاره چې پۀ خواکې يي زۀ د تدارک له وجداني او فطري قوې او غرېزې څخه هم برخمن يم ،نو ځکه د اخلاقي قوانينو د ماتولو پۀ جرم محاکمه کېږم ! او بس
[quote:2030b65522]٢.. په نهايت کې په وسيع مفهوم داټول دخدای مخلوق دی ا[color=cyan:2030b65522]وهغه همداسې پيداکړي دي.[/color:2030b65522]
نوسوال دادی که زه يې دډکو پيالو مينه وال پيداکړی يم اودامې په ازل کې ليکل شوي نوبيا کوم تشويش دی؟ زه خو يې نه لرم خوايا ملاصيبان يي راسره مني؟، که نه نو نو بيا زما ګناۀ څه ده؟ ډيرکوشش مې وکړ چې يو پرهيزګار انسان شم، خو نشم کولای. دغه مې[color=white:2030b65522] طبيعت [/color:2030b65522]دی اودغه مې خاصيت! څه بايد وکړم؟[/quote:2030b65522]
پۀ ازل کې هيڅکله هم داسې نۀ دي ليکل شوي ، چې صميم دې راولاړشي ،د غلا ،زنا او يا دبلې کومې ګناه ارتکاب دې وکړي ،( مجبوره سوی نه يم ،بلکې ،داسې ليکل شوي ،چې صميم به راولاړېږي (پخپله خوښه ) او دا او يا هغه ګناه به کوي ،او يا داچې د خپلو خلکو او ټولنې لپاره به دا او هغه کارونه او خدمتونه سرته رسوي )
ياني ديوۀ تاريخ پۀ توګه زموږ حال ،احوال،او کړۀ وړۀ ليکل شوي ،نه د کمانډ او حکم پۀ توګه چې صميم ته د دې کار کمانډ ورکول سوی او فهيم ته د دې بل !!!
نو که دا اوس موږ پۀ دې مانا اخلو چې ګواکې پۀ ازل کې ماته ددې کمانډ راکول سوی دی، ياني دامې فطري مجبوري او يا طبيعت او فطرت دی ، پر باور سره ،که دا له يوې خوا د انسان پۀ توګه له موږ سره ښايي نه ، نو له بلې خوا مو پر طبيعي واقعيتونو د سترګو پۀ پټولو دلالت کوي، ځکه چې ولې يي له ياده باسو ، که له يوې خوا پۀ موږ کې د د جنسي معاملاتو او تمايلاتو يوه فطري غرېزه ،شته ده ،نو له بلې خوا ،له اخلاقي او وجداني فطري غرېزې څخه هم برخمن يو ، چې پۀ ناروا سره د جنسي غوښتنې او کړنې د تدارک او مخنيوي لپاره کفايت کوي !!! او بس
Anonymous
21.11.2005
حليمي صيب سلامونه! ياخومو د موضوع څخه ځان په څنګ کړی او يا خو ورباندې سم پوهيدلي نه ياست. ستاسې ځوابيه ليکنه دومره ساده ده لکه څوک چې کوم کوچني ماشوم ته نصيحت کوي.
نه ناروغ يم اونه داسې شرابي چې تاسې ورنه برداشت کړی دی او نه داپوښتنه ديو شخص په حيث مطرح کوم. که شحصا مې له الکولوڅخه کومه ناروغ لرلی نو حتمي به مې کوم ډاکترته مراجعه کړی وای او نه دملايانومشورو ته( مقصد مې عمومي دی ، حليمي صيب تاسې خپه نه شی).
که دابيت( زه خو شرابي يم .....) دزړه په سترګو ولولي ورکې ژوره فلسفه ده اوزما موخه ددې مذهبي فلسفې څيړل اودهغې په منطق پوهېدل دي. - ازل ، ازلي برخې !!
ډيروخلکو ته چې کله کومه پېښه وشي نو وايي دابه يي په قسمت کې وه ، دابه ورته خدای مقرره کړې وه. دابه يې په ازل کې ليکل شوې وه اوداسې نور.
دساينس اوعلم له نظره هم انسان عاجز دی هغه څه کوي چې مغز يي ورته حکم کوي. مغزونه مختلف دي اوکله چې انسان دې نړۍ ته سترګې وغړوي نومغز يې خالي نه وي بلکې دشخصيت اوکړو وړو يوه زياته برخه يې لا دمخه په ميراثي ډول هلته ځای په ځای شوې وي. دبيلګې په توګه ډير وخت به مو ليدلي وي چې دوه ورونه ديو موراوپلار نه نړۍ ته راځي يو يې له وړوکتوب نه مذهبي تمايلات لري خو په بل يې که ددنيا ټول مذهبي کتابونه تمام کړې ولا که ورنه ملاجوړ کړي خپل عيش او نوش کوي. که څه هم دموراوپلار تربيه به ددواړو په وړاندې يوډول وي.
دابه مو هم ډير اوريدلي وي چې يو څوک په يو بد عمل لس کلونه زنداني شوی وي خو چې له زندان نه راوځي څو ورځې وروسته بيا په هماغه جرم مرتکب کيږي .دلته زما مقصد ددې ډول کړو وړو دعلتونو مذهبي ، فلسفي او ساينسي دلايل دي چې دانسان کړه وړه تراغيزې لاندې راولي اوهغه يو ټاکلي کارته مجبوروي.
Anonymous
21.11.2005
زه خو شرابي يم .....
څنګه ؟
پخوا خو مجاهدين يا ټوپکيان او طالبان چرس و هيروهين سره مينه در لودل .ولی اوس شراب خوا ته ....
Anonymous
21.11.2005
يارانو مينه اوسلام
داملاقمرالدين لکه دچنغله بازۍ ...يڼ له کومي خوا را لک شو؟؟؟
هلکه چي نه پوهيږی نودفلسفيانو مجلس ته لکه دناتارمچ هيڅ بی هيڅه مه وردانگه....... داکاملاً علمي؛منطقي اوفلسفي تصوفي بحث دی. زه گډون ځکه نه پکي کوم چي هسي نه شرابيان مي درته په ....... جگ کينولي وي. زه هسي هم په بيورلي هيلز کي دشرابيانو په دښمن پيژندل کيږم.
پاتي شوه دشرابي پوښتنه نو هلکه کومه سمه دمه دسړيتوب پوښتنه دي نه وه زده چي دغه دشرابيانو دله گانو بحث دي راواخيست. ياره ته خوامه بدوه دومره بدي ايشي لکه دهرات خره.... اوته وانو دهرات خره دي ولي بدايشي؟؟؟ دانوبيادغه پيوند وگوره چي دبحث په خوند پوه شی..
[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1628&start=15[/url]
اوستاپه کونه کي که پسات نه وای نوداپوښتنه به دي نه کولای....
خيرياران بايد دلته دقضا اوقدرپه مسأله هم یو څه رڼاواچوي... صوفيان هم بايد سرونه له مراقبوراپورته اودځانونو دفاع وکړي..
ياره ابومحموده !داسي راته ښکاري چي له پيرانو فقيرانو سره دي خورا جوړه ده يوڅه خو ورته وليکه کنه .......مينه مننه... نصيراحمد هوتک ولد بي بي بله نسته هوتکه
ع کريم حليمي
22.11.2005
شرابي ځوانه سلام !
د جبر او اختيار بحث زر کاله تاريخ لري ٠ او هر عصر خلګو ليکني پر کړي او بيا به هم ر کيږي ٠
چه دغه (١ - thought
٢ - thought become word
٣ - word become action
٤ - action become destination
ئې هم يو جواب دۍ ٠ او تحليل ئې که ٠ تر کومه ځايه چه کولي شي ٠ تحليل دي وليکه ٠ نور که ضرورت وو ٠ نو د ټول افغان لټوني ته جبراو اختيار کافي کړه ٠ نوبه وګورې هلته چه دانشمندانو ځواکمن ،A ،نقاد غروال ، ٠٠٠٠٠٠٠
ليکني پر کړي ٠ او ماهم د جبر او اختيار د فلسفې د شاګرد په صفت ليکنه پر کړې ده
ټول افغان يوه کتاب خانه ده
او ما ستاسو ليکنه د سر په سترګو لوستې وه ٠
په E مي چواب درته وليکلۍ ٠ که ئې پښتو ته ترجمه کړم ٠ نو تحليل او استنتاج هم بايد ور سره وليکم ٠ او د يوې مياشتي بحث دۍ
او په ټول افغان کښي سته
کټوازی
22.11.2005
[quote:cdc726ec30="کوشان"]
ښاغلی کټوازي ليکلي :
[color=cyan:cdc726ec30]او هغه خلک چې طبعا ګناهګار او بې لارې پيداسوي [/color:cdc726ec30]
ښاغلی . زه خو پدې اند يم چی انسان د خدای مخلوق دی ، او ما شخصاً ډير ګناوی مې کړي دي، خو سره له دې هم ما خو خداې ته نه وو ويلي چی ما پيدا کړي ، خو خدای زه په خپله پيدا کړی يم ، او که خدای زه ګناه کار پيدا کړی يم ، نو زما ګناه په څه کی ده ؟
او بل دا چی خدای که رحمان او رحيم دی نو عادل هم دی ، نو زما په اند دا بيعدالتي ده چی د انسانانو په پيداکوولو کې دې خدای فرق وکړی .
دی . بښنه[/quote:cdc726ec30]
ښاغلی کوشان صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ!
وړاندې تردې چې د چا و ليکنې او پوښتنې ته ځواب ووايو ، بايد لمړی يې ليکنه پۀ پوره غور سره ولولو ، او بيا وروسته خپل تحليل او منطق وړاندې کړو ، تاسې که مهرباني وکړئ ،او زما ګوډه ماته ليکنه بېرته پۀ غور سره ولولئ ، انشاالله پوه به سئ ، چې ما پخپله ليکنه کې ددې ناوړه او بې ځايه تاثر او تصور نفي کړېده ،چې ګواکې دصميم برخه ازلي بې لاري ده ،او دکوشان پرهېز ګاري !!! بس
[quote:cdc726ec30] ستاي دغه ادعا خو زما د پاره انساني کرامت او د خدای مخلوق ته توهين ده [/quote:cdc726ec30]
وروره کيه ! خپه کېږه مه ، خپلې انګېرنې او اخيستنې پر ما مه راتپه !
[quote:cdc726ec30]ښاغلی کټوازی ؛ تاسي به د اسلام په هکله ډير مالومات لرۍ خو که غواړۍ چی خدای وپيژنۍ ، نو زړه مو خلاص او روح مو ورته تسليم کړی او بيا به وګورۍ چې خدای کامل عدالت دی .[/quote:cdc726ec30]
انشا الله ، خدای دې له ټولو انسانانو سره ، دا وياړ او برم را پۀ برخه کړي ، امين ثم امين !
[quote:cdc726ec30]
يارانو مينه اوسلام
داملاقمرالدين لکه دچنغله بازۍ ...يڼ له کومي خوا را لک شو؟؟؟
هلکه چي نه پوهيږی نودفلسفيانو مجلس ته لکه دناتارمچ هيڅ بی هيڅه مه وردانگه....... داکاملاً علمي؛منطقي اوفلسفي تصوفي بحث دی. زه گډون ځکه نه پکي کوم چي هسي نه شرابيان مي درته په ....... جگ کينولي وي. زه هسي هم په بيورلي هيلز کي دشرابيانو په دښمن پيژندل کيږم.
پاتي شوه دشرابي پوښتنه نو هلکه کومه سمه دمه دسړيتوب پوښتنه دي نه وه زده چي دغه دشرابيانو دله گانو بحث دي راواخيست. ياره ته خوامه بدوه دومره بدي ايشي لکه دهرات خره.... اوته وانو دهرات خره دي ولي بدايشي؟؟؟اوستاپه کونه کي که پسات نه وای نوداپوښتنه به دي نه کولای....
خيرياران بايد دلته دقضا اوقدرپه مسأله هم یو څه رڼاواچوي... صوفيان هم بايد سرونه له مراقبوراپورته اودځانونو دفاع وکړي..
ياره ابومحموده !داسي راته ښکاري چي له پيرانو فقيرانو سره دي خورا جوړه ده يوڅه خو ورته وليکه کنه .......مينه مننه... نصيراحمد هوتک ولد بي بي بله نسته هوتکه[/quote:cdc726ec30]
هو تک جانه! هر کله راسې ، کور دې ودان چې زما پر ځای دې ملا قمردين خوارکی را ونيو ، خو وېغام ، که دې زموږ د ليکنې پر تړاؤ هم څۀ ويلي وای [color=white:cdc726ec30]، (که هر وړ کړپېدلی وای )[/color:cdc726ec30] پۀ ولا لا به مې دې ادې ته دواوې کړې وای ،چې شېدې خو دې سه !
خو اوس دې هم د مور شېدې سه ، دوا دې سه[color=cyan:cdc726ec30] (خير که دې تر ټاکلي وخت زياتې ،يا کمې روودلې وي هم )[/color:cdc726ec30]، دبانوريانو ،کرميانو او ملا قمر دينيانو لپاره خو چې يو وارې مړ سې هم ژوندی دې سې ، شا دې مه سه سپېره !
daud
09.12.2005
درنو او قدرمنو وطنوالو سلامونه ااو احترامونه
په کار خو داوه چه داډول پوښتنی ته زموږ افغانی دینی عالمانو سم ځواب ویلی وای ،خو زموږ د بدبختئ نه ځنی علمای کرام به د انترنت د امکاناتو د نه مو جودیت له امله ستونزی لری یا به داسلام او وطن په غم کی دومره مصروف وی چه د سوالونو ځوابونو ته به وخت نه لری او یا به د امریکایی صوبه دار کرزی سره د وطن خرڅونی دپاره جعلی شرعی اقوال او سندونه جوړوی . په هر حال هر څوک پوه شه او وجدان یی.
انسان خدای پاک ازاد پیدا کړئ دئ او د ټولو عملونو ،رفتارونو ،او کړو وړو مطلق قدرت یی و رته ورکړئ ، دغه ازادی نه حد لری او نه تعین ، نه مسولیت پیژنی او نه مکلفیت ، دهر عمل او فعل د اجرا توان ورسره شته دئ .خو دا ا زادی انفرادی او فردی ازادی ده او هغه وخت یی امکان شته چه انسان یوازی او دتجرید په حال کی ژوند کوی ، کله چه انسان ټولنی ته داخل شو دغه مطلقه فردی او لایتناهی او بی پولی ازادی په نسبی او مشروطه ازادی بدلیږی ،دحقوقو ،مسوولیتونو او ذمه واریو مساله مطرح کیږی د معاشرت او ګډ ژوند موضوع رامنځ ته کیږی ، د اصولو ، موازینو ، قوانینو او چوکاټونود ضرورت او مراعات مسایل د انسان او اجتماع مخی ته دریږی .
هره ټولنه د خپلی بقا د پاره یو سلسله اصولو ،موازینو او قوانینو ته ضرورت لری . په ټولنه کی دسوله ایز ژوندد پاره یوه نظم او ثبات ته اړتیا ده، او دغه نظم ، ثبات او سوله یوازی د قوانینو او اصولو په مراعاتولو کی ممکنه ده ، چه هر غړئ د ټولنی دهغی په مراعاتولو باندی د ټولنی د نظم او ثبات په ساتلو کی خپله ونډه اخلی . د اصولو او قوانینو نه مراعاتول د ټولنی جوړښت او ګډ ژوند ورانوی او د فلاکت خوا ته یی بیایی.
د خوشحال با با په پورتنی کلام کی :
زه خو شرابی یم شیخه څه را سره جنګ کړی
برخی ازلی دی کاشکی ما د ځان په رنګ کړی
زما په نظر دزور او جبر مسالی ته اشاره شوی ده . ځکه زموږ په ټولنه کی هر خلاف عمل ته که اګاهانه او یا غير اګاهانه وی د اختناق او زور له لاری ځواب ویل شوئ دئ نه د منطق،استدلال او انسانی حقوقو له نظره.په ګناه تورن مرید د زمانی دبی عدالتئ او ستم په محکمه کی د ازل مساله د سر زوری قاضی مخی ته اچولی ده ، ترڅو په د وسیله ددوی د ظالمانه قضاوت مخه ونیسی او ځان مبراُ کړی .
د ازل موضوع باید دعزت ممنو علماوو او محققینو له لوری ښه په دقت وڅیړل شی او په پوره وضاحت سره بیان شی .
سوالونو ته ځواب نه ویل یا طفره تلل د نا پوهئ لوی ثبوت دئ.
خو زه فکر کوم دلته د ازل څخه مراد سرنوشت او ژوند لیک دئ . پښتانه وایی قسمت کته کړئ خردئ چه په هره د زړه وی په هغه یی بیولئ شی، یعنی انسان دخپل سرتوشت او ژوند لیک په برخه کی کاملا مختار دئ او دهیڅ زور او جبر تابع نه دئ، کولائ شی سالم فکر وکړی ، معقول تصمیم ونیسی او نیک عمل وکړی او خپل سرنوشت پخپله داسی وټاکی چه دځان او ټولنی نیکمرغی او هوسایی په کی نغښتی وی ، یا د بد اخلاقئ، جنایت او ظلم لاره ونیسی او په خپلو اعمالو نه یوازی ځان بلکه ټولنه هم د بدمرغئ سره مخامخ کړی .
موږ مسلمانان داسی عقیده لرو چه د هر عمل داجرا دپاره دوی ارادی دی ، یوه د خدائ پاک (ج)اراده ده بله د انسان خپله اراده ده . د عمل په اجراکولو کی د انسان اراده د الله (ج)د ارادی څخه مخکی ده ، په نیک عمل کی دانسان د ارادی سره د خدائ پاک (ج) اراده او رضا دواړه شته او دبدو اعمالو په اجراکی د الله(ج) اراده شته مګر رضا یی نشته .
مانا دا چه انسان ته یی کاملا دعمل د اجرا کولو ازادی ورکړی ده ، چه څه کری هغه به ریبی .
دوهمه مساُله چه موږ مسلمانان پری عقیده لرو هغه دخدای (ج) ازلی او ابدی علم دئ، یعنی په ټولو اعمالو ، افکارو ، نیتونو او اخری مساییلو د ژوند چه موږ په هغی نه پوهیږو او علمیت نه پری لرو او دهغی مساییلو په باره کی تصمیم باید ونیسو الله (ج)علم لری . همدا وجه ده چه د اشتباوو ، لغزشونو او ناکامیو د مخنیوی د پاره یی موږته د خپل کتا ب او پیغامبر په واسطه لارښوونه کړی او د هغو اعمالو څخه چه شخصی او اجتماعی ګټی په کی نشته (لکه شراب څښل ، زنا کول ، غلا کول ، جنایت ، قتل، خیانت او سود)او شخصی او اجتماعی تاوان په کی دئ د اجتناب او خوددارئ امر کړئ دئ ، او هغه څه چه دموږ د ځان دپاره ، دکورنئ دپاره ، د ټولنی او بشریت د پاره ګټور دی دهغه په اجرا کولو یی مامور کړی یو ( البته دا دواړه حالته بی له زور او جبر څخه) .
سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او ا خلاقی موضوعات د اسلام له نظره بی له مبالغی څخه داسی طرح شوی دی، چه اجتماعی عدالت ، سوله ، ترقی او رفاه،دایمی سعادت او روحی ارامی ځنی حاصلیږی ،که واقعا اسلامی قوانین مراعات او اسلامی ټولنه جوړه شی ، دبشر ټولی بد مرغئ او نا امیدئ به له منځه ولاړی شی ، د ټولی نړئ د پاره به نمونه او مثالی ټولنه وی او په ډیر لږ وخت کی به ټول بشریت د یوه مرفه ژوند د کولو دپاره دغه لاره غوره کړی .
مګر!
دا ټولنه به څوک جوړوی ؟
اسلامی دستورات او احکام به څوک عملی کوی ؟
اداری واک او اجرایی قوه به څوک تشکیلوی؟
دقهر ،زور ،جبراو ستم څخه به کار اخستل کیږی او که ارشاد ، تزکیه نفس، نیک اخلاق ، زغم او تحمل به د نورو عقایدو او افکارو سره د برخورد او مقابلی دپاره ارجحیت لری ؟
دا هغه سوالونه دی چه ځوابونه غواړی .
تراوسه خو موږ په خپلو سترګو و لیدل چه تر دی مقدس نامه لاندی بیله جنایت ، خیانت ، ظلم، فساد ، غلا ، وطنفروشئ او بی ناموسئ څخه بل څه صورت ونه مونده ، او دا سلسله دوحشت د اسلامی دموکراسئ تر نامه لاندی د لوی شیطان امریکا او دهغه دمزدورو او اسلام او و طن ته د خایینو ، پست فطرته نام نهاده افغانانو له خوالا روانه ده .
داود