د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نابللۍ ميلمه

Anonymous
13.11.2005

نوۍ ملی سرود :

رهبر فرمايشی
ډېرسخت مصلحتی
سم نيم د امريکا
او نيم د شمالی

اوبو کې یی اور بل دې
او وريږی پری ډالر
وايو الله اکبر

خولۍ يي کره قلی
او چپنه يي مزاری
پارسی باندې غږيږی
او هم زده يي انګليسی

نور په هيڅ ندۍ خبر
وايو الله اکبر

ډالرې را چليږی
بيخی تړی تم کيږ ی
حساب کتاب يي نشته
چې دا څه شول
او څه کيږی

هېواد پروت کنډ وکپر
وايو الله اکبر

حکومت مو شرعی
ديموکرات او اسلامی
اوس له ډوهل سره برابر
وايو الله اکبر

ستاسو دتفريح لپاره وړاندې شو :lol: :lol: :lol:
په مينه او درناوی

نابللۍ ميلمه


Anonymous
13.11.2005

بخښنه غواړم چې دنوم پرځای مې موضوع اود موضوع پرځای مې نوم وليکلو
په درنښت بيا هم

نابللۍ ميلمه


Anonymous
13.11.2005

هغه رهبر چه د عربو پر ځای امريکي ته خدمت کوی زما خوشيژی..


Anonymous
13.11.2005

نابللی وروره
په تاريخ کې د ړمبي ځل د پاره داسي مشر خداي درکړو چي په نړيواله کچه منل شوي ، پېژندل شوي او د وياړ وړ دي په هغه بيا خپل بې وزنه نظم پخوې ، شرم دی


Anonymous
13.11.2005

میلمه وروره موږ پښتانه چی لږ تعلیم وکړواول دخپلی مور اوپلار سره انګریږی شروع کړو هم دغه ادب دمشرانو سره کوو


Anonymous
13.11.2005

وروره خپل اجڼټ هر چاته منلی او ګران وي نو کرزی به ولي نه وي٠
خبره سنجه وه مخکې له دينه چې په قلم ئي ليکې

د پښتنولي په مينه پتنګ

[quote:bfb942b39d="balalay"]نابللی وروره
په تاريخ کې د ړمبي ځل د پاره داسي مشر خداي درکړو چي په نړيواله کچه منل شوي ، پېژندل شوي او د وياړ وړ دي په هغه بيا خپل بې وزنه نظم پخوې ، شرم دی[/quote:bfb942b39d]


Anonymous
13.11.2005

مېلمه
د افغانستان ٥٥٪ ولس رايه ورکړي ده ايا دوی ټول ايجنټان دي ؟
پاکستان تر ١٩٧٠ کاله د پوځ جنرالان انګريزان درلوده خو د کوم پاکستاني نه دي د خپل کوم مشر په باب داسي خبر اوريدلي ده حال دا چې د هغوي يو مشر هم داسې نه دی ټاکل شوي
خو ته هم ملامته نه يي د ملا عمر او ملا برهان الدين رباني په شان مشران درته پکار دي چې نه سړي دي نه غويي


Anonymous
13.11.2005

[quote:b865ca7c83="balalay"]مېلمه
خو ته هم ملامته نه يي د ملا عمر او ملا برهان الدين رباني په شان مشران درته پکار دي چې نه سړي دي نه غويي[/quote:b865ca7c83]
مرحبا او آفرين!
جاردی شم حق پرسته ميلمه !!!


Anonymous
13.11.2005

[quote:18d6a9345c="balalay"]مېلمه
چې نه سړي دي نه غويي[/quote:18d6a9345c]
څومره له انسانیته ډکه جمله >>> بس له دې سره خپل ټول ظرفیت او هویت څرگند شو چي څوک یی ؟ .
د ا کومه 55 فیصده چيي تاسي یاد کړي نو دا شمیرنه خو هم د امریکي ده څنگه ورباندي باور وکړو ؟؟؟؟؟


Anonymous
13.11.2005

نوتاته بايد داشميره يواځې ملاعمر، ملارباني او اي اس ای وړاندې کړې بيادې ورباندې باورراځي.


Anonymous
13.11.2005

سلامونه او ښې هيلې ،

يوازې او يوازې مې ستاسو دتفريح لپاره وړاندې کړ٠
خو که څوک يي نشی زغملۍ نو بيا دې د ديموکراسۍ نوم نه اخلی٠
په پای کې بللی ميلمه ته فقط دومره وايم چې:

بل رهبر به ټاکل کيږی
افغانان به پری ټوليږی

که څوک لر وی او که بر
وايو الله اکبر

په درناوی
نابللۍ ميلمه


Anonymous
13.11.2005

هر رهبر که ټاکل کيږي
يو له تا به وهل کيږي

د مظلوم ملت په وينه
ټوپکوال نه کوي مينه

په ګاونډ چې ګاونډيان وي
په پيسو به يې ګمارلي احمقان وي

که سړی درکې پيدا شو افغانانو
سر يې پرې کړئ کنه
په نس موړ به مو ملت وي د خوارانو


سوال

Anonymous
14.11.2005

له ښاغلی balalay څخه لنډ سوال!
تاسې د کرزی او ربانی او عمرتر منځ فرق څنګه تشريح کولای شئ؟

ستاسې مرور ورور!


Anonymous
14.11.2005

ملا رباني چې په استاد رباني مشهور دی او اوس د ولسي جرګې غړی شو د مجاهدينو مشر ، د ټوپک په زور واکمن و

ملا عمر د ټوپک ، اسامه او پاکستان په برکت مشر و

حامد کرزی د افغانستان د ٥٥ ٪ ولس په رايه بريالي شوي مشر دی ، باور وکړي چې ما والله چې رايه نه ده ورکړې خو دا منم چې بريالی شوي دي او ولس رايه ورکړي ده .


Anonymous
16.11.2005

ګرانهbalalay ، ستا مرور ورور خو له ټولو مرور دئ او د هېواده د باندې اوسی٠ نه ئې چاته رايه ورکړې او نه په دې عقيده ؤ چې د ده او د ده دولس رايه به د جمهور رئیس په ټاکلو کې رول ولوبوی٠

د انتخاباتو تر مخه زموږ يو خپلوان چې په يوناما کې کار کوی راته په تلفون کې وويل چې ايا زه په انتخاباتوکې له ګډون سره علاقه لرم او د انتخاباتو کارت ته ضرورت لرم او که نه؟ او چې نوموړئ کولای شی زما په غياب کې ماته کارت جوړکړي٠
ما ورته وويل چې زه په يو کارکې چې ګټه ونه لری ، وخت نه ضايع کوم٠ ولسمشر په اوسنيو حالاتو کې زموږ او ستاسې په رايو نه ټاکل کيږی ، ځکه چې داد امريکا قوی نړيوال ځواک د بن په کنفرانس کې تعين کړئ او په نورو غټو، غټو هېوادو ئې هم ور تپلئ دئ٠ دا کرزئ به حتما د انتخاباتو د صحنه سازۍ نه بريالئ را وزی، نه يې قانونی ترې وړلای شی او نه کوم بل څوک٠
کله چې سږ کال په دوبي کې افغانستان ته ولاړم نو نوموړی خپلوان مې راته وويل چې دئ د زرو په شاوخوکښې ساختګی کارتونه اوس هم له ځانه سره لری او دا رايې يې ټولې د نقدو پيسو په مقابل کې د کرزی په صندوق کې اچولې دی٠ په دې جمله کې ئې زما د کورنۍ د شپږو غړواو دوو نورو فاميلونو له پاره په دروغو جوړ شوی کارتونه ماته وسپارل او راته وئې ويل چې دادی تاسی او ستاسې وړو صغيرو اولادوهم د پښتنو په حيث د کرزی په برياليتوب کې خپله ونډه په ښه توګه ادا کړې د ه٠

داسې وه، د کرزی د ٥٥ فيصدو د رايو وړلو د لوئې توطيې يوه کوچنۍ صحنه او ډيرې نورې خبرې هم ورسره !!! چې که اړتياوه سره وبه يې وايو!!!!

اوس د په خدای سپارم
مرور


Anonymous
16.11.2005

مروره سلام
ستا خپل چي څه ويلي يا به سم وي يا به يو څه مبالغه وي خو دا بايد ومنو چي په هر وروسته پاتي هيواد کې انتخابات له دغه ډول مشکلاتو خالي نه وي ، فکر کوم د يونس قانوني ، محقق او دوستم کسانو به لا ډير دغسې کارونه کړي وي .
د هغوي کارونو ته په پام سره که ستا د دوست خبره وهم منم شايد دغه غلطۍ د يو بل جواب شي .
يوه خبره بايد هيره نه کړو ، افغانستان په لومړي ځل په واقعي معني په اول ځل په انتخاباتو کي منتخب ولسمشر موندلي دي ، تر کرزي مخته نه ملا برهان الدين رباني ، نه صبغت الله ، نه نجيب ، کارمل ، امين ، تره کي او نه هم شهيد داود په انتخاباتو کې ټاکل شوي وو .
په پاکستان کې چې دا پنځوس کاله ټاکني کيږي بيا هم هر ځل د درغليو خبري وي څه موده وړاندي يوي غربي ورځپاڼي د يوۀ پاکستاني سياستمدار په قول ليکلي وو چې په بلوچستان او سرحد کې د ملايانو کانديدان ايس ايس ای کاميابه کړل چې غربيان پري وډار کړي .
نو دا راسره ومني چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له خپلو ټولو کوتاهيو سره هم مشروعيت لري .

ستاسو نابللی


Anonymous
17.11.2005

بلليه وروره سلامونه،
ته خو بللۍ وې اوس څنګه نابللۍ شوې ؟
لومړۍ دې زما له نوم څخه تقليد وکړ او پرځان باندې د د ( بللی) نوم کېښود
اووروسته د زمانوم هم نوش جان کړ.
لکه چې زما په نوم وغريدې که څنګه ؟
وسلام
نابللۍ ميلمه


Anonymous
17.11.2005

اوس زه نه پوهېږم چې زما د بحث ملګرئ بللئ او که نابللئ دئ، خو له مره ورتوب سره- سره د دواړو ته سلام وی!
تاسې ليکلی دې چې
«دا بايد ومنو چي په هر وروسته پاتي هيواد کې انتخابات له دغه ډول مشکلاتو خالي نه وي ، فکر کوم د يونس قانوني ، محقق او دوستم کسانو به لا ډير دغسې کارونه کړي وي»
زه به وايم چې بلې دا انتخابات په مجموع کی همداسې توطيه او دسيسه وه، نه رښتينی آزاد او دموکراتيک انتخابات.
په دې کې به هم د خدای راستۍ له مخې يوه قصه درته وکړم او ته بياخپل قياس کوه چې په دې کې به هم مبالغه وی او که څنګه:

په يوه مجلس کې مې له يوه بل ملګری نه چې هغې هم د يوناما له خوا په انتخاباتو کې دنده لرله، پوښتنه وکړه چې ستا حال څنګه ؤ؟ هغه وويل چې ما هم ۶۰۰ د ښځوکارتونه لرل، هغه مې ټول کرزی ته واچول خو نه ددې په خاطر چې پښتون ؤ، بلکې په دې خاطر چې پيسې ئې زياتې وې.
نوموړی زياته کړه: اګر چې موږته اول د قانونی نفر راغئ او راته وئې ويل چې دومره پيسې درکوم که رائې قانونی ته واچوې! ما ورته وويل چې دومره (زياتې) به نه شې، هغه وويل چې زه به فکر ورباندې وکړم او بيا به تماس سره ونيسو.
وروسته د کرزی نفر راغئ او هغه هم د کرزی په صندوق کې د رايو اچولو په مقابل کې خپل مبلغ پيشنهاد کړ. ما هغو ته هم د مبلغ د زياتوالې خبره وکړه. هغه هم عين ځواب راکړ چې دئ به فکر ورباندې وکړی او بيا به تماس سره نيسو.
وروسته بيا د کرزی نفر بيرته احوال راکړ او زما پيشنهادشوی مبلغ يې ومانه. خو د قانونی له نفرسره ما پخپله په دې خاطر چې لومړۍ خبرې مو له هغه سره کړې وې تماس ونېو، خو هغه زما وړانديز ونه مانه.
د انتخاباتو مرکز زما د ورور په کور کې ؤ اوله شپږ سوو راجستر شوو ښځو څخه تر پنځو شپږو خپلوانو پرته چې کورته د چای خوړلو له پاره راغلې، ولله که نورو قدم را اخيستئ وی او يا ئې د انتخاباتو مرکز ليدلئ وې، دټولو ښځو رايې ما پخپله د کرزی په صندوق کې ورواچولې

ستا دا خبره هم پوره سمه نه ده چې «تر کرزي مخته نه ملا برهان الدين رباني ، نه صبغت الله ، نه نجيب ، کارمل ، امين ، تره کي او نه هم شهيد داود په [color=cyan:5d37ca0bca]انتخاباتو[/color:5d37ca0bca] کې ټاکل شوي وو»
تر هغې اندازې چې زه پوهيږم ظاهر ته پاچاهی په مفته او وړيا توګه له پلاره په ميراث پاته شوه. داؤد هغه په زور را نسکور کړ او وروسته يې ځان د لويې چرګې له خوا جمهوری رياست ته انتخاب کړ، يعنې چې لويې جرګې انتخاب کړ.
د تره کی خو لا د مخه دامفکوره وه چې حکومت بايد د يحيی د کورنۍ له لاسه د خلکو لاس ته انتقال شی او خپل حزب ئې د خلکو حزب باله او په نوموړی حزب کې مشرؤ او کله چې حزب قدرت په لاس کې واخيست، نو دئ ئې د دولت د مشر په حيث انتخاب کړ.
امين هم ځان په مرکزی کميټه کې انتخاب کړ. کارمل سره له دې چې له روسانو سره راغئ، خو وروسته ئې ځان د پلينوم له خوا انتخاب کړ. نجيب هم همداسې.
مجددی بيا په پيښور کې د مجاهدينو د تنظيمونو له خوا انتخاب شو. ربانی د اهل حل و عقد د شورا له خوا انتخاب شو او ملا عمر ته بيا د علماؤ پراخه جرګې صلاحيت ورکړ، کرزئ هم که د روسانو سره نه ، خو د امريکايانو او انګريزانو سره خو راغئ ځان ئې د عامو انتخاباتو له لارې بياپه قدرت کې ټينګ کړ.

په هغه وخت کې هغه مود ؤ او خلک ورباندې غولېدل او اوس بيا دا.
که فرض کړو چې اوس بيرته په دا اوسنيو شرايطو کې کارمل راژوندئ شی او د روسانو، امريکايانو او يا انګرېزانو په زور په افغانستان کې د قدرت په ګدۍ کښينی، په يقين چې اوس به ځان د پلينوم له خوا نه انتخابوی، ځکه چې هغه سيستم زوړ ، له موده لويدلئ او له منځه تللئ،بلکې هغه به هم ځان د عامو انتخاباتو له لارې انتخابوی او زه فکر کوم چې د نوموړی انتخابات به د کرزی د انتخاباتو په اندازه مسخره هم نه وی! .
د کرزی په انتخاب سره افغانستان په لومړي ځل په واقعي معني په اول ځل په انتخاباتو کي منتخب ولسمشر موندلي نه دي ،بلکی د لومړی ځل له پاره دا ډول انتخابات د قدرت د غصبولو له پاره دغرضداره داخلی او خارجی قوتونو له خوا د توطيې او دسيسې په توګه وکارول شول.

مرور


Anonymous
17.11.2005

نابلليه وروره زه له هغه اوله بللي وم چي ستا د نابللي والي په خاطر شوي وم له بل کس نه نه يم خبر او نه مي کله د نابللي په نوم ليکنه کړي

رابه شم مرور ته
کله چې کابل د طالبانو د لاس نه ووتلو او ملا برهان الدين خان رباني واکمن شو هغه د امريکا برکت و ، کرزي خو وروسته ورته راغي د بن تړون ورته راوستو دا چي د بن تړون چا وکړو او ولي يي وکړو دا بيله قضيه ده .

که څوک کرزي او کارمل برابروي دا نو داسي ده لکه تور او سپين رنګونه چي يو حسابوي.
کارمل د هغو روسي سرو عسکرو په ټوپک راغي چي د امين او نورو خلقيانو ويني يي ورته توي کړې وې .
امين نه د اسامه په شان د کرملين برجونه نړولي وو او نه يي بل څه کړي وو بنآ روسانو او کارمليانو حق نا حقه يو واکمن چې ښه او بد به يې تاريخ معلوموي له واکه ليري کړ .
امريکاييانو به جنګ کړي وي او طالبان او اسامه خيل به يي ليري کړي وي خو د کرزي په انتخاب کي ملګرو ملتونو کار درلود ، دا منم چي امريکا او لندن به ملګرو ملتونو ته پيسي ورکړي وي خو که خبره همداسي پسي غځوو هغه د چرګي او هګۍ کيسه به شي چې کوم يو اول پيدا شوي وو .

لنډه دا چي د ولسمشرۍ انتخابات له خپلو نيمګړتياو سره هم د دريمي نړۍ کاميابې ټاکنې وې ، پښتانه وايي مړ يي که ميړانه يي مه مړه کوه !


د امريکا انتخاب له اوله کرزئ ؤ نه ملا ربانی!

Anonymous
21.11.2005

ښاغلی بللی ميلمه سلامونه مې ومنه!
که د هغه وخت حالاتو ته سړئ مراجعه وکړی ، داسې څرګنديږی چې کرزئ د امريکا او د هغو د نفتو د صنعت د مالکانو انتخاب ؤ، نه ملا ربانی.
د امريکا په اند د شمال د ټلوالې دنده د امريکا د ځمکنيو ځواکونو په ځای د رول لوبول ؤ، خو امريکا نه غوښتل چې د شمال ټلواله د کابل ته ننوزی او د مرکز واک د پخپل لاس کې واخلی، ځکه چې په هغو کې د روسيې او ايران نفوذ زيات ؤ. او دا هم له نظره مه غورځوه چې طالبان هم عمدتا يوه امريکايی ـ انګريزی او پاکستانی شريکه پروژه وه او په هغې باندې هم زيات لګښتونه شوی ؤ او دوی نشوای کولای او نه يې غوښتل چی له هغو تېر شی او همدا اوس هم نه ترې تېريږی. همدا کرزئ او د اوسنی حکومت ډير نورکسان د هغو پروژې ثمر دئ،
بله داچې داخو څرګنده خبره ده چې د بن د کنفرانس په پريکړو کې امريکا غوڅ رول درلود. په هغې وخت کې د سورېدلې او قهرېدلې امريکا په وړاندې چې ګواکی د نيويارک د پېښو د غچ اخيستلو تصميم يې لاره او په ټول پوځی زور يې ميدان ته را دانګلی ؤ،چا مخالفت او يا مقاومت کاوه او يايې کولای شوای؟

د کارمل او کرزی ترمنځ فرق هم بايد وشی ، خو بايد هېره نشې چې د تشابه او ورته والی خواوې يې هم ډيرې قوی دی.

هر يرغلګر او استعماری ځواک له حالاتو سره سم د خپل يرغل له پاره بهانې لټوی. په هغې وخت کې روسيې هغه خپلې بهانې درلودې او اوس امريکا او انګليس بيا دا خپلې.
بده به نه وی که دا هم په نظر کې ولرو چې هټلر هم د خپلو مرامونو او پلانونو د ترسره کولو له پاره د آلمان (رايښټاګ) ته اور ور واچاوه او هغه يې د خپلو مخالفينو کار وباله او په دې بهانه يې د هغوی د ځپلو موقع برابره کړه.

زما په اند د دريمې نړۍ اصطلاح اوس له کاره لوېدلې او زړه ده چې د استعمال مورد نه لری.
د عراق او افغانستان د انتخاباتو صحنې جوړول د دموکراسۍ په لور د تلو بريالۍ تجربې نه دی، بلکه دا د ديموکراسۍ په لور د همدې ټولنو د آزاد او رضامندانه تګ او پرمختګ په لار کې د عمدی ستونځو راپيدا کول ، د بې امنۍ، ديکتاتورۍ او خارجی لاس وهنو له پاره د موقع د برابرولو له پاره دی. دا هڅې ددې له پاره دی چې انګريزی او امريکايی زبېښاکګر سرمايه داران په افغانستان کې په ځان پورې تړلئ، د سرمايه دارانو داسې يو ګروپ رامنځته کړی چې د دوی خبرو او مشورو ته غوږ ونيسی، ګټې يې سره شريکې وی، د افغانی ملی ګټو پروا ورسره نه وی او ....
د افغانستان ټاکنې نه د افغانانو ، نه د نړيوالو او زما په فکر نه پخپله د امريکايانو له پاره د دموکراسۍ په لور کومه بريالۍ تجربه نه شو ګڼلای، بلکې دا دهغې يو بدنما او کرکجن کاريکاتور بللای شو!
تاسې ليکلی چې (مړ يي که ميړانه يي مه مړه کوه !) که له دې نه مو مقصد کرزۍ وی، نو په هغو کې خو مېړانه نشته، که څه ورپکې هم وه، هغه خو تر ټولو د مخه د ده خپلو امريکايی باډيګاردانو ور وژلې ده.
که په تاسې ډير ګران وی، تاسو ته له ده سره خوښی غواړم
زه خو هسې هم ترې مرور يم!
مروه ور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more