نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د داکتر صالح محمد زيری ليک يې ولې بندي کړی؟
Anonymous
20.11.2005
د داکتر صالح محمد زيری ليک يې ولې بندي کړی؟
Anonymous
25.11.2005
داسې بريښي ، چې هغه يې بند يا بندي کړی نه، بلکې نور هم ارت او آزاد کړی وي او د ادبي ټوکو فورم ته يې ليږدولی وي :
ځکه ډانکتر صالح د شوروي د تيري په کلونو کې د ملي خاين کارمل تر څنګ په ګوند کې دوهم سړی و، چې په افغان ولس يې نه يواځې ملنډې وهلې ،بلکې وطن پلورنې ، ملت وژنې او د خلکو مرګ ، بمبارولو ، بي کوره کولو ، فرارولو ، په تيره بيا پښتون وژلو ته يې دوام ورکړی و او نه يوځې داچې د کارمل ګوډاګي مقام ته په تمه کې يې په روانو ناخوالو يو ټکی تنقيد هم نه نيوه، بلکې برعکس نورو (خلقي) ګونديانو ته به يي هم توصيه کوله چې [color=white:da079f79d3](( څوک چې يوه خبره په هر ځای کې نشي کولی، نو په هيڅ ځای کې دې هم نه کوي)) [/color:da079f79d3]، مطلب څوک دې ـــ لکه دئ خپله ــ په خپلو منځو کې هم دشوروي او کارمل بد نه وايي او که څه وايي نو دده غوندې صرف د کرما او اشغالګرو ستاينه دې کوي(!)
د لوی کندهار خلقيان ټول ده تيرويستل ، شوروي او کارملي ګوډاګيانو ته يې په ګوند کې وفادار وساتل او په جبهو کې يې له شوروي څخه د چوکۍ په ته قربان کړل ، څو پر ځان اندي دشوروي اشغاګر و باور او ويسا پيدا کړي او ده ته د ملي ضد توکي په توګه وياړ وبښي چې د پښتنو د يو بل شاه شجاع په شان دغه کولشه هم د واکمنۍ ګدۍ ته ورسوي (!)
وايي چې دئ په ګوند کې د ملا خلقي با با تره کي لعنت الله عليه په اصطلاح هغه لور ته ورته و چې وايي له ډير دم دوا اوزيارتونو څخه وروسته ملا ته خدای ورکړې اونوم يې پرې د ګوند انت لبيګم بي بي ناندانه چيته پيته وازه ويته ګرده مرده کندارۍ ايښی و!
نو دا انت لبيګم بي بي مټيزه اوس بيا د هالينډ له کومې کړکۍ څخه [color=yellow:da079f79d3]له ليرې [/color:da079f79d3]خپله بشره افغان ولس ته راښکاره کوي ، څو
افغان ولس ، په تيره بيا د کندهار غيور پښتانه ونشي کړای چې پر مخ يې ﻻړې ور توف کړي ؟
Anonymous
25.11.2005
په دې کی شک نشته چه صالح محمد زېرې پخوا له دې چه په صدارت کی د چوکۍ او موټر خاوند شي په خېرخانه کی به يې کفتر بازي او کاغذ پراني کوله ٠
کله چه سيتمي عياش پرچميانو قدرت ونيو دغه قندهارې لوچک يې د سګ جنګۍ لپاره دځان سره ونيو ٠ وطنفروشو سيتمي پرچميانو به دکمونيستي بلاک له هيوادو څخه پښتانه محصلين په يوه بهانه اوبله بهانه له تحصيل څخه محرومول اوبېته به يې افغانستان ته لېږل او چه کله به کابل ته ورسېدل نو عسکرۍ ته به يې سوق کړل ٠ يوڅوله دغوکفتر باز سالۍ ته دمرستی په خاطر ورغلي ؤ چه دسالۍ لخوډير رټل شوي او سرزنش شوي ؤ ٠
دغسې وطنفروشان دهيڅ ترحم وړ نه دي ٠
دلته خبره داصولو ده او هغه داچه که يو قندهاری سګباز د ډچانو لخوا محکمي ته کشول کيږي ايادادافغانستان د خيانتونو په بدل کی که دغربي انتقام په بدل کی ؟
که ډچان دومره د عدالت طرفدار اود افغانستان خواخوږي وي نو ترصالح محمد زيات پرچمي مجرمان هم په غرب کی اوسي هغوی هم بايد کش کړي ٠
دوهم افغان
Anonymous
25.11.2005
وطنمل صاحب!
د کندهاريانو([color=yellow:618c594a0d]لوی کند هار[/color:618c594a0d] )په هکله مطلب ولی ړنگ شو.قندهاريان هم بايد .ټو پک او دمخدره مواد او قاچاق پريژدی او علم او تحصيل پسی روان شی . په اوسنی نړی کی با توری خپل اهميت له لاسه ورکړي ده .
Anonymous
25.11.2005
قدرمنو لوستونکو !
دا چې صالح يوه موده په صدارت کې تيره کړې او څرنګه يې تيره کړې ترې نه يم خبر ، که مطلب مو د خلقيانو جاهلانه ارضي اصلاحات وي لکه د طالبانو د امر و نهې په نامه د ستر او حجاب ، پينڅې لنډولو او ږيرو اوږدولو او جبري لمونځونو جذباتي اصلاحات چې ؤ، نو بيا سمه ده . خو پړه سياسي ده او د هغې هغه ويجاړونکي پايلې دي چې پورته مې ورته نغوته کړې، چې په نوموړي مسوليت کې ددغې منخوسې څيرې هم ګډون اورول درلود!
البته پر چميان د ګوندي ناحيو له منشيانو څخه نيولې او خلقيان د مرکزي کميټې له غړو څخه نيولې دواړه د سياسي دفتر تر غړو او مشرانو پورې د ملي محکمې په وړاندې پر ملي ، سياسي او پوځي جناياتوسخت تورن دي ! دوی ددغسې محکمې څخه له برأت اخيستلو وړاندې د هيوادوالو تر منځ د هيڅډول سياسي فعاليت حق نه لري . داچې د ګلاب ځوی ، علومي او نورو پر خيانتونو تورن ګونديانو ته د جنګسالارونو په څير کرزي او د هغه بهرنيو بادارانو ځانګړی چانس
ورکړ چې شورا ته ﻻر هم پيدا کړي، دا زياتی به د مظلوم افغان ولس له خوا بي ځوابه نه پاتې کيږي!
Anonymous
25.11.2005
[quote:9b28df3fb0="Anonymous"]وطنمل صاحب!
د کندهاريانو([color=yellow:9b28df3fb0]لوی کند هار[/color:9b28df3fb0] )په هکله مطلب ولی ړنگ شو. قندهاريان هم بايد ټو پک او دمخدره موادو قاچاق پريژدی او علم او تحصيل پسی روان شی . په اوسنی نړی کی با توری خپل اهميت له لاسه ورکړي ده .[/quote:9b28df3fb0]
ګرانه وروره !
دا خبره خو به دې زه هم ځواب کړای شم چې دغه ټکي هر افغان ته راجع دي او هيڅ يوه سيمه ترې مستثنی نشي ګڼل کيداې . نه توره او غيرت د چا انحصار دی ، نه علم او پوهه او نه هم متأسفانه جنايات او بد دودونه ! نو که څوک لومړی خپل ځان او خپلې سيمې ته ګوته و نيسي اوبيا بل ورور او سيمې ته هم ووايي چې د دې بدو دودونو او نيمګړتياو مخه بايد ونيسو ، نو دا ښه او دورورۍ خبره ده ، پر چا به نه بده ولږيږي او نه به يې د ملي وروۍ پر ضد د يوې پلمې په توګه وکارولی شي ، خو که زه ځان ښه او بل بد وګڼم، او ووايم هغه دې له مانه زدکړه وکړي ، نو پر لوی ﻻس مې د وروۍ پر ضد د دوښمنۍ اوربل کړ ، چې هم به ځان او هم نور ورونه خدای مکړه په کې سيزم !
د لوی کندهار معنی همغه مطلب دی لکه لويه پکتيا او لوی ننګره هار ! سهيل لويديڅ څوﻻيتونه لوې کندهار ، سهيلي څووﻻيتونه لويه پکتيا او څو ختيز وﻻيتونه يوځای دلوی ننګرهار په نامه يادېدای شي او يواځې جغرافيوي پراختيا مطلب دي چې هر يو له يوه وﻻيت څخه لوي دي ، نوځکه ورته لوی ننګره هار ، لوی کندهار او لويه پکتيا وايي او بس ! په درنښت !
Anonymous
25.11.2005
ګرانولوستونکو!
لوی ننګره هار ، لوی کندهار او لويه پکتيا بله هيڅ معنا نه لري پرته له دې چې په پښتنو کی يو څو نور خېلونه ورزيات شي او د بې اتفاقۍ سبب وګرزي ٠ داد خواشينۍ ځای دې چې پښتانه پخپله خپل اندامونه غوڅوي ٠
په درنښت !
داموله غاړی
Anonymous
25.11.2005
[quote:f67328f979="داموله غاړی"]ګرانولوستونکو!
لوی ننګره هار ، لوی کندهار او لويه پکتيا بله هيڅ معنا نه لري پرته له دې چې په پښتنو کی يو څو نور خېلونه ورزيات شي او د بې اتفاقۍ سبب وګرزي ٠ داد خواشينۍ ځای دې چې پښتانه پخپله خپل اندامونه غوڅوي ٠
په درنښت !
داموله غاړی[/quote:f67328f979]
داسمه ده چې لوی لوی ننګرهار ته ، کندهار او يا پکتيا ته ويل هيڅ فنکشن او معنی نه لري او هسې ځان غولونه بريښي ، خو داچې په پښتنو کې خيلونه زياتوي، عجيبه ادعا ده چې په هيڅ ډول موجه نه ښکاري . برعکس د ختيز ، سهيل او سهيل لويديځ په سطحه بيل بيل وﻻيتيزم له منځه وړي او ګڼ شمير خيلونه سره د يووالي خواته خوځوي . خو سره له دې اړتيا ورته نشته او بيځايه خواري يې شميرلی شو. والسلام!
Anonymous
26.11.2005
نوکه خبره په يو-والي کی وي او ننګرهاريان ، کندهاريان اوپکتياوال پکی نه وي ځکه چې داهم لوی خېلونه دي نو بيا خو ښه نوم يې ((پښتونخوا)) يا (پښتونځای) يا (پښتونسيمه)يا(افغانمېنه) دې ٠ بس يوولايت به وي ٠
اوکه داسې نشي کېدای نوکه درې شي بياهم له ٢٥ ښه دي ٠
پکتيا ته وګورۍ درې ځايه شوې ، د څه لپاره ؟
داموله غاړی
____________________________________________________
وه زما چيرړۍ چيرړۍ پرتوګه
چې هره خانګه دی ګنډم خندا راځينه
Anonymous
26.11.2005
يارانو داموڅه دمعنی شيانوپه ليکلو پيل کړي دي. کومه سمه خبره نشته چي بحث ورباندي وکړۍ.
راځۍ چي دارغنده بحث له سره سم پيل کړو.
صالح محمد زيري باندي څه چل شوی وو؟ نيول شوی که څنگه؟ هغه خوپه لندن کي اوسي نوبيادډچانو څه کار؟؟؟
Anonymous
26.11.2005
[quote:629e4c6423="داموله غاړی"]ګرانولوستونکو!
لوی ننګره هار ، لوی کندهار او لويه پکتيا بله هيڅ معنا نه لري پرته له دې چې په پښتنو کی يو څو نور خېلونه ورزيات شي او د بې اتفاقۍ سبب وګرزي ٠ داد خواشينۍ ځای دې چې پښتانه پخپله خپل اندامونه غوڅوي ٠
په درنښت !
داموله غاړی[/quote:629e4c6423]
او بيا پخپله يې ځواب هم ليکئ چې
[quote:629e4c6423]که خبره په يو-والي کی وي ...نو بيا خو ښه نوم يې ((پښتونخوا)) ... دې ٠ بس يوولايت به وي ٠
اوکه داسې نشي کېدای [color=white:629e4c6423]نوکه درې شي بيا هم له ٢٥ ښه دي ٠ پکتيا ته وګورۍ درې ځايه شوې ، د څه لپاره ؟ په درنښت !
د امو له غا ړې
[/color:629e4c6423] [/quote:629e4c6423]مننه چې قناعت مو حاصل شوی ، نونور به دغه بحث همدلته پريږدو . والسلام
Anonymous
26.11.2005
[quote:780d9f7b2f="Anonymous"]يارانو داموڅه د بي معنی شيانوپه ليکلو پيل کړي دي. کومه سمه خبره نشته چي بحث ورباندي وکړۍ.
راځۍ چي دارغنده بحث له سره سم پيل کړو.
صالح محمد زيري باندي څه چل شوی وو؟ نيول شوی که څنگه؟ هغه خوپه لندن کي اوسي نوبيادډچانو څه کار؟؟؟[/quote:780d9f7b2f]
Anonymous
26.11.2005
[quote:90bcfc5453="Anonymous"]يارانو داموڅه د بي معنی شيانوپه ليکلو پيل کړي دي. کومه سمه خبره نشته چي بحث ورباندي وکړۍ.
راځۍ چي دارغنده بحث له سره سم پيل کړو.
صالح محمد زيري باندي څه چل شوی وو؟ نيول شوی که څنگه؟ هغه خوپه لندن کي اوسي نوبيادډچانو څه کار؟؟؟[/quote:90bcfc5453]
Anonymous
26.11.2005
[quote:db82bc1bac="Anonymous"]يارانو داموڅه د بي معنی شيانوپه ليکلو پيل کړي دي. کومه سمه خبره نشته چي بحث ورباندي وکړۍ.
راځۍ چي دارغنده بحث له سره سم پيل کړو.
صالح محمد زيري باندي څه چل شوی وو؟ نيول شوی که څنگه؟ هغه خوپه لندن کي اوسي نوبيادډچانو څه کار؟؟؟[/quote:db82bc1bac]