د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

جنت ته به څوک ځي

daud
14.11.2005

[color=darkred:cf982da2ef]جنت ته به څوک ځي[/color:cf982da2ef]

يوه هلک دخپلي مورڅخه پوښتنه وکړه چه موري جنت ته به څوک ځي ؟ مور يي په ځواب کي ورته وويل چه انا دي چه زما مور ده ، ماما دي چه زما ورور دئ ترور دي چه زما خور ده او......
هلک چه د خپل اکا سره يي ډيره مينه درلوده مورته يي وويل چه اکا به مي هم جنت ته ولاړ شي ؟
مور يي ورته په قهر شوه چه کم عقله دجنت څخه د ی طبيله جوړه کړه که څه.

[color=red:cf982da2ef]خدای مهربانه دئ[/color:cf982da2ef]
ديو سړي په بل باندي قرض ؤ هر کال به يي ځني غوښتلو هغي به باني ورته کولي او نه يي ورکاوه. دری کاله وروسته يي ورته وويل چه نيمي روپئ مي دربښلي خو دغه نيمي پاتي راکړه ، هغه ورته وويل ته دري کاله نورهم صبر وکړه خدای مهربانه دئ دا پاته نوری به هم خلاصی شي .


daud
04.02.2006

[color=red:bb77e81002]ویش[/color:bb77e81002]
دوه وروڼه سره بیلیدل او ټول منقول او غیر منقول جایداد ئي سره وویشل یوازی پلار او یو سپئ پاته شول نو دا مشر ورور ورته وویل چه دا پلار ئی ستا او دا سپئ به زه واخلم ، کشری ورته وویل چه ډیر هوښیار یی ، ټول ښه ښه شیان تا واخستل .

[color=violet:bb77e81002]سفر[/color:bb77e81002]
وائي یو افغان ، یو روسئ اویو امریکائي په یوه بیړئ کی سره سفر کاوه .ناڅاپه روسئ جګ شو او یو کلاشینکوف ئي اوبو ته غوزار کړ ،امریکائي چه دا حال ولید پوښتنه ئي تری وکړه چه : داد ولی داسی وکړل ؟
روسی ورته وویل چه آخ دا دموږ په ملک کی ډیر دی .
امرکائي د ځانه سره سوچ وکړ او سمدلاسه ئی یو لیپ ټاپ اوبو ته وغورزاوه ، افغانی پوښتنه ځنی وکړه چه : ولی دداسی وکړل ؟
امریکائی ورته وویل چه آخ دادموږ په ملک کی ډیر دی .
افغانی د ډیر چرت وهلو نه وروسته امریکايئ تر پښو ونیو او په اوبو کی ئی ور واچولو ، روسی ځنی پوښتنه وکړه چه داولی؟
افغانی ورته وویل چه آخ دا زموږ په ملک کی ډیر دی .

[color=red:bb77e81002]مسابقه[/color:bb77e81002]

په کابل کی د ژورنالستانو په منځ کی مسابقه جوړه شوه او دټولو داخلی او خارجی ژورنالستانو څخه ئی د ګډون غوښتنه وکړه . یو خر ئی راووست او په غازی سټودیوم کی ئی ودراوه او ټولو ګډون کوونکو ته اعلان وشو چه که هر چا ددی خره سره مصاحبه وکړه او دخره دداخلی خیالونو راز ئی راویوست نو مسابقه ئی ګټلی ده.
هر چا د خپل لیاقت او استعداد مطابق کوښښ وکړ چه د خره حال رامعلوم کړی او دهررنګه چلونو او اداګانو څخه ئي کارواخست ، لیکن دخره سره په سوال او جواب بریالی نه شول .وروستئ نوبت د افغانی ژورنالست راغئ . افغانی ژورنالست دوی وړی شګی په خوله کی واچولی او چه خره ته ورنږدی شو ورو ئی د خره په غوږ کی ور پو کړی ، خره ناڅاپه د سر په ښورولو او غورځولو شروع وکړه او ناارامی ئی پیل کړه ، د هری خوانه چک چکی او دافرین ناری شروع شوی چه افغان ژورنالست مسابقه وګټله ،ټول عکاسان او ژورنالستان په افغانی راټول شول او ورته ئی وویل چه ياره تا خو کمال وکړو ، خو دا راته ووایه چه تا د خره نه څه پوښتنه وکړه او هغی څه ځواب درته ووایه ؟
افغانی ورته وویل چه :
ماد خره نه پوښتنه وکړه چه دافغانستان ریاست جمهوری کوی ؛
او خره انکار وکړو چه نه ،توبه ،توبه، توبه........................


Samiuddin Noor
09.02.2006

ګرانه داودجانه پخير راغلې. ښاد او اباد اوسې چې دومره خوږې ټوکې دې ليکلې دي.


هیښ
20.05.2009

ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونـــــــــــــــــــــــــــــــــه

دیوه پښتون د یوه پاړسیوان سره په عسکرئ کې ملګري او انډیوالي شوه او ډیر ئې یوبل ته ددوستئ او اخلاص غورې
کولې .پاړسیوان به ورته ویل چې دعسکرئ دخدمت نه وروسته به حتمي ددوئ کورته یو وار میلمه کیږي چې خپله ملګري ورته عملاً په ثبوت ورسوي او ښه خدمت ئې وکړي .
ډیره موده وروسته پښتون دپاړسیوان کورته دخپل دوست دلیدلو دپاره ورغئ او میلمه شو .پاړسیوان هم خپلې میرمنې ته وویل چې ډیر نږدې دوست مې وروسته له ډیرې مودې راغلئ ،نو نن ډیر مزه دار او ښه خواړه باید تیار کړې چې دملګري عزت مې وشي.خیر دډوډئ وخت شو او دسترخوان وغوړول شو ،که ګوري چې چکړئ (قچري قروت )په دسترخوان کیښودل شو.پاړسیوان چې چکړئ ولید نو خپلې میرمنې ته ئې په قهر وویل چې ما نه وو درته ویلی چې ښه خواړه پاخه کړه؟
داڅه دي؟.
ښځې ئې چې دخپل میړه دا اعتراض دخپل شان سپکاوئ وبللو سمدلاسه په کورتو ککړه څمڅه ئې را واخسته او داخپل خاوند ئې په دا مخ پرې وواهه او ځنې لاړه .پاړسیوان ډیر خجالت شو ، دمخ نه ئې دکورتو په پاکولو لګیاوواوسکوت په کوټه کې خورشو .پښتون چې داحال ولید دځانه سره ئې سوچ وکړچې په څه طریقه دپاړسیوان دې خجالتي حالت او دې وضعې ته تغیر ورکړي؟
نو وروئې په خبرو ئې شروع وکړه اووئې ویل چې یاره داستاسې ښځې خو ډیري ښې میرمنې دي او دخپلو میړونو سره دډیرزغم او حوصلې نه کاراخلي .که موږ دخپلو میرمنو سره داډول چلند وکړو لکه تاچې دخپلې میرمنې سره وکړنو بې له ځنډه مو دکوره وباسي او شړي مو.
دپاړسیوان په خوله کې لاړې پیداشوې او سمدلاسه ئې ورته ځواب ورکړچې
موږ نودومره دووسان هم نه یو.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more