نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نړيوال سټنډرډ!
Anonymous
11.11.2005
وايې چې په خرابه او ويرانه کابل کې چې خلک يې نه کورلر ي، نه کار لري او نه يې نس د خوړلو په وچه ډوډۍ موړ دی خو کرزي د ټولو کارونو په سرکې پينځه ستوري سرينا هوټل چې په نړيوال سټنډرډ برابر دی بهرنيانو ته جوړ او ويې پرانيست. په دې هوټل کې چې هر کله بهرنيان زموږ خراب هېواد ته يا دسيل بينه په توګه يا دبزنسمين په توګه زموږ کوډلي ته راځي نو زموږ د بېوزليو او خرابيو ننداره به د پينځه ستوري هوټل د کړکيو نه کوي . ويډيويې فلمونه به اخلي. شراب او کباب به په نړيوال سټنډرډ سره زما په خاوره کې خوري خو ټېغونه به زما د خواراو دربدره ولس پرتشه ګېډه باندي باسي . هغوی به ددې په نړيوال ستنډرډ جوړشوي پينځه ستوري په مليونډالريز هوټل کې به دهغه څه نه ځان خبروي چې په دې وطن کې د دې وطن پر ستنډرډ برابروي يعني په دې به ځان خبروي چې دلته هره ورځ اووه سوه تنه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو كلو كښته دي د لومړنيو ناسمو طبي امكاناتو له وجې خپل ژوند له لاسه وركوي . بيا به دغه نړيواله بشردوستان په نړيوال ستنډرډ او دوه مخۍ سره به يو بل پيک شراب خوري او دابل خبر به اوري چې په دې دربدره وطن کې هره ورځ څه كم پنځوس تنه ښځې د درملو د کمښت او د طبي امکاناتو نشتوالي په خاطر د لنګون پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي .
په دې پنځه ستوري هوټل کې به سبا په نړيواله ستنډرډ دا هم ضرور ويل کيږي چې په داسي هوټلونو کې خو په نړيوال سټنډرډ نجونې هم بايد و نڅيږي او وروسته بيا د سيل بينانو و اطاقو ته په نړيوال ستنډرډ بېول شي. هغوی به د افغاني نجونونه په نړيوال ستنډرډ خوند اخيستل غواړي او کرزی صيب به يې هم په نړيوال ستنډرډ د غه دنده د کاريابۍ او يا بازسازۍ وزارتونو ته سپاري چې د داسې پېغلو نجونو د استخدام بند وبست دې په نړيوال ستنډرډ وکړي او حساب يې په نړيوال ستنډرډ سره په ډالرو ور خلاص کړي. زموږ خلکو ته په رشتيا هم د نړيوالو بشردوستانو مرستو اصلي څهره په نړيواله سټنډرډ دا ډول لکه څنګه چې ده ښودل کيږي . دا دمتمدني نړۍ اصلي انځور دی .
هو ، دا نړيوال ستنډرډ دی! ددې انځور سره که څوک مخالفت کوي هغه ته ياغي ويل کيږي د ټروريست ټاپه پرې لګول کيږي او يا د ډيمکراسۍ ضد عنصر په نامه بلل کيږي . کرزيه تا وپښتنو او افغانانو ته څومره زبردسته وياړ وباخښه مقصد په دې هوټل کې که سيلانيانوافغاني نجونې غوښتې نو په امريکايې ستنډرډ ورته ځواب ووايه څو د ددې کار مډال يې هم تاته در نصيب شي او د بابای ملت لخوا دې په ټټر باندې در و لګول شي .
دنوامبر اتمه
Anonymous
11.11.2005
افغانه وروره سلام ؛
کله چې کرزی انتخابات وګټل نو په ډېر وياړيي دپردې شاته يو محفل جوړ کړ.
دملت بابا هم حاضر ؤ٠
ښاغلی کرزی دخپلو يارانو سره نڅیده او دا بدله يي ويله:
يو پله سياف ربانی می په دا بل پله
اۍ دوستمه دې پله را واوړه
پر خزانې به سره خېژو
پر خزانې به سره خېژو
په ډالرو به
ډ کوووووو
ژورجيبونه
اۍ دوستمه دې پله راواوړه
وسلام
Anonymous
12.11.2005
وروره اغا خان څوک دی او څه کوي يوواريې سوانح ولونه ?
هوټل که دخارجيانوفاحشه خانه، چې روسۍ نجونې به له دوبۍ نه راڅي او ژوند به پکښې کوي او نور نه .
کرزی او کابينه يې کله دومره استعداد لري چې د اباديدويو موډل جوړ کړې ٠
ټول يا خر کاران او يا اجڼټان دي او دغه غله به خپل جيبونه ډک کړې او امريکا ته به تښتي. دا غله ، بيکاره دغرب خيرات خواره کله په کار پو هيږي اوکله له دوي سره
دملت غم شته ٠ څلور کاله تير شو د کابل کوڅې هم هغسې بيرانه دي ٠
ټولې پيسې غلا کيږي .
دپښتنو دبيداري په هيله پتنګ