د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغاني ټولنه کې دښځو ونډه

Anonymous
15.11.2005

دنړۍ پر مخ تللو هيوادونو ته که ځير شو په اجتماعي او ټولنيز ژوندکې ښځې د نرو سره يو ځای دورځني ژوند دپر مخ بولو لپاره اوږه په اوږه دخپلو همسيالو سره ونډه لري ،ښځې په ډيرو کارونو کې دنرانو په پرتله مثبت رول لوبولی شي،همدا سببونه دي چې د غربي نړۍ هيوادونو ډير زيات پرمختګ کړی دی ،ښوونه اوروزنه ديوه هيواد داقتصاد او اجتماعي چارو په ښه سمبالښت کې د ملا دتير په شان ارزښت لري ،که چيرې مونږ ښه ځير شو دماشومانو په روزنه کې يوه مور دپلار پر پرتله زيات رول لوبوي نو همدا دليلونه دي چې دښځو رول په ښوونه او روزنه کې دنرانو په پرتله ډير مهم او اساسي دی ،زمونږ په ټولنه کې دښځو ونډه ډيره کمه ده نو ځکه په ډيرو کارونوکې ورسته پاتې يوو، په ځانګړي توګه په پښتنو کې،پښتانه پلارونه په دې برخه کې ډير لوی مسوليت لري چې دخپلو زامنو په څنګ کې دلورګانو دښوونې او روزنې غم هم وخوري،اکسره پښتانه پدې شرميږي چې څنګه د دوی خويندې ميندې ښونځي ته دعلم دحاصلولو لپاره لاړې شي پداسې حال کې چې دعلم او پوهې لاسته راوړل په نر او ښځه د واړو باندې فرض دی،د بلې خوا نه دوی پدې نه شرميګي چې دوی خويندې ميندې دغره نه لرګي راوړي، دخپلو مالونو دمړ ولو لپاره دشوتلو او ريشقو دراوړلو لپاره پلو پټيو ته ځي٠ پښتانه ديوې خوا نارې سورې وهي چې مونږه په هيوادکې اکثريت ياستو د بلې خوا نه دمرګ په خوب ويده دي ټول شی په تياره غواړي نه خپلې ژبې ته کار کوي نه خپل کلتور ته کار کوي نه پخپلو اولادونو سبق وای ،تاسو وګورئ په هيڅ يو هيواد کې داسې ندي شوي چې اکثريت دې په اقليت پسې روان وي او يا د دوی ترلاس لاندې کار وکړي ،خاورې دې شي داسې اکثريت چې نه پخپله ژبه خبري وکړی شي او نه يو څه په حکومتي ادارو کې پکې وليکي، نه غواړم چې خبرې مې بل لورې ته لاړې شي،دښځو ونډه په افغاني ټولنه کې اواجتماعي چارو کې ډيره لږ ده پدې لاره کې بايد کار وشي تر څو دوی ته دزدکړې شرايط برابر شي د دوی ونډه اخستل به زمونږ په کلتوري ،ژبني اونورو ټولنيزو چارو کې مثبت بدلونونه راولي٠
ومن الله توفيق دښيرازه او پرمخ تللي افغانستان په هيله
افغان زلمی
د لندن ښار


maji
22.05.2006

سلام وروره زلميه
داسي مالوميږي
چه ته کفرته قانع يي ځکه که  وګورودښځوپرمختګ   په کفري هوادوکي پرمخ لاړدئ خودپرمختګ سره سره يي اخلاقي وضعه ډيره خرابه ده په نوروهيوادونو کي ښځي 
شراب سکي اوزناکوي اوداسي  نورداسلام احکام ترپښولاندي کوي
زمونږهيوادکي ښځينه  په يوصورت کي وده کولي شي چه دتعليم نظام
يي ( تر لومړني ښوونځي وروسته؟) مختلط نه وي اوددي سره اسلامي نظريه ا ؤ اسلامي مضامين ولري
مننه
ځهيرخونګياړي
ګرم يي لندن کي اسيګي


larghonay1
24.05.2006

وروره د لندن او افغانستان خبره نه ده په افغانستان كې هم ښځې او نارينه دواړه ګډ كار كوي، كه نر لو كوي ښځه ورپسې وږي ټولوي ، كه نر يوې كوي ښځه ورپسې چار وروړي او كله كله خو ښځه او نر دواړه په پټي كې په ګډه كار كوي .
په ډېرو سيمو كې ښځې غره ته ځي او لرګي راوړي .
خبره د ښځې او نر په ګډ كار كې نه بلكې په وروسته پاتي والي كې ده چې زمونږ ټولنه د زده كړې او تحصيل له اړخه كمزورې او وروسته پاتې ده .
دلته نارينه وو ته هم د زده كړې موقع كمه ده . كه چېرته نارينه زده كړې وكړي ښځينه څه چې ټوله ټولنه ورسره پرمختګ كوي.
په اسلام كې هم ښځه نه له زده كړې منع شوې او نه له كار او تجارت څخه .
په پښتني ټولنه كې هم د كور ګټه وټه د ښځې ده او د بهر د سړي ده.
ښځه په كور كې د غواګانو، چرګانو او لاسي ګنډلو څخه ګټه تر لاسه كوي او نارينه بهر كار كوي.
كه ميړونه غرونه دي نو ښځې يې اړمونه دي
مننه


maji
01.06.2006

سلامونه
وروره اوبښه ښځي چه زمونږ په ټولنه کي که ښځه غره ته ځي يا پټي ته چاي وړي نوخپل ميړه اويا خپلوان ورسره وي چه فسادورڅخه نه جوړيږي اوسفردخپل محرم سره په
اسلام کي هم جوازلري اوته چه کومه طرقي ښايي هغي کي اسلامي حکم چه حجاب دي دښځو
دنامحرم نه ترپښولاندي کيږي لکه په لندن کي چه خوراومور نه پيژني
ته اوګوره امريکاچه کومه طرقي افغانستان اوعراق ته راوړه دا طرقي ده اوکه بي حيايي
په مننه
زهير


Gulam Khan
07.06.2006

ګرانووروڼوسلامونه !
زما په نظر زموږپه ګران اسلامې هیواد افغانستان کې هیڅ نده پکار چې ښځو ته ازادې ورکړل شې داځکه چې ښځې ازادې غواړې ناری وهی اویا یی چې موږ ته اسلام داحق راکړیده اوپه څنګ کښی زموږنوروروڼه هم ولاړدې اودښځودازادۍ
چیغې وهي خوداپوښتنه یوه ورورهم ځینې ونکړه چې ایا داښځې بیا داسلام په چوکاټ کښې کرځیدلې دې اوکه نه
سرتورسر، لوڅ مخ ،لوڅ ټټر روانه وې ایا دپه اسلام کې شته که نه وې نوپه کوم مذهب یی دازاذۍ پوښتنه کوۍ اوتراوسه په دې کمه ازادې هغه کارونه کوی چې په یوه مذهب کښې هم نشته نو په پوره ازادۍ په څه کوې .
مننه


په افغاني ټولنه کې دښځو ونډه

larghonay1
07.06.2006

ګرانو وروڼو هيله ده چې موضوع ته سوچ وكړئ !
موضوع (په افغاني ټولنه كې دښځو ونډه ) ده نه ازادي.
ما يې هم په ونډه يو څه ليكلي وو چې maji په نامه ورو ترې بل ډول تعبير كړى و.
دا سمه ده چې د ښځو له پاره دې په يوه اسلامي ټولنه كې دومره ازادي نه وي چې د بې بندوبارۍ پولې ته ورسېږي.
خو په افغاني ټولنه كې خو هغه ازادي هم نيشته كومه چې اسلام وركړې ده؟
دلته نارينه هم اسلامي وركړل شوې ازادي نه شي تر لاسه كولى نو تاسو پوه شئ چې د ښځو به څه حال وي !
په اوسني پرمختللي پير كې په پښتنو كې داسې پلرونه شته چې خپل زامن پوهنتون ته نه پرېږدي چې كافر كېږي.
په همدې عصر كې اوس هم پښتانه حتى د ښځې په نوم اخيستلو شرمېږي اوحال دا چې د پېغمبر د بيبيانو نومونه بيا په جهر سره اخلي.
په همدغه وخت كې پښتانه له ښځې دا پوښتنه نه كوي چې له چا سره واده كوې، واده كوې او كنه؟
په خپله خوښه يې په ولور، بدل، او بدو كې وركوي.
همدا اوسمهال هم پښتانه په خپلو ښځو درانه كارونه كوي په خداى كه يې نه مخ پټ وي او نه پښې ، رمې څروي، پټي كې كار كوي، لو او لور كوي، له غره لرګي راوړي په پټو كې واښه كوي او نور كارونه هم خو ښوونځي ته يې نه استوي.
ځينې روڼ اندي پښتانه هم شته چې له دغو پورته زړو خويونو پاك دي خو زه د اكثريت خبره كوم.
زمونږ اكثره پښتانه وروڼه اسلام داسې ګڼي لكه يوازې د دوى ټيكه چې وي خو پخپله خور او لور هيڅكله هم نه اسلامي او نه عصري زده كړه كوي .
دا نو كومه پښتو ياكوم اسلام دى .
البته زما موخه ښځو ته هغه ونډه او ازادي نه ده لكه په غربي نړۍ كې چې يوازې د اعلانونو او نندارتونونو بازار پرې تودوي .
مننه


zaheer

maji
08.06.2006

لرغوني وروره سلام مي ومنه ماچه کوم جواب تاته ليکلي هغي دښځودمخطلط تعليم په اړه مي درته ليکلي چه داسلام له نظره سم ندي ځه دښځودتعليم خلاف بلکل نه يم
خو دا ضروري ده چه ښځي بايددعصري تعليم نه مخکي اسلامي احکام زده اواسلامي
نظرېه ولري که وه يي نلري بيانوورته دخيرپه غونډئ کينه داسي نخري به يي
اګوري چه پرمخ تللي هيوادونه به درنه هير کړي

اوده محمد صل الله عليه وسلم د بيبيانو په باره کي دي چه سه ليکلي هغه امالمؤمنين دي
ځکه يي دهرمسلمان په خوله نوم راځي هغه بيبيا ني اوزمونږ بيبياني سره ندي برابري
دهغه بيبيانوطرقي يوا ځي په اسلامي تعليم کي ګڼله
دهغه بيبيانوکي داسي بي بي نشته چه دنيوي تعليم يي کړي وي
په مننه اسلامي مطالعه وکړه وروره

[/quote][/url]


larghonay1
08.06.2006

maji صيب بيا هم سلام !
لومړى خو به درته ووايم چې بيا دې هم په موضوع سر نه دى خلاص!
ځكه چې موضوع ( په افغاني ټولنه کې دښځو ونډه) ده او ته بېخي ليرې تللى يې .
په هر صورت وروره زما موخه دا وه چې پښتانه خپلې نجونې له زده كړې دومره ليرې ساتي چې حتى د نوم په اخيستلو يې هم شرمېږي.
تاسو ليكلي چې د پېغمبر ص دبيبيانو نومونه ځكه اخلي چې هغه ام المؤمنين دي.
ما خو نه دي ويلي چې نه دي خو څوك چې د ام المؤمنين نوم اخلي نو د خپلې مور، خور يا لور نوم اخيستلو كې څه ګوناه ده؟
زما موخه دلته هم دا نه ده چې څوك دې راپاڅي او د مور خور نومونه دې ورد كړي ، زه وايم چې زده كړه د نر اوښځې له پاره اړينه ده او چې زده كړه ونه لري نو په ټولنه كې يې ونډه ناسالمه ده.
تاسو ليكلي چې د پېغمبر د بيبيانو دنياوي زده كړه نه وه .
نو د دې مانا دا شوه چې اوس دې ښځې زده كړه نه كوي؟
كله يې ويلي چې ښځې دې دنياوي زده كړه نه كوي؟
لومړى خو د پېغمبر ص كړه وړه سنت دي ، نه د هغه د بيبيانو او بله دا چې هغه هيڅكله هم د دنياوي زده كړې ممانعت نه دى كړى ، په همغه وخت كې هغوى ته د غزا ډال او زغرې چا جوړولې؟
همغه وخت چې د هغه كاتبانو قران ليكلو رنګ يې له كومه كولو؟
همغه وخت هغوى جامې اغوستې ، لوښي يا كنډولي يې درلودل، د مال دحلالولو له پاره يې چړې درلودې دا ټول ورته چا وركول.
له دې ټولو معلومېږي چې هغه د ښځو يا نرو له پاره د زده كړې مخالف نه و.
دا چې اوس زده كړه د دې وخت سره سمه ده او هلته څيزونه يو څه ساده او اسان وو دا بېله خبره ده.
ښځه چې زده كړه وكړي هغه بيا ديني زده كړه هم كولى شي، تفسير لوستى شي، قران لوستى شي، ديني كتابونه لوستى شي .
په هر صور ت وروره دلته موضوع (په افغاني ټولنه كې د ښځو ونډه ) .
دلته نه د پېغمبر پر بيبيانو بحث دى ، نه پر ګډ تعليم.
ته ووايه چې په پښتني ټولنه كې وروڼه ، وريرونه ، د تره زامن ، د تره لمسيان دا ټول په يوه كور كې نه اوسي . ګډ ژوند نه كوي؟
چې له يوې چرګۍ ګردېګوښ كېني نو ګډ تعليم هم له خپلو هيوادوالو سره په خپل څپوڼي كې كولى شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more