اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له محارماتو سره د نکاح د تحريم حکمت !!!
کټوازی
13.11.2005
محترمواو مکرمو استازانو، محترم او قدرمن مولوي صيب طالب جان ،محترم او مکرم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،او نورو درنو مشرانو ،ګرانو وروڼو او پتمنو، خوږو خوېندو ،
د زړۀ له کومې مې دمينې او درناوي ،تاودۀ سلامونه او احترامات ومنئ !
څرنګه چې اسلام د خپل فطري او افاقي اصالت او ريښتينولۍ پر بنسټ د بشردد دنيوي او اخروي ژوندانۀ دټولو نېکمرغيو ضامن دی ،او پۀ هر حکم کې يي يو ځانګړی حکمت پروت دی چې پۀ لمړي ګام کې ورځينې د بشري ټولنې دنيوي نېکمرغۍ او ښېګڼې متصورې وي او پۀ دويم ګام کې يي اخروي ،نو د همدې سپېڅلي اصالت او واقعيت له مخې اسلام د سالم بشري پښت او ځينونورو اجتماعي (ټولنيزو) او روحياتي ايجاباتو له مخې خپل پيروان له محارمو ( خوېندو ،مېندو ،ترېندو ،لورانو ،،لمسيو ،بنزيو او داسې نورو سببي ،دايمي او مو قتي محارماتو )سره له نکاح او وادۀ کولو څخه منعي کوي !!!
نولکه څرنګه چې مو ورته پۀ پاس کرښو کې نغوته وکړه ،چې له محارمو سره د نکاح حرمت او ممانعت د سالم بشري پښت اوځينو نورواجتماعي او روحياتي ايجاباتو پر چورليځ څرخي ،پۀ همدې اساس له تاسو څخه پۀ خورا درنښت هيله کېږي ،چې پر دې تړاؤ به د خپلو عالمانه نظرونو پۀ څرګندولو سره ،د پوهانو هغه دريځ ته چې پۀ لاندې ډول راوړل کېږي دلانورې پياوړتيا او غښتلتيا پۀ ور وبښلو، زموږ او لوستونکو رهنمايي وکړئ !
داسلامپوهانو پۀ اند څرنګه چې د وادۀ د هدفونو څخه يو هدف د نسل توليد دی ،که چېرې له محارمو سره وادۀ وشي ،نو نسل پۀ پرله پسې توګه ضعيفه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ،لکه څرنګه چې پۀ ځينو حيواناتو کې ليدل شوي دي ،کله چې پۀ يوۀ فاميل او يا ګروف کې دننه نسل توليدېږي ،پۀ تدريج سره د اړونده فاميل او يا ګروف نسل بې ځواکه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ، حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنۀ پر دې تړاؤ د يوۀ شخص د پوښتنې پۀ جواب کې وويل :[color=white:242b8c9d9b]:((( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي[/color:242b8c9d9b] (پۀ فزيکي ،اروايي او فکري توګه ) )))
همدا راز د نکاح يو بل حکمت چې ډېر سېڅلی او وياړلی دی ، د بېلا بېلو کورنيو ترمنځ د خپلوۍ د روابطو پراختيا ده ،چې د ټولنې بنسټ ږدي ، له محارمو سره وادۀ ،دا روابط محدودوي ،او شخص له نورو کورنيو سره د خپلوۍ نږدېکت او قرابت له روابطو څخه بې برخې کوي ،چې د بشري ټولنې د ټولنيزو پيوندونو پۀ غوڅولو منتيج کېږي !!! او بس
ستاسې د عالمانه او اکېډميک ليکنو پۀ تمه .............................................
طالب جان
13.11.2005
محترمه مکرمه او قدرمنه وروره (کټوازی) صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امابعد : ستاسي په ټولو لیکنو ویاړم ,په تېره بیا دا پورتنۍ لیکنه مو خورا په زړه پوري ده , ستاسي له لوري د حضرت عمر رضی الله عنه ددې جملې [color=darkblue:586c8fdc18]((( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي )))[/color:586c8fdc18]په تایید ښایی ووایم چي د ډاکترانو له ویناوو سره سم له ساینسي پلوه هم له محرماتو پرته په نوروخپلوانو په تېره بیا د تره له لور سره نکاح کول که څه هم له شرعي پلوه روا دي خو دداسي انکحوو ترمنځ د بچیانو د کمزوري شکایتونه بیخي ډیر وي دساري په توگه :
په ماشومانو کي د ویني یوه ناروغي ده چي ( تهیلیسمیا ) ورته ویل کیږي , پدې ناروغي کي د ماشوم د ویني سره ذرات (هیمگلوبین) لږیږي او په هره میاشت کي ماشوم د ویني وراچولوته اړتیا پیدا کوي همداسي ورو ورو دا وینه لسو ورځو ته راځي چي پایله یي له پنځو تر لسو یا لږو ډیروکلونو وروسته ماشوم مړ کیږي .
دنوموړي ناروغي کوم ځانگړی لامل نشته خو ډیری ډاکتران دا خبره کوي چي دداسي ماشومانومور او پلار په سلو کي اتیا یا نوي سره د تره زامن وي .
نو که څه هم له شرعي پلوه دډاکترانو دا خبره نه تایدیږي خو تجربې دا خبره ثابته کړي چي دخپلوانو تر منځ د نکاح اولادونه کمزوري وي .
د عربي ادب دیوه وتلی کتاب (مقامات حریري) په یوه شرحه کي مي تر سترگو شو چي یوه شاعر هم دا خبره کړیوه چي گواکي زما اولادونه کمزوري نه دي ځکه چي ما په خپلوانو کي واده نه دی کړی نوموړي شارح د شعر په تایید کي د حدیث یوه ټکړه رانقل کړیوه چي پکي له خپلوانو سره د نکاح کولو حوصله شکني شوي وه .
که څه هم ما دهغه حدیث د نوموړي برخي ډیر تلاش وکړ خو داسي کوم حدیث مي تر سترگو نه شو.
همداراز مي د نوموړي حدیث او (له خپلوانو سره د نکاح د نه کولو په اړه) د هیواد له یوه ستر عالم نه هم وپوښتل هغه هم دداسي کوم حدیث نه خپله ناخبري څرگنده کړه البته د عربي ادبو حواله یی ورکړه چی پکي کمزوري بچیان له خپلوانو سره د نکاح پایله بلل شوي . والله اعلم باالصواب .
عزتمنه کټوازی صیب : د حضرت عمررضي الله عنه دخبري تایید له دې نه هم کیږي چي په خپلو خپلوانو کي نکاح کورنۍ ستونزۍ هم رامنځته کوي لکه چي زمونږ او ستاسي په پښتني ټولنه کي يي ډیر مثالونه لیدل کیږي .
[color=blue:586c8fdc18]یووار بیا یادونه کوم چي په خپلوانو کي نکاح له شرعي پلوه هیڅ ستونزه نلري البته دا پورته هرڅه مو د تجربې او ساینسي پر مختگ په رڼا کي لیکلي ، دا کومه شرعي مسأله نه ده [/color:586c8fdc18]. والله اعلم باالصواب
کټوازی
16.11.2005
ديني او علمي شخصيت ،محترم اومکرم مولوي صيب طالب جان ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اله وبرکاتۀ !
هيله لرو چې تردې ساعته به دلوی او بښونکي څښتن پۀ فضل او مهربانۍ سره روغ ،جوړ او خوشاله ياست، پۀ راتلونکي کې مو هم د روغتيا او خوښۍ پۀ هيله يو !
داچې د خپل دروند خوی له مخې زماګوډو ماتو ليکنو ته پۀ درنه سترګه ګورئ ، او پرې وياړئ ،پالونکی څښتن مو د او عزت او کامرانۍ درجات نور هم لوړ کړه ! امين ثم امين
امابعد! قدرمن مولوي صيب :: [quote:472bfd7841]د حضرت عمر رضی الله عنه ددې جملې ((( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي )))په تایید ښایی ووایم چي د ډاکترانو له ویناوو سره سم له ساینسي پلوه هم له محرماتو پرته په نوروخپلوانو په تېره بیا د تره له لور سره نکاح کول که څه هم له شرعي پلوه روا دي خو دداسي انکحوو ترمنځ د بچیانو د کمزوري شکایتونه بیخي ډیر وي دساري په توگه :
په ماشومانو کي د ویني یوه ناروغي ده چي ( تهیلیسمیا ) ورته ویل کیږي , پدې ناروغي کي د ماشوم د ویني سره ذرات (هیمگلوبین) لږیږي او په هره میاشت کي ماشوم د ویني وراچولوته اړتیا پیدا کوي همداسي ورو ورو دا وینه لسو ورځو ته راځي چي پایله یي له پنځو تر لسو یا لږو ډیروکلونو وروسته ماشوم مړ کیږي .[/quote:472bfd7841]
داچې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنۀ وينا مو له ساينسي پلوه پۀ اثبات رسولې پر باور سره چې زموږ دوياړ اوښې رهنمايي باعث ګرځېدلې ،پالونکی څښتن دې وکړي چې ستاسې پۀ څېر علما، کرام پۀ خپلو علمي هڅو او کوښښونو سره د اسلام د مبين او سپېڅلي دين د هر حکم پټ او حيرانوونکي ساينسي ،علمي او اکېډميکي اړخونه رابرسېره کړي اوپۀ دې توګه د اسلام د مبين دين دفطري او افاقي اصالت او ريښتينولۍ د هغو منکرانو او تعليم يافته جاهلانو پوچو او ناوړه جاهلانه شبهاتو اواعتراضاتوته مسکت او اکېډميک مدلل جوابونه وويل شي ،چې د خپلو ناوړه او بې ځايه دليلونواو انتقادونوله لارې دخپلوپوچو ،سطحي ،لوحي او چټي اعتراضاتو پر تکذيب پرده اچوي !!!
محترم مولوي صيب :: د خپلې درنې علمي ليکنې پۀ دې لاندې برخې ........
[quote:472bfd7841] د عربي ادب دیوه وتلی کتاب (مقامات حریري) په یوه شرحه کي مي تر سترگو شو چي یوه شاعر هم دا خبره کړیوه چي گواکي زما اولادونه کمزوري نه دي ځکه چي ما په خپلوانو کي واده نه دی کړی نوموړي شارح د شعر په تایید کي د حدیث یوه ټکړه رانقل کړیوه چي پکي له خپلوانو سره د نکاح کولو حوصله شکني شوي وه .
که څه هم ما دهغه حدیث د نوموړي برخي ډیر تلاش وکړ خو داسي کوم حدیث مي تر سترگو نه شو.
همداراز مي د نوموړي حدیث او (له خپلوانو سره د نکاح د نه کولو په اړه) د هیواد له یوه ستر عالم نه هم وپوښتل هغه هم دداسي کوم حدیث نه خپله ناخبري څرگنده کړه البته د عربي ادبياتو حواله یی ورکړه چی پکي کمزوري بچیان له خپلوانو سره د نکاح پایله بلل شوي . والله اعلم باالصواب .[/quote:472bfd7841]
سره مو داسلامپو هانو هغه دريځ ته چې له محرماتو سره د نکاح د تحريم حکمت پکې ښوول سوی دی ،لا زياته علمي او منطقي غښتلتيا او پياوړتيا وربښلې، پرمجاهد قلم مو برکت شه ، دفکر اباسين مو تل څپانده اوسه !!!
[quote:472bfd7841] د حضرت عمررضي الله عنه دخبري تایید له دې نه هم کیږي چي په خپلو خپلوانو کي نکاح کورنۍ ستونزۍ هم رامنځته کوي لکه چي زمونږ او ستاسي په پښتني ټولنه کي يي ډیر مثالونه لیدل کیږي .[/quote:472bfd7841]
هو ! ډېر پرځای او علمي بريښي ، ځکه چې دسايکالوژ ي (اروا پوهنې) عالمانوپخپلو تجربو او ژورو کتنو کې دا پۀ اثبات رسولې چې د مېړۀ او ښځې ترمنځ فکري او اروايي عدم توافق ، د هغوئ د ماشومانو پر اروايي ،فکري او فزيکي نيمګړتياوو او کمزورتياوو منتيج کېږي ، او بس
نو زموږ او ستاسو پۀ پښتنې ټولنې کې د ځينو ناوړه او بې ځايه دودونو او رواجونو د شتون له مخې دخلکو او پۀ تېره بياد خپلوانو پۀ منځ کې پۀ نه او بې ارزښته خبره زياتره وخت ستونزې ،شخړې او خپړې سر را پورته کوي ، چې له همدې امله دنږدې خپلوانو تر منځ د ودونوپۀ صورت کې د کورنيو شخړو زهر د ښځې او مېړۀ ژوند ته هم ډېر ژر نېغه پۀ نېغه سرايت کوي ،چې دهغوئ تر منځ د ژوندانۀ سونزمتيتا او تريخوالی نېغ پۀ نېغه د ماشومانو د ذهن پر سپينه پاڼې او ناوړه اغېزې شيندې ،چې دا ناوړه اغېزې پۀ پاي کې د ماشوم پر اروايي ،فکري او فزيکي نيمګړتيا او کمزورتيا پای ته رسېږي !!!
ستاسې له علمي ليکنې څخه ډېره مننه او خوښنه !!!
ع کريم حليمي
17.11.2005
محترمو مکرمو او قدرمنو وړونو طالب جان صاحب ، کټوازی صیب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
مکرم طالب جان وروره ! تاسو يوه درنه،عظيمه ليکنه کړې
چه په سر کښي ئې تائد او په پای کښي معقل ،شرعي جواب
[quote:6a03a0e4a3]د حضرت عمر رضی الله عنه ددې جملې ((( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي )))په تایید ښایی ووایم چي د ډاکترانو له ویناوو سره سم له ساینسي پلوه هم له محرماتو پرته په نوروخپلوانو په تېره بیا د تره له لور سره نکاح کول که څه هم له شرعي پلوه روا دي خو دداسي انکحوو ترمنځ د بچیانو د کمزوري شکایتونه بیخي ډیر وي [/quote:6a03a0e4a3]
او زه په دې باور نه لرم چه پورته خبره حضرت عمر رضی الله عنه کړې وي ولي چه
چهار يارکبارو داسي خبره نه کول اونه ئې کړې چه د حديث او قران سره په ټکر
وي ٠
که چيري څوک د نيژدې دوستانو يعني د خپل قوم د ښځي سره واده وکړي لادونه ضعيفه او کمزوری کيږي ٠ د ضعيفه او کمزور معنا نه ده معلومه ٠ چه څه معنا ؟؟
او ايات شريف داسي راړوري چه :
بسمه تعالی :وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتاً وَسَاء سَبِيلاً
22 . And marry not those women whom your [color=red:6a03a0e4a3]fathers married [/color:6a03a0e4a3], except what hath already happened ( of that nature ) in the past . Lo! it was ever lewdness and abomination , and an evil way .
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ اللاَّتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُواْ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلاَئِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلاَبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ إَلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُوراً رَّحِيماً
23 . Forbidden unto you are [color=darkred:6a03a0e4a3]your mothers[/color:6a03a0e4a3] , and [color=cyan:6a03a0e4a3]your daughters[/color:6a03a0e4a3] , and [color=blue:6a03a0e4a3]your sisters [/color:6a03a0e4a3], and [color=green:6a03a0e4a3]your father ' s sisters [/color:6a03a0e4a3], and [color=blue:6a03a0e4a3]your mother ' s sisters [/color:6a03a0e4a3], and [color=red:6a03a0e4a3]your brother ' s daughters and your sister ' s daughters [/color:6a03a0e4a3], and [color=darkred:6a03a0e4a3]your foster mothers , and your foster sisters , and your mothers-in-law [/color:6a03a0e4a3], and [color=cyan:6a03a0e4a3]your stepdaughters [/color:6a03a0e4a3]who are under your protection ( born ) of your women unto whom ye have gone in but if ye have not gone in unto them , then it is no sin for you ( to marry their daughters ) and the [color=blue:6a03a0e4a3]wives of your sons who ( spring ) from your own loins [/color:6a03a0e4a3]. And ( it is forbidden unto you ) that ye should have [color=darkred:6a03a0e4a3]two sisters together [/color:6a03a0e4a3], except what hath already happened ( of that nature ) in the past . Lo! Allah is ever Forgiving , Merciful .
دا د زرهاوو کلو خبره ده چه خلګو په خپل قوم کښي ودوه کول او کوي ئې
نن يوازي په اروپا کښي اقوام له منځه تللي٠ په اسيا ،افريقا، اسټراليا ، نن هم اقوام ژوند کوي او هم په خپلو قومونو کښي وادونه کوي ٠ يهوديان چه نن په ډير قوي قوم او هم هوښيار قوم پېژندل کيږي
قومي ژوند لري ٠ او نن ئې هم قوميت ټنګ نيولی دۍ ٠ تر دې حده چه يو رابای ملا ئې (رباني ) ئې تتبع کړي په خپل ورک قوم پسي او وايې ٠ چه ورک سوۍ قوم ئې دغه زموږ يوسفزي ښولی ٠ چه له دوۍ نه ور سوي
او اول په هرات کښي مشته سوي او بيا د افغانستان ګوټ ګوټ ته تللي ٠
که د د ډاکترانو خبره ٢ في صده رشتيا وای نو نن به د دنيا تر ټول غټ قوم ډير ضعيفه او کمزورې واي يعني هندوستان ، پښتانه ،چنايان ، چه ټوله په خپل قوم کښي ودونه کوي ٠
او د ضعيفه او کمزروري معنا هم موږ ته سمه نه ده معلومه [color=cyan:6a03a0e4a3]چه څه معنا د لته [/color:6a03a0e4a3]
که دا خبره څوک ومني نو بيا د نص شرعي سره مقاطعه پېښيږي
کټوازی
20.11.2005
..............[color=cyan:5fdd2ef6f2]د لوی او بښونکي خدای جل جلالۀ پۀ نامۀ ![/color:5fdd2ef6f2]
محترمو استازانو،درنو مشرانو ،هر يو محترم اومکرم مولوي صيب طالب جان، محترم او مکرم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،او نورو ګرانو وروڼو ،او پتمنو ،خوږو خويندو،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
هيله من يو ،چې ټول به د لوی او توانا خدای جل جلالۀ پۀ فضل او مهربانۍ روغ ،جوړ او خوښاله ياست ،پۀ راتلونکي کې مو هم د بشپړ روغتيا او خوښۍ پۀ هيله يو !
اما بعد! دروند مولوي صيب عبدالکريم حليمي !
تاسو ليکلي ::
[quote:5fdd2ef6f2] او زه په دې باور نه لرم چه پورته خبره حضرت عمر رضی الله عنه کړې وي ولي چه
چهار يارکبارو داسي خبره نه کول اونه ئې کړې چه د حديث او قران سره په ټکر
وي ٠ [/quote:5fdd2ef6f2]
لمړی خو بايد دا ووايم ،چې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنۀ دا وينا [color=indigo:5fdd2ef6f2](پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي)[/color:5fdd2ef6f2] هيڅکله هم دا مانا نه لري چې ګواکې تاسو پۀ خپلوانو کې وادۀ مه کوئ ، بلکې د حضرت عمر فاروق عمر رضی الله تعالی عنۀ پۀ نوموړې وينا کې د اسلام د يوۀ حکم پټ علمي ،منطقي او سايني اړخ رابرسېره سوی ،چې هغه له محرماتوسره د نکاح دتحريم د حکمت پر چورليځ څرخي ، چې دنننيو علومود بيولوژيي او سايکالوژي پو هانو ژورې علمي کتنې او څېړنې يي د اثبات پر ګدۍ کېنوي !
،نو ځکه بايد ووايم ، چې وبه نه سوکولای ، دنوموړې وينا يو اړخ هم له قران او حديث سره پۀ ټکر کې وښيو او ووايو چې پۀ دې دليل دا وينا د حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنۀ نه ده ، او دا هم بايد پرې ورزياته کړم ، [color=white:5fdd2ef6f2]((( پرته له دې چې له محرماتو سره دنکاح د تحريم حکمت ،د يوۀ سالم بشري پښت منځ ته راوړل ،او دځينو نورو ساه پوهنيزو او ټولنيزو ايجاباتو رعايتول و بولو ،کورټ ناشو نې ده ،چې څوک دې يي بل حکمت وښيي ، او که يي څوک ښوولای شي ،لطفا زموږ د رهنمايي پۀ موخه دې يي روښانه کړي[/color:5fdd2ef6f2] ، بيا نو تيار يو ،چې دا وينا [color=cyan:5fdd2ef6f2]((( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي )))[/color:5fdd2ef6f2] درواع او دبل چا يي وبولو !!!
همدا ډول ،محترم مولوي صيب حليمي !تاسو ليکلي ::
[quote:5fdd2ef6f2]که چيري څوک د نيژدې دوستانو يعني د خپل قوم د ښځي سره واده وکړي لادونه ضعيفه او کمزوری کيږي ٠ د ضعيفه او کمزور معنا نه ده معلومه ٠ چه څه معنا ؟؟ [/quote:5fdd2ef6f2]
هو رښتيا هم ، که ووايو ،چې پخپل قوم کې وادۀ مه کوئ ،ځکه بيا مو اولاده کمزوری کېږي ، کورټ بې ځايه او بې منطقه ښکاري ، نو پۀ همدې دليل بيا ويلای سو ، چې دا وينا [color=cyan:5fdd2ef6f2]( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي) [/color:5fdd2ef6f2] له قران او حديث سره پۀ ټکر کې واقع ده ، ځکه چې د قران کريم او فرقان حميد پۀ هر حکم کې يو ځانګړی حکمت پروت دی نو پۀ همدې اساس نوموړې وينا د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی نۀ شي ،کېدای !!!
اما پۀ ياد به يي لرو ،چې نوموړې وينا يواځې د محارمو خپلوانو اويا پۀ بله ژبه ، له محرماتو سره د نکاح د تحريم د حکمت پر تړاؤ را غلې ،نه د ټولو خپلوانو ،او يا لکه چې تاسو يي انګېرئ ، د ټول قوم پۀ باب !!! ،
دروند مولوي صيب ! همدا ډول تاسې واياست ،
[quote:5fdd2ef6f2]د ضعيفه او کمزور معنا نه ده معلومه ٠ چه څه معنا ؟؟ [/quote:5fdd2ef6f2]
ددې لپاره چې ليکنې مې تکراري بڼه ونه لري ، له تاسو څخه هيله لرم ،چې د خپلې همدې پوښتنې د جواب لپاره ، موضوع له سره وګورئ ،تر څو وکولای سي ،خپلې پوښتنې ته له هر پلوه ( ساه پوهنيز ،پوهنيزاو ټولنيزپلوه ) جواب ومومئ ،او ښايي پۀ هماغه صورت کې له خپلو ډېرو خبرو څخه هم تېر شئ !
ع کريم حليمي
22.11.2005
ښاغلې محترمه مکرمه اسدالله صميم کټوازی صاحب سلام !
زموږ او ستاسو مکرم طالب جان تاسو او موږ ته ليکي چه :
[u:7a8d1514a5]یووار بیا یادونه کوم [/u:7a8d1514a5]چي په خپلوانو کي نکاح له شرعي پلوه هیڅ ستونزه نلري البته دا پورته هرڅه مو د تجربې او ساینسي پر مختگ په رڼا کي لیکلي ، دا کومه شرعي مسأله نه ده . والله اعلم باالصواب
که داخبره د حضرت عمر خبره وي چه : ( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي)
داچه حضرت علی کرم الله وجهه د بي بي فاطمې رضی الله عنها سره نکاح تړلې
وه ٠ او هم ئې څو واره خوابدی او جنجال کړي دۍ او حضرت علی به په مسجد کښي
ويده وو د خوابدۍ په سبب ٠ ايا او لادونه (الحسن و الحسين سيدا شباب اهل جنه) يعني ضعيفه وه ؟؟؟؟
خوابدی خو يو طبيعي کار دۍ د مېړه او ښځي تر منځ ٠ نبي عليه السلام هم يوه مياشت (٢٩) ورځي خوابدی کړيدۍ د خپلي بي بي سره
او کورته نه ور ننوتلۍ ٠ پسله ٢٩ ورځو کورته ورغلۍ ٠ او بي بي ورته وويل چه
مياشت نه ده پوره سوې ٠ نبي عليه السلام ورته ويل چه دغه مياشت ٢٩ ورځي ده ٠
او په هر دين ،(يهودي ، عيسوي ،بودايي،٠٠٠) د محرمو سره چا واده ندۍ کړي
هيڅ داسي سند نسته په لاس کښي
نوڅه انګېزه وه چه حضرت عمر خلګ هڅول چه د پرديو د واده کولو خبره ئې
کول ٠
هر څه خو ماته معلوم نه دي ! خو دمره خبره ده چه د اسلامي اصولو چوکاټ رامعلوم دۍ هره خبره چه تر
چوکاټ (قران او حديث ) وتلې وي په پوهيږم ٠ نو بيا ئې داسي په يوه دقيقه ئې درده وم ٠
او بل دانه ده معلومه چه تاسو دحضرت عمر د خطابې خبر ليکلۍ که مبتدا
تاسو ته معلومه ده ٠ چه موضع د مبتدا او خبر څخه معلوميږي ٠
تر څو چه ټوله خطابه يا ليکنه څوک ونه لولي نو حق نسته چه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠
هو ! که مور او پلار د اولادو په مخ کښي کوجاوي وايي ٠ لاس اچوي ، يا يو پر بل سره بد ګمانه وي ٠ نو اولادونه اخلاق ضعوف پيدا کوي ٠
و لي چه مور او پلار ئې اخلاق ضعوف لري
کټوازی
24.11.2005
[quote="عبدالکريم حليمي"]ښاغلې محترمه مکرمه اسدالله صميم کټوازی صاحب سلام !
زموږ او ستاسو مکرم طالب جان تاسو او موږ ته ليکي چه :
[color=cyan:16a87b0bf7][u:16a87b0bf7]یووار بیا یادونه کوم [/u:16a87b0bf7]چي په خپلوانو کي نکاح
له شرعي پلوه هیڅ ستونزه نلري البته دا پورته هرڅه مو د تجربې
او ساینسي پر مختگ په رڼا کي لیکلي ، دا کومه شرعي
مسأله نه ده . والله اعلم باالصواب[/color:16a87b0bf7]
محتر م او مکرم استاز مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ور حمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
هيله لرو چې روغ جوړ او خوښاله به ياست پۀ راتلونکي کې مو هم د
خوښۍ او روغتيا پۀ هيله يو !
کور مو ودان چې زموږ پام مو هم ورته راواړوۀ ، خو ددې ترڅنګ دې ته مو هم بايد پام وي ، چې محترم مولوي صيب طالب جان دا پورته کلمات يوازې د خپلې ليکنې پۀ تړا ؤ راوړي، چې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی وينايي له ساينسي پلوه تاييد کړې وه ، او بس
[quote:16a87b0bf7]که داخبره د حضرت عمر خبره وي چه : ( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي)
داچه حضرت علی کرم الله وجهه د بي بي فاطمې رضی الله عنها سره نکاح تړلې
وه ٠ او هم ئې څو واره خوابدی او جنجال کړي دۍ او حضرت علی به په مسجد کښي
ويده وو د خوابدۍ په سبب ٠ ايا او لادونه (الحسن و الحسين سيدا شباب اهل جنه) يعني ضعيفه وه ؟؟؟؟ [/quote:16a87b0bf7]
محتر م مولوي صيب ! بايد يو ځل يې بيا درپۀ ياد کړم ،چې دا وينا [color=white:16a87b0bf7](( پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ، تر څو ستاسې اولاد کمزوری او ضعيفه نۀ وي )))[/color:16a87b0bf7] يوازې او يوازې د محرماتو پۀ تړاؤ راغلې ،نه دټولو ،نږدې يا ليرې خپلوانو پۀ هکله ، ځکه چې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنۀ ، د يوۀ شخص پۀ جواب کې پۀ پورته ډول فرمايلي دي، چې له هغوئ څخه يي له محرماتو سره د نکاح د تحريم د حکمت پۀ هکله وپوښتل !!!
[quote:16a87b0bf7] هر څه خو ماته معلوم نه دي ! خو دمره خبره ده چه د اسلامي اصولو چوکاټ رامعلوم دۍ هره خبره چه تر
چوکاټ (قران او حديث ) وتلې وي په پوهيږم ٠ نو بيا ئې داسي په يوه دقيقه ئې درده وم ٠
[/quote:16a87b0bf7] دروند مولوي صيب ::
هو ! علم سمندر دی ، اړينه نه ده ،چې هر څۀ دې موږ ته مالوم وي ، ډېر داسې شيان سته ،چې موږ او تاسو به نه وي اورېدلي او يا ليدلي ، خو هغه به يو روښا نه واقعيت وي ، اما که يي پۀ علمي تله کې وتلو ،ښايي بيا ورباندې موافقې ته ورسېږو !!!
[quote:16a87b0bf7]او بل دانه ده معلومه چه تاسو دحضرت عمر د خطابې خبر ليکلۍ که مبتدا
تاسو ته معلومه ده ٠ چه موضع د مبتدا او خبر څخه معلوميږي ٠
تر څو چه ټوله خطابه يا ليکنه څوک ونه لولي نو حق نسته چه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ [/quote:16a87b0bf7]
لمړی خو بايد اد ووايم ،چې د نوموړې وينامنځپانګه او شکل پخپله يو علمي دليل دی ، خو که برسېره پردې يي هم څوک د علمي او کتابي سر چينې پوښتنه کوي ، نو مخکې تردې چې زۀ يي علمي او کتابي سرچينه ور وښيم ،دا سپيناوی اړين بولم ، د يوۀ زده کوونکي پۀ توګه له ما څخه پر ځای ددې چې د کومې شرعي او علمي پوښتنې پۀ صورت کې مې رهنمايي وشي [color=cyan:16a87b0bf7](چې علما، کرام پخپله د هغې پوښتنې سرچينه ولټوي ،او يا يي د خپل علمي استنباط اواجتهاد له مخې حل وړاندې کړي)[/color:16a87b0bf7] د سرچينې پو ښتنه کول ښايي پر ځای او سم نۀ وي ، ځکه چې د يوۀ ادنا زده کوونکي پۀ توګه، نه دومره مطالعه لرم ،چې د هرې مسالې علمي او کتابي سرچينې دې راته مالومې وي ،او نه هم پۀ علمي او شرعي مسايلو کې کومه وړتيا ،چې پخپل علمي او اجتهادي ځوا ک دې د کومې مسلې حل وړاندې کړم ،
خو پۀ هر صورت....
داچې تاسې يي پوښتنه کوئ ، تر هغه بريده چې ماته مالومه ده ،نه يي سپموم !!!
د نهم ټولګي د ديني ښونې او روزنې پۀ هغه کتاب کې مې چې پۀ ١٣٥٤ لږديز لمريز کال کې د هېواد د ځوان پښت د ديني او اخلاقي ښوونې او روزنې پۀ سپېڅلې هيله له چاپه راوتلی اود تاليف او ترجمې چارې يي د پوهنې د وزارت د تاليف او ترجمې د رياست د يوۀ لوی علمي کمېسيون له خوا بشپړ شوې ، د ځينو نورو اړينو علمي او شرعي توکو ترڅنګ ، پۀ څلورم څپرکي کې ، [color=white:16a87b0bf7]پۀ کورنۍ پورې مربوط احوال[/color:16a87b0bf7] تر عنوان لاندې د نکاح، طلاق ،او داسې نورو مضامينو پۀ ګډون[color=cyan:16a87b0bf7]له محرماتو سره د نکاح د تحريم حکمت[/color:16a87b0bf7] ، تر سر ليک لاندې پۀ زړۀ پورې لوست کې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی نوموړې وينا تر سترګو شوه، چې بيا مې ددې لپاره ، چې پردې موضوع لا ښۀ بحث وشي ، او له دې لارې ښه روښانه شي ،کټ مټ مې پۀ خپله لمړۍ ليکنه کې ځای کړه ، ددې لپاره چې پخپله ادعا کې دروغجن نه يم ،ستاسې درانۀ حضور ته خپله لمړۍ ليکنه يو وارې بيا ږدم
[color=cyan:16a87b0bf7]محترمواو مکرمو استازانو، محترم او قدرمن مولوي صيب طالب جان ،محترم او مکرم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،او نورو درنو مشرانو ،ګرانو وروڼو او پتمنو، خوږو خوېندو ،
د زړۀ له کومې مې دمينې او درناوي ،تاودۀ سلامونه او احترامات ومنئ !
څرنګه چې اسلام د خپل فطري او افاقي اصالت او ريښتينولۍ پر بنسټ د بشردد دنيوي او اخروي ژوندانۀ دټولو نېکمرغيو ضامن دی ،او پۀ هر حکم کې يي يو ځانګړی حکمت پروت دی چې پۀ لمړي ګام کې ورځينې د بشري ټولنې دنيوي نېکمرغۍ او ښېګڼې متصورې وي او پۀ دويم ګام کې يي اخروي ،نو د همدې سپېڅلي اصالت او واقعيت له مخې اسلام د سالم بشري پښت او ځينونورو اجتماعي (ټولنيزو) او روحياتي ايجاباتو له مخې خپل پيروان له محارمو ( خوېندو ،مېندو ،ترېندو ،لورانو ،،لمسيو ،بنزيو او داسې نورو سببي ،دايمي او مو قتي محارماتو )سره له نکاح او وادۀ کولو څخه منعي کوي !!!
نولکه څرنګه چې مو ورته پۀ پاس کرښو کې نغوته وکړه ،چې له محارمو سره د نکاح حرمت او ممانعت د سالم بشري پښت اوځينو نورواجتماعي او روحياتي ايجاباتو پر چورليځ څرخي ،پۀ همدې اساس له تاسو څخه پۀ خورا درنښت هيله کېږي ،چې پر دې تړاؤ به د خپلو عالمانه نظرونو پۀ څرګندولو سره ،د پوهانو هغه دريځ ته چې پۀ لاندې ډول راوړل کېږي دلانورې پياوړتيا او غښتلتيا پۀ ور وبښلو، زموږ او لوستونکو رهنمايي وکړئ !
داسلامپوهانو پۀ اند څرنګه چې د وادۀ د هدفونو څخه يو هدف د نسل توليد دی ،که چېرې له محارمو سره وادۀ وشي ،نو نسل پۀ پرله پسې توګه ضعيفه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ،لکه څرنګه چې پۀ ځينو حيواناتو کې ليدل شوي دي ،کله چې پۀ يوۀ فاميل او يا ګروف کې دننه نسل توليدېږي ،پۀ تدريج سره د اړونده فاميل او يا ګروف نسل بې ځواکه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ، حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنۀ پر دې تړاؤ د يوۀ شخص د پوښتنې پۀ جواب کې وويل :(( پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي (پۀ فزيکي ،اروايي او فکري توګه ) )))
همدا راز د نکاح يو بل حکمت چې ډېر سېڅلی او وياړلی دی ، د بېلا بېلو کورنيو ترمنځ د خپلوۍ د روابطو پراختيا ده ،چې د ټولنې بنسټ ږدي ، له محارمو سره وادۀ ،دا روابط محدودوي ،او شخص له نورو کورنيو سره د خپلوۍ نږدېکت او قرابت له روابطو څخه بې برخې کوي ،چې د بشري ټولنې د ټولنيزو پيوندونو پۀ غوڅېدلو منتيج کېږي !!!
ستاسې د عالمانه او اکېډميک ليکنو پۀ تمه .............................................[/color:16a87b0bf7]
[color=indigo:16a87b0bf7] يادښت: نوموړی کتاب ماته د يوۀ کوچني افغان ماشوم ،پۀ لاس لاس ته راغلی ،چې د دې کتاب د تاليف او ترجمې د کار سوابق پکې پۀ بشپړ ډول ليکل شوي دي ،که غواړئ ،د تاليف او ترجمې د چارو دعالي علمي کمېسيون د کار او زيا ر سوابق به يي هم کټ مټ مخې ته درته کېړدم !!! [/color:16a87b0bf7]
کټوازی
24.11.2005
تکرار وو ړنگ شو .
کټوازی
24.11.2005
تکرار وو ړنگ شو .
کټوازی
24.11.2005
تکرار وو ړنگ شو .
ع کريم حليمي
25.11.2005
محترم ، دروند اسدالله صميم کټوازی صاحب او درنو لوستونکو
سلام و رحمه الله و برکاته !
ډېر محترم او قدردانه
زه هم هيله لرم چې روغ جوړ او خوښاله اوسۍ او هم په راتلونکي تاسو ته روغتيا او خوښۍ غواړم !
او زه هم ستاسو څخه مننه کوم چه ډېره ښه او با مفهومه جوابونه مو موږ ته ليکلي ٠
وروره ! هر ګونه تعصب او لجاجت خميره ده چه سړی د حق څخه ليري کوي ،
او دسعادت څخه ئې محروم کوي ٠
د اهل تشيع علماوو پر دغه حديث پوري لاس ټنګ نيولۍ چه :
انى تارك فيكم الثقلين: كتاب الله و عترتى، و انهما لن يفترقا حتى يردا على الحوض.
ژباړه -زه ستاسو په منځ ښي دوه نفيس شيه پرېږدم کتاب الله او عترت د اهل بيت زما
چه دا دوه نه بېل کېدونکي دي چه وماته د حوض کوثر سره راکړه سوېدي
او داسي لاهم وايي چه : مثل اهل بيتى مثل سفينة نوح، من ركبها نجى، و من تخلف عنها غرق.
چه اهل بيت تيار د نوح کښتۍ ده که وروخيژې نجات سو او که ور ونه ختې نو
غرق سوو
او اهل تسنن علما بياپه دا لاندي حديث پوري لاس نيولې دۍ چه :
تركت فيكم أمرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله وسنة نبيه "
اوس نو يوه ډله علما وايي چه لاس ټنګ ونيسۍ په کتاب الله او اهل بيت پوري
او بله ډله وايې چه كتاب الله وسنة نبيه
اما عقل خو دا مني چه كتاب الله وسنة ولي چه اهل بيت خو مړه کيږي ٠ که اهل بيت نه وه بيا څنګه کيږي ٠ او بل په كتاب الله او اهل بيت پوري ٠ او دواړه علما لري ٠ او نه سره چوړيږي ٠ او بيا هم علما دي
او داسي راغلي چه : إن الله عزوجل يعذب ستة بست : [color=cyan:f58bd8593c]العرب بالعصبية [/color:f58bd8593c]، والدهاقة بالكبر ، [color=red:f58bd8593c]والامراء بالجور [/color:f58bd8593c]، [color=white:f58bd8593c]والفقهاء بالحسد [/color:f58bd8593c]، [color=blue:f58bd8593c]والتجار بالخيانة [/color:f58bd8593c]، واهل الرستاق بالجهل ٠
يعني د غه ٦ ډلي به په ٦ سببونو عذاب و ويني (پوهان په حسد )
او نن يوه بله ډله خلګ پيداسوي چه قران او ساينس هره ورځ په تله کښي تلي
او وائې چه وګورۍ قران ساينس دۍ ٠
حال داچه ساينس او قران دوه جلا شيان دي ٠ مثلا
ټوله ډاکتران وايي چه يو ګلاس سره واين (خمر ) د شپې خوړل د زړه کسته له
منځه وړي ٠
او الله قاطع د شرابو خوړل منع کړي ٠
بل عالم بيا کښېنې چه : لمونځ نو داسي او هاسي او ذکات نو بيا داسي او هاسي ٠ قمار بيا داسي اوهاسي ،زنا نوبيا داسي او هاسي
مسلمانان لمنځ کوي کار ئې خراب دۍ تر کفار ٠ مسلمان ذکات ور کوي او اقتصادي کار ئې خراب دۍتر کفاور ، قمار نه کوي ، زنا نه کوي او مرضونه په کښي ډير دي تر کفارو
نو به داسي وايو چه ٠ څه چه کتاب الله ويلي پر موږ فرض دي ، او هغه تعريف چه
کتاب الله کړي کله چه فرمائې : «ان الصلاه تنها عن الفحشا و المنكر». او بس
او هم فرمايي چه : يَسئَلُونَك عَنِ الْخَمْرِ وَ الْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كبِيرٌ وَ مَنَفِعُ لِلنَّاسِ وَ إِثْمُهُمَا أَكبرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَ يَسئَلُونَك مَا ذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِك يُبَينُ اللَّهُ لَكُمُ الاَيَتِ لَعَلَّكمْ تَتَفَكَّرُونَ
لمونځ د فحشا مخه نيسي او د شرابو تر کټي خساره ډيره ده او بس
او بيا فرمايي چه : وَ لا تَقْرَبُوا الزِّنى إِنَّهُ كانَ فَحِشةً وَ ساءَ سبِيلاً
زنا ته مه نږدې کېږۍ چه ډير زشت او بد کار بده لار ده
هو ! فکر کوه په ايات شريف کښي ٠
او نور پوهان بيا داسي وايي چه :
[quote:f58bd8593c]داسلامپوهانو پۀ اند څرنګه چې د وادۀ د هدفونو څخه يو هدف د نسل توليد دی ،که چېرې له محارمو سره وادۀ وشي ،نو نسل پۀ پرله پسې توګه ضعيفه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ،لکه څرنګه چې پۀ ځينو حيواناتو کې ليدل شوي دي [color=white:f58bd8593c]،کله چې پۀ يوۀ فاميل او يا ګروف کې دننه نسل توليدېږي ،پۀ تدريج سره د اړونده فاميل او يا ګروف نسل بې ځواکه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي [/color:f58bd8593c][/quote:f58bd8593c]
تاسو ته به معلومه وي يا نه ٠ خو ماته معلومه ده چه دا پوهان غلط سويدي
زه مالدار وم د وچکالۍ په کال او ژوندی مال مي در لودي ٠ خلګو د بادغس
څخه راتله او اولادونه يې خرڅول ٠ او ما ئې ميږي ترې رانيولې ٠ مېږ په يوه کندهاري من غنمو ٠
کلونه مو يو مږ ور ايله کړي وو ٠ او نه مي له نورو مالدار اورېدلي چه د بلي رمې مږ ورته راولۍ ولي چه يو
وخت بيا داسي پېښيږي چه ميږي ضعيفه کيږي او له منځه ځي ٠
هيڅ وخت ملدارو دا کار ندۍ کړي چه د بلي رمې څخه مږ خپلو ميږو ته را ولي
دا داسي علما چه خبري کوي يوازي يې سجه د خبرو برابره وي ٠
يا هر عربي کتاب چه په لاس ورغلۍ هسي ئې ترجمه کوي ٠ او بس
[quote:f58bd8593c]د نهم ټولګي د ديني ښونې او روزنې پۀ هغه کتاب کې مې چې پۀ ١٣٥٤ لږديز لمريز کال کې د هېواد د ځوان پښت د ديني او اخلاقي ښوونې او روزنې پۀ سپېڅلې هيله له چاپه راوتلی اود تاليف او ترجمې [/quote:f58bd8593c]
دا خبره دي منم دغسي ده
کوم علما ٠ عبدالخلق واسعي ،محمد امين خوګياڼی ، مولوي صالح محمد ٠ يا رشاد بابا ، او که علامه سيد سليمان نددي ، عزيز رحمان سيفي
اما په دې و زارتونو کښي حزبي او قومي مصلحتونه ، حق الزحمې سته داسي نه چه يوازي علم کار کوي ٠ والله چه د علم سر ئې اسمان ته ختلې وي
چه پسر خاله ،بچي کاکا نه وي که د چا دپلار ئې يوه ترجمه په نساب تعليمي
کښي راولي ٠
[quote:f58bd8593c]پۀ پرديو کورنيو کې وادۀ وکړئ ،تر څو ،ستاسې اولاد ضعيفه او کمزوری نه وي (پۀ فزيکي ،اروايي او فکري توګه [/quote:f58bd8593c]
زه فکر نه کوم چه پورته الفاظ به د حضرت عمر وي
او داسي خبري هم علماوو کړي چه نبي په دې خاطر و دونه کړي چه هغه قوم
سره جوړه روغه وکړي ٠
او پښتانه پکښېوتل په جوړو کښي ښځي ور کوي او بيا ئې هم جوړه نه وي
سوې ٠
کټوازی
04.12.2005
محترم او مکرم استاز ، مولوي صيب عبدالکريم حليمي ، او نورو ګرانو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !
هيله لرو، چې تر دې دمه به د لوی او توانا خدای جل جلالۀ پۀ فضل او مهربانۍ ،روغ ،جوړ او خوښاله ياست ، پۀ راتلونکي کې مو هم د بشپړ روغتيا او خوښۍ پۀ هيله يو !
محترم او قدرمن مولوي صيب ! وياړم ، چې ستاسې پۀ درانۀ علمي بنډار مشرف يم ، خدايږو چې ستاسې ټولې ليکنې پۀ ډېرې او نهايي لېوالتيا سره لولم ، خو داچې د ډېرې بوختيا له امله پۀ دې پاڼې کې لږ ځډېږم ، بښنه غواړم !!!
اوس که اجازه راکړئ ، ستاسې له پورته ليکنې څخه به يو دوه برخې را واخلم ، او خپل اند به ورسره وليکم ،
تاسې زما له ليکنې څخه يوا برخه را اخلئ ،او ورسره ليکئ ::
[quote:b2c4514b99][color=cyan:b2c4514b99]اقتباس:
داسلامپوهانو پۀ اند څرنګه چې د وادۀ د هدفونو څخه يو هدف د نسل توليد دی ،که چېرې له محارمو سره وادۀ وشي ،نو نسل پۀ پرله پسې توګه ضعيفه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي ،لکه څرنګه چې پۀ ځينو حيواناتو کې ليدل شوي دي ،کله چې پۀ يوۀ فاميل او يا ګروپ کې دننه نسل توليدېږي ،پۀ تدريج سره د اړونده فاميل او يا ګروپ نسل بې ځواکه کېږي او پۀ پای کې له منځه ځي [/color:b2c4514b99]
ستاسې ځواب ::
تاسو ته به معلومه وي يا نه ٠ خو ماته معلومه ده چه دا پوهان غلط سويدي
زه مالدار وم د وچکالۍ په کال او ژوندی مال مي در لودي ٠ خلګو د بادغس
څخه راتله او اولادونه يې خرڅول ٠ او ما ئې ميږي ترې رانيولې ٠ مېږ په يوه کندهاري من غنمو ٠
کلونه مو يو مږ ور ايله کړي وو ٠ او نه مي له نورو مالدار اورېدلي چه د بلي رمې مږ ورته راولۍ ولي چه يو
وخت بيا داسي پېښيږي چه ميږي ضعيفه کيږي او له منځه ځي ٠
هيڅ وخت ملدارو دا کار ندۍ کړي چه د بلي رمې څخه مږ خپلو ميږو ته را ولي
دا داسي علما چه خبري کوي يوازي يې سجه د خبرو برابره وي ٠
يا هر عربي کتاب چه په لاس ورغلۍ هسي ئې ترجمه کوي ٠ او بس [/quote:b2c4514b99] محترم مولوي صيب ! خدای سته ، د موضوع تل ته ورکېوتي ياست ، او ډېره ښه بېلګه مو راوړې ، خو داچې پۀ رمه کې تر ٦٠/٧٠ پسه کم مال نۀ وي ، نو پۀ دې اساس ، دا ٦٠/٧٠ پسه مال د يوۀ ګروپ نۀ سي کېدی ، ياني له منطقي پلوه ، دا ادعا ډېره بې ځايه مالومېږي چې ګواکې دا ټوله رمه دې له يوې مېږې پيدا وي ، نو بيا څرنګه ويلای شو چې پۀ يوه رمه کې دې ديوۀ او دوو پرځای پۀ لسهاوو ګروپونه نۀ وي سره رايوځای شوي !!؟؟
ددې لپاره چې موضوع له عملي ډګر څخه رښتيا شي ، ډېره هيښوونکې ده ، اجازه راکړئ ،چې پام مو ورته راواړوم ،
[color=cyan:b2c4514b99]( ښايي تاسې ته هم مالومه وي ) [/color:b2c4514b99] زموږ پۀ هېواد کې ،او پۀ ځانګړي ډول پۀ کټواز کې له پېړيو راهيسې خلک پۀ دې باور لري ، چې پۀ يوۀ ګروپ کې د توليد سويو څارويو د يوځای کېدو پۀ صورت کې د Pregnancy پروسه نه پلي کېږي ، ځکه به يي خپلو غواوو ته ، له نورو ځايونو غوايي را وستل [color=indigo:b2c4514b99]( ياني دوئ ته پۀ عملي توګه جوته سوې وه ، چې له يوې غوا د پيدا سويو خوسکي او خوسکۍ د يوځای کېدو پۀ صورت کې د Pregnanacy پروسه نه تطبيقېږي )[/color:b2c4514b99]
نور بيا .................. که خدای کول
کټوازی
07.12.2005
[color=cyan:7b5e273ef4].................. د واکمن او ځواکمن څښتن جله جلا لۀ پۀ نامۀ ....!!![/color:7b5e273ef4]
محترم او مکرم ،استاز مولوي صيب ، عبدالکريم حليمي ، اود اسلام د پاڼې ټولوکتونکو او لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !
هيله لرو ،چې ټول به روغ جوړ او خوشاله ياست ،
اما بعد ! پياوړی ديني عالم او ليکوال مولوي صيب ،عبدالکريم حليمي ، تاسې زما د ليکنې يوه برخه را خلئ او ورسره ليکئ ::
[quote:7b5e273ef4]اقتباس:
د نهم ټولګي د ديني ښونې او روزنې پۀ هغه کتاب کې مې چې پۀ ١٣٥٤ لږديز لمريز کال کې د هيواد د ځوان پښت د ديني او اخلاقي ښوونې او روزنې پۀ سپېڅلې هيله له چاپه راوتلی اود تاليف او ترجمې چارې يې د يوۀ عالي علمي کمېسيون له خوا بشپړ شوې
ستاسې جواب :
[color=white:7b5e273ef4]دا خبره دي منم دغسي ده
[color=indigo]اما په دې و زارتونو کښي حزبي او قومي مصلحتونه ، حق الزحمې سته داسي نه چه يوازي علم کار کوي ٠ والله چه د علم سر ئې اسمان ته ختلې وي
چه پسر خاله ،بچي کاکا نه وي که د چا دپلار ئې يوه ترجمه په نساب تعليمي
کښي راولي[/color:7b5e273ef4] ٠[/color[/quote:7b5e273ef4]]
هو! له توکميزو تمايلاتو څخه سترګې نۀ شي پټېدای ، خو مګر د تېرو پنځه ويشتو کالو پۀ اوږدو کې نه پۀ ١٣٥٤ لږديز لمريز کال کې ، ځکه چې هغه مهال د دولت پۀ چوکاټ کې ټولې تقررۍ د کاري وړتيا او استعداد پر بنسټ کېدلې نه د توکميزو او ژبنيزو تمايلاتو او مصلحتونو له مخې ،
[quote:7b5e273ef4]......کوم علما ٠ عبدالخلق واسعي ،محمد امين خوګياڼی ، مولوي صالح محمد ٠ يا رشاد بابا ، او که علامه سيد سليمان نددي ، [color=cyan:7b5e273ef4]عزيز رحمان سيفي[/color:7b5e273ef4] [/quote:7b5e273ef4]
هو ! نوموړی ديني اثر د هيواد پۀ دواړو ژبو کې وارد ،تکړه او پياوړي عالم عزيزالرحمان سيفي ،پښتوته را ژباړلی ، چې سريزه او د تاليف او ترجمې د کار سوابق يې پۀ لاندې ډول ، ستاسې درانۀ حضور ته ږدم ،
[color=cyan:7b5e273ef4].......سريزه
له يوې خوا د ټولنې له اړتيا و سره د ښونځيو د درسي پروګرامونو د سمون ،او له بلې خوا يوۀ هوسا او ګټور ژوندانۀ ته د رسېدلو پۀ مقصد د زده کوونکو د اړتياو ليرې کول ، د تل لپاره د پوهنې د وزارت ارزو ده ، د همدې مفکورې له مخې د ښوونځيو پر پروګرامونو او هدفونو باندې نوې کتنه وشوه ، هڅه کېږي چې درسي کتابونه پۀ داسې توګه تاليف شي ، چې د نن ورځې مسايلو ته ځواب وويل شي ،
اوس چې د تاليف او ترجمې رياست د نهم ټولګئ د ديني ښوونې او روزنې کتاب د ګرانو زده کونکو او ښاغلو ښوونکو ،لاس ته سپاري ، پکاردی ، چې پۀ لنډ ډول هغه پرنسيبونه او لارې چارې ،بيان شي ،چې ددې کتاب او د اسې ورو کتابونو پۀ برابرولو کې ورڅخه کار اخيستل شوی دی ،
داکتاب له داسې ټاکلو څرګندو هدفونو سره سم تاليف او تدوين شوی دی ، چې زموږ د اوسنۍ ټولنې مسايلو ته ځواب وويل شي ، دې کتاب د هدفونو پۀ تشخيص ، د مفرداتو پۀ طرح ، تاليف او ترجمې کې ، مسلکي او تجربه لرونکو خلکو برخه اخيستې ده ، د دې کااب د تاليف او ترجمې کار د يوۀ شخص له خوا سر ته نه دی رسېدلی ، بلکې تاليف يې د يو شمېر مسلکي ا شخاصو د پوهې ،تجربو ، علمي زخيرو ،او ډېر کار نتېجه ده ، ياني ښاغلو موليفينو ، راشد سلجوقي او غورياني ټول کتاب پر ټولو ديني کتابونو د غورکولو او د عالي ،علمي ، مسلکي کمېسيونو نو له نظره تېرکړی ، او د هغوئ ګټورې لارښوونې يي پۀ نظر کې نيولې دي ،
همداراز ښاغلي عزيز رحمان سيفي دا کتاب پۀ پښتو ترجمه کړی ، او د يو شمېر تکړه ديني عالمانو له نظره تېر شوی ، چې پۀ پښتو او دري دواړو ژبو کې وارد دي
پۀ دې کتاب کې مطالب پۀ داسې توګه ترتيتب شوي ، چې زده کوونکي يي پۀ اسانۍ سره هضم کولای شي ، دا کتاب پۀ دې ډول تاليف شوی دی ، چې پۀ لوستلو سره يي د زده کوونکي فکر پر کارلوېږي ، او دا فرصت پۀ لاس نه ورکوي ،چې د کتاب مطالب د مانا له پوهېدلو پرته ، د توتي غوندې پۀ يادو ياد کړي ،
ددې کتاب د مطالبو پۀ تاليف کې هڅه شوي ، چې زده کوونکي کوم مطالب لولي ، د خپل ژوند سره ارتباط ورکړي ، او د ورځينيو اړتياوو او مشکلاتو پۀ ليرې کولو کې ورځنې استفاده وکړي ، د مفرداتو ترتيب او انتخاب يې له عمر ، تجربو ،تعليمي سويې ، او محيطي شرايطو سره موافق دی ، او پۀ عين حال کې د ديني کتابونو له متنونو سره سم ،برابر او پۀ ساده او اسانه ژبه کې بيان شوی دی ، د مفرداتو پۀ توضيح کې يي له تازه او نويو کتابونو څخه استفاده شوې ده .........................................[/color:7b5e273ef4]
د نوموړي کتاب د ديني ښوونې او روزنې د تاليف او ترجمې د کار سوابق
د تاليف او ترجمې د رياست پۀ غوښتنه او د پوهنې د وزارت د مقام پۀ منظورۍ داسې تجويز ونيول شو ، چې د معارف پۀ ديني کتابونو باندې يوه عمومي او بنيادي کتنه وشي ،او دا کتابونه پۀ داسې ډول تاليف شي ، چې د اسلام د مقدس شريعت پر عقيدوي او علمي مطالبو باندې پۀ بشپړ ډول احتوا ولري ، ا و پۀ معاصر ژوندانۀ کې د ځوانانو مسايلو ته ځواب وو يلای شي ، له دې کبله پۀ لمړي سر کې د يو شمېر ديني علومو او عالي ښوونځيو د ښوونکو نظريې وغوښتل شوې ،او وروسته ددې لاندې ښاغلو پۀ ګډون کمېسيون تشکيل کړای شو ،چې پۀ دې برخه کې غور او لازم اقدام وکړي
١.. پو هاند محمد ياسين عظيم ( د پوهنې د وزارت لمړی معين )
٢.... مولو عنايت الله ابلاغ
٣..... ښاغلی عبدالباقي مجددي
٤...مولوي صبغت الله مجددي
٥...ښاغلی عزيز اد الکوزی ( د پوهنې د وزارت مشاور)
٦..ښاغلی محمد عل غواص ( د اطلاعاتواو کلتو دوزرت اداري رئيس )
٧.....پوهندوی ډاکټر احسان الله انتظار ( د تاليف او ترجمې رئيس )
٨.....ډاکټر عبدالواحد ملکيار ( د ثانوي تدريساتو رئيس
٩....پوهندوي عبدالسميع حميد ( د ښونکو د روزنې رئيس )
١٠..مولوي ممد اسلام تسليم ( د ديني مدرسو لوی مدير )
١١...محترمه جميله فضل ( د تاليف او ترجمې د رياست مرستياله )
١٢..مولوي ګل محمد ( د کابل د دارالعلو م د مدرسې امر )
١٣..مولوي محمد صديق سيلاني ( د ابوحنيفه د مدرسې امر )
١٤.. مولوي منصف ( د ښوونکو د روزنې د رياست غړی )
١٥...ښاغلی عبدالله سمندر غورياني ( د شرعياتو د پوهنځۍ استاز )'
١٦...ښاغلی عبدالعلي تابع ( د تاليف او ترجمې مدير )
١٧...ښاغلی غلام سخي ( د تاليف او ترجمې د رياست د ديني علومو د څانګې اډېټور )
١٨... ښاغلی عبدالر حيم عيني (د تايف او ترجمې د رياست غړی )
١٩ ... ښاغلی محمد صديق راشد سلجوقي ( د ديني علومو د څانګې متصدي )
دې کمېسيون لمړی د ديني علومو د ښوونې او روزنې هدفونه طرح کړل ، او يوه فرعي کمېټه يي موظفه کړه ، چې د طرح شوو هدفونو سره سم او دپوهنې د دې برخې د علومو د تجربه لرونکو استازانو د توصيو پۀ نظر کې نيولو سره سم د منځنۍ او ثانوي دورې کتابونه داسې جوړ کړي ، چې د لمړنۍ دورې کتابونه چې اوس نوي تااليف شوي دي ، او د دې دوو دورو دکتابو تر منځ انسجام و ساتل شي ، دا لاندې ښاغلي د فرعي کمېټې غړي وټاکل شول ::
١...مولوي عنايت الله ابلاغ
٢...پوهندوي داکتر احسان الله انتظار ( د پوهنې د وزارت د تاليف او ترجمې د رياست مشر )
٣ ښاغلی محمد صديق سيلاني ( د ابو حنيفه د مدرسې امر )
٤...محترمه جميله فضل ( د تاليف او ترجمې د رياست مرستياله )
٥...ښاغلی صبغت الله مجددي
٦...ښاغلی عبدالعلي تابع ( د تاليف او ترجمې مدير )
٧...ښاغلی عبدالمحمد مموزی ( د تاليف او ترجمې د رياست غړی )
٨...ښاغلی غبدالله سمند غورياني ( د شرعياتو د پوهنځي استاز )
٩...ښاغلی غلام سخي ( د تاليف او ترجمې د ديني علومو د څانګې اډېټور )
١٠.. ښاغلی محمد صديق راشد سلجوقي (د تاليف او ترجمې د رياست د ديني علومو د څانګې متصدي )
فرعې کمېټې چې و ١٣٥٠ پۀ وروستيو وختونو کې يي څو مجلسونه وکړل ، ذکر شوي مفردات يې پۀ پوره دقت طرح او عمومي کمېسيون ته يي وړاندې کړل ، وروسته له دې چې ذکر شوي مفردات پۀ څو مجلسونو کې د محترم کمېسيون له نظره تېر شول ، له مناسبو تعديلاتو وروسته تصويب شول ، ذکر شوي کمېسيون نوموړې محترمې فرعي کمېټې ته توصيه وکړه ، د طرح شوو مفرداتو ا و هدفونو او دشاګردانو د سويې سره سم د څو داسې کسانو پۀ واسطه چې پۀ ديني علومو کې پۀ بشپړ ډول وارد وي ، ددې دورې کتابونه دې د محترمې فرعي کمېټې تر نظر لاندي نوي تاليف کړي ،
پۀ همدې اساس د منځنۍ دورې کتابونه چې له هغې جملې څخه د نهم ټولګئ د ديني ښوونې او روزنې کتاب هم دی ، د تاليف او ترجمې د رياست د ديني علومو د څانګي د متصدي ښاغلي راشد سلجوقي او د شرعياتو د پوهنځي د استاز عبد الله سمند غورياني له خوا تاليف شو ، او د تالف او ترجمې د رياست غړي غلام سخي د اډېټور پۀ توګه پۀ کره نظر و کوت ، او د فرعي کمېسيون له خوا پۀ ژور نظر وکتل شو ،ذکر شوي کمېسيون ددې کتاب پر محتوياتو پوره غور او څېړنه وکړه ، او له مناسبو تعديلاتو وروسته يي له طرح سوو مفرداتو او هدفونو سره سم و بالۀ ، د کتاب مطالب يې د شاګردانو له عمر ،تعلمي سويې ، او هم د ديني کتابونو سره سم وګڼل او تصويب يې کړل
وروسته له دې چې د دې کتاب د تاليف مرحلې بشپړ سوې ، د مسلکي کمېسيون د فيصلې له مخې ښاغلی مولانا عزيز رحمان سيفي ، چې پخپله يو لوی ديني عالم او د هيواد پۀ دواړو رسمي ژبو ( پښتو او دري ) کې پوره لاس لري ، موظف شو ، چې پۀ پښتو يي ترجمه کړي ، ښاغلي سيفي خپله و ظيفه پۀ پوره امانتدارۍ سره سرته ورسوله ، او وروسته د ابوحنيفه د مدرسې د امر ښاغلي محمد صديق سيلاني له نظره تېر ، چې پۀ دواړو ژبو کې د بشپړ مطالعې خاوند دی ، تېر شو او معارف ته وسپارل شو ....................!!!!
.