د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هیواد والو ته د زړه خواله

dr shamulzai
12.11.2005

د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 12, 2005 8:43 am
موضوع: له هېوادوالوسره دزړه خواله
دټول افغان مشر, مينه والواوټولوشجاعو افغانانوته دزړه له
کومې سلامونه او نېکی هېلې وړاندېکوم؛
څرنګه چي دافغانستان دمسلمان ازاد اوقهرمان ملت وغاړی ته یو ځل بیا صلیبی ځنځیرولیدلی . اوزموږ اسلامی او کلتوری هویت یه تر پښو لاندی کړی عام ملت خو څه چی زموږ د هیواد ستر لیکوالان روشنفکران ملایان او قومی مشران د دی ستر ناورین په مقابل کی نه یوازی چپه خوله پاتی شوی بلکه ځانونه یه د څوډالرو په بدل کی دصلیبی اشغالګروپه چوپړکی بو خت کړی دی چه ډیر دویراو ماتم ځای ده نه پوهیږم چی دوی به په ستر ګوکی تور لری او که نه زه د تاریخ له ورقوشر میږم نه غواړم چی ویلولم او چی کله الهی مسؤلیت ( جهاد ) را په زړه شی د بدن هر ویښته می جګ جګ ودریږی او ځان د لوی او متعال خدای په وړاندی په ګناهونه بار احساس کړم اړ په مغزو کی می الهی عذابونه یو په بل پسی تکرار شی په خولوکی لوند خیشت شم او سترګی پټی کړم دا هر څه ولی وشول موږ چا غلامان کړو موږ په څوک آزاده وی زموږ اتلان ، قهرمانان ، غازیان څه شول روسانو موږ ته په مادی لحاظ ډیر تلفات راکړل زموږ هیواد یه په کنډوالو بدل کړ وګړی موډیر شهیدان او یا دتل لپاره معیوب شول لدی سره سره موپه نړی کی یو دروند فاتح نوم درلود ځکه د سره ښامار په ټوټی ټوټی کولو سره مو د اتل ولی جام تر لاسه کړی وو ملت مو له ډیری غریبی او خوار ځواکی سره سره په لوړسر ګرځیده اوپوره حریت یی احساساوه او په خپل تیر تاریخ یی فخر کاوی زه خو بیخی په جاموکی نه ځایدم چی اسلامی نظام می په هیواد کی عملی ولیدی پخوا می صرف اسلامی نظام دبشریت لپاره د یو غوره نظام په هکله اوریدلی اویالوستلی وو . ولی دا ځل صلیبی او سیهونی دا ړه مارانو او د هغوئ افغانی ګوډاګیانو موږ ته داسی روحی ګذار راکړ چی زموږ تاریخ یه رامسخه کی . زموږ د ا زادی اتل مجاهد غازی تر هګر او ګو ډاګی ا و دپردیو مز دور مو ملی اتل بلل کیږی او زموږ ملت یه داسی خاموش کی چی ته واایله اوس یی خپل ځان پیژندلی او خدایی او ملی مسؤلیت یی رفع کړی وی
ای محکوم ملته ، که نن ورځ احمدشابابا میرولیس نیکه ایوب خان وزیراکبرخان ملامشک عالم میر مسجدی خان . او داسی نور ژوندی وائی په دغه صلیبی دوره کی به د هغوئی موقف څه وائی ؟ او هغوئی به نن تروریست دهشتګرد او تر هګربلل کیدل او د افغانستان ملت به دنن په شان وهغوئی ته ترهګرویل او له صلیبیانو سره یو ځای به یه د هغو دنیولو او کیوبا ته د لیږلو هڅه کوله او ویل به یی چی دا ترهګر دی او د هیواد د بیا رغاونی او ډیمو کراسی د ښمنان دی
ای ملته ! که تاسو ګو ډاګیان او د پر دیو شینوک او B 52 الوتکوپه زور راغلی لاس پوڅی افغانان دهیواد اتلان بولی نو بیا تنګ نظری مه کړی خپل نوی تاریخ ترتیب کړی او د هیواد ستر اتلان لکه شاه شجاع خان ، عبدالرحما ن خان ، ببرک کارمل ، نور محمد ترکی ، او ډاکټر نجیب الله ته هم په تاریخ کی دګوډاګیانو پرځای ده ملی اتلانو نوم ورکړی تاسی ولی د هغوی په هغو سترو قرباینو سترګی پټوی هغوی خو هم هر یوه په خپل وارد کرزی خان په څیر د هیواد دبیار غولو لپاره کله انګریزان او کله روسان راوستلی وو چی خپل هیواد او کلتور په ورغوی که له شاشجاع او عبدلرحمن خان سره ملت ملګری کړی وایی داسی ملګر تیا لکه نن چی یه له کرزی سره کوی اوس به په افغانستان کی ۷۰ ٪خلګو شنی سترګی سره مخونه ښه صحت او ښه ډیموکرټیک کلتور لرلا ی هیواد به مو اباد وو او د یو تروریست نوم به هم چا نه وای اور یدلی . او همدا راز ملت باید تروریستان هم پټ نکړی یوازی طالبان دی ترهګرنه بلل کیږی لوی تر هګر احمد شا ه بابا میر ویس نیکه وزیر اکبر خان ایوب خان او داسی نور په سلګونو تاریخی تر هګر موږ په هیواد کی لرل چی نه یی د بل رواج مانی او نه د بل واک او نه یوازی په خپل هیواد کی بلکی احمد شاه هندوان وژل او هلته یی خپل حکومت چلاوه میرویس خان مرهټیان وژل وزیر اکبر خان او ایوب خان خودونه انګریزان وژلی چه فکرنه کوم چه د هغه څلورمه برخه دی اوس زرقاوی چی د عراق لوی ترهګرده وژلی وی کرزی دا مریکا او د هغوی متحدینو ته د دغو تر هګرو قبرونه وښیی چی ګوانتانامو ته دی یوسی او هلته دی لازمه سزا ورکړی زه نه پوهیږم زما ا عصاب خراب شول بحث می ډیر اوږ د شومعذرت غواړم بیرته خپل هدف ته ستنږم که یو ځل یوا فغانی یوار خپل ځان مسلمان او د واحد خدای بنده بولی او قران کریم خپل دستور او حضرت محمد مصطفی (ص) خپل رهبر او افغانستان خپله خاوره بولی . او ټول مسلمانان جسم واحد بولی . هغه انسان یا افغان بیا په دی مکلف ده چی یوازی د خپل بادار حقیقی الله (ج) عبادت وکړی او په قران کریم مکمل عمل وکړی او د حضرت محمد (ص) اطاعت او د خپلی خاوری او ناموس حفاظت وکړی او پر خپل ملت خپل واک ولری ، ولی موږ وینو چی امریکایی او غربی اشغالګر او دهغومزدوران هغه قران عظیم الشان چی په ملیار دو مسلمانان ایمان پری لری او هغه یو مقدس اسمانی کتاب بولی په خپلو محبسونو کی په زور او جبرسره په مسلمانانو او افغانی قیدیانو د هغه مقدس توهین کوی او هغه په بدرفت او تشنابوکی غورځوی او د تشددپرمهال کله چی قیدیانو ته شکنجی ورکوی هغوی ته وایی چی ستاسو خدای (ج) اوس چیرته ده چی په دغه امریکایی جزیره کی ستاسو مرسته وکړی او مسلمانان چی د نبوی سنت او افغانی کلتور له مخی ږیری لریی صلبیان یی لوڅ لغړ او ږیری ور ته وخرئی اومظلوم افغانان د ترهګرو په نامه ونیسی او پر جسمونو یه تیل توی کړی او ژوندی یه وسو ځوی او د نور و افغانانو ننداری ته یه ود روی او زموږ نور هیواد وال چی د دغو صلیبانو تر جمانی کوی د دوی دغه اتل ولی ونور و افغانانو ته بیانوی او وای که چا په امریکایانو حمله وکړه نو داسی سزا به ورکول کیږی او زموږ با حجابه پتمنی او با عزته خویندی دشین سترګو دهوس قربانی کیږی او زموږ ملت بیاهم په انتظار ده او د بیار غاونی ناری او سوری وهی او کرزی خان چی څو ورځی مخکی یه له امریکایانو وغوښتل چه د عملیاتو په وخت کی دی موږ ته اطلاع راکول کیږی دصلیبانو جواب ټول ملت وا ورید او د ده د خود مختاری ګیج وه ټو ل ملت ته څرګندشو
ای قهرمان ملته ! تاسو قضاوت وکړی ایا د دغو .................... مشکوک ندی چی زموږ له مظلوم او مسلمان ملته سره دغه راز ناوړه اعمال ترسره کیږی او یا تر دی لاهم بد اعمال چی میډیا پټ کړی دی او زموږ په ټول هیواد کی دینی علما یا خو شهیدان شول ځنی یه په کیوبا کی اسیران شول او پاتی شونی یی پاکستان ته و تښتیدل او په ټول هیواد کی مو یوه دینی مدرسه پاتی نه شوه . په سلهاوو نایټ کلبونه جوړشول شراب او کباب عام شو غلاوی او بدمعاشی عامی شوی .ډش او کیبل کلچر مو د نوی نسل مشغله وګرځیده او ملت می لا هغسی د ماښام په ډوډی پوری حیران ده . او زموږ هیوادوال په دی سترګی پټوی او شرم او حیا او له الله تبارک و تعالی څخه هیڅ خوف او ویره نلری او بیا هم له صلیبیانو سره ملګری دی او بیا هم غواړی د څو ورځو لپاره رئیس جمهور قاضی القضات وزیر قومندان والی اولسوال او یا اقلا جاسوس او ترجمان پاته شی او خپله خیټه وپالی چی دا ډیر لوی ناورن ده او د دغه نا سور درد به افغانان څو کاله ورسته محسوس کړی چی بیا به یی تداوی هم نه کیږی امریکایان به تللی وی او هغوی به دلته ډیر شین سترګی افغانی صلیبیا ن زیږول وی .
ای قهرامان مجاهد ملته ! د خدای لپاره خپل قران او محمدی(ص) سیرت اود خپلو نیکونو تاریخ ولوله او د خپل ځان لپاره وا قعی لار غوره کړه انشاالله هغه ورځ لری نده چه بیابه مویو ځل خپل هیواد خپلواک کړی وی او د نړی یوبل ستر فرعون به مو په دریاب کی لاهو کړی وی .
په پای کی د ټول افغان پاڼی ومشر او کارکونکوته کور ودانی وایم چی پخپل پوره اخلاص سریی د هیواد او هیوادوالو ملی او اسلامی ارزښتونو په پام کی نیولو سره خدمت ته ملا تړلی ده له لوی خدای (ج) څخه په دنیا او اخرت کی کامیابی غواړم او څرنګه چی زما پشتو لیک لوست او ادبیات ډیر کمزوری دی او دهجرت شرایت دی شاهد ډیر پردی الفاظ می لیکلی وی بخښنه غواږم .
قلم + ټوپک = ازادی او خپلواکی
ستاتسکوپ + کلاشنکوف = کرزی + اریانا چوک
................................................................................................................................................
او د احرار شملزی دغه شعر هم ولولی چی ماد شاعر داجازی نه پرته لیکلی دی
کاروانه تم شه چی در ورسیږم
وخته راستون شه چی دننګ څوک درکی ولټوم
هیواد میراث شواتل چیرته تللې !
هغه دی خاوره کی موبیا د پلیت پلونه ښکاری
هغه دی بیا مود کور واک دیو شین سترګی لاس کی
هغه دی دین باندی مولوبی کوی
هغه دی بیا د کور ناموس ته نن په بدو ګوری
وخته را ستون شه نا نواتی دی درځم
خلک ویده دی اتل چیرته تللی
د جوماتو د موذن خوله تړلې
د خانقاو په درشل کی راهیبان نڅیږی
هلته جومات په کلیساو په مندر بدلیږی
کاروانه تم شه ننګوم دی ګوره
توره چوپتیا ده اتل چیرته تللی
د خپل واکی چیغه حرامه بولی
د دین خبره یه مازغه چړپوی
د ننګ پیغور ګیله ویجاړه بولی
دپلار نیکه له لاری ورک وګړی
دسره کافر ننګه حلاله بولی
ګوری په چیغه راوتلی یم فریاد می واوری
هیواد میراث شو اتل چیرته تللې
محمود راوبلئ لښکریه سو منات ته ولاړشی
احمد خبر کی میرهټیان راغلی
د اکبرخان توره راوباسی چی پری یئ نه ږدی
بیا زموږ و خاوری ته له لیری فرنګیان راغلی
مشک عالم او مسجدی ته نن په چیغو ورشی
د ایوب خان له لاسه توری زولنی بیرته کړی
کاروان تم شه تر لمن دی نیسم
وخته راستون شه چی د ننګ څوک درکې ولټوم
داد چوپتیا او بی غوری له ننګه ډکه کیسه
زه د تاریخ پر ټنډه نه قبلوم
دا د الحاد اوبی دینی تماشه
نوره د سر په سترګو څنګه ګورم
هیواد میراث شو اتل چیرته تللی
کاروانه تم شه چی در ورسیږم
وخته راستون شه چی دننګ څوک در کی ولټوم
په جهادی مینه ډاکټر شملزی


pattang
12.11.2005

ستا په شيدو دي رحمت وي په رښتيا هم چې دپښتنې مور شيدي د خوړلي دي
افرين دنر بچيه خداي پا ک دي نور هم قدرت در کړل چې د جنايتکارانو عملونه داسي رسوا کړې .

د پښتنولي په مينه پتنګ
مرګ د وي د کابل د بينا مو سانو په اجڼټ حکومت


بانور خان ته

dr shamulzai
16.11.2005

ښاغلی بانوری !
دخپل تخلص له مخی ته د یو درنی او حری کورنی غړی ښکاری خو دلیکنی له محتوی نه دی څرګندیږی چی ته هم د یو ویشتمی پیړی له هغو سر بدا لا نو نه یویی چی د احمقانو په جنت کی اوسی .
که خوا نه بدوی نو د یوه چرسی او د مهاجرینو د یوه سربرا تر منځ به د یوه ډیالوګ کیسه در ته وکړم او نور قضاوت به نور و کتونکو ته پر یږدو . کسیه دا سی وه چی نوموړی سربرا چی یوڅه شنوایانی ملا وشمه هم و و د خلګو و یوی غونډی ته یی بیانیه او روله څرنګه چی د مهاجرینو ډیر سربرا هان په راشن خوری بډی اخیستنی او د ز یاتو موادود تر لاسه کولو په اختلاس کی ټولو خلګو ته معلوم و
له بده یانیکه مرغه نومووړی ملا وشمه په غونډه کی دچرسیانو پر ضد وینا پیل کړه او زیاته یی کړه چی (( چرسیان به له خپل چیلم سره یو ځای پر پل صراط څه ډول تیریږی )) سربراه لا خپله خبره پای ته نه وه رسولی چی په غونډه کی ناست چرسی پرخپل ځای ولاړ سو او په لوړ ږغ یی ور غبرګه کړه (( ته چی د غلا له اتیاوو بوریو غنموسره یوځای پل صراط پاسولای شی نو زه به یو چلم ولی نه کړم پاس .
ملګریه ! خبره دا نه د ه چی زه تایانورو افغانانو ته خدای مه کړه وخپلی غاړی ته دکوم چاد غلامی د طوق د اچولو بلنه ورکوم . زه خو پر همدی ژاړم چی د هیواد والو ته مو د غلامی دومره طوقو نه لویدلی چی نه به په دنیا او نه هم په اخرت خپلی غاړی ورنه خلاصی کړای شی . زه خو د فارس د پخوانی لویی امپراطوری د هغه وخت دواکمن ولوی درستیز ( رستم ) ته د حضرت عمرفاروق سفیر او د مشهور صحابی حضرت شعبه بن مغیره هغه لنډه وینا د خپل دریځ په توګه درته وړاندیکوم کله چی حضرت شعبه بن مغیره ته ( رستم ) وویل تاسو دلته ( فارس ) ته د څه لپاره راغلی یاست ؟
نو موړی صحابی په لنډه خوخورا جامع خبره کی خپل او دا سلامی خلافت او په ټوله کی د مسلمانانو دریځ ورښکاره کړه .
هغه ( رستم ) ته وویل چی موږ د دی لپاره دلته راغلی یو چی و ګړی د خلګوله غلامی نه خلاص او د یوه او یو ازنی خدای وبندګی ته راوبلو د دنیا له تنګی نه ئی د اخرت د پراخو ښیګړو د موندلو ولوری ته ورسیخ کړو ؛
موږ مسلمانان او افغانان اسلام او ریښتونی افغانیت اوس یو په بل کی اخښل شوی دی ، موږ دینی اساسات ، افغانی تاریخ او ملی افتخارات لرو دغه ټول ملی نو امیس موږ ته بلنه راکوی چی د کفر له غلامی نه که همسایه وی که لیری باید ځان خلاص کړو حریت او خپلو اکی ولرو خپل ښه او بد په اسلامی او ا فغانی تله کی وتلو نه د پردیو په منګ .
بانوری صاحب ! که ته د قرآن کریم او نبوی احادیثو کوم آیت یا حدیث یا هم د اسلامی فقهی کومه مسئله د یهود و او نصار او یانور و کفارود واکمنی د منلو په اړه وړاندی کړی او یا د خپل هیواد او ملت دویاړلی تاریخ کومی دوری ته لنډه اشاره وکړی چی د پردیو د غلامی د منلو په صورت کی ئي بری موندلی او یاهم د هغو هیوا دونولکه امریکا برتانیا آلمان ، فرانسه او نورو په تاریخ کی یوه داسی پیښه راته په ګوته کړی چی دنورو واکمنی ئي منلی دی نو په هغه وخت کی بیا ته ویلای شی چی له بارانه می ناوی ته ور ټیل وهی اوکه داسی څه نه لری او هیڅکله به ئي هم وړاندی نشی کړای نو بیا چی هر چا پوی کړی ئی پر غلطه ئي پوی کړی ئي لو خدای دی له ماسره هدایت درته وکړی .
وطنداره ! زموږ ملی مفاخر لکه احمد شابابا میرویس نیکه غازی محمد اکبرخان ، غازی عبدالله خان اڅکزی ، میر مسجدی خان غازی ایوب خان او داسی نور له نورونه د خپل هیواد او هیو ا دوالو په آزاد ولو او خلاصولو ملی مفا خر شوی دی نه دنورو په غلامی که تاریخ ته مراجعه و کړی ښه به پوه شی او با العکس شاه شجاع ، ببرک نجیب او کرزی د نورو د غلامی له کبله په ملی خائنانو مشهور شوی او بس هسی خو شاه شجاع د احمدشاه بابا لمسی او د زمان شاه زوی او د هیواد یو پخوانی واکمن وو .
اوس که کرزی او نور دخپلی غلامی او ناکامی د پټولو وعظ د ( مجددی ) او یا تاغوندی نورو په خوله او ژبه راباسی نو پایله به ئي بیرته هغه د چرسی خبره وی چی ما په یوه مبهم چلم ملا متوی او خپله د اتیاو هیوا دونو غلامی پر هیڅ بولی که چیر ته ما د همسایه ګانو د غلامی په تورتورنوی نو راشه زه د ټولو کتونکو په وړاندی درته سیپنه کړم چی هر څوک چی د هیواد د شپږو ګاونډیو هیوادونو غلام یا دهغوی ملا تړ کونکی وی هغه د خپل دین او ملت دښمن دی او د افغانانو تباه کونکی او که څوک د علامه رشاد په خبره د امریکا د دار الانشا‌ًُ ( ملل متحد ) په شمول د نړی د اتیا و هیوادونو د غلامی تر بوج لاندی خپل مازغه لا لاسه ورکړی وی هغه دی تنهاد دی خبری سپیناوی وکړی چی په افغانانو کی د فرنګی زوی ولی ښکنځل ګڼل کیږی ، وببرک ته ولی شاه شجاع ویل کیږی همداراز د شاه شجاع د لقب په ورکولو سره څوک ولی خو ا بدی کیږی . پا ته شوه د ښوروا خبره !
نو افغانانو خو د انګریزانو په وړاندی هم په دغه ښوروا پوری کوله ، روسان ئي هم په همدغه ښوروا مات کړی او اوس ئی د نړی د یوازنی ابر قدرت امریکا + فرنګی + روسیه + المان + فرانسه + شپږ ګاونډیان په مقابل کی په همدی ښوروا پوری کوی . وبه ګورو چی څه کیږی په خپله تیره څلور کلنه دوره کی خو ئی د افغانانو غاړی ته په کامله تو ګه خپل طوق لانه دی ور اچولی .
او که ته خپلی دغی غلامی ته د کمونستانو په څیر ( انقلاب بر ګشت نا پذیر ) وایی نو فکر نه کوم چی ستا او ستا غوندی د نورو خطاوتلو دغه وړی دی شړی شی . په پای کی ستا د مفکوری ټولو پلویانو ته د ارواښاد علامه رشاد دغه یو شعر چی ویلی ئي دی
حریت د هر ملت د بدن زړه وی چی دانه وی هم ملت مری هم بقا مری
او دسلطان ټیپو د اخبره چی اوس د تاریخ یوه ، زرینه کرښه ګرزیدلی چی وائي ،
(د زمری یوه ورځ ژوندون د ګیدړ تر او یا کاله غلامی غوره دی ) ډالی کوم
والسلام علی من اتبع الهدی


Banoori
17.11.2005

ډاکټر صاحب سلام!
دغه ده پير محمد کاروان صاحب يو شعر ستاسوپه خدمت کي
منصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولو
د حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړو



څاروان
18.11.2005

۱۸-۱۱-۲۰۰۵

محترم [color=darkred:17aa7e432c]ډاكټر شملزي [/color:17aa7e432c]صيب ورسته له سلامونو نيكو هيلو څخه.

ډاكټر صيب ستاسي لومړي ليكنه مې له پيل څخه ترپايه وه كتله او ډيره دعا مې درته وكړه الله پاك دى ستاسي په ګوتو او قلم بركت كيږي او د قلم ژبه مو په حقائقو د هيواد والو پوهه ولو لپاره همداسي لنده اوسه.
زه ډير خوښ شوم چې ستاسي په څير يو تكړه اسلام اند ليكوال په ټول افغان كې په ليكنو پيل وكړو، هيله لرم چې دا لړۍ به همداسي روانه وه ساتي.
ډاكټر صيب حقيقت همدا دى چې هر هغه نفر ته چې مستعمرين د اتل لقب وركړي هغه په حقيقت كې د هغه هيواد د ميلې خائنانو په كتار كې حسابيږي او دى حقيقتاَ د مستعمرينو سره اتل دى ځكه د هغوي د شومو او بدو اهدافو په پوره كولو كې د اتلولي مقام ته رسيدلي وي خو بالعكس نوموړي د خپل خيانت په وجه د هيواد والو په منځ كې په ميلې خائن نومول كيږي. لكه شاه شجاع، كارمل، نجيب او....
زه چې څومره فكر كوم صليبي يرغلګرو هيڅ كوم داسي څه نه دى پريښې چې هغه ترسره كړي نو د افغاني ځلميانو ويني به په جوش راشي او د صليبي يرغلګرو د سر قلم كولو لپاره به د خپل بابا زونډيدار ټوپك ته لاس كړي [color=white:17aa7e432c]خو د ځلمو حالت ته چې ګورم هغه د خادم صيب دغه شعر راپياد شي:[/color:17aa7e432c]
چې ويښ وو اوس يې وينمه ويده غوندى ښكارېږي
ځوانان چې لږ څه ګرم وو ساړه غوندې ښكارېږي
[color=brown:17aa7e432c]همسا غوندې چې سم او تكيه ګاه وو د لوېدليو
لندۍ د بل د لاس شولې كاږه غوندې ښكارېږي[/color:17aa7e432c]
له ورايه ورايه غټ وو د خبرو په كولو
چې ښه ورته نزدې شومه واړه غوندې ښكارېږي
[color=darkblue:17aa7e432c]د نس د درد خبرې وې د زړه له خوږه نه وې
داځكه شوه اوس غلي چې ماړه غوندې ښكارېږي[/color:17aa7e432c]
ټول شوي په ښانك وو د حلوا په تمه باندې
ګوله چې په لاس ورغله خپاره غوندې ښكارېږي
فيشن باندې ځوانان دي، خو د فكر له پلوه
ماغزه يې كه لږ وګورې زاړه غوندې ښكارېږي
[color=white:17aa7e432c]لاهو پكښې پښتون دى پښتونخوا په ډوبېدو ده
زلميان په دې سيلاب باندې سپاره غوندې ښكارېږي.[/color:17aa7e432c]

به هر حال اوس د الله پاك ډير شكر ادا كوم چې په تيره څلورو كلنو كې [color=darkred:17aa7e432c]افغاني غازيانو صليبي يرغلګر او مريدان يې په دى وه پوهول چې مونږ په قبر كې ايښودل شوي مړي نه يو بلكې مونږ هغه د اوسپني نيني يو چې په جولو مو بغير د خپلو غاښونو د خرابيدو څخه نور هيڅ هم په لاس نه شي درتلي. [/color:17aa7e432c]او ان شاء الله چې دغه غربي داړونكې ليوان به افغاني غازيان د څيرونكو داړو څخه ډير زر بي غمه كړي. او دا صليبي ښامار به د شرقي ښامار په څنګ كې ښخ كړي. وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ

محترم ډاكټر صيب د اوس لپاره په همدي بسنه كوم ان شاء الله چې نوري خبري به بيا سره كوو خپلي ليكني ورستي نقطه دا څلوريځه ګرځوم:

ترقي شوه چې زلمى صاحب د فن شو
بې فكري پخپله فكر د وطن شو

د مسكو د چانس دپاره كمونست ؤ
ديموكرات شو چې يې وار د واشنګټن شو

د بري په هيله مو

------------------ --------------------------- يوسف څاروان

[color=blue:17aa7e432c]نوټ:[/color:17aa7e432c]
له ټولو ليكوالانو څخه هيله لرم چې خپلو ليكنو كې اسلامي ادب مراعت کړي کنه نو وطنمل صيب يوه ګيلماله لري نو بيابه مو ګيله له ځان څخه وي


hotak
19.11.2005

ډاکټرشملزیه او نورویارانو سلامونه اومينه!
ِياره دموردي شيدې؛ دنيادي مستې اودپلاردي قروت اوغوړي شه پدې ليکنه.
دمرتدينواو منافقينولپاره همداستاگزاربس دی .
پاتي شوه هغه دبانوري خبره نو بانوريه کرميه ياره داسي ښکاري چي له اخلاقو او انسانيته چورلټ خلاص يې. ډاکټرشملزي درته کومه خبره له اخلاقو او ادبه ليري ښکاري؟ کنه نوهغه دسليمانخيل خبره بيادي نوڅه غره خوږيږي چي هسي لکه بيکاره ډول گډيې؟
اوپاتي شوه ستادپښتوليکنه نوستادنه سړيتوب لپاره همدا بس ده چي دديرشو کلوشوې خودمورنۍ ژبي ليکل دي لانه دي زده. اوبوده خولاپه دې يې چي دوينډوز اوپښتوليکني دستونزي علاج له ډاکټرنه غواړې!!!
ډاکټردي خيريوسي چي خورامناسب اوپروخت تشخيص يی کړی .
هلکه ژرکوه اوداعصابوکوم قابل متخصص ته ورشه کنه نوکوم متخصي ته ورشه چي له دغه نامانده سامانه دي خلاص کړي. اودادپښتوستونزه دي هوتک درحلولای شي خوشرط يی دادی چي يوڅو ورځي به کالفورنياته راځی.....
مينه مننه نصيراحمدهوتک


خیریوسی
21.11.2005

بانوری صیب تاسو دادب دچوکاټه وتلې یاست په هوتک ورور دډیرو خوا بدیږی تاسو هغه نه دی پیژندلی
دوطنمل صاحب څخه هیله ده دا دبانوری بی ادبه لیکنه ړنګه کړی



څاروان
21.11.2005

۲۱-۱۱-۲۰۰۵

په خير هوتك اشنا څه حال دى دي ياره بانوري ماما خو نوي فورم ته راغلي او تا ورباندي داسي توپو ډزي وكړي چې د صبر برجونه ئې ړنګ شول خو خير بانوري ماما فورم ته د راښكته كيدو څخه وړاندي وضعه څاره ځكه دلته ډير ښه او تكړه ليكوالان شته چې د هرچا سره د هغه په ژبه خبري كولي شي. كه يو ئې ونه شې پوهه ولي نو بل ئې د پوهولو كوشش كوي. او په اخر كې وطنمل صيب ورباندي خپله ګيلماله راكش كړي.
ګوره هوتك اشنا د خالد جان د تګ څخه ورسته د پرديسۍ د هجري يارانو په مجلس كې دى د غيرحاضري تله درنده شوي هسي نه چې خالد جان دى په ځان پسي كش كړي او ته ګوره د خالد جان غوندې د كوم رقيب خبره وانه وري. خير به هرحال زمونږ خو په تا يقين دى چې د رقيبانو خبري نه اوري او لكه ونه مستقيم په خپل مقام يې خو بيا هم خيال كوو. [color=darkred:edf5686b19]او ګوره په دي نورو فورمونو كې خو دا حال دى، د سړى زړه به څنګه پكې ليكنې وه غواړي.[/color:edf5686b19]

يوسف څاروان


Banoori
21.11.2005

ابو محمود زه بي ادبه نه يم خپل ويل دی واپس واخله بی ادبه خو ته ئ چه لمر په دو ګوتو پټوی. زاليمه لږ خو وه ګوره چه خلګو ولي ده ښه راغلی پر ځای وه ما ته بد ویل او ښکنځاوی شروع کړلی, ايا ښه افغان يا ښه مسلمان يا ښه سيا ست پوهه دعتراز دغسی ځوا ب ورکوی لکه تا سو محترمان چه وما ته راکوۍ, که نه زه خو هم پښتون يم پر سينه باندی تريخی لرم بدله هڅکله نه پريږ دم.

ستا سو ده پوهی څخه ډيره منه نه/بانوری


خیریوسی
21.11.2005

محترم بانوری صاحب سلامونه می قبول کړه
اول ته دټول افغان په فارم کی لږ سترګی ولغړوه مشر کشر وپیزنه زه هم تاسو غوندی وفارم بیله کم فکر ه داخل سوم خو پسله څو مودی وروسته می مشر کشر وپیزانده
هوتک لالا چټ پیر دی ډیر پام کوه که ډیر دی زړه ډک وی پر ما ئی خالی کړه پر وا نه لری
مینه مننه
ابو محمود


Banoori
21.11.2005

يوسف ما ما!
فورم ته خو زه نوی راغلی يم خوده پښتا نه په شان دی نه ښه راغلی سته او نه دی ده يو مسلمان په شان د صلحی کوشش معلوميږی چه ده ګران وطن افغانستان وه دښمنانو ته سپورټ هم ور کوی ,څومره لا نور داټوک ټو ک وطن بربادول غواړی؟
پاته شوه ده ډزو خبره هغه خو ته وينی چه څو راباندی ده ټوپک وارکوی په مقابل کی
ورباندی ده راکټ واری کوم.
هو پاته دی سول ده ليکوالو خبره نوکه څوک را سره تعيری خبری وکړی انشاالله په دوستی باندی به می ناز می کړی .
نور مجلس وروسته اوس به څه دفتر ی چاری مخته بوزم


Banoori
21.11.2005

ابو محمود تشکر ستا سو ده سلا م څخه !
نه وروره زما زړه ډک ندی چه پر تا ئ خالی کړم خدای دی داسی وخت نه را ولی که داسی وی زه ده ټلو ملګرو څخه بخښه غواړم پدی شرط که خلګ زما احترام وکړی نو بيا دخلګو احترام پر ما لازم دی که څه هغه ځوان وی او که زوړ, زما زړه دۍ زما هډ او ما زغه دۍ.
ستا سو مشوره ده قد وړ ده.
بيا هم منه نه/ستا سو ورور با نوری


hotak
21.11.2005

يارانو اوبانوريه سلامونه اومينه!
ياره په پيردي رحمت شه پدغه هنري ليکنه. په خدای که دويلوځای پکې وي. ياره زه اريان پدې يم چي دغه جمله بندي دي له کومه زده کړي. آفرين دي ستاپه مورمبارکه وي چي ستاپه څيردانش مند يی نړۍ ته وړاندي کړی!!!
ددوو خبرو ځواب راکړه: دا [quote:e4782d360f] ولديزينا [/quote:e4782d360f]څه مانا؟ دادکوم انگليس يا امريکايي ليکوال نوی کتاب دی که نه دکوم فلمي ستوري نوم دی؟
بل ځای تاسي ارشادفرمايلی: [quote:e4782d360f]هوتک بي ناموس [/quote:e4782d360f]
ريشتياهم تردې دمه بېناموسه يم ځکه کوژده مي نده کړي. پدې اړه مامخکي يوه ليکنه کړي هغه وگوره پوه به شی چي بيناموس يانی څه؟؟؟
بل ځای عجبه ښه وايی:
[quote:e4782d360f]لکه هوتک هرامي چه مو ئ ده کوني لخوا زيږولي دی[/quote:e4782d360f]
ياره ترکومه چي مي زه دمور لخوا پوه يم زه د Proper Channel له لوري نړۍ ته راغلی يم. لکه دغلو په څيرمي دشادروازه نده کارولي :lol: :lol: :lol: نړۍ ته راتگ خوڅه دشرم خبره نده چي سړی دي دغله غوندي دشاله دروازې کارواخلي.
البته دابيابيخي بيله خبره ده که ستاسي طرفونو ته دغسي کوم خارق العاده کارترسره شوی وي. ته بايد موږپدې هم پوه کړې چي دغه ډول کارڅنگه شونی دی اوتاد زوي مړي بچي چيري ليدلی :lol: :lol: :lol:
[quote:e4782d360f]مړه دی وي داسلام اوده افغا نستان دښمنانان[/quote:e4782d360f]
ياره دا د دښمنانانو له ټکي دي راته ښکاري چي دښيوې شاړی اوياهم دکونړدسلام پور دهغو ډمانو له ډلي يی چي نن سباځانونه دمجدديانوپه کورنۍ پسي تړي......
هوتک شخصي کسات نه اخلي البته تل يی ملي مفاد په پام کي نيولی وي...
په پای کي دا زه افغان يم. هره افغانه ميرمن مي مور؛ خور او وريندار ده. ترحيا؛عفت؛ اوپاک لمنۍ يی لوگی لوگی شم..... مينه اومننه ستاسي ټولو ملي اواسلامي ورور نصيراحمد هوتک ابن حاجي ملخی هوتک مرحوم وبي بي بله نسته توړۍ او خوريی دبي بي شاه مستي توړۍ وغيره وغيره.............


Banoori
22.11.2005

ګرانه هوتکيه سلام!
ده ليکنی نه دی داسی را ته معلومېږی چه په فرق ئ پوې شوی, په هر بڼه ده چټياتو شروع خو هم تا محترم کړيوه نوپه ځواب کی پټه خوله نه شوای پاته کيدلای٠
خو بيادی هم تيرۍ کړيدی پر وانلری پرهم دی ځای دی پاته وی٠
ښی چاری/بانوری


mahboob
22.11.2005

ټولو ملگرو ته سلامونه او مینه .
ډاکتر شملزي ته دهغه په شه لیکنه مبارکي وایم ,ریشتیا هم چي کرزی او ملگري يي د امريکي عیسایانوکفش برداره غلامان د یهودو تالي څټي دانگریزانو جاسوسان او دصلیبیانو نانځکي دي .
بانوري دا دي څه چټیات پیل کړي نه پو هيژمه له کومه راغلي دلته دي لکه دناتار مچ چټلي جوړه کړه او ولاړي وطنمل دي ژوندی وي چي ستا په کړو يي ماله راکش کړه .
په راتلونکي کي ښايي دبانوري دلیکني په شان له حیا او شرفه ليري لیکني بیخي د ټول افغان په ښکلي مخ پرې نشودل شي دا هغه کسان دي چي له امله يي ټول افغان له رکود سره لاس او گریوان دی او هیڅ کوم عزتمن سړی ددوي له لاسه په ټول افغان کي لیکني نشي کولای .
بانوري ته په کارده چي له هوتک صاحب نه په غبرگو لاسونو بخشنه وغواړي او وطنمل ته پکارده چي تر څو هوتک صاحب بانوري ته بخشنه نه وي کړي تر هغو شايي دبانوري په نوم باندي پابندي ولگیژي چي هیڅ لیکنه ونه کولای شي تر څو درک ورته ولگیژي چي بې عفته او له انسانیته لیري لیکني څه سزا لري .
شملزي صاحب شه موضوع لیکلي راځۍ د اخلاقو او ادب په چوکاټ کي ورسره خپل اندونه مله کړو .
څاروان صاحب , هوتک صاحب , ابو محمود صاحب له لیکنو او اند څرګندونو نه مو مننه ,ژبه مو لمده , قلم مو تاند او گوتي مو گړندۍ اوسه .


Banoori
23.11.2005

mahboob وروره په چټلی کی خو ته لرګۍ وهی زما او هو تک قضيه حل ده نوره خو ته ده منځ شيطا ن بيا اور ته لمن وهی ولی اوکم ځی دې خارش کوی ؟

چه تر څو پوری په ادبی چوکاټ کی خوږی خبری څوک راسره ونکړی راکيټ می درته پر اوګه دی قسم ده که به مو پريږدم .
ده ا سلام ده دښمن فطواوی مو راباندی ولګولی زه لا چپه خوله کښينم محبوبه نوره مورداری پريږده مثبت فکر وه کړه ترخې خبری مه راته ليکه په خوږو خبرو پيل وه کړه.

وطنمل ورور زمونږ خبری تعقيبوی هم په دی ښه پو هيږی چه دچټيا توشروع ما نه ده کړی اوله شروع هم دی خلګو ګړيده زه شکر دی مسلمان يم او افغان يم تر څو ده چا بی عزتی نکوم چه څوک خپله شروع په ونه کړی ښه مثال ئ ستا دی نه سلا م نه دوعا او نه ده صلحی کوم پيشنهاد بس له واره دی خوشکی او ترخی غزلی شروع کړی.
مړه دې وې دګران افغانستان دښمنان.
مننه


کټوازی
23.11.2005

ښا غلو او اغلو ، ( ليډيز اينډ جينټلمين)

زما دمينې تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې و منئ !
بانوري وروره کيه ! تاسې ته پۀ ځانګړي ډول خپل د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې ډالۍ کوم ، ټول افغان ته مو هر قدم پۀ لېمو !
ښاغلي ډاکټر صيب شملزي ډېره ښه او پر واقعيت ولاړه ليکنه کړې ،[color=cyan:4bcda82721]( که څۀ هم چې زموږ پۀ ګډون ډېر وروڼه به يي پۀ جزياتو کې ورسره موافق نه وي ، خو د دې مانا با يد دانۀ ا وي ، چې نظرياتي اختلاف پۀ شخصي او ذاتي اختلاف بدل کړو ،او د يو بل پۀ سپکاوي پسې پايڅې را پورته کړو ، د تن پر ځای بايد پر متن نيوکه وکړو ،)[/color:4bcda82721]
زما پۀ اند ښاغلی بانوري ورور د عدم التفات ښکار شوی ،دی خو موږ ورته ډاډ ورکوو ، چې که خدای کول هرې ليکنې او پوښتنې ته به مو پۀ مينه او بشپړ علاقمندۍ ځواب وايو ، اما څرنګه چې ټول افغان له امو تر اباسينه د ټولو افغانانو د هيلو ، عقيدو او نظريو انځوروونکې او وړاندې کوونکې ، ملي برېښنا پاڼې ده ، او د خپلې همدې ملي ريښتيولۍ له مخې يي موږ ټولو ته دا واک راکړی ،چې نېغ پۀ نېغه او مخا مخ پکې خپل اندونه او نظرونه انځور او يو له بل سره شريک کړو ، نو دا بيا زموږ هم قلمي او ملي مسؤليت جوړېږي ، چې ددې درنې پښتنې پاڼې د ملي او ژورناليستيکي امېج د درناوي پۀ خاطر ، هغو قوانينو او مقرارتو ته درناوی ولرو ،چې د خپلو نومونو د ثبتولو پر مهال مو پرې لاسليک کړی !!! او بس
پۀ پای کې د هوتک وچ کلک غوږونه دې خبرې ته را تاووم ، ګوره پۀ ټولو هم زموږ غوندې د دؤسانو ګمان مه کوه ،چې هر څۀ راته وايې ،تر نورو وړاندې موږ خاندو ،لمړی د خلکو طبيعت نوټ کوه ،بيا ور سره ږغېږه ، ځکه چې هسې خو هم دا ټولو ته مالومه ده ،چې د پښتنو دماغ ٢٤ ساعته ګرځېدلی وي ، او بس نو نو بانوري صيب پۀ اغلب ګمان د عدم التفات ښکار دی ،ځکه نو د توجه ورکولو ترڅنګ خپله شخړه ورسره پای ته ورسوئ ، [color=white:4bcda82721]وايي دوه پک هغه هم سره ورک !!![/color:4bcda82721]


Banoori
23.11.2005

کټوازی صاحب سلام الله (ج) دی قدر او عزت وکړه.

انشاالله زما له طرفه څخه نور خاطر جمع اوسه زمو نږ وطن خو هم بربادکړي دغه misunderstanding دۍ. نو ځکه بيا ستا غوندی مهربانه اوهوښيار وړونو ته ضرورت وی چه قضيه حل کړی او طرفينو ته صحيح دلال پيش کی............دلته خو چا زه دی ته نه پريښودلم چه زه ده محترم شملزی صاحب څخه دخپلي غلطی بخښه وغواړم او خپل سيا سی بحس مخ په وړاندی ورسره بوزم.
بس وروه خلګو راته دښه راغلی پر ځای هغه راته ويلی دی چه ته ئ خپله وينی.
خو په اخيره کی زه ده شملزی او هوتک صاحبا نو څخه بخښه غواړم.
او ده ورور وطنمل څخه هيله ده چه زما ټولی ليکنی ړنګی کی
وسلام /ستاسو ده پخلاينی په هيله/ده خدای په امان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more